هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته omari.zabul@gmail.com |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
دحضرت محمدصلي الله عليه وسلم دسيرت سلسله نهه ويشتمه برخه امام انبياء صلي الله عليه وسلم په طايف كي ٫٫٫ دنبوت په لسم كال دشوال په مياشت كي چي د ۶۱۹ كال دمئ مياشتي له وروستيو او دجون له لومړيو سره سمون خوري٫ رسول صلي الله عليه وسلم دطايف په لوري روان شو٫طآيف له مكې څخه تقريبا شپيته ميله لري ده٫ رسول اكرم صلي الله عليه وسلم دغه ټوله مسافه تګ راتګ په پښو وكړو٫ پدې سفر كي دده مبارك ازاد كړل شوئ مرېيئ٫ غلام٫ زيد بن حارثه هم ورسره ملګرئ وو٫ رسول صلي الله عليه وسلم چي به هرې قبيلې ته ورسيدو نو داسلام بلنه به يي وركوله٫ خو هيچا يي هم دعوت ونه مانه٫ او كله چي طايف ته ورسيد نو دسقيف له قبيلې څخه دريو وروڼو ته چي دري واړه يي رئيسان او مشران وو ورغي دهغوي نمونه٫ عبد ياليل٫ مسعود٫ او حبيب ٫ او دپلار نوم يي عمرو بن عمر الثقفي ؤ٫ هغوي ته ورغي او دالله تعالي و لوري ته يي راوبلل٫ داسلام دتائيد او ملاتړ غوښتنه يي يي ورنه وكړله٫ نو له هغو څخه يوه ورته وويل٫ كه الله تعالي ته رسول راليږلئ وې٫ نو زه به دكعبې پردي څيري كړم٫ بل ورته وويل٫ الله تعالي له تانه پرته بل څوك نه دئ پيدا كړئ چي ته يي راليږلئ يې٫ دريم ورته وويل٫ قسم په خداي كه زه له تاسره خبري وكړم٫ ځكه كه چيري ته په رښتيا سره رسول وې٫ نو بيا ستا بري ردول زيات خطر لري او كچيري په الله پوري دروغ تړې٫ نو بيا ددې وړ نه يې چي خبري درسره وكړم٫ نو رسول صلي الله عليه وسلم ورنه پاڅيد خو دائي ورته وفرمايل٫ تاسي خو دا وكړل٫ خو ګورئ دا خبره او راز به پټ ساتئ٫ رسول صلي الله عليه وسلم لس ورځي په طايف كي پاته سو٫ ددې ځائ ټولو مشرانو سردارانوته ورغي٫ او داسلام بلنه يې وركړه٫ خو هيچا هم ونه منله٫ په پاي كي هغوي ورته وويل٫ چي زموږ له وطن څخه ووزه٫ او نه يواځې داچي٫ درسول اكرم صلي الله عليه وسلم دعوت يي ونه مانه٫ بلكه خپلو بدمعاشانو ته يي وويل٫ چي رسول اكرم صلي الله عليه وسلم ته اذيت او تكليف ورورسوي٫ نو كله چي رسول اكرم صلي الله عليه وسلم دبيرته راتلو اراده وكړله٫ هغه جاهل او ګمراه خلګ ورباندي راټول شول٫ ليكي ليكي ورپسي روان وو٫ ناري او سوري يي جوړي كړي وي ستر لارښود مبارك صلي الله عليه وسلم ته به يي ښكنځل كول ٫ له بدو ردو سره سره به يي په ډبرو هم ويشت او له مباركو پښو څخه يي دومره ويني وبهيدلي چي دواړه څپلۍ پايزاريي پهوينو لمدي شوي٫ زيد بن حارثه رضي الله تعالي عنه به لكه ډال داسي دفاع ورنه كوله ځان به يي ګوزار ته وړاندي كاوه ترڅو رسول صلي الله عليه وسلم ورنه په امن كي پاته سي بالاخره دزيد بن حارثه رضي الله تعالي عنه سر هم مات سو دا احمقان او جاهلان هم داسي ورپسي وو ترڅو له طايف نه دري ميله لري رسول صلي الله عليه وسلم پر دې مجبوره شو چي دربيعه دزامنو عتبه او شيبه باغ ته فنا يوسي او همدلته بيا هغه ظالمان او احمقان ورڅخه وګرځيدل رسول صلي الله عليه وسلم دانګورو تر سيوري لاندي يوه ديوال ته تكيه وكړه او كله چي يي دمه جوړه شوه٫ نوئي هغه دوعا وكړه چي دمستضعفينو ددعا په نامه سره مشهوره ده ددې دعا له هرې فقرې څخه دا څرګنديږي چي دطآيف دخلګو ددې ظلم بد سلوكۍ او لدې نه چي هيچا اسلام ونه مانه درسول صلي الله عليه وسلم زړه څومره درديدلئ وو او لدې دعا نه دا معلوميږي چي هغه وخت رسول اكرم صلي الله عليه وسلم څومره غمجن وو هغه دعا داسي ده چي رسول صلي الله عليه وسلم وايي٫ ٫٫٫ اللهم اليك اشكوضعف قوتي وقلة حيلتي وهو اني علي الناس يا ارحم الراحمين انت رب المستضعفين وانت ربي الي من تكلني الي بعيد يتجهمني ام الي عدو ملكتم امري٫ ان لم يكن بك علي غضب فلا ابا لي ولكن عافيتك هي اوسع لي اعوذ بنور وجهك الذي اشرقت له الظلمات وصلح عليه امر الدنيا ولاخره من تنزل بي غضبك او يحل علي سخطك لك العتبي حتي ترضي ولاحول ولاقوة الا بك٫ ژباړه٫ اې خدايه زه دخپلي كمزورئ بي بسئ او دخلګو په وړاندې دخپلي بي قدرئ شكايت تاته كوم اې له ټولو نه رحيم او مهربانه خدايه ته دبې وزلانو رب يې او ته زما رب يې ته مې چاته سپاري پردي اوبيګانه ته مي سپاري چي ظلم او زياتئ راسره وكړي؟ او يامي كوم داسي دښمن ته سپارې چي ما معامله هغه ته سپارې ده كه ته راته په غضب او قهر نه وې نو زما هيڅ پروا نشته خو ستا عافيت ماته ډير وسيع او پراخه دي زه ستا دجه٫ مخ٫ په هغه نور فنا غواړم كوم چي تياري يي روڼا كړي دي او هغه چي دنيا او اخيرت ورباندي جوړ شوئ دئ او برابر شوئ دئ لدې نه پناه غواړم چي ته راباندي خپل غضب وكړې او يا ستا دعتاب مورد وګرځم ستا رضا غواړم ترڅو ته راضي شي او پرته له تا نه بل زورور او قوت خاوند وجود نلري ٫٫٫٫ كله چي دربيعه زامنو رسول اكرم صلي الله عليه وسلم وليد زړه يي پرې وسو٫ خپل غلام يې چي عداس نوميده او نصراني وو راوغوښت او ورته ويې ويل٫ دا يو وږئ انګور واخله او هغه سړي ته يې وروړه كله چي عداس انګور درسول صلي الله عليه وسلم په مخكي كيښود٫ رسول الله صلي الله عليه وسلم بسم الله وويله او لاس يې ور اوږد كړو او انګور يي وخوړل٫ عداس ورته وويل٫ ددې وطن خلګ خو دا خبره يعني بسم الله نه وايي رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وفرمايل٫ ته دكوم ځاي يې او دكوم دين پيروي كوې؟ عداس ورته وويل زه په دين نصراني او دنينوي اوسيدونكئ يم رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وفرمايل ښه ته دصالح سړي يونس بن متي عليه السلام كليوال يې عداس ورته وويل هغه زما وروردئ هغه نبي وو او زه هم نبي يم نو عداس يوځل درسول صلي الله عليه وسلم پر سر لاسونو اوپښو ورپريوت او مچي كول يې هلته دربيعه زوي خپل ورورته وويل٫ غلام خو يې درته بې لارې كړ او عداس چي بيرته راغي دوي ورته وويل دا څه كيسه وه اې عداسه؟ عداس ورته وويل اې باداره پدې ټوله دنيا كښي تر دې سړي غوره سړئ نشته ماته يې داسي معلومات راكړل چي په هغې له نبي پرته بل څوك نه پوهيږي دوي ورته وويل عداسه ګوره چي تا له خپل دين څخه وانه ړوي ستا دين دهغه تر دين غوره دئ رسول صلي الله عليه وسلم له باغ څخه راووت٫ اوپه داسي حال كي دمكې پر لور روان شو٫ چي زړه ئي له حسرتونو او غمونو څخه ډك وو٫ او كله چي قرن المنازل ته ورسيد نو الله تعالي جبرائيل عليه السلام ورته راوليږه٫ له هغه سره دغرونو فرښته هم ملګرې وه٫ هغوي ورته وويل٫ چي كه غواړې نو امر راته وكړه چي دمكې پر خلګو دا خشبين دواړه غرونه راچپه كړم٫ بخاري شريفې داكيسه په مفصله توګه له عروه بن زبير نه روايت كړېده وائي عائشې رضي الله تعالي عنها راته ويلي چي٫ انها قالت للنبي صلي الله عليه وسلم هل اتي عليك يوم كان اشد عليك من يوم احد؟ قال لقيت من قومك مالقيت وكان اشد ما لقيت منهم يوم العقبة اذ عرضت نفسي علي ابن عبد ياليل ابن عبد كلال فلم يجبني الي ما اردت فانطلقت وانا مهموم علي وجهي فلم استفق الا وانا بقرن الثعالب وهوالمسمي بقرن المنازل فرفعت راسي فاذا انا سحابة قد اظللتني فنظرت فاذا فيها فيها جبرئيل فنا داني فقال ان الله قد سمع قول قومك لك وما ردوا عليك وقد بعث الله اليك ملك الجبال لتامره بما شئت ان شئت ان اطبق عليهم الاخشبين اي لفعلت والا خشبان هما جبلا مكة ابوقيس والذي يقابله وهو قعيقعان قال النبي صلي الله عليه وسلم بل ارجوان يخرج الله عزوجل من اصلابهم من يعبد الله عزوجل وحده لاشريك به شيئا ژباړه ٫٫٫ حضرت عايشه رضي الله تعالي عنها وايي٫ يوځل ماله رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه پوښتنه وكړه٫ چي آيا پر تا باندي داحد له ورځې نه هم سخته ورځ دررغلې ده؟ رسول اكرم صلي الله عليه وسلم وفرمائل٫ هو ٬ ستا دقوم له لاسه چي مې څه ناكردې ليدلي دي هغه يې ليدلي خو له ټولو نه سخت او زيات مصيبت هغه وو چي دعقبې په ورځ ورسره مخ شوم هغه وخت چي دعبد ياليل بن عبد كلال زوي ته ورغلم دعوت مې وركړ٫ خو هغه زما خبره او بلنه ونه منله نو زه په داسي حال كي چي غمونو او حسرتونو اخيستئ وم٫ بيرته راروان شوم هيڅ په ځان نه وم خبر ترڅو قرن ثعالب ته راورسيدم دلته متوجه شوم٫ پورته مې وكتل كه ګورم يوه ټوټه وريځ مې په سر روانه ده او سيورئ راباندي كوي په ځير مې ورته وكتل كه ګورم چي جبرائيل عليه السلام پكي دئ اواز يي راته وكړ٫ او راته يې وفرمايل٫ ستا قوم چي څه خبري درته وكړلې الله تعالي هغه واورېدلې٫ نو اوس الله تعالي دغرونو فرښته درته راليږلې ده اوس ستا خوښه ده چي څه امر ورته كوې هغه به همداسي كوي پدې پسې دغرونو فرشتې ږغ راته وكړو٫ سلام ئي راباندي واچاوه او راته يې وويل٫ اې محمده ستا خوښه څه امر راته كوې كه ته امر راته كوې چي دا دواړه غرونه ابوقيس او قيقعان چي اخشبين ورته وائي٫ وربانډي راچپه كړم٫ نو همداسي به وكړم٫ خو رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وويل٫ نه زما دا هيله ده چي كيداي شي الله تعالي له هغوي نه داسي زوزاده نسل پيدا كړي چي يوآځې ديوه الله پاك عبادت به كوي او هيڅ شريك به ورسره نه نيسي درسول الله صلي الله عليه وسلم لدې ځواب نه دده دشخصيت عظمت ٫ او ددنيا دمباركو اخلاقو رفعت او اوچتوالئ ښه څرګنديږي٫ او ددې ځواب په اوريدو سره سليم عقل دا حكم كوي چي رښتيا هم رسول الله صلي الله عليه وسلم ددومره عظيم شخصيت او لوړو اخلاقو درلودونكئ وو چي انساني عقل يې له ادراك څخه عاجزدئ٫٫٫ لنډه دا چي نبي صلي الله عليه وسلم پدي الهي او غيبي نصرت او كومك چي الله تعالي له اسمانه ورته راليږلئ وو ډير ډاډه او مطمئن شو٫ غمونه او حسرتونه يي له زړه څخه ووتل٫ اوپه پوره ډاډ سره دمكې خواته په سفر روان شو٫ تر څو وادي نخله ته ورسيد هلته څو ورځي پاته شو هغه وخت په دې ځاي كي يواځې دالسيل الكبير اوالزيمه سيمي داوسيدونكو وړ وئ ځكه هلته اوبه او ابادي وي خو موږ له تاريخي مصادرو دا نه كړه معلومه چي نبي صلي الله عليه وسلم دلته په كومه يوه سيمه كي اوسيدلئ وو په همدې موده او په همدې ځاي كي الله پاك رسول اكرم صلي الله عليه وسلم ته يوه دله پيريان هم راوليږل٫ قرآن كريم دوه ځايه له دې پيريانو څخه يادونه كوي او فرمايي٫ واذصرفنا اليك نفرا من الجن يستمعون القرآن فلما حضروه قالو انصتوا فلما قضي ولو الي قومهم منذرين قالوا يا قومنا انا سمعنا كتابا انزل من بعد موسي مصدقا لما بين يديه يهدي الي الحق والي صراط المستقيم يا قومنا اجيبوا داعي الله وامنوا به يغفرلكم من ذنوبكم ويجركم من عذاب اليم٫ ژباړه٫ او ياد كړه هغه وخت اې محمده٫ كله چي وګرځول موږ تاته يو ټولئ له پيريانو څخه چي غوږ به يې ايښوده قرآن ته پس كله چي حاضر شول دوي٫ دې قران ته٫ وويل دوي په خپل منځ كي چپ شئ تاسو اې پيريانو بيا كله چي تمام شو تلاوت دقران بيرته وګرځيدل قوم خپل ته ويرونكي له عذابه كه همغسي كافران پاتي شي٫ وويل دوي اې قومه زموږ بېشكه موږ واورېده داسي يو كتاب چي نازل كړل شوئ دئ وروسته له موسي په دې حال كي چي تصديق كوكئ موافق دئ له هغو كتابونو سره چي پخوا له دې نه وو لاره ښيي حق دين ته ا و لارې سمي ته اې قومه زموږ قبول كړئ تاسو قول دبلونكي دالله او ايمان راوړئ پر ده باندي چي مغفرت درته وكړي الله تاسي ته ګناهونه ستاسي او خلاص به كړي تاسو الله له عذاب درد ناك څخه بل ځاي د جن په سورت كي داسي فرمايي قل اوحي الي انه استمع نفر من الجن فقالوا انا سمعنا قرانا عجبا يهدي الي الرشد فامنا به ولن نشرك بربنا احدا ژباړه ٫٫ ووايه اې محمده دوي ته وحي راغلې ماته چي بېشكه شان داچي واوريده قرائت زما يوه ټولۍ له پيريانو نه نو وويل دوي نورو قومونو خپلوته كله چي بيرته ورغلل چي بېشكه موږ واورېده يو قرآن عجيب په فصاحت او بلاغت سره چي هدايت كوي رشد ايمان او حق ته نو ايمان راوړ موږ پر هغه قران او هرګز به شريك نه كړو پس له دې ورځې له رب خپل سره بل هيڅوك ٫٫٫٫٫٫٫٫ ددې آيتونو له سياق او همداراز ددې پيښې په اړوند له را نقل شويو روايتونونه داڅرګنديږي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم تر هغې پوري دپيريانو په دې ډله باندي نه وو خبر ترڅو الله تعالي ددې آيتونو په ذريعه خبركړو٫ اورسول صليالله عليه وسلم ته دادپيريانو لومړئ ځل راتګ وو او له احاديثو څخه داپه ډاګه كيږي چي پدې پسي درسول صليالله عليه وسلم حضور ته دپيريانو راتګ څو واره تكرار شوئ دئ دپيريانو داراتګ او دهغوي اسلام منل په حقيقت كي يو بل غيبي كومك وو٫ چي الله تعالي دخپل غيب له خزانې دهغه لښكرو په واسطه له رسول اكرم صلي الله عليه وسلم سره وكړ٫ كوم چي له الله پاك څخه بغير بل څوك په خبر نه دي٫ او بل داچي ددې پيښې په هكله رانازل شويو آيتونو درسول الله صلي الله عليه وسلم ددعوت دبري زيرئ هم وركاوه٫ او دايي په ډاګه اعلانوله چي دزمكې پر مخ هيڅ قوت ددې دعوت مخه نه شي نيولاي٫ او نه يي له خپل منزل نه پر شا كولاي شي٫ لكه چي فرمايي٫ من لايجب داعي الله فليس بمعجز في الارض وليس له من دونه اولياء٫٫ اولئك في ضلال مبين ژباړه ٫ او هغه څوك چي ونه مني بلنه دبلونكي پس نه به وي عاجز كونكي دالله په تيښته سره په ځمكه كي بلكه هيچيري او نه به وي ده ته بې له هغه الله څخه دوستان مددګاران دغه كسان په ګمراهي ښكاره كي دي ٫٫٫ بل ځاي قرآن كريم فرمايي وانا ظننا ان لن نعجز الله في الارض ولن نعجزه هربا ژباړه٫ او بېشكه موږ يقين كاوه چي له سره به موږ عاجز نه كړو الله په ځمكه كي چي ترې پټ او خلاص شو او له سره به نه عاجز كوو موږ دغه الله په تيښتې سره كه ترې وتښتو٫ ٫٫٫٫٫٫٫٫ دالله تعالي په دې بشارتونو او كومكونو سره درسول الله صلي الله عليه وسلم له زړه څخه غمونو اوپريشانيو كوچ وكړو٫ هغه په داسي حال كي له طايف څخه راوتلئ وو چي په سينه كښي ئي دنورو غمونو ځاي نه وو نا هيلي او نا اميدي يې سترګو سترګو ته كيدله٫ خلګو نه يواځې چي دده خبره يي نه وه منلې بلكه له خپلې سيمې څخه يي راشړلئ وو٫ خو دلارې په اوږدو كي الله تعالي زيري او غيبي كومكونه ورسره وكړل چي غمونه او دردونه يي ټول هېر شول په ټينګ عزم سره دمكې پر لوري وخوځېد٫ ترڅو هلته له نوي عزم او نوې روحيې سره خپل دعوت پر مخ بوزي٫ او خلګو ته دالله تعالي دين ورسوي٫ پدې وخت كښي زيد بن حارثه ورته وايي٫ جنابه صلي الله عليه وسلم٫ ته څنګه بيا مكې ته ننوزې په داسي حال كي چي دمكې خلګو ٫ قريشو٫ ته ددې ځڅاي پريښودو ته اړ كړي يې٫ رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وفرمايل٫ اې زيده رضي الله تعالي عنه٫ دا حالات چي ته ګورې٫ الله تعالي به خامخا موږ ته دنجات او خلاصون لاره پيدا كوي٫ الله تعالي حتما دخپل دين مرسته كوي٫ او خپل نبي ته برئ ورپه برخه كوي٫ رسول الله صلي الله عليه وسلم وخوځېد تر څو دحرا ٫ لمنې ته ورسيد هلته معطل شو او له هغه ځاي نه يي٫ دخزاعه كورنۍ يو كس اخنس بن شريق ته احوال واستاوه٫ او له هغه څخه يي دپناه غوښتنه وكړه٫ خو هغه معذرت وغوښت او وئي ويل٫ چي زه خپله حليف يم دتړون او عهد خاوند يم او حليف خو چاته دپناه وركولو حق او صلاحيت نه لري٫ نو بيا رسول الله صلي الله عليه وسلم سهيل بن عمرو ته پيغام وروليږو٫ چي ده ته پناه وركړي خو سهيل په ځواب كي ورته وويل٫ چي بني عامر دبني كعب په مقابل كي چاته پناه نه شي وركولاي٫ نو بيا رسول الله صلي الله عليه وسلم مطعم بن عدي ته دپناه غوښتنې پيغام واستاوه٫ په ځواب كي مطعم ورته وويل چي هو په رښتيا سره پناه په غاړه اخلم نورئي خپله وسله راواخيستله زامن او دقوم خلګ يې راوغوښتل او ورته يي وويل٫ خپلي وسلې راواخلئ او دكعبې شريفي سره شاو خوا٫ ودريږئ ځكه ما محمد صلي الله عليه وسلم ته پناه وركړې ده٫ بيا يې محمد صلي الله عليه وسلم ته پيغام واستاوه٫ چي اوس راځه مكې ته رادننه شه٫ نو رسول الله صلي الله عليه وسلم په داسي حال كي چي زيد بن حارثه هم ورسره ملګرئ وو مكې ته راننوت٫ او مسجد حرم ته يې تشريف يووړ٫ پدې وخت كي مطعم بن عدي پر خپله سپرلۍ ودرېد او اعلان يې وكړ چي اې قريشو٫ ما محمد صلي الله عليه وسلم ته پناه وركړې ده٫ نور به هيڅوك ورسره غرض نه لري هلته رسول الله صلي الله عليه وسلم حجر اسود ته ورغي مچ يې كړو دوه ركعته لمونځ يې وكړو٫ بيا خپل كورته روان شو مطعم او زامن او نور خلګ دقوم يې مسلح تر شا روان وو٫ ترڅو رسول الله صلي الله عليهوسلم خپل كورته دننه شو٫ ويل كيږي چي ابوجهل له مطعم بن عدي څخه پوښتنه وكړه چي تا محمد صلي الله عليه وسلم ته پناه وركړه او كه دهغه دين دې ومانه٫ ا و دهغه پيروي شوې٫ مطعم ورته وويل ما پناه وركړه٫ نو ابوجهل ورته وويل٫ چاته چي تا پناه وركړې ده موږ هم هغه ته پناه وركوو٫ رسول الله صلي الله عليه وسلم دمطعم بن عدي دا نيكي هيڅ كله هم نه ده هېره كړې٫٫٫ هلته دبدر په ورځ چي مسلمانانو يو شمير مشريكان په اسارت نيولي وو او جبير بن مطعم دځينو بنديانو او اسيرانو په دازادولو پخاطر درسول الله صلي الله عليه وسلم وحضور ته راغي رسول الله صلي الله عليه وسلم داسي ورته فرمايلي وو٫ لوكان المطعم بن عدي حيا ثم كلمني في هؤلاء النتني لتركتهم له٫ يعني كه چيري مطعم بن عدي ژوندئ واي او ددې بوينو په هكله يې درته خبره كړې واي نو ما به دده پخاطر دوي ازاد كړي وو ٫٫ نور بيا په درنښت محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲ مرداد ۱۳۸۹ ساعت ۱۰:۰۰:۲۵ | آرشيو نظرات (0)
دحضرت محمدصلي الله عليه وسلم دسيرت سلسله اته ويشتمه برخه دادواړه ډيري دردونكي پيښي وي چي په ډيره كمه موده كي يوپه بل پسي پيښي شوي٫ رسول اكرم صلي الله عليه وسلم ئي ډير درداوه٫ او زړه ئي ډير غمجن او خفه شو٫ او په همدې پسي دغمونو ورته مخه شوه٫ دابوطالب له وفات څخه وروسته مشريكين ورباندي راروږدي شول٫ او جرءت ئي وموند٫ او نبي صلي الله عليه وسلم ته ئي په ښكاره اذيت رساوه٫ اوظلمونه ئي ورباندي كول٫ رسول اكرم صلي الله عليه وسلم دومره غمونو واخيست٫ او زړه ئي دومره ودريد چي نور ئي له دې خلګو اميد قطع شو٫ اوپه دې هيله ئي دطائف لاره ونيوله٫ چي كيداي شي هلته ئي څوك دعوت ومني٫ پناه وركړي او دخپل قوم په مقابل كي مرسته ورسره وكړي خو هلته هم هيچا دخداي درسول دعوت ونه مانه٫ پناه ئي ورنه كړه٫ او هيڅ ډول مرسته ئي ورسره ونه كړه٫ بلكه دهغه ځاي خلګو دنيكي پر ځاي دومره بدي ورسرهوكړله٫ چي په مكه كښي چا نه وه ورسره كړې٫څومره چي پر رسول اكرم صلي الله عليه وسلم باندي د دمكې دمشريكينو ظلمونه زيات شول هومره پر اصحاب رضي الله عنهم باندي ربړوني اوظلمونه زيات شول٫ تردې چي دنبي اكرم صلي الله عليه وسلم نژدې ملګري ابوبكر صديق رضي الله تعالي عنه هم مجبور شو٫ چي دحبشې پر لور دهجرت لارونيسي٫ له كوره ووت٫ او تر برك الغما پوري ورسيد٫ خو هلته ابن الدغنه وليد٫ او بيرته ئي مكي ته راوست٫ ابن اسحاق وايي دابوطالب له وفات نه وروسته٫ قريشو پر رسول صلي الله عليه وسلم باندي داسي ظلمونه وكړل٫ چي دابوطالب په وخت كښي دهغو ظلمونو تصور هم نه شو كيدلاي٫ آن تردې چي دقريشو يوه ګمراه او جاهل يوه ورځ درسول صلي الله عليه وسلم٫ پر مبارك سر خاوري ورواچولي٫ او دالله تعالي رسول صلي الله عليه وسلم همداسي ګردجن اوپه خاورو لړلي سر كورته تشريف يووړ٫هلته ئي يوه لور ورپاڅيده او دخپل ګرانقدر پلار مبارك سر ئي ور ومينځه خاوري ئي ورنه پاكي كړلي او ژړل يي رسول اكرم صلي الله عليه وسلم ورته وويل لورې٫ ته مه ژاړه٫ الله تعالي ستا د پلار ساتنه كوي پدې وخت كي رسول اكرم صلي الله عليهوسلم داهم وفرمائل٫ قريشو تر هغه وخته پورې په ما كار نه درلودلو ترڅو ابوطالب وفات شو٫ او څرنګه چي پدې كال كي رسول اكرم صلي الله عليه وسلم يو په بل پسي غمونه او دردونه پيښيدل ن داكال ئي دعام الحزن دغم كال په نامه سره ونوماوه٫ اوپه همدې نامه په تاريخ كي شهرت لري٫٫٫٫٫٫٫ په همدې كال كښي يعني دبعثت په لسم كال دشوال په مياشت كي رسول اكرم صلي الله عليه وسلم له حضرت سوده رضي الله تعالي عنها سره واده وكړو حضرت سوده رضي الله تعالي عنها په اسلام مشرفه شوې وه اوپه دوهم ځل هجرت كي حبشې ته مهاجره شوې وه لومړئ مېړه ئي سكران بن عمرو نوميده٫ هغه هم مسلمان ؤ او له دي سره ئي يوځاي هجرت كړئ ؤ خو هملته حبشه كي وفات شو٫ يا داچي مكې ته راستون شو او وفات شو٫ او كله چي دسوده رضي الله تعالي عنها عده پوره شوه٫ نو رسول اكرم صلي الله عليه وسلم نكاح ورسره وركړله٫ او دا لومړنۍ بي بي ده چي رسول اكرم صلي الله عليه وسلم دخديجې رضي الله تعالي عنها تر وفات وروسته نكاح ورسره كړې ده خو وروسته سوده رضي الله تعالي عنها خپل نوبت حضرت عايشې رضي الله تعالي عنها ته هبه كړئ بخښلي ؤ٫٫٫٫٫٫٫٫٫ دلته دډير پياوړي عقل او غټ زړه خاوندان هم حيرت او ګوته په غاښ دريږي او دلوي علم اوپوهې خاوندان هم داپوښتنه كوي چي هغه كوم عوامل او اسباب وو چي دمسلمانانو ددومره عظيم صبر او اثبات سبب شويدي؟ هغوي دداسي ظلمونو په وړاندي څنګه او څه ډول ټينګ ولاړؤ٫ او داكوم زور ورسره وو چي داسي ظلمونه او كړاوونه ئي زغملاي شو٫ نو ددې په خاطر چي دا ډول پوښتني ځواب شوي وي لازمه بولو چي دلومړنيو مسلمانانو دصبر او اثبات ځيني عوامل تر نظر تير كړو٫ ددې ثبات او مقا ومت لوړنئ اساسي عوامل پر لوي خداي ج باندي ټينګ ايمان ؤ٫ او دهغه حقيقي پيژندنه او درست معرفت دئ ځكه يوځل چي زړه دايمان په نور سره منور شي او دايمان شمعه په زړه كښي بله شي نو بيا هغه تر غرونو هم ټينګ وي او هم دروند او دداسي ايمان خاوند ددنيا ټول مشكلات او كړاوونه كه هرڅو مره دير او خطر ناك وي په هيڅ شميري هغه دايمان دلذت او خپل اعتقاد دراحت په وړاندي هيڅ مشكل ته مشكل نه وايي او دايمان په لاره كي دهيڅ غم او كړاؤ پروا نه لري دا اساسي علت او سبب نوري څانګي هم لري چي هر يوه ئي دثبات او صبر په لاره كي دبيل بيل اهميت درلودونكي ده او هغه داده٫ داسي قيادت او مشرتابه چي پر زړونو حكومت كوي رسول صلي الله عليه وسلم نه يواځې داسلامي امت بلكه دټول بشريت قائد او لارښ،د دئ دداسي جسماني جمال نفساني كمال٫ كريمانه او نيكو اخلاقو عظيم كردار او ډيرو غوره عاداتو درلودونكي ؤ چي زړونه به په خپله ورته تسليميدو٫ دنبي صلي الله عليه وسلم پر امانتدارۍ صدق ٫ رښتينولي او نورو ښيګڼو باندي تر دوستانو وړاندې دښمنانو هم اعتراف كاوو٫ هره خبر چي به دنبي صلي الله عليه وسلم تر مباركې خولې راوتله حتي ډير غټ دښمنان به هم دهغې پر صدق باندي پوره متيقن وو٫٫٫٫٫٫ يوځل له قريشو دري كسان سره راټول شول دوي هر يوه بېل بېل اوپه پټه قراڼ كريم اوريدلئ ؤ٫ لومړئ يو له بل څخه خبر نه وو خو بالاخره ئي راز فاش او يوپه بل خبر شول٫ له دري دريو نه يو ابوجهل وو٫ كله چي دري واړه سره راټول شول نو يوه يي له ابوجهل څخه وپوښتل٫ چي ووايه دهغه څه په هكله چي له محمدصلي الله عليه وسلم څخه دي اوريدلي دي ابوجهل په ځواب كي ورته وويل٫ ماڅه اوريدلي دي؟ اصلي خبره داده چي په شرف و عظمت كي زموږ او بنو عبد مناف تر مينځ مقابله او مسابقه وه هغوي غريبانوته خواړه وركول٫ موږ هم وركول٫ هغوي خلګو ته دسپرلۍ بندوبست كاوه موږ هم ورته سپرلۍ برابرولې٫ هغوي خلګوته مرستي وركولي موږ هم ورسره كومكونه كول٫ خو اوس عبد مناف وايي چي زموږپه مينځ كي داسي نبي صلي الله عليه وسلم دئ چي له اسمانه وحي ورته راځي٫ نو اوس وواياست چي موږ به كله دې ته ورسيږو٫ قسم په خداي موږ به كله هم پر دې سړي ايمان رانه وړو٫ او كله به هم ده تصديق ونه كړو٫ همداراز ابوجهل به هم داويل٫ اې محمده موږ تا دروغجن نه بولو خو هغه څه تكذيبوو چي تا راوړي دي ٫ نو الله تعالي دا آيت شريف را نازل كړو٫ فانهم لا يكذبونك ولكن الظالمين بايات الله يجحدون٫ ژباړه نو بېشكه دوي نه كوي تكذيب ستا٫ په واقع كي وليكن دا ظآلمان په ايتونو دالله انكار ٫ دمسخري ٫ كوي٫٫ همداراز ابي بن خلف به تل رسول صلي الله عليه وسلم ته دقتل اخطارونه وركول يوځل رسول اكرم صلي الله عليه وسلم دده په ځواب كي ورته وويل چي نه ته ٫ نه بلكه زه به تا وژنم ان شاء الله٫ او كله چي داحد په غزاكي رسول اكرم صلي الله عليه وسلم دابي بن خلف پر غاړه دنيزې ګوزار وكړو خو كه څه هم هغه معمولي ټپي شوئ وو خو داسي ئي ويل محمد ص٫ ماته په مكه كي داويلي وو چي زه به تا وژنم او همدا وجه ده او كه هغه ماته لاړي هم راتوكړي نو زما روح به له كالبود څخه وزي٫ همداراز يوځل سعد بن معاذ په مكه كي اميه بن خلف ته وويل ما له رسول اكرم صلي الله عليه وسلم څخه اوريدلي دي چي فرمايل يې٫ چي ته به دمسلمانانوپه لاس وژل كيږې٫ ددې خبرې په اوريدو سره داميه زړه ولوېد٫ ويرې واخيست او له ځان سره ئي دا عهد وكړو٫ چي له مكې څخه به دباندي نه وځي٫ او دبدر دغزاپه وخت كي چي دابوجهل دډير اصرار په وجه مجبورسو٫ له مكې نه ووت نو يوډير تيز او توند اوښ يې واخيست ترڅو دخطر پر وخت ئي ژر له صحنې راوباسي٫ په دې وخت كښي چي اميه له مكې څخه دمدينې په لور تګ ته تيار سو٫ نو ښځې ئي ورته وويل اې ابوصفوانه تا دهغه يثربي ورور خبره هيره كړې ده ابوصفوان په ځواب كي ورته وويل٫ نه دهغه خبره مي نه ده هيره كړې٫ قسم په خداي له هغوي سره تر دې نژدې ځايه پوري ځمه٫ دا وو درسول اركم صلي الله عليه وسلم ددښمنانو حال٫ خو درسول اكرم صلي الله عليه وسلم ياران اصحاب كرام رضي الله تعالي عنهم٫ دومره دخپل عظيم لارښود په مينه كي ډوب وو چي مرګ او ژ،ند ئي په هغه مبارك پوري تړلئ وو٫ هغه مبارك يي دسترګو تور دزړه سر وو٫٫٫٫ يوه ورځ دنبي اكرم صلي الله عليه وسلم ستر ملګري ابوبكر صديق رضي الله تعالي عنه دمشريكينو له لوري څخه ډير زيات ووهل سو٫ خلګو تر لغتو لاندي ونيو عتبه بن ربيعه په دوو پيوندو شويو څپليو واهه٫ پر مخ يي ډير ګوزارونه وركړل٫ بيايې پر خېټه وروخوت٫ دومره وټكول سو٫ چي مخ او پزه يي سره يو سول٫ وروسته دبني تميم خلګو په يوه تكه كي ونغښت او كورته يي يووړ٫ چا هم دا ګومان نه كاوه چي هغه به ژوندئ پاتي شي٫ خو دوځې پهوروستۍ برخه كي هغه پر حال سو٫ خبري يي وكړلي٫ او داسي يې وويل٫ درسول اكرم صلي الله عليه وسلم څه حال دئ په دې خبره ورباندي د قوم خلګ په غصه شول٫ پړه او ملامتي يي ورباندي وويله٫ بيا پاڅيدل او دده مور ام الخير ته ئي وويل٫ چي څه وركړه چي ويې خوري او ياڅه په وچيښه٫ او كله چي يې مور ورسره تنها او ګوښې پاتي شوه٫ ډير اصرار يي ورباندي وكړو٫ چي څه وخوري او ياڅه وچيښي٫ خو ابوبكر صديق رضي الله تعالي عنه به دا ويل٫ چي درسول الله صلي الله عليه وسلم څه حال دئ٫ نو مورئي ورته وويل٫ قسم په خداي چي زه ستا دملګري په حال نه يم خبره٫ ابوبكر صديق رضي الله تعالي عنه ورته وويل٫ ولاړه سه او له ام جميل بنت الخطآب نه دهغه په اړوند پوښتنه وكړه٫ مورئي ووتله٫ او ام جميل ته ورغلله او ورته ئي وويل٫ زما زوي ابوبكر صديق رضي الله تعالي عنه٫ دمحمدصلي الله عليه وسلم په اړوند له تا څخه معلومات غواړي٫ چي هغه څنګه دئ؟ ام جميل رضي الله تعالي عنها ورته وويل٫ چي زه نه ابوبكر صديق رضي الله تعالي عنه پيژنم او نه محمد بن عبدلله پيژنم٫ خو كه ته غواړې چي زه ستا زوي ته درسره ورشم٫ نو درځه چي ځو٫ دواړې راووتلې٫ اوركورته راغلې٫ كه ګوري چي دابوبكر صديق رضي الله تعالي عنه حال بل ډول دئ ام جميل ورلنډه شوه او چيغه ئي كړه٫ قسم په خداي دغه خلګ چي ته ئي دې حال ته رارسولئ يې فاسقان او كافران دي٫ دالله تعالي څخه دا غواړم چي ستا غچ او انتقام ورنه واخلي٫ ابوبكرصديق رضي الله تعالي عنه ورته وويل٫ درسول صلي الله عليه وسلم څه حال دئ٫ ام جميل ورته وويل دلته خو ستا مورده٫ او هغه زموږ خبري اوري ده ورته وويل چي له هغې څخه مه ويرېږه٫ نو ام جميل ورته وويل٫ رسول اكرم صلي الله عليه وسلم جوړ او روغ دئ٫ ده ورته وويل اوس چيرته دئ دې ورته وويل هغه اوس په دارالارقم كي تشريف لرې٫ بيا ابوبكر صديق رضي الله تعالي عنه وويل٫ له خداي تعالي سره دا عهد كوم چي تر هغه پوري به نه څه وخورم او نه به څه وڅښم٫ ترڅو درسول اكرم صلي الله عليه وسلم په حضور كي حاضر شوئ نه يم٫ موريې او ام جميل ورته وويل اوس صبر وكړه ترڅو خلګ كورونو ته ولاړل٫ تګ راتګ بند شو٫ بيا هغوي درسول صلي الله عليه وسلم دمالقات په خاطر ووتل ابوبكر صديق رضي الله تعالي عنه په داسي حال كي چي په ام الخير او ام جميل پوري ئي تكيه كوله درسول اكرم صلي الله عليه وسلم په خدمت كي حاضر شو٫ دهمدې مينې له كبله ٫ پيغمبر صلي الله عليه وسلم فرمايي٫ چي كله چي زه دالله تعالي ديدار ته دعوت كړل شوم نو كله چي اوم اسمان ته دجبرائل عليه السلام په ملګرتيا سره ورسيدم٫ نو هلته بيا زه ډير زيات ګبراؤ شوم ډير ودارېدم ځكه به دغه وخت كي دشا له لوري ما دابوبكر صديق رضي الله تعالي عنه ږغ واورېد نو كله چي ما ددې خپل محبوب ملګري ږغ واورېد نو هك حيران شوم او يو دم مې زړه داډه شو٫ بيا مې له جبرائيل عليه السلام څخه تپوس وكړو چي دا څه كيسه ده دا خو زما ديو ملګري ږغ دئ بيا جبرائيل عليه السلام راته وويل چي ستا دډاډ په خاطر خداي پاك دابوبكر صديق په نامه سره يوه ملائيكه پيدا كړه داپه دې خاطر چي ابوبكر صديق ستا يو دسي دوست دئ چي په دنيا كښي دهغه مثال نشته ٫ پيغمبر صلي الله عليه وسلم فرمايي چي بيا زما له زړه څخه هر ډول خطر لري شو او بيا په داډه زړه دالله پاك ديدار ته ورغلم٫٫٫٫٫٫ په هر صورت٫ قرآن كريم به مسلمانانوته كله په صريحه لهجه او كله په كنايه سره داډول زيري وركول پدي سختو شپو او ورځوكي چي تر مسلمانانو لاندي زمكه سور اور ګرځيدلي وه٫ له هرې خوا راګير وو نژدې وو چي زړونه يي وچوي٫ په همدې غمجنو حالاتوكي به قرآن كريم دپخوانيو انبياوو او ددوي دمشريكو اقوامو حالات او واقعات بيانول٫ او دې آيتونوبه دهغه حالاتو او واقعاتو كيسي كولي چي دمكې دمسلمانانو اوكفارو تر مينځ به يي ډير زيات ورته والئ درلودو٫ اوپه دې ترتيب سره به ئي مسلمانانوته دپخوانۍ زمانې دحق او باطل دجګړې هغه نقشه په مخ كښي ايښودله چي دوي به اوس دسر په سترګو ليدله٫ بيابه ئي ددې جګړې نتيجه هم ورته اعلانوله٫ او دابه ئي ورته ښ،ول٫ چي الله پاك ظالمان او كافران حه ډول برباد كړي دي او دزمكې حاكميت ئي خپلو نيكو بندګانوته سپارلئ وو٫ له همدې ډول كيسو څخه داپه ډاګه كيدله٫ چي دمكې مشريكان به به نژدې راتلونكي كي له شرميدونكي ماتې سره مخامخ شي٫ مسلمانان به برئ مومي او اسلامي دعوت به خپل منزل ته رسيږي٫ له هغه آيتونو څخه چي ددعوت په دې مرحله كي رانازل شوي دي او دمسلمانانو دبري او فتحي زيرئ وركوي ځيني يي دادي٫ ولقد سبقت كلمتنا لعبادنا المرسلين انهم لهم المنصورون وان جندنا لهم الغالبون فتول عنهم حتي حين وابصرهم فسوف يبصرون افبعذابنا يستعجلون فاذا نزل بساحتهم فساء صباح المنذرين٫ ژباړه په تحقيق پخوا لا صادر شوي دي حكم زموږ دپاره دمرسلينو بندګانو زموږ چي بيشكه له هم دوي سره مدد كړل شوي دي او بېشكه لښكري زموږ خامخا هم دوي كاميابه دي٫ پر كفارو٫ پس مخ وګرځوه ته ٫ اې محمده ٫ له دوي نه تر يو وخته پوري اوګوره ته دوي ته پس ژر ده چي وبه ويني دوي٫ عاقبت خپل٫ آيا پس په راتلو دعذاب زموږ تلوار كوي دوي پس كله چي نازل سي عذاب په ميدان ددوي پس بد به وي سبا دوير
وليو شويو٫
خباب بن ارت رضي الله تعالي عنه وايي٫ اتيت النبي صلي الله عليه وسلم وهو متوسد بردة وهو في ظل كعبة٫ وقد لقينا من المشريكين شدة فقلت الا تدعو الله فقعد وهو محمروجهه٫ فقال لقد كان من قبلكم ليمشط بمشاط الحديد مادون عظامه من لحم وعصب ما يصرفه ذالك عن دينه وليتمن الله هذالامر حتي يسير الركب من صنعاء الي حضر موت مايخاف الا الله زاد بيان الراوي٫ والذئب علي غنمه ٫ وفي رواية ولكنكم تستعجلون٫ ژباړه٫ يوځل زه د رسول صلي الله عليه وسلم په خدمت كي حاضر شوم رسول اكرم صلي الله عليه وسلم دكعبې شريفي سيوري ته په يوه چادرتكيه وهلي وه٫ دغه وخت موږ دكفارو له لاسه ډير په عذاب وو ماورته وويل٫ اې رسول الله٫ ته الله تعالي ته سوال او دوعا نه كوې٫ رسول صلي الله عليه وسلم ددې خبري په اوريدو سره را كښيناست٫ مبارك مخ يې تك سور شو٫ او ويې فرمايل٫ هغه خلګ چي له تاسو څخه مخكي تير شوي دي٫ غوښي او اعصاب به يي تر هډوكو پوري داوشپني په ږمنځو توږل كيدل خو په دې سختيو سره به هم هغوي له خپل دين څخه نه اوړېدل٫ او بيايې وفرمايل٫ الله تعالي به دا دين مكمل غالب او بريالئ كوي تردې چي سپور به له صنعاء تر حضرموت پوري سفر كوي او له الله پرته به دبل څه ويره نه وي ورسره٫ البته مېږو ته به دلېوه خطره هم نه وي٫ ٫٫٫٫٫٫٫٫ داهم بايد وويل شي چي دفتحي دازيرئ څه پټ او مخفي نه وو بلكه دا دمسلمانانو او كفارو ټولو غوږونو ته رسيدلئ وو٫ وايي چي اسود بن عبدالمطلب او ملګرو به ئي چي كله درسول صلي الله عليه وسلم اصحاب رضي الله تعالي عنهم وليدل٫ نو داستهزاء او ريشخند په ډول به ئي ورته ويل٫ دادي دزمكې باچهان راغلل وګورئ دوي به پر كسراي او قيصر بريالي كيږي٫ بيابه يي چك چك كا وه او لاسونه به يي پړكول٫ همدا دځلانده مستقبل او بالاخره په جنت كي دابدي او دايمي ژوند زيرئ او اميدونه وو چي مسلمانانوته يي دهغه لويو دردونو اوسختو ظلمونو ګالل٫ او زغمل٫ اسانه كړي وو او هغوي يي په دې باوري كړي وو چي دا تياري به حتما روښانه كيږي٫ او دا دغم دور به خاتمه مومي٫ نوربه بيا خوشحالي او سعادت وي٫ ددې تر څنګ به رسول صلي الله عليه وسلم دوي ته روحي غذا هم وركوله٫ دهغوي زړونه او دماغونه به ئي دايمان په روڼا روښانه كول٫ دقران كريم٫ احاديثو٫ په واسطه به ئي دهغوي نفساني تزكيه كوله٫ په ايمان او عقيده به يي روزل٫ يواځې دالله پاك سره دمينې ولوري ته به ئي رابلل٫ نوربيا په درنښت محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۷ تير ۱۳۸۹ ساعت ۱۰:۴۹:۴۳ | آرشيو نظرات (0)
دحضرت محمدصلي الله عليه وسلم دسيرت سلسله اوه ويشتمه برخه رسول اكرم صلي الله عليه وسلم له شعب ابي طالب نه په راوتو سره ددعوت او تبليغ كار ته دپخواپه شان ادامه وركوله٫ قريشوكه څه هم په ظاهره كي دامحاصره اوبائيكاټ ختم كړئ ؤ٫ خوپه حقيقت كښي ئي پر مسلمانانو باندي خپل ظلمونه اوفشارونه همداسي جاري ساتل٫ او خلګ ئي دالله تعالي له دين څخه منع كول ابوطآلب هم دپخوا په شان دخپل وراره ترشا ټينګ ولاړؤ٫ خو عمر ئي تر اتيا كلونو اوښتئ وو٫ او ددې څو كلونو سختو او دردونكو پيښو خصوصا دري كلنې محاصرې هغه ډير كمزورئ اوملا ماتي كړئ ؤ٫ له محاصري څخه دخلاصون ل څو مياشتي نه دي تيري شوي چي ابوطالب ناروغ شو٫ بيماري ئي زياته شوه دغه وخت مشريكينو وويل٫ چي كه ابوطآلب مړ شي او بيا موږ دده له وراره سره ظلم او زياتئ كوو٫ نو دابه زموږ دپاره لويه بدنامي وي دهمدې بدنمۍ له ويرې څخه ئي يوځل بيا دخبرو اترو لاره ونيوله او نيت ئي وكړ چي دابوطالب په وړاندې له محمدصلي الله عليه وسلم سره دخبرو اترو معامله وكړي او داځل دداسي شيانو په وركړه هم راضي شول٫ چي مخكي ئي هغه نه وركول٫ نو همداوه چي ابوطالب ته ئي خپله وروستۍ جرګه ورواستوله٫ ابن اسحاق او نوروايي كله چي ابوطالب بيمارشو٫ او قريش پوه شول چي حالت ئي مخ په خرابيدو دئ نو پخپل منځ كښي ئي سره وويل٫ عمر او حمزه رضي الله تعالي عنه په اسلام مشرف شول٫ دمحمدصلي الله عليه وسلم دين دقريشوپه ټولو كورنيوكي خپور شوئ دئ راځئ ابوطالب ته ورشو٫ ترڅو هغه خپل وراره دكومي خبري پابندكړي او له موږڅخه هم ددې خبري په اړوند عهد او وعده واخلي٫ قسم په خداي ويريږو چي خلګ به بيا زموږ له ادارې او كنټرول څخه ووزي٫ په بل روايت كښي داسي راځي٫ ويريږو چي كه دا بوډا مړشي او بيا له محمدصلي الله عليه وسلم څخه كوم ظلم او زياتئ وشي٫ نو بيا به عرب موږ ته داطعنه او پيغور راكوي٫ چي وګورئ دوي محمدصلي الله عليه وسلم پرې ايښئ وو او دهغه په مقابل كښي ئي دظلم او زياتي جرءت نه درلود خو كله چي ئي تره وفات شو نو اوس ئي محمدصلي الله عليه وسلم راونيو٫ او ظلمونه ئي ورباندي شروع كړل٫ دقريشو دا وفد هم ابوطالب ته ورغي٫ دوفد هيئت غړي دقريشو اشراف او مخور خلګ وو لكه عتبه بن ربيعه٫ شيبه بن ربيعه٫ ابوجهل بن هشام٫ اميه بن خلف٫ ابوسفيان بن حرب٫ او دقريشو نور اشرافيان چي دټولو شمير ۲۵ كسانو ته ورسيدو٫د هيئت غړو له ابوطالب سره خبري اتري وكړلي او داسي ئي ورته وويل٫ ته چي زموږ په مينځ كي كوم مقام او منزلت لرې هغه تاته ښه معلوم دئ په كوم كښي چي اوس قرار لرې هغه هم ښه وينې٬٫ ددې وېره ده چي دا ستا آخري ورځي او شپي وي٫ زموږ او ستا دوراره تر مينځ چي كوم كشمكش روان دئ په هغه باندي هم ښه خبر يې٫ نو لازمه ده چي ته هغه راوغواړې٫ او زموږ نه دهغه دپاره او له هغه نه زموږ دپاره قول او تړون واخلې٫ يعني داسي چي هغه له موږ نه لاس واخلي او موږ له هغه څخه٫ موږ دې پريږدي چي پر خپل دين واوسو٫ او دئ به پريږدو چي پر خپل دين واوسي٫ ابوطالب خپل وراره محمدصلي الله عليه وسلم راوغوښت٫ هغه هم راغي٫ ابوطالب ورته وويل وراره داستا دقوم مشران او مخور درته راغلي دي او دا غواړي چي دڅه شيانو وعده له تاڅخه واخلي او دڅه شيانو قول او وعده دوي دركړي٫ بيا ئي دهغوي وړانديزونه ورته واورول٫ او دائي هم ورته وويل چي غواړي داسي تړون ورسره وكړې؟ چه بيا يوپه بل غرض نه سره لرئ٫ نبي صلي الله عليه وسلم ددې خبرو په ځواب كښي دهيئت غړو ته مخ ورواړاوه او داسي ئي ورته وفرمائل٫ داراته وواياست٫ كه زه دا سي كليمه او خبره درته وړاندي كړم٫ چي دهغې په ويلو سره به تاسو دعربو باچهان شئ٫ عجم به ټول درته سلامي كوي نو تاسو څه نظر لرئ؟ په ځينو روايتونوكي راځي چي نبي اكرم صلي الله عليه وسلم ابوطالب ته وفرمائل٫ زه له دوي څخه ديو داسي خبرې غوښتونكئ يم چي كچيري هغه ووايي٫ نو عربان به ټول ورته تسليم شي او عجم به ورته جزيه وركوي٫ په بل روايت كښي راځي٫ چي خپل تره ته ئي وفرمائل٫ كاكا جانه ته ولې هغوي داسي يوې كليمې ته نه رابولې چي هغه ددوي دپاره غوره او بهتره ده٫ ابوطالب ورته وويل٫ ته هغوي څه شي ته رابولې؟ دهورته وويل٫ زه غواړم چي هغوي داسي يوې كليمې ته راوبولم٫ چي دهغې په ويلو سره به دوي دټولو عربو مشري وګټي اوپر عجمو باندي به يي باچهي قائمه وي دابن اسحاق يو روايت داسي دئ٫ رسول اكرم صلي الله عليه وسلم داسي وفرمائل٫ تاسي يوآخې زما يوه خبره ومنئ هغه داسي خبره ده چي په ويلو سره به يي دعربو باچهان او عجم به ټول درته سلامي شي په هرحال كله چي نبي اكرم صلي الله عليه وسلم دا خبره وكړله دوي ټول چوپ او حيران پاته شو چي څنګه كيداي شي تردې حده يوه ګټوره خبره ردكاندي٫ بالاخره ابوجهل ورته وويل داكومه خبره ده؟ ستا په پلار قسم ووايه داسي يوه خبره څه لس خبري خو وكړه٫ موږ ئي منلو ته تيار يو رسول صلي الله عليه وسلم ورته وويل تاسي دا وواياست٫ چي لا اله الا الله ٫٫٫٫ او پرته له يوه الله نه دبل هرڅه عبادت پريږدئ ددې خبرې په اوريدلو سره دي لاسونه سره ووهل او وئي ويل اې محمده٫ ته غواړې چي ددې ټولو خدايانوپرځاي يوآخې يو خداي ونيسو په رښتيا چي ستا دا معامله ډيره عجيبه او غريبه ده٫ بيا يي يو بل ته سره وويل چي قسم په خداي چي دا سړئ ستاسو هيڅ خبره هم نه مني نو درځئ چي ځو٫ او دخپلو پلرونو پر دين به ټينګ اوسو٫ ترڅو الله تعالي زموږ او دده ترمينځ فيصله وكړي په دې ترتيب سره هغوي هريو پر خپله لار ولاړ٫ او دهمدې خلګوپه اړوند دقرآن كريم دا آيتونه رانازل سو٫ ص٫ والقرآن ذي الذكر بل الذين كفروا في عزة وشقاق ٫ كم اهلكنا من قبلهم من قرن فنادوا ولات حين مناص ٫ وعجبوا ان جاء هم منذر منهم وقال الكفرون هذا ساحر كذاب٫اجعل الالهة الها واحدا ان هذا لشئ عجاب٫ وانطلق الملا منهم ام امشوا وصبروا علي الهتكم ان هذا لشئ يراد٫ ماسمعنا بهذا في الملة الاخرة ان هذا الا ختلاق ژباړه٫٫٫٫ قسم دئ په قرآن چي څښتن دپند ٫ ذكر٫ بيان٫ شرف٫ شهرت٫ عظمت دئ٫ داسي نه دي چي كفار دمعبودانو په نسبت وايي بلكه هغه كسان چي كافران شوي دي په كبر٫ سركشي كښي دي٫ له قبوله دحق اوپه مخالفت كښي دي له مسلمانۍ سره ٫ نه ګوري منكران چي٫ څومره ډير هلاك كړئ دئ موږ پخوا له دې څخه له اهل دزمانې پس نارې به ئي وهلي عند نزول العذاب٫ حال دا چي نه به وو هغه وخت دخلاصيدو او دتښتيدو٫ او تعجب كوي كفار له دې نه چي راغلئ دئ دوي ته ٫ نبي٫ ويرونكئ له دوي نه ٫ او وايي دا كافران چي دغه ويرونكئ نبي ساحر كوډګر دئ٫ دروغجن٫ آيا ده ګرځولي دي دغه ۳۶۰ معبودان الله يو٫ بيشكه دغه ګرځول دډيرو معبودانو يوه ته چي تاسو نور معبودان پريږدئ او ديو الله عبادت كوئ خوا مخا يو څيز ډير عجيب دئ چي مثل نه لري٫ او ولاړل په تلوار سره مشريكان له دوي نه٫ له مجلسه چي سره ويونكي وو وو يو وبل ته٫ چي ځئ پاڅئ له دې ځايه٫ او صبر وكړئ او محكم اوسئ پر عبادت دمعبودانو خپلو٫ بيشكه دغه شئ٫ تو حيد٫ خامخا يو شئ دئ چي اراده ئي كړې شوې ده٫ له موږ څخه٫ ندي اوريدلي موږ دغه٫ توحيد٫ وحدانيت په دين وروستني ٫ عيسوي٫ كي نه دئ دغه ٫ توحيد٫ مګر له خپله ځانه جوړ كړل سوي دروغ دي٫٫٫ ٫٫٫٫٫ له همدې شيبې وروسته دابوطالب ناروغي سخته شوه٫ بالاخره دبعثت په لسم كال درجب ۱ په مياشت كي وفات شو دغه وخت داقتصادي محاصرې له ماتيدونه يواځې شپږ مياشتي تيري شوي وي٫ په بل روايت سره ابوطالب دخديجې رضي الله تعالي عنها له وقات نه دري ورځي مخكي درمصان په مياشت كي وفات شويدئ٫ په صحيح البخاري كښي٫ له مسيب رضي الله تعالي عنه نه روايت شوئ دئ چي كله دابوطالب ځنكدن ؤ٫ ابوجهل ورسره ناست وو رسول اكرم صلي الله عليه وسلم هم راغي او ورته ئي وويل٫ دلااله الا الله كليمه ووايه يواځې همدا يوه كليمه ترڅو ئي زه دالله تعالي په وړاندې ستا دحجت او دليل په توګه وړاندي كړم٫ دلته ابوجهل٫ او عبدالله بن ابي اميه٫ ورته وويل٫ ابوطالبه آيا دعبدالمطلب له دين څخه ګرځې٫ دوي دواړو همداسي خبري ورته كولې٫ ترڅو له خلګو سره دابوطالب وروستئ خبره داشوه٫ چي وئي ويل٫ دعبدالمطلب ٫ په ملت ٫ دين ٫ يم٫ نو بيا رسول اكرم صلي الله عليه وسلم٫ وفرمائل٫ ترهغوپوري به له الله تعالي څخه درته بخښنه غواړم٫ ترڅو له دينه منع شوئ نه وم٫ پدې پسې٫ داآيت شريف نازل شو٫ ماكان لنبي والذين آمنوا ان يستغفروا للمشريكين ولو كانوا اولي قربي من بعد ما تبين لهم انهم اصحاب الجحيم٫ ژباړه٫ نه دي لايق او روا٫ نبي ته او ٫ نه دي لايق او روا٫ هغو كسانوته چي ايمان لرونكي دي دغه چي مغفرت وغواړي دوي دپاره دمشريكانو ا و اګر كه وي دا٫ مشركان٫ خاوندان دخپلوئ وروسته له دې خبرې چي ښكاره شي دوي ته بېشكه دوي صاحبان دي ددوزخ او پر كفر مړه دي٫٫٫ او دا آيت هم رانازل شو٫ انك لاتهدي من احببت٫ ژباړه٫ بېشكه ته ٫ اې محمده٫ نشې ښوولاي٫ لاره حقه٫ هغه چاته چي خوښ وي ستا٫٫٫٫ ٫٫٫٫٫ يادونه ابوطالب دمكې دجاهلو او لويانو دحملو په وړاندې داسلامي دعوت پاره ديوې پخې او اوچتې كلا حيثيت درلود٫ خو هغه دخپلو پلرونو پر ملت او دين مړسو٫ نو ځكه ئي پوره او كامله كاميابي په برخه نه شوه٫ په بخاري شريفه كښي له عباس بن عبدالمطلب رضي الله تعالي عنه نه روايت دئ وايي٫ حضرت عباس رضي الله تعالي عنه ونبي صلي الله عليه وسلم ته وفرمائل٫ ته خپل تره ته څه كولاي شې٫ په داسي حال كې چي هغه به ستا ساتنه كوله٫ او ستا پر سربه ئي له نورو سره شخړي او جګړې كولې٫ او ستا په خاطر به پر نورو غصه كيدلو٫ رسول اكرم صلي الله عليه وسلم ورته وفرمائل٫ هغه ددوزخ په دباندينۍ برخه كښي دئ او كچيري زه نه واي٫ نو هغه به ددوزخ په ترټولو ژوره كنده كښي واي٫ ابوسعيد خدري رضي الله تعالي عنه وايي چي يو ځل درسول اكرم صلي الله عليه وسلم په وړاندې دده دتره ابوطالب يادونه وشوه نو ده وفرمائل٫ لعله تنفعه شفاعتي يوم القيامة٫ فيجعل في ضحضاح من النار تبلغ كعبيه٫ كيداي شي دقيامت په ورځ زما شفاعت ورته ګټه ورسوي او ددوزخ په دباندينۍ برخه كښي ئي ځاي شي چي اور به ئي يواځې تر ښونګرو پوري ورسيږي٫ دابوطالب له وفات څخه دوي مياشتي او يايواځي دري ورځي وروسته دروايتونو داختلاف پراساس دبعثت په لسم كال درمضان په مياشت كي ام المؤمينين حضرت خديجه الكبري رضي الله تعالي عنها د ۶۵ كلنۍ په عمر كي له دې فاني دنيا سترګي پټي كړلي او دغه وخت درسول اكرم صلي الله عليه وسلم دمبارك عمر پنځوسم كال ؤ٫ حضرت خديجه رضي الله تعالي عنها٫ درسول اكرم صلي الله عليه وسلم دپاره دالله تعالي له خوا لوي او ډيرګرانبها نعمت وه ٫ پنځه ويشت كاله ئي يو ځاي سره تير كړو٫ خديجه رضي الله تعالي عنها دغم ا و خفګان په وخت كي درسول اكرم صلي الله عليه وسلم دپاره خوشحالي او ډاډګيرنه وه٫ په سختيو كښي به ئي خواته ولاړه وه٫ درسالت دتبليغ په لاره كښي به ئي ورسره مرسته كوله٫ دجهاد كړاوونه او سختۍ به ئي ورسره ګاللي٫ په ځان او مال سره به ئي له رسول الله صلي الله ليه وسلم سره غمشريكي كوله٫ رسول اكرم صلي الله عليه وسلم دام المؤمينين خديجې رضي الله تعالي عنها په اړوند فرمايي٫ امنت بي حين كفر بي الناس وصدقتني حين كذبني الناس واشركتني في مالها حين حرمني الناس ورزقني الله ولدها وحرم ولد غيرها٫ خديجې رضي الله تعالي عنها هغه وخت پر ما ايمان راووړ٫ چي خلګ راباندي كافروو٫ او هغه وخت ئي زما تصديق وكړو كله چي خلګو زه تكذيبولم٫ او هغه وخت ئي زه پخپل مال كي شريك كړم٫ كله چي زه خلګو محروم كړي وم٫ او الله تعالي ماته لدې څخه اولاد راكړ٫ او له نورو څخه ئي اولاد رانه كړو٫ بخاري شريف له ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت رانقل كوي چي اتي جبريل عليه السلام للنبي فقال ٫ يارسول الله هذه خديجه رضي الله تعالي عنها٫ قد اتت٫ معها انا ٫ فيه ادام او طعام او شراب فاذا هي اتتك فاقرآ عليهالسلام من ربها وبشرها ببيت في الجنة من قصب لا خصب فيه ولانصب٫٫٫٫ يعني جبريل عليه السلام درسول صلي الله عليه وسلم وحضورته تشريف يووړ٫ او ورسره يولوښئ دئ چي پكي څه كتغ٫ سالن٫ خواړه ياڅه دچښلو شي مشروب دئ او كله چي هغه تاته راورسيده٫ نوته ددې درب له طرفه سلام ورته ورسوه٫ او په جنت كښي دزمرودو اوياقوتو دداسي يوه كورزيرئ وركړه٫ چي هلته به نه ځوږ او شور وي اونه ستوماني او درماندګي٫ نوربيا په درنښت محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۴ تير ۱۳۸۹ ساعت ۱۰:۰۶:۲۵ | آرشيو نظرات (0)
دحضرت محمد صلي لله عليه وسلم دسيرت سلسله شپږويشتمه برخه پوره دري كاله تير سول٫ خو حالات همداسي وو٫ ترڅو دبعثت په لسم كال دمحرم په مياشت كي تړون مات سو٫ ددې تړون دماتيدو سبب همداوو چي ځيني قريش له پيل نه پدي تړون نه وو خوښ٫ او همدې ناخوښو كسانو دتړون دماتيدو دپاره هلي ځلي كولي٫ ترڅو مات شو٫ دتړون دماتيدو اصلي محرك دبني عامر بن لوي كورنۍ غړي هشام بن عمروؤ٫ نوموړئ به دشپي له خوا بني هاشم ته خواړه استول٫ يوځل هشام دابوطالب خوريي زهير بن ابي اميه الخزومي٫ ته ورغي دزهير مور عاتكه دعبدالمطلب٫ لوروه٫ او ورته ويي ويل٫ اې زهيره په داسي حال كښي چي ته خورې څښې نو څنګه په دې راضي يې چي دماما خيلو دې دا حال وي زهير ورته وويل افسوس افسوس ٫ زه په يوسر څه كولاي شم قسم په الله كه يوبل كس راسره ملګرئ واي نو ددې تړون دماتولو دپاره به راپورته شوئ وم هشام وره وويل٫ څه يوبل كس هم درسره دئ ده ورته وويل هغه به څوك وي؟ هشام ورته وويل هغه زه يم٫ زهير وويل اوس دريم كس راګوره پدي پسي هشام مطعم بن عدي ته ورغي هغه ته ئي دبني عبدمناف٫ له اولادې بني هاشم٫ بني عبدالمطلب٫ سره دده ددوستي او نژدي نسبي اړيكو٫ يادونه وكړه او ملامتي او پړه ئي ورباندي واچوله چي ته ولې په دې ظالمانه تړون او عهد كي دقريشو خواته ولاړيې٫نو مطعم ورته وويل٫ افسوس نوزه څه وكړم زه يو تن يم٫ هشام ورته وويل٫ دويم هم درسره دئ ده ورته وويل٫ هغه څوك دئ ده ورته وويل٫ هغه زه يم نو مطعم ورته وويل اوس دريم راګوره٫ هشام ورته وويل دريم كس مې هم پيدا كړئ دئ هغه ورته وويل څوك دئ ده ورته وويل ٫ هغه زهير بن ابي اميه دئ مطعم وويل اوس څلورم راګوره٫ بيا هشام ابي البختري بن هشام ته ورغي هغه ته ئي داسي خبري وكړې٫ لكه مطعم ته چي ئي كړي ولي٫ نو ابوالبختري ورته وويل٫ آيا داسي څوك به وي٫ چي په دې اړوند مرستې ته حاضروي٫ هشام بن عمرو ورته وويل٫ هوشته٫ هغه وويل٫ څوك دئ؟ ده ورته وويل زهير بن ابي اميه ٫ مطعم بن عدي٫ او زه هم ورسره يم٫ بيا هغه ورته وويل اوس پنځم كس راګوره٫ بيا زمعه بن اسود بن المطلب٫ بن اسد ته ورغي په دې اړوند ئي خبري ورسره وكړلي٫ او له بني عبد مناف سره دده دقربت٫ ٫ خپلولۍ٫ او دهغوي دحقوقو يادونه ئي ورته وكړله٫ نو زمعه ورته وويل٫ كوم څوك داسي شته٫ چي ستا دنظر او پيشنهاد تائيد او ملاتړ وكړي٫ هشام بن عمرو ورته وويل٫ هوپه دې اړوند فلانئ او فلانئ او ټول نمونه ئي ورته واخيستل٫ كلك ولاړدي بالاخره ټول له حجون سره راټول سول٫ او ددې تړون دماتيدو عزم ئي وكړو زهير وويل دكار پيل به له ماڅخه وي يعني لومړئ به زه په دې اړوند خبري كومه٫ سهار شو خلګ ټول خپلو خپلو مجلس ځايونوته راغلل٫ زهير هم پداسي حال كښي چي ښكلي جامي ئي اغوستې وې٫ راغي له بيت الله شريفې څخه اوه ځله طواف وكړو٫ بيا ئي خلګو ته مخ وروګرځاوه او ورته ئي وويل اې دمكې خلګو موږ دي خورو اوڅښو٫ خو بني هاشم دې له لوږې نه مري٫ نه دې څه ورنه اخيستل كيږي٫ او نه دې څه ورباندي پلورل كيږي٫ قسم په الله زه به ترهغې كښيننم٫ ترڅو داظالمانه تړون نه وي مات شوئ٫ او تر څو داصحيفه څيري شوئ نه وي٫ ابوجهل چي دمسجد حرام په كونج كي ناست وو وويل٫ دروغ دې وويل٫ قسم په الله داصحيفه به څيري نه شي په دې وخت كښي زمعه بن اسود وويل٫ قسم په الله چي ته ډير دروغ وائي ددې صحيفې دليكلو په وخت كي هم موږ راضي نه وو ابوالبختري هم ږغ وكړو او وئي ويل زمعه رښتيا وايي٫ په دې صحيفه كښي چي څه ليكل سوي وو موږ نه وو باندي راضي او نه ئي موږ ملاتړ كاوه٫ مطعم بن عدي وويل تاسي رښتيا واياست٫ اوڅوك چي بل څه وايي هغه دروغجن دئ٫ موږ لدې صحيفې او له هغه څه څخه چي په دې صحيفې كښي ليكل سوي دي نه منو٫ بيا هشام بن عمرو هم دېته ورته خبري وكړلي٫ نو ابوجهل وويل ددې خبري تړون دشپې سوئ دئ اوپه دې اړوند مشوره چيرته بل ځاي شوې ده٫ په دې وخت كښي ابوطالب هم دمسجد حرام په يو كونج كي ناست وو٫ دهغه دراتګ سبب همداوو چي الله تعالي خپل رسول صلي الله عليه وسلم ته دصحيفې په اړوند خبر وركړئ وو٫ رسول صلي الله عليهوسلم داخبره خپل وراره ته وكړله٫ نو ابوطالب هم قريشوته راغلئ٫ او ورته ئي وويل٫ چي وراره مې داسي وايي٫ كچيري دروغ ئي ويلي وو نوبيا تاسوپوهيږئ او هغه٫ او كچيري په دې ادعاكي ريښتينئ وو٫ نو بيا لدې ظلم نه لاس واخلئ او زموږ محاصره ختمه كړئ٫ هغوي ورته وويل٫دادانصاف خبره ده او كله چي دابوجهل او دنورو ترمينځ خبري تبادله شوي٫ نو مطعم پاڅيد٫ چي هغه صحيفه څيري كړي٫ كه ګوري چي دصحيفي ټول ټكي نورهيڅ هم نه وو پاته شوي٫ صرف باسمك اللهم ٫پاته وو او همدارنګه هرځاي چي دالله نوم په دې صحيفه كښي ليكل سوئ وو هغه هم پاته وو نورپه صحيفه كښي هيڅ هم نه وو پاته٫ نو صحيفه ناقصه شوه٫ تړون مات شو٫ او رسول اكرم صلي الله عليه وسلم سره له ټولو محاصره شويو كسانو له شعب نه راووتو٫ مشريكينو درسول صلي الله عليه وسلم دنبوت يوه عظيمه نښانه او معجزه دسرپه سترګو وليدله٫ خو لدې سره هم دهغوي رويه داسي وه لك چي دا آيت ورته اشاره كوي٫ ٫٫ وان يروا اية يعرضوا ويقولوا سحر مستمر٫ ژباړه او كه وويني دغه كفار دقريشو ٫ كوم دليل ٫ دقدرت٫ نوپرڅنګ به شي دوي٫ مخ به واړوي٫ ترې او وائي به دوي دغه سحر كوډي دي قوي چي له پخواراهيسي راځي٫ نوربيا په درنښت محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۹ تير ۱۳۸۹ ساعت ۰۸:۱۲:۲۳ | آرشيو نظرات (0)
دحضرت محمدصلي الله عليه وسلم دسيرت سلسله پنځه ويشتمه برخه كله چي دمكې هغه دواړه قهرمانان حمزه بن عبدالمطلب او عمر بن الخطاب رضي الله تعالي عنهما٫ په اسلام مشرف شول٫ نو دقريشو په زړونوكي ماتې ګډه شوه دمكې له اسمانه هغه دظلم توري وريځي په شاكيدو شوي٫ مشران له خپلي مستۍ څخه لږپه هوښ كي شول٫ پوه شول چي نور ځورول او رنځول څه ګټه نه لري نوئي له رسول صلي الله عليه وسلم سره دسازش او سولې لاره ونيوله٫ اوددې په خاطر چي رسول اكرم صلي الله عليه وسلم ئي له خپل دعوت څخه منع كړئ واي هرډول پيشكشونه او وړانديزونه ئي ورته وړاندي كړل٫ خو هغوي له دې نه بې خبر وو چي دا ټوله دنيا دهغه ددعوت په مقابل كي دماشي ديوه وزر په اندازه هم ارزښت نه لري نو ځكه ددوي داهيلي هم له خاورو سره خاوري شولي٫ ابن اسحاق وايي يزيد بن زياد٫ له محمد بن كعب قرطبي نه راته روايت كوي وايي راته وويل شو چي دقريشو مشر عتبة بن ربيعه يوه ورځ دقريشو په ديره كي ناست ؤ او رسول اكرم صلي الله عليه وسلم هلته په جومات كې يواځې تشريف درلودلو٫ عتبه وويل٫ اې قريشو خوښه مونه ده چي رسول صلي الله عليه وسلم ته ورشم٫ خبري ورسره وكړم څه وړانديزونه ورته وكړم كيداي شي څه مني او موږبه ئي بيا هغه شرط پوره كړو او هغه به هم بيا له موږ نه لاس واخلي٫ داداسي وخت وو چي حمزه رضي الله تعالي عنه ايمان راوړئ وو٫ او دغو مشريكينو ليدل چي درسول اكرم صلي الله عليه وسلم دملګرو شميره ورځ په ورځ زياتيږي٫ قريشو ورته وويل چي صحيح ده ور شه اې ابوالوليده٫ او خبري ورسره وكړه٫ عتبه پاڅيد او دنبي اكرم صلي الله عليه وسلم په حضوركي كښيناست٫ او ورته ئي وويل وراره٫ ته خو زموږپه مينځ كښي داوچتې كورنۍ او محترم او دلوړ نسب خاوند ئي٫ او تا خپل قوم ته يوه لويه مسئله راوړې ده٫ اوپه دې سره دې هغوي بې اتفاقه كړي دي دهغوي دين او معبودان دې عيبجن كړل٫ دهغوي دپلرونو دين او عادات دې پرېښودل٫ نو اوس واوره٫ زه څو پيشنهادونه درته كوم٫ فكر پكي وكړه كيداي شي كوم يو ئي ومنې٫ راوي وايي٫ رسول صلي الله عليه وسلم ورته وويل چي وايه٫ ابوالوليده څه وايې؟ هغه وويل٫ اې وراره كه چيري غواړې په دې دعوت چي شروع كړئ دې دئ٫ مال او پيسي لاس ته راوړي٫ نو موږبه درته دومره مال راټول كړو چي ترټولو زيات مال دارشې٬ او كه لدې لارې مشري غواړې نو موږبه دې خپل مشر وټاكو٫ او هيڅ فيصله به ستا له مشري څخه بغير نه كوو٫ او كه باچاهي غواړې نوباچا به دې كړو٫ اوكه چيرته داڅه چي ته وايې دكوم مرض له كبله وي اوځان نه شې ورنه خلاصولاي نو موږبه په خپلو پيسو علاج او تداوي درباندي وكړو٫ ترڅو جوړ شې٫ عتبه خبري پاي ته ورسولې ٫ رسول اكرم صلي الله عليه وسلم ٫ ورته وويل ٫ چي ابوالوليده ٫ خبري دې خلاصي كړلې٫ هغه ورته وويل چي هو٫ نو رسول اكرم صلي الله عليه وسلم٫ وفرمائل اوس ماته غوږ شه٫ هغه وويل٫ وايه غوږ مې دئ٫ نو رسول اكرم صلي الله عليه وسلم خپلي خبري داسي پيل كړلې٫ بسم الله الرحمن الرحيم٫ حم٫ تنزيل من الرحمن الرحيم٫ كتب فصلت آياته قرآنا عربيا لقو يعلمون٫ بشيرا ونذيرا٫ فاعرض اكثرهم فهم لايسمعون٫ وقالوا قلوبنا في اكنة مما تدعونا اليه٫ ژباړه دغه قرآن راليږل شوئ دئ له هغه الله نه چي خورا مهربانه٫ ډير رحم والا دئ ٫ داسي كتاب دئ چي په تفصيل سره بيان شوي دي دده آيتونه٫ په دې حال كښي چي لوستونكئ شوئ دئ په عربي ژبه ٫ دپاره دهغه قو چي پوهيږي٫ زيرئ وركونكئ دئ داكتاب مؤمنانوته په جنت٫ او ويرونكئ دئ داكتاب٫ كفاروته له دوزخ نه٫ پس مخ وګرځاوه زياترو ددغو كفارو٫ پس نه اوري دوي حق په اوريدلو دقبول سره او وايي دغه كفار محمدته٫ زړونه موپه پردوكي دي٫ له ٫ فهم٫ دهغه يز چي بولي ته موږ هغه ته چي توحيد يا قرآن دئ ٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫ رسول اكرم صلي الله عليه وسلم٫ قرآن كريم ورته تلاوت كوئ او عتبه ورته چوپ ناست دئ غوږئي ورته ايښئ دئ لاسونه ئي شاته ايښي او تكيه ئي ورباندي كړې ده٫ ترڅو رسول اكرم صلي الله عليه وسلم٫ دسجدې آيت تلاوت كړو او سجده ئي وكړله٫ او بيائي وويل٫ ابوالوليده وادې وريدل٫ اوس پخپله فكر وكړه٫ ابوالوليد پاڅيد٫ او خپلو ملګروته ور روان شو٫ هلته هغوي سره ويل٫ چي قسم په خداي دابوالوليد بڼه بدله شوې ده٫ او كله چي هغه راغلئ او كښيناست٫ دوي ورته وويل٫ څه كيسه ده؟ ده وويل٫ خبره خوداده٫ چي اوس ما داسي خبري واورېدلې٫ چي قسم په خداي كه مي په ټول عمر اوريدلي وي٫ قسم په خداي چي هغه نه شعر ؤ٫ نه سحر ؤ٫ نه جادو ګري او ماداري ګري وه٫ اې قريشو٫ زما خبره ومنئ او مسئوليت ئي هم زما پر غاړه٫ داسړئ محمد پريږدئ قسم په خخداي چي داخبري مي ورنه واوريدلي پردې باندي دلالت كوي چي هغه دلوي خير خاوند دئ تاسي هغه پريږدئ كه چيري عربو هغه له مينځه يووړ٫ نو تاسو به ورنه بيغمه شئ او كه چيرته هغه پر عربو بريالئ شو٫ نو بيا دهغه پاچا هي ستاسو باچا هي ده دهغه عزت ستاسو عزت دئ دوي ورته وويل لكه چي سحر ئي دباندي كړئ دئ اې ابوالوليده٫ ده ورته وويل چي دهغه په هكله زما نظر همداوه نوره خوښه ستاسو چي څه كوئ هغه كوئ٫ په بل روايت كښي راځي چي عتبه همداسي غوږ ورته ايښئ وو ترڅو رسول اكرم صلي الله عليه وسلم داايت ورته تلات كړو٫ فان اعرضوا فقل انذرتكم صاعقة مثل صاعقة عادوثمود٫ ژباړه پس كه چيري مخ وګرځاوه دغه كفارو له حقه څخه پس ووايه محمده دوي ته٫ چي ويروم زه تاسي له سخت عذابه٫ په مثل دسخت عذاب دعاديانو لكه باد دصرصر٫ او ثموديانو لكه چيغه دجبريل٫ ٫٫٫٫ عتبه يوځل وارخطاسو٫ پاڅيد او خپل لاس ئي درسول اكرم صلي الله عليه وسلم پر خوله وركښيښود٫ او ورته ئي وويل دخداي په خاطر رحم راباندي وكړه داځكه چي وويريد٫ هسي نه الهي عذاب ئي راګيرنه كړي٫ بيا خپلكو ملګروته ورغلئ او ههغوي ته ئي خپل نظر بيان كړو٫ ٫٫٫٫٫٫ كه څه هم وضعي او حالاتو بدلون موندلئ وو خو ابوطالب ويريده چي هسي نه مشريكين دده وراره محمدصلي الله عليه وسلم ته څه زيان ورسوي٫ دده په ذهن كي هغه پخوانۍ پيښي ترسيميدلي٫ اودائي ښه په يادوو٫ چي قريشو يوځل دجګړې اخطار وركړئ ؤ٫ دائي هم له ياده نه وو ايستلي٫ چي قريش يوځل عماره بن وليد ورته راوستلئ وو چي داواخله او خپل وراره موږ ته راكړه چي مړئي كړو٫ دابه ئي تل په سترګوكي ګرځيدل چي ابوجهل څنګه دده خوږ وراره په تيږو وويشت٫ او مباركي ويني يي توي شولي٫ دېته ورته پيښي به دابوطالب ددماغ په پرده كې تلي راتلي هغه ئي ډير ځوراوه٫ اوپدې فكر كښي به وو چي داپيښي هسي عادي پيښي نه دي مشريكين غواړي دده وراره په شهادت ورسوي كه چيري كوم مشرك په ناڅاپي توګه پر محمد صلي الله عليه وسلم باندي حمله وكړي نو بيا به حمزه او عمر رضي الله تعالي عنهما څه وكړي؟ ابوطآلب په دې ښه متيقين وو او واقعيت هم همداسي وو مشريكينو په دې اتفاق كړئ وو چي رسول صلي الله عليه وسلم به په ښكاره وژني ددوي دې ګډ تصميم ته قرآن كريم داسي اشاره كوي٫ام ابرموا امرا فانا مبرمون٫ ژباړه٫ بلكه محكم كړي دي كفارو په خلاف دانبياوو يوكار٫ پس موږ هم محكم كونكي يو دتدبير خپل٫ ٫٫٫٫٫٫٫٫ نوپه داسي حالت كښي ابوطالب څه بايد وكړي؟ كله چي ده دخپل وراره پر خلاف دقريشو دادريز اوپلان وليد نوئي خپل خپلوان دبني هاشم او بني عبدالمطلب خپلوان خلګ راټول كړل٫ او له هغوي نه ئي دا وغوښتل٫ چي دده دوراره په دفاع او ملاتړكي له ده سره ودريږي٫ هغوي ټول ورسره ودريدل٫ مسلمان ؤ كه كافر ټولو دقومي تعصب پر اساس خپل ملاتړ ورنه څرګند كړو٫ خو يواځي ابولهب ٫ دبوطالب ورور٫ له دوي سره دا خبره ونه منله ٫ او ولاړ دقريشو په خواكي ودريد٫٫٫٫٫٫ ٫٫٫٫ په څلورو هفتويالدينه هم پّ كمه موده كي مشريكين له څلورو لويو پيښو سره مخ شول حمزه رضي الله تعالي عنه اسلام راووړ٫ ورپسي عمر رضي الله تعالي عنه په اسلام مشرف شو٫ بيا رسول اكرم صلي الله عليه سلم دمشريكينو سازشونه ا و پيشنهادونه رد كړل٫ پدې پسي بني المطلب٫ او بني هاشم٫ ټول له يو سره مسلمان وو اوكه كافر پر دې متفق شول٫ چي له محمدصلي الله ليه وسلم څخه به دفاع كوي پدې پيښو پسي قريش هك پك شول٫ او دهغوي حيرانتيا بېځايه ځكه نه وه٫ چي په دې ښه پوه شوي وو ٫ چي كچيري محمد صلي الله عليه وسلم په قتل ورسوو٫ نو په مكه كښي به دوينو لښتي روان شي٫ او ياكيداي شي دهغوي دكاملې تباهۍ او بربادۍ سبب وګرځي٫ نو له همدې امله وه٫ چي دقتل منصوبه ئي پرېښودله٫ او ديوبل داسي ظلم فيصله ئي وكړله٫ چي تر مخكي يادو شويو ټولو ظلمونو زيات سخت ظلم ؤ٫ مشريكين دمحصب په وادي او دبني كنانه په خيف كي سره راغونډ شول٫ او دبني هاشم او بني المطلب٫ په خلاف ئې ظالمانه تړون وكړ٫ او داسي پرېكړه ئي وكړله٫ چي نور به څوك له دې دوو كورنيو سره نه دوستي اوخپلوي كوي نكاح كول ورسره منع دي نه به ورسره بيع٫ اخيستل اوپلورل كيږي٫ نه به ورسره ناسته ولاړه كيږي٫ نه به څوك ددوي كورونوته ورځي٫ خبري ورسره منع دي لنډه داچي له هغوي سره به دا عمومي اوبشپړه پريكړه دوام لري ترڅوئي محمدصلي الله عليه وسلم مشريكينوته نه وي ورسپارلئ٫ ددوي ددې تړون دپاره يوه صحيفه ليك ٫ خط ٫ وليكلو٫ اوپه دې صحيفه كښي ئي پردې خبره تړون اتفاق وكړو٫ چي دبني هاشم دسولې وړانديزونه به هيڅ كله نه مني٫ اونه به ورسره كوم ډول همدردي اومرسته كوي ترڅو محمدصلي الله عليه وسلم دقتل دپاره ورته تسليم كړي٫ اين القيم وايي ويل كيږي داخط منصوربن عكرمه بن عامر بن هاشم٫ ليكلئ ؤ٫ اوداهم ويل شوي چي ددې صفحي ليكونكي نضر بن الحارث ؤ٫ خو صحيح خبره او روايت دادئ چي داصحيفه بغيض بن عامر بن هاشم ليكلې وه٫ چي رسول اكرم صلي الله عليه وسلم ورته يراوكړه او لاس ئي شل سو٫ تړون وشو٫ او داصحيفه دكعبې شريفي په منځ كي راوځړول شوه او ددې په نتيجه كي دابو لهب پره دبني هاشم او بني المطلب ټول غړي مسلمانان وو او كه كافران ټول يوځاي دابوطالب په شعب د دره ٫ خوړ٫ كي محاصره شول٫ دا دنبوت اوم كال دمحرم دمياشتې دلومړۍ شپې واقعه ده ٫٫٫٫٫٫ محاصره او كلا بندي سخته شوه٫ په محاصره شوو مظلومانوباندي غله او دخوراك اوڅښاك ټول شيان بند شول ځكه مكې ته چي به څه خوراكي مواد او يانور داخيستلو اوپيرودلو شيان راتلل نو فورا به مشريكينو اخيستل٫ په دې ترتيب سره دمحاصره شويو كسانو وضعه ډيره خرابه شوه دخوراك دپاره ئي څه نه رلودل او له ډيري مجبورئ څخه به ئي٫ پاڼي او پوټكي خوړل٫ له لوږې څخه به دماشومانو اوښځو دژړا آوازونه له دې دري نه دباندي هم اوريدل كيدل٫ په پټه به كه لږ څه ورورسيدل ٫ وبه رسيدل كنه نو ټولي لاري ورباندي بندي وي٫ حكيم بن حزام به كله كله په پټه سره خپلې خور خديجي رضي الله تعالي عنها ٫ ته په غالب ګومان سره غنم وروړل٫ يوځل ابوجهل په مخه ورغلو٫ او قصدئي وكړو چي حكيم منع كړي خوابختري مداخله وكړه٫ او حكيم ئي پريښود چي غنم خپلي ترور عمه ته ورسوي٫ ابوطآلب پر محمدصلي الله عليه وسلم باندي ډير ويرېده٫ او دده امنيت ته ئي ډيره پاملرنه درلودله٫ كله بهچي خلګ ويده كيدل٫ نو رسول اكرم صلي الله عليه وسلم ته به ئي ويل٫ چي پر خپل ځاي دې ويده شي داددې په خاطر چي كه څوك دنبي صلي الله عليه وسلم دقتل نيت لري وګوري چي هغه چيرته ويده شو٫ خو كله به چي خلګ ويده سو٫ نو بيا به ئي خپل كوم زوي يا ورور يا دتره زوي ته ويل٫ چي ولاړشه او درسول اكرم صلي الله عليه وسلم په ځاي كي ويده شه٫ او رسول اكرم صلي الله عليه وسلم ته بهئي ويل چي راشي و دهغه په ځاي كي پريوځي دحج په دوران كي به رسول صلي الله عليه وسلم او نورمسلمانان له شعب نه دباندي وتل٫ خلګوته به ورتلل او هغوي به ئي اسلام ته رابلل داچي ابولهب به څه كول هغه ته خو مو مخكې اشاره وكړله٫ نوربيا په درنښت محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۶ تير ۱۳۸۹ ساعت ۱۱:۰۰:۰۲ | آرشيو نظرات (0)
|
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
نگین بلاگ است
|