هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته

omari.zabul@gmail.com
صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ

غوره ويناوي / عمري
 
 
 
 
 
غوره ويناوي
حضرت سليمان عليه السلام
د علم زده كړه تر ټولو ښه او غوره صدقه ده ...
ددين زده كول ستره پانګه او وياړمنه شتمني ده ...
په ټولو زحمتونوكي اجراو ثواب نغښتي دي ...
چا چي د زړه راز نوروته څرګند كړ هغه نا پوه او چي تر پايه پتوي هغه هوښيار دي ...
د بي عقله په لاس سوال ځواب ليږل خپلي پښي په تبر وهل دي ...
دروغ هيڅ وخت په رښتياووبري نه شي موندلاي ...
نا پوهانو ته د هغوي د بي باكه ځواب مه وركوئ، هسي نه چي تاسوهم د هغوي په څيرشي ...
الله تعالي هغه خلك نه خوښوي چي د ورونو تر منځ د نفاق اور ته ببوزي وهي ...
كه چيري د انسان چلن د الله له خوښي سره برابر وي نو د ځان د ښمنان هم دوستان كولاي شي ...
خپل ځان عقل مند مه ګڼي د الله نه وډار شي او له بدو نه لاس واخلئ...
 

حضرت ادريس عليه اسلام فرمايي

مه پخپله ددروغو قسمونه خوري او مه نور خلك ورته هڅوي ځكه داسي كول ستره ګناه ده...
د كړو وړو د ښه كولو لپاره تر ټولو لومړي د نيت ښه كول ضرور دي ...
د الله د ټولو نعمتونو بشپړه شكر دانسان په وس پوره نه ده ...
حكمت (دانايي) د روح غذا او د ژوند دوهم نوم دي ...
د نورو په اسوده ژوند كينه مه پيدا كوئ ځكه چي دغه خوشحاله ژوند ډير نيمګړي او نيمه خوا دي ...
 

حضرت عيسي عليه السلام فرمايي

ښه عمل هغه دي چي له خلكو څخه بي د ستايلو تمه ونه شي ...
كه تاسو د نورو اشتباهات وبښي نو الله به ستاسي نيمګړتياوي عفوه كړي ...
ځان ښودنه(ريا) د ثواب جرړي وباسي او له منځه وړي ...
د الله له ذكر نه پرته ډيري خبري مه كوئ كه نه نو زړونه به مو سخت شي
سخت زړي د الله (ج) نه ډير لري وي ...
پر ځوريدلو خلكو زړه سوي وكړئ او د نيكمرغي دعا ورته وكړي چي له ستونزو نه نجات ومومي ...
چي كينه درسره كوئ مينه ورسره كوئ ، چي بد درته وايي قدر يي كوي ، چي ځوروي مو دعا ورته كوي ...
ددنيا پرنعمتونو مه نازيږي ، څه معلومه ده كه همدا نن شپه مو ژوند درنه وغوښتل شي ...
په دنيا كي د ميلمنو په څير ژوند تير كړي ، چي نه كور لري او نه اور ....
كه غواړي چي زما سره دوستي وكړي نو په زړونو كي به د دنيوي جاه او جلال نه كركه پيدا كوئ ...
مرګ له ټولونه ريښتيني او آميد تر ټولو نه دروغجن تصور دي ...
په دنيا كي له خلكو سره راشه درشه په اخرت كي د نجات او برياليتوب سبب ګرځي ...
پام كوئ ! ښه عملونه خلكوته د ځان ښووني لپاره مه كوئ ، كه نه نو د الله (ج) په وړاندي به ستاسو لپاره هيڅ اجر او ثواب نه وي ...
د سبا لپا ره خواړه او توښه مه ږدي ، سبا پخپله له ځانه سره خواړه او توښه راوړي ...
شك نشته چي دالله (ج) د بندګانو سره مينه كول له خپل رب سره مينه كولو ته وايي .
د سترګو په ليد حاكميت ولري له همدي نه په زړه كي پيدا كيږي او د فتني د راولاړولو لپاره همدا كفايت كوي
 
 

حضرت لقمان عليه السلام فرمايي

ملګري ته د راز خبره مه كوئ كيداي شي سبا ستاسو دښمن شئ .
كوم كار چي د الله د رضا لپاره كوي په هغه كي د انسانانو نه ويره مه كوي.
په كوم نعمت كي چي شكر وي د هغي پاي نشته او په كوم نعمت كي چي ناشكري وي د هغه پايښت نه شته .
له ناپوهانو سره ډيره ناسته ولاړه مه كوي چيري تا سو به هم جاهلان كړي .
ډير اوري او لږ غږيږي .
الله او مرګ هيڅكله له ياده مه باسي ، خپله ښيګړه او د بل بد ګړه هيره كړئ .
په هر مجلس كي چه د الله (ج) ذكر كيږي ګډون پكي كوي او د بدانو له ناستي نه ځان ليري ساتئ .
كه د ژبي له زيان نه ځان ژغورل غواړي نو چوپ (غلي) اوسئ .
په لمنځه كي د زړه ، په مخفل كي د ژبي ، په غصه كي د لاس او په دسترخوان د ګيډي ساتنه كوئ .
ريښتا خبره مه پټوي او دروغ خبر له سره مه كوئ .
په علم سره زړه داسي ژوندي كيږي لكه وچه ځمكه چي پر باران .
د عقل په څير هيڅ دولت نشته او د جهالت په څير هيڅ غربت .
سهار د لمر ختو په وخت كي مه ويده كيږي ځكه د ا د عبادت وخت دي پدي وخت كي خوب د بدبختئ نه ډك وي .
 
 
حضرت ابوبكر رض فرمايي

هر بي علمه يو رنځ وګڼي او هر بي عمله علم يو بي ګټي څيز.
علم د پيغمبرانو ميراث او شتمني د كافرانو(فرعون او قارون) .
خبر اوسي !چي جهاد پري نږدي ، ځكه هر قوم چي د الله په لاره كي جهاد پريږدي هغه خوار او ذليل كيږي .
په زغم كي هيڅ تاوان نشته او په ژاړه كي هيڅ ګټه .
كه غواړي چي هوسائي مو په برخه شي نو خپل ژبه د شكايت او ګيلو نه لري وساتئ .
خوار او بيوزله هغه څوك دي چي په دنيا كي دوست او ملګري ونلري.
د موراو پلار خوشحالي په دنيا كي د نيك بختي سبب ګرځي او په اخرت كي د ژغورولووسيله .
اوښكي د هغي ورځي په تيريدو تويوي چي بي ښيګړي مو تيره كړي وي .
د هر شي د ثواب پيمانه موجوده ده: خو د صبر او زغم د ثواب اندازه نشته .
رښتيا امانت او دروغ خيانت دي .
 
 

حضرت عمر رض فرمايي

لږه ويناحكمت ،كم خواړه صحت او لږ خوب عبادت دي .
له هغوخلكو سره مشوره كوئ چي له الله (ج) نه ويريږي .
تر ايمان وروسته ستره پيرزوينه نيك خويه ښځه ده .
طمع بيوزلي،د زړه غنا ، بډايي او غچ نه اخيستل زغم دي .
هر شي يو ښكلا لري د نيكي ښكلا داده چي سمدستي وشي .
 
 

حضرت عثمان رض فرمايي
ټيټه وينا،ښكته كتل او منځني راشه درشه د ايمان نخښي دي .
خپل پيټي پر بل مه اچوئ كه لږ وي يا ډير .
توره بدن ټپي كوي او بده وينا روح .
ټولي نيكي له حيا ء او ټولي بدي له بي حيايي سره تړلي دي .
ځيني وخت د جرم بخښل مجرم ته جرآت وركوي .
 
 

حضرت علي رض فرمايي

له الله نه غافل نشي چي هغه له تا سونه غافل نه شي .
اميدوار اوسئ ځكه چي مايوسي ګناه ده .
دشتمنو دښمنان ډيروي او د عالمانو دوستان .
غوره كمل ادب او ښه عبا دت صدقه ده .
د حيا جامي واغوندې چي ټول عيبونه مو پټ شي .
 
 
 

محمدعلي عمري
جنوبي پښتونخوا مسلم باغ
 
---------------------------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۹ ارديبهشت ۱۳۸۸ ساعت ۰۹:۱۹:۵۱ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


له حضرت موسي عليه السلام سره دشيطان ملاقات

له حضرت موسي عليه السلام سره دشيطان ملاقات

----------

حضرت ابن عمر رض فرمايي يوه ورځ شيطان دحضرت موسي عليه السلام سره يوځاي شو او موسي عليه السلام ته يې وويل ته الله ج په رسالت سره غوره كړئ يې او له تاسره يې بلا واسطه كلام كړئ دئ زه هم دالله ج مخلوق يم او ګناه مي كړې وه اوس غواړم توبه او ندامت وكړم زما په حق كي دالله ج په دربار كي سفارش وكړه بيا حضرت موسي عليه السلام سفارش وكړو نو حضرت موسي عليه السلام ته وحي وشوه چې دآدم عليه السلام قبر ته دې شيطان سجده وكړي نو توبه به يې قبوله شي نو كله چي حضرت موسي عليه السلام شيطان ته وويل چي دآدم عليه السلام قبر ته سجده وكړه خداي به دې توبه قبوله كړي شيطان بيا هم تكبر وكړو او په غصه سره يې وويل ما هغه ته دهغه په ژوند سجده نه وه كړې نو دمرګ نه وروسته خو بالكل سجده نه ورته كوم او بيا ابليس حضرت موسي عليه السلام ته وويل دا چي تا زما په حق كي الله ج ته سفارش وكړ نو په عوض كي يې زما دا وصيت ومنه ؛ چي په دريو وختونو كي له ما ځخه وويريږه

۱ هركله چي غصه شې نو پوه شه چي دا زما اثر دئ چې ستا پر زړه پروت دئ او زما سترګي ستا په سترګو كي وي او ستا په وينه كي ځغلم

۲ هركله چي دوه ډلي دجنګ په حالت كي سره مخامخ شي نو په همدې وخت كي زه مؤمنينو ته حاضريږم او هغوي او هغوي ته دهغوي مال ښځه او لاد او ددنيا نور څيزونه وريادوم تر څو له جنګ ځخه تيښته وكړي

۳ هغه وخت چي له نامحرمې ښځې سره ناست ياست نو په همدې وخت كې زه ستا سو په مخ كې قاصد جوړيږم

محمدعلي عمري

جنوبي پښتونخوا مسلم باغ 

 -------------------------------------------------------

 

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲ فروردين ۱۳۸۸ ساعت ۱۰:۴۲:۵۲ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


په قرآن كريم كي تر ټولو دزيات فضيلت سورتونه :محمد علي عمري
په قرآن كريم كي تر ټولو دزيات فضيلت سورتونه :محمد علي عمري 
-------------------------------------------------------

 


سورة فاتحه ـ دري واره ويل يي ددوه وارې قرآن شريف له تلاوت سره برابر دئ ـ ؟ تفسير مظهري
آية الكرسي ـ څلورواره ويل يي له ديو ځل قرآن كريم له تلاوت سره په ثواب كي برابر دئ ـ ؟ مسند احمد


سورة القدر ـ څلورواره ويل يي ديوه قرآن شريف له تلاوت سره په ثواب كي برابر دئ ـ ؟ مسند احمد
سُورةُ الزلِزال ـ دوه واره ويل يي ديو ځل قرآن شريف له تلاوت سره په ثواب كي برابر دئ ـ ؟ ترمزي
سورة العاديات ـ دوه واره ويل يي ديوه قرآن كريم له تلاوت سره په ثواب كي برابردئ ـ ؟ تفسير مواهب
سورةُ التكاثر ـ يو ځل ويل يي دقرآن كريم له يو ځل تلاوت سره په ثواب كي برابر دئ ـ ؟ مشكواة شريف
سورة الكا فرون ـ څلور واره ويل يي دقرآن له يو ځل تلاوت سره په ثواب كي برابر دئ ـ ؟ ترمزي
سورة النصر ـ څلور واره ويل يي ديوه قرآن كريم له تلاوت سره په ثواب كي برابر دئ ـ ؟ ترمزي
سورة الاخلاص ـ دري واره ويل يي ديو ځل قرآن كريم له تلاوت كولو سره په ثواب كي برابردئ ـ بخاري شريف
په مينه
محدعلي عمري
جنوبي پښتونخوا مسلم باغ
 
-----------------------------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱ فروردين ۱۳۸۸ ساعت ۰۹:۱۷:۱۸ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دقرآن كريم په هلكه / عمري

دقرآن كريم په هلكه

په قرآن كريم كي دمحمد ص نوم ۲ ځله ذكر شوئ

په قرآن كريم كي ۷۰۰ ځله دلمانځه حكم شوئ

په قرآن كريم كي ۱۲ سورتونه په قسم سره پيل شوي

په قرآن كريم كي ۱۲ غزاوي يادي شوي دي

حضرت مريم رض يواځينۍ ښځه ده چي قرآن كريم يې يادونه كړېده

په قرآن كريم كي د ۳ مرغانو نوم راغلئ

دقرآن كريم مطابق دوزخ ۷ دروازي لري

الفاتحه سورت ۷ آيتونه لري

په قرآن كريم كي د روم سورت ديو ښار نوم دئ

په مينه
محمدعلي عمري
جنوبي پښتونخوا مسلم باغ 

 ----------------------------------------------------------

  

 

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱ فروردين ۱۳۸۸ ساعت ۱۲:۰۲:۱۶ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


ددعاء حاجت په اړوند / محمدعلي عمري
 

ددعاء حاجت په اړوند : محمد علي عمري
په ـ روح البيان ـ نومي كتاب كې يې ذكر كړي چې كه څوك له الله تعالي ځخه ديو جايز حاجت غوښتونكئ وي هغه دي دقرآن كريم څوارلس دسجدو آياتونه ووايې يعنې هغه اياتونه چې دهغو په تلاوت سره پر سړي باندې سجده تلاوت واجبيږي نو دغه څوارلس دسجدې اياتونه چې ووايي او بيا څوارلس سجدې وكړي او له سجدو كولو روسته له الله پاك ځخه دحاجت غوښتنه وكړي انشاء الله ددغه سړي چې هر حاجت وي هغه حاجت به يې الله پاك ور پوره كوي



خو دغه څوارلس اياتونه دسجدې چې كوم دي له دې څوارلس اياتونو سره به يويو مخكينئ ايات ملګرئ وي
يعنې تر هر ايات دسجدې دې يو مخكې ايات ورسره ملګرئ كړي بيا دې هغه څوارلس سجدې وكړي چې ورباندې واجب شوي دي او بيا دې له هغه وروسته خپل حاجت له خدايه وغواړي انشاء الله ارومرو به يې حاجت الله پاك قبلوي
محمد علي عمري
-----------------------------------------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۹ اسفند ۱۳۸۷ ساعت ۰۸:۳۸:۱۹ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ]
معرفي وبلاگ
 



http://larawbar.com/hella/

 
 

فهرست اصلي
 
صفحه نخست
پست الكترونيك
آرشيو مطالب
افزودن به علاقه مندي ها
صفحه خانگي
 

 
 

آرشيو موضوعي
 
شعورنه
اسلامي ليكني
لنډي كيسي
ادبي ټوټي
خبرتياوي
مقالي
بيلابيلي ليكني
انځورونه
اړ يكي
غو نډ ه
كتا بو نه
بر يښنـــا ليكونه
درحمت الله رحمت ناول
 
 

آرشيو ارسال ها
 
شهريور ۱۳۸۹
مرداد ۱۳۸۹
تير ۱۳۸۹
خرداد ۱۳۸۹
ارديبهشت ۱۳۸۹
فروردين ۱۳۸۹
 
 


پيوند ها
 
افغان ادبي بهير
تل افغان
ټاټوبئ
دارواښآد سيلاب ساپي بلاګ
روهي ويب پاڼه
غورځنګ ويب پاڼه
دميرمن كلتوري ټولنې ويب پاڼه
پښتوسندري
دتهران راديو پښتو خپرونه
دامريكاږغ اشنا راديو
دچين راديو پښتو خپرونه
دالمان ږغ راديو پښتو خپرونه
دښآغلي همت الله امين زي ويب سايټ
مورچل ويب پاڼه
خوست ويب پاڼّه
انلاين پښتو مشاعره
په زړه پورې افغانئ لينكستان
پكتيا ويب پاڼه
وحدت ورځپا ڼه پيښو ر
سور غر ويب پا ڼه
سپوږمۍ ويب پا ڼه
سمسور و يب پا ڼه
خوست راديو
دافغا نستا ن دطالبانو ويب پا ڼه
تاند ويب پا ڼه
پښتونخوا ويب پا ڼه
پكټ راديو پښتو خپرو نه
داستانونه ويب پا ڼه
زمو افغانستان ويب پا ڼه
ډيوه راديو ويب پا ڼه
دازادۍ راديو پښتو خپرونه
ليكوال ويب پا ڼه
هيواد ويب پا ڼه
اصلاح ويب پا ڼه
شهامت ويب پا ڼه
ريان اسلامي ويب پا ڼه
توره بوړه ويب پا ڼه
لوي غر ويب پا ڼه
د بي بي سي پښتو خپرونه
ګران وطن ويب پاڼه
بينوا ويب پاڼه
ټول افغان ويب پاڼه
دموسيقۍ په زړه پورې ويب پاڼه
دموسيقۍ ښكلې ويب پا ڼه
پښتا نه و يب پا ڼه
رومال و يب پا ڼه
ننګيا ل و يب پا ڼه
لوي افغانستان وېبپاڼه
طلوع ټلوېزيون
آرمان راډيو
لمر ټلوېزيون
نورين راډيو ټلوېزيون
پژواك خبري آژانس
ولس خبري اژانس
تول پښتانه وېبپاڼه
ميدان وردگ ولايت پانه
مسلمانان وېبپاڼه
دپښتنو شاعرانو شعرونه وېبلاك
حقيقت ويببانه
كره كتنه وېبلاك
دبازمحمد عابد وېبلاك
افغا ن ننګ ويب پا ڼه
لر او بر ويب پا ڼه
په زړه پوري اسلامي ويب سايټ
بلاګو نه و يب پا ڼه
خبرونه ډا ټ كام
دعبدالهادي حيران و يب پا ڼه
افغا ن كلتوري ودې ټولنه
دآپلوډ په زړه پوري ويب پا ڼه
پښتو نستا ن ويب سا يټ
دښځـو ويب پا ڼه / اوربل
آنلا ين ويب پـا ڼه
قا مو ســو نه و يب پاڼه
سلګۍ ويب پا ڼه
شعرو نه و يبلا ګ
سباؤن ويب پا ڼه
د اجمل اند ويب پا ڼـــه
لمر و يب لا ګ
ليكوال ويب پاڼه
بوريوال كاكړ بلاګ
افغان رساله
دانش خپرندويه ټولنه
دانټر نيټي تبليغاتو سايټ
ديدنونه ويب پاڼه
نړ ۍ وال ويب پاڼه
دجهاني صاحب ويب پاڼه
كندهار تلويزيون ويب پاڼه
 
 


لوگوي دوستان
 
POWERD BY neginblog.com
 
 


كدهاي كاربر
 
 
 


 

تمام حقوق تعلق به نگین بلاگ است