هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته omari.zabul@gmail.com |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
دوهمه برخه
بسم الله الرحمن الرحيم
دعبدالله بن عباس (رض)څخه روايت دي چه الله تعالي پرهراسمان يونورپيداكړي دي ددي نورڅخه بي شماره فرشتي پيداسوي دي اوحكم پرهغودتسبيح اوپاكي اوتقدس اوتعظيم دكولودي كه چيري يوه لحظه غافله سي نوبالفوردالله تعالي په تجلياتو وسوزي اوخاوري سي اوپه دي فرشتو كي دبعضوشكل دغوادي اودځينوشكل دماردي اودځينوشكل دډينګ دي اودځينونيم بالابدن دواوري اونيم لاندي بدن داوردي اوداټول ژوندي دي اودخپل رب ثناوائي /سبحان من الف بين الثلج والنار/ يعني ثناوايم دهغه خداي ؟ج؟ چه تركيب يي راكړي دي موږته داور اودواوري څخه اونه ويلي كوي اورواوره اونه مړكوي واوره اور-داټولي فرشتي څوك په حال كي دقيام دي اوڅوك په حال كي دركوع دي اوڅوك پرسجده اوڅوك پرقاعده دي ترقيامته پوري -اودقيامت په ورځ به ټول عذرخواهي كوي او وائي به /سبحانك ماعبدناك حق عبادك/يعني اي پروردګاره موږنه دي كړي ستاعبادت چه كوم ستاحق پرستي ده؟ وروسته ددي خالق،ج، اووه ورځي پيداكړي -ديكشنبي په ورځ ئي حاملان عرش جوړكړه-اود دوشنبي په ورځ ئي اووه طبقي اسمانونه-اودسه شنبي په ورځ ئي اووه طبقي مځكي پيداكړي -اودچهارشنبي په ورځ ئي تنګي اودپنجشنبي په ورځ ئي نفع وګرځول مځكي لره اوڅه چه په دي كي دي -اودجمعي ورځ ئي دلمراودسپوږمي اوټولوستورودپاره وګرځول اودا اووه اسمانونه ئي په حركت كي راوستل-اوپه اوومه ورځ دشنبي ئي دتمامي جهانه فراغت وكړي - لكه الله تعالي چه وائي/خلق السموات والارض ومابينهمافي ستة ايام/؟الفرقان۵۹/؟ ترجمه:پيداكړي دي الله تعالي مځكي اوآسمانونه اوڅه چه ددي په منځ كي دي په شپږو ورځوكي اوهغه ورځ داسي لويه ده په مصداق ددي آية شريف/؟ان يوماعندربك كالف سنة مماتعبدون (الحج۴۷)ترجمه:بيشكه يوه ورځ په نزد درب،ج،ستاد زروكلوسره برابره ده كومي ورځي چه تاسوئي شميري- يعني دزروكلو كارالله،ج،په يوه ورځ كي كولاي سي -نوپوه سي چه الله پاك څوزره مخلوق دسترګوپه رپ كي پيداكولاي سي مګرالله پاك په خپل حكمت كامله سره خپل بندګان پوه كوي چي هغه دي په خپلوكاروكي تعجيل نه كوي اوصبردي كوي په مصداق ددي چي/الصبرمفتاح الفرح/ يعني صبردراحت كيلي ده اوددي وروسته ئي تحت الثري پيداكړه اوتحت الثري دلندي مځكي نوم دي - عبدالله بن عباس (رض) فرمايلي دي چه ثري ديوي شني ډبري نوم دي اوتردي لاندي ئي دوږخ جوړكړي دي په هغه كي يوسرداردي چه دهغه نوم مالك دي اودوږخ دهغه تابع دي اونولس۱۹ فرشتي ئي نوري دمالك ترحكم لاندي پيداكړي-الله تعالي فرمائي/عليهاتسعة عشرة/المدثر۳۰؟ چي په دوږخ باندي نولس فرشتي دي اودهري فرشتي اويازره لاسونه ښي طرف ته او اويازره لاسونه كيڼ طرف ته دي اودهرلاس په اويازره منګلوكي اويازره ګوتي دي اوپه هره ګوته كي يوه يوه اژدهاده اودهري اژدهاپرسر يو يوماردي چه دهغي اوږدوالي داويازره كلو دلاري برابردي-اودهرمارپرسرباندي يولړم دي چه دوږخيانوته يوټك وركړي نوداويازرو كلوپوري دهغه دردموجود وي اوفرياد وزاري به كوي اودګيڼ لاس په ګوتوكي ئي داورتنبه ده -كه چيري يوه تنبه دحشرپه ميدان كي وغورځول شي اوتمام مخلوقات انس وجن ئي پورته كول وغواړي نوهيڅكله به ئي نكړي پورته-ودغه فرشتوته حكم وسوچه تاسي ودوږخ ته دننه ولاړي شي هغوي عرض وكړي چه خدايه موږداور دبيري دوږخ ته نه سو تلاي بيا رب العلمين حكم وكړي نوجبرائيل:ع: يومهردجنت څخه راوړي اوهغه فرشتوته ئي پرتندي ولګاوي چه په هغي باندي // لااله الاالله محمدرسول الله//ليكلي ووچه ددوږخ اورپه دي فرشتوباندي ددي كليمې دمهردبركته اثرنه كوي بياهغه نولس فرشتي ددي كلمي په بركت سره دوږخ ته داخلي سوي دهغه وخت څخه به ترقيامته پوري په دوږخ كي دننه اوسيږي اوكوم څوك چه داغ دمحمدصلي الله عليه وسلم پرزړه اوتندي لري نو په مصداق ددي آية شريف به // اولئك في قلوبهم الايمان//الحشر۲۲؟ هرګزددوزخ اوربه هغه ته ونه رسيږي: ددوزخ اووه دروازي دي لكه څنګه چه الله پاك فرمايلي دي /لهاسبعة ابواب لكل باب منهم جزء مقسوم / الحجر/ ترجمه:ددوږخ اووه دروازي دي دهري دپاره ددوي څخه يوه فرقه تقسيم سوي ده ، طبقه اولي جحيم، دوهمه جهنم، دريمه سقر، څلورمه ،سعير،بنځمه لظي،شپږمه هاويه،اواوومه حطمه دي-اوروايت دي چه يوه ورځ جبرائيل:ع: دا آية مبارك رسول الله صلي الله عليه وسلم، له راوړي چه/ فخلف من بعدهم خلف اضاعواالصلوة واتبعوالشهوات فسوف يلقون غيا//مريم ٥٩)ترجمه: بياهغوي پرځاي خليفګان سوه نالائق خليفګان چه هغوي قضاء كړولمونځونه اوتابعداري يې وكړه دخواهشاتو نفساني نوژرده چه دوي به جزاء دګمراهي ومومي :: اوپه دغه وخت يو زلزله پرمځكه اوپرغرونو راغله اودهغي سره يو آواز راغي چه رنګ دآنحضرت محمد؟ص؟ متغيرسو نو رسول الله ص؟ دجبرائيل :ع:څخه تپوس وكړي چه دا آوازدچادي هغه وويل دمنافقانو لكه څنګه چه خداي تعالي فرمايلي دي // ان المنافقين في الدرك الاسفل من النار//(نساء۴۵) ترجمه: بيشكه چه منافقين دټولوڅخه په لاندي درجه داوركي دي:؟ اوپه شپږمه درجه ددوږخ كي به مشركان وي.اوپه پنځمه درجه كي بت پرستان ، اوپه څلورمه درجه كي مينوشان ، اوپه دريمه درجه كي ترسيان يعني آتش پرستان ، اوپه دوهمه درجه كي زناكاران ، اوپه اوله درجه كي به نافرمانه دامت ستاوي ، لكه چه رب العزت فرمائي // ان الذين آمنوا والذين هادوا والصبئين والنصري والمجوس والذين اشركوا//الحج۱۷): ترجمه: هغه خلق مسلمانان چه ګنهكاره دي اوهغه خلق چه يهوديان اوصابئين دي ،صابيان دبت پرستانويوفرقه ده) اومجوسيان اونصاري اوهغه خلق كوم چه دخداي :ج: سره شريك پيداكوي - اوداشپږقسمه خلق به په دوږخ كي وي، اود دوږخ ديوي دروازي څخه تربلي دروازي پوري داوياكلولارده اوپه حديث كي راغلي دي چه په قدرت الهي سره چه كله زر كاله ددوږخ اوربل سونوسورسو بياچه زركاله پوه كړل سو نوسپين سوبياچه زركاله نور ګرم سو نو تورسو اوترقيامته پوري به دتوري شپي په شان وي اودبندوالي دپاره ئي يوه ډبره چه دهغي لوړوالي دپنځه سوو كلو لارده ددوږخ دپاسه ايښودل سوي ده اوددوږخ څخه لاندي يوه ډبره ده چه ترهغي لاندي يوه فرشته دغوماشي پرشاولاړه ده اوترهغه لاندي يو دومره ماهي دي چه دهغه لكي دعرش سره لګيدلي ده اويوه غواچاغه چه دهغي اويازره ښكردي مځكه ئي سخته نيولي ده اودماهي پرخيټه ولاړه ده دي غوا اراده وكړل چه وښوريږي ددغه ځايه خداي پاك يوه غوماشه پيداكړه اودهغه غوامخامخ ئي كړه اوغوا ئي پرپزه وچيچله اودغه غواد درد درسيدوڅخه وروسته ځاي پرځاي آرامه سوه اوتراوسه پوري هغه غوماشه دغواپه پزه كي ده اوترقيامته پوري هغه غوادبيري څخه نه سي ښوريداي اوكه چيري هغه وښوري نو ټوله عالم به په لړزان سي: ددي وروسته الله پاك رنګ پيداكړي اوهواته ئي حكم وكړي چه ددي يوحصه مځكي ته اويوه حصه ترمځكي لاندي يوسه: اودهغه وروسته ئي بي تاوه اور پيداكړي لكه څنګه چي الله پاك فرمائي // والجآن خلقنه من قبل من النارالسموم // (الحجر٢٧) ترجمه: اوجنات موپيداكړه داور دشعلي څخه- اودجناتو موجهان ډك كړي - بياپاك الله يوپيغمبر راوليږه چه نوم دهغه يوسف وو چه دوي ته دالله پاك دطرفه شريعت اوهدايت وښيي هغوي هغه پيغمر ونه مانئ اومړئي كړي اوپه مځكه كي ئي فسادشروع كړي بيا الله پاك عزرائيل :ع: سره ده فرشتو راوليږي اوهغوي ئي ډيرمړه كړه اوجهان ئي ځني خالي كړي :؟؟ والله اعلم بالصواب؟ ؟ محمدزمان هوتك كندهارسپين بولدك افغانستان
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۳ مرداد ۱۳۸۹ ساعت ۰۹:۴۷:۱۵ | آرشيو نظرات (0)
دحضرت محمد صلي الله عليه وسلم دسيرت سلسله دري دېرشمه برخه مخكي مو وويل چي ديثرب له خلګو څخه شپږكسانو ايمان راووړ او له رسول صلي الله عليه وسلم سره ئي ژمنه وكړه چي درسول صلي الله عليه وسلم رسالت به خپل قوم ته رسوي ددې نتيجه داشوه چي په راتلونكي كال يعني دنبوت په دولسم كال دحج په موسم كښي چي د۶۲۱ م كال دجولاي دمياشتې سره سمون خوري دوولس كسان دنبي صلي الله عليه وسلم حضورته راغلل له دې جملې څخه پنځه كسان هماغه وو كوم چي تير كال حاضر شوي وو او جابر بن عبدالله بن رئاب دهغوي شپږم وو چي په دې كال نه وو راغلئ او ددې دولس كسانو دپاته اوو كسانو نومونه دادي ۱ معاذ بن الحارث بن عفراء له بني نجار قبيلې څخه ۲ ذكوان بن عبدالقيس له بني زريق كورنۍ څخه ۳ عبادة بن الصامت له بني غنم كورنۍ څخه ۴ يزيد بن ثعلبه دبني غنم له ملګرو حليفانو څخه ۵ عباس بن عبادة بن نضلة له بني سالم كورنۍ څخه ۶ ابوالهيثم بن التيهان له بني عبدالاشهل كورنۍ څخه ۷ عويم بن ساعدة له بني عمرو بن عوف كورنۍ څخه لدې كسانونه يوازي دوه وروستي له اوس قبيلې څخه وو نورټول دخزرج قبيلې غړي وو ٫٫٫ دې كسانو په مني له عقبې سره خواكي له رسول صلي الله عليه وسلم سره ملاقات وكړو٫ اوله رسول صلي الله عليه وسلم سره ئي دداسي خبرو بيعت وكړو٫ چي بيا وروسته يعني دمكې دفتحې په وخت كي له ښځونه دهمغه خبرو بيعت واخيستل شو٫ او دې بيعت ته بيعة النساء٫ دښځو بيعت٫ ځكه وائي چي دبيعت بندونه مادي لكه دښځو دبيعت دبندونو او مادوپه شان وي امام بخاري له عبادة بن صامت څخه روايت رانقل كوي هغه ائي رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي راشئ له ماسره پردې بيعت وكړئ چي له الله تعالي سره به هيڅ شريك نه نيسئ غلابه نه كوئ زنا به نه كوئ خپل اولادونه به نه وژنئ٫ بهتان به نه كوئ په ښو كارونوكي به زما نافرماني نه كوئ٫ چاچي په دې خبرو عمل وكړو نو اجر ئي پر خداي دئ او كه څوك لدې امورو نه دكوم يوه مرتكب شو يعني په دې هكله ئي په كوم څه كي زما له امر څخه سرغړوه وكړه اوبيائي په دنيا كي دهغه عمل جزا وليدله نو همدا دده دپاره كفاره ده كله چي بيعت سرته ورسيدو او دحج موسم هم تيرسو نو رسول الله صلي الله عليه وسلم له هغو خلګو سره خپل لومړئ سفير وليږلو ترڅو هغه مسلمانانوته داسلام احكام او هدايات ورزده كړي او دمشريكينو په مينځ كي داسلام تبليغ وكړي رسول الله صلي الله عليه وسلم ددې دندې دپاره دسابقين اولين له جملې څخه يوځوان انتخاب كړچي نوم ئي مصعب بن عمير عبدري رضي الله تعالي عنه وو كله چي مصعب بن عمير رضي الله تعالي عنه يثرب ته ورسيدو نو داسعد بن زراره رضي الله تعالي عنه په كوركي ميشته شو دوي دواړوپه ډيره مينه او جوش او خروش سره داسلام تبليغ كاوه مصعب بن عمير رضي الله تعالي عنه دمقريء په نامه سره مشهوره وو مقريء يعني ويونكئ هغه وخت به ئي استاذ او معلم ته مقريء ويل٫ ددعوت او تبليغ په ډګر كي دده له سترو كاميابيو څخه يوه داده چي يوځل اسعد بن زراره رضي الله تعالي عنه هغه دبني عبدالاشهل او بني ظفر ځاي ته ور ووست او هلته دبني ظفر ديوه باغ په دننه كي له مرق نومي څاه سره كښيناستل څه شمير مسلمانان ورته راټول شول٫ هغه وخت دبني الاشهل دواړه سرداران سعد بن معاذ او اسيد بن حضير مشركان ؤ٫ او لا تر اوسه په اسلام نه وو مشرف شوي دوي داړه چي كله له دې نه خبر شول نو سعد دبني الاشهل بل سردار اسيد ته وويل ولاړشه او دغه دواړه مصعب اواسعد رضي الله تعالي عنه دواړه تهديد كړه٫ او زموږ ځاي ته له راتلو څخه ئي منع كړه٫ ځكه دوي دواړه راغلي ترڅو زموږ كمزوري كسان بې لاري اوبي وقفه كړي اوكه چيري اسعد بن زراره رضي الله تعالي عنه زما دخاله ترور زوي نه واي نو داكار ماخپله كاوو٫ پدې سره اسيد خپله نېزه واخيستله او ددوي پر لور ورروان شو٫ او كله چي داسعد رضي الله تعالي عنه سترګي ورباندي ولګيدلي نو مصعب رضي الله تعالي عنه ته ئي وويل٫ دادئ دخپل قوم سردار راته راروان دئ دده په هكله له الله تعالي سره ريښتونولي غوره كړه مصعب رضي الله تعالي عنه ورته وويل چي كه كښينست نو خبري به ورسره وكړم٫ اسيد راغي دوي ته ودريد او سختي سختي خبري ئي ورته وكړلي ورته وئي ويل تاسو دڅه پخاطر دلته راغلي ياست ترڅو زموږ كمزوري كسان احمقان جوړ كړئ نوركه خپل ژوند درته ګران وي نو له موږ څخه ليري شئ٫ حضرت مصعب رضي الله تعالي عنه ورته وويل٫ بده به نه وي كه ته لږ كښينې٫ او زما خبري واوري٫ كه دې كومه خخبره خوښه شوه نو قبوله به ئي كړې او كه دې خوښه نه شوه نو مه ئي منه٫ اسيد ورته وويل دانصاف خبره دې وكړه٫ نو خپله نېزه ئي ودروله او كښيناست٫ مصعب رضي الله تعالي عنه داسلام خبره ورته وكړه٫ او قرآن كريم ئي ورته ولوست هغه وايي قسم په خداي مخكي لدې څخه چي اسيد خبري وكړي موږ ئي په مخ كښي داسلام روڼا وليدله بيا ئي وويل داڅومره ښكلئ او خوږ كلام دئ٫ داراته وواياست چي كه څوك به دې دين كښي شاميليدل وغواړي نو څه به كوي؟ هغوي ورته وويل لومړئ غسل وكړه٫ پاكي جامي واغونده٫ بيا دحق او شهادت كليمه ووايه٫ او دوه ركعته لمونځ ادا كړه٫ حضرت اسيد پآڅېد غسل ئي وكړو٫ جامي ئي پآكي كړي٫ دشهادت كليمه ئي وويله او دوه ركعته لمونځ ئي ادا كړو٫ پدې پسي ئي دا خبره هم وكړه ماپسي يو بل كس هم دئ كچيري هغه ستاسي متابعت غوره كړو٫ نو دهغه قوم به ټول په تاسو پسي روان شي٫ اوله دوي څخه به هيڅوك ستاسو مخالفت ونه كړي زه اوس هغه تاسو ته راليږم سعد بن معاذته اشاره ده بيا حضرت اسيد رضي الله تعالي عنه خپله نيزه واخيستله او سعد بن معاذ ته ورغي هغه له خپل قوم سره په دېره كښي ناست وو سعد چي كله هغه وليد نوئي وويل قسم په خداي داچي په كومي مخ تللئ ؤ٫ په هغه بيرته نه دئ راغلئ حضرت اسيد رضي الله تعالي عنه راورسيد نو سعد بن معاذ وپوښته چي څه دې وكړو٫؟ ده ورته وويل ماله هغه دواړو سره خبري وكړي خو قسم په خداي چي څه مشكل مي پكي ونه ليدو٫ ما هغوي منع كړو خو هغوي راته وويل څه چي ستا خوښه وي هغه به كوو او بله داچي زه خبر شوم چي بني حارثه راوتلئ ترڅو اسعد بن زراره ووژني اوداپه دې خاطر چي هغوي په دې خبر شوي دي چي اسعد ستا دترور زوي دئ نوپه دې سره هغوي غواړي ستا سره خپل تړون مات كړي سعد بن معاذ چي دا خبري واوريدلي قهر او غصې پر سر واخيست فوراً راپاڅيدو٫ خپله نيزه ئي راواخيستله او دهوي دواړو پر خوا ورغي خو كله چي ئي هغوي ډاډه وليدل نپوه شو چي پدې خبره سره اسيد غوښتل چي زه ددوي خبري واورم٫ او كله چي ښه ورلنډ شو٫ ورته ودريدو او دوي ته ئي سپكي سپوري وويلي٫ بيائي اسعد بن زراره رضي الله تعالي عنه ته وويل اې ابو امامه قسم په الله كه زما اوستا تر مينځ خپلوي نه واي نو تابه له ماڅخه داطمعه او اميد نه وو كړئ ته راځې او زموږ په كورو كلي كښي داسي كارونه كوې چي زموږ نه خوښيږي٫ لدينه مخكي حضرت سعد٫ حضرت مصعب رضي الله تعالي عنه ته ويلي وو دادئ داسي سردار درته راروان دئ چي ترشائي ټول قوم ولاړ دئ٫ كچيري ده ستا پيروي غوره كړله نو ټول قوم به ئي ستا پيروان وګرځي٫ همدلته وه چي حضرت مصعب رضي الله تعالي عنه ورته وويل مهرباني وكړه ل. كښينه او زما څو خبري واوره٫ كه دې كومه يوه خبره خوښه شوه قبوله ئي كړه او كه دې نه شوه خوښه نو مه ئي قبلوه٫ سعد بن معاذ په ځواب كي ورته وويل٫ دانصاف خبره دې وكړه بيا ئي خپله نيزه ودروله اوكښيناست حضرت مصعب رضي الله تعالي عنه داسلام وړانديز ورته وكړو٫ او قرآن كريم ئي ورته تلاوت كړو٫ وائي قسم په خداي مخكي له دينه چي څه ووايي موږ ئي په مخ كي داسلام روڼا وليدله بيا ئي راته وويل كله چي اسلام مني نو څه به كوي؟ دوي دواړو ورته وويل ته لومړئ غسل وكړه خپلي جامي پاكي كړه بيا دحق او شهادت كليمه ووايه او ورپسي دوه ركعته لمونځ وكړه٫ حضرت سعد بن معاذ رضي الله تعالي عنه هم پاڅيد او دغه يادشوي كارونه ئي وكړل٫ بيائي خپله نيزه واخيستله او خپل قوم ته ورغي هغوي چي وليد يوبل ته ئي وويل قسم په خداي په كوم مخ چي تللئ وو پر هغه بيرته نه دئ راغلئ او كله چي مجلس ته راورسيدو نو وئي ويل اي بني الاشهل ستاسو په مينځ كښي زما مقام او معامله څنګه ده؟ دوي ورته وويل ٫ ته زموږ سردار ئي او تر موږ ټولو دپاخه نظر خاوند ئي او تر موږ ټولو بركتي او زموږ نمائنده ئي نو ده ورته وويل چي ښه نو واورئ ستاسي ټولو نر اوښځو ٫ سره تر هغو پوري زما خبري حرامي دي تر څو مو پر الله تعالي او دهغه پر رسول ايمان نه وي راوړئ دسعد بن معاذ رضي الله تعالي عنه ددې خبرې تاثير داوو چي تر ماښامه پورې ټول قوم په اسلام مشرف شو٫ يواځې يوه كس چي اصيرم نوميده اسلام رانه ووړ٫ هغه هم بيا وروسته داحد به جګړه كښي مسلمان شو٫ دالله تعالي به لاره كښي ئي جګړه وكړله٫ اوپه داسي حال كښي په شهادت ورسيدو چي الله تعالي ته ئي يوه سجده هم نه وه كړې رسول اكرم صلي الله عليه وسلم دده په هكله وائي٫ عمل قليلا واجر كثيرا٫ يعني نوموړي عمل لږ كړئ خو اجر ئي ډير زيات تر لاسه كړو٫ حضرت مصعب رضي الله تعالي عنه تر هغې پورې داسعد بن زراره رضي الله تعالي عنه په كوركي وو او داسلام تبليغ ئي كاوه ترڅو په انصاروكښي داسي كورنۍ پاته نه شوه چي څو كسان نر او ښځې پكي مسلمان شوي نه وي يوآځې دبني اميه بن زيد او خطمه او وايل كورنۍ داسي وې چي څوك نه وو ورنه مسلمان شوي او داهم ځكه چي مشهور شاعر قيس بن اسلت ددوي له ډلې څخه وو او دوي به دده خبره په كلكه سره منله او همدې شاعر دوي دخندق تر غزا پنځم هجري كال پوري له اسلام نه بيل اوليري ساتلي وو په دې ترتيب سره حضرت مصعب بن عمير رضي الله تعالي عنه دبعثت دديارلسم كال دحج له موسم نه مخكي مكې مكرمې ته ستون شو او هلته ئي خپل عظيم لارښود حضرت محمد صلي الله عليه وسلم ته دفتحې زيرئ واوراوه٫ او هغه ئي ديثرب دخلګو له حال احوال ددوي له جنګي او دفاعي صلاحيتونو او نورو ښوښو استعدادونو څخه خبر كړو٫ ٫٫٫٫ دنبوت دديارلسم كالدحج په موسم يعني د۶۲۲ م كال دجون په مياشت كي دمدينې منورې له اوسيدونكونه له اويا وو نه زيات مسلمانان دخپل قوم له مشريكانو سره يوځاي دحج داداكولو په خاطر مكې ته ورسيدل دوي لا په مدينه ويادمكې په لاره كښي وو چي داخبره ئي سره ياده كړله چي تركومه به رسول الله صلي الله عليه وسلم دمكې په غرونوكي لالهانده او له غمونو او مشكلاتو سره لاس او ګريوان پاتي وي٫ دوي مكې ته له رسيدو وروسته په پټه له رسول صلي الله عليه وسلم سره تماس ونيوئ اوپه دې سره سلا شول چي دذي الحجي په دولسمه شپه به په مني او دجمره عقبه خواكي سره غونډيږي٫ اوس راځئ كعب بن مالك الانصاري رضي الله تعالي عنه ته غوږ شو چي ددې تاريخي غونډي په هكله كومي چي دكفر او اسلام دجګړې مخه ئي بدله كړه څه وايي٫ حج ته ولاړ او له رسول صلي الله عليه وسلم سره ئي دتشريق منځنۍ ورځ وعده وټاكله بالاخره ټاكل شوې شپه راورسيده او داخبره ئي دخپل قوم له مشريكينو څخه پټه ساتله٫ كعب وايي دنوموړې شپې په سركي له خپل قوم سره يوځاي پخپله مينه كښي ويده شوو خو دشپې له درييمې برخې تيريدو وروسته راپاڅيدلو اوپه پټه سره دټاكل شوي ځاي وخواته وخوځيدو ترڅو دعقبې خواته سره غونډ شوو٫ زموږ شمېره دري اويا سړي او دوي ښځې چي يوه ئي دبني مازن بن النجار نسيبه دكعب لور ام عمارة او بله ئي دبني سلمه قبيلې اسماء دعمرو لور٫ ام منيع وه٫ هملته ټول سره راټول شوو٫ او درسول الله صلي الله عليه وسلم دراتلو انتظار مو ويوست٫ ترڅو تشريف ئي راووړ٫ له ده سره ئي تره عباس رضي الله تعالي عنه هم وو نوموړئ هغه وخت لا مسلمان شوئ نه وو٫ خو دائي غوښتل چي دخپل وراره په دې معامله كښي برخه ولري او ټينګ عهد ورته واخلي او ددې غونډي لومړنئ خبري كونكي هم عباس رضي الله تعالي عنه وو٫ كله چي دمجلس غړي پوره شول له ټولو نه مخكي عباس رضي الله تعالي عنه په پوره صراحت سره دمسئلې دارزښت او ددوي دمسئوليت ددروندوالي په هكله خبري وكړلي او وئي ويل اې خزرجيانو٫ دهغه وخت عربو ټولو انصارو ته يعني اوس او خزرج دواړوته خزرجيان ويل٫ تاسي زموږ په مينځ كښي دمحمدصلي الله عليه وسلم مقام او منزلت وينئ موږ هغه دخپل قوم له موږ سره په عقيده كي شريكو خلګو نه په امن كي ساتلئ٫ هغه په خپل قوم كي دعزت خاوند دئ او دلته په خپل وطن كښي زموږ له ملاتړ او حمايې څخه برخمن دئ خو هغه غواړي چي تاسو ته درشي او ستاسو طرف ته ميلان لري نو اوس كه تاسو له ده سره په كړې وعده وفا كوئ او له مخاليفينو څخه ئي ساتئ خو سمه ده تاسو پوه شوئ او مسئوليت مو٫ خو كه ستاسي خيال داوي چي له دې ځاي څخه په وتلو ئي پريږدئ نو سر له اوس نه ئي پريږدئ ځكه په خپل وطن كښي دعزت خاوند دئ او همدارنګه زموږ له ملاتړ څخه برخمن دئ كعب وائي موږ په ځواب كي ورته وويل٫ موږ ستا خبري واوريدلي نو اوس ته خبري وكړه يا رسول الله صلي الله عليه وسلم او دخپل ځان او رب دپاره په خپله عهد او تړون واخله٫ دانصارو له دې ځواب څخه داښه په ډاګه كيږي چي هغوي ددې عظيم مسئوليت په ادا كولو كښي څومره ټينګ ولاړوو٫ اوپه دې لاره كښي ئي دهر راز مشكلاتو زغملو ته په پوره ايماندارۍ اوږه وركوله٫ پدې پسي رسول الله صلي الله عليه وسلم خپلي خبري وكړلي٫٫٫٫٫٫٫ ٫٫٫٫ امام مالك پدې هكله له جابر څخه په مفصله توګه روايت رانقل كوي وايي موږ رسول صلي الله عليه وسلم ته وويل په څه شي بيعت درسره وكړو وئي فرمايل پردې باندي بيعت راسره وكړئ چي ٫ په هرحالت كي به سستي او چالاكي كښي به زما خبري اورئ او منئ بې٫ په فقر او بډايۍ دواړو كي به مال خرڅوئ او مصرفوئ بې٫ په نيكي به امر او له بدي څخه به نهي كوئ٫ دخداي ددين په خاطر راپورته شئ او په دې لاره كښي دهيچا پروا ونه ساتئ٫٫ كله چي زه درغلم نو ملاتړ به مې كوئ او دخپلو ځانونو ښخو او او لادونو پهش ان به زما ملاتړ او دفاع كوئ او ددې ټولو په بدله كښي زه دجنت وعده دركوم٫ دكعب په روايت كښي چي ابن اسحاق راوړئ دئ يواځې وروستئ بند ذكر شوئ دئ پدې روايت كښي راځي كعب وائي٫ نو بيا رسول صلي الله عليه وسلم خبري وكړلي دقرآن كريم له تلاوت دالله ج لورته له بلني او اسلام ته له ترغيب او هڅوني وروسته ئي وفرمايل٫ پدې بيعت درڅخه اخلم چي زما داسي ملاتړ او دفاع وكړئ لكه څرنګه چي ئي له خپلو او لادونو او ښځو څخه كوئ نو براء بن معرور په خپل لاس دده مبارك لاس ونيوئ او وئې ويل قسم ذات چي ته ئي په حقه نبي راليږلئ يې چي دخپلو اولادونو په شان به موږ ستا دفاع كوو٫ له موږ څخه بيعت واخله اې دالله رسوله٫ موږ دجنګ بچيان يو وسله زموږ سينګار ده داموږ ته له پلرونو څخه په ميراث راپاتي شوې ده٫ راوي وائي٫ ابوالهيثم بن التيهان دبراء خبري ورپري كړي او وئي ويل اې رسول الله زموږ او يهودو ترمينځ اوس ښي اړيكي دي خو موږ هغه غوڅوو هسي نه چي اوس موږ دا اړيكي هم غوڅي كړو بيا ته له فتحي او بري څخه وروسته موږ پرډاګ پريږدې٫ او بيرته خپل قوم ته راشي نو رسول الله صلي الله عليه وسلم تبسم وكړو او وئي فرمايل نه داسي نه ده ستاسو وينه زما وينه ده او ستاسو تباهي زما تباهي ده زه ستاسي او تاسو زما ياست له چا سره چي تاسو جګړه كوئ زه هم ورسره جنګيږم او له چا سره چي سوله كوئ زه هم ورسره سوله كوم وروسته لدې چي دبيعت دشرطونو په هكله خبري وشوي او خلګو ئي دتړون اراده وكړه دلومړۍ ډلي مسلمانانو له جملې څخه دوه هغه كسان چي دنبوت په ۱۱ او ۱۲ كال ئي اسلام راوړئ وو پاڅيدل ترڅو خپل قوم ددې بيعت له اهميت او خطر نه يوځل بيا خبر كړي او له بيعت كولو نه مخكي هغوي ښه پوه كړي او ترڅو پدې ځان پوه كړي چي قوم ئي په دې لاره كي څومره قرباني وركولو ته تيار دئ ابن اسحاق وائي كله چي خلګو دبيعت كولو اراده وكړه عباس بن عبادة بن فضله وويل اې خلګو آيا تاسو پوهيږئ چي لدې سړي سره دڅه بيعت كوئ دوي وويل هو ده ورته وويل چي تاسو ددې بيعت ورسره كوئ چي له تولو خلګو سور پوټوكو او تورپوټوكو سره به جنګيږي نو كه ستاسو دا خيال وي چي دخپلو مالونو له مكملې تباهي او مشرانو له وژلو نه وروسته دهغه ملاتړ پريږدئ نو همدا اوس ئي پريږدئ ځكه هغه وخت دده له ملاتړ نه لاس اخيستل ددنيا او آخيرت تباهي ده او كه دا اراده لرئ چي دمالونو له تباهي او سردارانو له مرګ سره سره به له ده سره پر تړون وفا كوئ نو بيا ئي له ځان سره واخلئ ځكه دا ددنيا او آخيرت ګټه او ښيګڼه ده دوي وويل په دې لاره كي موږ دمالونو مشرانو او رهبرانو دمرګ ژوبلي خطر پر ځان منو يارسول الله داراه ووايه كه موږ پردې وفا وكړو نو ددې په بدله كي به زموږ دپاره څه وي؟ ده وفرمايل ددې په بدله كښي ستاسو دپاره جنت دئ نو دوي وويل لاس دې را اوږد كړه ده خپل مبارك لاس وراوږد كړو او دوي بيعت ورسره وكړو٫ او دجابر په روايت كښي راځي٫ وئي ويل پاڅيد تر څو بيعت ورسره وكړي كله چي ئي اسعد بن زراره لاس ونيو نوموړئ تر ټولو كشر وو او وئي ويل لږ تم شئ اې ديثرب خلګو موږ دده حضورته دحاضرۍ په خاطر دا اوږد سفر لدي يقين سره كړئ چي بېشكه هغه دالله رسول دئ نن ورځ دده وتل له ټولو عربو سره دمقاطعې او دښمنۍ معني لري داستاسي دسردارانو دمرګ او تورو چلولو غوښتنه كوي كه تاسو دې قربانۍ ته تيار وئ نو درسره وائي خلئ خداي به اجر دركړي او كه چيري تاسو پر خپلو ځانونو ويريږئ او دابه دالله تعالي په وړاندي ستاسو څه ناڅه مقبول عذر وي٫٫٫٫٫٫ دبيعت په شرطونو او بندونو له موافقې او له يادشوي تاكيد وروسته دبيعت سلسله په مصافحې لاس وركولو سره پيل شوه جابر داسعد بن زراره دخبرو له روايت څخه وروسته وائي نو هغوي وويل اسعده لاس دي ليري كړه قسم په خداي چي موږ دا بيعت حتما خامخا كوو او بيائي نه ماتوو پدې سره اسعد پوه شو چي قوم ئي په دې لاره كښي څومره قربانۍ ته تيار دئ دئ له دې پلوه ډاډه شو نوموړئ دبيعت كونكو ديني رئيس وو ځكه دمصعب بن عمير ملګرئ داعي وو او له ټولو نه لومړئ ده بيعت وكړو٫ ابن اسحاق وايي بنوالنجار دا ګومان كوي چي ابو امامه اسعد بن زراره لومړنئ كس وو چي له رسول الله صلي الله عليه وسلم سره ئي دبيعت لاس وركړو٫ ورپسي عام بيعت پيل شو جابر وايي موږ يو يو ورپاڅيدو او بيعت مو وركاوه په مقابل كښي به ئي دجنت وعده راكوله خو دهغه او دښځو بيعت يواځې زباني وو ځكه رسول الله صلي الله عليه وسلم له پردئ ښځو سره كله هم لاس نه دئ وركړئ نوربيا په درنښت محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۲ مرداد ۱۳۸۹ ساعت ۱۰:۵۸:۱۷ | آرشيو نظرات (0)
بسم الله الرحمن الرحيم::: )) روايت كړي دي محمد بن اسماعيل بن ابراهيم بن آذربخاري دحضرت امام جعفر ؟رضي الله عنه؟څخه اوهغه دخپل پلارامام باقر(رض)څخه اوهغه دخپل پلار زين العابدين څخه اوهغه روايت كړي دي دخپل پلارحضرت امام حسين (رضي الله عنه)اوهغه اوريدلي دي دخپل پلارحضرت عالي كرم الله وجهه څخه چي هغه فرمايلي دي چي يوه ورځ زه دجناب؟ رسول الله صلي الله عليه وسلم ؟ سره ناست وم چه جابربن عبدالله انصاري (رض) راغئ او؟رسول الله صلي الله عليه وسلم ؟ ته يې عرض وكړئ چي يارسول الله صلي الله عليه وسلم (( فداك امي وابي )) زماموراوپلاردي ترتاقربان وي ) ماخبركړه چي الله تعالي اول څه پيداكړي دي رسول الله (ص) وفرمايل چي ترټولو اول الله؟ ج؟ زمانور پيداكړي دي زركاله مخكي چي دهغو زروكلو يوه ورځ ددي جهان دزروكلوسره برابره ده ځكه چي الله تعالي فرمائي = وان يوما عند نوربيا
؟محمدزمان هوتك سپين بولدك ؟
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۰ مرداد ۱۳۸۹ ساعت ۰۲:۰۲:۴۱ | آرشيو نظرات (0)
دحضرت محمد صلي الله عليه وسلم دسيرت سلسله دودېرشمه برخه په داسي حال كي چي د رسول صلي الله عليه وسلم دعوت او تبليغ دظلم اوستم په مينځ كښي دبري لار وهله او دفتحي دافق په ليرو څنډوكي دبرلاسي او غلبې دستورو تته شانته رڼا ترسترګو كيدله٫ په همدې وخت كي داسراء او معراج پېښه وشوه٫ ددې پيښې دنيټې په اړوند٫ اهل سير٫ تاريخ پوهان٫ مختلف نظرونه لري ويل كيږي په كوم كال چي رسول صلي الله عليه وسلم په نبوت مشرف شو په هماغه كال دمعراج پېښه وشوه٫ دادطبري قول دئ٫ له بعثت نه پنځه كاله وروسته داپېښه وشوه٫ امام نووي او امام قرطبي داقول راجع بولي دنبوت دلسم كال درجب مياشتې په اوه ويشتمه دمعراج پېښه شوېده٫ داقول علامه منصور پوري غوره كړئ دئ٫٫٫٫ ويل كيږي چي داپيښه ددولسم كال درمضان په مياشت كي يعني له هجرت نه شپاړس مياشتي مخكې واقع شوېده٫٫٫٫ او همدارنګه ويل كيږي چي دمعراج پېښه له هجرت نه يوكال او دوي مياشتي مخكي يعني دنبوت دديارلسم كال دمحرم په مياشت كي واقع شوېده٫ يو روايت داهم دئ چي داپيښه له هجرت نه يوكال مخكي يعني دنبوت دديارلسم كال دربيع الاول په مياشت كي واقع شوېده٫ له دې اقوالوڅخه لومړني دري قولونه ځكه سم او درست نه شميرل كيږي چي خديجه رضي الله تعالي عنها٫ دنبوت دلسم كال درمضان په مياشت كي وفات شوېده٫ او داخو ثابته شوېده چي نوموړې دپنځ ګونو لمونځونو له فرضيت نه مخكي وفات شوېده او داهم ثابته ده چي دپنځګونو لمونځونو اداكول دمعراج په شپه فرض كړل شوي دي په هرصورت داسراء سورت څخه دا څرګنديږي چي داسراء او معراج پيښه ډير وروسته واقع شوېده٫ حديث پوهانو ددې پيښې ټول تفصيلات رانقل كړي دي٫٫٫٫٫ ابن قيم وايي٫ دصحيح روايت مطابق رسول صلي الله عليه وسلم جسما په داسي حال كي چي په براق سپور او جبرائيل عليه السلام ورسره ملګرئ وو له مسجد حرم څخه بيت المقدس ته بوتلل شو٫ هلته كوز شو براق ئي دجومات ددروازې له يو كړۍ سره وتاړو٫ او نبيانو عليهم السلام ته ئي لمونځ وركړو٫ بيا په همدې شپه كښي له بيت المقدس څخه ددنيا تر اسمان پورې پورته يووړل شو٫ هلته جبرائيل عليه السلام ددرواز ې دخلاصولو اجازه وغوښتله٫ نو دروازه ورته خلاصه شوله٫ هلته ئي ادم عليه السلام وليدو سلام ئي ورواچاوو٫ هغه هم دسلام ځواب وركړو٫ او ښه راغلاست ئي ورته ووايو٫ او دنبي صلي الله عليه وسلم په نبوت ئي اقرار وكړو٫ او هملته الله پاك خپل رسول صلي الله عليه وسلم ته دده په ښي خواكي دشهيدانو اوپه كيڼه خواكي دبدبختانو ارواوي وښودلي٫ ورپسي دوهم اسمان ته بوتلل شو٫ دننوتلو اجازه ورته واخيستله شوه٫ رسول الله صلي الله عليه وسلم دوهم اسمان ته ورداخل شو٫ هلته رسول الله صلي الله عليه وسلم يحي بن زكر يا او عيسي بن مريم عليهم السلام وليدل٫ سلام ئي ورواچاوو٫ هغو دسلام ځواب وركړو او دمحمد صلي الله عليه وسلم په نبوت ئي اقرار وكړو٫ بيا نبي صلي الله عليه وسلم دريم اسمان ته بوتلل شو٫ هلته ئي له حضرت يوسف عليه السلام سره ملاقات وشو٫ سلام ئي ورواچاوو٫ هغه دسلام ځواب وركړو ښه راغلاست ئي ورته ووايم او دمحمدصلي الله عليه وسلم په نبوت ئي اقرار وكړو٫ پدې پسي څلورم اسمان ته بوتلل شو هلته له ادريس عليه السلام سره مخامخ شو سلام ئي ورباندي واچاوو ٫ هغه دسلام ځواب وركړو او دنبي صلي الله عليه وسلم په نبوت ئي اقرار وكړو٫ بيا پنځم اسمان ته وخېژول سو ٫ هلته ئي له هارون بن عمران عليه السلام سره ملاقات وشو سلام ئي ور واچاوه هغه هم ښه راغلاست ورته ووايو او دنبي صلي الله عليه وسلم نبوت ئي ومانو٫ خو كله چي محمدصلي الله عليه وسلم مخ په وړاندې روان شو٫ نو په دې وخت كي موسي عليه السلام وژړل٫ پوښتنه ځيني وشوه چي ولې ژاړې؟ ده په ځواب كي ورته وويل٫ له دې امله ژاړم٫ چي له مانه وروسته يو داسي ځوان په نبوت په مشرف شوي دئ چي زما دامتيانوپه نسبت به دده دامت زيات شمير خلګ جنت ته داخليږي٫ ورپسي محمدصلي الله عليه وسلم اوم اسمان ته بوتلل شو٫ هلته ئي له ابراهيم عليه السلام سره ملاقات وشو٫ سلام ئي ورواچاوو او هغه دسلام ځواب وركړو او دمحمدصلي الله عليه وسلم په نبوت ئي اقرار وكړو٫ له دې نه وروسته محمدصلي الله عليهوسلم سدرة المنتهي ته وخيژول سو٫ بيا هلته محمدصلي الله عليه وسلم ته بيت المعمور وښودل شو٫ بيا له دې نه وروسته دلوي الله ج ودربار ته ورسيدو اورسول الله صلي الله عليه وسلم الله پاك ته دومره ورنژدې شو چي ددو لينديو دلرګي په اندازه او يا تردې فاصلې لا كم٫ همدلته الله پاك خپل رسول الله صلي الله عليه وسلم ته هغه څه وحي كړل چي وحي ئي كړل اوپنځوس لمونځونه ئي پر فرض كړو٫ بيا رسول الله صلي الله عليه وسلم بيرته راستون شو ترڅو موسي عليه السلام ته راورسيدو موسي عليه السلام ورته وويل چي الله پاك په څه مامور كړې؟ محمدصلي الله عليه وسلم ورته وفرمايل چي الله پاك پنځوس لمونځونه راباندي فرض كړو٫ موسي عليه السلام ورته وويل٫ ستا امت دپنځوسو لمونځونو توان نه لري بيرته خپل رب ته ورشه او دخپل امت دپاره دتحفيف سوال ورڅخه وكړه٫ رسول الله صلي الله عليه وسلم جبرائيل عليه السلام ته په داسي انداز وكتل لكه چي مشوره ورڅخه غواړي٫ هغه ورته وويل سمه ده كه ستا خوښه وي نو همداوه چي جبرائيل عليه السلام بيا رسول الله صلي الله عليه وسلم دالله پاك حضورته حاضر كړو٫ الله پاك لس لمونځونه ورنه كم كړل٫ بيا محمدصلي الله عليه وسلم راكوز شو او موسي عليه السلام ته ئي وويل چي اوس الله پاك لس لمونځونه را كم كړو٫ موسي عليه السلام ورته وويل چي بيرته دالله پاك حضور ته ورشه او بيرته دتخفيف سوال ورنه وكړه٫ پدې ډول سره نبي صلي الله عليه وسلم دالله پاك او موسي عليه السلام تر مينځ تلو راتلو ترڅو الله پاك پنځه لمونځونه فرض كړو٫ بيا موسي عليه السلام نبي صلي الله عليه وسلم ته وويل چي بيرته ورشه او له الله پاك څخ دتخفيف سوال وكړه بيا نبي صلي الله عليه وسلم وويل چي لدې نه وروسته ماته شرم او حيا راځي چي له الله پاك څخه دنور تخفيف سوال كوم٫ زه ورنه راضي او همدې پنځو لمونځونو ته تسليم يم٫ او كله چي رسول الله صلي الله عليه وسلم لږ ليري ولاړو نو اواز وشو٫ چي ما خپله فريضه نافذه كړه اوپر خپلو بندګانو مې تخفيف او اسا ني وكړه٫٫٫ پدي پسي ابن قيم ددې خبري اختلاف ذكر كړئ دئ چي آيا رسول الله صلي الله عليه وسلم ليدلئ دئ كنه؟ بيائي دابن تيميه تحقيق رانقل كړئ دئ چي دهغه لنډيز داسي دئ چي په سترګو سره دالله تعالي ليدل ثابت شوي نه دي او نه هم كوم صحابي په دې قول سره قائل شوئ دئ٫ او داچي له ابن عباس رضي الله تعالي عنه نه مطلق ليدل اوپه بل روايت دزړه ليدل رانقل شوي دي نو دا لومړنئ روايت مطلق ليدل ددوهم روايت زړه ليدلو منافي ندي٫٫٫٫٫ ابن قيم بيا وايي٫ دالله تعالي داقول چي فرمايل٫٫ ثم دنا فتدلي٫ ٫٫ بيا نژدې شو جبريل محمدته پس ښه نژدې شو٫ داسراء په كيسه كي ذكر شوي نژدېوالي سره توپيرلري ځكه دنجم سورت پدي پورته ذكر شوي آيت كي نژدېوالي دجبريل عليه السلام له نژدېوالي څخه عبارت دئ لكه څرنګه چي حضرت عايشي او حضرت ابن مسعود رضي الله تعالي عنها فرمايلي او همداراز دجملي سياق هم په دې دلالت كوي٫ او هلته داسراء كي نقل شوي نژدېوالي دالله تعالي له نژدېوالي څخه عبارت دئ پدې اړوند هيڅ اشكال نشته اودنجم په سورت كي دا موضوع نه ده څېړل شوې٫ بلكه هلته داسي ويل شوي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم هغه دوهم ځل له سدرة المنتهي سره وليدو او دا جبرايل عليه السلام وو چي رسول الله صلي الله عليه وسلم دوه ځله په خپل اصلي شكل ليدلئ وو يو ځل ئي په زمكه كښي ليدلئ وو او بل ځل يې هلته له سدرة المنتهي سره ليدلئ دئ٫ الله تعالي له هرچا نه ښه پوهيږي٫ په همدې ځل درسول الله صلي الله عليه وسلم دمباركې سينې دڅيرلو پيښه هم شوې ده٫ اوپه همدې پيښه كښي رسول الله صلي الله عليه وسلم ډير شيان ليدلي دي٫ رسول الله صلي الله عليه وسلم ته شيدي او شراب وړاندې كړل شو٫ هغه صلي الله عليه وسلم شيدې غوره كړې٫ پيغمبر صلي الله عليه وسلم ته يو اواز وشو چي كچيري تا شراب غوره كړي واي نو امت به دې ټوله بې لارې شوئ وو٫ رسول الله صلي الله عليه وسلم په جنت كي څلور رودونه وليدل٫ چي دوه ئي ظاهري او دوه نورئي باطني وو دنيل او فرات رودونه وو٫ ددې معني داوه چي درسول الله صلي الله عليه وسلم امت به دنيل او فرات په حاصلخېزه زمكه كښي خوريږي او دهغه ځاي خلګ به پشت پر پشت داسلام پيروان وي٫ او ددې دواړو معني دا نه ده چي ددې دواړو اوبه به له جنت څخه راوزي٫ رسول الله صلي الله عليه وسلم دمعراج په وخت كي ددوزخ مالك ا خازن هم وليدو٫ هغه نه خندل اونه ئي په مخ كي دخوشحالۍ څه نښي نښاني وي٫ همدا رنګه دالله پاك رسول صلي الله عليه وسلم جنت او دوزخ وليدل٫ رسول الله صلي الله عليه وسلم هغه كسان هم وليدل چي په زوره دخلګو مالونه خوري ديتيمانو او كمزورو خلګو څخه په ظلم مالونه لاندي كوي ٫ دهغوي داوښآنوپه شان شونډي وي٫ دتېږو پهش ان داور سكروټي به ئي په خوله كولې٫ چي بيرته به ئي دمقعد ٫ يعني تر انساني حاجت ځاي وتلې٫ سود خواره ئي هم وليدل چي دومره لويي لويي خيټي ئي وې٫ چي له ځايه به نه شو خوځيدلاي٫ او كله چي به دال فرعون لښكري ددوزخ پر لور بيول كيدل نو پر دې سود خورو به تيريدل٫ او هغوي به ئي تر پښو لاندي كول٫ رسول الله صلي الله عليه وسلم هلته زنا كاران هم وليدل چي مخې ته ئي ښه پاكه تازه او چاغه غوښه ايښي وه او تر څنګ ئي سخا او بد بويه غوښه وه٫ هغوي به دغه پاكه او تازه غوښه پرېښودله او هغه مرداره اوبدبويه غوښه به ئي خوړله٫ هلته رسول الله صلي الله عليه وسلم هغه ښځې هم وليدلې٫ چي په خپلو ميړونو پسي دبل اولاد تړي پدې معني چي له بل چاسره زناكوي او له زنا څخه حمل اخلي اوبيا په بې خبرۍ دغه اولاد دهغه مېړه شمېرل كيږي رسول صلي الله عليه وسلم داډول ښځې وليدلې چي داسمان او زمكې تر مينځ په تيو٫ سينې راځوړندې وي٫ ٫٫٫٫٫٫٫ ابن قيم وايي٫٫٫ كله چي سهار شو نو رسول الله صلي الله عليه وسلم خپل قوم ته دهغو لويو لويو پيښو په اړوند معلومات وركړو٫ كوم چي الله پاك ورښوولي وي ٫ خو قوم انكار ځيني وكړو يعني دنبي صلي الله عليه وسلم دخبرو تكذيب ئي وكړو٫ او دده پر خلاف ئي ظلمونه او تكليفونه نور هم زيات كړو٫ بيا ددې خپل قوم خلګو له نبي صلي الله عليه وسلم څخه دبيت المقدس دكيفيت په اړوند معلومات وغوښتو نو په دغه وخت كي چي نبي صلي الله عليه وسلم دبيت المقدس په اړند خلګو ته معلومات وركول نو الله پاك مخامخ دبيت المقدس نقشه ونبي صلي الله عليه وسلم ته ورښكاره كړله نو بيا نبي صلي الله عليه وسلم پيل وكړو او خپل قوم ته ئي دبيت المقدس دنقشې معلومات وركړو٫ هغوي ونه شو كولاي چي دنبي صلي الله عليه وسلم خبري رد كړي٫ لدې ټولو شواهدو سره سره هغوي دالله درسول خبري ونه منلي٫ بلكه لاپسي بې لاري شول او دخپل كفر او انكار له امله ئي هيڅ ډول حقيقت ته غاړه نه ايښوده٫ ويل كيږي چي ابوبكر صديق رضي الله تعالي عنه ته په همدې وخت كښي دصديق لقب وركړل شو٫ ځكه نوموړي په داسي وخت كښي داسراء معراج دپيښي تصديق وكړو چي نورو خلګو ئي تكذيب كاوه٫ دمعراج دسفر او دګټو او علتونو دبيانولو په هكله تر ټولو نه لويه او تر ټولو نه لنډه خبره دالله تعالي دا قول دئ چي فرمايي لنريه من ايتنا٫ چي هلته وښيو موږ دغه دغه محمدته ځيني له دلائيلو دقدرت خپل دانبياوو عليهم السلام په هكله دالله تعالي سنت همدادئ فرمايي٫ وكذالك نري ابراهيم ملكوت السموات والارض وليكون من المؤمنين٫ او لكه چي موږ وښوده ابراهيم ته دده دقوم دګمراهي قبحه٫ همدارنګه ښيو موږ ابراهيم ته عجائبات داسمانونو او زمكو٫ دپاره ددې چي دليل ونيسي په وحدانيت زما٫ او دپاره ددې چي شي له يقين كونكو عيانا هم لكه چي وو بيا٫ بل ځاي حضرت موسي عليه السلام ته خطاب كوي فرمايي٫ لنريك من اياتنا الكبري٫ دپاره ددې چي وښيو تاته ځيني له هغو معجزاتو چي ډيري لويي دي٫٫٫٫٫٫٫ ٫٫٫٫٫٫٫٫ داچي دمعراج ددې عظيم سفر ترشا نور كوم حكمتونه پراته دي دبيانولو اصلي ځاي يې دشريعت داسرارو كتابونه دي خو څه داسي حقايق هم شته چي له دې مبارك سفر څخه سرچينه اخلي او دنبوي سيرت دګلشن په لور امتداد مومي٫ نو همدې ډول حقائقوته داسي اشاره كوو٫ ګورو چي الله تعالي د اسراء سورت يواځې په يوه آيت كي داسراء كيسه ياده كړې ده او بيا ئي ديهوديانو جرائم بيان كړي دي او دهغوي له جناياتوئي پرده اوچته كړې ده ورپسي ئي هغوي دېته متوجه كړي چي داقرآن ترټولو نه نيغي او سمې لارې ته هدايت اولارښوونه كوي كيداي شي چي دقرآن كريم تلاوت كونكي ددې آيتونو په تلاوت سره داسي وانګيري چي ددواړو خبرو او مسئلو ترمينځ څه ارتباط نشته خو حقيقت داسي ندئ بلكه الله تعالي پدې اسلوب سره دې ته اشاره كوي چي دا سفر يعني دمعراج سفر دبيت المقدس پر خوا تر سره شوئ دئ او داهم ځكه چي يهودان به نور دانساني امت له قيادت او مشرتابه نه ليري كيږي٫ ځكه دوي داسي جرائم او جنايتونه كړي دي چي نورددې وړ نه دي چي دبشريت رهبري وكړي نو الله پاك اوس دغه منصب خپل ستر پيغمبر محمد مصطفي صلي الله عليه وسلم ته سپآري٫ او دابراهيمي دعوت دواړه مرګزونه مكه٫ ا و بيت المقدس دده تر امر لاندي راولي اوس هغه وخت رارسيدلئ دئ چي معنوي قيادت او مشرتابه او قيادت له يوه امت نه بل امت ته وسپارل شي٫ په بل عبارت اوس ددې وخت دئ چي دا معنوي قيادت له هغه امت نه واخيستل شي كوم چي تاريخ ئي ټول له غدر خيانت ظلم او بدكاريو نه ډك دئ او داسي يوه امت ته وسپارل شي چي نيكي او صلاح ئي شعار دئ او رسول ئي له ټولو نه نيغې لاري ته دلارښوونكي قرآن په وحي مشرف دئ خو خبره داده چي دا قيادت به څرنګه انتقال مومي په داسي حال كي چي ددې امت رسول صلي الله عليه وسلم دخلګو دظلم له لاسه دمكې په غرونوكښي لالهانده ګرځي داسوال له يو بل حقيقت څخه پرده اوچته وي او هغه دادئ چي داسلامي دعوت داپړاؤ نور سر ته رسيدلئ دئ اوس به بل نوئ پړاؤ پيل كيږي او له همدې امله ده چي قرآن كريم په صريحه او شديده لهجه مشريكين تهديدوي لكه چي فرمايي واذا اردنا ان نهلك قرية امرنا مترفيها ففسقوا فيها فحق عليها القول فدمرنا ها تدميرا ژباړه٫ او كله چي اراده وفرمايو موږ ددې چي هلاك كړو كلئ ښار٫ نو امر وكړو موږ غټانو او متمولانو دهغه ښآر ته په طاعت دالله سره نو فسق وكړي دوي په هغه كي نو حق او ثابت شي پر ذمه داوسيدونكو هغه خبره دعذاب نو هلاكوو موږ دوي په هلاكولو سختو سره له ګډولو دمكيو اوښارونو ددوي٫ ٫٫٫٫٫٫٫٫ وكم اهلكنا من القرون من بعد نوح وكفي بربك بذنوب عباده خبيرابصيرا ژباړه٫ اوډير هلاك كړئ دئ موږ له اهل د قرنونو پس له نوح لكه عاديان او ثموديان او كافي دئ رب ستا په ګناهونو دبندګانو خپلو ښه خبردار ښه ليدونكئ عالم په پټو اوښكاره وو٫ ٫٫٫٫ او ددې وعيد لرونكو عذاب لرونكو آيتونو ترڅنګ داسي آيتونه هم راغلي دي چي مسلمانانوته دهغه تمدن اصول او قواعد ورپه ګوته كوي په كوم سره چي ددوي اسلامي ټولنه ودانيږي داسي ښيي لكه چي دوي په كوم ځاي كي ميشته شوي ټول كارونه ددوي په لاس كي دي او يو او بل سره ديو والي په داسي مزي تړل شوي دي چي ټولنه دهمغې په محور راڅرخي نوپه دې آيتونوكي دېته اشاره ده٫ او يا داپه ګوته كوي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم به دير ژر داسي يوه مېنه ومومي چي هلته به دير استقرار پيدا كړي او همدا نوې مېنه به ئي په ټوله دنيا كي ددعوت دخورېدو مركز وي دمعراج دمبارك سفر له پټو حكمتونو او اسرارو نه يو هم داسي حكمت او راز وو چي زموږ له بحث او موضوع سره ئي پيوند درلود نو ځكه مو ورنه دلته يادونه وكړه پدې ترتيب سره دې حكمت او دې ته ورته نورو حكمتونو ته له نظر كولو وروسته ويلئ شو٫ چي اسراء او معراج ياله بعثت عقبه اولي نه مخكي او ياددواړو بيعتونو ترمينځ وايع شوئ دئ والله اعلم نوربيا په درنښت محمدعلي عمري
نويسنده : محمدعلي عمري | ۹ مرداد ۱۳۸۹ ساعت ۱۱:۴۱:۱۴ | آرشيو نظرات (0)
دحضرت علي كرم الله وجهه ويناوي ٫٫٫٫٫ ترټولو ستره خطا له ولس او پرګنو سره خيانت او درغلي ده ٫٫٫ د حيا جامې واغوندئ چې ټول عيبونه مو پټ شي ٫٫٫ ستاسو شتمني هغه ده چې آخرت ته يې ولېږئ، څه چې په دنياكې پاتې كېږي هغه د وارثانو مال دى ٫٫٫ كومه تېروتنه چې سمدلاسه اوپه رڼو سترګو وشي دبښلو وړ نه ده ٫٫٫ په جګړو كې ننوتل آسان دي خو راوتل ترې ګران دي ٫٫٫ دعفوې ارزښت د واك پر وخت څرګنديږي ٫٫٫ طمعه مه كوئ ، ځكه دطمعه كونكي په اوږو دذلت او مرئي توب پړى پروت وي ٫٫٫ خپل توان نه زيات بار پر اوږو مه باروئ، هسې نه چې همت پرې وبايلئ كه له چاسره احسان كوئ نوپټ يې ساتئ اوكه له تاسو سره يې څوك كوي مه يې پټوئ ٫٫٫ كه پر غليم مو لاس بر شي نودبرلاسي شكر په عفوې سره پرځاى كوئ ٫٫٫ قناعت داسې شتمني ده چې هېڅكله پاى ته نه رسيږي ــــــــــــــــــــــ په درنښت محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ omari.zabul@gmail.com
نويسنده : محمدعلي عمري | ۷ مرداد ۱۳۸۹ ساعت ۰۷:۵۵:۲۱ | آرشيو نظرات (0)
|
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
نگین بلاگ است
|