هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته omari.zabul@gmail.com |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
![]() درسول صلي الله عليه وسلم نبي كېدل كله چي درسول كريم ص عمر مبارك په قمري حساب څلويښت كاله او يوه ورځ شو نو ده مبارك ته دالله پاك له لوري څخه نبوت وركړل شو او نبوت ددوشنبې په ورځ او له نوي تحقيق سره سم دنبوت تاريخ دلومړۍ خورنهمه چي د۶۱۰ عيسوي دفروري دمياشتې له شپږم تاريخ سره سمون خوري نبوت وركړل شو مكې مكرمې ته نژدې يو غر دئ دهغه غره په يوه سمڅه كي چي دغار حرا په نامه سره ياديږي په همدې غار كي ونبي ص ته نبوت وركړل شو دنبي ص يوازيتوب ډير خوښ وو دهغه طريقه دا وه چي ديو څه وخت دپاره به دې سمڅې يا غار ته تلي يوازي به يې دخداي عبادت كاوو او شپه او ورځ به هلته وو٫ داسي به هم پېښه شوه چي ده به له ځانه سره خوراكي مواد وړي وو هغه به ددومره وخت دپاره كافي نه وو نو كله به چي دهغه مېرمنې خديجې رض وخت پيدا كړو خپله به يې خوراكي شيان هلته ورسول او مشهوره داده چي رسول ص عبادت دابراهيم عليه سلام پر طريقه باندې كاوو پيغمبر ص ته چي كله نبوت وركيدو يو نور يې ليدلي وواو تر هغه شپږ مياشتي وړاندې به يې ډېر ځله رښتيني خوبونه ليدل چي تعبير به يې دومره صاف او رښتينئ وو لكه په ورځ كي دلمر راختل٫ او نبي ص ته دنبوت پيښه داسي رامينځ ته شوه ٫ چي خپله پيعمبر ص وايي ٫ زه په غار حراكي وم چي جبرائيل عليه السلام هلته راغلئ او ويې ويل ٫ اِقرآ ٫ يعني ولوله ٫ ماوويل چي زه خو لوست نه شم كولاي ٫ جبرائيل عليه السلام زه په خپله غېږ كي دومره ټينګ كړم چي ماخو ويل روح مي ووتو ٫ بيايې پريښودم او ويې ويل ٫ اِقرآ ٫ يعني ولوله ٫ زما ځواب هم هغه وو ٫ جبرائيل عليه السلام بيا هغه عمل تكرار كړو كله چي يې دريم ځل په هغه ډول په غيږ كي ټينګ كړم او راته ويې ويل٫ ولوله ٫ ماورته وويل ٫ چي څه ولولم؟ دا وخت يې دا څو آيتونه ولوستل٫ اِقرآ باسمك الذي ٫ تر علم الانسان مالم يعلم پوري ـــــــــــ پيغمبر ص ته د پيدايښت پر يو څلويښتم كال دربيع الاول پر نهمه چي ۶۱۰ عيسوي ٫ دفروري دمياشتي له شپږم تاريخ سره سمون خوري ددوشنبې په ورځ دحرا په غار كي دنبوت ستر منصب وسپارل شو والله اعـــــــلم په مينه محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۵ آذر ۱۳۸۸ ساعت ۱۲:۲۶:۰۵ | آرشيو نظرات (0)
ښي خبري ۱
هغه عالم چه دعلم په مرسته په خپلو غرضونو پسي ګرځي ۴ ۵
۶ دټوپك له اواز نه مه ويريژه ځكه هغه مرمي چه انسان مړكوي ۷ دبدكاره اوخرابو ښځو نه ځان ساته اود نيكو ښځو څخه هم پرهيز ۸ ۹ دكبرجنو خلكو ملاقات ته ورتلل په خپله دعزت كمول دي ۱۰ څوك چي دآزادي حفاظت نه شي كولي نو دغلامي ځنځيرونو ته ۱۱ په لاره كښي ولاړ په ښكاره غل ښه دي له هغه فا سق نه چي دبزرګانو په جامه كي ګرځي ۱۲ هغه څوك چي د خپل لويوالي ډول غږوي هغه د ډول په شكل دننه خالي وي او دبزرګي
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۸ آبان ۱۳۸۸ ساعت ۱۲:۲۲:۳۷ | آرشيو نظرات (0)
د نړۍ تر ټولو زيات خپرېدونكى اواز ژباړه عبدالرزاق حبيبي
د يو نړيوال راپور له مخې په نړۍ كې تر ټولو زيات خورېدونكى اواز اذان ښودل شوى دى ، ددې راپور له مخې هره ورځ اذان دانډونيشيا دختيځو جزيرو څخه د صبح صادق د ختلو سره پيلېږي او په يو وخت كې په زرګونو اذان كوونكي د الله د توحيد او د رسول الله د رسالت اعلانونه كوي ، د ختيځو جزيرو څخه دا پړاو لويديځو جزيرو په لوري حركت كوي او نيم ساعت وروسته د اذانونو دا سلسله د سماټرا په جزيرو كې پيلېږي او د سماټرا په كليو او ښارونو كې د اذانونه له پيلېدو مخكې د ملايا په جوماتونو كې د اذانونو اوازونه پورته شي ، دا سلسله نيم ساعت وروسته د بنګله دېش پايتخت ډاكه ته رسېږي ، په بنګله دېش كې لا اذانونه نه وي ختم شوي چې د كلكتې څخه تر سريلنكا پورې اذانونه پيل شي ، او له كلكتې څخه د هند تر بمبئي پورې ټول اذانونه پيل شي او د هندوستان ټوله فضا د الله د توحيد او د هغه د رسول صلى الله عليه وسلم د رسالت اعلانونه ونيسي ، په هندوستان كې چې اذانونه په ختمېدو شي نو د كشمير په سرې نګر او سيالكوټ كې پيل شي او او له سيالكوټ څخه دا سلسله د پاكستان كراچۍ ، ګوادراو له هغه څخه بيا ټول پاكستان ته ورسېږي په پاكستان كې تر اذانونو ختمېدو وروسته دا سلسله افغانستان او مسقط ته ورسېږي او په دې وخت كې د افغانستان او مسقط تر منځ ټوله فضا اذانونه نيولي وي ، د مسقط څخه تر بغداد پورې د يو ساعت فرق دى په دې وخت كې د سعودي عربستان ، يمن ، متحده عرب امارات ، كويت او عراق سيمه په مسلسل ټول اذانونه په خپله غېږه كې رانغښتې وي د بغداد څخه بيا تر اسكندريې پورې يو ساعت فرق دى په دې كې د اذانونو دا هوا په شام ، مصر، صوماليه او سوډان كې لګېږي ، اسكندريه او استنبول د هېواد په طول او عرض كې واقع كې دي له هغه څخه بيا د ختيځې تركيې پورې د نيم ساعت فرق وي په دې وخت كې د تركيې ټوله فضا اذانونو نيولي وي . د سكندريې څخه بيا تر طرابلس پورې د نيم ساعت فرق دى په دې وخت كې اذانونه په شمالي امريكه ، لېبيا او تيونس كې پيل شي او ټوله فضا بيا دالله توحيد او د رسول الله صلى الله عليه وسلم د رسالت اعلانونه ونيسي ، د سبا د راختلو دا اذان ، چې له انډونيشيا څخه پيل شوي و د نهه نيم ساعته سفر نه وروسته د اقيانونس بحر ختيځو غاړو ته رسېږي ، دا سلسله لا داقيانونس بحر غاړو ته رسېدلي نه وي ، چې په اندونيشيا كې بيا د ماسپښين اذان پيل شي او په دې ډول په ټوله ځمكه كې يوه ثانيه هم داسې نه راځي ، چې په سلګونو، په زرګونو بلكې په لكونو اذان كوونكي دالله د توحيد او د هغه د رسول الله صلى الله عليه وسلم د رسالت اعلان ونه كړي او دا سلسله به تر قيامته پورې جاري وي له ننګيال ويب پاڼې څخه په مننه
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۷ آبان ۱۳۸۸ ساعت ۰۷:۳۴:۴۴ | آرشيو نظرات (0)
دتفسير ابن كثير مصنف څوك وو؟ عمري نو م يې اسماعيل وو عمادالدين يې لقب وو ابوالفداء يې كنيت دئ او دپلار نوم يې عمر ابن كثير بن ضوع ابن كثير دئ او قيسي الاصل دئ په ۷۰۰ هجري كي دبصري په شام په كلي مجدل كښې پيدا سوئ دئ هلته دده پلار عزتمند چي عمر يې نوم دس خطيب وو او ډېره حصه يې په دمشق كښې تېره كړه له همدې وجې دمشقي ورته ويل كيږي دا خبره هم ديادولو وړ ده چي د ابن كثير په نامه يو بل سړئ هم تېر شوئ دئ يعني صاحب دالمختصر في اخبار البشر صاحب تقويم البلدان خو صاحب دابن كثير يعني اسماعيل چي ابوالفداء يې كنيت دئ دده وفات په سنة ۷۳۲ كي سوئ دئ ويل كيږي چي ابن كثير يعني اسماعيل په دمشق كښې له كمال بن قاضي څخه فقه حاصله كړه او دئ شافعي مذهبه دئ ٫٫٫٫٫٫ دابن كثير علمي مقام حافظ ابن كثير پخپله زمانه كښې مشهور او معروف مفسر ا مؤرخ وو په تفسير حديث٫ فقه او نحوه كي كمال ته رسيدلئ وو او په فن درجال او علل كي يې پوره معلومات درلودل او ډير كتابونه يې تصنيف كړي دي چي تعداد يې دادئ ۱ ٫ تكميل في معرفة الثقات والضعفاء واالمجاهيل ٫٫ په پنځو غټو جلدونو كښې ۲ ٫جامع المسانيد والسنن الهادي او دغه كتاب په ترتيب كښې دمسند امام احمد په طريقه دئ ۳ ٫ اجتهاد في طلب الجهاد ۴ ٫ تخريج ادلته التنبيه ۵ ٫ مسند الشيخين ۶ ٫ طبقات الشافعيه ۷ ٫ مختصر العلوم ۸ ٫ الكوكب الدري ۹ ٫ الاحكام الصغري ۱۰ ٫ تاريخ الكامل ۱۱ ٫ فضائل القران ٫٫٫٫٫٫ په درناوي محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ --------------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۷ مهر ۱۳۸۸ ساعت ۰۹:۱۱:۰۶ | آرشيو نظرات (0)
صاحب قطبي ٫ څوك وو محمد يې نوم وو ابو عبدالله يې كنيت دئ قطب الدين يې لقب دئ دپلار نوم يې محمددي رازي دئ او نسبت يې ديلم ښار ته دئ دزوكړې كال يې غالبا ۶۹۲ هجري دي ابن شبيه په طبقات دامام شافعي رحمت الله عليه كي ليكي چي دئ په دغه ښار كي پاته سو او تحصيل دعلومو يې وكړ او په علوم شرعيه كې يې ډېره زياته تجربه تر لاسه كړه بيا دمشق ته ولاړئ او ټول ژوند يې هلته تېر كړ او په درس او تدريس كښې يې پوره مهارت درلود شاو خوا ۷۶ كاله عمر يې درلود او په ذي القعده كي په كال ۷۶۶ هجري كي وفات شو تصنيفات يې دا دي ۱ ٫ لوامع الاسرار ۲ ٫ محاكمات ۳ ٫ رسالة قطبيه ۴ ٫ حواشي كشاف ۵ ٫ شرح حاوي صغيري ٫٫٫٫٫٫٫ په درنښت محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
--------------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۶ مهر ۱۳۸۸ ساعت ۱۲:۵۶:۳۸ | آرشيو نظرات (0)
|
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
نگین بلاگ است
|