هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته omari.zabul@gmail.com |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
دحضرت علي كرم الله وجهه ويناوي ٫٫٫٫٫ ترټولو ستره خطا له ولس او پرګنو سره خيانت او درغلي ده ٫٫٫ د حيا جامې واغوندئ چې ټول عيبونه مو پټ شي ٫٫٫ ستاسو شتمني هغه ده چې آخرت ته يې ولېږئ، څه چې په دنياكې پاتې كېږي هغه د وارثانو مال دى ٫٫٫ كومه تېروتنه چې سمدلاسه اوپه رڼو سترګو وشي دبښلو وړ نه ده ٫٫٫ په جګړو كې ننوتل آسان دي خو راوتل ترې ګران دي ٫٫٫ دعفوې ارزښت د واك پر وخت څرګنديږي ٫٫٫ طمعه مه كوئ ، ځكه دطمعه كونكي په اوږو دذلت او مرئي توب پړى پروت وي ٫٫٫ خپل توان نه زيات بار پر اوږو مه باروئ، هسې نه چې همت پرې وبايلئ كه له چاسره احسان كوئ نوپټ يې ساتئ اوكه له تاسو سره يې څوك كوي مه يې پټوئ ٫٫٫ كه پر غليم مو لاس بر شي نودبرلاسي شكر په عفوې سره پرځاى كوئ ٫٫٫ قناعت داسې شتمني ده چې هېڅكله پاى ته نه رسيږي ــــــــــــــــــــــ په درنښت محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ omari.zabul@gmail.com
نويسنده : محمدعلي عمري | ۷ مرداد ۱۳۸۹ ساعت ۰۷:۵۵:۲۱ | آرشيو نظرات (0)
دحضرت محمد صلي الله عليه وسلم دسيرت سلسله يو ديرشمه برخه دمدينې منورې شپږ نيكبخته كسان دنبوت په يولسم كال دحج په موسم كښي چي د ۶۲۰ م كال دجولاي له مياشتې سره سمون خوري اسلامي بلنې داسي نيالګي وموندل٫ چي ډير ژر په داسي لويو ونو بدل شول٫ چي دكلونو كلونو ستړيو اوظلم ځپليو مسلمانانو يي تر يخ سيوري لاندي دامن او راحت ژوند پيل كړو٫ دمكې مشريكينو درسول صلي الله عليه وسلم دتكذيب او له اسلام څخه دخلګو دمنع كولو دپاره چي كومي لاري چاري او هلي ځلي په كار اچولي وي٫ رسول الله صلي الله عليه وسلم دهغوي ددې كوششونو دناكامولو پخاطر دالاره نيولې وه او داحكمت يې په كار اچولئ وو چي دشپې په تياره كښي به قبايلو ته ورتلو ترڅو دمكې مشريكين څه مانع ايجاد نه كړي يوه شپه نبي صلي الله عليه وسلم ددعوت په منظور ووت ابوبكر او علي رضي الله تعالي عنهما هم ورسره ملګري وو دبنو ذهل او بنو شيبان بن ثعلبه هستوګنځي ته ورغلل او داسلام په هكله ئي خبري ورسره وكړلي هغوي كه څه هم نيك او هيله مند كيدونكئ ځواب وركړ خو في الحال ئي اسلام قبول نكړو٫ پدې وخت كښي دابو بكر صديق رضي الله تعالي عنه او دبنو ذهل يوه كس ترمينځ دنسب دشجرې په هكله ډير په زړه پورې سوال او ځواب هم وشو دوي دواړه نسب پوهان وو بيا رسو ل الله صلي الله عليه وسلم په مني كښي له عقبې څخه تيريدو چي دخلګو خبري ئي تر غوږو شوي نو دهغوي پر طرف ور روان شو او ورغلئ دا ديثرب نه راغلي شپږ كسان وو٫ او ټول دخزرج له قبيلې څخه وو او نمونه ئي دادي ٫٫٫ ۱ اسعد بن زراره٫ له بني نجار قبيلي څخه ۲ عوف بن الحارث بن رفاعه ابن عفراء٫ له بني النجار قبيلې څخه ۳ رافع بن مالك بن العجلان له بني سلمه قبيلې څخه ۴ قطبه بن عامر بن حديدة٫ له بنيي سلمه قبيلې څخه ۵ عقبه بن عامر بان نابي٫ له بني حرام بن كعب قبيلې څخه ۶ جابر بن عبدالله بن رئاب٫ له بني عبيد بن غنم قبيلې څخه ٫٫٫ دمدينې دخلګو يوه نيكمرغي دا هم وه چي هغوي به دخپلو حليفانو يعني دمدينې له يهوديانو نه دا اوريدل چي ويل به ئي په دې زمانه كښي يو نبي مبعوث كيدونكئ دئ ډير ژر به هه راښكاره شي موږبه دهغه متابعت اوپيروي وكړو٫ او دهغه په ملګرتيا به تاسي لكه دعاد٫ او ارم په شان ووژنو٫ كله چي رسول الله صلي الله عليه وسلم هغوي ته ورورسيدو پ،ښتنه ئي ورڅخه وكړه٫ چي تاسو څوك ياست؟ هغوي ورته وويل٫ موږ دخزرج قبيلې غړي يو٫ رسول صلي الله عليه وسلم ورته وفرمايل٫ ديهودانو حليفان؟ دوي وويل ٫ هو٫ نورسول صلي الله عليه وسلم ورته وويل چي تاسو كښينئ چي څه خبري درسره وكړم٫ هغوي كښيناستل٫ رسول الله صلي الله عليه وسلم داسلام حقيقت ورته بيان كړو٫ هغوي ئي دالله تعالي ولوري ته راوبلل٫ اوقرآن كريم ئي ورته تلاوت كړو٫ هغوي په خپل مينځ كښي سره وويل٫ داسي ښكاري چي دا هماغه نبي صلي الله عليه وسلم وي كوم چي يهوديانوئي يادونه كوله٫ اوپه همدې سره تاسو ويروي او اخطارونه دركوي نوپه كار ده چي يهود درنه مخكي نه شي پدې پسي هغوي درسول الله صلي الله عليه وسلم دعوت ومانه اوپه اسلام مشرف شول٫ دا ديثرب پوه اوزيرك خلګ وو هغوي خپل منځي جګړو چي اورونه ئي لابل وو ډير ستړي كړي وو نو له همدې امله دا هيله ورسره پيدا سوه٫ چي كيداي شي درسول الله صلي الله عليه وسلم دادعوت جګړې ا و جنګونه پآي ته ورسوي نو هغوي رسول الله صلي الله عليه وسلم ته داسي وويل٫ موږ خپل قوم په داسي حال كښي پرې ايښئ دئ چي بل څوك به ددوي په شان په عداوت او بد بختي نه وي اخته هيله ده چي الله پاك هغوي ستا په بركت سره يو كړي٫ موږ ورځو او خلګ ستا دعوت ته رابولو٫ او دادين چي موږ ومانو هغوي ته ئي هم وروړاندي كوو٫ كه الله تعالي ستا په واسطه هغوي سره متحد كړل٫ نو بيا ستا په شان عزيز او معزز كس نشته٫ او كله چي دغه خلګ مدينې ته ستانه شول٫ نو له ځانه سره ئي داسلام پيغام هم يووړ٫ او دهمدې خلګو په واسطه دمدينې په هركوركښي درسول الله صلي الله عليه وسلم يادونه پيل شوه٫ ٫٫٫٫٫ په همدې كال يعني دنبوت ديوولسم كال په شوال مياشت كي رسول الله صلي الله عليه وسلم له حضرت عائيشې رضي الله تعالي عنها ٫ سره نكاح وكړه٫ دغه وخت دعايشې رضي الله تعالي عنها عمر شپږ كاله وو او واده ئي په مدينه منوره كي دهجرت په لومړي كال دشوال په مياشت كي ترسره شو او دغه وخت دعايشې رضي الله تعالي عنها عمر نهه ۹ كاله وو نوربيا په درناوي محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ omari.zabul@gmail.com
نويسنده : محمدعلي عمري | ۷ مرداد ۱۳۸۹ ساعت ۰۳:۵۷:۵۲ | آرشيو نظرات (0)
امام غزالي رحمت الله عليه څوك وو؟ ٫٫٫ ابو حامد محمد بن محمد الغزالي چي لقب يې حجة الاسلام زين الدين طوسي وو٫ يو لوي فقيه٫ اصولي٫صوفي٫ حكيم٫ متكلم وو او دقسم قسم علومو څخه خبر داره وو په ط،س كې په كال ۴۵۰ هجري كې زيږېدلئ دئ حكايت دئ چي دامام غزالي رحمت الله عليه پلار يو نيك او صالح سړئ وو هغه به دخپل لاس په محنت او خوارۍ سره روزي پيدا كوله او خوړله به يي دهغه كسب د وړيو پيچل او بيا په دكان كي خرڅول وو كوم وخت چي دئ مبارك ومرګ ته نژدې سو نو دخپلو دوو زامنو يعني شيخ محمد الغزالي او شيخ احمد غزالي په باره كښي يي وشيخ ابوحامد بن زركاني رح ته چي ددوي دپلار ډير دوست وو اوښه صوفي بزرګ سړئ وو داسي وصيت وكړئ چي په دوي دواړو به ديني سبقان ووايي او كوم شئ چي ما په ميراث پرې ايښئ دئ هغه به ددوي دواړو دعلم په زده كړه كې مصرف كړي په هغه وخت كي دمحمد غزالي عمر پنځلس كاله او دكشر ورور احمد غزالي عمر دوولس كاله وو كله چي ددوي دپلار ميراث او دهغه ددوست ابن زركاني رح سرمايه خلاصه سوه٫ نو دطوس په مدرسه كښي يې داخل كړل٫ خو غزالي رح دغه مدرسه پرې ښودله او جرجان ته ولاړئ هلته يې دمشهور عالم دين استاذ امام ابونصر اسماعيل رح علوم زده كړل٫ او دعلم لويه زخيره يې له ځانه سره وليكله٫ او بيرته طوس ته راغلئ٫ او له طوس څخه بيا نيشاپور ته ولاړئ هلته يې له امام الحرمين ابوالمعاني جويني چي ډيرښه لوي عالم وو خپله علمي تنده ماته كړه٫ او دنورو علومو په څنګ كښي يې دمناظرې علم٫ علم الكلام٫ او فلسفي درسونه٫ وويل٫ او په دغه علومو كښي يې دومره مهارت پيدا كړو چي په دري سوه شاګردانو كښي يې اول نمبر ه حاصله كړله٫ امام غزالي رح په ۲۸ كالو عمر كښي ټول متداول علوم يعني هغه مروج علوم زده كړل او دده دپوهې او ذكاوت اوازه ځاي پر ځاي خپره شوه كوم وخت چي په۴۷۸ هجري كال كښي اما م الحرمين وفات سو٫ نو له علم سره مينه لرونكي خواجه نظام الملك دمحمد غزالي رح څخه غوښتنه وكړه چي دبغداد دمدرسې صدارت پر خپله غاړه واخلي مګر امام غزالي رح له دې كار څخه انكار وكړئ٫ كوم وخت چي دبغداد لوي مدرس علامه حسين بن علي طبري وفات سو٫ نو خواجه نظام الملك ط،سي رح امام غزالي رح دهغه پر ځاي مقرر كړئ امام غزالي رح دغه منصب قبول كړئ٫ اوپه ۴۸۴ هجري سنة كښي يې عملا تدريس شروع كړئ او تر ۴۸۸ هجري كال پوري يې دغه خدمت ته دوام وركړئ په دغه موده كښي امام غزالي رح ډير كتابونه هم تصنيف او تاليف كړل٫ او زياته مطالعه يې وكړه٫ دجمادي الاخير په ۱۴ تاريخ په ۵۰۵ هجري كال كښي له دې فاني دنيا څخه رخصت شو٫ او په طوس كي دايران دمشهور شاعر فردوسي قبر ته نژدې خاورو ته وسپارل شو٫ علامه ابن جوزي په خپل كتاب٫ الثبات عند الممات٫ كښي دامام غزالي دمرګ په باب دهغه دكشر ورور دخولې څخه داسي ليكلي دي چي زما ورور ابوحامد غزالي ددوشنبې په ورځ دسهار په وخت كي اودس وكړئ بيايې لمونځ وكړئ بيا يې خپل كفن راوغوښتئ اوپخپله يې راواخيست او مچ يې كړو٫ او پرخپلو سترګويې كښيښودئ او له دې فاني دنيا څخه درخصتيدو په مناسبت يې داسي وويل٫ سمعا وطاعة٫ او يا سمعنا واطعنا٫ او مخ پر قبله سو اوپښي ئي اوږدي كړلې يعني ويې غزولې او خپل روح يې دكايناتو وخالق ته وسپارو٫ او دئ مبارك وفات سو٫ قبل الاسفار يعني ترسپيدو وروسته ښه سپين والئ په هوا كښي لانه وو راغلئ ٫٫٫ دحجة الاسلام امام غزالي رحمت الله عليه تصنيفات دادي ٫٫٫ ۱ احياء علوم الدين ۲ البسيط في الفقه ۳ مفاصد الفلاسفه ۴ تها فة الفلاسفة ۵ بداية الهداية ۶ المنقذمن الضلال ۷ معارج القدس في احوال النفس ۸ الفرق بين الصالح وغير الصالح ۹ الاملاء عن اشكالات الاحياء ۱۰ المستصفي من علم الاصول ۱۱ المقصد الاسني في شرح اسماء الحسني ۱۲ الوقف والابتداء في التفسير ۱۳ ميران العمل ۱۴ الاقتصاد في الاعتقاد ۱۵ تنزيه القرآن عن المطاعن ۱۶ الدرة المفاخرة في كشف علوم الاخرة ۱۷ رسالة ايها الولد ۱۸ التبر المسبوك في نصيحة الملوك ۱۹ المستضنون به علي غير اهله ۲۰ فضايح الباهنيه ۲۱ فيصل اتفرقة بينالاسلام والزندقة ۲۲ عقيدة اهل السنة ۲۳ شفاء العليل في اصول الفقة ۲۴ تلبس الابليس ۲۵ محك النظر ۲۶ المنخول من علم الاصول ۲۷ الغاية القصواي ۲۸ الجام العوام عن علم الكلام ۲۹ منهاج العابدين ۳۰ الوسيط الوسط ۳۱ الوسائل الي تحقيق الدلائل ۳۲ الوجيز في الفروع ۳۳ الخلاصه ۳۴ تحصين الادلة ۳۵ معراج السالكين ۳۶ كيماء السعادة ۳۷ مشكواة الانوار ۳۸ القسطاس المستقيم ۳۹ رسالة الطبر ۴۰ الكشف والتبيين ۴۱ الواعظ في الاحاديث القدسية ٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫ په درنښت محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۶ مرداد ۱۳۸۹ ساعت ۱۲:۵۶:۱۵ | آرشيو نظرات (0)
دلمانځه داذان حكمت تاليف٫ مولانا اشرف علي رحمت الله عليه لمونځ په جماعت جمعې سره كول يو ضروري كار دئ اوپه يو وخت يوځاي دخلګو راټولول دخبرونو او اعلام پرته ستونزمن كار دئ او همدارنګه دالهي حكمت غوښتنه هم دا ده چي اذان يواځې خبر دار ونه ګڼل شي بلكه له اسلامي شعائرو څخه وګڼل شي او خلګو ته ددې الفاظ وويل شي له دې كبله دا خبره ضروري ده چي دذكر الهي او شهادتينو څخه اذان جوړشوئ دئ او لمانځه ته بلنه هم په اذان كښي موجوده ده٫ چي د٫ حي علي الصلواة٫ مضمون دئ٫ داددې دپاره چي كوم شئ ددې څخه منظور دئ چي هغه په ډاګه معلوم شي٫ ٫٫٫٫٫٫ داذان پر وخت په غوږونو كښي دګوتو وركولو وجه ٫٫٫ په ابن ماجه كتاب كښي حديث دئ٫ ان رسول الله صلي الله عليه وسلم امر بلال رضي الله عنه ان يجعل اصبعيه في اذنيه قال انه رفع لصوتك يعني نبي صلي الله عليه وسلم حضرت بلال رضي الله تعالي عنه ته حكم وكړو٫ چي داذان كولو پر وخت خپلي دواړه ګوتي په خپلو غوږونو كي وركړه او اذان وكړه٫ نبي صلي الله عليه وسلم ورته وويل په دې كار سره يعني چي ته په غوږونوكي ګوتي ونيسې نوبيا ستا اواز لوړيږي ٫٫٫ هغه ماشوم چي نوئ پيدا شي دهغه په غوږونوكي داذان كولو راز ٫٫٫ كله چي يو ماشوم پيداشي نو دهغه په غوږونوكي داذان كولو راز دادئ چي كوم اواز او ږغ چي دماشوم غوږته لومړئ ځل ورورسيږي نو دغه اواز ددې ماشوم په دماغوكي مستقل او دده په فطرت كي مركزي ځاي نيسي نو له همدې كبله داسلام دمقدس دين لارښود محمد مصطفي صلي الله عليه وسلم ماشوم ته په غوږ كي داذان وركولو حكم وكړو٫ ددې دپاره چي دده په فطرت كښي لومړئ اواز٫ چي دده دپيدايښت څخه وروسته ځاي نيسي بايد دالهي توحيد او نبوي رسالت اواز وي٫ ځكه چي دپيدايښت دوخت اواز دماشوم په طبيعت كي داسي ځاي لري لكه دكاڼي كرښي ــــــــ په پښتنه مينه محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۵ مرداد ۱۳۸۹ ساعت ۱۱:۵۵:۴۹ | آرشيو نظرات (0)
دحضرت محمدصلي الله عليه وسلم دسيرت سلسله دېرشمه برخه دبعثت په لسم كال دذي القهدي په مياشت كي چي د ۶۱۹ م كال دجون دوروستيو او يا دجولاي له لومړيو ورځو سره سمون خوري رسول الله صلي الله عليه وسلم مكې ته راستون شو٫ او دلته ئي بيا خلګ او قبيلې اسلام ته را دعوت كړلې٫ او څرنګه چي دحج وخت راتلونكئ وو نو خلګ له هر ليري او نژدې ځاي څخه دحج دپاره سپاره او پياده مكې ته راتلل رسول الله صلي الله عليه وسلم به لدې موقع نه په استيفادې سره هرې قبيلې ته بېل بېل ورتله او داسلام بلنه به يې وركوله او دملاتړ غوښتنه به يې ترېنه كوله اوپدې سره ئي دنبوت دڅلورم كال لړۍ بيا راژوندۍ كړله٫ امام زهري رحمت الله عليه وايي له هغه هرې قبيلې څخه چي نبي صلي الله عليه وسلم هغوي تشريف وروړئ او اسلام ته يې رادعوت كړي وو٫ بنو عامر بن صعصعه٫ محارب بن خصفه٫ فزاره٫ غسان٫ مرة٫ حنيفة٫ سليم٫ عبس٫ بنو نصر٫ بنوالبكا٫ كلب٫ حارث بن كعب٫ عذره٫ حصارمه٫٫ خو له دې ټولو نه يو ه هم په اسلام مشرف نه شوه٫ خو يادونه بايد وكړو چي داقبيلې چي امام زهرئ ئي نمونه يادكړئ دئ ټولي په يوه كال يا دحج په يوه موسم كي اسلام ته ندي رابلل شوي بلكه دا دنبوت له څلورم كال نه تر هجرته مخكي تر وروستني حج پوري چي لس كاله كيږي اسلام ته رابلل شويدي٫ او ا نشو ويلاي چي فلانۍ قبيله په فلاني كال اسلام ته رابلل شوېده٫ كه څه هم علامه منصور پوري٫ دځينو قبيلو نمونه اخيستي دي او دائي ويلي دي٫ چي دا قبيلي دبعثت په لسم كال اسلام ته رادعوت شويدي٫ ابن اسحاق اسلام ته دځينو قبايلو درابللو كيفيت او دهغوي ځوابونه بيان كړي دي چي لنډيز يې په لاندي ډول سره دئ بنو كلب٫ رسول الله ددې قبيلې يوې پښې ته چي بنو عبدالله نومېده٫ ورغي او دالله تعالي لوري ته يې راوبلل دملا تړ غوښتنه يې ورنه وكړه٫ او دائې ورته وويل٫ چي دئ له ځانه سره بوزي او دخپلو خبرو په ترڅ كي ئي داهم ورته وويل اې دعبدالله اولادې اللهپاك ستاسو پر نيكه دير غوره نوم ايښئ دئ خو نوموړې قبيلې درسول الله دعوت ونه مانه٫ بنو حنيفه ٫ رسول الله صلي الله عليه وسلم دهغوي ديرې ته راغي داسلام بلنه يې وركړه داسلام غوښتنه يې ورنه وكړه٫ او دخپل تګ پيشنهاد ئي ورته وكړئ خو ددې قبيلې خلګو په تولو عربو كي ډير خراب او ناوړه ځواب وركړ٫٫٫٫ عامر بن صعصعه٫٫ رسول الله صلي الله عليه وسلم دې قبيلې ته هم ورغي دالله تعالي دين ته يې راوبلل٫ او له دوي سره دتګ هيله ئي ورته څرګنده كړله٫ په ځواب كښي له دوي نه يوه كس چي بحيره بن فراس نوميده داسي ورته وويل٫ چي قسم په خداي كه زه دا ځوان له قريشو نه خپل كړم نو ټول عرب به ورباندي وخورم يعني ټول عرب به دځان كړم بيايې رسول الله صلي الله عليه وسلم ته وويل٫ ښه داراته ووايه كه چيري موږ ستا پردئ دين درسره ومنو او بيا الله تعالي ددښمنانوپه وړاندې تاته برئ دركړي نو هغه وخت به دكارونو واګي وموږ ته راكوې كه څنګه٫ رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وويل ٫ چي دكارونو واك او اختيار له الله پاك سره دئ هغه چاته ئي وركوي چي خوښه يې شي٫ نو بيا هغه سړي ورته وويل ته دا غواړې چي موږ له عربو نه ستا ددفاع په لاره كي خپل سرونه قربان كړو خو كله چي الله برئ دركوي نو بيابه واك او اختيار له بل چا سره وي نو موږ ستا دې دين ته اړتيا نه لرو٫ پدې ترتيب سره دې قبيلې هم اسلام ونه مانه٫ خو كله چي ددې قبيلې خلګ له حج نه وروسته خپل وطن ته ستانه شول هلته ئي خپل مشر ته چي دكمزورئ او زړښت له وجې حج ته نه وو راغلئ هغه ته يې دا كيسه وكړله٫ او ورته ويل يې چي دقريشو دبني عبدالمطلب كورنۍ يوځوان چي دنبوت دعوه ئي كوله٫ موږ ته راغلي او دائي رانه وغوښتل چي موږ دده ملاتړ وكړو٫ له ده سره ودريږو٫ او هغه خپلې سيمي ته راولو٫ بوډا چي دا بري واوريدي غبرګ لاسونه يي په سر كښيښودلو او ويې ويل٫ اې دعامر اولادې آيا ستاسو دا خطا جبران كيداي شي؟ آيا دا له لاسه وتلئ مرغه بيرته لاس ته راتلاي شي٫ قسم په هغه ذات چي دفلاني نفس دهغه په اختيار كي دئ چي اسماعيلي كله هم په دروغو دنبوت دعوه نه ده كړې يقينا چي دا حق دئ هغه وخت ستاسو عقل چيرته وو؟ ٫٫٫٫ لكه څرنګه چي نبي صلي الله عليه وسلم قبيلې او هيئتونه اسلام ته رابلل او همدا راز يي ځيني افراد او وګړي اسلام ته را دعوت كړل٫ چي دځينو عكس العمل هم ښه وو٫ او لدې موسم نه څه موده وروسته٫ ځيني افراد په اسلام مشرف شول اوس به ددې پيښو څرګندوني ولولو٫٫٫٫ سويد بن صامت٫ ديثرب اوسيدونكئ او ډير زيرك او ذكي شاعر وو او دخپلې سنجيدګئ٫ شاعري شرف شرف او نسب له امله په كامل سره مشهور وو٫ مكې ته دحج يا عمري دپاره راغلئ وو رسول الله صلي الله عليه وسلم داسلام بلنه وركړه٫ نو ده ورته وويل چي كيداي شي دا كوم څه چي له تاسره دي داسي وي لكه زما سره چي دي رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وفرمايل له تاسره څه دي سويد ورته وويل٫ له ماسره دلقمان ٫ حكمت ٫ علم دئ رسول الله ورته وفرمايل٫ ماته ئي وړاندي كړه٫ نو هغه هم لدې حكمت نه څه ورته تير كړل٫ نو بيا رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وويل٫ دا غوره كلام خبري دي خو هغه څه چي له تاسره دي تر دې غوره او افضل قرآن كريم دئ ي الله پاك پر ما را نازل كړئ دئ چي روڼا او هدايت دئ بيا يې يو څو آيتونه ورته تلاوت كړو٫ او اسلام ته يې راوباله٫ نو سويد هم بلنه ومنله٫ او په اسلام مشرف شو٫ او ويې ويل٫ داله ټولو نه غوره قول دئ٫ خو كله چي بيرته مدينې ته ستون شو هلته دبعاث په جګړه كي ووژل سو٫ سويد دنبوت ديولسم كال په پيل كي په اسلام مشرف شوئ وو٫٫٫٫٫ اياس بن معاذ ٫ ديثرب اوسيدونكئ وو نوموړئ نوئ رسيدلئ ځوان وو چي داوس قبيلې له يو وفد٫ سره مكې ته راغلي وو٫ دا دنبوت ديولسم كال پيل او دبعاث له جګړې نه مخكې پيښه وه٫ نو موړئ وفد په دې نيت مكې راغلئ وو چي دخزرج په مقابل كي له قريشو سره حلف او تړون وكړي هغه وخت داوس او خزرج قبيبلې تر مينځ ددښمنۍ اور تود وو٫ داوس قبيلې شميره هم كمه وه٫ خو كله چي رسول الله صلي الله عليه وسلم له نوموړي وفد څخه خبر شو٫ تشريف يي وروړ او ورته يې وويل٫ تاسو چي دكوم مقصد دپاره دلته راغلي ياست آيا له هغه نه غوره څيز ٫ شئ٫ قبلوئ؟ دوي ورته وويل هغه به څه وي٫ رسول صلي الله عليه وسلم ورته وفرمايل٫ زه دالله تعالي رسول يم٫ خلګو ته يې راليږلئ يم٫ زه انسانان دې ته رابولم چي يوآخې ديوه الله ج عبادت وكړي٫ هيح شريك ورسره ونه نيسي الله پاك پر ما باندي كتاب هم رانازل كړئ دئ بيايې داسلام يادونه ورته وكړه٫قرآن كريم يې ورته تلاوت كړو٫ نو اياس بن معذ وويل ٫ اې قومه قسم په الله دا له هغه څه چي تاسي ورپسي راغلي ياست ډير غوره دئ په دې وخت كي دوفد له غړو نه يوه كس چي ابوالحيس انس بن رافع نوميده يو موټئ خاوري راواخيستې٫ او داياس مخ ته يې وروشيندلي او ورته يې وويل زما په عمر قسم چي موږ ددې دپاره نه يو راغلي٫ زموږ دراتلو مقصد بل څه دئ اياس چوپ شو٫ او رسول الله صلي الله عليه وسلم هم پاڅيد وفد هم وروسته لدې چي له قريشو سره په تړون او عهد كولو كي ناكام شو بيرته مدينې ته ستون شو٫ مدينې ته له رسيدو وروسته اياس مړ شو٫ خو دځنكدن پر وخت يې لا اله الا الله٫ الله اكبر٫ الحمد لله او سبحان الله پر ژبه جاري وه٫ نو بېشكه چي هغه مسلمان مړ شو٫٫٫ ٫٫٫٫٫ ابوذرغفاري٫ ديثرب دشاو خوا سيمې اوسيدونكئ وو كله چي دسوي بن صامت او اياس بن معاذ پواسطه درسول الله صلي الله عليه وسلم دبعثت خبر مدينې ته ورسيد نو دا دابو ذر رضي الله تعالي عنه غوږ ته هم ورسيد٫ ا و همدا يې داسلام راوړلو سبب شو٫ امام بخاري له ابن عباس رضي الله تعالي عنه څخه روايت رانقل كوي وايي٫ قال ابوذر كنت رجلا من غفار فبلغنا ان رجلا قد خرج بمكة يزعم انه نبي فقلت لاخي انطلق الي هذا الرجل وكلمه واتني بخبره فانطلق فلقيه ثم رجع فقلت ما عندك فقال والله لقد رايت رجل يامر بالخير وينهي عنا لشر فقلت له لم تشفني من الخبر فاخذت جرابا وعصا ثم اقبلت الي مكة فجعلت لا اعرفه واكره ان اسال عنه واشرب من ماء زمزم واكون في المسجد قال فمر بي علي فقال كان الرجل غريب٫ قال قلت نعم فقال فانطلق الي المنزل فانطلقت معه لايسئلني عن شيء ولا اساله ولا اخبره فلما اصبحت غدوت الي المسجد لاسال عنه وليس احدا يخبرني عنه بشيء قال فمر بي علي فقال اما زال الرجل يعرف منزله بعد٫ قال قلت لا قال فانطلق معي قال فقال ما امرك وما اقدمك هذه البلدة قال قلت له ان كتمت علي اخبرتك قال فاني افعل قال قلت له بلغنا انه قد خرج ههنا رجل يزعم انه نبي الله فارسلت اخي يكلمه فرجع ولم يشفني من الخبر فاردت ان القاه٫ فقال له اما انك قدر شدت هذا وجهي اليه ادخل حيث ادخل فاني ان رايت احدا اخافة عليك قمت الي الحائط كاني اصلح نعلي وامض انت فمضي ومضيت معه حتي دخل ودخلت معه علي النبي صلي الله عليه وسلمفقلت له اعرض علي الاسلام فعرضه فاسلمت مكاني فقال لي يا اباذر اكتم هذاه الامر وارجع الي بلدك فاذا بلغت ظهورنا فاقبل فقلت والذي بعثك بالحق لاصرخن بها بين اظهر هم فجئت الي المسجد وقريش فيه فقلت يامعشر قريش اني اشهد ان لا اله الا الله وان شهد ان محمداعبده ورسوله٫فقالوا قومو الي هذالصابي فقاموا فضربت لاموت فادركني العباس فاكب علي ثم اقبل عليهم فقال ويلكم تقتلون رجلا من غفار ومتجركم وممركم علي غفار فاقلعوا عني فلما ان اصبحت الغد رجعت فقلت مقل ماقلت بالامس فقالوا قوموا الي هذالصابي وصنع بي ماصنع بالامس فادركني العباس فاكب علي وقال مثل مقالته بالامس ژباړه٫ يعني ابوذر رضي الله تعالي عنه فرمايي زه دبني غفار دقبيلې يو كس وم خبر شوم چي په مكه كښي يو داسي څوك پيدا شوئ دئ چي ځان نبي بولي ما خپل ورورته وويل٫ ته دې كس ته ورشه خبري ورسره وكړه او ماته يې احوال راوړه هغه لاړ٫ ملاقات ئي ورسره وكړو٫ اوبيرته راغلو ماپوښتنه ورڅخه وكړه چي څه خبر دې راوړئ دئ؟ ده راته وويل په الله قسم چي ما يوداسي كس وليد چي په نيكي امر او له بدي نهي كوي ماورته وويل پوره خبر دې نه دئ راوړئ زړه مې پرې ډاډه نه شو نو بيا مې دتوښې توبره او همسا راواخيستله او دمكې پر لوري روان شوم٫ مكې ته ورسيدم خو رسول الله صلي الله عليه وسلم مې نه پېژانده او دا هم ښه نه راته ښكارېده سي له يو چا څخه ئي پوښتنه وكړم٫ دزمزم اوبه به مي چيښلي اوپه مسجد حرم كښي به وم بالاخره علي رضي الله تعالي عنه راغي راته يې وويل٫ بيګانه معلوميږې ماورته وويل هو٫ ده راته وويل نو راځه له ماسره كورته ولاړشه٫ خو نه هغه راڅخه دڅه پوښتنه كوله او نه ما ځنې كوله او نه مې څه ورته ويل كله چي سهار شو نو بيا مسجد حرم ته ولاړم ترڅو درسول صلي الله عليه وسلم په اړوند څه معلومات حاصل كړم بيا علي رضي الله تعالي عنه راته راغي ويې ليدم نوراته ويې ويل٫ دې سړي تر اوسه خپل كور ځاي نه دئ پيژندلئ ماورته وويل نه ده راته وويل ښه نوراځه له ماسره ولاړشه٫ بيايې راته وويل دا راته ووايه ستا څه كار دئ او دڅه پخاطر دې ښار ته راغلئ يې ماورته وويل كه ته زما راز ساتې نو درته وبه وايم هغه راته وويل چي سمه ده٫ راز دې ساتم٫ ماورته وويل چي زه خبر شوئ يم چي دلته يو داسي كس پيدا شوئ دئ چي ځان دالله پاك نبي بولي ما خپل ورور دلته را استولئ وو چي راشي خبري ورسره وكړي هغه بيرته راستون شو خو څه اطمينان او تسلي بخش خبر يې نه وو راوړئ نو تصميم مې ونيو چي زه بايد پخپله لدې شخص سره ووينم٫ حضرت علي كرم الله وجهه وويل چي ته صحيح ځاي ته رارسيدلئ يې ګوره زه دهغه پرطرف روان يم پر كومه چي زه تلمه پر هغه لار راپسي راځه او كه دلارې په اوږدوكي له داسي چاسره مخامخ شو چي ستا دپاره خطر وو نو زه به دديوال خواته په دې بهانه دريږم چي ګويا زه خپلي څپلۍ جوړوم خوته به تيريږې خوته به تيريږې او خپله لاره به وهې باي علي كرم الله وجهه رون شو٫ زه ورپسې وم ترڅو هغه ننووت او زه هم ورپسي درسول الله صلي الله عليه وسلم حضورته ودرېدم٫ او عرض مې ورته وكړو چي ماته اسلام وړاندې كړه٫ رسول صلي الله عليه وسلم راته اسلام وړاندې كړو٫ نو زه پر همغه ځاي باندي مسلمان شوم٫ بيا رسول الله صلي الله عليه وسلم راته وويل٫ابوذره دا خبره پټه ساته او بيرته خپل وطن ته ولاړشه٫ او كله چي زموږ دبري خبر درورسيدو نوبيا راشه ماورته وويل په هغه ذات قسم چي ته يې په حقه راليږلئ يې زه به ددوي په مينځ كښي داپه ډاګه اعلانوم بيا زه مسجد حرام ته راغلم قريش ناست وو ماورته وويل اې قريشو واورئ٫ اشهد الا اله الاالله واشهد ان محمد عبده ورسوله٫ ژباړه زه شاهدي وركوم چي له الله جل جلاله پرته بل دعبادت وړ څوك نشته او زه شاهدي وركوم چي محمد صلي الله عليه وسلم دالله پاك بنده او رسول دئ دوي وويل چي دا بې دينه راونيسئ يوځل خلګ راپاڅيدل اوپه مرګ يې ووهلم تر څو عباس رضي الله تعالي عنه راغي پر مايې ځان راواچاوئ بيايې قريشوته وويل تباه شئ تاسو دغفار قبيلې يوكس وژنئ٫ په داسي حال كي چي ستاسو دتجارت لاره پر غفار قبيلې باندي سپره ده نوپه دې سره زه خلګو پرېښودلم٫ او رانه ولاړل٫ سبا سهار بيا راغلم او هماغه پرونۍ خبره مې بيا اعلان كړه خلګو بيا ووهلم٫ او بيا يې هغه معامله راسره وكړه٫ ډير يې ووهلم داځل بيا عباس رضي الله تعالي عنه ورنه خلاص كړم٫ په مايې ځان راواچاوه٫ بيا يې قريشو ته هغه خپله خبره تكراركړه٫ ٫٫٫ طفيل بن عمرو الدوسي٫ ٫٫٫ دايو شريف انسان ٫ دعقل اوپوهې٫ خاوند٫ زيرك شاعر او دخپل قوم مشروو٫ دده قبيلې ٫٫ دوس٫٫ ديمن په ځينو برخو پوره حاكميت وياڅه ناڅه تسلط درلود٫ نوموړئ دنبوت په يولسم كال مكې ته راغي٫ دمكې خلګويې ډير تود هركلئ وكړو او دائي ورته وويل٫ ئي طفيله٫ تا زموږ ښار ته تشريف راووړ٫ او داشخص چي زموږ په مينځ كښي پيدا شوئ دئ زموږ دپاره دډيرو مشكلاتو سبب جوړ شوئ دئ٫ زموږ اتحاد ته ئي صدمه رسولې ده٫ زموږ يو والي ئي ختم كړئ دئ دده خبري لكه دسحر او جادو اثر او اغيزه لري٫ دپلار زوي ميړه او ښځې٫ تر مينځ بيلتون راولي٫ موږ ويريږو چي دا مشكلات چي موږ ورسره مخ يو او ستا قوم هم ورسره لاس او ګريوان شي٫ نو ته به له ده سره هيڅ خبري نه كوي او له هغه څخه هيڅ هم بايد وانه ورې٫ طفيل وايي٫ دې خلګو ماته همدا خبري كولي٫ تر دې چي ما كلكه اراده وكړله٫ چي له رسول الله صلي الله عليه وسلم سره به نه خبري كوم او نه به دده خبري اورم٫ آن تردې چي كله زه سهار مسجد حرم ته ولاړم٫ نو په غوږونوكي مې مالوچ كښيښوول٫ تر څو زه درسول الله صلي الله عليه وسلم خبري وانه ورم٫ رسول الله صلي الله عليه وسلم دكعبې شريفي خواته لمونځ كاوه٫ او زه خواكي ورسره ودرېدم٫ او څرنګه چي دالله تعالي اراده داسي وه چي زه به درسول الله صلي الله عليه وسلم څه خبري اورم٫ نو همداسي وشول٫ ماورنه ډېره غوره خبره واورېدله بيامي په زړه كي وويل مور درباندي بوره شي زه يو ځيرك اوپوه شاعر يم ښه اوبد پيژنم نوبيا ولې ددې شخص خبري نه اورم كه ئي خبري ښي او سمي وي نو به ئي ومنم او كه ئي خرابي وي نو به ئي نه قبلوم٫ داسوچ مي وكړ او هلته پاتي شوم ترڅو رسول الله صلي الله عليه وسلم كورته روان شو نوزه هم ورپسي شوم او كله چي رسول الله صلي الله عليه وسلم كورته ننووت زه ورپسي وم او هلته مي دخپل راتګ دخلګو دخبرو په غوږونو كي مالوچ ايښوولو او لدې سره سره درسول الله صلي الله عليه وسلم دځينو خبرو اوريدلو ټول تفصيلات ورته بيان كړل٫ بيا مي عرض ورته وكړو چي ته ما ته خپلي خبري بيان كړه رسول الله صلي الله عليه وسلم اسلام راته وړاندي كړه او قرآن ئي راته تلاوت كړو٫ الله پاك شاهد دئ چي ما هيڅ كله تردې غوره خبري تر دې غوره قول هيڅ چيري نه وو اوريدلئ سراسر دعدل او انصاف خبري وې٫ نو همدا وجه وه چي هلته مسلمان شوم او دحق شهادت مې ادا كړو٫ يعني دشهادت كليمه مې وويله٫ بيامې رسول الله صلي الله عليه وسلم ته وويل چي زما قوم زما خبري مني زه بيرته ځم او هغوي اسلام ته رابولم٫ نوته الله پاك تهسوال وكړه چي ماته څه نښاني راكړي رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته دوعا وكړه٫ حضرت طفيل رضي الله تعالي عنه ته چي كومه نښه وركړل شوې وه هغه دا وه٫ چي كله چي هغه خپلي قبيلې ته ورلنډ شو٫ نو الله پاك دده په مخ كښي لكه ډېوه داسي روڼا پيدا كړه٫ ده په دې وخت كښي دوعا وكړه او وئي ويل اې الله دمخ پرځاي دغه روڼا كوم بل ځاي پيدا كړه٫ هسي نه چي خلګ ونه وايي چي دا مثله ده نو دوعا ئي قبوله شوه او دغه روڼا همسا ته راغله٫ بيا يې خپل پلار او خپله ښځه اسلام ته راوبلل او هغه دواړه مسلمان شول خو قوم ئي ژر اسلام رانه ووړ٫ طفيل رضي الله تعالي عنه خپل دعوت جاري وساتو ترڅو ترڅو دخندق له غزانه وروسته هغه په داسي حال كي هجرت وكړو٫ چي دخپل قوم ۷۰ او يا ۸۰ كورنۍ ورسره وې حضرت طفيل رضي الله تعالي عنه داسلام دپاره ډير خدمتونه سرته رسولي دي او له ډيرو هلو ځلو وروسته ديمامه په جګړه كي په شهادت رسيدلئ دئ٫٫٫٫ ضماد الاذدي ٫ نوموړئ ديمن اوسيدونكئ او دازدشنو٫ قبيلې غړئ وو دم اوچوپ ئي وظيفه وه مكې ته راغي هلته ئي دسيمي له جاهلانو څخه واورېدل چي محمد صلي الله عليه وسلم ليونئ دئ ضماد وويل زه دې سړي ته ورځم كيداي شي الله پاك ئي زما په دم اوچوپ جوړ كړي ورغي او له رسول الله صلي الله عليه وسلم سره مې ملاقات وكړو او ورته وئي ويل اې محمده٫ زه دمرضونو دم اوچوپ كوم څنګه ته دم او چوپ ته ضرورت لرې؟ رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته په ځواب كي وويل ان الحمد لله نحمده ونستعينه من يهده الله فلا مضل له ومن يضلله فلا هادي له واشهد ان لااله الا الله وحده لا شريك له واشهد ان محمدا عبده ورسوله٫ اما بعد٫ يعني ټول ثناء او صفت خاص الله پاك لره دي موږ دهغه حمد او ثنا وايو او له همده نه مرسته غواړو چاته چي الله هدايت وكړي نو هيڅوك هم هغه نه شي بې لاري كولاي او الله تعالي چي څوك بې لارې كړي نو هيڅوك هم هغه ته هدايت نه شي كولاي او زه شاهدي وايم چي له الله پاك څخه پرته هيڅ بل معبود نشته هغه واحد دئ هيڅ شريك نه لري ا و زه شاهدي وايم چي محمد صلي الله عليه وسلم دالله پاك بنده او رسول دئ ضماد ورته وويل دا خبري يوځل بيا واوروه رسول الله صلي الله عليه وسلم دري ځله ورته تكرار كړي بيا ضماد ورته وويل ما دكاهنانو جادو ګرانو او شاعرانو خبري اوريدلي دي خو هيڅ كله ستاسو دخبرو په شان خبري نه دي اوريدلي دا دسمندر تل ته رسيدلې خبري دي راوړه لاس دې را اوږد كړه تر څو بيعت درسره وكړم په دې ترتيب سره ضماد رضي الله تعالي عنه په اسلام مشرف شو او له محمد صلي الله عليه وسلم سره ئي داسلام بيعت وكړو٫ نوربيا په غرنۍ پښتنه مينه محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۴ مرداد ۱۳۸۹ ساعت ۱۲:۵۷:۱۶ | آرشيو نظرات (0)
|
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
نگین بلاگ است
|