هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته m.ali.umari@hotmail.com |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
دپښتو ادبي قنديل ټولنې دخواشينۍ پيغام په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه كړو چي دپښتنو او پښتو ژبې ستر خدمت ګار وتلئ شاعر اجمل خټك بابا له دې نړۍ ستر ګي پټي كړي اجمل بابا چي تل يې دپښتنو د خپل واكۍ او يوالي دپاره هلي ځلي كړي دپښتو ادبي قنديل ټولني ټول ملګري دستر څښتن ج په دربار كي داجمل بابا دپاره لاسونه لپه كوي ٫ لوي خداي ج دې اجمل بابا ته جنت فردوس نصيب كړي او دپښتنو ددې ستر مبارز او رښتيني شاعر كورنۍ ته دې خداي ج صبر جميل وركړي دداسي ستر خدمت ګارانو پر مړينه نه يواځې دهغه كورنۍ دغم اوښكي تويوي بلكه عام وګړي هم دهغه مړينه يوه لويه ضايعه ګڼي٫ خو دا خبره هرچا ته معلومه ده چي داجمل بابا په څېر ستر خلګ نه مري بلكه هغوي تل تر تله ژوندي دي لوي خداي ج دې پر ورحميږي اللهُمَّ الجعَل قَبرَهُ نُورًا ولاَ تجعَل قَبرَهُ نَارّا اَللهُمَّ الجعَل قَبرَهُ عِيداً وَلاَ تَجعَل قَبرَهُ وَ عِيدًّا ٫٫٫٫٫ پښتو ادبي قنديل ټولنه سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۹ بهمن ۱۳۸۸ ساعت ۰۷:۱۳:۵۹ | آرشيو نظرات (0)
شعر٫ رحمت زلمئ غزل شونډي ئي ستا تر سپين رخساره نه ځي بې لارې خلګ دي پـــــــر لاره نه ځي ښايي مــرتد سو لــــه مذهبه دننــــګ سرونه ټيټ كړي خـــو تر داره نه ځي ژونـــد مې پـــه شان دلا وارثــه مړي چي يې هيڅوك تر ړنګ مزاره نه ځي دمـــرګ بـــلا پـــر هر چارسو ولاړه كليوال ښه كړي چي تر ښاره نه ځي پښتون دوخت داسي صحراكي ولاړ چي يې تـــر هيچاپوري ناره نه ځي دوخت خزان زلمئ كړ داسي مايوس چي اوس يې خيال لا تر بهاره نه ځي رحمت زلمئ سهيلي پښتونخوا ژوب
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۸ بهمن ۱۳۸۸ ساعت ۱۰:۳۰:۴۳ | آرشيو نظرات (0)
داؤدبخت مندوخېل غزل چي څوك دتوروتيــــــــــــــاروكوريــــادوي پښتون وطن ښيي كه ګــــــــــــــــوريــــادوي ماته رايـــادسي لوټي لوټي كابــــــــــــــــــــل چي په كوم ځاي كي څـوك لاهـــــــوريادوي زه له دښمنه ځكــــــــــــــــــــــــــه نه وېرېږم ماپه دعاكي خپله مـــــــــــــــــــــــوريـــادوي زماياران زمـــاښېګړې شمــــــــــــــــــــــېري زماخپلوان زماهرتـــــــــــــــــــــــــوريــادوي بخته چي تـــه څوك يـــــــــــــــــادوې هركله هغه تانه يادوي نـــــــــــــــــــــــــــــوريادوي مينه د امـــن دګل پـــــــــــــــــــــــــانړه بخته! ډېرلېوني ئې دشــــــــــــــــــــــــراوريادوي ليږونكئ رفيع الله مندوخيل سهيلي پښتونخوا ژوب
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۶ بهمن ۱۳۸۸ ساعت ۰۹:۴۲:۱۳ | آرشيو نظرات (0)
دستركلاسك شاعر عبدالحميدبابا شعر
شعر/حميدبابا چــــــې خــوني به په خپل ځان شم ستا له غمه
چمتوكونكے محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۳ بهمن ۱۳۸۸ ساعت ۱۰:۲۰:۲۷ | آرشيو نظرات (0)
شعر سيد باچا شينوارئ غزل دلته تكه توره شپه ده دلته نه ښكاري سهار هرڅه سوي سپېره ښكاري دلته نسته نوبهار نه ګلان نه خوشبويي شته نه بلبل كاندي چغار دلته زخم پرهرونه دلته هربــــدن پــــــــرهار دلته جوړې هديري دي نــــه ګلشن شته نه بهار زاهدان هم ويده سوي شيخان نـــــــه كوي اذكار ښه خوشحاله سره لېوان دي زمرو كډي كړلې بار ســــيد شـــــوم لــــه ډيره غمــه كوكو تـــــه تيار
سيد با چا شينوارئ سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۳ بهمن ۱۳۸۸ ساعت ۱۰:۰۹:۵۳ | آرشيو نظرات (0)
[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ][ ۹۴ ][ ۹۵ ][ ۹۶ ][ ۹۷ ][ ۹۸ ][ ۹۹ ][ ۱۰۰ ][ ۱۰۱ ]
|
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
نگین بلاگ است
|