هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته

omari.zabul@gmail.com
صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ

امام قدوري څوك وو٫ محمدعلي عمري
 

امام قدوري څوك وو٫ محمدعلي عمري

احمد يې نوم ووابوالحسين يې كنيت دي قدوري يې نسبتي نوم دي او دپلارنوم يې محمددي ٫ دنسب سلسله يې داده٫ ابوالحسين بن ابن بكر محمد٫ ابن احمد بن جعفر بن حمدان البغدادي القدوري له څلورمي طبقي دفقهاء كبارو څخه دي او جليل القدر اولوي فقيه او محدث دي٫

امام قدوري په ۳۶۲ كي پيداسوي دي دمختصرالقدوري په اكثرو نسخو كي يې كنيت ابوالحسن ليكل سوي دي مؤرخ ابن خلكان په خپل تاريخ وفيات الاعيان كي ذكر كړي دي چي قدوري په ضم دقام سره يعني په پيښ سره دقاف او دال سره دسكون د٫ واو ٫ سره دقدور طرف ته نسبت كيږي او قدور ٫ دېګ يا كټو ٫ ته وايي٫ صاحب مدينة العلوم وايي چي قدوري له دې وجهي ورته وايي چي ده كټوې جوړولي

او دهغو خريدو فروش يي كاوو ٫ اويا قدوري دهغه كلي نوم دي چي چيري ده سكونت درلود ٫ امام قدوري علم فقه او علم حديث له ركن الاسلام ابو عبدالله محمدبن يحي بن مهدي جرجاني متوفي سنة ۳۹۸ هجري څخه حاصل كړ چي هغه دامام ابوبكر احمد شاګرد دي او ابو بكر جصاص دابو الحسين عبيدالله كرخي شاګرد دي خطيب بغدادي وايي چي ما دده حديث وليكل ٫ ابن كمال پادشاه صاحب قدوري او صاحب دهدايې دپنځمي طبقي يعني داصحاب الترجيح څخه شمارلي دي

امام قدوري په ښار دبغداد كښې په عمر د٫ ۶۶ كاله ديك شنبې په ورځ د۵ رجب په ۴۳۸ كال كښې وفات شو٫

تصنيفونه يي دادي

۱ ٫ تجريد په اوو جلدوكي

۲ ٫ مسايل الخلاف

۳ ٫ تقريب

۴ ٫ شرح مختصر الكرخي

۵ ٫ شرح ادب القاضي مختصر القدوري ٫ تقريبا زركاله پخواني متن دي او پر ددوولسو زرو مسلو مجموعه ده٫ مصباح انوار داعيه ذكر كړي دي چي كوم سړي دغه يادكړي انشاء الله دلوږې څخه به يې خداي پاك خلاص كړي

علامه بدرالدين عيني شرح هدايه كښې ليكلي دي چي امام قدوري چي كله له خپل تصنيف قدوري څخه فارغ شو نو په سفر دحج يې شروع وكړه نو دخداي پاك څخه يې وغوښتل چي كه زما په كتاب كي غلطي شوي وي ته ماته په هغه باندي خبرراكړې بيا يې تر آخره پورې كتاب يوه يوه ورقه وكتل پنځه ځايه له خپلو محوه سوي وه٫

 

په مينه اودرناوي

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

umari.2007@gmail.com

------------------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۱ تير ۱۳۸۸ ساعت ۱۰:۴۸:۰۲ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دښځې حقوق پر خپل خاوندباندي
 
 

دښځې حقوق پر خپل خاوندباندي

٫٫٫

دښځو حقوق پر خپلو خاوندانو باندي ډير زيات دي

خو يو څويې دادي

۱ ٫ خاوند بايد دخپلې ښځې سره ښه كردار او سلوك وكړي ښه ژوند اوښه ګذاره بايد ورسره وكړي او له خپلې ښځې څخه بايد غم او تكليف لرې كړي په وجه دترحم او شفقت پردوي يعني پر خپلو ښځو باندي بايد خپل مړونه شفقت وكړي ځكه دنارينوو په نسبت دښځو عقلونه كم وي الله پاك په دې اړوند فرمايي

وعَاشِرُوهُنَّ بِا لمَعرُوفُِ ٫ سورة النساء

ژباړه ٫ او ژوند او ګذاره كوئ اې مړونو دخپلو ښځو سره په نيكه طريقه سره

٫٫٫

دخپلو ښځو دحقوقو دعظمت او اهميت په باره كي بل ځاي الله پاك فرمايي

واَخَذنَ مِنكُم مِّيثَا قاَ غَلِيظاَ ٫ سورة النساء

ژباړه ٫ او اخيستې ده ښځو له تاسو څخه وعده سخته ٫ كلكه دمهر ٫ صحبت ٫ نزدېكت ٫ معاشرت ٫ په حق كښې

او بل ځاي الله پاك فرمايي ٫

و الصَّاحِبِ بِالجَنبِ

ژباړه ٫ اونيكي كوئ له هغه ملګري سره چي په څنګ كښې وي ٫

بعضي مفسرين وايي چي دڅنګ له ملګري څخه مراد خپله ښځه ده

٫٫٫

نبي كريم صلي الله عليه وسلم فرمايي

كوم څوك چي دخپلې ښځې پر بداخلاقي باندې صبر وكړي نو الله پاك به وده ته دومره قدر ثواب وركړي لكه حضرت ايوب عليه السلام ته چي الله پاك دده پر مصيبت او مرض دصبر كولو په باره كښي څومره ثواب وركړي ٫ او كومه ښځه چي دخپل خاوند پر بداخلاقي باندي صبر وكړي نو الله پاك به هغې ښځې ته دومره ثواب وركوي لكه دفرعون وښځې ٫ بي بي آسيې رض ته چي الله پاك ددې دصبر په بدل كي څومره ثواب وركړي

٫٫٫

روايت دي چي دنبي كريم صلي الله عليه وسلم په بيبيانو كښې يوه بي بي وه چي مبارك عليه السلام يې پر سينه مباركه باندې وواهي نو دهغې مور بي بي دا وترټله منت يې باندې وكړو ملامته يې كړه مبارك عليه السلام وخپلې خواښې ته وويل پري ايږده مې ښوروه چي دا تردې لازيات وضعيت او رويه راسره وكړي٫

همدارنګه دنبي كريم صلي الله عليه وسلم او عايشه رضي الله تعالي عنها تر مينځ

يو وخت پر خبرو كښې تنازعه شروع شوه په دې وخت كي حضرت ابو بكر صديق رضي الله تعالي عنه راغلي دغه ددوي تر مينځ دعوه او تنازعه يې په خپلو سترګو وليده بيا مبارګ عليه السلام او عايشي رض په دواړو ابوبكر رض ثالث مقرر كړو منځ ګړي يې وټاكلو بيا مبارك عليه السلام وعايشي رض ته وويل چي كيسه ته ورته بيانوې ابوبكر رض ته او كه يې زه ورته بيان كړم ٫ عايشي رض ورته وويل چي كيسه ته ورته بيان كړه خو صحي او حقه خبره وكړه نو ابو بكر رض چي دخپلې لور دغه خبره واورېده نو ډېر زيات درد ورغلي خپله لور عايشه رض يې پر دې خوله باندې په چاپلاخه ووهله خولې يې ويني وكړې بيا يې ورته وويل چي اې دخپل ځان دښمنې آيا نبي كريم صلي الله عليه وسلم غلطه او ناحقه خبره كوي؟ عايشې رض چي دخپل پلار خښم او درد وليدو ووېرېده بيرته يې

نبي كريم صلي الله عليه وسلم ته فنا وروړله دده مبارك وشاته كښېنستله هلته يې خپل ځان پټ كړو بيا پيغمبر ص وابوبكر رض ته وويل چي ته موږ ددې دپاره نه يې رابللي او نه موږ له تاڅخه نه موږ له تاڅخه دداسي كار اراده درلودله يعني چي ته بي بي عايشه رض ووهې

اوبل روايت دي چي بي بي عايشې رض ونبي ص ته دخښم او درد په حالت كي وويل چي ته هغه څوك يې چي ته دافكر كوې او خيال لرې چي زه نو دالله پاك رسول يم مبارك ص هيڅ ورته ونه ويل بلكه تبسم او خندا يې وكړه

دخپل حلم او شرافت له وجهي يې دعايشي رض خبره برداشت كړه

٫٫٫

او ويل كيږي چي اولين محبت چي په اسلام كي دنبي ص وو هغه له عايشي رض سره وو

٫٫٫

درنو كتونكو تاسو اوس سوچ وكړي داسلام سپيڅلي پيغمبر له خپلې بي بي عايشي رض سره څنګه سلوك درلودلو

٫٫٫

او بله دا ٫ البته دې خبرې ته ښه څېر شي چي ٫ نبي كريم صلي الله عليه وسلم به وخپلو نورو بيبيانو ته ويل چي چي تاسو دبي بي عايشي رض په باره كي وماته تكليف مه راكوئ او بې له شكه زه قسم په الله جل جلاله سره كوم

چي دعايشي رضي الله تعالي عنها له بسترې څخه ماسېوا ستاسو په بسترو كښې

پر ما باندي وَحيِ نه دي نازيلي شوي؟

 

دنبي كريم صلي الله عليه وسلم فرمان دي ٫ چي په ټولو مؤمنانو كښې دكامل ايمان خاوند هغه څوك دي چي نيك اخلاقه وي او پر خپلو ښځو باندې زيات مهربانه وي

همدارنګه نبي ص فرمايلي دي چي په تاسو كي ښه هغه څوك دي چي هغه دخپلو ښځو سره ښه ژوند كوي ٫ اوزه بيا تر تاسو ټولو بهتر يم دخپلو ښځو په باره كي يعني له دوي سره ښه سلوك كوم٫

حضرت عمر رض له خپلې سخت مزاجۍ سره سره فرمايي ٫ دسړي دپاره ښايي چي دخپل كوروالا سره داسي ژوند وكړي لكه كوچنئ اوكله چي دده اهل بيت له ده څخه هغه شئ وغواړي كوم چي له ده سره موجود وي نو دمېړه په شان دي هغه كاروخدمت وكړي

٫٫٫

حديث شريف كښې راغلي دي بيله شكه الله پاك له هغه سړي سره بغض كوي نفرت ځني كوي چي هغه له خپلو ښځو سره سختي كوي او دخپلو ښځو په وړاندې متكبر وي ځان غټ ورته ښكاره كوي

٫٫٫٫

اخذ ٫ مكاشفة القلوب

مؤلف ٫ حجة الاسلام امام غزالي رح

ـــــــــ

په درناوي

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

umari.2007@gmail.com

نويسنده : محمدعلي عمري | ۶ تير ۱۳۸۸ ساعت ۱۱:۵۵:۴۳ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


لواطت تر زنا لويه ګناه ده / محمدعلي عمري
 
لواطت تر زنا لويه ګناه ده
لواطت دې ته وايې چي سړي له هلك سره دنده وكړي يعني دا بدكاري ورسره وكړي همدې ته لواطت وايي
او دغه لواطت تر زنا لويه او غټه ګناه ده
ځكه چي انس بن مالك رضي الله تعالي عنه وايي٫ چي نبي كريم صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي كوم څوك چي لواطت وكړي دجنت بوۍ به پيدا نه كړي ٫ كه څه هم دجنت خوشبويي دپنځوسوو كلونو دسفر كولو دمسافې څخه محسوسيږي يعني بوۍ يې تر دومره لرې ځايه پورې رسي٫
روايت دي چي عبد الله بن عمر رضي الله تعالي عنه دكور ددروازې دباندې ناست وو چي ويې كتل نو يو ښايسته هلك يې وليدي نو دئ فوراً خپل كورته ننوتي دسراي دروازه يې بنده كړه يو ګړي وروسته يې پوښتنه وكړه ٫ چي آيا هغه فتنه ولاړه كه نه خلګو ورته وويل هو هغه هلك ولاړي ٫ دئ مبارك بيرته دخپل كور څخه را وواتي بيا يو چا پوښتنه ځنې وكړه چي اې عبد الله وښايسته هلك ته كتل بد او حرام بلل آيا ستا خپل فكر دي  يعني ستا دطبيعت تقاضا ده او كه نه تا له نبي صلي الله عليه وسلم څخه په دغه اړوند يو څه اوريدلي دي ٫
عبدالله بن  عمر رض وفرمايل چي دښايسته هلك سره خبري كول حرام دي ورته كتل حرام دي او پر څنګ ورسره ناستې حرامه ده ٫
همدارنګه قاضي امام رحمت الله عليه فرمايي ما له بعضي مشايخو څخه اوريدلي دي چي له ښځي سره يو شيطان دي او له ښايسته هلك سره اتلس شېطانان دي ٫
روايت دئ ٫ كوم څوك چي هلك په شهوت سره مچ كړي نو الله پاك به وده ته په جهنم كي پنخه سوه كاله عذاب وركوي ٫او همدارنګه له امام كلبي رح څخه روايت دئ چي تر ټولو دمخه دلواطت بنياد ابليس عليه العنة اېښئ دئ هغه داسي وو چي شېطان ديو ښايسته لغړزني هلك په شكل كښې دحضرت لوط عليه السلام وقوم ته ورغلئ هغوي يې وخپل ځان ته را وبلل نكاح يې ورسره وكړه يعني له ده سره به هغو خلګو بدكاري كوله ترداسي حده چي په دې قوم كي دغه لواطت عام او رواج يې وموندلو بيا الله پاك حضرت لوط عليه السلام ورته راولېږلو دوي يې له دغه بدكار څخه منعه كړل او دالله پاك وبندګۍ ته يې را وبلل او دوي ته يې وفرمايل  ٫ كوم څوك چي څوك پر دغه ناوړه كار باندې هميشه توب كوي  نه يې پريږدي نو الله پاك به ډير سخت عذاب وركړي دوي حضرت لوط عليه السلام ته وويل ٫
قاَلُواا ءتِنَا بِعَذَابِ اللَّهِ اَن كُنتَ مِنَ الَّصَادِقِينَ ٫ سورة عنكبوت ۲۹ پاره
ژباړه ٫ ويل به دغو لواطت كونكو چي راوړه موږ ته عذاب دالله پاك كه چيري ته يې اې حضرت لوط عليه السلامه له رښتيا ويونكو څخه ٫
بيا حضرت لوط عليه السلام والله پآك  ته سوال وكړو٫
رَبِّ انصُرنِي عَلَي القَومِ المُفسِدِينَ ٫
ژباړه ٫  اې ربه زما له ماسره مدد وكړه پر دغه قوم چي فساد كونكي دي ٫
بيا الله پاك وآسمان ته حكم وكړو چي پر دغه لواطت كونكو باندي ډبري را واوروه بيا آسمان پر هغه قوم دلوط عليه السلام باندي ډبري را واورولي ٫ روايت دئ  چي پر هره ډبره به دهغه سړي نوم ليكلي وو چي هغه ډبره به پر لګېده
او دئ به په ويشتل كيدو لكه څرنګه چي الله پاك فرمايلي دي٫
مُسَوَّمَةً عِندَ رَبِّكَ ٫
ژباړه ٫ داسي ډبري چي نښاني شوي وي په نزد درب ستا ٫ 
 يعني پر هغه ډبرو باندي علاي وي دالله پاك په خزانو كښې ٫
روايت دئ  چي ٫ دلوط عليه السلام دقوم يو تجار  سړئ مكې شريفي ته تللئ وو نو كومه ډبره چي دده نوم باندې ليكل شوئ وو هغه ډبره هلته پسې  ولاړه دپاره ددې چي پر ده باندې ولګيږي خو ملايكو هغه ډبرې ته وويل چي بيرته را وګرزه له كومه ځايه چي راغلې يې هلته ولاړه شه ځكه هغه سړئ په حرم شريف كي دئ
نو هغه ډبره راوګرزېده خو دحرم شريف دباندې دآسمان او زمكې تر مينخ ودريده  څلويښت ورځي دغه ډبره همدلته په هوا ولاړه وه وروسته له څلويښتو ورځو هغه تجار سړئ چي له قوم څخه دلوط عليه السلام وو
راووت هغه خپل كار يې سر ته رسولئ وو او دخپل كور پر لوري له حرم شريف څخه روان وو هغه ډبره راغله او پر دې سر باندې يې ولګيده او هلته يې مړ كړو
حضرت لوط عليه السلام خپل اهل او خپله ښځه له ځان سره روان كړي وو او دا يي دوي ته وويل چي هيڅوك دې په تاسو كي تر شا نه ګوري نو كله چي دالله پاك عذاب پر قوم دلوط عليه السلام باندې راغلئ نو په هغوي ډيري چيغي او ناري ګډي شوي روايت دئ چي دغه ناري او سوري دلوط عليه السلام ښځې واورسدې نو تر شا يې ورته وكتل او دا يې وويل چي اې زما قومه څه وكړم افسوس دئ ددغه نافرمانۍ په سزا كښې دالله پاك په حكم سره يوه ډبره راغله ددې پر سر باندې ولګېده او هلته يې دا مړه كړه ٫
مجاهد رحمت الله عليه ليكلي دي وئ كله چي سهار نژدې سو نو حضرت جبرايل عليه السلام دلوط عليه السلام قوم ته راغلئ هغه ټول خلګ يې شا او خوا پرې كړل يعني زمكه يې باندې وسكښتله او زمكه يې له بېخه وكښله په وزرونو كښې يې پورته كړه او دومره يې آسمان ته ورنژدې كړه چي ملايكو يې دچرګانو آوازونه او دسپيو غپاوي واوريدي بيا يې هغه كلئ پر چپه خوا پړ مخې واړاوو او دزمكې پر طرف يې را اېله كړو او روايت دئ چي دغه ډول دردناك او سخت عذاب وبل
قوم ته نه دئ وركړل شوئ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
اَلَّلهُمَّ لاَ تَقتُلنَا بِغَضَبِكَ وَ لاَ تُهلِكنَاَ بِعَذَابِكَ
په احترام
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
m.ali.umari@hotmail.com
----------------------------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۷ خرداد ۱۳۸۸ ساعت ۱۰:۵۳:۳۱ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


؛ددروغو معجزه غوښتل كفردئ ؛
 

؛ددروغو معجزه غوښتل كفردئ ؛

دامام ابو حنيفه رحمة الله عليه په زمانه كښې يوه سړي دپيغمبرۍ دعوه وكړله

خلګو را ونيولو يابه يې سزا وركوله يا به يې ورسره بحث مباحثه كوله هرڅه چي وو خو دعوه كونكي خلګو ته وويل چي ماته لږ مهلت راكړئ چي تاسو ته دخپلې پيغمبرۍ څه نښي نښاني درښكاره كړم خلګو دنبوت دنښې نښانې په طلب كښې لږ ډيل او ځنډ وكړو امام ابو حنيفه رح چي له دې وافعاتو ځخه خبر شو نو وې ويل

چي نه بالكل نه داسي بالكل نه دي پكار ددروغو له پيغمبر ځخه دپيغمبرۍ نښي نښاني غوښتل كُفر دئ ځكه چي حضرت محمدصلي الله عليه وسلم فرمايلي دي

لانبيَّ بعدِي ؛ يعني له ما ځخه وروسته بل نبي نشته؛ يعني زه آخيرنئ نبي يم

بيا امام صاحب خلګو ته وويل چي ددروغو له پيغمبر ځخه نښي نښاني غوښتل دپيغمبرۍ دامكان يوه لاره جوړيږي او دختم نبوت په عقيده كښې دشك او شبهې وېره پيدا كيږي او دا دكفر سبب جوړيږي

؛؛؛؛؛؛

؛ عقود الجمان ص ۲۸۲ ؛ مناقب موفق ص ۱۳۶

 

په درناوي

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

---------------------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۶ خرداد ۱۳۸۸ ساعت ۱۱:۴۸:۰۰ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


رښتينې دوستي

رښتينې دوستي


 

حضرت ابو بكر صديق رضي الله تعالي عنه زموږ دنبي صلي الله عليه وسلم دكوچنيوالي ملګرئ ووددوي تر مينځ دوستي ډيره پخه وه كله چي حضور ص خداي ج په پيغمبرۍ وټاكئ نو حضرت ابوبكر صديق رض لومړئ شخص وو چي يې ايمان راوړاو په مسلمانۍ يې اعتراف وكړاو خپل ټول ژوند يې داسلام په خدمت كي تير كړ حضرت محمد ص چي كله دنبوت اعلان وكړ نو دمكي كافران دهغه دښمنان شول هغه يې بيځايه زهيراوه او هغه ته يې قسم قسم تكليفونه رسول په هغه وخت كي اوبوبكر صديق رض هم دحضرت محمد ص سره وو او هر راز تكليفونه يي زغمل يو ځل مشركين دنبي ص كرته راغلل نبي ص ته يې تكليف رساوه

او ويل يي ته هغه شخص يې چي وايې الله ج يو دئ په هغه وخت كي هيچا دا جرءت نه درلودلو چي دداسي ظالمانو مقابله وكړي صرف حضرت ابوبكر صديق رض دهغوي مخې ته راغلئ او ده مشركين پوري وهل او ويې ويل ستا سي پر حال افسوس دئ چي تا سي ويو داسي شخص ته تكليف وركوئ چي هغه وايي

زما خداي يو دئ حضرت نبي ص چي كله له معراج ځخه

وروسته تشريف راوړئ او نبي ص دمعراج ذكر وكړو كفارو دمعراج خبره نه منله او مسخري يي ګڼلي له دوي ځخه يو څه خلګ ابوبكر رض ته راغلل او ويي ويل ابوبكره تا هم څه اوريدلي دي دئ عجيبه خبري كوي وايي چي ما دشپو ځخه په يوه شپه كي داسمان ځخه ليدنه وكړه حضرت ابوبكر رض وويل آيا واقعي داخبره نبي ص كړې ده هغوي په ځواب كي وويل هو حضرت ابوبكر رض بي اختياره وويل چي كچيري نبي ص داسي فرمايلي وي نو بي له شكه يي رښتيا ويلي دي او زه دهغه تصديق كوم له همدغې ورځې ځخه وروسته ابوبكر رض دصديق لقب وګاټه او دنبي ص دهرې خبرې دمنلو له وجي ځخه دئ دصديق په نامه ونومول شو


 

 

 

محمد يونس كريمي

ګرديجنګل

 ------------------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۱ خرداد ۱۳۸۸ ساعت ۱۲:۵۱:۵۳ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ]
معرفي وبلاگ
 



http://larawbar.com/hella/

 
 

فهرست اصلي
 
صفحه نخست
پست الكترونيك
آرشيو مطالب
افزودن به علاقه مندي ها
صفحه خانگي
 

 
 

آرشيو موضوعي
 
شعورنه
اسلامي ليكني
لنډي كيسي
ادبي ټوټي
خبرتياوي
مقالي
بيلابيلي ليكني
انځورونه
اړ يكي
غو نډ ه
كتا بو نه
بر يښنـــا ليكونه
درحمت الله رحمت ناول
 
 

آرشيو ارسال ها
 
شهريور ۱۳۸۹
مرداد ۱۳۸۹
تير ۱۳۸۹
خرداد ۱۳۸۹
ارديبهشت ۱۳۸۹
فروردين ۱۳۸۹
 
 


پيوند ها
 
افغان ادبي بهير
تل افغان
ټاټوبئ
دارواښآد سيلاب ساپي بلاګ
روهي ويب پاڼه
غورځنګ ويب پاڼه
دميرمن كلتوري ټولنې ويب پاڼه
پښتوسندري
دتهران راديو پښتو خپرونه
دامريكاږغ اشنا راديو
دچين راديو پښتو خپرونه
دالمان ږغ راديو پښتو خپرونه
دښآغلي همت الله امين زي ويب سايټ
مورچل ويب پاڼه
خوست ويب پاڼّه
انلاين پښتو مشاعره
په زړه پورې افغانئ لينكستان
پكتيا ويب پاڼه
وحدت ورځپا ڼه پيښو ر
سور غر ويب پا ڼه
سپوږمۍ ويب پا ڼه
سمسور و يب پا ڼه
خوست راديو
دافغا نستا ن دطالبانو ويب پا ڼه
تاند ويب پا ڼه
پښتونخوا ويب پا ڼه
پكټ راديو پښتو خپرو نه
داستانونه ويب پا ڼه
زمو افغانستان ويب پا ڼه
ډيوه راديو ويب پا ڼه
دازادۍ راديو پښتو خپرونه
ليكوال ويب پا ڼه
هيواد ويب پا ڼه
اصلاح ويب پا ڼه
شهامت ويب پا ڼه
ريان اسلامي ويب پا ڼه
توره بوړه ويب پا ڼه
لوي غر ويب پا ڼه
د بي بي سي پښتو خپرونه
ګران وطن ويب پاڼه
بينوا ويب پاڼه
ټول افغان ويب پاڼه
دموسيقۍ په زړه پورې ويب پاڼه
دموسيقۍ ښكلې ويب پا ڼه
پښتا نه و يب پا ڼه
رومال و يب پا ڼه
ننګيا ل و يب پا ڼه
لوي افغانستان وېبپاڼه
طلوع ټلوېزيون
آرمان راډيو
لمر ټلوېزيون
نورين راډيو ټلوېزيون
پژواك خبري آژانس
ولس خبري اژانس
تول پښتانه وېبپاڼه
ميدان وردگ ولايت پانه
مسلمانان وېبپاڼه
دپښتنو شاعرانو شعرونه وېبلاك
حقيقت ويببانه
كره كتنه وېبلاك
دبازمحمد عابد وېبلاك
افغا ن ننګ ويب پا ڼه
لر او بر ويب پا ڼه
په زړه پوري اسلامي ويب سايټ
بلاګو نه و يب پا ڼه
خبرونه ډا ټ كام
دعبدالهادي حيران و يب پا ڼه
افغا ن كلتوري ودې ټولنه
دآپلوډ په زړه پوري ويب پا ڼه
پښتو نستا ن ويب سا يټ
دښځـو ويب پا ڼه / اوربل
آنلا ين ويب پـا ڼه
قا مو ســو نه و يب پاڼه
سلګۍ ويب پا ڼه
شعرو نه و يبلا ګ
سباؤن ويب پا ڼه
د اجمل اند ويب پا ڼـــه
لمر و يب لا ګ
ليكوال ويب پاڼه
بوريوال كاكړ بلاګ
افغان رساله
دانش خپرندويه ټولنه
دانټر نيټي تبليغاتو سايټ
ديدنونه ويب پاڼه
نړ ۍ وال ويب پاڼه
دجهاني صاحب ويب پاڼه
كندهار تلويزيون ويب پاڼه
 
 


لوگوي دوستان
 
POWERD BY neginblog.com
 
 


كدهاي كاربر
 
 
 


 

تمام حقوق تعلق به نگین بلاگ است