هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته omari.zabul@gmail.com |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
څلوريځي ٫ محمدعلي عمري څلوريځه چي سړئ دروند وي ډيرنه ږغيږي كـــه ډيــــر ږغيږي درنښت كميږي دچاچي ژبــــه خپل واك كي نه وي تـــل پـــــه پالتواوپاګل دلته ياديږي څلوريځه ساده نقشي دي پـــر مخ دزمــــكې يوپــرې روان خو لاري مو وركې ديـــقين سترګـــــي هلــه بينــــا سي چي ساه مو نه وي نوره په خوله كي
په پښتنه مينه محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ omari.afghan@hotmail.com 00923438005877
نويسنده : محمدعلي عمري | ۳۱ ارديبهشت ۱۳۸۹ ساعت ۱۰:۵۲:۰۶ | آرشيو نظرات (0)
معرا نظم
ليكوال: عادل اڅكزي / چمن
محكومه هيله ـــــــــــــــ ــــــــــ د انار د ګلو وني بې مالياره ولي ښكارې؟ ستا پر ښكلې تنه باندي چا د جبر ګوزار كړي بيا دي چا تنكي ښاخونه په تېره تبر غوڅ كړي ازموينه د خپل زور نن ستا پر ښكلي وجود باندي د وحشت په سرو لاسونو كوم زورځواكي ده بيا كړې » » » ستا له خولې څخه چي خيږي د فرياد سوي آهونه ستا له سرو سترګو چي څاڅي د هجران تياره نكلونه ستا غوټۍ چي به د ګلو له وږمو سره غړۍ سوې په ورو ورو چي به يې كله ستا ښايست ته سينګار وركړي د بلبلو سېل به تا له راروان په منظره وو په زړه وړونكو ترانو يې چاپېريال واړه نغمه وو د سپرلي د شناخت بېلګه وې په رنګينو ولولو كي وهر ستړي ته دمه وې د وصال په نندارو كي » » » د خپل وخت له مخه ولي د سپېره خزان سيليو سرې غوټۍ په قتلېدو كړې شين پړوني يې د پاڼو ستا له سره په هوا كړي چادي بخت له تخته لاندي را ايله او نيمه خوا كړي د كوم بد نظر صياد دي تر زړه غشي دي ايستلي څه بېورې په ستم وسوې ستا پر وچه تنه باندي نه شنه پاڼه نه سور ګل سته نه دي لاندي په سايه كي د بورا د مستۍ شخول سته » » » ستا پټ خولي فريادونه د كڼو غوږو و تل ته رسېدلاي نه سي ګراني ستا ښاخونه هر چا وړي په ځان خوښ غوندي مُحيط كي د سوځنګ په توره موخه د خپل وس پر وږو باندي د خپل كور تر نغريه د خپل دېګ په پخېدو كي ترېنه كار اخلي په بيړه په ساتنه كي د نورو زاره چاؤدي غوندي وني اندامونه ستا سوځيږي د يرغل په توره شپه كي په ټاټوبي پلارني كي تاوان ستا ګټه د بل ده » » » د پردو قانون چليږي ناروا كار روا كيږي نابللي غوندي خلګ د خپل كور پر انګړ وينو سرچپه غوندي كارونه د خپل زور له مخي كاندي مخنيوي د ظلم نسته د خوار ځواكو په وس باندي » » » د مظلوم اوښكي سوې توري لوي قهار ته په سجده سوې د غضب دروازې خلاصي د ظالم پر لوري غواړي ترڅو موږ په وران كاله كي يؤ او بل تاؤ سو تر غاړي ۱مئ ۲۰۱۰م كال چمن محكومه پښتونخوا 03022245352
نويسنده : محمدعلي عمري | ۳۰ ارديبهشت ۱۳۸۹ ساعت ۰۶:۳۰:۴۷ | آرشيو نظرات (0)
شعر٫ درويش دراني شعر خلګ نه غواړي چي ښكلي پريشان سي بس لـــه ورايــه ورته وګوري روان سي داچي هره ورځ وركيږي دلتـــه زړونــه هسي نه چي ټول پر تا باندي تــاوان سي تا كـــه وخندل هغه وخت به سپرلئ شي ماكــــه وژړل هغـــه دم به بـــاران سي ددرويش خاورين وجود به هم سره زر شي كـــه دې شونډوته نژدې لـــكه پيزوان سي درويش دراني پښتونخوا كوټه
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۹ ارديبهشت ۱۳۸۹ ساعت ۱۱:۴۸:۳۸ | آرشيو نظرات (0)
شعر ٫ پرويز شينواري غزل څه نوي زړي دي ستاسو كلي كي وايه څه كيسي دي ستاسو كلي كي ستا دمخ دخال سره سيالي كوي ځكه وني شني دي ستاسو كلي كي زه دې لا موړ شوئ په ديدن نه يم لنډي ورځي شپي دي ستاسو كلي كي ياره ماشومتوب نه راته يادي دي لوړي دروازي دي ستاسو كلي كي ګوره خپل منګي پوري به تنګه شې څه لري چيني دي ستاسو كلي كي وايي چي پرواز خلګو وژلئ دئ داسي انګازي دي ستاسو كلي كي پرواز شينوارئ خيبر پښتونخوا پېښور
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۹ ارديبهشت ۱۳۸۹ ساعت ۱۱:۳۹:۲۹ | آرشيو نظرات (0)
دحضرت محمدص دسيرت سلسله نولسمه برخه كله چي قريشو وليدل چي محمدص په هيڅ ډول هم خپله لاره او بلنه نه پريږدي نو يوځل يي بيا سوچ وكړ او داسلامي دعوت دله مينځه وړلو په خآطر يي لاندينئ هلي ځلي په كار واچولي٫ تكذيب ملنډي٫ خندا ګاني ٫ استهزاء او مسخري٫ قريشو غوښتل په دي ډول سره او له دي لاري نه دمسلمانانو روحيات كمزوري ارادي يي ماتي او دهغوي دذلت او سپكاوي كوشش وكړي نو همدا وه چي په رسول اكرم ص پوري يي ډول ډول تورونه او تهمتونه وتړل٫ دهغه جناب صلي الله عليه وسلم په شان كښي يي ډيره بي ادبي او ګستاخي كوله كله به يي ليوني باله كله به يي څه به باله او كله څه٫ قرآن كريم فرمايي٫ وقالوا يا يهالذي نزل عليه الذكر انك لمجنون٫ ژباړه ٫ او ويلي ٫ دغو كفارو محمدص ته ٫ اې هغه سړيه چي نازل كړئ شويدئ پر هغه باندي ذكر ٫ قرآن پند ٫ په زعم دمنكرينو٫ خامخا ليوني يې٫ ٫٫٫ او كله به يي محمدص ته ددروغو نسبت كاوه٫ الله تعالي فرمايي٫ وعجبوا ان جاء هم منذر منهم٫ وقال الكافرون هذا ساحر كذاب ژباړه ٫ او تعجب كوي ٫ كفار ٫ له دې نه چي راغلئ دئ دوي ته نبي ويرونكي له دوي نه او وايي دغه كافران چي دغه ويرونكي نبي ٫ ساحر كوډګر او دروغجن دئ٫ دقريشو كفارو به رسول اكرم ص ته په ډيره بده سترګه كتل له حد نه زياته كينه او عداوت يي ورسره درلود تل به په دې هڅه كي وو چي وزوروي٫ قرآن كريم فرمايي٫ وان يكادالذين كفروا ليزلقونك بابصارهم لما سمعوالذكر ويقولون انه لمجنون٫ ژباړه ٫ او بېشكه نژدي وو هغه كسان چي كافران شويدي٫ خامخا وبه ښويوي تا وبه دې غورځوي په ځمكه پخپلو سترګو سره هركله چي واورېده دوي قرآن ستا له ژبې او وايي دوي دكينې له مخې بېشكه دغه محمد ليوني دئ٫٫٫٫٫ ٫٫٫ رسول اكرم ص چي به كله له خپلو اصحابو رضي الله تعالي عنهم ٫ سره ناست ؤ قريشو به له استهزاء څخه په ډكه لهجه سره ويل ٫ وګورئ دا دده ملګري دي٫ قرآن كريم فرمايي اهؤلاء من الله علينا من بيننا ژباړه٫ آيا هم دا خواران فضل كړيدي الله پردوي په منځ زموږكي په هدايت سره٫٫٫٫٫٫٫٫ ٫٫٫ الله تعالي ددې په ځواب كي فرمايي اليس الله باعلم بالشاكرين ژباړه آيا نه دئ الله تعالي ښه عالم په شكركونكو٫ په نعمت داسلام بلكه دي٫ نو ځكه تفضلا احسان پري كوي ٫٫٫ قرآن كريم دمشركينو دا كيقيت او حالت په ګوته كوي او فرمايي ان الذين اجرمو كانوا من الذين امنو يضحكون ٫ واذا مروا بهم يتغامزون واذانقلبوا الي اهلهم انقلبوا فكهين٫ واذا راوهم قالوا ان هؤلاء لضالون٫ وما ارسلوا عليهم حافظين٫ ژباړه٫بېشكه هغه كسان چي كافران شويدي ٫ وو دوي په هغو كسانو باندي چي ايمان يي راوړئ وو خندل به يي او مسخري به يي پرې كولي او كله چي تيريږي منكران پر مؤمنانو باندي هغوي ته په خپلو منځونو كي سره سترګكونه وهي ٫ لپاره داستهزاء او كله چي وګرځي٫ خپلو كورونوته ٫ نو ګرځي دوي خوشحاله خبري جوړونكي په سبب دتمسخر او استهزاء پر مؤمنانو باندي٫ كله چي وبه ليدل كفارو دغه ٫ مؤمنان نو ويل به يي پخپل مينځ كي چي بېشكه دغه مؤمنان خامخا بي لاري دي حال دا چي نه دي ليږل شوي كافران پر دغومؤمنانو باندي ساتونكي څارونكي ٫٫٫ درسول اكرم ص دذات شخصيت او هداياتو په خلاف دبي اساسه شكوكو او شبهاتو راولاړول او دهغه په خلاف دروغ او دومره زيات پروګند په كار اچول چي عوام خلګ هيڅ ددي فرصت ونه مومي چي درسول اكرم ص ددعوت او رسالت په هكله غور تفكر او تامل وكړي ٫ مشركانو چي دقرآن كريم په هكله چي عقيده درلوده الله تعالي هغه داسي بيانوي وقالوا اساطير الاولين اكتتبها فهي تملي عليه بكرة واصيلا ژباړه ٫ او وايي كفار داكيسي دي دړومبنيو خلكو چي ليكلي دي هغه محمد٫ پر ليكونكو پس هغه لوستل كيږي په ده ٫ ٫٫٫ قريشو دسازش او توطيي لاره هم نيولي وه ٫ غوښتل يي ديوي سودا بازي په نتيجه كي اسلام او جاهليت سره ګډ كړي پيشنهاد يي وكړ چي له څه نه به موږ تير شو او له يو څه نه دې محمد تير شي قران كريم دېته اشاره كوي فرمايي وودوا لو تدهن فيدهنون ژباړه ٫ خوښوي دوي چي كه ته نرمي كوې له دوي سره نو دوي به هم نرمي كوي له تاسره ٫٫٫ دابن جرير او طبراني يو روايت دي چي وايي ٫ مشركينو رسول اكرم ص ته وړانديز وكړ چي يو كال ته زموږ دخدايانو عبادت وكړه او يو كال به موږ ستا دخداي عبادت وكړو خو دعبد بن حميد روايت وايي چي هغوي رسول اكرم ص ته وويل چي كه ته زموږ خدايان ومنې نو موږ به ستا درب عبادت وكړو٫ ابن اسحاق وايي يو ځل رسول اكرم ص له بيت الله شريف څخه طواف كاوه٫ چي دقريشو مشركان لكه الاسود بن عبدالمطلب ٫ بن اسد بن عبدالعزي ٫ وليد بن مغيره او اميه بن خلف او عاص بن وائل السهمي ورته راغلل او ورته ويي ويل٫ راځه ته زموږ دخدايانو عبادت وكړه او موږبه ستا دخداي عبادت وكړو په دې ډول سره به عبادت سره شريك كړو كه چيرته ستا معبود زموږ تر معبودانو غوره وي نو موږبه هم څه فائده كړي وي او كه زموږ معبودان ستا تر معبود غوره وي نو بيا به تا څه فائده كړي وي ددوي دا پيشنهاد الله تعالي رد كړو او دا سورت يي رانازل كړو قل يا ايها الكافرون٫ لا اعبد ما تعبدون ژباړه ٫ووايه اې محمده ٫ چي اې كافرانو نه كوم زه عبادت دهغه شي چي تاسي يي عبادت كوئ ٫٫٫ په دې ترتيب سره الله تعالي ددوي سازش هم له خاورو سره خاوري كړو او په ډاګه سره يي اعلان وكړو چي دمشركينو لاره له اسلام نه بيله او جدا ده پدي اړوند دروايتونو له اختلاف نه د څرګنديږي چي كيداي شي مشريكينو څو ځله ددې سازش هڅي كړي وي ٫٫٫ نوربيا په درنښت محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ omari.afghan@hotmail.com
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۹ ارديبهشت ۱۳۸۹ ساعت ۱۱:۲۵:۴۳ | آرشيو نظرات (0)
|
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
نگین بلاگ است
|