هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته

omari.zabul@gmail.com
صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ

دمحمدص دسيرت سلسله
 
 
 
666
 
دمحمدص دسيرت سلسله :لسمه برخه
دحراء په غار كې
كله چي رسول ص څلوېښت كلنۍ ته نژدې شو نو دده تفكر او تاملاتو دده او نور قوم ترمينځ فكري او ذهني واټن ډير سره ليري كړئ وو همدا وه چي نور يې نو تنهايي ډيره خوښېدله له ځانه سره به يې څه اوبه واخيستلې او په جبل نور كې به يې دحراء غار ته تشريف يو وړلئ دغه ځاي له مكې مكرمې څخه تقريبا دوه ميله فاصله لري دا يو برابر شانته غار دئ
چي اوږدوالئ يې څلور ګزه او عرض يې پاؤ كم دوه ګزه دئ دا غار په ځمكه كښې دننه نه دئ بلكه دد وو لويو تيږو ديو ځاي كيدو په وجه جوړ شوئ دئ نبي اكرم ص چي به كله دې غار ته تشريف وړه نو حضرت خديجه رضي الله تعالي عنها به هم ورسره تلله اوده ته نژدې چيرته به اوسېدله ٫ نبي ص به دروژې مياشت په غار كښې تيروله كه به فقيران ورباندې پېښېدلو نو له ده مبارك سره چي به كوم دخوراك شئ وو هغه به يې وركاوه ٫ ټول وخت به په عبادت بخت وو په كايناتو او دهغه قدرت په هكله به يې غور او تفكر كاوه چي داټول شيان يې پيدا كړي دي ده دخپل قوم عقيده او مسلك نه شواي منلاي دهغوي ټول باطل افكار او تصورات يې ردول خو خپله يې هم له ځانه سره كوم واضح مسلك نه درلود او نه يې داسي لاره پېژندله چي زړه يې ورباندې مطمئن او ډاډه شي لدې تنهايي او ګوښه والي سره درسول ص مينه او محبت په حقيقت كښې يو الهي تدبير وو ترڅو هغه ٫ صلي الله عليه وسلم ٫ درسالت ددرانده پيټي واوچتولو ته تيار او چمتو كړي ښكاره خبره ده چي هغه روح اوشخصيت چي دانساني ژوند دبدلون او دانساني ژوند په واقعيتونو او حقائقو باندې داغيزې دپاره انتخاب شوئ دداسي روح او شخصيت دپاره دا ضروري ده چي څه ګوښئ او تنها وي دځمكې له كارونو دژوند له شور او هسكو او ټيټو دخلكو له وړو وړو امورو او مسائلونه ليري او چيرته ګوښئ كې وي ٫ همدا وو دالله تعاب تدبير درسول ص دپآره غوښتل يې هغه دلوي امانت داوچتولو په ځمكه اونړۍس كښې ديو ستر انقلاب او دتاريخ دمسير دبدلون دپاره اماده كړي نوله بعثت نه دري كاله مخكې دتنهايي اوګوښه والي داسلسله پيل شوه پوره يوه مياشت به رسول ص په كائناتو كښې فكر كاوه ٫ او دكائناتو تر شا هغه دغيبي قوت او قدرت په هكله به يې سوچ او تدبير كاوه چي داټول شيان يې پيدا كړي دي تر څو دالله تعالي په اذن او اراده سره لدې غيبي قدرت سره دتعامل لپاره آماده او تيار سي
نوربيا.......
په احترام
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۶ فروردين ۱۳۸۹ ساعت ۰۷:۱۵:۵۶ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


نبوي مباركه كورنۍ
 

نبوي مباركه كورنۍ

له هجرت نه مخكې

په مكه مركه كښې نبوي كورنۍ عبارت وه له رسول صلي الله عليه وسلم ٫ او خديجه رض څخه ٫ دواده په وخت كښې رسول ص ۲۵ كلن او خديجه رض ۴۰ كلنه وه ٫ له خديجې رض نه درسول ص زامن پيدا شول خو يو هم ژوندئ پاتي نه شو خو لوڼې يې عبارت وې له ٫ زينت ٫ رقيه ٫ ام كلثوم ٫ چي دا دواړه يې يوه په بله پسې عثمان رض ته په نكاح وركړلې فاطمه رض چي له علي رض سره يې دبدر

او احد په مينځ كې واده كړئ وو دفاطمې رض اولادونه حسن او حسين رضي الله تعالي عنهما ٫ زينب ٫ او ام كلثوم وو ٫ رسول ص دخپل امت په نسبت له نورو امتيازاتو او ځانګړتيا وونه علاوه يو امتياز دا درلودچي له څلورو نه له زياتو ښځو سره يې نكاح كړې وه ددې امر تر شا ډير حكمتونه او رازونه پټ دي رسول ص ۱۱ ښځو سره نكاح كړې وه درحلت په وخت كي يې ۹ ميرمنې ژوندۍ وې دوې دده مبارك په ژوند كې وفات شوې وې چي يوه خديجه ٫ اوبله

ام المساكين زينب بنت خزيمه وه ٫ او دوې مېرمنې سې داسي وې

چي نبي ص ورسره يوځاي شوئ نه وو

دلته دنبي ص دمېرمنو نمونه په لاندې ډول وړاندې كوو

٫٫٫٫٫٫

 

لومړۍ مېرمن يې

ام المؤمينين خديجه رضي الله تعالي عنها وه چي لقب يې طاهره او دمور نوم يې فاطمه بنت زائده دئ٫ پلاريې خويلد قريشي دضصي له اولادې څخه دئ پخوايې دوه ودونه كړي٫ ۱ له عتيق بن عائد مخزومي سره چي بې اولاده مړ شوئ دئ ٫ ۲ له ابوهاله هند بن نباش سره چي اولاد يې شوي دواده پر وخت ددې عمر څلويښت كاله او درسول اكرم ص عمر ۲۵ كاله وو ٫ له رسول اكرم ص سره يې ۲۴ اويا ۲۵ كاله شپږ



مياشتي تيري كړي دي په مكه مكرمه كښې هغه وخت وفات شوه چي درسول اكرم ص عمر پنځوس كاله او ددې عمر ۶۵ كاله وو ٫ له ابو هاله څخه يې درې زامن وو چي ټول مسلمانان شول٫ او دخديجي رضي الله عنها مهر شپږ اوښان وو

دويمه مېرمن

ام المؤمينين سوده رضي الله تعالي عنها ٫ ده٫ دشموس بنت قيس لور وه دپلار نوم يې زمعه قريشي دئ چي د لؤي له اولادې څخه دئ لومړئ يې له سكران بن عمرو بن عبدود سره واده كړئ وو دنبوت پر لسم كال يې دخديجې رضي الله تعالي عنها تر وفات وروسته چي دنبي كريم صلي الله عليه وسلم عمر پنځوس كاله وو او دهغې عمر هم پنځوس كاله وو واده وكړ له رسول ص سره يې ۱۴ كاله تېر كړل په مدينه منوره كي پر ۱۹ دهجري د۷۲ كالو په عمر وفات شوه لومړئ په خپله مسلمانه شوې وه وروسته يې مېړه هم مسلمان كړئ وو حبشي ته تر هجرت وروسته يې مېړه وفات شو ٫ رسول كريم ص ورسره نكاح وكړه او ددواړو جهانو په سرلوړئ يې ونازوله

دريمه مېرمن

ام المؤمينين عايشه رضي الله تعالي عنها لقب يې صديقه دام رومان زينب رضي الله تعالي عنها لورده چي هغې ته په دنيا كي دجنتي كيدلو زيرئ وركړل شوئ وو دپلار نوم يې عبدالله ابو بكر صديق رضي الله عنه دئ دقريشو له قبيلې او دمره له اولادې څخه دي بل واده يې نه وو شوئ دنبوت پر يوولسم كال كله چي درسول كريم ص عمر پنځوس كاله او شپږ مياشتي وو له هغې سره يې نكاح وكړه تر هجرت دري كاله وروسته يې دهجرت دلومړي كال په شوال كي واده وكړ دنكاح پر وخت د عايشي رض عمر شپږ كاله او دواده پر وخت يې عمر نهه كاله وو له نبي كريم ص سره يې نهه كاله او پنځه مياشتي تيري كړي په مدينه منوره كي د۵۷ هجري دروژې په مياشت كي د۷۳ كالو په عمر وفات شوه٫ په ذهانت ٫ پوهه٫ فهم٫ عقل٫ او عمل كي درسول ص په ټولو مېرمنو كي مشهوره وه او دهغه هم ډيره مينه ورسره وه سترو سترو صحابه كرامو به په لويو مسائلو كښې له هغې څخه فتواي غوښته تر دوه زره زيات احاديث ورڅخه روايت شوي دي


څلورمه مېرمن

ام المؤمينين حفصه رضي الله تعالي عنها٫ وه دمورنوم يې زينب بنت مظعون دي ډيره وړاندې مسلمانه شوې وه دپلار نوم يې عمر فاروق رضي الله تعالي عنه وو قريشي وو او دكعب له اولادي څخه وو٫ حفصې رضي الله تعالي عنها لومړئ له خنيس بن حافه سره واده كړئ وو هغه حبشې او مدينې دواړو ته هجرت وكړ بيا داُحد په جګړه كي تر زخمي كيدو وروسته په مدينه كي وفات شو په درييمه هجري سنة كي كله چي د رسول كريم ص عمر ۵۵ كاله او شپږ مياشتي وو او دحفصې رضي الله تعالي عنها عمر ۲۲ كاله وو ٫ نبي ص ورسره واده وكړ له هغه سره يې اته كاله تير كړل د۴۱ هجري سنې دجمادي الاول په مياشت كي د ۶۰ كالو په عمر په مدينه منوره كي وفات شوه ډېره ځيركه٫ پوه٫ ذهينه٫ او زړوره وه

پنځمه مېرمن

ام المؤمينين زينب رضي الله تعالي عنها وه٫ چي لقب يې ام المساكين وو٫ دپلار نوم يې خزيمه قريشي دبنو هلال بن عامر له اولادي څخه وه پخوايې دري ودونه كړي وو٫ لومړئ واده يې له طفيل سره٫ دوهم واده يې له عبيده سره دواړه دنبي ص دمشر اكا حارث زامن وو ٫ دريم واده يې له عبدالله بن جحش رضي الله تعالي عنه سره كوم چي دبدر په غزا كي شهيد شو ٫ په دريمه هجري سنة كي كله چي درسول ص عمر ۵۵ كاله او دهغې عمر ۳۰ كاله وو رسول اكرم ص ورسره واده وكړو له هغه سره يې دوي يادري مياشتي تيري كړي دي په دريمه هجري سنة كي٫ په مدينه منوره كي وفات شوه په سخاوت كي يې وتلئ نوم درلود٫ له همدې وجې په ام المؤمينين سره مشهوره وه يعني دمساكينو او غريبانو مور

شپږمه ميرمن

ام المؤمينين ام سلمه رضي الله تعالي عنها ٫ وه اصل نوم يې هنده وه دابي اميه چي په زادالراكب مشهور وو لور وه هغه قريشي وو دبنو مخزوم له اولادي څخه وو چي ستر اسلامي جنرال خالد رضي الله تعالي عنه هم دهغه له اولادي څخه وو پخوا يې له عبدالله بن عبدالاسد مخزومي سره نكاح كړې وه كوم چي درسول ص دعمه بره زوي وو او دنبي ص رضعي ورور هم وو په اسلام راوړونكوكي تقريبا يوولسم سړئ دئ لومړئ يې حبشې ته هجرت وكړ وروسته مدينې ته راغلو په بدر كي شريك وو او داحد په غزاكي ددرېيمې هجري سنې دجمادي الاخير په مياشت كي شهيد شو دڅلورمې هجري سنې يا دپنځمي سنې دجمادي الثاني په مياشت كي چي درسول ص عمر۵۶ كاله او دهغې عمر۲۴ كاله وو رسول اكرم ص ورسره واده وكړ او اوه كاله نهه مياشتي ياصرف اووه كاله يې له رسول ص سره تيركړو په مدينه منوره كي پر ۵۹ يا ۶۰ هجري سنة د۸۴ كالو په عمر وفات شوه ويل كيږي چي په ازواجو مطهراتو كي ترټولو وروسته وفات شوه په اسلام كي ډيره ټينګه وه مدينې ته دراتلو پر وخت يې له خپل مېړه سره هجرت كاوه خو دهغې قريبانو هغه او ددې شيدې خوړونكي زوي وګرزول مېړه يې دخداي په لار كي دښځي هيڅ پر وا ونه كړه پر كوم ځاي چي سره جلا شوي وو يو كال وروسته هماغه ځاي ته راغله په چيغو چيغو يې وژړل اخر يې دسخت زړو رقيبانو زړه نرم شو او اجازه يې وركړه په يواځي ځان مدينې ته روانه شوه او ديو سړي زړه ورباندې وسو مدينې ته يې ورسوله دمېړه دشهادت پر وخت يې يو اولاد درلود

اوومه مېرمن
ام المؤمينين زينب بنت جحش رضي الله تعالي عنها ٫ وه لقب يې ام الحكم ٫ داميمې لوروه كومه چي درسول ص عمه وه پلار يې جحش بن اياب دخزيمه په قبيله كي دبنو اسد له كورنۍ څخه وو اول يې له زيد بن حارثه رضي الله تعالي عنه سره نكاح كړې وه كوم چي درسول ص ازاد كړل شوئ مرېيئ وو بيا هغه طلاق وركړ دپنځمې هجري سنې په ذي القعده كي چي درسول اكرم ص عمر ۵۷ كاله او دهغې عمر ۳۶ كاله وو ورسره واده وكړ پنځه كاله او څلور مياشتي يې له رسول ص سره تيري كړي په ۲۰ هجري سنة كي د۵۲ كالو په عمر په مدينه منوره كي وفات شوه ددې په نكاح سره دعربو هغه مشهوره عقيده باطله شوه چي دمتبني يعني يو چاته په خوله دزوي ويلو خپلوي داسي ده لكه دحقيقي زوي او دهغه كونډه حرامه ده ځكه چي زيد بن حارثه رضي الله تعالب عنه درسول ص متبني وو

اتمه مېرمن

ام المؤ مينين جوريريه رضي الله تعالي عنها ٫ وه دبنو مصطلق دقبيلې دسردار حارث ابن ابي ضرار لوروه لومړئ واده يې له مانع بن صفوان مصطلقي سره كړئ وو دبني مصطلق دغزا پر محال دپنځم هجري كال دشعبان په مياشت كي چي درسول اكرم ص عمر اووه پنځوس كاله شپږ مياشتي او دهغې عمر ۱۶ يا ۲۰ كاله وو له هغې سره يې واده وكړ٫ له رسول ص سره يې پنځه كاله او شپږ مياشتې تيري كړي په شپږ پنځوس هجري سنة كي د۶۵ يا او يا كالو په عمر په مدينه منوره كي وفات شوه دبنو مصطلق په غزا كي تر نيول كېدو وروسته دثابت بن قيس رض په برخه شوه هغه دازادېدلو وعده ورسره وكړه خو په دې شرط چي روپۍ وركړي دروپو په اړه دمرستې دپاره رسول اكرم ص ته ورغله رسول ص روپۍ وركړې او څرنګه چي دسردار لوروه رسول ص ورسره نكاح وكړه او نتيجه يې دا شوه چي ددې قبيلې كوم سل كسان چي مسلمانانو نيولي او مرېيان كړي يې وو هغه يې سمدستي ازاد كړل ځكه دهغوۍ له كورنۍ سره درسول ص خپلوي راغلې وه دويمه قائده يې داوه چي پورته يادشوئ حارث همېشه ډاكې وهلې په دې سره هغه هم بندي شوي

نهمه مېرمن
ام المؤمينين ام حبيبيه رضي الله تعالي عنها ٫ وه اصل نوم يې رمله او دصفيې بنت ابو العاص لور وه دپلار نوم يې ابو سفيان بن اميه درسول ص مشهور دښمن كوم چي په اتمه هجري سنة كي قريشي او دبنو اميه له كورنۍ څخه وو ام حبيبيې رض لومړۍ واده له عبدالله ابن جحش سره كړئ وو په شپږمه هجري سنة كي
چي دهغې عمر ۳۶ كاله او درسول ص عمر ۵۰ كاله وو ٫ نو له هغې سره يې واده وكړ له رسول ص سره يې پنځه كاله تير كړل په مدينه منوره كي د۷۲ كالو په عمر په ۴۴ هجري سنة كي وفات شوه له مېړه سره حبشې ته تللې وه خو مېړه يې شرابي وو دهغه ځاي له خلګو سره په يوځاي كيدو يې اسلام پرېښود رسول ص چي كله په خبر شو نو دنكا پيغام يې وروليږلو پر ابو سفيان چي دام حبيبيې رض پلار وو ددې نكاح كوم اثر كېدي هغه ښكاره دئ حقيقت دادئ چي بيا كومه جګړه نه ده شوې دسولې په وخت كي ابو سفيان مدينې ته له لور سره كتلو ته راغلي نو درسول ص پر بستره كښيناست ام حبيبيې رض بستره ورڅخه ټوله كړه چي دهغه پر بستره كافر نه شي كښينستلاي ابو سفيان وويل تر ما وروسته مې لور خرابه شوې ده

لسمه مېرمن

ام المؤمينين صفيه رضي الله تعالي عنها٫ وه دمور نوم يې ضره او دپلار نوم يې حييي بن اخطب چي دبنو نضير يهودي قبيلې سردار وو وړاندې يې له كنانه بن ابي حقيق سره نكاح كړې وه كوم چي دخيبر سردار وو دخيبر په جګړه كي ووژل شو يو روايت دا هم دئ چي لومړئ يې له سلام بن شكم سره نكاح كړې وه داوومې هجري سنې په جمادي الاخير كي چي دام المؤمينين رض عمر اوولس كاله او درسول ص عمر ۵۶ كاله وو له هغې سره يې واده وكړو له نبي ص سره يې نژدې څلور كاله تېر كړل په پنځوسمه هجري سنة كي د۶۰ كالو په عمر په مدينه منوره كي وفات شوه
دخيبر په غزا كي نيول شوې وه او دحييې كلبي رض ته په برخه ورغلې وه خو څرنګه چي دسردار لور او مېرمن وه نو ځكه به هغه څخه بيرته واخيستل شوه رسول ص ورسره نكاح وكړه اوله ورځ يې دهغې پر مخ نيل وليد نو وجه يې ورڅخه وپوښتله دې وويل چي درسول ص تر راتګ وړاندې ما خوب ليدئ چي سپوږمۍ له خپله ځايه راغله او زما په غېږ كي وليوېدله زما رسول ص ته پام هم نه وو مېړه ته مي يادونه وكړه نو هغه كمبخت په څپيړه ووهلمه

يوولسمه مېرمن
ام المؤمينين ميمونه رضي الله تعالي عنها ٫ وه دزينب بن خزيمې رضعي خور دحارث بن حزن چي دبنو عامرله كورنۍ څخه وو لور وه لومړۍ نكاح يې له مويطب ابن عبدالعزي سره كړې وه داوومې هجري سنې په ذ ي القعده كي دقضايي عمرې پر مهال چي ددې عمر ۳۶ كاله او درسول ص عمر ۵۹ كاله وو له هغې سره نكاح وكړه له رسول ص سره يې څه بالا دري كاله تير كړل دسرف په مقام كي چيري چي له هغې سره نكاح شوې وه هم هلته په ۵۱ هجري سنة كي وفات شوه

 

په درناوي

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۶ اسفند ۱۳۸۸ ساعت ۰۹:۱۲:۰۵ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دمحمدص دولادت سلسله
666
 

دمحمدص دولادت سلسله

نهمه برخه

له نبوت نه مخكې اجمالي سيرت

٫٫٫

نبي ص دټولو هغه غوره اخلاقو او عاداتو درلودونكئ وو كوم چي هغه وخت ځيني شريفه خلګ هغه وخت په متفرقه توګه دهغه درلودونكي وو ٫ پيغمبر ص دقوي اوروښانه فكر ٫ پياوړي نظر او استعداد لوړ څلئ وو٫ ددرست هدف او وسلې ټاكونكئ وو ٫ دالله رسول ص پخپل تيز او پياوړي ذهن اوروښانه فطرت سره دژوند ټولي پاڼي دخلكو او ډلو ټول حال او احوال لوستلئ او څيړلئ وو او په كومو خرافاتو كښې چي دا خلګ راګير وو له هغه نه يې ځان پاك او ډير ليري ساتلئ وو٫ او له دې ډول ټولو بې لاريو نه پاك او په عقل او بصيرت ميني ژوند يې تيرراوه ٫ خلګو به چي دخير كار كاوه ن په هغه كار كښې به پيغمبر ص تر ټولو وړاندې وو ٫ او كه به دخير كار نه وو نو تنهايي او ګوشه نشيني به يې غوره كوله ٫ ٫ رسول ص هيڅ كله هم شراب نه دي څښلي ٫ دبوتانو په نوم دحلال شويو مالونو غوښه يې نه ده خوړلې ٫ او دبوتانو په نوم دجوړو شويو ميلو او مجاليسو كښې يې هيڅكله برخه نه ده اخيستې دژوند له پيل نه يې لدې باطلو معبودانو او هرډول خرافاتو سره سخته كينه او كركه وه ٫ تردې چي د٫ لات ٫ او ٫ غزي ٫ په نامه سره قسم يې هم نه شواي تحمل كولاي ٫ په دې كښې هيڅ شك او شبهه نشته چي هغه ٫ صلي الله عليه وسلم ٫ دتقدير په حفاظت او ساتنه كښې وو ٫ ځكه چي هركله به ددنيوي لذتونو دحصول په خاطر ٫ دده نفساني جذبات راپاريدل ٫ او يا به يې زړه دې ته تيار شو ٫ چي دكوم نا پسنديده عادت او يا رواج تقليد او پيروي وكړي نو سمدلاسه به الهي رحمت او عنايت مداخله كوله ٫ او دې كار ته به يې نه پريښودلو ٫دابن اثير په روايت سره رسول ص فرمايي ٫ ٫

ماهممت بشيء مما كان اهل الجاهلية يعملون غير مرتين٫ كل ذالك يحول الله بيني وبينه ثم ما هممت به حتي اكرمني برسالته قلت ليلة للغلام الذي يرعي معي الغنم باعلي مكة٫ لو ابصرت لي غنمي حتي ادخل مكة واسمربها كما يسمر الشباب ٫ فقال افعل ٫ فخرجت حتي اذا كنت عند اول دار بمكة سمعت غزفا فقلت ٫ ما هذا ؟ فقالو عرس فلان بن فلانة فجلست اسمع فضرب الله عليه اذني قنمت فما ايقظني الاحر الشمس فعدت الي صاحب فسالني فاخبرته ثم قلت ليلة اخري مثل ذالك ودخلت بمكة فاصابني مثل اول ليلة ٫ ثم ماهممت بسوء

يعني هغه كارونه چي دجاهلي دورې خلګو به كول له دوو مرتبو پرته ما دهغه تصور او هسي خيال غوندي هم ندئ كړئ خو دا دواړه مرتبې هم الله تعالي زما او هغه كار ترمينځ حايل او خنډ پيدا كړئ يعني هغه مې سرته نه دئ رسولئ ٫ اوپه دې پسې مې بيا هيڅكله هم داسي اراده او تصور نه دئ كړئ ترڅو الله تعالي په رسالت سره مشرف كړمه يوه ورځ مې خپل يوه ملګري ته چي دمكې په پاسنۍ برخه كښې يې راسره ميږې پوولي وويل ٫ كه ته مې ميږو ته ګورې نو زه به مكې ته ولاړشم او هلته به لكه دنورو ځوانانو په شان دكيسو ويلو په مجلس كښې ګډون وكړم٫ ملګري راته وويل سمه ده ٫ ولاړشه ٫ زه وخوځيدم دمكې لومړني كورته چي ورسيدم دباجې اواز مې تر غوږوشو پوښتنه مې وكړه ٫ چي داڅه خبره ده دوي راته وويل چي دا دفاني او فلانۍ واده ده ٫ زه كښېناستم او دا اواز اورم ٫

يودم مې الله تعالي غوږونه بند كړل او خوب راباندې راغلئ او په همغه ځاي كښې ويده شوم ترڅو دلمر ګرمۍ راويښ كړم ٫ او بيرته خپل ملګري ته ورغلم او دهغه دپوښتنې په ځواب كښې مې ټوله كيسه ورته بيان كړله ٫ يوځل مې بيا يوه بله شپه خپل ملګري ته همداسي وويل ٫ او مكې ته ولاړم نو داځل بيا هماغسي پېښه راسره وشوه او لدينه وروسته مې هيڅ كله هم بيا غلطه اراده نه ده كړې

امام بخاري رحمت الله عليه ٫ له جابر رضي الله عنه نه روايت نقل كوي وايي ٫ كله چي كعبه شريفه جوړه شوه نو رسول كريم ص او عباس رض ولاړل تيږي يې راوړې حضرت عباس رض ونبي كريم ص ته وويل خپل لنګ پر اوږه كښېږده دادې اوږې له تيږونه ساتي ٫ نه به خوږيږي ٫ خو رسول ص پر ځمكه راپرېووت سترګي يې دآسمان په لور وختلې او كله چي راپه حال كي شو چيغي يې وهلي زما لنګ زمالنګ ٫ په يوه بل روايت كښې راځي چي لدې نه وروسته دده مبارك عورت په هيڅ كله نه دي ليدل شوي رسول ص دسپيڅلي اخلاقو او نيكي معاملې درلودونكئ وو ٫ په حلم رښتينولي نرمي او عفت كښې تر هرچا مخكې وو دخير عطمت او عزت قايل وو٫ هغه دټولو نيكيو مجموعه او نمونه وه خپل قوم ورته دامين لقب وركړئ وو او خديجه رضي الله تعالي عنها دده مبارك په هكله فرمايي ٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫

يحمل الكل ويكسب المعدوم ويقري الضعيف ٫ ويعين علي نوائب الحق

يعني ٫ هغه به دبې وزلانو مرسته كوله دهغوي بار به يې اوچتاوه دفقيرانو او تش لاسو لپاره به يې بندوبست كاوه ٫ دميلمه قدر او درناوئ به يې كاوه

نوربيا

په درنښت

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

m.ali.umari@hotmail.com

 

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۴ اسفند ۱۳۸۸ ساعت ۰۴:۲۳:۴۴ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دحضرت محمدص دكړاوونوژوند

666

 
 
دحضرت محمدص دكړاوونوژوند

اوومه برخه

رسول ص دځوانۍ په لومړيو كي څه خاص كار او عمل نه درلود ٫ خو متواتر روايتونه وايي چي ميږي به ئي څرولي ٫ دنبي سعد ميږي يې څرولي او دڅو

قيراطوپه بدل كي يې دمكې دخلكو رمه هم پوولي٫ خو كله چي ٫ سالار انبياء پنځه ويشت كلن شو نو دخديجي ٫ رضي الله تعالي عنها ٫ مال يې دتجارت دپاره شام ته يووړ٫ اابن اسحاق وايي خديجه بنت خويلد رض دمال شرف او عزت خاونده وه ٫ خپل مال به يې دتجارت دپاره خلګو ته وركاوه ٫ او دمضاربت داوصولو په اساس به يې هغوي ته يوه برخه ټاكله هغه وخت قريشو دتجارت كاروبار كاوه او كله چي خديجې رض دمحمدص دريښتينولئ امانتدارئ سپېڅلتيا كرم اوښو اخلاقو څخه خبره شوه نو احوال يې وروليږه چي ددې مال دتجارت دپاره شام ته يوسي او ده ته به ترنوروخلګو زياته برخه وټاكي اوهمداراز خپل غلام ميسره به هم له ده سره واستوي ٫ امام الانبياء ص هم دخديجي رض پيشنهاد ومانه او له ميسره سره يوځاي دتجارت په خاطر شام ته وخوځېد ٬

خو كوم وخت چي رسول ص له شام څخه راستون شو او خديجې رض وليدل چي په مال كي يې دپخوا په نسبت ډير زيات امانتداري شوې او په مال كي يې دومره بركت دئ چي پخوا هيڅكله نه وو ٫ همداراز ميسره ٫ هم درسول ص دښ، او اوچتو اخلاقو قوي او پاخه ريښتيني منطق او امانتداري خبري خديجي رض غوږونو ته ورسولي ٫همدا وو چي خديجي رض خپل هدف وموند ٫ هغه داسي ښځه وه چي دعربو مشرانو او رئيسانو له هغې سره دواده هيلي لرلې خو دې به نه منله ٫ خو كله چي دنبي ص له دې او چت شخصيت څخه خبره شوه دومره ورنه متاثره شوه چي ورسره يې دواده اراده وكړه دزړه داخبره يې خپلې ملګرې نفيسه بنت منيه ته وكړه ٫ هغه درسول ص و حضورته راغله او له خديجې رض سره يې دغه دواده خبره مطرح كړه ٫ رسول ص هم ومنله٫ له ترونو سره يې خبره وكړه هغوي دخديجې رض تره ته ورغلل او په دې ترتيب سره يې دواده عقد او تړون تر سره شو او ورپسي دواړو نكاح وكړه دواده په مراسمو كې دبني هاشم ٫ قبيلي خلګ او دمضر قبيلي مشران حاضر وو دا واده له شام نه دراستنيدو له ورځي څخه دوه مياشتي وروسته وشو ٫

رسول ص خديجې رض ته په مهر كي شل اوښان وركړو خديجه رض هغه وخت څلويښت كلنه وه او دخپل وخت ترټولو ښځونه دشرف او عزت مال اوپوهي له مخې وړاندې وه٫ دا دنبي ص لومړنۍ بي بي وه او تر څو چي هغه نه وه وفات شوې رسول ص بل واده نه وكړئ له ابراهيم نه پرته نورټول اولادونه يې له خديجې رض څخه وو ٫ لومړنئ او مشر زوي يې قاسم وو او دمحمدص كنيه نوم هم ابوالقاسم وو ٫ ورپسي زينب ٫ بيا رقيه ٫ بيا ام كلثوم ٫ بيا فاطمه ٫ او بيا عبدالله پيداشويدي٫ ځامن يې ټول په وړكوالي كښې وفات شوي دي خو لوڼويې اسلام راوړئ او هجرت يې كړئ دئ اوله فاطمې رض پرته نوري دخپل پلار په ژوندكي وفات شوي دي خو فاطمة رض الله تعالي عنها دمحمدص تر رحلت شپږ مياشتي وروسته وفات شوې ده ٫

(مآخذ ٫ ابن هشام ٫ فقه السيرة صحيح البخاري)

نوربيا

په احترام

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۰ اسفند ۱۳۸۸ ساعت ۱۱:۳۷:۳۸ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


شپږمه برخه
666
 

دانسانيت دترټولو ستر سالار
امام الانبياء ٫ محمدص ماشومتوب

٫٫٫٫
شپږمه برخه

حليمې بي بي محمدص خپلې مورته ورتسليم كړو په دې خاطر چي حليمه
پر محمدص باندې زياته ويريدله ٫ محمدص تر شپږ كلنۍ پورې له خپلې مورسره وو
موريې بي بي آمينه وه ٫ آميني بي بي نيت وكړو چي دوفا په دود دخپل مېړه دقبر زيارت وكړي نويي ديثرب په لور حركت وكړو او تقريبا پنځه سوه كيلو مټره لاريې ووهله ٫ په دې سفر كښې ددې يتيم زوي ٫ خاتم الانبياء ص ٫ خادمه يې
٫ ام ايمن ٫ او سرپرست يې ٫ عبدالمطلب ٫ هم ورسره وو آمينه بي بي هلته يوه مياشت پاته سوه بيايې دبيرته راتګ اراده وكړه په دې وخت كښې مريضه شوه او دلارې په اوږدو كښې يې تكليف زيات شو بالاخيره دمكې او مدينې ترمينځ
٫ ابواء ٫ نومي سيمه كښې وفات شوه
بوډاعبدالمطلب خپل يتيم لمسئ مكې ته راوست زړه يې دلمسي له مينې او محبت نه ډك وو او ډېر ورباندې زهير وو ځكه هغه پخوانئ غم لا نه وو هېر شوئ چي له بل غم سره مخ شو ٫ او همدا وجه وه چي عبدالمطلب له دې لمسي سره دومره نرمي كوله چي له بل هيڅ يوه اولاد سره يې نه وه كړې هغه يې دې ته نه پرېښود چي دبېكسۍ او يوازيتوب احساس وكړي تر خپلو زامنو يې هغه ته توجه زياته وه
٫ ابن هشام ٫ وايي چي د كعبې تر سيوري لاندې به عبدالمطلب ته ځاي برابريده ٫ زامن به يې شا او خوا كښيناستل تر څو هغه به راغلئ هيڅوك به ده ته داحترام له امله دده پر ځاي نه كښيناستل خو رسول ص به چي تر اوسه پورې ځوان شوئ هم نه وو راتله او دخپل بابا پر ځاي به كښيناست ترونو به يې منع كاوه او اجازه به يې نه وركوله چي هلته كښيني خو عبدالمطلب به چي كله وليدل نو ورته ويل به يې زما زوي پريږدئ قسم په خداي چي هغه دډير لوړ شان خاوند دئ بيا به محمدص له خپل بابا سره ناست وو بابا به يې پر سر او شا دمينې لاس راتېراوه او دده په نقل او حركت به ډير زيات خوشحاله كېده خو كله چي دمحمدص دعمر اته كاله دوي مياشتي اولس ورځي پوره شوې مهربانه بابا يې ٫ عبدالمطلب ٫ هم په مكه كښې وفات شو خو عبدالمطلب له خپل مرګ نه مخكې دخپل ګران او خواږه لمسي كفالت ابو طالب ته چي درسول ص دپلار عبدالله سكنئ ورورؤ سپارلئ وو
ابوطالب دخپل وراره حقوق كامل پوره او اداكړل ٫ هغه يې له خپلو زامنو سره يوځاي كړ بلكه له هغوي نه يې ځان ته رانژدې كړ ٫ ډير شفقت او محبت يې ورسره درلود ٫ دده پر سر به يې دوستي او دښمني كوله
دوخت په تيريدو سره كله چي نبي ص دوولس كلن اوپه بل روايت كښې ددولسو كلو او دوومياشتو او لسو ورځو شو نو ابو طالب له ځانه سره شام ته دتجارت دپاره بوتلو شام ته ولاړل ترڅو دبصرې نومي سيمي ته چي په شام كي دحوران دمنطقي يوښار وو ورسيدل او داښار هغه وخت په عربي جزيره كي درومي مستعمرو مركز وو دلته يو راهب چي په بحيرا سره مشهور وو هم اوسيده اصلي نوم يې جرجيس وو كله چي كاروان ورورسيد راهب ورته راووت ټول يې ميلمانه كړل مخكې له دينه به هغه دچا مخي ته نه راووت رسول الله ص يې دهغه دهغه دنښو او صفاتو له مخې وپيژانده٫ او په داسي حال كي چي دده مبارك لاس يې نيولئ وو ويې ويل ٫ دادټول عالم سيد اوپيشوا دئ ٫ الله تعالي به دا دعالميانو دپاره رحمت راليږي ابو طالب پوښتنه ورنه وكړه ٫ ته له كومه خبر شوې راهب ورته وويل ٫ كله چي تاسو له دې غونډۍ راښكاره شوئ نوټولې وني او تيږي په سجده شولي ٫ وني او كاڼي په انسانانوكي يواځي نبي ته سجده كوي ٫ او همداراز زه يې دنبوت دهغه مُهر له مخې هم پېژنم ٫ موږ په خپلو كتابونو كښې هم دده په اړوند معلومات ليدلي دي او دده صفات مو لوستلي دي ٫ او له ابو طالب نه يې وغوښتل ٫ چي بيرته يې مكې ته بوځي ٫ اوشام ته ولاړ نه شي ځكه كېداي شي هلته يهودڅه زيان ورورسوي نو ابوطالب هم هغه له خپلو ځيني كسانو سره بيرته مكې ته واستاوه ٫

نوربيا
په درنښت
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

 

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۸ اسفند ۱۳۸۸ ساعت ۰۸:۵۸:۴۸ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ]
معرفي وبلاگ
 



http://larawbar.com/hella/

 
 

فهرست اصلي
 
صفحه نخست
پست الكترونيك
آرشيو مطالب
افزودن به علاقه مندي ها
صفحه خانگي
 

 
 

آرشيو موضوعي
 
شعورنه
اسلامي ليكني
لنډي كيسي
ادبي ټوټي
خبرتياوي
مقالي
بيلابيلي ليكني
انځورونه
اړ يكي
غو نډ ه
كتا بو نه
بر يښنـــا ليكونه
درحمت الله رحمت ناول
 
 

آرشيو ارسال ها
 
شهريور ۱۳۸۹
مرداد ۱۳۸۹
تير ۱۳۸۹
خرداد ۱۳۸۹
ارديبهشت ۱۳۸۹
فروردين ۱۳۸۹
 
 


پيوند ها
 
افغان ادبي بهير
تل افغان
ټاټوبئ
دارواښآد سيلاب ساپي بلاګ
روهي ويب پاڼه
غورځنګ ويب پاڼه
دميرمن كلتوري ټولنې ويب پاڼه
پښتوسندري
دتهران راديو پښتو خپرونه
دامريكاږغ اشنا راديو
دچين راديو پښتو خپرونه
دالمان ږغ راديو پښتو خپرونه
دښآغلي همت الله امين زي ويب سايټ
مورچل ويب پاڼه
خوست ويب پاڼّه
انلاين پښتو مشاعره
په زړه پورې افغانئ لينكستان
پكتيا ويب پاڼه
وحدت ورځپا ڼه پيښو ر
سور غر ويب پا ڼه
سپوږمۍ ويب پا ڼه
سمسور و يب پا ڼه
خوست راديو
دافغا نستا ن دطالبانو ويب پا ڼه
تاند ويب پا ڼه
پښتونخوا ويب پا ڼه
پكټ راديو پښتو خپرو نه
داستانونه ويب پا ڼه
زمو افغانستان ويب پا ڼه
ډيوه راديو ويب پا ڼه
دازادۍ راديو پښتو خپرونه
ليكوال ويب پا ڼه
هيواد ويب پا ڼه
اصلاح ويب پا ڼه
شهامت ويب پا ڼه
ريان اسلامي ويب پا ڼه
توره بوړه ويب پا ڼه
لوي غر ويب پا ڼه
د بي بي سي پښتو خپرونه
ګران وطن ويب پاڼه
بينوا ويب پاڼه
ټول افغان ويب پاڼه
دموسيقۍ په زړه پورې ويب پاڼه
دموسيقۍ ښكلې ويب پا ڼه
پښتا نه و يب پا ڼه
رومال و يب پا ڼه
ننګيا ل و يب پا ڼه
لوي افغانستان وېبپاڼه
طلوع ټلوېزيون
آرمان راډيو
لمر ټلوېزيون
نورين راډيو ټلوېزيون
پژواك خبري آژانس
ولس خبري اژانس
تول پښتانه وېبپاڼه
ميدان وردگ ولايت پانه
مسلمانان وېبپاڼه
دپښتنو شاعرانو شعرونه وېبلاك
حقيقت ويببانه
كره كتنه وېبلاك
دبازمحمد عابد وېبلاك
افغا ن ننګ ويب پا ڼه
لر او بر ويب پا ڼه
په زړه پوري اسلامي ويب سايټ
بلاګو نه و يب پا ڼه
خبرونه ډا ټ كام
دعبدالهادي حيران و يب پا ڼه
افغا ن كلتوري ودې ټولنه
دآپلوډ په زړه پوري ويب پا ڼه
پښتو نستا ن ويب سا يټ
دښځـو ويب پا ڼه / اوربل
آنلا ين ويب پـا ڼه
قا مو ســو نه و يب پاڼه
سلګۍ ويب پا ڼه
شعرو نه و يبلا ګ
سباؤن ويب پا ڼه
د اجمل اند ويب پا ڼـــه
لمر و يب لا ګ
ليكوال ويب پاڼه
بوريوال كاكړ بلاګ
افغان رساله
دانش خپرندويه ټولنه
دانټر نيټي تبليغاتو سايټ
ديدنونه ويب پاڼه
نړ ۍ وال ويب پاڼه
دجهاني صاحب ويب پاڼه
كندهار تلويزيون ويب پاڼه
 
 


لوگوي دوستان
 
POWERD BY neginblog.com
 
 


كدهاي كاربر
 
 
 


 

تمام حقوق تعلق به نگین بلاگ است