هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته

omari.zabul@gmail.com
صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ

متلونه

متلونه چي له كلونو كلونو راهيسي دپښتنو په ټولنه كښې

ويل كيږي ٫ ويونكي يې نامعلومه دي

پښتو متلونه تر شاعر پورې محدود نه دي

يعني متلونه عام خلګ جوړوي

متلونه سراسر عبرت او دكاڼي كرښي دي

 

متلونه

٫٫٫٫٫

ازمويلي څوك نه ازمويي

 

اصيل خطا نه لري ، كم اصل وفا نه لري

 

اګر و اګر سره ورته دي

 

آموخته خور بلا خور

 

اورته خپل او پردي يو دي

 

اوښ پۀ بډه نه وهل كېږي

 

باغ چي پوخ سي باغوان كوږ سي

 

بده ماندينه تنګه موچڼه ده

 

برج دي تر اسمانه ، سپي دي له لوږي مري

 

برخي وېشه مړونه ګوره

 

بزه په خپل ښكر نه درنيږي

 

بې ښځي سړي ښه دي نه په كور كي همېش جنګ

بې چرګه به هم سباشي

 

بې قامه مقام نسته

باد چى پاسنى وى باران يى ګړندى وى

بى ډوله مه ګډيږه

 

بيكارى هسى بلا ده هم ددين هم ددنيا ده

 

پر دى خواړه يا پور دى يا پيغور

 

پړ مى كه مړ مى كه

 

پښى هلته ځى چى زړه ځى

 

پور چي ځنډينى شى خوړنى شى

 

چى سړى زړيږى حرص زياتيږى

 

 

چى موړشى سوړ شى

ديوال نم زړوى خو انسان غم زړوى

 

رښتيا ويل تر خه دى

سركه غټ هم وى پټكى غواړى

 

كوڼ دوه واره خاندى

 

 

ماهى چى نيسى تر لكى يى نيسه

 

 

ښه وكړه په ابو كى يى واچوه

 

په درناوي

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۲ بهمن ۱۳۸۸ ساعت ۰۹:۲۵:۵۹ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


په زړه پورې او زړور انټي ويروس ډانلوډ كړئ

په زړه پورې او زړور انټي ويروس ډانلوډ كړئ

nod32
٫ چي يو ډير په زړه پورې انټي ويروس دئ
 

ستاسو كمپيوټر له هرډول ويروس څخه ژغورلاي شي

ددې انټي ويروس لويه فائده داده چي دا خپله آپډيټ كيږي

يعني دې ته ضرورت نشته چي تاسو يې آپډيټ كړئ

ددې انټي ويروس كمال دادئ چي كله ستاسو په كمپيوټر كښې ويروس

وي نو دئ ډير ژر تاسو ته اطلاع دركوي

او خپله هغه ويروس له مينځه وړي

اوبله داچي ستاسو دكمپيوټر پر سرعت باندې هم اثر نه اچوي

دغه لاندې لينك درواخلئ او دغه قوي انټي ويروس

خپل كمپيوټر ته په ډيره اسانۍ سره ډانلوډ كړئ

خو دا يادونه ضروري ده چي دغه انټي ويروس

چي مو په كمپيوټر كښې انسټال كړو بيا له هغه وروسته

ددې انټي ويروس هغه

٫ كار نه كوي كه تاسو بيا دغه انټي ويروسsetup

په خپل كمپيوټر كښې انسټال كاوو بيا به بيا دې لينك ته راځئ

او ډانلوډوئ بې

لينك يې دادئ

http://www.eset.com/download/free_trial_download_int.php

 

په پښتنه مينه

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۱ بهمن ۱۳۸۸ ساعت ۰۸:۳۴:۱۳ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دپښتو ادبي قنديل ټولنې دخواشينۍ پيغام

دپښتو ادبي قنديل ټولنې دخواشينۍ پيغام

په خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه كړو چي دپښتنو او پښتو ژبې

ستر خدمت ګار وتلئ شاعر اجمل خټك بابا له دې نړۍ ستر ګي

پټي كړي اجمل بابا چي تل يې دپښتنو د خپل واكۍ او يوالي دپاره هلي ځلي كړي

دپښتو ادبي قنديل ټولني ټول ملګري دستر څښتن ج په دربار كي داجمل بابا

دپاره لاسونه لپه كوي ٫ لوي خداي ج دې اجمل بابا ته جنت فردوس نصيب

كړي او دپښتنو ددې ستر مبارز او رښتيني شاعر كورنۍ ته دې خداي ج صبر

جميل وركړي دداسي ستر خدمت ګارانو پر مړينه نه يواځې

دهغه كورنۍ دغم اوښكي تويوي بلكه عام وګړي هم دهغه مړينه يوه لويه ضايعه ګڼي٫ خو دا خبره هرچا ته معلومه ده چي داجمل بابا په څېر ستر خلګ

نه مري بلكه هغوي تل تر تله ژوندي دي

لوي خداي ج دې پر ورحميږي

اللهُمَّ الجعَل قَبرَهُ نُورًا ولاَ تجعَل قَبرَهُ نَارّا

اَللهُمَّ الجعَل قَبرَهُ عِيداً وَلاَ تَجعَل قَبرَهُ وَ عِيدًّا

٫٫٫٫٫

پښتو ادبي قنديل ټولنه

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۹ بهمن ۱۳۸۸ ساعت ۰۶:۱۳:۵۹ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


شعر٫ رحمت زلمئ

شعر٫ رحمت زلمئ

غزل

شونډي ئي ستا تر سپين رخساره نه ځي

بې لارې خلګ دي پـــــــر لاره نه ځي

ښايي مــرتد سو لــــه مذهبه دننــــګ

سرونه ټيټ كړي خـــو تر داره نه ځي

ژونـــد مې پـــه شان دلا وارثــه مړي

چي يې هيڅوك تر ړنګ مزاره نه ځي

دمـــرګ بـــلا پـــر هر چارسو ولاړه

كليوال ښه كړي چي تر ښاره نه ځي

پښتون دوخت داسي صحراكي ولاړ

چي يې تـــر هيچاپوري ناره نه ځي

دوخت خزان زلمئ كړ داسي مايوس

چي اوس يې خيال لا تر بهاره نه ځي

رحمت زلمئ

سهيلي پښتونخوا ژوب

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۸ بهمن ۱۳۸۸ ساعت ۰۹:۳۰:۴۳ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


غزل/داؤدبخت مندوخېل

داؤدبخت مندوخېل

غزل

چي څوك دتوروتيــــــــــــــاروكوريــــادوي

پښتون وطن ښيي كه ګــــــــــــــــوريــــادوي

ماته رايـــادسي لوټي لوټي كابــــــــــــــــــــل

چي په كوم ځاي كي څـوك لاهـــــــوريادوي

زه له دښمنه ځكــــــــــــــــــــــــــه نه وېرېږم

ماپه دعاكي خپله مـــــــــــــــــــــــوريـــادوي

زماياران زمـــاښېګړې شمــــــــــــــــــــــېري

زماخپلوان زماهرتـــــــــــــــــــــــــوريــادوي

بخته چي تـــه څوك يـــــــــــــــــادوې هركله

هغه تانه يادوي نـــــــــــــــــــــــــــــوريادوي

مينه د امـــن دګل پـــــــــــــــــــــــــانړه بخته!

ډېرلېوني ئې دشــــــــــــــــــــــــراوريادوي

ليږونكئ

رفيع الله مندوخيل

سهيلي پښتونخوا ژوب

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۶ بهمن ۱۳۸۸ ساعت ۰۸:۴۲:۱۳ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ]
معرفي وبلاگ
 



http://larawbar.com/hella/

 
 

فهرست اصلي
 
صفحه نخست
پست الكترونيك
آرشيو مطالب
افزودن به علاقه مندي ها
صفحه خانگي
 

 
 

آرشيو موضوعي
 
شعورنه
اسلامي ليكني
لنډي كيسي
ادبي ټوټي
خبرتياوي
مقالي
بيلابيلي ليكني
انځورونه
اړ يكي
غو نډ ه
كتا بو نه
بر يښنـــا ليكونه
درحمت الله رحمت ناول
 
 

آرشيو ارسال ها
 
شهريور ۱۳۸۹
مرداد ۱۳۸۹
تير ۱۳۸۹
خرداد ۱۳۸۹
ارديبهشت ۱۳۸۹
فروردين ۱۳۸۹
 
 


پيوند ها
 
افغان ادبي بهير
تل افغان
ټاټوبئ
دارواښآد سيلاب ساپي بلاګ
روهي ويب پاڼه
غورځنګ ويب پاڼه
دميرمن كلتوري ټولنې ويب پاڼه
پښتوسندري
دتهران راديو پښتو خپرونه
دامريكاږغ اشنا راديو
دچين راديو پښتو خپرونه
دالمان ږغ راديو پښتو خپرونه
دښآغلي همت الله امين زي ويب سايټ
مورچل ويب پاڼه
خوست ويب پاڼّه
انلاين پښتو مشاعره
په زړه پورې افغانئ لينكستان
پكتيا ويب پاڼه
وحدت ورځپا ڼه پيښو ر
سور غر ويب پا ڼه
سپوږمۍ ويب پا ڼه
سمسور و يب پا ڼه
خوست راديو
دافغا نستا ن دطالبانو ويب پا ڼه
تاند ويب پا ڼه
پښتونخوا ويب پا ڼه
پكټ راديو پښتو خپرو نه
داستانونه ويب پا ڼه
زمو افغانستان ويب پا ڼه
ډيوه راديو ويب پا ڼه
دازادۍ راديو پښتو خپرونه
ليكوال ويب پا ڼه
هيواد ويب پا ڼه
اصلاح ويب پا ڼه
شهامت ويب پا ڼه
ريان اسلامي ويب پا ڼه
توره بوړه ويب پا ڼه
لوي غر ويب پا ڼه
د بي بي سي پښتو خپرونه
ګران وطن ويب پاڼه
بينوا ويب پاڼه
ټول افغان ويب پاڼه
دموسيقۍ په زړه پورې ويب پاڼه
دموسيقۍ ښكلې ويب پا ڼه
پښتا نه و يب پا ڼه
رومال و يب پا ڼه
ننګيا ل و يب پا ڼه
لوي افغانستان وېبپاڼه
طلوع ټلوېزيون
آرمان راډيو
لمر ټلوېزيون
نورين راډيو ټلوېزيون
پژواك خبري آژانس
ولس خبري اژانس
تول پښتانه وېبپاڼه
ميدان وردگ ولايت پانه
مسلمانان وېبپاڼه
دپښتنو شاعرانو شعرونه وېبلاك
حقيقت ويببانه
كره كتنه وېبلاك
دبازمحمد عابد وېبلاك
افغا ن ننګ ويب پا ڼه
لر او بر ويب پا ڼه
په زړه پوري اسلامي ويب سايټ
بلاګو نه و يب پا ڼه
خبرونه ډا ټ كام
دعبدالهادي حيران و يب پا ڼه
افغا ن كلتوري ودې ټولنه
دآپلوډ په زړه پوري ويب پا ڼه
پښتو نستا ن ويب سا يټ
دښځـو ويب پا ڼه / اوربل
آنلا ين ويب پـا ڼه
قا مو ســو نه و يب پاڼه
سلګۍ ويب پا ڼه
شعرو نه و يبلا ګ
سباؤن ويب پا ڼه
د اجمل اند ويب پا ڼـــه
لمر و يب لا ګ
ليكوال ويب پاڼه
بوريوال كاكړ بلاګ
افغان رساله
دانش خپرندويه ټولنه
دانټر نيټي تبليغاتو سايټ
ديدنونه ويب پاڼه
نړ ۍ وال ويب پاڼه
دجهاني صاحب ويب پاڼه
كندهار تلويزيون ويب پاڼه
 
 


لوگوي دوستان
 
POWERD BY neginblog.com
 
 


كدهاي كاربر
 
 
 


 

تمام حقوق تعلق به نگین بلاگ است