هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته omari.zabul@gmail.com |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
دتوبې دقبليدو شرط الله تعالي دهر انسان توبه قبلوي چي په اخلاص سره وي كه سړئ هر څومره ګنهګار وي٫ بې له دې چي دبنده حقوق وي ٫ په عجز او خاكسارۍ الله تعالي ته توبه وكاږي الله ج يې توبه قبلوي خو شرط دادئ چي بيا په آينده كې له ګناه څخه ځان وژغوري اوپر تيرو ګناهونو پښيمانه شي كه يو سړئ توبه وكاږي مګر له ګناه څخه ځان نه ساتي نو دا توبه بې اعتباره ده او نعوذ باالله داتوبې ته دارنګ وركوي چي دغه كس له الله تعالي سره دوه مخي كوي الله تعالي فرمايي ثُمَّ اِنَّ رَبَّكُم لِلذِينَ عَمِلُو السُّوءَ بِجَهاَلةٍ ثُمَّ تَا بُوا مِن بَعدِ ذاَلِكَ وَاَصلَحُوا اِنَّ رَبَّكَ مِن بَعدِهَا لَغَفُورُ الرَّحِيم ژباړه بيا خبره دا ده چي ستا رب پر هغو كمو چي بدي يې وكړه په ناپوهي سره بيا توبه وكړي ددې څخه وروسته ٫ او خپله اصلاح وكړي بېشكه ستا رب ددې خبرو څخه وروسته بخښني والا مهربان دئ اوبل ځاي الله تعالي فرمايي كَتَبَ عَلَي نَفسهِ الرَّحمَةَ اَنَّهُ مَن عَمِلَ مِنكُم سُوءً بِجَهَالَةٍ ثُمَّ تَابَ مِن بَعدِهِ وَاَصلَحَ فَاِنَّهُ غِفُورُ الّرَحِيم ژباړه ليكلي دي ستاسي رب پر خپل ځان رحمت چي څوك وكي په تاسي كي بدي په ناپوهي سره بيا تردې وروسته توبه وكي او نيك سي نو خبره دا ده چي هغه بخښنې والا مهربان دئ او همدارنګه بل ځاي الله پاك فرمايي فَمَن تَابَ مِن بَعدِ ظُلمِهِ وَاَصلَحَ فَاِنَّ اللَّهَ يَتُوبُ عَلَيهِ اِنَّ اللَّهَ غَفُورُالرَّحِيم ژباړه بيا چاچي توبه وكړه وروسته ترخپل ظلم او اصلاح يې وكړه نو الله قبلوي دده توبه بېشكه الله بخښونكئ مهربان دئ ٫٫٫٫ په دې پورته آيتونو كښې له توبې سره سره داصلاح يادونه سوې ده دتوبې ترڅنګ په آينده كښې به له ګناهونو څخه دځان ساتلو كلك عزم وي٫ كه چيري ګناه وسي نو فوراً به توبه كاږي مخكې ٫ يعملون السوء بجهالة ٫ فرمايلي دي يعني كه يو سړئ په ګناه خبر وي بيا هم ګناه وكړي دهغه توبه هم قبليږي خو چي په اخلاص سره وي ٫٫٫٫ الله ج دې موږ ټولو ته دتوبې توفيق راكړي په درناوي محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ m.ali.umari@hotmail.com
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۸ بهمن ۱۳۸۸ ساعت ۱۲:۱۹:۵۲ | آرشيو نظرات (0)
دمور دبد دعا تاثير علامه زمخشري رحمت الله عليه ډير ستر عالم تير شوئ دئ دعربي ژبې دپوهانو ويناده چي دقرآن كريم دعربي فصاحت او بلاغت پوهيدونكي په دنيا كښې دوه كسان تيرشوي دي يو جرجاني رح ٫ او بل علامه زمخشري رح دئ ٫ او دواړه ګوډان وو٫ دستر عالم علامه زمخشري رح په باره كښې په كتابونو كښې راغلي چي دده يوه پښه نه وه يعني پښه يې پرې وه كوم وخت چي له علامه زمخشري رحمت الله عليه څخه دپښې دپرې كېدو په اړوند وپوښتل شو ٫ نو علامه رح وويل چي دا دمور دبدې دعا نتيجه ده علامه رح وويل چي ما په كوچني والي كښې يوه مرغۍ ونيوله او دهغې په پښه كې مې سپڼسئ وتړئ چي دهغې په وجه سره ددې معصومې مرغۍ نازكه پښه پرې سوه٫ تر دې پېښې مخكې ماته خپلې مور مباركې وويل چي زويه داسي مه كوه ولې دغه مرغيوته تكليف وركوې خو ما دمور خبره ونه منله بهر حال ماچي ددې مرغۍ په پښه كې سپڼسئ وتړئ او دهغې مرغۍ پښه چي پرې سوه په همدغه وخت كې زه خپلې مور وليدم مور چي مې مرغۍ وليده دهغې پښه پرې وه نو زما مور مباركه ددې مرغۍ په ليدلو سره ډيره غنجنه او غمزده سوه په دغه وخت كې زما دمور تر خولې ماته دا بد دعا راووتله قطع الله رجلك كما قطعت رجله ژباړه لكه څرنګه چي تا ددې معصومې مرغۍ پښه پرې كړه دغه رنګه دې الله پاك ستا پښه پرې كړي ٫ علامه زمخشري رحمت الله عليه فرمايي چي ددې بد دعا اثر دئ چي ماته يوه داسي بيماري راولګيده چي طبيبانو دهغې بيمارۍ څخه دعلاج لار دپښې پرې كېدل وښود يعني طبيبانو دا فيصله وكړه چي دعلامه پښه بايد پرې شي نو بيا طبيبانو زما پښه راپرې كړه او اوس دادئ په پښه ګوډ يم
په درناوي محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۶ بهمن ۱۳۸۸ ساعت ۰۹:۲۷:۵۱ | آرشيو نظرات (0)
څړيكي او دردونه ٫ كتاب چاپ شو څړيكي او دردونه ٫ چي دسيد باچا شينواري دشعرونو لومړنئ كتاب دئ چاپ شو دغه كتاب چي ۱۸۶ مخه لري دالازهر خپرندويه مؤسسې له خوا چاپ شوئ دئ سيدباچا شينوارئ چي دلته په مسلم باغ كښې ٫ دسپين غر٫ په نامه ديو پښتو ادبي ټولنې مشري هم پر غاړه لري په شعرونو كښې يې دوطن مينه له ورايه ښكاري تقريبا په هر شعركښې يې له وطن سره مينه ښودلې ده سيدبا چا شينوارئ ٫ چي اصلا دننګرهار ولايت دئ له ډير پخوا راهيسي دلته په سهيلي پښتونخوا مسلم باغ كښې اوسيږي ٫ دسيد باچا شينواري دوه نور شعري كتابونه هم چاپ ته تيار دي چي انشاء الله كه وخت ورسره ياري وكړي ډير ژر به چاپ شي څړيكي اودردونه ٫ كتاب يې په پيښور٫ كوټه ٫ جلال آباد٫ او كندهار كښې له كتاب پلورنځيو سره پيداكيږي پر قلم يې بركت په درناوي محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۶ بهمن ۱۳۸۸ ساعت ۰۹:۲۴:۴۶ | آرشيو نظرات (0)
شعر٫ درياخان حقمل غزل سي شپــــــه پخه سي هغه تـــل داسي خوبونه ويني مولابــــه خير كړي كابـــــــل داسي خوبونه ويني بيا بــه له اوښكو سره نــــــه ځي له خمارو سترګو دغره رانجه او تــــــور كجل داسي خوبونه ويني زمــــــــوږ دكلي دزيارت ملنـــګ درواغ نه وايي اوربه وي بل ستا پـــه درشل داسي خوبونه ويني زړګيــــه څو ورځي لانوري هم لـــــږ صبر وكړه بس دئ راغلئ يې اجل داسي خوبـــــــــــونه ويني كېداي سي شونډي ستـــــا په شونډو باندي ولګوي بخت يې ويښ شوئ دئ حقمل داسي خوبونه ويني
درياخان حقمل سهيلي پښتونخوا سنجاوۍ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۵ بهمن ۱۳۸۸ ساعت ۰۷:۱۸:۲۸ | آرشيو نظرات (0)
غزل . دريا خان حقمل
شېخه! د دې خوب مانــــا به څه وي راته ووايه
ګران افغانستان په لـــــه دې وروسته سوله راولې
تا كه په ګودر كي لـــــــه همځولو سره ياد كړمه
كله به زمـــــــــــا د سوي زړه ښېرا قبوله سي
درياخان حخقمل سهيلي پښتونخوا سنجاوۍ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۳ بهمن ۱۳۸۸ ساعت ۱۱:۴۷:۳۴ | آرشيو نظرات (0)
|
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
نگین بلاگ است
|