هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته

omari.zabul@gmail.com
صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ

ددرود شريف په اړوند
 

ددرود شريف په اړوند

حضرت عبدالرحمن بن ابي ليلي ٫ تابعي رحمت الله عليه فرمايي

چي زما دكعب بن عُجره رضي الله عنه سره ملاقات وشو نوماته يې وفرمايل چي زه تاته دهديې په طور يو څه درښيم چي ما درسول صلي الله عليه وسلم څخه اوريدلي دي٫ ماعرض وكړو چي راته ويې ښيه٫ نو ده وفرمايل چي موږ څو صحابه كرامو درسول صلي الله عليه وسلم نه عرض وكړو چي اې دخداي رسوله٫ په تاسو او ستا پر اهل بيت باندې موږ څرنګه درود ووايو

نو رسول صلي الله عليه وسلم داسي وويل

اَللهُمَّ صَلِّ عَلَي مُحَمَّدٍوَّعَلَي اَلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّيتَ عَلَي اِبراَ هِيمَ وَعَلَي اَلِ اِبراَهِيمَ

اِنَّكَ حَمِيدُمَّجِيدٌ٫ اَللَّهُمَّ بَارِك عَلَي مُحَمَّدٍوَّعَلَي اَلِ مُحَمّدٍ كَمَا باَرَكتَ عَلَي

اِبرَاهِيم وَعَلَي اَلِ اِبرَاهِيم اِنَّكَ حَمِيدُمَّجِيدٍ

؟؟؟ بخاري ٫ مسلم ؟؟؟

ژباړه٫ اې الله رحمت وكړې پر محمد صلي الله عليه وسلم باندې او پر ال دمحمد صلي الله عليه وسلم باندې لكه چي رحمت كړئ دئ تا پر ابراهيم عليه السلام باندې او پر ال دابراهيم عليه سلام باندې بې شكه ته دصفتونو لايق او بزرګ يې اې الله بركت وكړې پر محمد صلي الله عليه وسلم باندې او پر ال دمحمد صلي الله عليه وسلم باندې لكه چي بركت كړئ تا پر ابراهيم عليه السلام باندې

ــــــــــــ

دصحابه كرامو دسوال مقصد داوو چي په التَّحِيَّات كښې موږ ته ښودلي شوي دي چي ٫ اَلسَّلاَمُ عَلَيكَ اَيُّهاَ النَّبِيَّ وَرَحمَتُ اللَّهِ ٫ موږ ووايو اوس راته دا وښايه چي دا په څه طريقه ووايو او يا دا چي الله پاك فرمايي ياَ ايُّهاَ الَّذِينَ اَمَنَو صَلُّو عَلَيهِ ٫ ژباړه يعني اې دايمان خاوندانو٫ درود وليږئ پر دې نبي عليه السلام٫ نوته موږ ته راوښايه چي موږ څه ډول درود پر تا باندې ووايو

نبي كريم صلي الله عليه وسلم چي كوم درود وصحابه كرامو ته وروښودلو په دې كښې دعلماوو مختلف خيالات دي ځيني وايي چي له اهل څخه

دنبي كريم ص خپل اهل وعيال مراد دي٫ خو ځيني نورعلماء بيا وايي چي له اهل څخه هرهغه څوك مراد دئ چي هغه مؤمن وي پر نبي ص باندې يې ايمان راوړئ وي ٫ امام فخر الدين رازي رح فرمايي چي په اهل كښې دنبي ص ازواج مطهرات او اولاد شامل دي

په هرحال د ٫ كَمَا صَلَّيتَ عَلَي اِبرَاهِيمَ ٫٫ تخصيص صرف دابراهيم عليه السلام وشو دبل نبي ذكر نشته ددې وجه دا ده چي اول خو ابراهيم عليه السلام دمحمدص نيكه وو دوهم دا چي په اصول دين كښې شريعت محمدي صلي الله عليه وسلم دهغه تابع دئ٫ ذكر شوئ درود په نزد دعلماوو تر ټولو افضل او بهتر دئ يو دا چي په ډيرو رواياتو كښې ثابت شوئ دئ بل دا چي په ځانګړې توګه په لمانځه كښې ٫ البته په التَّحِيَّات كښې ترتيب شوئ دئ

له حضرت ابو هريره رضي الله تعالي عنه څخه روايت دئ چي نبي كريم صلي الله عليه وسلم وفرمايل چي كوم سړئ پر ما باندې يو ځل درود شريف ووايي

نو پر هغه باندې الله پاك لس ځله درود شريف وايي

او همدارنګه بل روايت دئ حضرت انس رضي الله تعالي عنه فرمايي چي نبي كريم صلي الله عليه وسلم وويل چي څوك پر ما باندې يو ځل درود شريف ووايي نو الله پاك به پر ده باندې لس رحمتونه نازل كړي او لس ګناهونه به يې معاف كړي اولس درجي به يې ورپورته كړي ٫ نسايي ٫

له حضرت ابن مسعود رضي الله تعالي عنه څخه روايت دئ چي نبي ص فرمايلي دي چي دالله تبارك وتعالي ديري فرشتي پر زمكه باندي ګرځي٫ او زما دامت ٫ درود٫ اوسلام ماته رارسوي ٫ نسايي ٫ دارمي٫

له حضرت ابو هريره رض څخه روايت دس چي نبي ص وفرمايل چي تاسو له خپلو كورونو څخه قبرونه مه جوړوئ او زما پر قبر باندې داختر غوندي ميله مه جوړوئ تاسو پر ما باندې درود واياست تاسو چي هرچيري ياست ستاسو درود ماته رارسيږي

مطلب دا چي قبر كښې ٫ لمونځ٫ عبادت٫ درود نه ويل كيږي٫ نو دارنګه تاسو په كورونو كښې نفل عبادت كوئ او پر ما درود واياست٫ كوردقبر مشابه مه جوړوئ او زما پر قبر داخترونوپه ورځ ميله مه جوړوئ لكه عيدګاه ته چي سړئ يو او بل اختر ځي٫ او خوشحالي كوي٫ او نه ديهودو او نصارا وو په شان چي هغوئ به دارنګه ميلې دخپلو انبياوو پر مزارونو باندي جوړولي

همدارنګه له حضرت ابو هريره رضي الله تعالي عنه څخه يو بل حديث روايت دئ چي نبي ص وويل چي په خاورو دې خړه شي دهغه سړي پوزه چي دچا په مخكښې زما نوم واخيستل شي او هغه پر ما باندې درود ونه وايي او په خاورو دې خړه شي دهغه سړي پوزه چي پر ده باندې درمضان

حضرت عبدالله بن عمر رضي الله تعالي عنه فرمايي چي څوك يو ځل درود پر نبي ص باندې ووايي نو الله پاك او الله پاك فرښتې اويا ځله رحمت ليږي ددې درود شريف پر ويونكي باندې ٫ احمد ٫

همدارنګه بل روايت دئ له حضرت اميرالمؤمنين عمر بن خطاب رض څخه چي فرمايي ٫ دعا تر هغه وخته پورې دزمكې او آسمان ترمينځ راځوړنده وي او بره يعني پوره نه خيژې چي تر څوپوري تاسو پر خپل پيغمبر ص باندې درود نه وي ويلئ يعني كوم وخت چي تاسو پر خپل پيغمبر ص باندې درود وواياست بيا دغه دعا بره خيژي او دقبول وړ ګرځي

ـــــــ

شيخ ابو سليمان داراني رحمت الله عليه فرمايي چي كله تاسو دخپل خداي په حضور كښې عرض پيشوئ نو دهغه عرض په ابتداء كښې پر خپل پيغمبر ص باندې درود شريف واياست او له درود څخه وروسته بيا هغه خپل عرض يا حاجت له خپله ربه ج څخه غواړئ

او دخپل عرض او حاجت نه وروسته هم يو ځل پر خپل پيغمبرص باندې درود واياست ددې دپاره چي الله پاك ستاسو دا درود قبلوي او شايد چي ددې په مينځ كښې ستاسو دعا هم قبوله كړي

ــــــــــــــ

په مينه او درناوي

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

m.ali.umari@hotmail.com

 ---------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۸ شهريور ۱۳۸۸ ساعت ۰۴:۱۲:۱۰ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دمباركې روژې په اړوند
دمباركې روژې په اړوند
ـــــــــــ
دروژي دماتونكي په اړوند
هر هغه څه لكه ډوډۍ ٫ غوښي ٫ هګۍ ٫ مېوه  او داسي نوراو همدارنګه يا هغه شيان چي دغوښو تابع دي چټني ٫ اچار ٫ پۍ ٫ مستي ٫ غوړي٫ پوڅه٫ كورت٫ او داسي نور دې ته ورته يعني دا ټول هغه شيان دي چي په دې سره غذا حاصليږي
دهمدې شيانو په خوړلو سره روژه ماتيږي
ــــ
او همدارنګه هغه دواوي چي هغه دمرض دعلاج دپاره خوړل كيږي
لكه كشتې ٫ جوارش٫ عرقيات ٫ البته كه هغه مركبات وي او كه مفردات ٫ يعني ددوي په استعمال سره  چي څوك دغه دواوي استعمال كړي روژه يې ماتيږي
او همدارنګه په هغو شيانو سره روژه ماتيږي چي هغه دلذت دپاره استعماليږي
لكه چرس ٫ هيروين٫ افيون٫ سګرېټ٫ چلم ٫ نصوار٫ تور او يا شين چاي ٫ او دېته ورته شيان چي كوم دي په دوي سره روژه ماتيږي كه چا استعمال يعني وخواړو
٫٫ ردالمختار  ٫٫
مسئله ٫٫ كه سړي په هېره سره يو شئ وخوړ بيا يې روژه نه ماتيږي
البته كه يې نيت دروژې تړلئ وي او يا دروژې تر نيت مخكې په هېره سره يو شئ وخوري په دې دواړو صورتونوكښې يې روژه نه ده ماته مګر كه بل چا ورته وويل چي وروره ستا خو روژه ده او ده هغه خوراك جاري وساتو هغه روژه يې نه وريادېدله نو په همدې صورت كې بيا ددغه روژتي روژه ماته ده
خو په همدې صورت كښي كفاره  نشته ورباندې
٫٫  ردالمختار  ٫٫
ــــــــ
هغه شيان چي روژه نه په ماتيږي
۱  ٫ چي دښځې وفرج يابل اندام ته په شهوت وګوري  كه څه هم انزال  يې وشي
اګر كه په وارو وارو ورته وګوري روژه يې نه ماتيږي
۲  ٫ دجماع خيال كول اګر كه يې انزال وشي٫ اګر كه يې دغه خيال تر دېره وخته پورې وي روژه يې نه ماتيږي
۳  ٫ پر سر ږيره بدن ٫ باندي تيل لګول كه څه هم دغه تيل خوشبوداره وي
يايې خوند رنګ په حلق ياپه لاړو كښي ياپه ګړنګو كښي معلوم شي
روژه نه په ماتيږي
۴  ٫ چي دچا غيبت وكړي روژه يې نه ماتيږي
۵ ٫ چي موټ ووهي يعني مشت زني وكړي
يعني له خپل لاس سره  بد فعل وكړي روژه يې نه ماتيږي
خو چي انزال نه شي  البته كه انزال شو بيا يې روژه ماته ده
مسئله  ٫ كه يو روژتي په هېره سره جماع وكړه  روژه ورياده شوه
نو فوراً يې خپل ذكر٫ غيڼ خارج كړو باك نه لري اګر كه يې بيا په خارج كښې
يعني دباندې انزال  وشي او كه يې پس له ياداشته څخه ځنډ وكړ قضا به راوړي
اګر كه يې انزال وشي
٫ بشرطې چي ځان ته حركت  نه كړي ور ٫ او كه يې دانزال دپاره ځان وښوراوه
او بيا انزال شو ٫ په همدې صورت كښې يې په كفاره كښې اختلاف دئ
او په قضا كښې يې اتفاق دئ يعني قضا به حتما راوړي
او په كفاره كي يې اختلاف دئ ٫
٫٫  ردالمختار  ٫٫
ــــــــــــــــ
دروژې مكروهات
۱  ٫  څكل دهر شي بې له ضرورته يعني كه هر شئ وي
هر ډول شئ وي دهغه څكل بې له ضرورته مكروه دس
۲  ٫ له خپلې ښځې څخه مچه اخيستل مكروه دي
۳  ٫ خپله ښځه په غېږ كې نيول مكروه دي
۴  ٫مسواك وهل چي هغه مسواك شين وي
۵   ٫ مضمضه استنشاق اګر كه بې ضرورته وي مكروه ده
 
دروژې مستحبات
ــــــــ
۱  ٫ پشلمئ كول اګر كه يو غوړپ اوبه څښل وي مستحب دئ
۲   ٫ دپيشلمي ځنډول په دې شرط چي په روژه كښې شك نه شي واقع مستحب دئ
۳  ٫ چابك يعني ژر والئ په افطار كښې  كول په دې شرط چي اوريځ
 نه وي او غروب يې يقيني وي
۴  ٫ دماښام تر لمانځه وړاندې مخكې روژه ماتول مستحب ده
۵  ٫ په وخت دافطار كښې دا دعا ويل
اَللهُمَّ لَكَ صُمتُ وَ بِكَ اَ مَنتُ وَعَلَيكَ تَوَكَّلتُ وَعَلَي رِزقِكَ اَفطَرتُ
وَصَومَ الغَدِ مِن شَهرِ رَمَضاَنِ
۶  ٫ چي يوه روژه ماتوي دبلې نيت تړي دا مستحب ده
مسئله   ٫٫ كه چا روژه دار ته دافطار دپاره  يعني دروژه ماتې دپاره
دخورك يا څيښك  يو څيز وركړ دهغه ګناه به معاف كړل شي له دوزخ څخه به خلاص شي دروژې ثواب به يې نصيب شي
او دغلام دازادولو ثواب به يې علاوه نصيب شي
٫٫  مشكواة المصابيح  ٫٫
په مينه
او درناوي
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
m.ali.umari@hotmail.com
-----------------------------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۳ شهريور ۱۳۸۸ ساعت ۰۱:۰۳:۳۷ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


امام نسايي څوك وو٫ محمدعلي عمري
امام نسايي څوك وو٫ محمدعلي عمري
 دامام نسايي نوم احمد وو ابو عبد الرحمن يې كنيت دئ دپلار نوم يې شعيب
دي ټوله نسب نامه يې  دا ده احمد بن شعيب بن علي بن بحرين سنان ٫ بن دينا النسايي٫ امام نسايي ته نسايي ځكه وايي چي دده دغه  نوم ونسا ته منسوب ده سرخس ته نژدې يو ښار ده چي دخراسان دښارو څخه دي امام نسايي په  كال
۲۱۵ كې پيدا سوي دي او علم يې دخپل ښار دعلماوو څخه حاصل كړي دي په ۲۳۰ كي يې تر ټولو دمخه دقتيبه بن سعيد څخه علم حاصل كړ شاه عبدالعزيز صاحب وايي چي امام نسايي خراسان ٫ عراق٫ حجاز٫ جزيره شام ٫ او مصر  ته ولاړي او دهغه ځاي دعلماوو څخه يې علم حاصل كړ حافظ ابن حجر وايي چي ده دبې شماره خلقو څخه استفاده وكړه لكه اسحاق بن راهويه ٫ محمدبن نصر٫ علي بن حجر٫ يونس بن عبد الاعلي٫ محمد بن بشار٫ امام داؤد٫ او امام بخاري٫ او او ابو زرعه ٫ او ابو حاتم دي٫ دامام نسايي شاګردان  ٫ دده خپل زوي عبد الكريم ٫ ابو بكر بن احمد السني ٫ ابو علي حسن بن خضر اسيو طي ٫ حسن بن الطبق عسكري٫ ابو القاسم حمزه٫ ابن محمد ابن محمد٫ محمد ابن معاويه٫ محمد ابن قاسم اندلسي٫ علي بن جعفر الصحاوي٫ احمد بن محمد ابن مهندس٫امام نسايي په زهد او تقواي كي ځان ته سړئ ؤ او په روژه باندې همېشه عمل كوونكي سړئ ؤ شپه او ورځ به يې اكثره په عبادت كي تيروله او ډير حجونه يې وكړل شاه عبدالعزيز صاحب  وايي چي دي شافعي مذهبه وو دده وفات  په ۱۳ دصفر المظفر ۳۰۳ ددوشنبې په ورځ په مكه معظمه كي وسو او دصفا او مروا په منځ كي ښخ كړل سو او دده عمر ۸۸ اته اتيا  كاله وو
٫٫ دامام نسايي تصنيفات  ٫٫
۱ ٫٫ سنن الكبراي
۲  ٫٫ كتاب الفعفاء والمتروكين
۳  ٫٫ كتاب الجمعه 
۴  ٫٫  عمل اليوم والليلة
۵  ٫٫ كتاب المدلسين
۶  ٫٫ كتاب الاسماء والكني
۷  ٫٫ مسند علي
۸  ٫ مسند منصور بن ذاذان
۹  ٫٫ خصايص علي
۱۰  ٫٫ السنن الصغراي
۱۱  ٫٫ اغراب شعبه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اخذ ٫ ظفرالمحصلين
په مينه او درناوي
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
umari.2007@gmail.com
-------------------------------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۳۰ مرداد ۱۳۸۸ ساعت ۱۲:۲۰:۱۶ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دغم دلرې كېدو كلمات
دغم دلرې كېدو كلمات
له حضرت ابن عباس رضي الله تعالي عنه څخه روايت دئ
چي حضرت محمد صلي الله عليه وسلم وفرمايل چي
چي  له هر ې ستونزې او هر مشكل څخه دژغورنې كلمات دغه دي
لاَ اِلَهَ اِلاَّ اللَّهُ الحَكِيمُ الكَرِيمُ لاَاَلَهَ اِلاَّ اللهُ العَلِيُّ العَظِيمُ
لاَ اِلَهَ اَلاَّ اللَّهُ رَبُّ السَّمَوَاتِ السَّبعِ وَرَبُّ العَرشِ العَظِيمِ
ژباړه
له الله  څخه بغير هيڅوك معبود نشته هغه حليم او كريم دئ له الله څخه
بغير هيڅوك  معبود نشته هغه علي او عظيم دئ له الله څخه بغير هيڅوك معبود نشته هغه داوو آسمانونو٫ رب دئ او دعرش عظيم رب دئ
 
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
umari.2007@gmail.com
--------------------------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۴ مرداد ۱۳۸۸ ساعت ۰۲:۲۰:۱۲ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


حضرت سفيان ثوري رح ؟ عمري
 
 

حضرت سفيان ثوري رح ؟ عمري

حضرت ثوري رح په شريعت او طريقت كښې كامل او دعلوم رسالت وارث وو چي دهغه په وجه عوامو ورته دامير الؤمينين خطاب وركړے وو ٫په ظاهري او باطني علومو كښې ورته بشپړه برلاسي حاصله وه٫ډيرو مشايخو ترينه فيض پيدا كړے وو٫

يو ځل ثوري رح مسجد ته دداخليدو پر وخت خپله چپه پښه په مسجد كې كېښوده

كله چي ده په مسجد كي پښه كېښوده نو يو غيبي اواز ورته وشو چي اې ثورې رح دمسجد په حق كښې ګستاخي ښه نه ده٫ بس له همغې ورځې نه وروسته دحضرت سفيان نوم ٫ ثوري شو ٫ يعني سفيان ثوري رح ٫ خو كله چي پر ده باندې دغه آواز وشو نو پر ده باندې خوف او وېرې ډيره زياته غلبه وكړه پر زمكه وغورځيدو او بيهوښه شو ٫ كله چي پر هوښ راغلو نو دايې وويل ٫ چي ددې بې ادبي راته داسي سزا راكړل شوه چي دانسانيت له دفتره زما نوم خارج كړل شو٫ نو اې نفسه٫ اوس دداسي بې ادبۍ جرءت هيڅ كله مه كوه٫ دے مبارك فرمايي واي ما چي دنبي كريم صلي الله عليه وسلم څومره اقوال اوريدولي دي په هغو مي عمل كړے دے٫

دحضرت دامقوله وه چي محديثينو له زكواة اداكړل پكار دي يعني دوه سوه حديثونو كښې كم نه كم په پنځه حديثونو عمل كول ضروري دي

كوم وخت چي ثوري رح بېمارشو نو خليفه دوخت يو پوهه او حاذق طبيب دده دعلاج دپاره ورولېږلو٫ ليكن هغه طبيب آتش پرست وو٫ هغه طبيب چي دثوري رح اندازه واخيستله نو وې ويل چي دثوري رح ځيګر دالهي خوف له كبله ټكري ټكري شوے دے او دهغې رېزې متيازو كښي راځي٫ بيا آتش پرست طبيب وويل ٫چي په كوم مذهب كښې چي دا ډول افراد وي هغه مذهب هيڅ كله باطل كېداي نه شي له همدې ويلو وروسته دغه طبيب چي يو آتش پرست وو دزړه له كومي يې اسلام قبول كړو او پرهمدغه ځاي باندې مسلمان شو٫ كوم وخت چي خليفه دا واقعه واورېدله نو هغه وويل٫ چي ما خو طبيب مريض ته لېږلے وو ليكن اوس محسوسه شوه چي مريض طبيب ته ورسيدو

دحضرت سفيان ثوري رح استغنا

يو چا وحضرت ثوري رح ته دوي تيلۍ دپيسو وروليږلي او دا پيغام يې ورته وركړو چي تاسو زما دپلار دوست ياست او اوس هغه زما پلار وفات شوے دے نو ته اې ثوري رح دخپلو اخراجاتو دپاره دغه دوي تيلۍ رانه قبولې كړه

كله چي يې دغه دوي تيلۍ حضرت ثوري رح ته وركړې نو ده مبارك دغه دوي تيلۍ نه كړې قبوليبيرته يې ورواپس كړې او دايې ورته وويل چي ستا له پلار سره زما تعلقات صرف ددين دپاره وو نه ددنيا دپاره او زه ديني تعلقات ددين په عوض كښي نه شم خرڅولاي٫

٫٫٫

په پښتنه مينه

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

-------------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۳ تير ۱۳۸۸ ساعت ۱۱:۱۰:۴۵ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ]
معرفي وبلاگ
 



http://larawbar.com/hella/

 
 

فهرست اصلي
 
صفحه نخست
پست الكترونيك
آرشيو مطالب
افزودن به علاقه مندي ها
صفحه خانگي
 

 
 

آرشيو موضوعي
 
شعورنه
اسلامي ليكني
لنډي كيسي
ادبي ټوټي
خبرتياوي
مقالي
بيلابيلي ليكني
انځورونه
اړ يكي
غو نډ ه
كتا بو نه
بر يښنـــا ليكونه
درحمت الله رحمت ناول
 
 

آرشيو ارسال ها
 
شهريور ۱۳۸۹
مرداد ۱۳۸۹
تير ۱۳۸۹
خرداد ۱۳۸۹
ارديبهشت ۱۳۸۹
فروردين ۱۳۸۹
 
 


پيوند ها
 
افغان ادبي بهير
تل افغان
ټاټوبئ
دارواښآد سيلاب ساپي بلاګ
روهي ويب پاڼه
غورځنګ ويب پاڼه
دميرمن كلتوري ټولنې ويب پاڼه
پښتوسندري
دتهران راديو پښتو خپرونه
دامريكاږغ اشنا راديو
دچين راديو پښتو خپرونه
دالمان ږغ راديو پښتو خپرونه
دښآغلي همت الله امين زي ويب سايټ
مورچل ويب پاڼه
خوست ويب پاڼّه
انلاين پښتو مشاعره
په زړه پورې افغانئ لينكستان
پكتيا ويب پاڼه
وحدت ورځپا ڼه پيښو ر
سور غر ويب پا ڼه
سپوږمۍ ويب پا ڼه
سمسور و يب پا ڼه
خوست راديو
دافغا نستا ن دطالبانو ويب پا ڼه
تاند ويب پا ڼه
پښتونخوا ويب پا ڼه
پكټ راديو پښتو خپرو نه
داستانونه ويب پا ڼه
زمو افغانستان ويب پا ڼه
ډيوه راديو ويب پا ڼه
دازادۍ راديو پښتو خپرونه
ليكوال ويب پا ڼه
هيواد ويب پا ڼه
اصلاح ويب پا ڼه
شهامت ويب پا ڼه
ريان اسلامي ويب پا ڼه
توره بوړه ويب پا ڼه
لوي غر ويب پا ڼه
د بي بي سي پښتو خپرونه
ګران وطن ويب پاڼه
بينوا ويب پاڼه
ټول افغان ويب پاڼه
دموسيقۍ په زړه پورې ويب پاڼه
دموسيقۍ ښكلې ويب پا ڼه
پښتا نه و يب پا ڼه
رومال و يب پا ڼه
ننګيا ل و يب پا ڼه
لوي افغانستان وېبپاڼه
طلوع ټلوېزيون
آرمان راډيو
لمر ټلوېزيون
نورين راډيو ټلوېزيون
پژواك خبري آژانس
ولس خبري اژانس
تول پښتانه وېبپاڼه
ميدان وردگ ولايت پانه
مسلمانان وېبپاڼه
دپښتنو شاعرانو شعرونه وېبلاك
حقيقت ويببانه
كره كتنه وېبلاك
دبازمحمد عابد وېبلاك
افغا ن ننګ ويب پا ڼه
لر او بر ويب پا ڼه
په زړه پوري اسلامي ويب سايټ
بلاګو نه و يب پا ڼه
خبرونه ډا ټ كام
دعبدالهادي حيران و يب پا ڼه
افغا ن كلتوري ودې ټولنه
دآپلوډ په زړه پوري ويب پا ڼه
پښتو نستا ن ويب سا يټ
دښځـو ويب پا ڼه / اوربل
آنلا ين ويب پـا ڼه
قا مو ســو نه و يب پاڼه
سلګۍ ويب پا ڼه
شعرو نه و يبلا ګ
سباؤن ويب پا ڼه
د اجمل اند ويب پا ڼـــه
لمر و يب لا ګ
ليكوال ويب پاڼه
بوريوال كاكړ بلاګ
افغان رساله
دانش خپرندويه ټولنه
دانټر نيټي تبليغاتو سايټ
ديدنونه ويب پاڼه
نړ ۍ وال ويب پاڼه
دجهاني صاحب ويب پاڼه
كندهار تلويزيون ويب پاڼه
 
 


لوگوي دوستان
 
POWERD BY neginblog.com
 
 


كدهاي كاربر
 
 
 


 

تمام حقوق تعلق به نگین بلاگ است