هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته omari.zabul@gmail.com |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
پنځلسمه برخه
ابن اسحاق وايي ٫ چي وروسته ډله ډله خلګ نارينه او ښځينه په اسلام مشرف شول تر دې چي په ټوله مكه كښې داسلام نوم خور شو او دخلګو پر ژبو به ياديدلو خو دې ټولو په پټه سره اسلام راوړئ وو رسول ص به هم په مخفي توګه له دوي سره غونډي كولي او ددين ښوونه به يې ورته كوله ځكه دغه وخت دعوت مخفي او فردي وو وحي هم دالمدثر سورت له لومړيو آيتونو وروسته په مسلسله توګه راتلله دغه وخت چي به كوم آيتونه رانازيليدل ٫ هغه به لنډ لنډ وو خاتمه به يې په ډيرو زړه راكښونكيو الفاظو سره كېدله داآيتونه به په زړونو دژورې اغيزې درلودونكي وو او دهغه وخت له سكون او رقت نه ډكي فضا عين مطابق وو دې آيتونو دنفس تزكيه او پاكي ته بلنه وركوله او په دنيوي چټليو باندې دملوث كيدو او ككړيدو زيانونه يې په ګوته كول له جنت او دوزخ څخه به يې خبري كولي مؤمنان به يې دوخت له بشري ټولنې نه اوچت او يوې بلې فضا ته بيول ٫٫٫ لمونځ دلمانځه امر داسلام په لومړيو كي رانازل شوئ ؤ مقاتل بن سليمان وايي داسلام په لومړيو كي الله تعالي دوه ركعته سهار او دوه ركعته ماښآم لمونځ فرض كړئ ؤ الله تعالي فرماي وسبح بحمد ربك بالعشي والابكار ژباړه او تسبيح وايه سره له ثنا درب خپل هم په آخره دورځي كې او هم په اوله دورځي كښې ٫٫٫٫ ابن حجر وايي ٫ له معراج نه مخكې هم رسول ص او اصحابو كرامو په قطعي توګه سره لمونځ كاوه خو اختلاف په دې كښې دئ چي دپنځه وخت لمانځه دفرضيت نه مخكي هم كوم لمونځ فرض ؤ او كنه ويل كيږي چي هغه وخت يواځي له لمر ختو او لمر لويدو نه مخكي لمونځ فرض ؤ اوبس حارث بن اسامه له زيد بن حارثه څخه موصول روايت كوي چي په لومړيوكي چي رسول ص ته وحي راغله جبريل عليه السلام ورته راغي داوداسه طريقه يې وروښودله او كله چي له اوداسه نه فارغه شو نو يوه لپه اوبه يې راواخيستلې او په عورت شرمګاه يې وروشيندلې ابن ماجه هم په همدې مفهوم روايت رانقل كړئ دئ له براء بن عازب اوله ابن عباس رضي الله تعالي عنهم څخه هم دېته ورته يو حديث رانقل شويدئ دابن عباس رضي الله تعالي عنه په حديث كې راځي وكان ذالك من اول الفريضة ژباړه دالمونځ له لومړيو فرائضو څخه ؤ ٫٫٫ ابن هشام وايي كله به چي دلمانځه وخت شو نو رسول ص او اصحاب رضي الله عنهم به درو او خوړو ته تلل او هلته به يې له خپل قوم څخه پټ لونځ ادا كاوه يوځل ابو طالب وليدل چي رسول ص او حضرت علي رض لمونځ كوي نو پدې هكله يې پوښتنه ورڅخه وكړه او كله چي په حقيقت پوه شو نو دټينګار امر يې ورته وكړو٫ ددعوت او بلنې په مختليفو پيښو او واقعاتو كي له غور او دقت نه وروسته داپه ډاګه كيږي چي دعوت كه څه هم پدې مرحله كښې پت او مخفي شكل درلود خو بيا هم قريش ورباندې خبر ؤ خو چندان باك يې نه ورباندې راووړ او دېخواته يې زياته توجه نه درلوده٫ محمدالغزالي وايي٫داخبرونه دقريشو غوږونو ته رسيدلي وو خو هغوي ځان نه خوځاوه او باك يې نه ورباندې راوړ كېداي شي هغوي به دا ګمان كاوه چي محمدص به هم دهغه ديني خلګو په شان وي كوم چي دالو هيت اوالهي حقوقوپه هكله خبري كوي٫لكه اميه بن ابي الصلت٫ قس بن ساعدة٫ عمرو بن نفيل ٫ اوداسي نور٫ خو كله چي درسول ص دعوت مخ په خوريدوشو اغېزه يې زياته شوه همداوه چي هغوي هم ورنه ووېرېدل او دوخت په تيرېدو سره يې رسول ص او دده دعوت تر نظر لاندې ونيوئ دري كاله تير سول خو اسلامي دعوت همداسي پټ او انفرداي شكل درلود پدې موده كښې يو داسي مؤمن ټولګي جوړ شو چي غړي يې دورورئ او تعاون په مزي يوله بل سره تړل شوي وو درسالت تبليغ جريان درلود او درسالت او دعوت اوچت منزل ته درسيدو لپاره هڅي جاري وي ٫ چي دالله تعالي له لوري وحي راځي او رسول ص ته امر كوي چي خپل قوم په ښكاره توګه اسلام ته راوبولي ددوي له باطل سره ډاګيزه مقابلې ته ملا وتړي او ددوي پر بوتانو دحقيقت ګوزار وكړي او له مخ نه يې پردې پورته كړي ترڅويې خلګ په حقيقت او محتوي پوه شي نوربيا په پښتنه مينه محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۶ فروردين ۱۳۸۹ ساعت ۰۹:۳۹:۵۹ | آرشيو نظرات (0)
دمحمدص دسيرت سلسله
: څورلسمه برخه : ليكوال : محمدعلي عمري
دقُرآن كريم په دې آيتونوكې ٫ ياايها االمدثر قُم فانذر وربك فكبر وثيابك فطهر والرجز فاهجر ولا تمنن تستكثر ولربك فا صبر ژباړه:اې په جامه كې نغښتونكيه ٫ له هيبته دوحي ٫ پورته شه له ځايه دخوبه نو ووېروه خلګ له عذابه دالله كه ايمان نه راوړي او دخپل رب لويي بيان كړه اوكالي خپل پاك وساته او ګندګي او بتان ترك كړه او مه كوه داسي احسان چي بدل يې ډير غوړي او دپاره درب خپل صبر كوه او هيله ورته ولره او احكاموته يې منتظر اوسه ٫٫٫ دالله تعالي له لوري رسول ص ته داسي امرونه سوي دي چي په ظاهركي ډير ساده او عادي ښكاري خوپه حقيقت كې دډيرو اوچتو او لويو اهدافو او دواقعيتونو په دنيا كښې دروژې اغيزې او لوي عمل درلودونكي دي دانذار ٫ ويرولو ٫ هدف او غوښتنه داده چي ټول هغه كسان چي په دې دنيا كي له الهي اوامرونه سرغړوي او دالله تعالي درضا مخالفت كوي بايد له خپل خطرناك انجام څخه خبر او وويرول شي ترڅو په زړه كښې يې وېره او لړزه راولاړه شي درب العالمين دتكبير اوپه لويي سره دهغه ديادولو تقاضا اوغوښتنه داده چي دځمكې پر مخ بايد بل هيچا ته هم لويي او كبريا پاته نه شي دجامو دپاكي اوله هرډول چټلۍ نه دځان ساتلو هدف دادئ چي په ظاهري او باطني صفايي اوپاكي له هرډول ګندګي څخه دنفس په تزكيه كي دكمال هغه لوړې پوړي ته وخيژي چي انسان ورته يواځي دالله تعالي په رحمت حفظ هدايت سره رسيدئ شي هدف دادئ چي هغه دكمال درجې ته په رسيدو سره دانساني ټولني لپاره يوه عظيمه نمونه وي چي سليم زړونه ورپوري نښلي او له حق نه منحرف او كاږه زړونه يې له هيبت او عظمت نه په لرزه راځي او بالاخره ټوله دنيا دموافقت او يا مخالفت په صورت كښې دهغه پر شاوخوا راوڅرخي *** داخو هرچاته څرګنده ده چي مكه مكرمه هغه وخت دعربو ديني مركز ؤ دكعبې شريفې ساتونكي او مشران دعربو په نزد دمقدسو بوتانو ساتونكي هم همدلته مكه كې وو نوددې ځاي اصلاح او ددې خلګو په نېغه لاره روانول دنورو په نسبت ډير ګران كاروو دلته ددعوت او اصلاح دپاره داسي پخې ارادې او ټينګ عزم ته ضرورت وو چي دمصيبتونو ا و مشكلاتو طوفانونه يې له ځايه ونه خوځوي او په داسي حالاتو كښې دحكمت تقاضا او غوښتنه هم داوه چي دعوت او بلنه بايد په لومړي سركي په پټه او مخفي توګه تر سره شي ترڅو دمكې اوسيدونكي په ناڅاپي او ناببره توګه له يوه راپاروونكي حالت سره مخامخ نه شي٫ طبيعي خبره وه چي رسول ص بايد لومړئ هغه كسان اسلام ته راوبولي چي له ده او اهل بيت سره دوستي او نژدې اړيكي ولري همداسي وشول رسول ص لومړئ خپل دوستان اسلام ته راوبلل او هغو كسانوته يې داسلام بلنه وركړه چي دخير تمه يې ورڅخه كېدله اوپېژندل يې چي هغوي تل دحق او حقيقت خواته ودريږي او دده ص په صدق اوريښتينولي او صلاح باندې پوخ باورلري لدې ډلې څخه هغو كسانو دنبي ص بلنه ومنله هغوي هيڅ كله هم دنبي ص دصداقت اوريښتتينولي په اړوند شك نه لرلو دا دالله تعالي غوره بندګان داسلام په تاريخ كښې دالسابقون الاولون په نامه سره شهرت لري ددې ډلې په سر كښې درسول ص بي بي حضرت خديجه رضي الله تعالي عنها درسول ص ازاد شوئ غلام زيد بن حارثه بن شرحبيل الكلبي٫ او دمحمدص دتره زوي علي بن ابي طالب٫ چي هغه وخت لا ماشوم ؤ او درسول ص تر كفالت لاندې وو او دنبي ص تر ټولو نژدې ملګرئ حضرت ابوبكر صديق رض دا هغه كسان دي چي ددعوت په لومړنيو ورځو كښې په اسلام مشرف شويدي پدې پسې ابو بكر صديق رضي الله تعالي عنه داسلام لورته دبلنې لپاره مټې راونغښتلې ابو بكر صديق رض په خپل قوم كښې يو منل شوئ او مخور سړئ وو دخپلو نيكو اخلاقو او تدبر٫ پوهې اوپه تجارت كښې دتجربې له بركته به همېشه خلګ ده ته ورتلل او ناسته ولاړه يې ورسره درلودله نو له همدې فرصت څخه په استفادې هغه اسلام ته خلګ رابلل البته هغه كسان چي ده ورباندې اعتماد او باور درلود او خپل راز يې ورته ويلاي شواي بالاخره دحضرت ابو بكر صديق رض ددعوت او تبلبغ په نتيجه كښې عثمان بن عفان الاموي ٫ زبير بن العوام الاسدي٫ عبدالرحمن بن عوف٫ سعد بن ابي وقاص الزهريان ٫ طلحه بن عبيد اله التيمي رضي الله تعالي عنهم اجمعين ٫ په اسلام مشرف شول اوپدې ترتيب سره دغه اته كسان داسلام لومړني مخ كښان دي هماراز بلال بن رباح الحبشي رضي الله تعالي عنه هم دلومړيو مسلمانانو څخه دئ ورپسې داسلامي امت امين ابو عبيدة عامر بن الجراح ٫ دبني الحارث بن فهر له كورنۍ څخه ٫ ابو سلمه بن عبدالاسد٫ ارقم بن ابي الارقم المخزوميان ٫ عثمان بن مظعون٫ او وروڼه يې قدامه او عبدالله ٫ عبيدة بن الحارث بن المطلب بن عبد المناف ٫ سعيد بن زيد٫ العدوي ٫ اوښځه يې فاطمة بنت الخطاب العدويه ٫ دعمر بن الخطاب خور٫ خباب بن الارت٫عبدالله بن مسعود الهزلي ٫ او داسي نور ٫ په اسلام مشرف شول٫ او همدوي السابقون الاولون دي٫ دوي دقريشو په مختليفو كورنيو پوري اړه درلودله ابن هشام ددوي شمېره څلويښت ښوولې ده او نمونه يې هم ذكر كړي دي خوپدې كښې ځيني كسان داسي دي چي له السابقون الاولون نه يې شمېره پوره ثابته نه ده او په اړوند يې اختلاف وجود لري نوربيا په درنښت محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۶ فروردين ۱۳۸۹ ساعت ۰۹:۱۹:۲۹ | آرشيو نظرات (0)
دمحمدص دسيرت سلسله
: ديارلسمه برخه : محمدعلي عمري
دوحي موقتي بنديدل دوحي ددې موقتي بنديدو په هكله ابن سعد له ابن عباس رضي الله تعالي عنهما ٫ څخه يو روايت رانقل كړئ چي داښيي چي وحي صرف څو ورځي بنده شوې وه٫ او دمسئلې په ټولواړخونو كي له غور او څيړنې وروسته همدا نظر له نورو څخه سيي او قوي بلكه يقيني ښكاري ٫ او د ا چي ويل كيږي دغه موده دري او يادوه نيم كاله وه دداډول نظر په باره كې دلته يواځي دومره ويلئ شو چي داله حقيقت نه لرې او بې اساسه خبره ده دوحي دبنديدو په ورځو كې نبي كريم ص ډير غمګين وو ويرې او حيرت اخيستئ ووامام بخاري رحمت الله عليه په كتاب التعبير كي يو روايت داسي رانقل كوي: وفتر الوحي فترة حزن النبي صلي الله عليه وسلم فيما بلغنا حزنا عدا منه مراركي يتردي من رؤس شواهق الجبال فكلما اوفي بذروة جبل لكي يلقي نفسه منه تبدي له جبريل ٫ فقال يا محمدانك رسول الله حقا فيسكن لذالك جآشه وتقر نفسه فيرجع فاذا طالت عليه فترة الوحي غدالمثل ذالك فاذا اوفي بذروة الجبل تبدي له جبريل فقال له مثل ذالك دڅه وخت دپاره وحي بنده شوه رسول اكرم ص دومره خفه او غمګين شو چي څو ځله يې دغره لوړې څوكې ته تشريف يو وړ تر څو له هغه ځاي نه ځان را وغورځوي خو كله به چي دغره څوكې ته ورسيد تر څو ځان را غوزار كړي نو جبرايل عليه السلام به ورته راڅرګند شو او ورته ويل به يې اې محمده ته په حقه دالله رسول يې په دې سره به درسول ص زړه ډاډه شو او پريشاني به يې وركه شوه او بيرته به را ستنېده خو بيا به چي دوحې دبندېدلو موده ورباندې اوږدېدله نو هغه جناب به بيا په همغه اراده ووت او كله چي به دغره څوكې ته رسيده نو يو ځل به بيا حضرت جبرايل عليه السلام ورته راښكارېده او هماغه خبره به يې ورته كوله٫ ابن حجر رحمت الله عليه فرمايي ٫ چي دادوحې څو ورځي بندېدل په دې خاطر وو چي له رسول ص څخه هغه ويره ليري شي چي دوحې له نزول سره پيدا شوې وه٫ او دوحې بيا راتلو ته يې تنده زياته شي كله چي دويرې او حيرت پردې څيري شوې او رسول ص په علم اليقين سره پوه شو چي هغه دلوي خداي له طرفه څخه په نبوت مشرف شوئ دئ او هغه فرشته چي ورته راغلې وه هغه دوحې راوړونكې فرشته ده چي ده ته له اسمانه وحې راوړي دوحې بيا راتګ ته دده شوق او انتظار و وحې دبيا راتګ په صورت كي دده دثبات او ټينګار سبب شو بالاخره جبرايل عليه السلام بيا ورته راغلئ امام بخاري رحمت الله عليه له جابر بن عبدالله څخه روايت كوي ٫ وايي ماله رسول ص نه اوريدلي چي چي دوحې دبندېدو په اړوند فرمايي فبينا انا امشي سمعت صوتا من السماء فرفعت بصري قبل السماء فاذالملك الذي جاءني بحراء قاعد علي كرسي بين السماء والارض فجثثت منه حتي هويت الي الارض فحبئت اهلي فقلت زملوني زملوني فزملوني٫ فانزل الله تعالي ياايها المدثر٫ الي قوله ٫ فاهجر ٫ ثم حمي الوحي وتتابع يعني زه روان وم چي له آسمان نه مې يو ناڅاپي آواز واورېد نو پورته آسمان ته مې وكتل كه ګورم چي هماغه فرشته چي دحراء په غار كي راته راغلې وه داسمان او زمكې تر مېنځ پر څوكۍ ناسته ده زه ورڅخه ووېرېدم او پر ځمكه راپرېوت بيا خپل اهل او كورته راغلم او ورته مې وويل ما ونغاړئ ماونغاړئ ٫ په څادر كښې مې پټ كړئ هغوي زه په څادر كښې ونغښتم او بيا الله تعالي يا ايها المدثر ٫ تر والرجز فاهجر پورې راباندې نازل كړو په دې پسې دوحې سلسله ګرمه شوه او په مسلسله توګه سره به راتله *** اخذ ٫ ۱ ٫ فتح الباري ۲۷ ۲ صحيح البخاري ٫ كتاب التفسير باب والرجز فاهجر ٫٫٫ نوربيا په درنښت محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۶ فروردين ۱۳۸۹ ساعت ۰۹:۱۰:۵۹ | آرشيو نظرات (0)
دمحمدص دسيرت سلسله
: دوولسمه برخه :ليكوال محمدعلي عمري
اقراء باسم ربك الذي خلق ٫ خلق الانسان من علق ٫ اقراء وربك الاكرم ط رسول ص لدې آيتونو سره كورته راستون شو٫ زړه يې رپيده حضرت خديجي رضي لله تعالي عنها ته ورغلئ ٫ او ورته ويې فرمائل ٫ ماو نغاړئ ماونغاړئ ٫ يعني ماپه څادر كې پټ كړئ ٫ هغې هم په څادر كې پټ كړو٫ ترڅووېره او خوف يې له زړه نه ووتل ٫ بيا نبي ص ددې پېښې كيسه بيانوله ٫ او ويې فرمايل٫ په ماڅه شوي ؟كيسه يې ورته وكړه اوزياته يې كړه زه پخپل ځان ويريدم ٫ خديجې رضي الله تعالي عنها ورته وويل٫ نه داسي نه ده ٫ قسم په الله چي خداي به تا كله هم رسوا او خورنكړي ٫ ته دخپلي اړيكي ټينګي ساتي دصله رحمۍ خاوند يې دبې وزلانو بار اوچتوې دناداره او بې وسه خلګو لاس نيوئ كوې ٫ دميلمنو قدر او عزت كوې او دحق په مصيبتونوكې مرسته او كومك كوې٫ ٫ بيا خديجې رض دخپل تره زوي ورقة بن نوفل بن اسد بن عبدالعزي ٫ ته ورووست ٫ ورقة دجاهليت په وخت كې عيسايي شوئ وو ٫ په عبراني ژبه يې ليكل كولاي شول ٫ او په همدې ژبه به يې دخپل توان تر اندازې انجيل شريف ليكه ٫ خو دغه وخت ډير زوړ شوئ وو سترګويې نه ليدل حضرت خديجې رضي الله تعالي عنها ورته وويل ٫ اې دتره زويه دوراره كيسه دې واوره چي څه وايي ٫ نو ورقة وويل وراره وايه څه دې ليدلي ؟ رسول ص ورته دسترګوليدلئ حال بيان كړو ٫ بيا ورقة ورته وويل ٫ دا همغه فرشته ده كومه چي الله تعالي موسي عليه السلام ته رالېږلې وه آي كاش چي زه پياوړئ او توانمند وائ آي كاش چي زه هغه وخت ژوندئ وائ كوم وخت چي تا قوم شړي نبي كريم ص وويل آيا مابه دا خلګ شړي؟ ورقة ورته وويل هو هر وخت چي چا ستا په شان پيام راوړئ دئ نو له هغه سره حتما دښمني شوېده ٫ كه زه ژوندئ پاته شوم نو پوره مرسته به درسره كوم ٫ خو څه وخت وروسته ورقة وفات شو او وحې هم په موقتي توګه بنده شوه٫ دطبري او ابن هشام له روايت ه داڅرګنديږي چي رسول ص دوحي له ناڅاپي راتلو وروسته دحراء له غار نه وتلئ ؤ خو بيا بيرته ورته راګرځيدلئ وو او خپل ټاكلئ وخت يې دلته پوره كړئ وو اوبيا يې مكې ته تشريف وړئ وو٫ دطبري روايت له كورنه درسول ص دوتلو سبب هم په ګوته كوي هغه روايت داسي دئ ٫ رسول ص دوحې دراتلو يادونه كوي فرمايي ٫ دالله تعالي په مخلوقاتوكې مې له شاعر او ليوني نه بل شئ زيات بد نه ايسيدل يعني لدې دواړو سره مې زياته كينه درلودله آن تردې چي هغوي ته هسي كتل مې هم نه شواي برداشت كولاي كله چي وحې راغله نو له خپل ځان سره مې وويل٫ چي دايعني خپل مبارك ځان يې شاعر ياليونئ دئ ٫ زما په هكله به قريش كله هم داسي خبره ونه كړئ زه دغره سرته خيژم او له هغه ځاي نه ځان راځطا كوم ترڅو مړشم او دتل دپاره په راحت شم رسول ص فرمايي زه په همدې فكر ووتلم خو كله چي دغره نيمايي ته ورسيدلم ٫ نو له آسمان نه مې آواز واورېد چي راته وايي اې محمده ٫ ته دالله تعالي رسول يې زه جبرييل عليه السلام يم كله چي مې دآسمان په لوري وكتل ٫ كه ګورم نو جبرائيل عليه السلام ديوه سړي په شكل كښې دآسمان په اُفق كې پښي ايښي دي او وايي اې محمده ٫ ته دالله تعالي رسول يې او زه جبرائيل يم نبي ص فرمايي چي زه ودرېدم او ورته كتل مې او په همدې مشغول شوم اوخپله اراده مې عملي نكړه پر ځاي ولاړ وم هيڅ وروسته او مخكې نه تلم دآسمان هرې خواته چي به مې كتل نو هملته به مې جبرائيل عليه السلام په همغه شكل ليده همدلته ځاي پر ځاي ولاړوم نه مخكې تلم او نه وروسته٫ ترڅو خديجې رض راپسې څوك راواستاوه هغوي تر مكې رسيدلي وو او بيرته خديجي رض ته راستانه شوي وو اوزه همالته ولاړوم بيا جبرائيل عليه السلام رانه ولاړ ٫ اوزه بيره خپل اهل ته راستون شوم خديجي رض ته ورغلم او هغې له ځنګانه سره په داسي حال كي چي تكيه مې ورباندې كړې وه كښيناستم راته ويې ويل اې ابو القاسمه چيرته تللئ وې قسم په خداي چي ما درپسې خلګ وليږل ترمكې لاړل اوبيرته واپس راغلل ٫ نوبيا مې دسترګو ليدلئ حال ورته بيان كړو دې راته وويل دتره زويه خوشحاله اوسه او له ثبات نه كار واخله زما دې په هغه خداي قسم وي چي دخديجې ځان دهغه په واك كښې دئ چي زما داهيله وه چي ته به ددې امت نبي او رسول وې بيا ورقة بن نوفل ته ورغله او هغه يې له پېښې خبر كړو نو ورقة وويل٫ قدوس قدوس ٫ قسم په هغه ذات چي دورقة ځان دهغه په واك كښې دئ ٫ چي ده ته هغه ستره فرشته راغلې ده كومه چي موسي عليه السلام ته به راتله داددې امت نبي دئ ورته ووايه ټينګ او ثابت اوسه بيا خديجه رضي الله تعالي عنها ورنه راغله او دورقة خبري يې رسول ص ته وكړې بيا چي كله رسول ص دحراء په غار كښې خپل مقرر وخت پوره كړ او مكې ته يې تشريف راوړ نو له ورقة سره يې وكتل او كله چي ورقة دنبي ص خبري واوريدې ورته ويې ويل قسم په هغه ذات چي زما نفس دهغه په واك كښې دئ ته ددې امت نبي يې او تاته هغه ستره فرشته راغلې ده كومه چي موسي عليه السلام ته راغلې وه نوربيا محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۶ فروردين ۱۳۸۹ ساعت ۰۹:۰۵:۵۳ | آرشيو نظرات (0)
دمحمدص دسيرت سلسله
يوولسمه برخه : جبرائيل عليه السلام وحي راوړي
كله چي رسول ص دژوند څلويښت كاله پوره شول او همدا دذهني او عقلي كمال عمر دئ ٫٫ ويل كيږي چي رسولان په همدې عمر په نبوت مشرف كيږي ٫ نو دژوند له اُفق څخه دنبوت آثار او نښانې راښكاره او څرګندي شوي دغه اثار او نښي خوبونه وو رسول ص به چي هر خوب ليده هغه به لكه دسپېده داغ په شان راښكاره او څرګندېده ٫ خوبونه يې حقيقت وو دې حالت شپږ مياشتې دوام وموند او څرنګه چي دنبوت ټوله دوره ديرويشت ۲۳ كاله وه ٫ دحرا په غار كښې درسول ص دعزلت او ګوښه والي په دريم كال درمضان په مياشت كې دځمكې پر خلګو دالهي رحمت باران وشو ٫ الله تعالي ٫ محمدصلي الله عليه وسلم ٫ په نبوت مشرف كړ او دجبريل عليه السلام ٫ په واسطه يې دقُرآن كريم څو آياتونه ورباندې نازل كړل كه په دې هكله موجود قرئن او دلائل لږپه غور او دقت تر نظر تير كړو ٫ نو ويلئ شو ٫ چي دا درمضان دمياشتې يوويشتمه او ددوشنبې شپه وه ٫ چي د ٫ ۶۱۰ م ٫ كال داګست له لسمې نيټې سره سمون خوري دغه وخت دنبي كريم ص عمر مبارك ٫ په قمري حساب پوره څلويښت كاله شپږ مياشتي او دوولس ورځي او په شمسي حساب نه ديرش كاله دري مياشتي او دوولس ورځي وو٫ اوس راځئ حضرت عايشي رضي الله تعالي عنها ته غوږ شو چي ددې عظيمې مينې كيسه راته واوروي ٫ هغه پېښه چي دالهي نور يوه داسي شعله وه چي دكفر او جاهليت تياري يې له مينځه يووړې دژوند تګلاره او مسير يې بدل كړ ٫ دتاريخ مخه يې بلې خواته وګرځوله ٫ حضرت عايشه رضي الله تعالي عنها ٫ فرمايي اول ماَ بدي به رسول ص من الوَحي الرؤيا في النوم ٫ فكان لايري رؤيا الا جاءت مثل فلق الصبح ٫ ثم حبب اليه الخلاء ٫ وكان يخلو بغار حراء ٫ فيتحنث فيه ٫ وهو التعبد ٫ الليالي ذوات العدد قبل ان ينزع الي اهله وينزو لذالك ٫ ثم يرجع الي خديجه فيتزود لمثلها حتي جاءه الحق وهو في غار حراء ٫ فجاءه الملك فقال ٫ اقراء ٫ فقلت ما ان بقاري ٫ فاخذني فغطني حتي بلغ مني الجهد ٫ ثم ارسلني فقال ٫ اقراء فقلت ما ان بقاري فاخذني فغطني الثالثة ٫ ثم ارسلني فقال ٫ اقرآء باسم ربك الذي خلق خلق الانسان من علق٫ اقراء وربك الاكرم ٫ ژباړه ولوله اې محمده قرآن په بركت دنامه درب خپل هغه رب چي پيدا كړئ يې دئ ټول مخلوقات پيدا كړئ يې دئ دانسان له ټوټو دتړليو شويو وينو څخه ٫ ولوله اې محمده قرآن حال دا چي ستا رب لوي كريم دئ پر ټولو كريمانو ٫٫٫٫ فرجع بها رسول الله ص يرجف فؤاده ٫ فدخل علي خد ويجه بنت خويلد ٫ فقال زملوني زملوني فزملوه حتي ذهب عنه الروع فقال لخديجه مالي ٫ واخبر ها الخير لقد خشيت علي نفسي فقالت خريجه كلاء ٫ والله مايخزيك الله ابدا انك لتصل الرحم وتحمل الكل ٫ وتكسب المعدوم وتقري الضيف وتعين علي نوائب الحق ٫ فالنطلقت به خديجه حتي اتت به ورقة بن نوفل بن اسد بن عبدالعزي بن عم خديجه وكان امرء اتنصر في الجاهلية وكان يكتب الكتاب العبراني عمي ٫ فقالت له خديجه يا ابن عم اسمع من ابن اخيك فقال له ورقة يا ابن اخي ماذا تري ؟ فاخبره رسول ص خبر ما رآي فقال له ورقة الناموس الذي نزله الله علي موسي ياليتني فيها جذعا ليتني اكون حيا اذ يخرجك قومك فقال رسول ص او مخرجي هم ؟ قال نعم لم يات رجل قط بمثل ما جئت به الاعودي وان يدركني يومك انصرك نصرا مؤارزا ٫ ثم لم ينشب ورقة ان توفي وفتر الوحي ٫٫٫٫ يعني پر رسول ص باندې دوحي پيل له نيكو او ريښتينو خوبونو نه شويدئ رسول ص چي به هر خوب ليده لكه دسپېده داغ په شان به ښكاره او څرګندېده ٫ ورپسې رسول ص ته تنهايي او ګوښه والئ محبوب او ګران شو نو دحراء په غار كښې به تنها او يواځې په عبادت بوخت ؤ څو شپې به يې كورته تشريف نه راوړو ددې څو شپو خوراك او څيښاك به يې له ځان سره وړه كله به چي خلاص شول ٫ نو بيا به حضرت خديجي رضي الله عنها ته راتله او تقريبا دهمدومره نورو شپو خوراكه به يې له ځان سره وړله ٫ ترڅو حق ورته راغلئ دغه وخت رسول ص دحراء په غار كښې تشريف درلودو چي فرشته ورته راغله او رته ويې ويل٫ چي ٫ ووايه٫ رسول ص ورته وفرمايل ٫ زه لوستونكئ نه يم ٫ فرمايي چي دغه وخت فرشتې ونيولم او په داسي زور سره يې په غېږ كې ورټينګ كړم چي بالكل بې سيكه شوم بيا يې پرېښودم او راته ويې ويل ٫ ووايه ٫ ما بيا ورته وويل ٫ زه لوستونكئ نه يم ٫ نو دريم ځل دپاره يې په همداسي زور سره ټينګ كړم چي بالكل بې سېكه شوم ٫ بيا يې پرېښودم او داآيتونه يې راته ولوستل ٫ اقرآ باسم ربك الذي خلق ٫ خلق الانسان من علق اقرآ وربك الاكرم *** يادونه : دپورتنيو آياتونو ژباړه مخكې تېره شوې ده نوربيا په درنښت محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۶ فروردين ۱۳۸۹ ساعت ۰۸:۵۸:۱۷ | آرشيو نظرات (0)
|
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
نگین بلاگ است
|