هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته

omari.zabul@gmail.com
صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ

دخواشني خبر

دخواشني خبر

په خواشني سره خبريږوچي دځوان اوتكړه ليكوال ښاغلي محمد نعيم افغان پلار

له دي فاني دنيا سترګي پوټي كړي روح دي ښاد وې ، ښاغلي محمد نعم افغان اودكورني ټولو غړوته يي دلوي څښتن څخه صبراواجر غواړو

رحمت الله رحمت چمن

rahmatcmn@yahoo.com

نويسنده : محمدعلي عمري | ۳۰ مرداد ۱۳۸۹ ساعت ۱۱:۲۷:۱۳ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دمباركې روژې د رخصت

دمباركې روژې د رخصت

يعني نه نيولو وجې

٫٫٫

په دې لاندي حالاتو كښي روژه خوړل روادي

٫٫٫٫٫٫

په سفر كښي ٫ په حمل كي چي بچي ته پۍ وركوي ٫

دمرض په وجه٫ دبوډا توب په وجه٫ دظلم په وجه دهلاكت په وجه ٫ عقل ته دنصان رسيدلو په وجه ٫ او دجهاد په وجه ٫ له سفر څخه مراد شرعي سفر دئ يعني دري ورځي مسافت٫ په موجوده مسافت سره پاو باندي اويا كيلومتره دي٫ چي كوم سړئ ددومره مسافت نيت وكړي او دكورنه وځي اګر كه ديو ناجايز مقصد دپاره ووځي نو دده دپاره روژه نه نيول جايز دي٫ خو كه تكليف نه وي نو روژه نيول بهتر دي او كه تكليف وي نو بيا روژه نه نيول بهتر دي او كه دهلاكت وېره وي نو بيا روژه نه نيول واجب دي

البحرالرائق ص۲۸۲ـ ردالمختارص ۲۴۱ ج ۱

٫٫٫

مسئله

حامله اوپۍ وركونكې ښځه كه هغه موروي او دايي ٫ خپل ځان يا بچي ته د رسيدو خطر ه وي نو روژه نه نيول جايز دي همداډول كه مريض ته دمرض دزياتيدو وېره وي ياژر دنه تندروست كيدو وېره وي نودوي ته هم دروژې دنه نيولو اجازت شته البته په دې حالاتو كښي به له يو مسلمان ډاكټر څخه مشوره اخلي يواځې پر خپل وهم او ګمان روژه نه نيول جايز نه دي اوپه ماتولو سره يې كفاره ده همدغه حكم دئ دغير مسلم غير ماهر او دفاسق او دبېدينه ډاكټر ياطبيب دغلطې مشورې يعني ددوي خبرو ته څه اعتبار نشته٫ كه دلوږې يا تندې نه دمرګ يا عقل ته دنقصان رسيدو خطره وي نو روژه ماتول جايز دي همدغه شان كه څوك يې په روژه ماتولو مجبوره كړي نو بيا هم روژه ماتولاي شي او كه دزور باوجود يې هم ماته نه كړي نو اجر ورته ملاويږي كه مار او چيچلو او دهلاكت ياعقل ته دنقصان رسيدلو خطره وي

نو دوايي څكلئ شي

ردالمختار ص ۴۲۱ ج ۲

٫٫٫٫٫

مسئله

چي كله هم دحيض او نفاس وينه راغله نو دښځې روژه ماته شوه ددې دپاره خوراك اوڅښاك جايزدئ كه په پته يې خوري او كه په ښكاره بيا دصبا صادق نه ټيك په لسمه ورځ پس حيض بند شو نو پدې ورځ روژه نيول ضروري دئ او كه دلسو ورځو نه په كمه موده كي پاكه شوه نو كه دومره وخت ورته ملاؤ شو چي دصبا كيدو نه لږ مخكي په تيزۍ سره له غسل څخه فاريغه كيدلاي شي نو روژه نيول ضروري دي او كه په غسل كولو كي پرې سبا شو نو روژه دې نه نيسي

عالمګيري ص ۲۰۷ ج ۲

٫٫٫

مسئله

شيخ فاني يعني داسي كمزورئ بوډا سړئ چي دهغه دروژې نيولو نه په مستقل طور سره معذورت وي او هغه په كال كي په يو موسم كي هم روژه نه سي نيولاي نو ده ته دروژې نه نيولو اجازت شته٫ هغه دې دهرې ورځې په بدله كي دصدقه فطر په مقدار فديه ادا كوي او داحكم دهغې روژې متعلق دئ چي پخپله اصل او مقصود وي٫ لكه دقضايي رمضان روژې٫ دنذر٫ او داظهار دكفارې روژې او دافطار روژې او دقسم دكفارې روژې يا دقتل دكفارې روژې نه عاجزه وي نو فديه نه شي وركولاي ځكه چي داروژې په خپله مقصود نه دي بلكه دبل څيز بدل دي او قديه كه درمضان په شروع كي په يوځل وركوي يا ددې نه پس او كه ديوې روژې فديه ديو مسكين پر ځاي كه پر ډيرو مسكينانو تقسم كړي نوبيا هم جايز دي او دقديې ادا كولو نه پس كه دروژې نيولو طاقت پكښي پيدا شو نو دروژې نيول ضروري دئ او هغه فديه نفلي فديه شوه او كه دغربۍ په وجه دفديې وركولو څخه هم عاجزه وي نو بيا دې توبه او استغفار كوي

عالمګيريه ص ۲۰۶ ج ۲ ـ ردالمختار ص ۴۲۷ ج ۲

مع تحرير المختار

٫٫٫

دراجع قول مطابق دصدقه فطر پشان دډيرو روژو قديه يو مسكين ته وركولئ شي٫٫٫

كذا في امداد الفتاوي ص ۴۳۸ ج ۴

٫٫٫٫٫٫٫٫

مسئله

كه دچا روژه ماته شوه نو ددې دقضا پر وخت دوخت تعين ضروري نه دئ چي دفلاني تاريخ يا فلانۍ ورځې روژه نيسم او كه ديو رمضان ډيري روژې وي نو بيا هم ددې تعين كول ضروري نه دئ بيا هم كه تعين وكړي چي دا دړومبۍ روژې قضا كومه او دا ددويمې نو بهتره ده او كه دمختليفو رمضانونو روژې وي نو دهر رمضان دروژې نيت كول ضروري دئ

البته په دې كښي دفقهاوو اختلاف دئ يعني كه يې بغير له تعينه ونيسه هم جايز دئ خو احتياط په دې كښي دئ چي متعين يې كړي يعني چي دا دفلاني رمضان دړومبۍ روژې قضا ده او دا ددويمې

ردالمختارص ۷۳۴ ج۶

٫٫٫

مسئله

يو معزور يا مرض دمختليفو كالونو فديه وركول غواړي او په فديه كښي دغلې پر ځاي دغلې قيمت وركول غواړي نو هغه قيمت دې وركړي چي كوم ددې داداكولو په وخت كي وو نه ي دهغه وخت په كوم كښي چي فديه پر واجب شوې وه ځكه چي په دې كښي اصل واجب غنم دي قيمت ددې قائم مقام دئ نو ځكه به دادا كولو دوخت اعتبار وي

احسن الفتاوي

ص ۴۴۱ ج ۴

٫٫٫٫٫٫٫

مسئله

چي كوم سړئ دڅه شرعي عذر په وجه روژه ونه نيسي يا يې ونيسي او بيايې ماته كړي او بيا عام يعني دخلګو په مخكي خوراك اوڅښاك وكړي نودا واجب القتل دئ ځكه چي دئ په دين پورې خنداكوي يا ددين له يو بنيادي حكم څخه منكر دئ٫ يقتل لانه مستهزئي بالدين اومنكر لما ثبت منه بالضروة ولا خلاف في حل قتله ولامربه ٫ ردالمختار

٫٫٫ خو دده قتل كول دحكومت ذمواري ده ديوعام سړي دپاره داسي اقدام كول جايزنه ديالبته پر عوامو لازم دي چي له داسي سړي سره تعلقات پريږدي تردې چي هغه له دې ګناه كبيره څخه توبه وباسي

٫٫٫٫

مسئله

ماشوم كه دلسو كالو سي او دده قوت اوصحت داسي وي چي په اسانۍ سره روژه ساتلئ شي نو دده پر مشرانو باندي كه هغه پلار وي يا استاذ لازم دي چي په ده باندي روژه ونيسي كه يې نه نيسي نو هغه دي ووهي اوروژه دې په نيسي كه پوره مياشت روژې نه سي نيولاي نوچي څومره روژې په اسانۍ سره نيولاي شي نو هغه دي ونيسي كه روژه ونيسي اوبيا يې ماته كړي نو پر ده قضا نشته خو كه لمونځ مات كړي نو دوباره دې په وكړي

ردالمختارص ۴۰۹ ج۲

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

په پښتنه مينه

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

نويسنده : محمدعلي عمري | ۳۰ مرداد ۱۳۸۹ ساعت ۰۲:۱۶:۳۱ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


شعر٫ منير خټك

شعر٫ منير خټك

غزل

هـــــردرد قرار شو هره څړيكه دپر هر ويده شوه

چي څــه موده پس مې هغه دزړه پر سر ويده شوه

دانتظــــــــار او شوګيرو لـــــه قيدنه خلاصه شوله

چاورته وې ياردې راځي په دې خبر ويده شوه

اوس هغه جوش نه كوي هغـــــــه ولولي نه كوي

پښتونه وينه دې په تن كي څنـــــــګه ژر ويده شوه

دومره ساده ده چي بې څــــه دسادګۍ وايمـــــــــه

ستړې له غره راغله په څانګو دنښتر ويـــده شوه

بغيـــــر لـــــــه دېنــــه به منيره څنګه ژوند تيروو

مينه په ټولې پښتونخوا كي لــــرو بــــر ويده شوه

منير خټك

خيبر پښتونخوا پيښور ښار

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۹ مرداد ۱۳۸۹ ساعت ۱۰:۳۶:۲۱ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


غزل ۱۹اګست ۲۰۱۰م
rahmat ullah rahmat

غزل ۱۹اګست ۲۰۱۰م

ستاپه سترګوكي ځان وينم

ځان خو څه يوجهان وينم

چي خفه سي رامعلوميږي

شاوخوا سوراسمان وينم

هغه ورځ زه بختور يم

چي ختلي ارمان وينم

چي رويبارراسي په مينه

هره خوازه جانان وينم

زه رحمت ليوني نه نيم

يودميني طوفان وينم

 

په درنښت

رحمت الله رحمت ٫٫٫ چمن

4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۹ مرداد ۱۳۸۹ ساعت ۰۳:۴۵:۲۲ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دحضرت محمدصلي الله عليه وسلم دسيرت سلسله
666

دحضرت محمدصلي الله عليه وسلم دسيرت سلسله

اوه ويشتمه برخه

مخكي مو وويل چي رسول الله صلي الله عليه وسلم دجمعې په ورځ دهجرت دلومړي كال دربيع الاول په ۱۲ چي د ۶۲۲ م كال ددسپتمبر له ۲۷ سره سمون خوري په مدينه كښي د بني النجار مينې ته تشريف يووړ٫ او ابو ايوب دكور ترمخ يې واړول او ويې فرمايل همدلته زموږ منزل دئ ان شاء الله بيا دابوايوب كورته منتقل شو

٫٫٫٫

دنبوي مسجد ودانول

له دې وروسته دنبي صلي الله عليه وسلم لومړئ كار دنبوي مسجد جوړول وو دمسجد دپاره يې هغه ځاي وټاكلو په كوم كښي چي ئي اوښه چوه شوي وه دغه زمكه ددوو يتيمانو وه چي له هغوي څخه يې په بيه واخيستله رسول الله صلي الله عليه وسلم پخپله دمسجد به جوړولوكي فعاله ونډه واخيستله

خښتي اوتيږي به يي راوړلي او داسي يي فرمايل

اللهم لا عيش الا عيش الاخرة

فاغفر للانصار والمهاجرة

ژباړه ٫ اې خدايه زندګي اوژوند خو يواځې دآخيرت ژوند دئ نوته انصارو اومهاجرينوته بخشش وكړه ٫٫

٫٫

او داشعر به ئي هم زمزمه كاوه٫

هذالحمال لا حمال خيبر

هذاابر ربنا واطهر

ژباړه ٫ دابار دخيبر بار ندئ دازموږ درب پاك اوسپيڅلئ باردئ

٫٫٫٫

درسول الله صلي لله عليه وسلم كاربه داصحابو رضي الله تعالي عنهم نشاط او فعاليت نور هم زياتاوه او يوه صحابي به دكار په وخت كي داسي ويل

لئن قعدنا والني يعمل

لذاك منا العمل المضلل

ژباړه كچيرته موږ كښينو اونبي صلي الله عليه وسلم كار كوي نودابه زموږ دګمراهۍ اوبې لاري كار وي

٫٫٫٫٫

پدې ځاي دمشريكينو څه شمبر قبرونه خرابه دغرقه او خرما څه وني هم وي رسول الله صلي الله عليه وسلم امر وكړو چي قبرونه رالوڅ او پاك شي او دا خرابه دې هواره كړل شي

٫٫٫٫٫

په هرصورت كله چي مسجد جوړ شو ٫ نو دغه مسجد نه يواځې دلمانځه دپاره وو بلكه ديوه داسي پوهنتون او مدرسې حيثيت يې هم درلود چي مسلمانانوبه پكښي خپل دين هم زده كاوه او داسي يو غونډ ځاي وو چي چي پخپل زړه كي به ئي په ډيره مينه او محبت هغه كسان سره راغونډول چي كلونه كلونه دجاهليت لمبو سوځلي وو او همدا جومات دداسي يوه عمومي مركز په شان وو چي دمسلمانانو ټول كارونه له همدې ځايه اداره كيدل دهرڅه قومانده له همدې ځايه وه او په اصطلاح دايو داسي پارلمان وو چي ټول مشورتي او تنفيذي مجلسونه به همدلته ترسره كيدل او ددې ترڅنګ داجومات دهغه فقيرانو مهاجرينو كورهم وو كوم چي نه يې كور درلود نه مال اونه خپل خپلوان

٬٬٬

لكه څرنګه چي رسول الله صلي الله عليه وسلم دنبوي جومات په جوړيدو سره غونډيدو اويوكيدو يوعظيم مركز مينځ ته راووړ همداډول يې دانصارو اومهاجرينو په رورۍ سره په انساني تاريخ كي يوه بله نه هيريدونكې او بې سارې كارنامه ترسره كړه ابن قيم وايي٫ بيا رسول الله صلي الله عليه وسلم دانس بن مالك په كوركي ۹۰ كسه چي نيم يې دانصارواو نور نيم يې مهاجرين وو سره وروڼه وګرځول ددې ورورګلوئ اصل او اساس داوو چي داوروڼه به يو دبله همدردي او غمشريكي سره كوي او دنسبي خپلوي پر ځاي به دوي يو دبل ميراث وړي دا حكم دبدر تر غزا پوري باقي پاتي وو٫ ترڅو دالله تعالي دا حكم رانازل شو٫

واولوالارحام بعضهم اولي ببعض

ژباړه٫ او خاوندان دخپلوۍ ځيني ددوي غوره دي دميراث په وړلو سره په ځينو نورو

٫٫٫٫٫

ددې آيت دديني وروڼو تر مينځ دميراث وړلو حكم لغوه كړو٫ خو دورورۍ عقد اوپيمان همداسي باقي پاته دي ويل كيږي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم دويم ځل د مهاجرينو ترمينځ ورورګلوي ټينګه كړې وه خو دا خبره كمزوري غوندي بريښي ځكه مهاجرين چي يودبله يې ئي سره ديني وطني نژادي او نسبي وروري اوخپلوي درلوده دورورۍ داډول عقد او تړون ته اړنه وو لكه چي محمدغزالي وايي ددې وروري معني داوه چي جاهلي تعصب او عصبيت له مينځه يوسي حميت او غيرت كه وي نو بايد يوآځې داسلام په خاطر وي اوبس درنګ نسب اووطن پر بناء دبرتري او امتياز دور نور ختم دئ ځكه دبلندي اوپستي يوآځينئ بنياد او معيار انسانيت او تقوي ده نه بل څه ٫ رسول الله صلي الله عليه وسلم دغه وروري يواځې تر ژبې او كلماتوپوري محدوده نه وه ساتلي بلكه دې تړون ته يې دعمل داسي جامه وراغوستې وه چي ترويني او مال پوري تړلي وه داتړون دژبې او الفاظو تر دائيرې وتلئ وو دهمدردۍ غمشريكۍ په ډګر كي داسي پلي شوئ وو چي دې ټولنې ته يې ترټولو لوي مثال وړاندې كاوه بخاري روايت كوي كله چي مهاجرين مدينې ته راغلل رسول الله صلي الله عليه وسلم عبدالرحمان له سعد بن الربيع سره دورورۍ په مزي سره وتړل نو سعد خپل ورور عبدالرحمان ته وويل زه په انصاروكي دډير مال او دارايي خاوند يم نو مال دوي برخي كړه همدا اراز زه دوي ښځي لرم وګوره كومه يوه چي دې خوښه وي ماته ووايه زه هغه طلاقوم او چي عدت يې پوره شو نو ته يې په نكاح واخله عبدالرحمان ورته وويل خداي دې ستا په مال او اولادكي بركت واچوي ماته بازار راوښيه هغوي دبني قينقاع بازار وروښودو هغه بازارته ولاړو او كله چي بيرته راوګرځيدو نو يوه اندازه غوړي او پونير يې هم له ځانه سره راوړل په همدې ترتيب هغه هره ورځ بازارته تلو څه وخت وروسته داسي ورځ راغله چي دڅه زيروالي اثر ورباندي ښكاريدو رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وويل داڅه دي ده ورته وويل واده مې كړئ رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل څومره مهر دې وركړو ده ورته وويل تقريبا پاؤ باندي يوه توله سره زر ۱۲ ګرامه ٫٫٫٫٫٫

له ابو هريرة رضي الله تعالي عنه څخه روايت دئ وايي انصارو رسول الله صلي الله عليه وسلم ته وويل ته زموږ دخرما باغونه زموږ ا و زموږ دوروڼو مهاجرينو ترمينځ وويشه ده وفرمايل نه نو دوي وويل نو تاسي مهاجرين زموږ سره كار وكړئ او موږ به تاسو راسره شريك كړو دوي ٫ مهاجرينو ٫ وويل دا بالكل سمه ده لدې څخه داښه په ډاګه كيږي چي انصارو دخپلو مهاجرينو وروڼو دعزت او احترام همكارۍ او همدردۍ پخاطر له څومره زيات اخلاص قربانۍ مينې او محبت څخه كار اخيست او له دې څخه دا هم څرګنديږي چي مهاجرينو ددوي دعزت او همكارۍ احسان اوكرم څومره قدر درلود او ددوي له اخلاص او همكارۍ څخه يې دومره ګټه اخيستله چي خپل ژوند په تير كړي بې شكه چي دا ورورولي عظيم حكمت پوخ او عا قلانه سياست او دمسلمانانو دزيات شمير ياد شوو مشكلاتو دپاره كافي اوشامل حل وو

لكه څرنګه چي رسول الله صلي الله عليه وسلم مؤمنان دورورۍ په ټينګ مزي سره وتړل او همدا ډول يې يو بل داسي عهد او تړون ترسره كړو چي دهغه په واسطه يې دجاهليت ټول كشمكشونه ناروا قومي عصبيتونه له هرډول جاهلانه رسم او رواج سره يوځاي له مينځه يووړل

ددې تاريخي تړون مادې په لاندي ډول سره دي

۱ دوي ټول له دوي نه پرته ټولو انسانانوته جدا يو امت دئ

۲ قريشي مهاجرين به دخپلو پخوانيو رواياتو مطابق يوبل ته ديت او دمؤمنانو په مينځ كي به په نيكي اوانصاف سره دخپلو بنديانو فديه وركوي

۳ مؤمنان به دفديې او ديت په معامله كي خپل بې وسه او بې كسه له خپلي نيكي وركړې او سخا نه نه بې برخي كوي

۴ ټول رښتيني مؤمنان به يوموټئ دهر هغه چا مقابلې ته دريږي چي پر دوي ظلم كوي او يا غواړي دمؤمنانو تر مينځ ظلم ګناه تيرئ ا و فساد خور كړي

۵ دوي مؤمنان٫ به ټول يو لاس ددا ډول كس په خلاف وي كه څه هم هغه ددوي كوم يوه زوي وي

۶ هيڅ يو مؤمن به دكافر په بدل كي بل مؤمن نه وژني

۷ و نه به دمؤمن په مقابل كي دكوم كافر ملاتړ كوي

۸ دالله ذمه ٫ عهد ٫ يوه ده ديوه معمولي انسان له خوا وركړي شوي ذمه پر ټولو مسلمانانو واجبيږي

۹ هغه يهوديان چي زموږ پيروي غوره كړي نو دهغوي كومك او مدد به كوو نه به پر هغوي ظلم كيږي او نه به ددوي پر خلاف دچا ملاتړ كيږي

۱۰ دټولو مسلمانانو سوله يوه ده هيڅ مسلمان به له بل مسلمان پرته دخداي په لاركي په جنګ او جګړه كي سوله او جوړه نه كوي بلكه ټول به يوځاي دعدل او برابري پر بناء كوم عهد او تړون سرته رسوي

۱۱ مسلمانان په هغ خون ٫ وينه كي سره برابر دي كومه چي څوك يې دخداي په لاره كي تويوي

۱۲ هيڅ مشرك به قريشوته دځان يا مال پناه نه وركوي او نه به دهغوي دساتنې په خاطر دمسلمان په وړاندې دريږي

۱۳ كه هرچا كوم مؤمن بې موچبه وواژو او قتل ورباندي ثابت شو نو هغه قاتل به قصاص كيږي خو كه دمقتول ولي راضي شو بيا به نه وژل كيږي

۱۴ داټول مؤمنان به دهغه پر خلاف راپورته كيږي اوپرته له دې چي دهغه پر خلاف ودريږي په بل څه يې نه مسئوليت ادا كيږي اونه بل څه ورته روا دي

۱۵ هيڅ يوه مسلمان ته نه دئ روا چي دكوم مشكلات را پيدا كونكي يا بدعتي مرسته وكړي اويا پناه وركړي او كه څوك يې مرسته وكړي يا پناه وركړي نو پر هغه به دقيامت په ورځ دالله تعالي لعنت او غضب وي او دهغه به هيڅ هم نه قبليږي يعني نه به يې فرض قبليږي او نه نفل

۱۶ تاسو چي كه په هرڅه كي سره مختلف شوئ نو هغه بايد يواځې الله ج او محمد صلي الله عليه وسلم ته راجع كړئ

٫٫٫٫٫٫٫

په دومره عظيم حكمت رسول الله صلي الله عليه وسلم ددې نوي ټولنې تهداب كښيښود خو دټ،لنې داظاهري بڼه دهغه معنوياتو اثر او تصوير وو چي درسول الله صلي الله عليه وسلم دصحبت او ملګرتيا په بركت ددې عظيمو پرګنو په برخه شوي ؤ رسول الله صلي الله عليه وسلم به هميشه دهغوي دښووني او روزني تزكيې او نيكو اخلاقو باندي داراسته كولو زيار ايست او هغوي به يې په مينه وروري عزت شرف عبادت او اطآعت سره روزل يوه صحابي له رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه وپوښتل كوم ډول اسلام ډير غوره دئ يعني په اسلام كښي كوم يو عمل ډير بهتره دئ ده ورته وفرمايل خلګو ته خواړه وركول٫ پرټولو پيژندل شويو او ناپيژندل شويو باندي سلام واچوه عبدالله بن سلام وايي كله چي رسول الله صلي الله عليه وسلم مديني ته تشرف يووړلو زه ورغلم او كله مې چي دمبارك مخ وليدو نو پوه شوم چي دا دكوم دروغجن مخ نه شي كيدلاي او دده صلي الله عليه وسلم لومړنۍ خبره داوه چي ويي فرمايل اې خلكو سلام خورئ خواړه وركړئ صله رحمي كوي دخپلوئ اړيكي ټينګي ساتئ دشپې هغه وخت لمونځ كوئ چي خلګ ويده وي نوپه سلام او سلامتۍ سره به جنت ته داخيليږئ٫ رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي هغه څوك به جنت ته داخل نه شي چي ګاونډيان يې له شرورشوره په امن كي نه وي٫ همداراز فرمايي كامل مسلمان هغه دئ چي نور مسلمانان يې دژبې او لاس له شره په امن كي وي بل ځاي فرمايي له تاسو څخه هيڅوك تر هغه وخته پورې كامل مسلمان نه شي جوړيدلاي ترڅويې چي دخپل وروردپاره هغه څه نه وي خوښ كړي كوم چي دخپل ځان دپاره يې خوښوي اوفرمايي ټول مؤمنان ديوه سړي په شان دي كه دهغه سترګه په درد شي نوټول جسد يې په درد راځي اوكه يې سر وخوږيږي نو ټول بدن يې په درد اخته كيږي او وايي يو مؤمن بل مؤمن ته دعمارت او تعمير حيثيت لري چي پخپل مينځ كي يوبل سره قوي اوپياوړي كوي او فرمايي يودبل سره كينه او بغض مه كوئ يوبل ته شا مه اړوئ يو له بل څخه نفرت مه كوئ دالله بندګان او ديوبل وروڼه اوسئ هيڅ مسلمان ته نه ده روا چي له خپل بل مسلمان ورور څخه له دريو ورځو څخه زيات مرور واوسي مسلمان دمسلمان وروردئ نه پر هغه ظلم كوئ اونه به يي دښمن ته سپارئ څوك چي دخپل ورور دحاجت اوضرورت پوره كولو زيار باسي الله تعالي به دهغه ضرورتونه پوره كړي او هغه څوك چي دكوم مسلمان درد او غم دواكړي الله تعالي به له هغه څخه دقيامت دورځي غمونه او دردونه لري كړي ٫ دزمكې پر اوسيدونكو رحم وكړئ ترڅو هغه ذات رحم درباندي وكړي ٫ هغه څوك كامل مؤمن نه دئ چي پخپله موږ اوپه خواكي يي ګاونډيان وږي وي ٫ دمسلمان ښكنځل فسق او جګړه ورسره كول كفر دئ ٫ په همدې ترتيب سره رسول الله صلي الله عليه وسلم له لارې څخه دضرري څيزونو لري كول صدقه بولي او دا دايمان له ښاخونو څخه يوښاخ ګني٫ اصحاب يې خيرات اوصدقې وركولو ته هڅول او دصدقې دومره فضائل به يې ورته بيانول چي زړونه به خپله ورماتيدل فرمايل به يې صدقه ګناهونه داسي له مينځه وړي لكه څرنګه چي اوبه اور وژني ٫ فرمايي كوم مسلمان چي بل لوڅ مسلمان په جامو پټ كړي الله تعالي به هغه ته دجنت شني جامي ورواغوندي او كوم مسلمان چي بل مسلمان ته دلوږي په حالت كي خواړه وركړي الله پاك به په هغه دجنت مېوه وخوري او كوم مسلمان چي بل تږي مسلمان ته اوبه وركړي الله پاك به هغه ته دجنت مهر شوي شراب وركړي ٫ له اور څخه ځان وساتئ كه څه هم دخورما په يوه ټوټه صدقه كولو سره وي او كه دا هم نلرئ نو په نيكه خبري سره ٫ او له سره سره يې له سوال كولو څخه دځان ساتلو كلك امر هم كاوو دصبر او قناعت فضائل يې بيانول او سوال كول يې دسوال كونكي دپاره دمخ داغ درز او زخم باله خو له دې څخه هغه فقير او محتاج مستثني دئ چي له سوال څخه پرته بله هيڅ چاره نلري ٫ رسول الله صلي الله عليه وسلم به دعبادتونو فضائل اجر او ثواب هم بيانولو او مسلمانان به يې پرده باندي له اسمان څخه رانازل شوې وحي ټينګ تړل وحې به يې دوي ته لوستله ترڅو په دې كارسره له پوهې او تدبير نه علاوه دهغوي په زړونوكي ددعوت دحقوقو او رسالت دمسئوليتونو احساس هم ښه پوخ شي اوژوندئ شي پدې ترتيب سره رسول صلي الله عليه وسلم داصحاب رضي الله تعالي عنهم معنويات او روحيات اوچت كړل دهغوي استعدادو ته يې نېكه وده وركړله هغوي يې په لوړو اخلاقو سمبال كړل او هغوي يې دفضل او كمال هغې درجې ته ورسول چي په انساني تاريخ كښي يې له انبياوو عليهم السلام پرته مثال نه ليدل كيږي عبدالله بن مسعود رضي الله تعالي عنه وايي ٫ څوك كه كومه لاره غوره كول غوړي نو هغه دي مخكي تلليو خلګو په لار پل كښيږدي ځكه دژونديو په هكله دفتنې احتمالات شته دي خو هغه مخكيني خلګ درسول الله صلي الله عليه وسلم اصحاب وو٫ هغوي ددې امت غوره او افضله ډله وه له ټولو نه دنيكو اوصافو زړونو زيات او ژور علم او دډير كم تكلف خاوندان وو الله تعالي هغوي دخپل نبي صلي الله عليه وسلم دصحبت او خپل دين دقيام او حاكيميت دپاره غوره كړي وو نو د هغوي مقام وپيژنئ او هغوي متابعت او پيروي وكړئ او دامكا ن تر اندازې دهغوي اخلاق او سيرت خپل كړئ ځكه هغوي دهدايت پر نېكه لاره برابر خلګ وو

٫٫٫٫٫٫

له يهوديانو سره معاهده

كله چي نبي صلي الله عليه وسلم مدينې ته دهجرت څخه وروسته دنظام سياست او دعقيدې ديووالي په واسطه دنوي اسلامي ټولنې تهداوونه ټينګ كړل نويې خپله توجه له نا مسلمانو قومونو سره داړيكو ټينګولو خواته راواړوله درسول صلي الله عليه وسلم هيله او هدف داوو چي ټول انسانان دامن نيكبختۍ خير او ارامۍ تر سيوري لاندي ژوند وكړي او دايې غوښتل چي مدينه او شاوخوا سيمي تر يوې ښې ادارې لاندي سره راټولي كړي او دزغم عفوې داسي قوانين يې جوړ كړل چي هيڅ تصور يې نه شو كيدلاي دمدينې ترټولو نژدې ګاونډيان يهوديان وو هغوي كه څه هم په زړه كي له مسلمانانو سره دښمني درلودله خو په خوله يې لا تر اوسه ددې دښمنۍ اظهار نه وو كړئ نو رسول الله صلي الله عليه وسلم له هغوي سره يوداسي تړون لاسليك كړ چي دهغه تړون په روڼا كي يهوديانو ته ددين او مال پوره ازادي وركړل شوې وه او له دوي سره ددښمنۍ مال او جايداد ضبطولو او فراري كولو له سياست څخه بالكل ډډه شوې وه داتړون دمسلمانانو دخپل منځي تړون كوم چي مخكي تير شو په ضمن كي تر سره شوي وو ددې تړون ځيني مهم ټكي دادي

٫٫٫

دمعاهدي مادې

۱ دبني عوف يهودان له مسلمانانو سره يودي يهوديان به په خپل او مسلمانان به په خپل دين عمل كوي داددوي او ددوي دپيروانو او غلامانو حق دئ له بني عوف نه علاوه دنورو يهوديانو هم همداحق دئ

۲ مسلمانان او يهوديان هره ډله بيله بيله دخپلو مصارفو او اخراجاتو مسئوليت او ضمانت پر غاړه لري

۳ هر څوك چي ددې تړون دكوم طرف په خلاف جګړه اعلان كړي دتړون ټول اطراف دهغه په خلاف دريږي

۴ ددې معاهدې دتړون كونكو اړيكي به دخير خواهۍ نصيحت اوګټي رسولو پر بناء ولاړي وي نه دګناه پر اساس

۵ هيڅوك هم دخپل حليف په وجه مجرم نه شميرل كيږي

۶ له مظلوم سره به مرسته او مدد كيږي

۷ ترڅو چي جګړه روانه وي تر هغې پوري به يهوديان له مسلمانانو سره دجنګ په خرچ او مصرف كي پوره ونډه اخلي

۸ دمعاهدې په ټولو اړخونو باندي په مدينه كي فتنه او فساد راولاړول او وينه تويول حرام دي

۹ كه دمعاهدې داړخونو ترمينځ كومه داسي منازعه او اختلاف راپيدا شي چي دخطر او فساد احساس ورنه كيږي نو دهغه فيصله به الله او محمدصلي الله عليه وسلم كوي

۱۰ قريشو او ددوي همكارانوته به پناه نه وركول كيږي

۱۱ هرڅوك كه پر مدينه حمله وكړي نو دمعاهدې ټول اطراف به دهغوي په خلاف يوځاي جګړه كوي او هرڅوك به دخپل ژرف دفاع او ساتنه كوي

۱۲ داتړون دظالم او مجرم دپاره دنجات اوپناه سبب نه شي كېداي په دې تړون سره مدينه او شاوخوا سيمي ديوه حكومت تر ادارې لاندي راټولي شولي ددې حكومت مركز مدينه او رئيس يې رسول الله صلي الله عليه وسلم وو چي واك او خبره پكښي دمسلمانانو چليدله او په دې سره مدينه واقعا دمسلمانانو او اسلام مركز وګرځيدله

نوربيا

په پښتنه مينه

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

omari.zabul@gmail.com

 4592574918_5075ba471e_m

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۹ مرداد ۱۳۸۹ ساعت ۰۳:۲۷:۲۱ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ]
معرفي وبلاگ
 



http://larawbar.com/hella/

 
 

فهرست اصلي
 
صفحه نخست
پست الكترونيك
آرشيو مطالب
افزودن به علاقه مندي ها
صفحه خانگي
 

 
 

آرشيو موضوعي
 
شعورنه
اسلامي ليكني
لنډي كيسي
ادبي ټوټي
خبرتياوي
مقالي
بيلابيلي ليكني
انځورونه
اړ يكي
غو نډ ه
كتا بو نه
بر يښنـــا ليكونه
درحمت الله رحمت ناول
 
 

آرشيو ارسال ها
 
شهريور ۱۳۸۹
مرداد ۱۳۸۹
تير ۱۳۸۹
خرداد ۱۳۸۹
ارديبهشت ۱۳۸۹
فروردين ۱۳۸۹
 
 


پيوند ها
 
افغان ادبي بهير
تل افغان
ټاټوبئ
دارواښآد سيلاب ساپي بلاګ
روهي ويب پاڼه
غورځنګ ويب پاڼه
دميرمن كلتوري ټولنې ويب پاڼه
پښتوسندري
دتهران راديو پښتو خپرونه
دامريكاږغ اشنا راديو
دچين راديو پښتو خپرونه
دالمان ږغ راديو پښتو خپرونه
دښآغلي همت الله امين زي ويب سايټ
مورچل ويب پاڼه
خوست ويب پاڼّه
انلاين پښتو مشاعره
په زړه پورې افغانئ لينكستان
پكتيا ويب پاڼه
وحدت ورځپا ڼه پيښو ر
سور غر ويب پا ڼه
سپوږمۍ ويب پا ڼه
سمسور و يب پا ڼه
خوست راديو
دافغا نستا ن دطالبانو ويب پا ڼه
تاند ويب پا ڼه
پښتونخوا ويب پا ڼه
پكټ راديو پښتو خپرو نه
داستانونه ويب پا ڼه
زمو افغانستان ويب پا ڼه
ډيوه راديو ويب پا ڼه
دازادۍ راديو پښتو خپرونه
ليكوال ويب پا ڼه
هيواد ويب پا ڼه
اصلاح ويب پا ڼه
شهامت ويب پا ڼه
ريان اسلامي ويب پا ڼه
توره بوړه ويب پا ڼه
لوي غر ويب پا ڼه
د بي بي سي پښتو خپرونه
ګران وطن ويب پاڼه
بينوا ويب پاڼه
ټول افغان ويب پاڼه
دموسيقۍ په زړه پورې ويب پاڼه
دموسيقۍ ښكلې ويب پا ڼه
پښتا نه و يب پا ڼه
رومال و يب پا ڼه
ننګيا ل و يب پا ڼه
لوي افغانستان وېبپاڼه
طلوع ټلوېزيون
آرمان راډيو
لمر ټلوېزيون
نورين راډيو ټلوېزيون
پژواك خبري آژانس
ولس خبري اژانس
تول پښتانه وېبپاڼه
ميدان وردگ ولايت پانه
مسلمانان وېبپاڼه
دپښتنو شاعرانو شعرونه وېبلاك
حقيقت ويببانه
كره كتنه وېبلاك
دبازمحمد عابد وېبلاك
افغا ن ننګ ويب پا ڼه
لر او بر ويب پا ڼه
په زړه پوري اسلامي ويب سايټ
بلاګو نه و يب پا ڼه
خبرونه ډا ټ كام
دعبدالهادي حيران و يب پا ڼه
افغا ن كلتوري ودې ټولنه
دآپلوډ په زړه پوري ويب پا ڼه
پښتو نستا ن ويب سا يټ
دښځـو ويب پا ڼه / اوربل
آنلا ين ويب پـا ڼه
قا مو ســو نه و يب پاڼه
سلګۍ ويب پا ڼه
شعرو نه و يبلا ګ
سباؤن ويب پا ڼه
د اجمل اند ويب پا ڼـــه
لمر و يب لا ګ
ليكوال ويب پاڼه
بوريوال كاكړ بلاګ
افغان رساله
دانش خپرندويه ټولنه
دانټر نيټي تبليغاتو سايټ
ديدنونه ويب پاڼه
نړ ۍ وال ويب پاڼه
دجهاني صاحب ويب پاڼه
كندهار تلويزيون ويب پاڼه
 
 


لوگوي دوستان
 
POWERD BY neginblog.com
 
 


كدهاي كاربر
 
 
 


 

تمام حقوق تعلق به نگین بلاگ است