هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته omari.zabul@gmail.com |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
دحضرت محمدص دسيرت سلسله ديرويشتمه برخه دقريشو مشران او مخور خلګ ابوطالب ته ورغلل او ورته يي ويل٫ اې ابوطالبه٫ ته زموږ يو شريف مشر يې٫ موږ تاته په ډير اهميت قائل يو موږ له تاڅخه غوښتي وو چي خپل وراره لدې دعوت نه منع كړه خو تا هغه منع نه كړ٫ نو اوس موږ نور دانه شو زغملاي چي زموږ پلرونوته دې بدرد وويل شي زموږپه عقلونوپوري دي ملنډي ووهل سي او زموږ معبودان دې ورټل شي٫ او خبري دي ورپسي وشي٫ ستا خوښه وراره لدې كارڅخه اړوې او يا له موږ سره مخامخ جګړه اعلانوې٫ ترڅوچي يوطرف تباه او مسئله هواره شي٫ پر ابوطالب باندې داتهديد او اخطار سخت تمام شو٫ خپل وراره حضرت محمدص يي راوغوښت او ورته ويي ويل٫ وراره ستا دقوم خلګ راته راغلي وو داسي خبري يي راته وكړلي٫ نو لږزما او دخپل ژوند خيال وساته٫ او ماپه داسي څه مه مجبوروه چي له وسه مې اوچت وي٫ رسول اكرم ص ګومان وكړو٫ چي لكه سي تره يي دده مرسته پرېښودله نوركومك نه ورسره كوي نويي وفرمايل٫ ياعم والله لو وضعو الشمس في يميني والقمر في يساري علي ان اترك هذالامر٫ حتي يظهره الله او اهلك فيه ماتركته ژباړه٫ اې تره قسم په خداي كه هغوي لمر راته په ښي لاس راكړي او سپوږمۍ راته په چپه لاس كې راكړي چي زه دا كار پريږدم ٫ نو زه به داكار ددعوت تر هغه پورې پرې نږدم چي يائي الله تعالي بريالئ كړي او يا ئي زه په لاره كښي ووژل شم٫ ٫٫٫٫ داخبره ئي وكړه او تر سترګوئي اوښكي راوبهيدلې اوپاڅيد ابوطالب ږغ پسې وكړو هغه مخ ورته راواړاوه ٫ نو ده ورته وويل٫ وراره ورځه څه چي دې زړه وي هغه وايه٫ قسم په الله چي له مرستې به دې لاس وانخلم٫ اونه به دې چاته پرېږدم٫ اوبيا يې داشعرووايو٫ والله لن يصلوااليك بجمعهم حتي اوسدفي التراب دفينا فاصدع بآمرك ماعليك غضاعة وابشروقربذلك منك عيونا ژباړه٫ قسم په خداي كه هغوي له دې خپلو ټوليو سره تاته درورسيدئ شي ترڅوزه په خاوروكي ښځ شوئ نه يم خپله خبره په ډاګه كوه په تا هيڅ اعتراض نشته خوشحاله اوسه او سترګي دي په دې سره روښانه ٫٫٫٫ كله چي قريشو وليدل چي رسول اكرم صلي الله عليه وسلم٫ خپل دعوت پر مخ بيايي٫ ابوطالب هم درسول اكرم ص مرسته نه پريږدي٫ اوپه دې لاره كښي دقريشو دښمني او مقابلې ته تيار دئ٫ نو مشريكان سره راټول شول او عمار بن وليد بن مغيرة يي ابوطالب ته وروست او ورته ئي وويل٫ اې ابوطالبه دا دقريشو ترټولو غيرتي ٫ پوه او ښكلئ ځوان دئ نو ته دا واخله دده له عقل او قوت نه ګټه واخله او دځان دپاره يي زوي ونيسه٫ په بدل كښي ئي هغه خپل وراره موږته راكړه كوم چي ستا ا و ستا د دپلرونو له دين څخه اوښتئ دئ٫ په قوم كښي ئي بي اتفاقي اچولې ده٫ ترڅو هغه مړ كړو٫ سړئ به په سړي وي٫ نورڅه غواړې؟ ابوطالب ورته وويل٫ داستاسو ډيره غلطه فيصله ده٫ او داڅومره خرابه سوداده٫ چي له ماسره ئي كوئتاسو خپل زوي ددې دپاره ماته راكوئ چي درته لوي او چاغ يې كړم اوله ماڅخه غواړئ چي خپل زوي درته وسپارم او بيايې تاسو مړ كړئ٫ قسم په الله چي هيڅ كله به همداسي ونه شي پدې وخت كښي مطعم بن عدي بن نوفل٫ بن عبد مناف ٫ وويل٫ ابوطالبه دې خلګو دانصاف خبره درته وكړله٫ هغوي له خپله طرفه ډيري هلي ځلي وكړلې او څه چي نه خوښوي دهغه څخه دخلاصون هڅي ئي هم وكړلې خوته نه غواړې چي ددوي پيشنهادونه ومنې٫ نو ابوطالب ورته وويل٫ قسم په خداي كه دا انصاف وي هغوي بالكل دانصاف خبره نه ده كړې٫ لكه چي ته هم زما په خلاف له دوي سره درېدلئ يې نو هرڅه چي كوې كوه يې٫ تاريخي مصادرو ددې دواړو ليدنو او ياپه بل عبارت ابوطالب ته دقريشو ددې پيشنهادونو وخت او نيټه نده ښوولې٫ خو دقرائينو او شواهدو له ليدو اوپلټلو وروسته٫ داپه داګه كيږي٫ چي دادواړه پيښې دنبوت دشپږم كال٫ په مينځنۍ برخه كې واقع شوي دي٫ او ددواړو ليدنو تر مينځ ډيره كمه موده وه٫٫٫٫ كله چي دمشريكينو دا چولونه ټول ناكامه شول او لدې لاري څخه هيڅ لاس ته نه شواي راوړلاي نوئي بيرته هماغه پخوانۍ لاره خوښه كړله٫ يعني بيرته ئي ظلم وحشت او زياتوالي ته ادامه وركړه څو مسلمانان دظلم له لارې كمزوري كړي٫ او مشريكين په دې لټه كښي شو چي محمدصلي الله عليه وسلم په شهادت ورسوي٫ خو ددوي دا چل او فريب بيرته ددوي په زيان او دمسلمانانو په ګټه تمام شو٫ او دقريشو دهمدې ظلمونو او وحشتونو په نتيجه كي دمكې دوه قهرمانان حمزه بن عبدالمطلب٫ او عمر بن خطاب رضي الله تعالي عنهما٫ په اسلام مشرف شول دقريشو لدې ظلمونو او وحشتونو څخه يوڅو دبيلګې په توګه دلته وړاندي كوو٫٫٫٫۳ يوه ورځ عتبه بن ابي لهب رسول صلي الله عليه وسلم ته ورغي او ورته وئي ويل٫ زه په ٫ والنجم اذا هوي او ٫ ثم دنا فتدلي٫ كافر يم دانه منم٫ ورپسې ئي درسول صلي الله عليه وسلم كميس ورڅيرې كړ٫ پر مخ ئي ورتف كړل خو لاړې ورباندې ونه لګيدلې٫ په دې وخت كښي محمدصلي الله عليه وسلم ښېرا ورته وكړله٫ او وئي فرمائل٫ اللهم سلط عليه كلبامن كلابك٫ اې خدايه له خپلو سپو ورباندې يو سپئ وګماره٫ الله تعالي دخپل رسول صلي الله عليه وسلم دا دعا قبوله كړله٫ څه وخت وروسته عتبه بن ابي لهب٫ دقريشو له يوې ډلې سره په سر ولاړو٫ او كله چي ئي دشام په ٫ زرقا٫ نومي ځاي كې واړول٫ په همدې شپه يو زمرئ راغلو عتبه چي وليدلو نو وئي فرمايل٫ افسوس اې وروره٫ قسم په خداي چي دازمرئ ماخوري٫ لكه څرنګه چي رسول اكرم صلي الله عليه وسلم راته ښېرا كړې ده٫ هغه په مكه كښې ده خو زه ئي دلته په شام كې ووژلم٫ زمري ورباندې ټوپ كړو٫ او تر سر ئي راونيو٫ ټوټي ټوټي ئي كړو٫ او همدارنګه ويل كيږي چي محمدصلي الله عليه وسلم٫ دالله تعالي په حضور كښي سرپر سجده ايښئ وو چي عقبه بن ابي معيط راغلئ او دالله تعالي درسول صلي الله عليه وسلم پر مباركه غاړه ئي پښه وركښېښودله٫ او دومره زور ئي ورباندي وكړو چي نژدې وو چي درسول اكرم ص سترګي مباركې راووزي٫ ٫٫٫ داچي دقريشو طاغوتيانو غوښتل٫ چي رسول صلي الله عليه وسلم٫ په شهادت ورسوي ددې خبرې دصحت او اثبات دپاره دابن اسحاق هغه اوږد روايت كافي دي چي وائي ابو جهل وويل٫ اې قريشو تاسو وينئ چي محمد صلي الله عليه وسلم زموږ دين عيبجن كوي٫ زموږ پلرونو ته بد وايي٫ زموږ په عقلونو پوري خاندي٫ زموږ معبودان هم ښكنځي٫ نو زه له خداي سره عهد كوم چي يوه دومره لويه ډبره به رااخلم٫ چي پورته كولاي ئي شم٫ او كله چي هغ سجده وكړله نو پر دې سر به ئي په ولم٫چي ككرۍ ئي ميده ميده شي نوتاسي بيا ما وساتئ او دفاع رانه وكړئ٫ بيا دې دبنو عبد مناف لاس خلاص وي٫ هرڅه چي كړلاي شي هغه دې وكړي٫ قريشو ورته وويل ٫ قسم په خداي كه دې هيچا ته وركړو ته خپل كار وكړه موږ درسره يو٫ سبا سهار ابوجهل همداسي يوه ډبره واخيستله٫ او درسول اكرم صلي الله عليه وسلم ٫ په انتظار كښيناست٫ رسول اكرم صلي الله عليه وسلم له خپل عادت سره سم راغي٫ او په عبادت ئي پيل وكړو٫ قريش هم ټول راغلي وو٫ اوپر خپلو ځايونو باندي ناست وو٫ او كتل ئي چي ابوجهل څه كوي كله چي رسول اكرم صلي الله عليه وسلم پر سجده پرېووت٫ ابوجهل هغه ډبره راپورته كړه او درسول اكرم صلي الله عليه وسلم پر طرف ورروان سو٫ خو كله چي ورنژدې سو٫ په وېره سره پر شا راغلئ بڼه ئي ئي الوتې وه دومره وېرې اخيستئ وو چي هغه ډبره ئي له لاسونو څخه خطا شوه اوپر زمكه ولوېدله٫ دقريشو مشريكان ورپورته شول او ورته وئي ويل څه درباندې وشول اې ابا لحكمته٫ ده ورته وويل٫ زه ورروان شوم ترڅو لكه پرون چي مې تاسو ته ويلي وو٫ چي په هغه ډبره ئي پر سر وويلم٫ خو كله چي ورلنډ شوم يو داسي اوښ مې مخې راغلئ چي ډير لوي سر او لوي غاښونه او اوږده غاړه ئي درلودله٫ او ماپه خپل ژوندكي داسي اوښ ندئ ليدلئ غوښتل ئي ما وخوري٫ ٫٫٫ ابن اسحاق وايي٫ اوريدلي مي دي چي رسول اكرم ص فرمايلي دي چي ٫ ذالك جبريل عليه السلام٫ لودنا لاخذه٫ هغه جبريل عليه السلام وو كه ورنژدې شوئ واي نو نيولئ بې واي٫ ورپسې ابوجهل له رسول صلي الله عليه وسلم سره هغه څه وكړل چي دحمزه بن عبدالمطلب رضي الله تعالي عنه داسلام راوړلو سبب شول٫٫٫٫ دقريشو طاغوتيانو درسول صلي الله عليه وسلم دقتل توطئه ښه پخه كړې وه٫ ابن اسحاق له عبدالله بن عمروبن العاص څخه روايت كوي چي وايي٫ قريش دكعبې تر خوا راغونډ ناست وو زه هم ورغلم٫ او له دوي سره كښيناستم٫ دوي درسول اكرم صلي الله عليه وسلم په اړوند خبري پيل كړي٫ او ويل ئي موږ له دې سړي سره له دومره حوصلې او صبره كار واخيست چي بل هيچا ته مو دومره صبر نه دئ كړئ دوي همدا خبري كولي چي رسول اكرم صلي الله عليه وسلم راښكاره شو٫ راغئ حجر اسود ئي مج كړو٫ دبيت الله طواف ئي پيل كړو٫ او كله چي دطواف په ضمن كي له قريشو تيرسو نو دوي ځيني بدي خبري ورته وكړلې٫ ما درسول اكرم صلي الله عليه وسلم په مبارك مخ كښي ددې خبرو اثر وليدلو٫ دوم ځل چي بيا ورنه تيرشو نو بيا ئي همغسي خبري ورته وكړلې بيا مې هم ددې خبرو اثر دده په مبارك مخ كې وليدلو٫ دريم ځل چي بيا وره تيرسو٫ بيائي همداسي خبري ورته وكړلي٫ نو رسول اكرم صلي الله عليه وسلم ودرېد٫ او وئي فرمائل ٫ اې قريشو واورئ قسم په هغه ذات چي زما نفس دهغه په واك كښي دئ چي ماتاسي ته ستاسي دقتل او ذبحي حكم راوړئ دئ درسول صلي الله عليه وسلم دې ارشاد خلګ تر تاثير لاندي راوستل٫ او داسي چوپ او ارام كښيناستل چي تابه ويل دهر يوه پرسر مرغه ناست دئ تردې چي درسول صلي الله عليه وسلم په مقابل كي ترټولو شديد او سخت سړي به هم ديري نرمي خبري او الفاظ استعمالول٫ او په دې سره به ئي له رسول صلي الله عليه وسلم څخه درحمت سوالونه كول٫ او ورته ويل به ئي اې ابوالقاسمه بيرته ولاړشه قسم په خداي ته كله هم نادان نه يې٫٫ په سبا باندي بيا په داسي حال كي چي هغوي درسول اكرم صلي الله عليه وسلم په هكله خبري كوي٫ هغه مبارك تشريف راووړ٫ نو كله چي هغوي وليد٫ يوځل ټول ورپاڅيدل٫ او دالله رسول صلي الله عليه وسلم ئي راګيركړو٫ عبدالله بن العاص وائي ٫ ماوليدل چي يوه سړي رسول اكرم صلي الله عليه وسلم ترچادركلك رانيولي ؤ ابوبكر رضي لله تعالي عنه درسول اكرم صلي الله عليه وسلم خواته ولاړدئ اوپه داسي حال كښي چي ژاړي وايي٫ آيا تاسو هغه څوك وژنئ چي وايي ٫ الله زما رب دئ٫ وروسته بيا قريشو رسول اكرم صلي لله عليه وسلم پريښود٫ راوي وائي ٫ تركومه چي ماليدلي داپر رسول اكرم صلي لله عليه وسلم باندي ترټولو ستر ظلم ؤ٫ امام بخاري رحمت الله عليه ٫ له عروة بن الزبير نه روايت كوي وائي٫ ما ابن عمرو بن العاص ته وويل٫ چي پر رسول اكرم صلي الله عليه وسلم باندي دقريشو دترټولو ستر ظلم په اړوند راته معلومات راكړه٫ هغه راته وويل په داسي حال كښي چي نبي عليه السلام دكعبې شريفې په خواكښي په عبادت بوخت وو چي عقبة بن ابي معيط راغلي او خپل چادر ئي دنبي صلي الله عليه وسلم په غاړه كښي ورواچاوئ او دومره ئي تاؤ كړو ٫ چي نژدې وو زندۍ شي پدې وخت كښي ابوبكر صديق رضي الله تعالي عنه راغي هغه ئي ټينګ راونيو او له رسول اكرم صلي الله عليه وسلم څخه ئي ليري كړو٫ او وئي ويل٫ آيا هغه څوك وژنې چي وايي الله زما رب دئ اوپه هغه حديث كي چي له اسماء رضي الله تعالي عنها څخه روايت كوي ٫ راځي چي يو چا ابوبكررضي الله تعالي عنه ته چيغه وكړه چي هله دملګري كومك ته دې ورشه نو ابوبكر رضي الله تعالي عنه په منډه ورووت دغه وخت چي له كوره ووت دهغه دسر ويښتان څلور كوڅي وو او ويل ئي ٫ آيا تاسو هغه څوك وژنئ چي هغه وايي الله زما رب دئ يعني يواځې په دې ګناه ئې وژنئ چي وايي الله زما رب دئ٫ په د ې وخت كښي مشريكينو رسول اكرم صلي الله عليه وسلم پرېښود اوپر ابوبكر صديق رضي الله تعالي عنه باندي ورټول شول او كله چي بيرته كورته راغي نو پر سرئي يو ويښته هم نه ووكوڅۍ ئي ټولي ورباندي شوكولي وې ٫٫٫٫٫٫٫٫٫ نوربيا په درنښت محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ omari.afghan@hotmail.com
نويسنده : محمدعلي عمري | ۷ تير ۱۳۸۹ ساعت ۰۲:۲۹:۵۱ | آرشيو نظرات (0)
دحضرت محمدص دسيرت سلسله
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۷ خرداد ۱۳۸۹ ساعت ۰۷:۴۹:۱۷ | آرشيو نظرات (0)
دحضرت محمدص دسيرت سلسله يويشتمه برخه ابوجهل به تل دا كوشش كاوه چي رسول اكرم ص له لمانځه نه منع كړي٫يوه ورځ يې رسول ص وليدلو چي له مقام ابراهيم عليه السلام سره لمونځ كوي نو ورته وئې ويل٫ اې محمده٫ آيا ته مې له دې كار نه نه يې منع كړئ؟له دې سره ئې اخطارونه او تهديدونه هم شروع كړل٫رسول اكرم صهم ورته په غصه شو٫او كلك ځواب ئې وركړو٫ نوده ورته وويل اې محمده٫ په څه مې وېروې؟په دې منطقه كښي هيڅوك تر ما زورور نشته ٫ په دې پسي الله تعالي دا آيت رانازل كړو٫ فليدع ناديه٫ ژباړه پس راودې بولي اهل دمجلس خپل٫٫٫٫ په بل روايت كي راځي چي رسول اكرم ص ابوجهل تر غاړه راونيو او خوځاوه راځوځاوه ئې او ورته فرمايل ئې٫٫٫ اولي لك فآولي ثم اولي لك فآولي٫ ژباړه وړده تاته اې كافر انسانه هغه شئ چي بد ئې بولي سختي دمرګ٫ پس وړده هغه شئ چي بولي سختي دقبرده٫ بيا وړده تالره هغه شئ چي بد ئې بولي چي سختي دورځي دقيامت ده٫ پس وړده تالره هغه شئ چي بد ئې بولي چي هميشه عذابېدل دي ستا به دوزخ كي٫٫٫٫٫٫ دلته دخداي دښمن ابوجهل ورته وويل ٫ اې محمده٫آيا ته ماوېروېقسم په خداي چي ته او ستا رب په ما هيڅ هم نه شي كولاي زه ددې سيمې تر ټولو غوره اوسيدونكئ او عزيز سړئ يمه٫ په هر صورت ابوجهل له خپل رزالت او خباثت نه لاس وانه خيست٫ مسلم شريف له ابوهريرة رضي الله تعالي عنه څخه روايت كوي٫ وايي٫ ابوجهل يوځل دقريشو سردارانوته وويل٫ آيا محمد ٫ ستاسو په وړاندي خپل مخ په خاورو كي ږدي؟دوي ورته وويل چي هو٫ نوده وويل ٫ په لات او عزي قسم يادوم٫ كه ما هغه په داسي حال سجده كي وليدلو نو پر غاړه به ئې پل ورږدم٫ او مخ به ئې په خاورو ورلړم٫ بيا وروسته كله چي ابوجهل وليدل٫ رسول اكرم ص لمونځ اداكوي٫ نو ابوجهل ورروان شو او دايي غوښتو چي پر مباركه غاړه يې پل وركښيږدي خو خلګو كتل چي بيرته پر شا راروان دئ او لاسونه يي داسي مخې ته نيولي چي ته به ما له يوشي څخه دځان دفاع كوي خلګو ورته وويل٫ ابوالحكمه٫ څه خبره ده؟ ده وويل زما او دمحمد تر مينځ داور يوه كنده ده٫ رسول اكرم ص فرمايي سي كه چيري ابوجهل ماته رانژدې شوئ واي نو ملائيكو به ټوټه ټوټه كړئ واي٫٫٫٫ د هغه ظلمونه وو چي درسول اكرم ص په حق كې تر سره كيدلو ٫ هغه رسول ص چي دټولو په وړاندي عزيز او قدرمن ؤ او دابوطالب چي دمكې ډير محترم او مخور شخصيت ؤ تائيد او ملاتړ هم ورسره وو نو ويلئ شو هغه ظلمونه چي مشريكينو په نورو اصحابو رضي الله تعالي عنهم٫ خصوصا پر هغو بې وزلو او بې كسه كسانو باندي راوستلي وو لدې نه څو چنده سخت او دردونكي وو٫ دهرې قبيلې مشريكانو به دخپلي قبيلې مسلمانان په ډول ډول عذابونو تعذيبول٫ او كه څوك داسي مسلمان به پيداشو چي دلته به ئي خپل خپلوان نه درلودل بې كسه او بې وطنه به وو نو دقريشو سردارانوبه داسي ظلمونه ورباندي كول چي وجدان يې له يادڅخه شرميږي٫ ابوجهل به چي په دې خبرشو چي فلانئ سړئ مسلمان شوئ دئ نو كه هغه به دمقام اوشرف خاوندوو دتهديد او اخطار لاره به يي ورسره نيوله او په دې به ئې وېراوه چي كه له اسلام نه وانه وړي٫ نو دځاني او مالي زيان انتظار دې وباسي او كه به دغه مسلمان شوئ سړئ كمزورئ او بې وسه وو٫ نو بيا به يي واهو او سزا به يي وركوله٫ او نورخلګ به يي هم ددې مسلمان سوي سړي پر خلاف راپارول٫ روايت دئ چي كله بلال بن رباح رضي الله عنه ٫ چي داميه بن خلف الجمحي غلام ؤ كله چي په اسلام مشرف سو٫ نو اميه بن خلف به دهغه په غاړه كښې پړئ ورواچاوه٫ او هلكانوته به يې په لاس وركړو هغوته به يي وويل چي دابلال دمكې په غرونو كې تاؤ راتاؤ كړئ اميه به بلال رض دلمر په سخته ګرمي كښي وغورځاوه سخته لوږه به يي ورباندي تيره كړه٫ او په تكنده غرمه به يې پر سرو شګو باندي پرې ايست٫ او پر سينه به يي يوه لويه ډبره وركښېښووله ٫ او ورته ويل به يي ٫ قسم په الله چي همداسي به پروت يې ترڅو يا ومرې او يا په محمد سره كافر شې او دلات او عزي عبادت وكړې خو بلال رضي الله تعالي عنه به په دې سخت حالت كې ويل٫ احد احد ٫ الله يودئ الله يو دئ٫ يوه ورځ ابوبكر رضي الله تعالي عنه تيرېدلو او بلال رضي الله تعالي عنه يې په همدې سخت حالت كښې وليدلو٫ نويې بلال رضي الله تعالي عنه دسپينو زرو په اوو يا پنځو اواقو يعني دوه سوه اتيا درهم چي له يو كيلو نه زيات سپين زر كيږي او دوه سوه درهمه ۷۳۵ ګرامه سپين زر كيږي ورنه واخيست او آزاديې كړلو٫عمار بن ياسر رضي لله تعالي عنه چي دبني محزوم غلام ؤ ده او مور او پلار ئي چي كله ايمان راوړلو نو مشريكانو خصوصا ابوجهل به هغوي په تكنده غرمه كي له كوره ايستل او پرسرو شګوبه يي پرې ايستل او سزابه ئي وركوله يوه ورځ رسول اكرم ص تيريدلو او دوي هملته په عذاب او ځوركي وو نو رسول اكرم ص ورته وفرمايل ٫ صبرا آل ياسر٫ فان موعدكم الجنة٫ اې دياسر اولادې صبر كوئ ستاسي ځاي جنت دئ٫ ياسر دهمدې سختو عذابونو له كبله مړشو٫ سميه٫ دعمار مور هم دابوجهل دنيزې په ګوزار چي ددې په فرج كښې ئي وكړو مړه شوه٫ او په دې ترتيب سره نوموړې داسلام لومړنۍ شهيده شميرل كيږي مشريكينو به ځيني اصحاب رضي الله تعالي عنهم٫ داوښ او ياغوايه په څرمنه كي نغښتل او بيابه يي سره لمرته اچول٫ ځيني نوروته به يي داوسپني زغري وراغوستې اوپرسرو تيږوبه يي څملول٫ هغه كسان چي دالله پاك په لاره كښي ربړيدلي او ځوريدلي ډيردي خوپه لنډه توګه داويلئ شو هرچابه چي ايمان راوړلو ٫ اوكله به چي مشريكان په خبرشو نو هغه به يي په ارام نه پريښود٫ او ډير عذابونه به يي ورباندي تېريول٫ دمشريكينو ددې شكنجواو عذابونوپه مقابل كي دحكمت تقاضا اوغوښتنه داوه چي رسول اكرم ص٫ خپلو اصحاب رضي الله تعالي عنهم ٫ ته هدايت وركړي چي خپل اسلام پټ وساتي٫ او همدار راز له هغوي سره ليده كاته پټ وساتي٫ ځكه كچيري په ښكاره توګه سره غونډ شي نو مشريكان به كله هم ددې اجازه ورنكړي اوپري به نژدي چي دالله رسول ص خپل ملګري او دوستان وروزي او دالله تعالي كتاب او حكمت ورزده كړي٫ او داهم كېداي شواي چي دغه ښكاره غونډي ددواړو ډلو ترمينځ دتصادم اوټكر سبب وګرځي٫ څرنګه چي دنبوت په څلورم كال يوه پيښه وشوه٫ او هغه پيښه داوه چي اصحاب رضي الله تعالي عنهم٫ به په يو خوړكي سره راټوليدل او هلته به يي په پټه سره لمونځونه كول٫ يوه ورځ مشريكينو وليدل نو بدرديي ورته وويل٫ او بالاخره يي جګړه سره ونښتله٫ سعدبن ابي وقاص رضي الله تعالي عنه يو سړئ وواهه٫ او ويني يي پري راماتي كړلي٫ او دا په اسلامي تاريخ كي لومړۍ پيښه وه چي ويني وبهيدلي څرګنده ده سي كچيري دغه دول په مكرر ډول ټكرونه اوپيښي رامينځ ته شوي واي نو دابه دمسلمانانو دوركيدلو سبب شوئ واي نو دحكمت غوښتنه داوه چي اصحاب رضي الله تعالي عنهم٫ خپل اسلامي دعوت او غونډي پټي وساتي٫ خو رسول اكرم ص به خپل عبادت په ډاګه ترسره كاوه٫ او خپل دعوت به يي هم په ښكاره توګه سره مشريكينو ته بياناوه٫ خو له صحابه كرامو سره به يي ليده كاته په پټه وو٫ او داهم داسلام او مسلمانانو دمصلحت په خاطر٫اوڅرنګه چي دارقم بن ارقم المخزومي٫ كور دصفا غونډۍ سره ؤ او دمشريكينو له نظره هم ګوښئ وو نو رسول اكرم ص دده كور له مسلمانانو سره دغونډو دپاره مناسب وباله٫ او دنبوت دپنځم كال نه يي دغه كور دخپل دعوت مركز وټاكه٫ پر مسلمانانو باندي دمشريكينو ظلمونه دنبوت دڅلورم كال په نيمايي كښي پيل شوئ وو دغه ظلمونه په لومړي سر كي لږ خو ورځ په ورځ په زياتيدو ؤ تر څوچي دپنځم كال ترنيمايي پوري خپل اوج ته ورسيدل٫ او مسلمانان دومره تنګ شو٫ چي نوريي نو په مكه كښي ژوند تريخ شو٫ او په دې فكر شول چي له دغه عذاب څخه څنګه خپل ځانونه خلاص كړي٫ په همدې سختو ورځو شپو كښي د كهف سورت رانازل سو٫ دې سورت دمشريكينو هغه پوښتني ځواب كړې٫ چي له رسول اكرم ص څخه يي كړي وې٫ ددې ترڅنګه همدې يادشوي سورت دري داسي كيسي هم بيان كړلي٫ چي پكي دمسلمانانو دپاره ښكاره هدايات او لارښووني وي٫ داصحاب الكهف سورت كيسي داپه ګوته كوي چي كله مسلمانان ددين له پلوه له خطر سره مخ شي نوبايد په الله تعالي باندي په توكل سره دكفر اوظلم له مركز نه دامن ځاي ته هجرت وكړي الله تعالي فرمايي واذا اعتزلتموهم وما يعبدون الا الله فآووا الي الكهف ينشرلكم ربكم من رحمته ويهئي لكم من امركم مرفقا ژباړه٫ او كله چي په څنګ شوي تاسي له دغو مشريكانو او له هغه بتانو چي عبادت يي كوي دوي بي له الله٫ نو ځاي ونيسي هغه غار ته٫ او ديره شي پكي٫ خپوربه كړي تاسي ته رب ستاسي له رحمته خپل او تيار به كړي تاسي ته له كار ستاسي اسباب دګزران او خوشحالي ٫٫٫ نوربيا په درنښت محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۴ خرداد ۱۳۸۹ ساعت ۰۴:۰۷:۲۵ | آرشيو نظرات (0)
دحضرت محمدص دسيرت سلسله شلمه برخه دنبوت دڅلورم كال په لومړيوكي قريشو داسلامي دعوت دمخنيوي پخاطرپورته يادي شوي لاري چاري يوه په بله پسي په كار واچوله٫ څومياشتي همداسي تيري شوي خوكله چي پوه شول چي نور دا هلي ځلي ناكامي دي اونه شي كولاي په دې سره داسلامي دعوت مخه ونيسي نو يوځل بيا سره راغونډ شول او يوه پنځه ويشت كسيزه كمېټه يې جوړه كړله مشر يې ابولهب ؤدكميټې غړو له ډير بحث او غور څخه وروسته فيصله وكړه چي نور بايد دمحمدص اسلام٫ او اصحابو رضي الله تعالي عنهم٫ په خلاف له زور زياتي وحشت او تيري څخه كار واخيستل سي هغوي دا فيصله وكړله او دفيصلې دپلي كولو دپاره يې مټي راونغښتلي هغوي په اسنۍ سره كولاي شواي چي په اصحابو رضي الله تعالي عنهم ٫ خصوصا پر بې وسه كسانو هرډول ظلم او زياتئ وكړي خو درسول اكرم ص په اړوند هرچا دا جرءت نه شواي كولاي ځكه هغه يو داسي عظيم شخصيت درلودونكئ وو چي تر دوستانو وړاندې دښمنانو ورته دقدر احترام په سترګو كتلو او دهغه په وړاندې يواځې هغو كسانو بې ادبي او ګستاخي كولاي شوه٫ چي هغه به له عقل او حيا ځخه بلكل خلاص وو او ددې ترڅنګ محمدصلي الله عليه وسلم دابوطالب غوندي مهم سړي له تائيد او ملاتړ نه هم برخمن وو٫ هغه ابوطالب چي دمكي سر او دخلګو په مينځ كي دقدر اومنزلت خاوندوو چا دا جرءت نه شو كولاي چي دهغه تړون مات كړي او دده پر كورنۍ تجاوز وكړي٫ بالاخره٫ همدې وضعې قريش دير انديښمن كړي وو٫ او جرءت يې ورنه سلب كړئ وو خو كله چي دهغوي زعامت او ددين په نامه تر لاسه شوې مشري دنوي اسلامي دعوت تر تهديد لاندې راغله٫ نور نو لكه ليونيان راپورته شول٫ او داسلام دستر سالارص په خلاف په همدې كار كې ابولهب تر هرچا وړاندې وو روايت دئ چي كله دصفا پر غونډۍ باندې رسول اكرم ص ټول خلګ راغونډ كړل او دايې ورته وويل چي ما يو نوئ خبر راوړئ دئ٫ خو لومړئ زه تاسو ته دا خبره كول غواړم چي اې قريشو كچيري زه تاسو ته ووايم چي٫ تر هغه غره هاخوا يو لښكر راروان دئ او پر تاسو باندې حمله كوي ٫ نو آيا تاسو زما همدا خبره منئ كنه٫ ټولو قريشو وويل ٫ اې محمده٫ ته يو امين او رښتينئ سړئ يې هيح كله موږ له تاسو څخه دروغ خبره نه ده اورېدلې٫ نو بيا نبي ص ټولو حاضرينو ته وويل ٫ چي زه دالله پاك له لوري نبي رالېږل شوئ يم ٫ يعني ماته نبوت راكړل شو دالله ج له لوري څخه٫ الله پاك راته ويل ٫ چي خلګوته دا كليمه ورښيه چي ٫ لااله الا الله محمدرسول الله٫ په دې وخت كې ابولهب هم په دې اوريدونكوكې ګډون درلود ٫ ابو لهب راولاړ شو يوه لويه تيږه يې راواخيستله٫ او غوښتلويې چي محمدص په وولي٫ خو كله چي يې ډبره٫ تيږه ٫ پورته كړه نو دواړه لاسونه يې شل سو كار يې نه كاوه٫ ديادولو وړ ده چي تر بعثت وړاندې يعني چي نبي ص لا نبي نه وو٫ دابولهب زامنو عتبه ٫ او عتيبه٫ درسول اكرم ص له لوڼو٫ رقيې٫ او ام كلثوم رضي الله تعالي عنهما سره ودونه كړي وو٫ خو له بعثت وروسته ابولهب خپل زامن دې ته اړ كړو چي دنبي ص ولوڼوته طلاق وركړي٫ هغه وخت درسول اكرم ص دوه زوي عبدالله وفات شو ابولهب له ډيري خوشحالۍ منډي وهلي او خپلو ملګروته يې زيري وركول او دابه يې ورته ويل چي محمدص ميرات شو٫ ابولهب به دحج په دوران په بازارونوكي په نبي ص پسي روان وو٫ طارق بن محاربي وايي٫ ابولهب نه يواځي دا چي دنبي ص خبري به يې تكذيبولي بلكه هغه جناب به يې په ډبرو هم ويشتو او دبشيت دعظيم لارښود پوندي مباركي به يي په وينو رنګولي٫دابولهب ښځه ام جميل اروي بنت حرب بن اميه٫ چي دابوسفيان خوروه دې هم له نبي ص سره دابولهب په شان عداوت او كينه درلودله دې به اغزي راټول كړو او دشپي له مخې به يي دنبي اكرم ص په دروازه او لاروكي ورته وشيندل٫ دې ډيره خرابه ژبه درلودله دخداي درسول ص په شان كي يي ديره بې ادبي او ګستاخي كوله تورونه او تهمتونه به يي ورپوري تړل فتني او فسادونه به يي جوړول٫دابولهب ښځې اروي چي كله خبره شوه چي قرآن كريم ددې او دابولهب غندنه كړې ده٫ نو په داسي حال كې جومات مسجدالحرام ته راغله چي يوموټئ ډبري هم ورسره وي رسول اكرم ص او ابوبكر صديق رضي الله تعالي عنه دكعبې شريفي خواته ناست وو٫ كله چي دا ورنژدې سوه نو الله ج يې پر سترګوپرده ورواچوله او نبي ص يې نه ليدلوابوبكر رضي الله تعالي عنه ته يې وويل٫ ملګرئ دې چيرته دئ؟ خبره شوې يمه چي هغه زما بدي بيان كړې ده٫ قسم په خداي كه مې وليدلو نو په همدې ډبرو به يې پر دې خوله وولم ٫ ګوره زه يوه شاعره يم٫ بيا يې داسي وويل٫ مذمما عصينا٫ وامره آبينا٫ ودينه قلينا٫ يعني ٫ موږ دمذمم په بدويادشوي ٫ نافرماني كړي٫ دهغه مونده منلي او دهغه دين مودنفرت او حقارت له مخي پرېښود دا خبره يې وكړله او ووتله٫وروسته ابوبكر رض وويل٫ يارسول الله آيا هغې ته ونه ليدلې٫ رسول اكرم ص ورته وويل نه زه يې ونه ليدلم٫ ځكه الله تعالي دهغې پر سترګو پرده ورواچوله٫ ابوبكر بزار٫ داكيسه رانقلوي او وايي ٫ كله چي اروي ٫ يعني دابولهب ښځه راغله ابوبكر صديق رض ته يي وويل٫ ستا ملګري زموږ هجوه بدي ويلې ده ابوبكر رض ځواب وركړو چي نه قسم په الله هغه شعر نه وايي٫ اروي ورته وويل ته مصدق يې ابولهب سره لدې چي دنبي ص تره هم وو او ګانډئ هم خو بيايې داټول ظلمونه تر سره كول٫دابولهب كور دنبي ص دكور سره جوخت نژدې وو ابولهب به دنورو كفارو په شان ورسول اكرم ص ته په خپل كوركې هم ضرر او اذيت رساوه٫ ابن اسحاق چي يو مؤرخ دئ وايي چي دنبي ص له ګاونډيانو څخه ٫ ابولهب ٫ حكم بن ابي العاص بن اميه٫ عقبه بن ابي معيط٫ عدي بن حمراء الثقفي٫ او ابن الاصداء الهذلي دومره خبيث وو چي نبي ص ته به يې په كوركې لا اذيت وررساوه٫ او لدې جملې څخه حكم بن ابي العاص په اسلام مشرف شوئ او نور مشرك مړه شوي دي٫ دهغوي داذيت رسولو يوه طريقه داوه٫ چي كله به رسول اكرم ص لمونځ كاوه نو له هغوي نه كوم يوه به دميږې پېروان ورباندې واچاوه او يا چي به كله نبي ص دېګ باندې كړئ وو نو دوي به پېروان را اخيستئ وو او پر دېګ به يې وروغورځاوه٫ بالاخره رسول اكرم ص مجبوره شو چي يوه فنا يې جوړه كړي تر څو دلمانځه پر وخت ددوي له شره په امن كي وي او كله چي به نوموړو مشريكينو پېروان ورباندې ورواچاوه نو دالله ج رسول ص به په يوه لرګي سره هغه را اخيست او دهمغه سړي دروازې ته به ورتله او ورته ويل به يې٫ اې بني عبدمناف٫ دا څه ډول ګاونډيتوب دئ؟ او بيا به يې هغه پېروان ايسته غورځاوهعقبه بن ابي معيط په دې خباثت كې ډير وړاندې تللئ وو بخاري شريفه له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه٫ نه روايت كوي٫ چي يوځل٫ رسول اكرم ص دكعبې شريفي خواته لونځ كاوه٫ ابو جهل او دهغه ډله ناست وو كوم يوه يې وويل٫ څوك به دبني فلان داوښ لري او كولمي راوړي او كله چي محمدص پر سجده څملي نو دغه شيان يعني لري او كولمي يي پر شا ورواچوئ پدې وخت كي تر ټولو بدبخته خبيث سړئ عقبه بن ابي معيط پا څېد او هغه شيان يعني داوښ لرئ او كولمي يي راوړلي او كله چي محمدصلي الله عليه واله وسلم ٫ سر پر سجده كېښود٫ نو دغه مردار شيان يې ورباندي واچول٫ ابن مسعود رض وايي چي ما دغه صحنه كتله خو هيڅ وس مې نه وو ابوجهل او دده ملګرو خندل او له ډيره غرورنه يو پر بل وركږېدل٫ يوې او بلې خواته او ړېدل٫ رسول اكرم ص همداسي سر پر سجده پروت ؤ ترڅو فاطمه رض يالله تعالي عنها راغله٫ او هغه مردار شيان يي ورنه ايسته كړو٫ رسول اكرم ص سر مبارك را اوچت كړو او دري ځله يي وفرمايل٫ اللهم عليك بقريش٫ اې خدايه ته دقريشو چاره وروكړه٫ پر مشريكينو باندې دنبي ص دې دعا اثر وكړو او ډيره سخته ورباندي تمامه سوه ځكه هغوي داسي باور درلود٫ چي دلته دعاګاني قبليږي رسول اكرم ص بيا وفرمايل٫ اې خدايه ته دابوجهل٫ عتبه بن ربيعه٫ شيبه بن ربيعه٫ وليد بن عتيبه٫ اميه بن خلف٫ او عتبه بن ابي معيط چاره وروكړې٫ ابن مسعود رضي الله تعالي عنه وايي ٫ چي اووم ۷ نوم يې هم يادكړو خو زما په ياد نه دئ ابن مسعود رض وايي ٫ قسم په خداي داټول كسان چي رسول اكرم ص يي نومونه يادكړي وو دبدر په ورځ ماوليدل چي هغوي ټول مړه او مردار پراته او په كنده كي غورځيدلي وو اميه بن خلف به چي كله نبي ص وليدلو نو استهزاء به يې ورپوري كوله٫ اشارې او سترګكونه به يې كول٫ نو دده په اړوند الله تعالي داآيت را نازل كړو چي ويل الكل همزة لمزة ابن هشام وايي٫ همزة هغه سړي ته ويل كيږي چي په ښكاره سره بل سړي ښكنځي٫ په سترګكونو او اشارو سره ملنډي ورباندي وهي٫ او لمزة هغه ته وايي٫ چي په پته سره دخلګو بد وايي او اذيت وررسوي٫ داميه ورور ابي بن خلف٫ دعقبه بن ابي معيط ډير نژدې ملګرئ ؤ يوځل عقبه درسول اكرم ص په حضوركي كښيناستو او څه خبري يي ورنه واورېدلي٫ خو كله چي ابي بن خلف ورباندي خبرشو٫ نو عقبه يي دير بې زړه وباله٫ زيات يي تهديد كړو او غوښتنه يي ورنه وكړله چي ولاړشي او رسول اكرم ص ته ور تف كړي هغه خبيث هم همداسي وكړل او ده خپله يعني ابي بن خلف يو وروست شوي هډوكئ راواخيست ميده يې كړو او درسول اكرم ص پر طرف يي ورپو كړو٫ اخنس بن شريق النقفي به هم رسول اكرم ص ته ډير زيات اذيت او تكليف وررساوه قرآن كريم نومړوي ته اشاره كوي فرمايي٫ لا تطع كل حلاف مهين٫ هماز مشاءبنميم مناع للخير معتدآثيم عتل بعد ذالك زنيم ژباړه٫ نو ته خبره مه منه دهرډير قسم خوړونكي سپك عيب ويونكي تلونكي په چغلي سره منع كونكي دخير له حده تيريدونكي په ظلم كي ډير ګنهګار بدخوي سخت ويونكي٫ وروسته لدې ټولو هيبوحرام زاده٫ ٫٫٫ ابوجهل به كله ناكله درسول اكرم ص په حضوركي حاضريدو او قرآن كريم به يي ورنه اوريدلوخو ايمان به يي نه راوړلو نه به يي اطاعت كاوه او نه به يي به سترګوكي خوف او وېره ورپيدا كېدله بلكه رسول اكرم ص ته به يي هردول زيان او تكليف وررساوه خلګ به يي دخداي له دين څخه منع كول او بيا به يي په دې باطل او ناروا كار باندي فخر هم كاوه ٫٫٫ نوربيا په غرنۍ پښتنه مينه محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ omari.afghan@hotmail.com
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۴ خرداد ۱۳۸۹ ساعت ۰۹:۵۵:۴۵ | آرشيو نظرات (0)
دمنافق لفظ تاليف٫ حجة الاسلام ٫ امام غزالي رح دمنافق لفظ دنافقاء اليربوع څخه مشتق٫ را اخيستل سوئ دئ دلغتي معني په اعتبار داسي ويل كيږي٫ چي دځنګلي موږك په غار كي دوه سوري وي يوه ته نافقاء وايي او هغه بل ته قاصعاء وايي دغه موږك تر هغه يوه سوري ځان ښكاره كړي ليكن راوزي دهغه بل سوري څخه نو له همدې كبله منافق انسان ته منافق ويل كيږي چي په ظاهره سره دئ ځان وخلګوته مسلمان ښكاره كوي مګر په حقيقت كښي دئ كافر وي دكافرانو ملګرئ وي يعني فريب اودوكه مسلمانانوته وركوي ٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫ محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ omari.afghan@hotmail.com
نويسنده : محمدعلي عمري | ۳ خرداد ۱۳۸۹ ساعت ۱۱:۳۸:۱۱ | آرشيو نظرات (0)
|
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
نگین بلاگ است
|