هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته

omari.zabul@gmail.com
صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ

دحضررت محمدصلي الله عليه وسلم دسيرت سلسله
666

دحضررت محمدصلي الله عليه وسلم دسيرت سلسله

پنځه ويشتمه برخه

قباته درسول الله صلي الله عليه وسلم

تشريف راوړل

٫٫٫

ددوشنبې په ورځ دنبوت دڅوارلسم او هجرت لومړنئ كال دربيع الاول په اتمه چي د ۶۲۲ م كال دستمبر له ۲۳ سره سمون خوري رسول الله صلي الله عليه وسلم قبا ته ورسيدو٫ عروة بن البير وايي٫ په مدينه كښي مسلمانانو له مكې نه درسول الله صلي الله عليه وسلم دروانيدو خبر اوريدلئ وو نو هرسهار وختي به د حرة په خوا راوتل او هلته به ئي ترټكنده غرمې پوري درسول الله صلي الله عليه وسلم انتظار يوست يوه ورځ هغوي له ډير انتظآر وروسته خپلو كورونوته ولاړل٫ پدي وخت كښي يو يهودي دكوم شي دكتلو دپاره خپل برج ته وخوت٫ كه ګوري چي رسول الله صلي الله عليه وسلم له خپل ملګري سره په سپينو جاموكښي راروان دئ ديهودي تر خوله بې اختياره دا الفاظ ووتل اې عربو دادئ ستاسو هغه پلار چي تاسو يي انتظار يوست راورسيدو ددې اواز په اوريدو سره مسلمانان راټول شول له خپلو كورونوڅخه يي وسلي راواخيستلې او دخپل رهبر واستقبلال ته ورووتل ابن قيم وايي په همدې وخت كښي بني عمرو بن عوف دقبا اوسيدونكئ وو دتكبير اوازونه اوچت شول مسلمانانو له ډيري خوشحالۍ څخه په لوړ اواز دتكبير اوازونه ويل او دده مبارك واستقبال ته ور روان وو ترڅو رسول الله صلي الله عليه وسلم ته ورسيدو نو دبوراګانو په شان تر هغه راتاؤ شول او درسول الله صلي الله عليه وسلم دوقار او عظمت دلوي غر په شان ددوي په مينځ كښي تشريف درلود او دالله تعالي له لوري څخه دا آيت ورباندي رانازل شو

فان الله هو مولاه وجبريل وصالح المؤمنين والملائكة بعد ذالك ظهيرا

ژباړه٫ بېشكه الله همغه مددګار دئ دهغه نبي او جبريل و صالح دمؤمنانو ئي هم مددګاران دي اوملايكي يي هم وروسته له دغه مددكارۍ نه مددګاراني دي

٫٫٫٫٫

عروة بن زبير وايي له خلګو سره له ليدو كتو وروسته رسول الله صلي الله عليه وسلم له خلګو سره يوځاي ښي طرف ته ولاړو او دبني عمرو بن عوف په مېنه كښي يې واړول دا دربيع الاول مياشت او ددوشنبې ورځ وه دلته ابوبكر رضي الله تعالي عنه دخلګو دهركلي دپاره ودريدو او رسول الله صلي الله عليه وسلم چوپ ناست وو او هغه انصار چي رسول الله صلي الله عليه وسلم يې مخكي نه وو ليدلئ هغوي به دښه راغلي پخاطر مساقيما ابوبكر رضي الله تعالي عنه ته ورتلل ترڅو پر رسول الله صلي الله عليه وسلم باندي لمر راغلئ نو ابوبكر صديق رضي الله تعالي عنه خپل څادر واخيست اوپر رسول صلي الله عليه وسلم باندي يې سيورئ وكړو٫ پس له دې څخه خلګو رسول الله صلي الله عليه وسلم وپيژانده مدينه داستقبال او ښه راغلي پخاطر شور او زوږ اخيستې وه او داسي يوه تاريخي ورځ وه چي دمدينې په تاريخ كښي يې سارئ نه موندل كيدو٫ پدې ورځ يهودو هم دحيقوق النبي دهغه زيري ريښتينولي په سترګو وليدله چي ويل به يې الله دجنوب او هغه چي قدوس دئ دفاران دغرونو له خوا راغي

رسول الله صلي الله عليه وسلم په قبا كي دكلثوم بن هدم په بل روايت كي دسعد بن خيشمه په كوركي واړول خو لومړنئ قول راجح دئ علي رضي الله تعالي عنه دري ورځي په مكه كي پاته وو ترڅويي درسول الله صلي الله عليه وسلم امانتونه ټول خپلو خاوندانوته تسليم كړو بيايې په پليو پښو دهجرت لاره ونيوله اوپه قباكي له رسول الله صلي الله عليه وسلم سره دكلثوم بن هدم په كوركي يوځاي شو رسول الله صلي الله عليه وسلم څلور ورځي دوشنبه سه شنبه جهار شنبه پنجشنبه٫ په قبا كښي تيري كړلي او دلته يې دقبا جومات جوړ كړو٫ او لمونځ يې پكښي اداء كړو٫ دادده له نبوت څخه وروسته لومړنئ مسجد وو چي تهداب يې په تقواي سره ايښودل شوئ دئ ترڅوپه پنځمه يعني دجمعې په ورځ دالله تعالي دامر مطابق پر خپله سپرلۍ چي ابوبكر يې رديف وو سپور شو خپلو ماما خيلو ٫ بني نجار ته يې ا طلاع وركړه٫ هغوي له نورو سره ورته راغلل اوبيا دمدينې پر لور ورسره روان شول او كله چي بني سالم بن عوف ته ورسيدل نو دجمعې دلمانځه وخت شو رسول الله صلي الله عليه وسلم د بطن وادي په هغه ځاي كښي دجمعې لمونځ ادا كړو چيرته چي اوس يو جومات ورباندي جوړ شوئ دئ اوددې لمونځ كونكو شمير سلو تنو ته رسيدو٫ دجمعې له لمانځه وروسته نبي صلي الله عليه وسلم مدينې ته تشريف يوووړ او له همدې ورځي نه د يثرب نوم مدينة الرسول شو او اوس داختصار په توګه ورته مدينة ويل كيږي دايوه تاريخي او بې ساري ورځ وه دمدينې ټولي لاري او كوڅي دتكبير تحميد او تقديس نارو پر سر اخيستي وي او دانصارو لوڼو له ډيري خوشحالۍ څخه دا بيتونه ويل

٫٫٫٫

طلع البدر علينا

من ثبات الوداع

وجب الشكر علينا

ما دعا لله داع

ايها المبعوث فينا

جئت بالامر المطاع

٫٫٫

ژباړه ٫ دجنوبي لوري له غرونو پر موږ باندي دڅوارلسمې سپوږمۍ راوختله

پر موږ دالله شكر واجب دئ داڅومره عمده دين او تعليم دئ داستا دحكم اطاعت فرض دئ ستا راليږونكئ لوي كبريايي ذات دئ

٫٫٫٫٫٫٫٫

انصار رضي الله تعالي عنهم٫ كه څه هم دزياتي سرمايې خاوندان وو خو هريوه يې دا هيله او آرزو درلودله چي رسول الله صلي الله عليه وسلم له ده سره ولاړشي او پر هريوه كوربه چي تيريدو نو دكورمالك به يې داوښې واګې نيولي وې او ورته ويل به يې تشريف راوړئ دلته زيات تعداد سازو سامان او وسله شته ستاسو هرډول حفاظت په كول كيږي ٫ رسول الله صلي الله عليه وسلم به ورته فرمايل اوښه پريږدئ دا ماموره شوېده اوښه روانه وه ترڅو دمسجد نبوي ځاي ته ورسيدله او هلته چو شوه رسول الله صلي الله عليه وسلم ورنه كوز شو دادرسول الله صلي الله عليه وسلم دماما خيلو بني نجار ځاي وو او دا دالله له لوري اوسي ته توفيق وو ځكه ده غوښتل چي دخپلو ماما خيلو دعزت اواحترام پخاطر له دوي سره واړوي پدې وخت كښي خلګو له رسول الله صلي الله عليه وسلم ته له دوي سره دتلو پيشنهادونه كول خو ايوب انصاري رضي الله تعالي عنه وار دمخه كړو او درسول الله صلي الله عليهوسلم بار او كجاوه يې دمخه كورته بوتله نو رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل ٫ مسافر له خپل بار او كجاوې سره وي او اسعد بن زراره راغلئ او داوښي پړئ يې ونيوئ اوله ځان سره يې بوتلله او له ده سره وه امام بخاري له انس رضي الله تعالي عنه څخه روايت رانقل كوي وايي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل زموږ دكوم يوه سړي كور ډير نژدې دئ ابوايوب ورته وويل زما كور ډير نژدې دئ يارسول الله صلي الله عليه وسلم دامې كور اودايې دروازه ده نو رسو ل الله صلي الله عليه وسلم ورته وويل درځه زموږ دپاره دقيلولې دغرمې خوب دپاره ځاي برابر كړه بيا هغه ځاي برابركړو٫٫٫٫

څوورځي وروسته درسو ل الله صلي الله عليهوسلم بي بي امالمؤمنين سوده او دواړه لوڼې يې فاطمه او ام كلثوم او اسامه بن زيد او ام ايمن له عبدالله بن ابوبكر چي عايشه رضي الله تعالي عنها او دابوبكر رضي الله تعالي عنه نوره كورنۍ يې را ايستلې وه راورسيدل رضي الله تعالي عنهم اجمعين خو حضرت زينب رضي الله تعالي عنها هملته په مكه كښي له ابوالعاص سره پاته شوه ځكه هغه اجازه نه وركوله ترڅو له بدر وروسته را مهاجره شوه ٫ عايشه رضي الله تعالي عنها وايي كله چي رسول الله صلي الله عليه وسلم مدينې ته ورسيدو هلته ابوبكر او بلال رضي الله تعالي عنها سختي تبې ونيولو زه ورغلم او ورته مې وويل پلار جانه څنګه يې اوبلاله ته څنګه يې داوايي چي ابوبكر رضي الله تعالي عنه به دتبې په وخت كښي داشعر وايو٫

٫٫٫

كل امريء مصبح في اهله

ولموت ادني من شراك نعله

ژباړه٫ هرچاته پخپل كورسهار پخير ويل كيږي په داسي حال كښي چي مرګ ئي دخپلي تسمي نه هم ورلنډ دئ او وايي چي كله به دبلا ل رضي الله تعالي عنه حالت لږڅه ښه سو نوپخپل ښكلي اواز سره به يې داسي ويل

٫٫٫

الا ليت شعري هل ابيتن

بوادوحولي اذخروجليل

وهل اردن يوما مياه مجنة

وهل يبدون لي شامه وطفيل

ژباړه٫ كاشكي خبروئ چي كومه شپه په وادي مكه كي تيرولئ شم اوشاوخوامي ازخر او جليل بوټي وي او ايا كومه ورځ به مي دمجني په چينه ګذر شي اوآيا دشامي اوطفيل غرونه به بيا ووينم

٫٫٫٫٫

عايشه رضي الله تعالي عنها وايي زه بيا رسول الله صلي الله عليه وسلم ته ورغلم اوله دې حال څخه مې خبر كړو نو ده وفرمايل اې الله ته زموږ په زړونوكي دمكې دمحبت په شان اويا تر هغهې هم زيات دمدينې محبت واچوه او اې الله ته دمدينې فضا او هوا صحيح او صحت وركونكې وګرځوه او ددې ځاي په غله جاتو كښي بركت واچوې او ددې ځاي تبه له دې ځايه اوچته كړې اوپه جحفه كي يې و ګرزوې٫

الله تعالي درسول الله صلي الله عليه وسلم دعا قبوله كړه او دمدينې حالت يې بدل كړو دله ددعوت مكي دور پاي ته ورسيدو او درسول صلي الله عليه وسلم دژوند دلومړۍ برخې حالات او واقعا ت مو هم تر نظر تير كړل

نوربيا

په درناوي

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

omari.zabul@gmail.com

b5cf2bbb080a4c8f588277a8b17636c4

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۲ مرداد ۱۳۸۹ ساعت ۱۲:۳۸:۲۷ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دحضرت محمدصلي الله عليه وسلم دسلسله
666

دحضرت محمدصلي الله عليه وسلم دسلسله

پنځه ديرشمه برخه

كله چي قريشو درسول الله صلي الله عليه وسلم دوژلو ظالمانه فيصله وكړه نو جبرائيل عليه اسلام وحي راوړله ٫ رسول الله صلي الله عليه وسلم ئي دقريشو له دې توطئي څخه خبر كړو او دهجرت اجازه ئي وركړه دهجرت كولو وخت ئي ورته وټاكلو او داسي ئي ورته وويل نن پر خپل ځاي مه ويده كيږه٫ نو رسول الله صلي الله عليه وسلم په همدې غرمه كښي دابوبكر رضي الله تعالي عنه كورته ورغي ترڅو دهجرت په هكله پلان جوړ كړي عايشه رضي الله تعالي عنها وايي ټكنده غرمه وه چي موږ دابوبكر رضي الله تعالي عنه په كوركي ناست وو چي يوكس اواز وكړو دادئ رسول الله صلي الله عليه وسلم راغي سرئي پټ كړئ دئ داداسي وخت وو چي عادتا به هغه زموږ كره نه راتلو ابوبكر رضي الله تعالي عنه وويل زما مور اوپلار دې ورنه قربان شي قسم په خداي چي ديو ډير مهم كار دپاره راغلي دئ عايشه رضي الله تعالي عنها وايي رسول صلي الله عليه وسلم راغي اوپس له اجازې كورته راننوت٫ او ابوبكر رضي الله تعالي عنه ته ئي وويل دا حاضرين وباسه ابوبكر ورته وويل زما پلار له تا قربان يار سول الله دا خو ټول ستا اهل دئ ده وفرمايل ماته دهجرت اجازه شوېده نو ابوبكر ورته وويل اې رسول الله مادرسره ملګرئ كوې؟ رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وويل ي ٫ هو ٫ دهجرت له پلان جوړولو وروسته نبي صلي الله عليه وسلم بيرته خپل كورته ولاړو او دشپې انتظار ئې يوست ٫ دقريشو مجرمانو ټوله ورځ په دې تيره كړله چي دپارلمان٫ دارالندوه پريكړه عملي كړي او ددې كار دپاره ئي يوولس مشران وټاكل چي نمونه ئي دادي ابوجهل بن هشام ۲ حكم بن ابي العاص ۳ عقبه بن ابي معيط ۴ نضر بن حارث ٫ ۵ اميه بن خلف ۶ زمعه بن اسود۷ طعيمه بن عدي ۸ ابولهب ۹ ابي بن خلف ۱۰ نبيه بن حجاج ٫٫٫٫٫٫٫

ابن اسحاق وايي كله چي دشپې تياره خوره شوه هغوي ټول درسول صلي الله عليه وسلم تر كور راتاؤ شول او ددې انتظار ئي ايست چي هغه ويده شي او دوي حمله ورباندي وكړي مشريكانو پوره باور درلود٫ چي ددوي دا توطئه به حتما كاميابيږي٫

تر دې حده چي ابوجهل دكبر او غورور په حالت كي خپلو ملګرو ته مخ كوي او وايي محمد صلي الله عليه وسلم وايي كه تاسو دده پيروي وكړئ نو دعربو او عجمو باچهان به شئ او بيا به له مرګ نه وروستو بيا راژوندي شئ او هلته به داردن دباغونو په شان باغونه دركړل شي او كه تاسو داسي ونه كړل دده دين مو ونه مانو نو به بيا دده له لاسه ستاسوپه مينځ كښي قتل او قتال وشي او كله چي بيا راژوندي كړل شئ نو بيابه په اوركښي سوځي دتوطئې د پلي كولو وخت نيمه شپه ټاكل شوې ده هغوي ټول بيدار اوويښ ولاړ وو دټاكل شوي وخت انتظار يې ايست خو الله تعالي تر ټولو لوي او غالب ذات دئ دزمكې او اسمان پاچهي له ده سره ده چي څه ئي اراده وي هغه كوي هغه پناه وركونكئ دئ چاته چي پناه وركړي هيڅوك بيا هغه ته ضرر نه شي رسولاي او كه وغواړي څوك راګير كړي نو بيا دهغه خلاصو ن نشته الله تعالي خپل رسول صلي الله عليه وسلم وساتلو او دقرآن كريم

دغه لاندينئ آيت داموقف داسي تشريح كوي

واذيمكربك الذين كفروا ليثبتوك اويقتلوك اويخرجوك ويمكرون ويمكرالله

والله خيرالماكرين

ژباړه٫ او ياد كړه اې محمدصلي الله عليه وسلم هغه وخت چي مكر فريب به كاوو كافرانو دپاره ددې چي بندي كړي تا ياووژني تا ياوباسي تا له مكې څخه اوپټ فريب كوي دوي له تاسره او جزا دفريب وركوي الله دوي ته او الله بهتر دجزا وركونكوو دمكر دئ

٫٫٫٫٫

سره له دې چي قريشو دخپل وحشانه پلان دتطبيق دپاره پوره تيارئ نيولئ وو خوبيا هم له فاحشې ناكامۍ سره مخ شول په همدې سخت اومشكل وخت كښي رسول الله صلي الله عليه وسلم ابوطالب زوي علي كرم الله وجهه ته وويل٫ ته زما په بستره كښي ويده شه او زما دغه شين حضر مي چادر درباندي واچوه ويده شه تاته به دهغوي له لاسه هيڅ ضرر نه درورسيږي رسول الله صلي الله عليه وسلم به به همدې چادر كښي ويده كيدلو بيا رسول الله صلي الله عليه وسلم ووت او ددوي له مينځه تير شو او يوموټئ شګلنه خاوره ئي راواخيستله او ددوي پر سرونو ئي وروشيندله الله پاك ددوي سترګي ورباندي ړندي كړلي٫ اووئي نه ليدلو او ده مبارك دا آيت تلاوت كاووو٫ وجعنا من بين ايديهم سدا ومن خلفهم سدا فاغشينا هم فهم لايبصرون

ژباړه ٫ او ګرځولئ مو دئ په مخ كي ددوي سد٫ ديوال او له وروسته ددوي ديوال پس پټي كړي مودي سترګي ددوي پس دوي هيڅ نه ويني

٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫

رسول الله صلي الله عليه وسلم دټولو مشريكانو پر سرونو باندي خاوره ورواچوله ٫ او سيخ دابوبكر صديق رضي الله تعالي عنه كورته ورغلئ٫ له هغه ځاي نه دواړه دشپې له مخې ديوې كړكۍ له لارې ووتل او ديمن پر طرف روان او غار ثور ته ورسيدل هلته محاصره كونكي دټاكل شوي وخت درارسيدو انتظار باسي خو دوخت له رارسيدو لږ شېبه مخكي په خپله ناكامي پوه شول يو سړئ ورته راغئ او ورته ئي وويل ناكامه شولاست هغه درڅخه تللئ دئ او ستاسو پر سرونوئي خاوري دراچولي دي هغه پر خپله لار تللئ دئ دوي وويل چي قسم په خداي موږ خو هغه نه دئ ليدلئ ٫ سرونو ته ئي لاس كړو او خاوري ئي ځني څنډ وهلي خو ددروازې تر چاك ئې دننه وكتل كه ګوري چي حضرت علي كرم الله وجهه ويده دئ دوي وويل قسم په خداي هغه دئ محمد صلي الله عليه وسلم تر اوسه لا ويده دئ هغوي تر سهار ه انتظار وو ترڅو سهار شو او حضرت علي كرم الله وجهه له خايه راپاڅيدو٫ دوي هغه راونيو او دمحمدصلي الله عليه وسلم په هكله ئي معلومات ځيني وغوښتل ده ورته وويل زه دهغه په اړوند هيڅ معلومات نه لرم٫

په هر صورت ٫ رسول الله صلي الله عليه وسلم په دې پوهيده چي مشريكين به ئي په لټه پسي وزي او لومړنۍ لارچي دي به ئي نيسي هغه دمدينې لاره ده نو ده پخپل حكمت سره ددې مقابله يعني دجنوب لاره ونيوله دالاره يمن ته تللې وه تقريبا پنځه ميله لرې ولاړل ترڅو دثور غره ته ورسيدل داډير سخت او دلويو لويو ډبرو او تيږو درلودونكئ غردئ درسول الله صلي الله عليه وسلم دواړه پښي لوڅي وي٫ بلكه داهم ويل كيږي چي رسول الله دپښو په سرو٫ ګوتو ٫ تلو ترڅو دپلونو اثر ئي پاته نه شي٫ اوپدې سره ئي پښي زخمي شولي په هر حال ابوبكر صديق رضي الله تعالي عنه دغره له لمنې څخه دغره په څوكه كي تر واقع غار پوري ئي رسول صلي الله عليه وسلم په شا يووړلو داغار په تاريخ كښي دثور غار په نامه سره ياديږي كله چي غارته ورسيدل نو ابوبكر صديق رضي الله تعالي عنه وويل چي يارسول الله اول به ته په غار نه ننوزې زه به غار ته ورننوزم كچيري هلته په غاركي مضر شئ وو نو اول به زه ورسره مخامخ شم ٫ ابوبكر رضي الله تعالي عنه غار ته ورننوت او هغه غار ئي را جارو كړو٫ اوټول سوري ئي دخپل لنګ په ټوټو وتړل يواځې دوه سوري پاته شول هغه ئي پخپلو پښو بند كړل بيائي رسول الله صلي الله عليه وسلم ته وويل مهرباني وكړه غارته راننوزه رسول الله صلي الله عليه وسلم غارته تشريف يووړ٫ او هلته ئي دابوبكر رضي الله تعال يعنه په غيږ كي سر كښيښودلو او ويده شو ابوبكر رضي الله تعالي عنه په غاركي له يوه سوري څخه يوشي وچيچلو٫ او ددې له ويرې چي رسول الله صلي الله عليه وسلم راويښ نه شي هيڅ ونه خوځيدو٫ بې اختياره ئي اوښكي درسو ل الله صلي الله عليه وسلم پر مخ مبارك راتوي شولې٫ هغه راويښ شو اوورته ئي وويل څه خبره ده ابوبكره ده ورته وويل څه شي وچيچلم زما مور اوپلار دې ترتا قربان شي٫ رسول الله صلي الله عليه وسلم دابوبكر رضي الله تعالي عنه پر هغه ځاي باندي سي يو شي چيچلئ وو لاړي واچولې هغه ځاي يې په هغه دم آرام شو٫ دوي دري شپي يعني دجمعې هفتې او يك شنبې شپي په غار كي تيري كړلي٬ په غاركي پټ وو ٫ دابوبكر زوي عبدالله رضي الله تعالي عنها به دشپي له دوي سره ويده كيدلو عايشه رضي الله تعالي عنها وايي عبدالله رضي الله تعالي عنه پوه زيرك ځوان ؤ سهار وختي به له دوي څخه راووت اوداسي وخت به مكې ته رارسيدو چي ګومان به كيدو چي شپه ئې همدلته تيره كړې ده او قريشو به چي درسول الله پر خلاف كومي خبري كولي ټولي به ئي اوريدلي اوځان به ئي په پوهاوه اوبيا به دشپې په تياره كښي دوي ته ورتله او داخبري به ئي وررسولي ابوبكر رضي الله تعالي عنه غلام عامر بن فهيره به رمه پووله او كله چي به شپه پخه شوله نو رمه به ئي دغار خولې ته راورسوله او دغار دواړو ملګرو به شيدي څيښلي او ارام به ويده كيدلو او عامر به بيا سهار وختي رمه بيرته بيوله هغه دادري شپي همداسي كول او دسهار له خوابه ئي رمه پر هغه لاره بيوله چي پر كومه ابوبكر رض او رسول الله صلي الله عليه وسلم تللي وو ترڅو دهغوپلونه خراب شي او كفار ئي ونه ويني هلته دتوطئې دتطبيق دشپې په سهار قريش له خپلې ناكامۍ او درسول الله صلي الله عليه وسلم له نجات څخه خبر او باوري شول نژدې وو چي ليونيان شي لاره ورنه وركه شوه لومړئ خوئي علي رضي الله عنه راونيو ښه ئي وډباوه وئي واهو٫ كعبې ته ئي يووړ او هلته ئي بندي كړو ترڅو درسول الله په اړوند ورنه معلومات واخلي او كله چي ئي له علي رضي لله تعالي عنه څخه څه لاس ته رانه وړلو نو دابوبكر رضي الله تعالي عنه كورته ورغلل دروازه ئي وروټكوله دابوبكر رضي الله تعالي عنه لور اسماء رضي الله تعالي تعالي عنها ورته راووتله دوي ورته وويل چيرته دئ دې ځواب وركړو والله كه خبره يم چي پلار مې چيرته دئ پدې ځواب سره ابوجهل خبيث داسي كلكه څپيړه وركړه چي دغوږ لښتي يې ايسته ولويدلو قريشو ديوې عاجيلې غونډي په نتيجه كښي فيصله وكړله چي بايد درسول الله صلي الله عليه سلم او دده دملګرو دنيولو په لاره كښي ټول وسائل او امكانات په كار واچوي نو فورا ئي مكې ته تللې لاري ټولي ترڅارني لاندي ونيولي٫ او اعلان ئي وكړو سي هرچاكه محمدصلي الله عليه وسلم او دهغه ملګرئ ابوبكر رضي الله تعالي عنه مړ ياژوندي دوي ته راوستل نودوي به دهريوه په بدل كښي سل اوښان جايزه وركړي ددې جايزې له اعلان څخه وروسته ټولو خپلي هڅي ګړندۍ كړلي پلي سپاره اوپل پيژندونكي يوې اوبلې خواته خپاره شول غرونه دښتي او درې ئي پلټلي٫ خو ټول نامراده وو اوهيڅ ئي په لاس نه ورتلل ځيني پلټونكي دغار خولې ته ورغلل خو الله پاك په خپل كار كښي غالب او بر لاسئ دئ امام بخاري له انس او هغه له ابوبكر رضي الله تعالي عنه څخه روايت رانقل كوي زه له نبي صلي الله عليه وسلم سره په غار كي وم كله چي مې سر راپورته كړو كه ګورم چي دخلګوپښې راته ښكاريږي نو رسول الله صلي الله عليه وسلم ته مې وويل كه دهغوي كوم يو هسي لاندي وګوري نو موږبه ويني ده وفرمايل چپ يا ابوبكره موږ دوه يو دريم مو الله دئ اوپه بل لفظ كي راځي ابوبكره دهغه دوو كسانوپه هكله څه ګومان كوې چي دريم يې الله دئ٫ دايوه معجزه وه چي الله پاك خپل رسول پرې مشرف كړو پلټونكي بيرته ورڅخه وګرځېدل په داسي حال كښي چي دده مبارك صلي الله عليه سلم او دهغوي تر مينځ يوآځې څو قدمه فاصله وه اوبس٫ كله چي دتفتيش اوپلټنې هلي ځلي غلي شولي او قريش له دريو ورځو مسلسلو منډو ترړو وروسته څه ناڅه ارام شول نو رسول الله صلي الله عليه وسلم او ملګري ابوبكر رضي الله تعالي عنه ئي له غار څخه دوتلو تيارئ ونيودوي له مخكې نه له عبدالله بن اريقط الليثي سره چي په صحرايي لارو پيژندنه كښي ئي خاص مهارت درلودو٫ دپيسو په مقابل كښي مدينې ته درسولو خبره كړې وه نوموړئ هغه وخت لا مشرك ؤ خو دوي ته داعتماد وړ وو خپلې اوښي ئي ورته سپارلې وې او دا وعده ئي ورسره كړې وه چي دري ورځي ورسته به دغار خولې ته راځي همداوه چي عبدالله بن اريقط ددوشنبې په شپه دهجرت دلومړي كال دربيع الاول په لومړۍ نيټه اوښي دغار خولې ته راوستلې نو ابوبكر رضي الله تعالي رسول صلي الله عليه وسلم ته وويل چي پلار مې ترتاقربان شه يارسول الله لدې دوو اوښو څخه ئي يوه ستا ٫ چي هغه ښه اوښه وه هغه ئي نبي صلي الله عليه وسلم ته وروړاندې كړله٫ رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وويل چي سمه ده خو په بيه پدې وخت كښي اسماء بنت ابوبكر رضي الله تعالي عنها ورته دلارې توښه راوړله خو ددې توښې دتړلو دپاره ئي څه نه وو ورسره راوړي٫ خو كله چي رسول الله صلي الله عليه وسلم او بوبكر رضي الله تعالي عنه دسفر اراده وكړله اسماء رضي الله تعالي عنها څه پيدا نه كړو چي هغه توښه پكي وتړي نو فورا ئي دخپلې ملا كمر بند دوه ځايه كړلو په يوه ټوټه ئي كمر ئي هغه توښه وتړله او هغه بله ټوټه ئي تر ملاكړله٫ بيا رسول الله صلي الله عليه وسلم او ابوبكر رضي الله تعالي عنه او عامر بن فهيره هم ورسره وو اولارې پيژندونكئ عبدالله اريقط دبحر لاره غوره كړله او همداسي مخكي ولاړل كله چي له غاره ووتلو نو لومړئ دجنوب پلو ته ديمن خواته ولاړو بيا دبحر دغاړې پر خوا دغرب لويديز لوري ته راوګرځيدل اومخكې ولاړل ترڅو داسي لارې ته ورسيدل چي عام خلګ به نه ورباندي تلل بيا دشمال لوري ته وګرځيدل او سرې بحيرې لوري ته نژدې په داسي لاره روان شو چي له كوم يوه سړي پرته بل څوك هم نه ورباندي تلل٫ ابن اسحاق هغه ځايونه ذكر كړي دي دكومو ځايونو څخه چي نبي صلي الله عليه وسلم تيرشوئ دئ هغه وائي لار پيژندونكي لومړئ هغوي دمكې دمكې په لاندينۍ برخه كښي بوتلل بيا دساحل پر لاره روان شول او دعسفان په لاندينۍ برخه كښي ئي لاره غوڅه كړله همداسي مخكي ولاړل بيا دامج په لاندينۍ برخه كښي ولاړل او كله چي د قديد څخه تير شول نو بيا ئي لاره غوڅه كړله همداسي مخكي ولاړل دخراره پر لاره و لاړل بيا په ثنية المره او ورپسي په لقفا اوبيا دلقف له بيابان څخه تير شول او ورپسي ئي دمجاح بيابان دښته ونيوله بيا دمجاح له ګرځندي موړ ٫ څخه پوري وتل اوذي الغضوين ګرزندي ئي ونيوله په ذي كشرورننوتل اوداسي په جدا جدا بيا په اجرد٬ ذاسلم اوداعداء له لارې دتعض په دښته او مخكې په عبابيد اوداسي په فاخه بالاخره په عرج راكوزشول ٫ بيا دربوكه په ښي په ښي خواكي له ثنية العائر نه تير شول او درئيم په وادي كښي راكوزشول اومخكې دقباء پر لور ولاړل اوس به راشو دېته ي په لاره كښي له كومو پيښو سره مخ شول ٫٫٫٫٫٫

بخاري روايت كوي٫ چي ابوبكر صديق رضي الله تعالي عنه وايي كله ي دشپې له غاره ووتلو نوداټوله شپه اوسبا ورځ تر غرمې پورې مو مزل وكړودغه وخت لاره بالكل خالي وه هيڅ لاروئ هم نه ليدل كيدلو كه ګورو چي يوه لويه پرښه ده اوپر سيوري ئي لا تر اوسه لمر نه وو راغلئ موږ همدلته واړول ماپخپل لاس رسول الله ته ځاي برابر كړو او يوپوستين مې ورباندي اوار كړو اوورته ومې ويل يارسول الله دلته ويده شه اوزه به دشا وخواته څارنه كومه ٫ رسول الله صلي الله عليه وسلم ويده شو او ما څارنه كوله پدې وخت كښي مې يوشپون وليدو چي ددې پرښې پر لورې ئې رمه راوستله ٫ او غواړي زموږپه شان دلته واړوي ماورته وويل ته دچايې هغه دمكې يا دمدينې دكوم سړي نوم واخيست ورته ومې ويل ميږې دشيدو لرې ده وويل هو٫ ورته ومې ويل آيا لوشې يې ويې ويل هو٫ اويوه ميږه ئې راونيوله ترڅو ويې لوشي ماورته وويل داتي ئي له ويښتانو او خاوروڅخه پاك كړه بيائي په يوه لوښي كښي شيدې راولوشلې له ماسره يوه چرمي بدنۍ وه چي رسول الله صلي الله عليه وسلم له اودس په كاوه ٫ ا و اوبه به ئي ورڅخه چيښلې بيا رسول الله صلي الله عليه وسلم ته راغلم خو مناسبه مې ونه ګڼله چي هغه راويښ كړم نو فورا مې پر شيدو لږ اوبه ورواچولې ترڅو لاندينۍ برخه ئي پخه شوله او ورته ومې ويل مهرباني وكړه شيدې وڅښه يارسول الله صلي الله عليه وسلم بيا رسول صلي الله عليه وسلم دومره شيدې وچښلې چي زه ډير پرې خوښ شوم بيا ئي وفرمايل دحركت وخت نه دئ ماځواب وركړو چي هو دحركت وخت دئ بيا روان شو پدې سفر كښي دابوبكر رضي الله تعالي عنه عادت داوو چي پر اوښه به په نبي صلي الله عليه وسلم پسې به ئي له شا اوښه روانه كړې وه٫ درسول الله صلي الله عليه وسلم په څهره مباركه كښي دځوانۍ نښي ښكارېدلې همدغه وجه وه چي كله به پر لاره له دوي سره يوڅوك مخ شو نو خلګو به له ابوبكر رضي الله تعالي عنه څخه پوښتني كولي چي داسړئ څوك دئ ابوبكر رضي الله تعالي عنه به په ځواب كښي ورته ويل چي دا زما لارښود دئ اوريدونكي به دا ګومان كاوه چي لارښيي ٫ خو دده مراد دخير او دين لاره وه

سراقه بن مالك دهغوي په لټه پسي وتلئ وو هغه وايي زه دخپل قوم بني مدلج له خلګو سره ناست وم چي له دوي څخه يو سړئ راغلئ راته ودريدو او راته يي وويل اې سراقه ما همدا اوس له ساحل سره څوكسان وليدل فكر كوم چي هغه محمد صلي الله عليه وسلم او دهغه ملګري دي سراقه وايي چي زه پوه شوم چي دا كسان همدوي دي خو ده ته مې وويل چي دا هغوي نه شي كيدلاي او داتاچي څوك ليدلي دي هغه فلانئ او فلانئ دئ چي زموږ له مخې تير شول بيا څه وخت همدلته په مجلس كښي پاته شوم وروسته پاڅيدلم اوكورته ولاړم خپلې وينځې ته مې امر وكړو چي آس وباسي او هلته دغونډۍ شاته راته انتظار وكړي ماخپله نېزه راواخيستله او دخپل كور له دروازې څخه په داسي حال كي ووتلم چي دنيزې څوكه مې پر زمكه ولګوله اوپورته نۍ خوامې كښته نيولې وه آس ته ورغلم او ورباندي سپور شوم اوپوه شوم چي هغه مې دمعمول په شان په منډو منډو پر مخ وړي آن تردې چي دوي ته ورلنډ شوم دلته مې آس وغورځيدو اوزه ورڅخه راپرېوتم او بيرته ورباندي سپور شوم توبرې ته مې لاس كړو او دفال غشي مې ځيني راواخيستل او فال مې ورباندي واچاوه چي آيا دوي ته زيان ورورسوم او كه نه؟ نو هغه غشئ راووت چي زما خوښ نه وو خو ددې غشي پروا مې ونه كړه پر آس سپور شوم اوپه چټكۍ سره ئي دوي ته دومره ورنژدې كړم چي درسول الله صلي الله عليه وسلم دقرائت آواز مې واوريدو هغه خپل قرائت وايو او بلې خواته ئي هيڅ التفات او كتنه نه كوله خو ابوبكر رضي الله تعالي عنه يوې اوبلې خواته كتل په دې وخت كښي زما دآس پښې آن تر ګونډو پوري په زمكه كي ښخي شولي زه هم ورنه ولويدلم بيا مې آس وواهو او هغه په ډير مشكل سره خپلي پښي راوكښلي اوكله ي ودريدو نو دپښو تر نوكانو ئي د دود په شان ګرد پورته شو دلته مې بيا پر غشو فال واچاوه بيا هغه غشئ راووت چي زما نه وو خوښ نو دامان ږغ مې

ورباندي وكړو هغوي راته ودريدل ماپر آس پښه ورواړوه او ورغلم او هغه وخت چي زه له دوي څخه منع شوئ وم نو دا خبره مې په زړه كښي پخه شوې وه چي رسول الله صلي الله عليه وسلم به غالب او امر به ئي برلاسئ كيږي ورته ومې ويل ستا قوم ستاپر سر جايزه ټاكلې ده اوله دې څخه مې هم خبر كړو چي خلګ دده په اړوند څه نيت لري اوخپل ذاد او توښه مې وروړاندي كړو خو هغوي هيڅ وروانه خيستل اونه ئي دڅه سوال راڅخه وكړو يوازي ئي دومره راته وويل چي حال پټ ساته ماورته وويل چي دامن خط راته وليكه نو عامر بن فهيره ته ئي دخط دليكلو امر وكړو هغه دپوستكي پر يوه ټوټه خط وليكلو بيا رسول الله صلي الله عليه وسلم مخ په وړاندې ولاړو په دې هكله له ابوبكر رضي الله تعالي عنه څخه هم يو روايت رانقل شوئ دئ هغه وايي موږ روان شوو او خلګ زموږ په لټه كښي وو خو له سراقه پرته هيچا هم ونه ليدلو او كله چي دسراقه آس رالنډ شو ماوويل يارسول الله صلي الله عليه وسلم دادئ داپلټونكئ راورسيدو ده مبارك صل يالله عليه وسلم وفرمايل

لاتحزن ان الله معنا٫ يعني هيڅ غم مه كوه الله پاك له موږ سره دئ ٫

سراقه بيرته راستون شو او خلګ لاپه تلاش كښي وو ٫ ده ورته وويل ما مكمل حال او احوال درته راوړئ نور دلته ستاسو هلي ځلي بې ګټي دي اوپدې سره ئي خلګ بيرته راستانه كړل٫ نوموړئ دورځي په پيل كښي دهغوي په لټه پسي وتلئ وو خو دورځي په پاي كښي دهغوي نګهبان اوساتونكئ ګرزيدلئ وو٫

په دې سفر كښي ئي دخزا عيه كورنۍ دام معبد نومي ښځې پر دوو خيمو هم ګذر وشو٫ نوموړې مشهوره او تكړه ښځه وه زياتره وخت به څرخ په لاس دخيمې په خوله كښي ناسته وله اوچي څوك به ورتلل نو دخوراك او چښاك بندوبست به ئي ورته كاوه رسول الله صلي الله عليه وسلم او ملګري ئي دڅه شي غوښتنه ځيني وكړه٫ دې ورته وويل چي قسم په خداي چي كه موڅه درلودلاي سپمول نو درڅخه نه زموږ ميږي هم ډيري ليري دي او داكال هم ډير وچ كال دئ رسول الله صلي الله عليه وسلم وكتل او دخيمې په كونج كښي ئي يوه ميږه وليدله نو وئي فرمايل داڅه ډول ميږه ده اې ام معبده دې وويل دادډيري كمزورۍ له كبله له رمې پاته شوې ده هغه صلي الله عليه وسلم وفرمايل ٫ شيدې كوي؟ دې وويل اوله پښو لوېدلې او شيدې٫ ده مبارك صلي الله عليه وسلم وفرمايل چي اجازه راكوې چي وئي لوشم دې وويل مور اوپلار مې له تا قربان كه لازمه وينې نو وئي لوشه نو رسول الله صلي الله عليه وسلم پخپل مبارك لاس دهغې غولانځه مسحه كړه بسم الله ئي وويله او دعائي ولوستله دميږې غولانځه يودم ډكه شوه اوپښې ئي سره ليري كړلې نو رسول الله صلي الله عليه وسلم له ام معبد څخه هغه لوي لوښئ وغوښت كوم چي ديوه ټولكي دپاره بس وو اوميږه ئي پكي ولوشله ترڅو دغه لوښئ تر غاړې پوري ډك شو بيا ئي ام معبد ته شيدي وركړلې ترڅو ښه مړه شوه بيا ئي خپل ملګري ماړه كړل په پاي كي ئي پخپله وڅښلي٫ اوورپسي ئي ميږه بيا ولوشله ترڅو لوښئ ښه ډك شو او له دې سره ئي پرېښود او دوي وخوځيدو٫ لږ ساعت پس ابومعبد له خپلو كمزورو سستو اوډنګرو وزو سره راورسيدو او كله چي ئي شيدي وليدلې نو حيران شو اوخپلي ښځې ته ئي وويل داشيدې له كومه شوې رمه خوليري ده اوپه كوركي هم شيدي وركونكي ميږه نشته دې ورته وويل قسم په خداي دااوس يو ډير مبارك سړئ راڅخه رخصت شو چي دا اوداسي خبري يي وي او حال يي داسي او داسي وو ده وويل هو فكر كوم داهغه څوك دئ چي قريش ئي لټوي نو اې ام معبد راته معرفي يي كړه اونښي يي راته ووايه دې هم په خپله بليغه ژبه دهغه عظيم صفات داسي ورته بيان كړو٫ چي ته به وايي چي همدا اوس يې په مخ كښي ولاړدئ ابومعبد ورته وويل چي قسم په خداي چي دادقريشو هماغه ملګرئ دئ دكوم په هكله چي دوي مختليفي خبري كوي زه دهغه دملګرتيا اراده لرم او دامكان په صورت كښي به دا كار سرته رسوم له بلې خوا هلته په مكه كشي يو داسي اواز پورته شو چي ټول خلګ يې اوري خو ويونكئ يي نه ښكاري دا اواز داسي وو

٫٫٫

جزي الله رب العرش خير جزائه

رفقيــــن حلا خيمتي ام معبـــــد

همـــــا نــزلا بــــالبروار تحلابه

وافلح مــــن امسي رفيـــق محمد

فيالقصي مــــــــازوي الله عنكم

بــــه مــن فعال لا يحاذي وسؤدد

ليهن بـني كعب مـــكان فتاتــهم

ومقعدهـــــــا للمؤمــــن بمرصد

سلوااختكم عن شاتهـــا وانــائها

فانــــكم ان تسآلوا الشاة تشهـــد

٫٫٫

ژباړه٫ دعرش مالك الله ددووهغو ملګريو بهترينه جزا اوبدله وركړي كوم چي دم معبد خيمې ته راغلي وو دوي دواړه هلته په نيكي او خير راغلي وو اوبيرته په خير او نيكي ولاړل او بريالي دي هغه څوك چي دمحمد صلي الله عليه وسلم ملګرتيا كوي اې قصي الله تعالي له هغه سره څومره بې مثاله كارنامې او سرداري له تاسي نه يووړي بنو كعب ته د دوي دسياه سري كور او مؤمنانو او دنګهداشت ځاي مبارك دئ تاسي له خپلې خورنه ددې ميږې او لوښي په هكله پوښتنه وكړي كه تاسو له هغه ميږي څخه وپوښتئ نو هغه به هم شاهدي ووايي٫٫٫٫

٫٫٫٫٫٫٫٫

اسمآء رضي الله تعالي عنه وايي موږ نه وو خبر چي رسول الله صلي الله عليه وسلم كومي خواته تللئ دئ ترڅو دمكې له لاندينۍ برخې څخه يو جن راغلئ او داپورتني ابيات يي وويل خلګ ورپسي ورغلل او ورپسي تلل او اواز يي اوريدو خو هغه يي ليده نه ترڅو هغه دمكې له باندينۍ برخې څخه ووت اسماء رضي الله تعالي عنه وايي كله چي مو داخبري واوريدلي نوپوه شو چي رسول الله صلي الله عليه وسلم دمدينې ولوري ته تللئ دئ رسول صلي الله عليه وسلم دلارې په اوږدوكي له ابوبريده سره هم مخامخ شوئ وو نوموړئ دخپل قوم مشرؤ او دقريشو له طرفه دټاكل شوې لويي جايزې په طمعه درسول الله صلي الله عليه وسلم او ابوبكر رضي الله تعالي عنه په لټه پسي وتلئ وو خو كله چي له رسول الله صلي الله عليه وسلم سره مخامخ شو او دهغه مباركي خبري يي واوريدلي نو په همغه ځاي باندي دخپل قوم له اويا كسانو سره يوځاي په اسلام مشرف شو٫ بيا يي خپله پګړۍ راخلاصه كړله او دخپلې نيزې په څوكه يې دبيرغ په څير ټينګه كړه پدې سره يي دا اعلانول غوښتل چي دادئ دامن او سلامتيا باچا راروان ډئ ترڅو دادنيا په عدل او انصاف سره ودانه كړي دهجرت په وخت كي زبير رضي الله تعالي عنه هم درسول الله صلي الله عليه وسلم په ملاقات مشرف شو زبير رضي الله تعالي عنه چي له يوې ډلې مسلمانو تجارو سره له شام څخه راګرځيدلئ وو رسول الله صلي الله عليه وسلم او ابوبكر رضي الله تعالي عنه ته يي يوه يوه جوړه سپيني جامي هديه كړلي٫٫٫٫٫٫٫

نوربيا

په درناوي

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

b5cf2bbb080a4c8f588277a8b17636c4

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۸ مرداد ۱۳۸۹ ساعت ۰۲:۴۹:۳۸ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دمحمدصلي الله عليه وسلم پيدايښت
muhammad1

بسم الله
الرحمن الرحيم

دمحمدصلي الله عليه وسلم پيدايښت

دريمه برخه

روايت دي چه داهل سنت او ائمه وو اجماع پردي ده چه جناب رسالت مآب صلي الله عليه وسلم دخپل فيض اوترجماني په ژبه دمعجزوبيان فرمائي په حديث شريف كي راغلي چه :: اول ماخلق الله نوري :: يعني ترټولو مخكي چه خداي پاك څه سئ پيداكړي وو هغه زمانور وو غرض داچه داخبره په اتفاق سره ثابته ده چه اول الله پاك دهرڅه مخكي نوردمحمد:ص: پيداكړي دي اوبيائي دده دنوره څخه ټولي فرشتي ، عرش ، وكرسي لوح وقلم ، جنت او دوږخ ، انس وجن اوټول مخلوقات پيداكړي دي لكه څنګه چه دابيان په اول كي تيرسوي دي نو په دي وجه ئي دلته مختصربيان كوو په روضة الاحباب اوپه كتاب الاخبار كي ئي ليكلي دي چه هركله الله:ج: نور دمحمدصلي الله عليه وسلم پيداكړي نو دآدم صفي الله دپيداكيدو په وخت كي ئي دانور محمدي :ص: دآدم عليه السلام په تندي كي ښكاره كړي نو دهغه تندي داسي سو چه دهغه شغلي به ترعرشه رسيدلي بيادحضرت آدم :ع: دتندي څخه دحضرت شيش :ع: تندي ته اودحضرت شيش :ع: څخه دحضرت ادريس :ع: تندي ته راغلي اودحضرت ادريس :ع: څخه دحضرت نوح:ع: تندي ته منتقل سو اودغه شان درجه پردرجه حضرت ابراهيم :ع: ته اودهغه څخه دده دزوي اسمائيل :ع: تندي ته راغلي اوبيادهغه څخه نسلآ پرنسلآ دعبدالمناف پوري راورسيدي اودعبدالمناف څلور زامن وه چه دهغو نومونه دادي ،عبدالشمس ، هاشم، مطلب، اونوفل ، اوهاشم درسول الله صلي الله عليه وسلم نيكه وو ددي وجي څخه رسول خداته هاشمي وائي ، هغه نور دمحمدصلي الله عليه وسلم دعبدالمناف څخه هاشم ته ورسيدي اودعبدالمناف تر وفات پس هاشم ته دمكي رياست اودبيت الله كلي اوتصرف وركړل سو اتفاقآ په دغه وخت كي په مكه كي وچ كالي راغله او اكثره خلګ به شپه او ورځ شامه وو چنانچه هاشم خداي پاك پخپل فضل وكرم سره مالداركړي وو! نو ده ټولومكي والوته ميلمستيا وكړه هركله چه دسترخوان هوار سو نو ډوډي ئي ميده ميده كړه اوپر دسترخوان ئي كښيښوده په دي وجه چاته معلومه نه سوه چه چاڅومره ډوډي وخوړلي په دي اعتبار دده نوم هاشم سو اول دده نوم عمروو او دده څخه عبدالمطلب صاحب پيداسو اوبيادهغه څو زامن پيداسو نو ده بيانذركښيښودي دخداي پاك په حضوركي چه كه ماته خداي پاك لس زامن راكړه نو يو به دخداي :ج: په لاره كي قرباني كوم ، او روايت داسي دي چه كله هاشم ته دمكي معظمي رياست ميلاؤ سو نويو چاورته وويل چه دزمزم په چينه كي اسماعيل ذبيح الله خزانه پټه كړي ده نوعبدالمطلب وغوښتل چه خرانه دچيني د دننه حصي څخه راوباسي هركله چه ده چينه لڅه كړه نوخزانه ئي پيدانه كړه نو خداي پاك پخپله اراده هغه چينه وچه كړه نوبياعبدالمطلب نذركښيښودي چه كه چيري خزانه ماته ميلاؤ سوه نو زه به داچينه دسره ښائسته جوړه كړم اوبيا يو هلك به هم دخداي پاك پرنامه باندي قرباني كوم ددي پس ئي هغه چينه وكيندل اودخداي :ج: په فضل سره ډيره خزانه پكښي پيداكړه روايت دي چه په دي خزانه ئي دخانه كعبي دروازي دفولادو او اوسپني څخه جوړي كړي اود زمزم چينه ئي هم مزه داره جوړه كړه ددي وروسته ئي نجوميان راوغوښتل اودخپل نذر حال ئي ورته بيان كړي هغه خلګو په اتفاق وويل چه نذر پوره كول واجب دي لازم دي تالره چه دهر زوي پرنامه باندي هسكه وغور ځوي چه دكوم يوه پرنامه باندي هسكه راووتل هغه قرباني كړه دعبدالمطلب دوولس زامن وه نوده پرهغوټولوباندي هسكه وكړه نوهسكه دعبدالله صاحب چه پلار درسول الله صلي الله عليه وسلم دي راوخته اودعبدالله په تندي كي نوري محمدي :ص: ځليدي په دي وجه دهغه صورت په نورو ورڼوكي ښائسته وو اودپلار مور اوخپلوانوټولو زيات خوښ وو اوهركله چه دوي دده دقرباني خبرواوريدي نو دده مور اوخپلوانو عبدالمطلب ته وويل چه موږعبدالله قرباني ته نه وركوو اوته دده پرځاي بل شي قرباني كړه بياعبدالمطلب دنجوميانو څخه تپوس وكړي هغو ورته فتوي وركړه چه ته دده په عوض كي لس اوښان قرباني كړه په دغه زمانه كي دخداي پاك داحكم وو چه قرباني ته به اور داسمانه راغلي هغه به ئي وسوځله نو دغه دقرباني دقبليدو علامه وه پس هغه لس اوښان قبول نه سوه بيائي لس نور قرباني كړه هغه هم قبول نه سوه او داسمان شغلي نه وسوځل په دي شان ئي تر پنځه سووپوري اوښان قرباني كړه اوبعضي روايات داسي دي چه سل اوښان ئي ذبحه كړل اوقبول نه سوه ددي وروسته ټول خپلوان راغونډ سول اودخداي پاك په درباركي ئي عاجزي اومناجات وكړه نوپه دغه وخت كي يوسپين اور په شان دشيدو دآسمانه نازل سو اوټولي قرباني ئي وسوځلي نودغه وخت قرباني قبوله سوه اوهغه ټوله خوشحاله سوه او هريوه دخداي تعالي شكراداكړي په دي وجه رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي چه :: اناابن ذبحين:: يعني زه ددوو ذبحه سوو زوي يم يعني يو اسماعيل ذبح الله دي اوبل درسول الله صلي الله عليه وسلم پلارعبدالله ابن عبدالمطلب دي اودحضرت محمدمصطفي صلي الله عليه وسلم دمورنوم آمنه وه روايت دي چه عبدالله يو وار ديوڅه كار دپاره يوځاي تللي وو په لاره كي ئي درقيه دخوراودنوفل دلورسره ملاقات وسو اوهغه دآسماني كتابو څخه ډيره واقفه وه اوهغه ډيره ښائسته اودعصمت ميرمن اومالداره بي بي وه چه په مكه كي مشهوره وه اوهركله چه دهغي نظرپرعبدالله باندي ولګيدي نو كوم حكايات اوعلامات چه دنوري محمدي :ص: دي په تورات او انجيل كي ليدلي وه نو هغه ئي دعبدالله په مخ كي ځلانده وليدل نو دليدو سره هغه عاشقه اوبي قراره سوه اوعبدالله ته ئي دوصال خواهش وسو دي ښځي پوښتنه ځني وكړه چه ته څوك ئي اوستانوم څه دي هغه وويل چه زمانوم عبدالله دي اوزه دعبدالمطلب زوي يم هغي وويل چه ستاپلار دقرباني دپاره ته نذركړي وي هغه وويل هوچه زه ئي نذركړي وم ښځي ورته وويل چه زه دنوفل لوريمه اود درقيې خوريمه اوسوداګره يمه كه چيري ته زماسره نكاح وكړي نوسل اوښان بارسوي به دمال اوخزاني به تاته دركړمه اوداورته معلومه نه وه چه عبدالله واده كړي دي - بياعبدالله په يوبهانه سره هغي ته جواب وركړي اوورته وي ويل چه ډيره ښه ده زه به دخپل پلارسره صلاح وكړم اودهغه څخه په اجازه به بياتاته راسم اوعبدالله خپل كورته ولاړي اودخپلي بي بي آمني سره همبستره سو بياهغه نوري محمدي :ص: دعبدالله څخه دبي بي آمني نس ته منتقل سو اوبي بي آمنه صاحبه حامله سو ددي وروسته چه عبدالله سحردخوبه راپورته سو نو هغي ښځي ته ولاړي دچاسره چه ده پرون وعده كړي وه اوهغي ته ئي وويل چه تا پرون زماسره وعده دنكاح كړي وه نو اوس زه راغلي يم هغه ښځه ډيره عقلمنده وه دعبدالله مخ ته چه ئي وكتل هغه نور دتبرك ئي پكښي نه وليدي هغي وويل چه ته كورته لاړي اودخپلي ښځي سره دمباشرت وروسته راغلي ولي چه كومه نشانه ستاپه تندي كي پرون وه هغه نن په نظرنه راځي هغه وويل چه صحيح ده كوم چه تاوويل روشتيادي وويل هغي وويل اوس ماته دنكاح ضرورت نسته ولي چه دڅه شي دپاره مانكاح كول غوښتل هغه شي اوس دلاسه وتلي دي هركله چه ګيډه ملغلره دبي بي آمني په دوريتيم محمد:ص: سره بارداره سوه نوعبدالله وفات سو اوبي بي آمنه كونډه سوه درسول الله صلي الله عليه وسلم دپيدائش يوه مياشت او دوه ويشت ؟۲۲؟ ورځي مخ كي ابره نومي چه ديمن پاچا وو هغه مردود چه دخانه كعبي دورانولو دپاره لوي لوي پيلان اوډير لښكر راوستي الله پاك په بركت درسول الله صلي الله عليه دهغه دلاسو څخه كعبه محفوظه وساتله
<¤>
والله اعلم

بالصواب

محمدزمان هوتك
سپين بولدك

كندهار افغانستان

b5cf2bbb080a4c8f588277a8b17636c4

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۷ مرداد ۱۳۸۹ ساعت ۰۱:۳۸:۴۳ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دمباركې روژې په اړوند
omari

دمباركې روژې په اړوند
ـــــــــــ
دروژي دماتونكي په اړوند
هر هغه څه لكه ډوډۍ ٫ غوښي ٫ هګۍ ٫ مېوه او داسي نوراو همدارنګه يا هغه شيان چي دغوښو تابع دي چټني ٫ اچار ٫ پۍ ٫ مستي ٫ غوړي٫ پوڅه٫ كورت٫ او داسي نور دې ته ورته يعني دا ټول هغه شيان دي چي په دې سره غذا حاصليږي
دهمدې شيانو په خوړلو سره روژه ماتيږي
ــــ
او همدارنګه هغه دواوي چي هغه دمرض دعلاج دپاره خوړل كيږي



لكه كشتې ٫ جوارش٫ عرقيات ٫ البته كه هغه مركبات وي او كه مفردات ٫ يعني ددوي په استعمال سره چي څوك دغه دواوي استعمال كړي روژه يې ماتيږي
او همدارنګه په هغو شيانو سره روژه ماتيږي چي هغه دلذت دپاره استعماليږي
لكه چرس ٫ هيروين٫ افيون٫ سګرېټ٫ چلم ٫ نصوار٫ تور او يا شين چاي ٫ او دېته ورته شيان چي كوم دي په دوي سره روژه ماتيږي كه چا استعمال يعني وخواړو
٫٫ ردالمختار ٫٫
مسئله ٫٫ كه سړي په هېره سره يو شئ وخوړ بيا يې روژه نه ماتيږي
البته كه يې نيت دروژې تړلئ وي او يا دروژې تر نيت مخكې په هېره سره يو شئ وخوري په دې دواړو صورتونوكښې يې روژه نه ده ماته مګر كه بل چا ورته وويل چي وروره ستا خو روژه ده او ده هغه خوراك جاري وساتو هغه روژه يې نه وريادېدله نو په همدې صورت كې بيا ددغه روژتي روژه ماته ده
خو په همدې صورت كښي كفاره نشته ورباندې
٫٫ ردالمختار ٫٫
ــــــــ
هغه شيان چي روژه نه په ماتيږي
۱ ٫ چي دښځې وفرج يابل اندام ته په شهوت وګوري كه څه هم انزال يې وشي
اګر كه په وارو وارو ورته وګوري روژه يې نه ماتيږي
۲ ٫ دجماع خيال كول اګر كه يې انزال وشي٫ اګر كه يې دغه خيال تر دېره وخته پورې وي روژه يې نه ماتيږي
۳ ٫ پر سر ږيره بدن ٫ باندي تيل لګول كه څه هم دغه تيل خوشبوداره وي
يايې خوند رنګ په حلق ياپه لاړو كښي ياپه ګړنګو كښي معلوم شي
روژه نه په ماتيږي
۴ ٫ چي دچا غيبت وكړي روژه يې نه ماتيږي
۵ ٫ چي موټ ووهي يعني مشت زني وكړي

يعني له خپل لاس سره بد فعل وكړي روژه يې نه ماتيږي

خو چي انزال نه شي البته كه انزال شو بيا يې روژه ماته ده
مسئله ٫ كه يو روژتي په هېره سره جماع وكړه روژه ورياده شوه
نو فوراً يې خپل ذكر٫ غيڼ خارج كړو باك نه لري اګر كه يې بيا په خارج كښې
يعني دباندې انزال وشي او كه يې پس له ياداشته څخه ځنډ وكړ قضا به راوړي
اګر كه يې انزال وشي
٫ بشرطې چي ځان ته حركت نه كړي ور ٫ او كه يې دانزال دپاره ځان وښوراوه
او بيا انزال شو ٫ په همدې صورت كښې يې په كفاره كښې اختلاف دئ
او په قضا كښې يې اتفاق دئ يعني قضا به حتما راوړي
او په كفاره كي يې اختلاف دئ ٫
٫٫ ردالمختار ٫٫
ــــــــــــــــ
دروژې مكروهات
۱ ٫ څكل دهر شي بې له ضرورته يعني كه هر شئ وي
هر ډول شئ وي دهغه څكل بې له ضرورته مكروه دس
۲ ٫ له خپلې ښځې څخه مچه اخيستل مكروه دي
۳ ٫ خپله ښځه په غېږ كې نيول مكروه دي
۴ ٫مسواك وهل چي هغه مسواك شين وي
۵ ٫ مضمضه استنشاق اګر كه بې ضرورته وي مكروه ده

دروژې مستحبات
ــــــــ
۱ ٫ پشلمئ كول اګر كه يو غوړپ اوبه څښل وي مستحب دئ
۲ ٫ دپيشلمي ځنډول په دې شرط چي په روژه كښې شك نه شي واقع مستحب دئ
۳ ٫ چابك يعني ژر والئ په افطار كښې كول په دې شرط چي اوريځ
نه وي او غروب يې يقيني وي
۴ ٫ دماښام تر لمانځه وړاندې مخكې روژه ماتول مستحب ده
۵ ٫ په وخت دافطار كښې دا دعا ويل
اَللهُمَّ لَكَ صُمتُ وَ بِكَ اَ مَنتُ وَعَلَيكَ تَوَكَّلتُ وَعَلَي رِزقِكَ اَفطَرتُ
وَصَومَ الغَدِ مِن شَهرِ رَمَضاَنِ
۶ ٫ چي يوه روژه ماتوي دبلې نيت تړي دا مستحب ده
مسئله ٫٫ كه چا روژه دار ته دافطار دپاره يعني دروژه ماتې دپاره
دخورك يا څيښك يو څيز وركړ دهغه ګناه به معاف كړل شي له دوزخ څخه به خلاص شي دروژې ثواب به يې نصيب شي
او دغلام دازادولو ثواب به يې علاوه نصيب شي
٫٫ مشكواة المصابيح ٫٫
په مينه
او درناوي
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
omari.zabul@gmail.com

 
b5cf2bbb080a4c8f588277a8b17636c4

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۶ مرداد ۱۳۸۹ ساعت ۰۱:۲۱:۰۳ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دحضرت محمدصلي الله عليه وسلم دسلسله
666

دحضرت محمدصلي الله عليه وسلم دسلسله

پنځه ديرشمه برخه

٫٫٫

دهجرت پيل او دقريشو دپارلمان بيړنۍ غونډه

وروسته تر هغه چي دعقبي دوهم بيعت ترسره شو او اسلام وتوانيد چي له كفر او جهالت نه ډكي بيديا كي دځان لپاره مېنه ومومي رښتيا هم چي ددعوت له پيل نه دا اسلام لويه سوبه وه رسول الله صلي الله عليه وسلم مسلمانانوته دهجرت كولواجازه وركړه٫ دغه وخت دهجرت معني دځان داحتمالي نجات او خلاصون پخاطر دټولو ګټو او مصلحتونو تر پښو لاندي كول او هر راز مالي قرباني پر ځان منل وو خو هر هجرت كونكئ به په دې ښه پوهيدو٫ چي سر ئي هم په امن نه دئ كيداي شي دلاري په سر يا پاي كښي ووژل سي راتلونكئ ئي هم مجهول او نامعلوم دئ خداي خبر چي سبا به له څه ډول مشكلاتو سره مخامخ كيږي مسلمانانو دهجرت سفر پيل كړو داټول تكليفونه ئي پر ځان ومنل مشريكينو هم دخطر په درك كولو سره زيار ايست چي ددوي دهجرت مخه ونيسي راځئ په همدې اړوند لاندي خبري واورو

٫٫٫٫

لومړئ مهاجر ابو سلمه ؤ ابن اسحاق وايي ٫ نوموړئ دعقبي له دوهم بيعت نه وړاندې هجرت كړئ وو كله چي ده دهجرت اراده وكړله نو خپله ښځه او او زوي ئي هم له ځانه سره بيول خو خسر ګنۍ ئي ورته وويل دخپل ځان په هكله خو څه نه شو درته ويلاي خو داستا ښځه چي زموږ خپله ده څنګه ئي درسره پريږدو چي ليري وطن ته ئي بوځې همدا وه چي ښځه ئي ورڅخه ستنه كړه په دې وخت كښي دابوسلمه كورنۍ په غصه شوه اووئي ويل موږ هم خپل ماشوم نه پريږدو چي له مور سره وي ددواړو قبيلو خلګو ماشوم راكاږه ترڅو دماشوم لاس ووت اوبيا دابوسلمه كورنۍ واخيست او ابوسلمه يواځې دهجرت لاره ونيوله خوښځه به ئي هر سهار له كوره وتله او البطح نومي ځاي ته به تله او تر ماښآمه پوري به ئي هلته ژړل پوره يوكال ئي همداسي بده ورځ وه بالاخره ئي دخپلوانو له جملې نه ديوه تن زړه ورباندي وسوځېد او نورو ته ئې وويل دا مسكينه پريږدئ له زوي اوميړه څخه مو جدا كړه بيا ئي دغه ښځه او ددې زوي چي د ابوسلمه له كورنۍ سره وو مدېنې ته په خپل ميړه پسي وليږلو دې اوږده سفر ته چي پنځه سوه كيلو متره وو ملا وتړله پسي ولاړه تر څو تغيم ته ورسيدو هلته عثمان بن ابي طلحه وليده دحال او احوال له پوښتني وروسته ورسره روان شو ترڅو قباء ته ورسيدو هلته ئي ورته وويل مېړه دې دلته دئ ورشه او دئ پخپله بيرته مكې ته روان شو ٫٫

۲ ٫ هغه وخت چي صهيب دهجرت نيت وكړو نو دقريشو كفارو ورته وويل ته چي كله دلته راغلې نو يو حقير او نادار سړئ وې همدلته دمال او شتمني خاوند شوې اوس غواړې دلته ګټلئ مال له ځانه سره يوسې دا كله هم نه شي كيدلاي صهيب په ځواب كښي ورته وويل كه زه خپل مال تاسو ته دركړم نوبيا ما پريږدئ چي ولاړشم دوي وويل هو٫ ده ورته وويل چي زما مال ستاسو شو٫ داخبره رسول الله صلي الله عليه وسلم ته ورسيدله نو وئې فرمايل صهيب ګټه كړې صهيب ګټه كړې ٫٫٫٫٫

۳ ٫ عمرو بن الخطآب عياش بن ابي ربيعه او هشام بن العاصي بن وائل يوځاي سره وټاكلو چي سهار به هملته سره غونډيږي بيا به مدينې ته هجرت كوي خو سهار ته عمر او عياش راغلو او هشام ورنه وګرځول شو او كله چي دوي دواړه قباء ته ورسيدو ابوجهل او ورورئي حارث راغلو او عياش ته ئې وويل موردې قسم خوړلئ چي تر هغو پوري به نه سر ږمونځوي او نه بهسيوري ته كښيني تر څو ئي ته نه ئي ليدلئ نو زړه وربانډي وسيځه په دې وخت كښي عمر ورته وويل عياشه دوي غواړي تا له خپل دين څخه وګرځوي متوجه اوسه موردې كه له شپږو څخه په عذابه شي نو حتما به خپل سر ږمونځ كړي او كه ګرمي ئي پسي واخلي نو خامخا به سيوري ته كښيني خو عياش تصميم ونيو تر څو له دوي سره بيرته مكې ته ولاړشي

ترڅو دخپلي مور قسم ريښتونئ كړئ نو عمرورتهوويل اوس چي دا تصميم لرې نو زما دغه اوښه درسره بوزه داډيره ښه ارامه او چټكه اوښه ده مه ورنه كوزيږه او كه دې دخلګو له طرفه څه شكمن حركت وليدو نو فورا راتښته دري واړه روان شول په لاره كښي ابوجهل ورته وويل قسم په خداي چي دازما اوښه سركشه ده څه كيږي چي زه ستاسره سپور شم عياش وويل سمه ده اوښي ئي ودرولي اوبيايې چوكړلې په همدې وخت كښي ابوجهل او حارث ناڅاپي حمله ورباندي وكړه٫ راوئي نيوه او ټينګ ئې وتاړو٫ او مكې ته ئې يووړ هلته ئي خلګو ته وويل تاسو هم له خپلو بې عقلانو سره داسي چلند وكړئ لكه څرنګه چي موږ له دې خپل جاهل سره وكړو دمشريكينو داډول چلند وو له هجرت كونكو سره خو سربېره پردې بد چلند مسلمانان يوپه بل پسې له مكې څخه ووتل او دعقبي له دو هم بيعت نه يوآځې دوي مياشتي اوڅلور ورځي تيري شوي وي چي په مكه كښي له رسول صلي الله عليه وسلم٫ ابوبكر صديق ٫ علي رضي الله تعالي عنها او هغو مسلمانانوڅخه پرته چي مشريكينو په زور نيولي وو بل مسلمان نه وو پاتي شوئ ابوبكر او علي رضي الله تعالي عنها دنبي صلي الله عليه وسلم په امر دلته پاتي شوي وو ٫ محمدصلي الله عليه وسلم او ابو بكر رضي الله تعالي عنه دسفر تيارئ نيولئ وو خو ددې په انتظار وو چي كله به دوي ته دوتلو امر كيږي ٫ امام بخاري له عايشي رضي الله تعالي عنها څخه روايت كوي فرمايي رسول الله صلي الله عليه وسلم مسلمانانوته وويل ماته ستاسو دهجرت ځاي راښودل شوئ دئ او دلاري ددووغروو ترمينځ يو نخلستان علاقه ده پدې پسي مسلمانانو مدينې ته هجرت وكړو٫ دحبشي مهاجرين هم ټول مدينې ته راغلل ابوبكر رضي الله تعالي عنه هم مينې ته دهجرت تيارئ ونيو٫ خو رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وويل لږ څه صبر وكړه٫ هيله ده ماته هم دهجرت اجازه راكړل شي نو ابوبكر رضي الله تعالي عنه ورته وويل زما پلار له تا قربان آيا ته ددې اميد لرې؟ رسول صلي الله عليه وسلم ورته وويل هو زه ددې اميد لرم نو ابوبكر رضي الله تعالي عنه هم پاتي شو ترڅو له رسول الله صلي الله عليهوسلم سره ملګرئ شي٫ ده دوي اوښي هم برابري كړي دي اوپوره دوي مياشتي يي دسمر وني پاڼي وركړي دي اوښي يي ساتلي دي كله چي قريشو وليدل چي درسول الله صلي الله عليه وسلم اصحاب مهاجر شول او لادونه او مالونه ئي مدينې ته يووړل نو يوځل ددوي په زړونوكي بې سارئ غم اوغصه راوپارېدله او اور ورباندي بل شو خپل ديني او اقتصادي وجود ئي په خطر كښي وليدو٫ ځكه دوي محمد صلي الله عليه وسلم ښه پيژانده اوپوهيده چي هغه څومره ستر او عظيم لارښود دئ په دې هم پوه وو چي اصحاب رضي الله تعالي عنهم څومره دصبر او استقامت خاوندان دي او څومره قربانۍ ته تيار دي داوس او خزرج قوت او زور يې هم ليدو٫ اوپه دې هم پوره باوري وو چي ددې دواړو قبيلو مشران او دعقل خاوندان ددې توان او استعداد لري چي خپل منځي دښمني حتمي كړي اويوبل ته دورورولۍ او همكارۍ لاس وركړي دمدينې استراتيژيك موقعيت ئي هم له سترګوپټ نه وو اوپدې خبر وو چي دا علاقه دهغه تجارتي لاري دپاره دڅومره اهميت درلودونكي ده كومه چي دسرې بحيرې پر غاړه له يمن څخه بيا تر شامه غځېدلې ده دمكې خلګو به هركال شام ته د۲۵۰ زرو طلايي دينارونو په بيه تجارت درلود دطايف او نوروځايونو داوسيدونكو تجارت له دې څخه جدا وو اوښكاره ده چي ددې لارې امن او ارامي ددوي تجارت دپاره ډيره ضروري وه خو داهم بايد ووايو چي قريشو په مدينه كي داسلامي دعوت له ځاي په ځاي كيدو او ددوي په مقابل كي دهغه ځاي دخلګو له راپاريدو نه هم غټ خطر احساساوه داټول خطرونه يوځاي دقريشو سترګو ته ودريدل نوپه دې لټه كښي شو چي درسول الله صلي الله عليه وسلم په لاس راپيدا شوئ خطر بالكل اوپه پوره توګه له مينځه يوسي دعقبې له دوهم بيعت نه تقريبا دوه نيمي مياشتي وروسته دپنجشنبي په سهار دنبوت دڅوارلسم كال دصفر مياشتي په ۲۶ مه چي د ۶۲۲ م كال دسپتمبر مياشتي له ۱۲ سره سمون خوري دقريشو پارلمان دارلندوه پخپل تاريخ كي له ټولو نه خطر ناكه غونډه پرانيستله پدې غونډه كښي دقريشو دټولو قبيلو خلګو ګډون درلودو ترڅو داسلامي دعوت دستر لارښود دله منځه وړلو دپاره لاري چاري ولټوي اوپه دې اړوند يوه مناسبه فيصله وكړي په دې غونډه كښي دقريشو دغو مشهورو كسانو برخه درلوده چي نمونه ئې دادي

٫٫٫

۱ ابوجهل بن هشام دبني مخزوم له قبيلې څخه

۲ جبير بن مطعم حطيمه بن عدي او حارث بن عامر دبني نوفل عبدمناف

۳ دربيعه زامن٫ شيبه او عتبه او ابوسفيان بن حرب دبني عبد شمس بن عبد مناف له قبيلې څخه

۴ نضر بن حارث له بني عبدالدار قبيلې څخه

۵ ابوبختري بن هشام ٫ زمعه بن اسود٫ او حكيم بن حزام له بني اسد بن العزي قبيلې څخه

۶ دحجاج زامن٫ نبيه ٫ اومنبه له بني سهم قبيلې څخه

۷ اميه بن خلف له بني جمع قبيلې څخه

٫٫٫٫

ټول له وعدې سره سم راغلل كه ګوري چي شيطان ديوه مخور مشر په شكل په دروازه كي ودريدو قيمتي چپنه ئي اغوستي ده دوي ورته وويل دامشر څوك دئ؟ ده ورته وويل زه دنجد قبيلې يو مشر يم ستاسو دغونډي خبر مې واوريدو راغلم ترڅو ستاسو خبري واورم او كيداي شي زه هم په دې اړوند ښه مشوره دركړم٫ دوي ورته وويل ډير ښه راځه اوپه دې ترتيب هغه په غونډه كي شريك شو٫ دپارلمان غړي ټول حاضر شول خبري پيل شوي٫ هرچا خپله طرحه وړاندي كوله ابواسود وويل راځئ محمد صلي الله عليه وسلم له خپل وطنه وشړو٫ هرچيرته چي ځي ولاړدي شي زموږ څه كار ورسره نشته خو دده په اخراج به زموږ مشكل حل شي او اړيكي به مو بيرته ټينګي او وحدت به مو سره قائم شي خو نجدي سپين ږيري وويل نه داسم نظر نه دئ تاسي نه ګورئ چي محمد صلي الله عليه وسلم څومره بليغ او منطقي شخصيت دئ دهغه زړه وړونكي او خوږي خبري نه وينئ٫ ا دا نه ګورئ چي هغه دنورو زړونه څه ډول ځانته راكاږي نو ددې وېره موجوده ده چي هغه يوې بلې عربي قبيلې ته ولاړشي او هغوي دځان پيرو وګرځوي بيا به پر تاسو حمله وكړي او دلته په خپل وطن كي به ځيني په تكليف شئ٫ اوبيا به خپله رايه درباندي تحمل كړي بهتره داده چي په دې اړوند نور فكر وكړئ اوبل پلان جوړ كړئ ابوالبختري وويل هغه داوسپني په پنجرو كي بند دئ ترڅو دپخوانيو شاعرانو زهير٫ او نابغه په شان مړشي ٫ دنجد مشر بيا وويل نه دا هم چندان سمه نظريه نه ده ځكه كه تاسو هغه بند هم كړئ هغ به خپل ارشادات خپلو اصحابو ته رسوي كيداي شي هغوي حمله وكړي او هغه له قيد څخه ازاد كړي بيا به ئي پيروان ډير شي اوپرتاسي به برلاسي ومومي نو يوه بله لاره وګورئ پارلمان دادواړه پيشنهادونه رد كړو٫ خو داځل دمشريكانو مشر او دمكې غټ مجرم ابو جهل داسي ظالمانه وړانديز وكړ٫ چي ټولو ورسره موافقه وكړه٫ او هغه داسي وو چي ابو جهل وويل زه دده په هكله داسي نظر لرم چي تاسو يو به هم داسي نظر نه لرئ دوي ورته وويل ستا څه نظر دئ؟

چي موږ بايد له هرې قبيلې څخه يويو غښتلئ تكړه اودښه نسبت خاوند غوره كړو دوي ټولو ته توري وركړو او دده ٫ صلي الله عليه وسلم ٫ دمرګ دپاره ئي ورواستوو٫ ټول به يوځاي ورباندي ګوزار وكړو٫ اوپه قتل به ئي ورسوو٫ او كوږ به ورڅخه بيغمه شو كه داسي وكړو نو دده خون به پر ټولو قبيلو وويشل شي او عبد مناف به هم ددې وس نلري چي له ټولو قبيلو سره جګړه وكړي نو مجبور به شي ديت اخيستل به ومني او موږ به ئي ديت وركړو نجدي مشر وويل ددې سړي خبره او نظريه دمنلو وړ ده زما نظر هم همدا دئ نو دپارلمان ټولو غړو دانظريه ومنله او تصميم ئي ونيوو چي داطرحه به ډير ژر عملي كوي اوپه همدې سره غونډه پاي ته ورسيدله٫

نوربيا

په درناوي

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

b5cf2bbb080a4c8f588277a8b17636c4

نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۶ مرداد ۱۳۸۹ ساعت ۱۲:۵۰:۴۸ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ]
معرفي وبلاگ
 



http://larawbar.com/hella/

 
 

فهرست اصلي
 
صفحه نخست
پست الكترونيك
آرشيو مطالب
افزودن به علاقه مندي ها
صفحه خانگي
 

 
 

آرشيو موضوعي
 
شعورنه
اسلامي ليكني
لنډي كيسي
ادبي ټوټي
خبرتياوي
مقالي
بيلابيلي ليكني
انځورونه
اړ يكي
غو نډ ه
كتا بو نه
بر يښنـــا ليكونه
درحمت الله رحمت ناول
 
 

آرشيو ارسال ها
 
شهريور ۱۳۸۹
مرداد ۱۳۸۹
تير ۱۳۸۹
خرداد ۱۳۸۹
ارديبهشت ۱۳۸۹
فروردين ۱۳۸۹
 
 


پيوند ها
 
افغان ادبي بهير
تل افغان
ټاټوبئ
دارواښآد سيلاب ساپي بلاګ
روهي ويب پاڼه
غورځنګ ويب پاڼه
دميرمن كلتوري ټولنې ويب پاڼه
پښتوسندري
دتهران راديو پښتو خپرونه
دامريكاږغ اشنا راديو
دچين راديو پښتو خپرونه
دالمان ږغ راديو پښتو خپرونه
دښآغلي همت الله امين زي ويب سايټ
مورچل ويب پاڼه
خوست ويب پاڼّه
انلاين پښتو مشاعره
په زړه پورې افغانئ لينكستان
پكتيا ويب پاڼه
وحدت ورځپا ڼه پيښو ر
سور غر ويب پا ڼه
سپوږمۍ ويب پا ڼه
سمسور و يب پا ڼه
خوست راديو
دافغا نستا ن دطالبانو ويب پا ڼه
تاند ويب پا ڼه
پښتونخوا ويب پا ڼه
پكټ راديو پښتو خپرو نه
داستانونه ويب پا ڼه
زمو افغانستان ويب پا ڼه
ډيوه راديو ويب پا ڼه
دازادۍ راديو پښتو خپرونه
ليكوال ويب پا ڼه
هيواد ويب پا ڼه
اصلاح ويب پا ڼه
شهامت ويب پا ڼه
ريان اسلامي ويب پا ڼه
توره بوړه ويب پا ڼه
لوي غر ويب پا ڼه
د بي بي سي پښتو خپرونه
ګران وطن ويب پاڼه
بينوا ويب پاڼه
ټول افغان ويب پاڼه
دموسيقۍ په زړه پورې ويب پاڼه
دموسيقۍ ښكلې ويب پا ڼه
پښتا نه و يب پا ڼه
رومال و يب پا ڼه
ننګيا ل و يب پا ڼه
لوي افغانستان وېبپاڼه
طلوع ټلوېزيون
آرمان راډيو
لمر ټلوېزيون
نورين راډيو ټلوېزيون
پژواك خبري آژانس
ولس خبري اژانس
تول پښتانه وېبپاڼه
ميدان وردگ ولايت پانه
مسلمانان وېبپاڼه
دپښتنو شاعرانو شعرونه وېبلاك
حقيقت ويببانه
كره كتنه وېبلاك
دبازمحمد عابد وېبلاك
افغا ن ننګ ويب پا ڼه
لر او بر ويب پا ڼه
په زړه پوري اسلامي ويب سايټ
بلاګو نه و يب پا ڼه
خبرونه ډا ټ كام
دعبدالهادي حيران و يب پا ڼه
افغا ن كلتوري ودې ټولنه
دآپلوډ په زړه پوري ويب پا ڼه
پښتو نستا ن ويب سا يټ
دښځـو ويب پا ڼه / اوربل
آنلا ين ويب پـا ڼه
قا مو ســو نه و يب پاڼه
سلګۍ ويب پا ڼه
شعرو نه و يبلا ګ
سباؤن ويب پا ڼه
د اجمل اند ويب پا ڼـــه
لمر و يب لا ګ
ليكوال ويب پاڼه
بوريوال كاكړ بلاګ
افغان رساله
دانش خپرندويه ټولنه
دانټر نيټي تبليغاتو سايټ
ديدنونه ويب پاڼه
نړ ۍ وال ويب پاڼه
دجهاني صاحب ويب پاڼه
كندهار تلويزيون ويب پاڼه
 
 


لوگوي دوستان
 
POWERD BY neginblog.com
 
 


كدهاي كاربر
 
 
 


 

تمام حقوق تعلق به نگین بلاگ است