هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته omari.zabul@gmail.com |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
ازادنظم٫ غنمرنګ كوچي ازادنظم خداي شته چي تاڅخه مې ډير اميدوو ماوېل چي ته په مينه ښه پوهېږې لدې كبله به په ګپ كې درنه لږ مرورغوندي شوم خونن چي تارټ ځوابونه راكړل چي ځه په مخه دې ښه زما نازك زړګئ ډېر ودردېده اوماته داپته هم ولګېده چي زه اول څنګه بې ياره ومه هاغسي اوس هم يمه نوربه نازونه پر چا نه كومه ٫٫٫٫ غنمرګ كوچي خيبرپښتونخوا پېښور
نويسنده : محمدعلي عمري | ۳۰ فروردين ۱۳۸۹ ساعت ۰۷:۱۱:۰۹ | آرشيو نظرات (0)
بسم الله الرحمن الرحيم دسترڅښتن په نامه منبع اقوال زرين ــ ژباړونكي :صديق الله (بكر) دنبي صلي الله عليه وسلم اوداصحابوكرامو(۱۲) غوره ويناوې!
۱ : رشتني قوي ايمان دادې چې دالله تعالي پر وركړه باندې خوښ او راضي اوسي :(خواجه اويس قرني) ۲ : ته په دنياكې داوسيدلوپه شيانوبوخت يې :اودنياغواړي چي تادځانه څخه ژر وباسي : (حضرت ابوبكرصديق) ۳ : دالله تعالي په نيز ددوڅاڅكوڅخه ډيرارزښتمندنورهيڅ څاڅكي نشته :اول : داوښكوهغه څاڅكي چې دالله تعالي دبيرې څخه بهيدلي وي :دوهم: دوينوهغه څاڅكې چي دالله تعالي په لاره كي خاص دالله تعا لي درضادپاره توې شوې وي (نبي صلي الله عليه وسلم ) ۴ : كم څوك چې دسلام دمخه پوښتنه وكړي وهغه ته جواب مه وركوۍېترڅوچې يې سلام نه وي ويلي :(نبي صلي الله عليه وسلم ) ۵ : اووچ لرګي دومره ژرنه سوځي :لكه څومره چې غيبت دانسان عملونه ورسوځي (نبي صلي الله عليه وسلم) ۶ : په حلالوشيانوكې دالله تعالي په نيزهيڅ شي دومره بدنه دي :لكه طلاق (نبي صلي الله عليه وسلم) ۷ : كم څوك چې دغوښتلوعادت په ځان كې راولي : الله تعالي پرهغه باندې داحتياجي دروازې خلاصوي (نبي صلي الله عليه وسلم) ۸ : ماته دروژې دمياشتې روژه نيول اوپه مسجدحرام كې په اعتكاف كې دكينستلوڅخه ډيرزيات محبوبه دادي چي زه پروخت دضرورت ديومسلمان خدمت او كومك وكړم(نبي صلي الله عليه وسلم) ۹ : ښځې د زروسوروالي اودزعفرانو زيړوالي بربادكړې دي (حضرت ابوبكرصديق ) ۱۰ : دالله تعالي اودبنده ترميان توكل يو راز دي :نوبياضروري ده چې سوادالله تعالي نه په دې رازڅوك پونشي (حضرت امام محمدشيباني) ۱۱: سخي دوست دالله تعالي دي كه چيرې فاسق هم وي : اوبخيل دشمن دالله تعالي دي كه چيري زاهدهم وي(حضرت عمرفاروق) ۱۲ : دالله تعالي وجودتل دخپل ځان سره ګڼل كامل ايمان دي (حضرت عثمان غني ) منبع اقوال زرين ــ ژباړونكي :صديق الله (بكر سرچينه لمر ويب لاګ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۳۰ فروردين ۱۳۸۹ ساعت ۰۲:۳۸:۳۴ | آرشيو نظرات (0)
شعر٫ خيرمحمدساغر غزل هغــه زړه چي ددنيا له غم خالي وي يابـــه غوث يابــــه سيد يابه ولي وي دهمدركاروان سرواڼئ سه پښتونه شه په نسب چي دمنصوردي وروولي وي پښتونخوادې مبـــاركـــه شه هغــوتــه دچـا زړوكې چي ذره پښتونـــولي وي زمــا زړه به دډېوې روڼا ته تېر شي خــوچي ستا راسره ياره خپلولي وي دسپركار دخونده څه خبر چي څه وي سي جهارونه او موټر دچا سورلي وي پروت مدام پر سرحدو اوسه ساغره چي پـــالنه دوطن كــړي ننګيالي وي خيرمحمدساغر خيبرپښتونخوا ټانك
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۹ فروردين ۱۳۸۹ ساعت ۰۹:۳۸:۴۰ | آرشيو نظرات (0)
دخوشحالۍ ورځ يې په غم بدله كړه ليكوال : رحمت الله « رحمت » ژوند ټول په خوارۍ او غرېبۍ ورباندي تېر سو ، ټول عمر د بل همسايه و ، ښه راستمن سړي و، يو وزري و، يوه يې نه دوې كېدې هغه دچا خبره ديوه لاسه ټك نه خيژي دوه درې بچي يې لا دمخه مړه سوي وو، اوس يې داوروستي زوي " ګلاب " ځوانۍ ته نيژدې سوي ولاس يې په سپك و. دادمحمد اكا به هر وخت نصيحت ورته كاوه زويه دبې ځايه كارواو بې سره همځولو څخه ځان ګوره خداي ﷻ مه كړه چي يوه بده راته پېښه نه سي وايم دبدو خلګو څخه همېشه بد پېښېږي ، ماددې كلي دهر سړي خدمت كړي دي په توره شپه مي يا نه ده ورته كړې . وايم خپل وس مي نه دي ځني سپمولي ته به خپلو كاروته پام كوې اوبله خبره داده چي ستا لپاره مي يو كار په نيت كي دي بيا به يې درته ووايم . ګلاب هم ډېر ځيرك زلمي و ، سهار وختي به يې دملا صاحب څخه سبق واخيستي بيا به نو ټوله ورځ دپلار سره دمځكي په كار واخته و. په ټول كلي كي يې ښه نوم درلودي مازديګر يې همځولي " زرين " ګيله ځني وكړه : داڅنګه انډيوالي ده چي زه دي نه يم خبر كړي او ټول كلي خبر دي . چي پلار دي " زرلښته " درغواړي ګلاب چي پر هوارپټو څنګ وهلي و راپورته سو او ويې ويل : ښه ته هم خبر سوي يې ياره زه شرمېدم نه مي شواي درته ويلاي زه هم برايي ماښام خبر سوم پرون دورځي مي پلاريوه خبره راته كړې وه خو سرمي نه و په خلاص. ماښام چي مي پلار مورته داقصه كوله نو زه هم پوه شوم ، چي پلار مي ولي دڅه مودې څخه پرځان تنګي راوستلې وه . نور خو پرېږده زموږ دخوراك غنم او دلاندي پسه يې لا خرڅ كړ .بس دمسكين همداژوند دي چي دكوزدې او واده لپاره به دغاړي كالي خرڅوي دمړو او سرمايه دارو خلګو په ودو او ښاديو كي څنګه هشت ومشُت وي څنګه ټكان او اتڼونه وي . " زرين " چي دانډيوال ګلاب خبرو وسو هيڅ جواب ورسره نه و، صرف دومره يې ورته وويل چي : دټكانو لپاره خو ما دادي ډكه توپنچه رااخيستې ده چي صبا دي دسملان راوړل كيږي ټكان به په وكړو او يوڅه دجېب خرڅه مي هم درله برابره كړې ده دغه مي په وس و. ګلاب كه له يوې خوا سبا دخپلي كوزدې خوشحالي لرله خو دبلي خوا دې ته حيران و ،چي په تش لاس په دغه دولور غاړه څنګه باسي او څنګه به يې اداكوي په دغو چورتو او فكرو كي خوشحالي ځني هېره وه پټو يې ټك واهه زرين ته يې وويل : ستا يې كور ودان مګر په دې سرنه سره رسيږي سبا به ټوله ورځ راسره تېروې اوس ناوخته دي كور ته به څوك راته ګوري . سهار چي دڅلورو كسانو مركې دګلاب دكوزدې دسملان راورسول ، زرين توپنچه په لاس د ټكانو وار ته انتظار و، يو ناڅاپه ګوته دماشې سره ولګېده او ټك سو مخامخ ګولۍ دګلاب پر زړه ولګېده او دګلاب پرمځكه راچپه سو نارې او چغي سوې چي ګلاب مړ شو ، خلګ سره راورسېدل ګوري چي ګلاب لكه داختر پسه په خپلو وينو كي سور پروت دي او آخري ساه يې خيژي . ښادي په غم بدله سوه بس دمسكين دكور خوشحالي وه لږ ګړۍ وه دخلګو سترګي له اوښكو ډكي سوې او دايې ويل : دادمحمد اكا ته دي خداي ﷻ دزړه صبر وركړي دغه يو زوي يې وهغه هم دمرګ په كار شو بيا پرداسي ځواني او دكوزدې په ورځ بس هغه دچا خبره"د خداي ﷻ دوستان ډېرزهېريږي " ګلاب مسكين چي يې خاورو ته وسپاري ، تردعا ګويي وروسته دكلي يو سپين ږيري لعل محمد اكا خلګو ته وويل : واورئ خلګو بيا كه دچا زوي پيداشي يا كوزده يا واده وي بيا به دغه دغم ټكان نه كوئ وموليدل چي دخوشحالۍ ورځ يې په غم بدله كړه . سرچينه
لمر ويبلاګ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۹ فروردين ۱۳۸۹ ساعت ۱۱:۵۱:۳۹ | آرشيو نظرات (0)
دځوان اوتكړه شاعرامدادموسى خېل لومړۍ شعري ټولګه چاپ سوه!
![]() دسوهېلي پښتونخوادږوب دسيمې دځوان اوتكړه شاعر امدادالله امدادموسى خېل لومړۍ شعري ټولګه آهونه پرهرونه په ١١٥مخونوكي چي تازه له چاپه راوتلې ده ،چي٤٩غزلې اوترشلوپوري نظمونه لري . سريزه ئې ښاغلي برملاخان برمول ليكلې اودويښ ليكوال ادبي ټولنې اوخراسان ادبي كاروان ږوب له خواد٥٠٠ټوكه په شمېرچاپ سوې ده . امدادالله امداد ملفون : ٠٠٩٢٣٣٣٧٧٨٠١٨٥
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۸ فروردين ۱۳۸۹ ساعت ۱۱:۵۷:۵۲ | آرشيو نظرات (0)
|
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
نگین بلاگ است
|