هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته omari.zabul@gmail.com |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
دغيبت په اړوند الله جل جلاله وايي وَلاَ يغتب بعضكم بعضا ايحب احدكم ان ياكل لحم اخيه ميتا فكرهتموه ژباړه ٫ اونه دي كوي غيبت بعضي ستاسي دبعضو نورو آيا خوښوي يو دتاسي څخه دا چي وخوري دئ غوښي دورور خپل په داسي حال كښي چي هغه مړ وي او تاسي يې بد بولئ دغه كار ٫٫٫ نبي اكرم ص وايي پر يوه مسلمان دهغه بل مسلمان داشيان حرام دي ٫ وينه تويول٫مال يي په ناحقه خوړل٫ عزت او ابرويې اخيستل٫ همدارنګه پيغمبرص وايي خپل ځانونه دغيبت كولو څخه وساتئ اوبې له شكه غيبت تر زنا كولو ډير بد دئ ځكه يو سړئ چي زنا وكړي اوبيا په اخلاص سره توبه وكاږي نو الله پاك يي توبه قبلوي او غيبت كونكئ انسان تر هغه وخته پوري الله پاك نه بخښي ترڅوچي هغه شخص يي ونه بخښي معافي ورته ونه كړي كوم چي غيبت كونكئ يي غيبت كړئ وي دهغه سپكاوئ يي كړئ وي نبي اكرم ص وايي ٫ كوم څوك چي دمؤمن ورور غيبت ددې دپاره كوي چي دهغه نقص او عيب ښكاره سي بې عزته او رسواسي نو دغه غيبت كونكئ به دقيامت په ورځ الله پاك دجهنم پر خوله چي كوم پُل دئ پر هغه باندي به يي تر هغو پوري ودروي چي ددغه ويل سوي ګناه څخه خلاص شي ٫٫٫٫ غيبت څه ته وايي نبي اكرم ص وايي چي غيبت هغه شئ دئ چي دخپل مؤمن ورورپه اړوند داسي خبره وكړې چي دهغه ناخوښه وي يعني كه دغه شخص دبدن عيب ولري يايي دنسب عيب وي يا يي دعمل په باره كښي يو عيب وي حتي دكاليو ٫ پټه ٫ مركب كښي يي عيب ګويي ګويي وكړي دغه ټول اقسام دغيبت دي ٫٫٫ متقدمين علماء وايي ٫ چي دا هم غيبت دئ٫ چي دسړئ ووايي دفلاني سړي كالي لنډدي٫ يا اږوده دي ٫٫٫ روايت دئ چي نبي اكرم ص ته يوه ښځه راغله ديو پوښتني او ضرورت دپاره بيا چي كله هغه ښځه ولاړه نو بي بي عايشي رض صرف داسي وويل داځنګه كوچنۍ ښځه وه بيا نبي كريم ص وعايشي رض ته وويل اې عايشې رض تا دهغې ښځې غيبت وكړلو٫ ٫٫٫ محمدص وايي له غيبت څخه ځان وژغورئ ځكه چي په غيبت كښي دري آفتونه دي٫اول دا ده چي دغيبت كونكي دعا نه قبليږي دوهم داچي دغيبت كونكي نيكۍ نه قبليږي٫ دريم دا چي پر غيبت كونكي ګناهونه شاوخوا راټوليږي او ورځ په ورځ يي ګناهونه قوي كيږي په درنښت محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۳ خرداد ۱۳۸۹ ساعت ۱۱:۲۵:۳۳ | آرشيو نظرات (0)
دحضرت محمدص دسيرت سلسله نولسمه برخه كله چي قريشو وليدل چي محمدص په هيڅ ډول هم خپله لاره او بلنه نه پريږدي نو يوځل يي بيا سوچ وكړ او داسلامي دعوت دله مينځه وړلو په خآطر يي لاندينئ هلي ځلي په كار واچولي٫ تكذيب ملنډي٫ خندا ګاني ٫ استهزاء او مسخري٫ قريشو غوښتل په دي ډول سره او له دي لاري نه دمسلمانانو روحيات كمزوري ارادي يي ماتي او دهغوي دذلت او سپكاوي كوشش وكړي نو همدا وه چي په رسول اكرم ص پوري يي ډول ډول تورونه او تهمتونه وتړل٫ دهغه جناب صلي الله عليه وسلم په شان كښي يي ډيره بي ادبي او ګستاخي كوله كله به يي ليوني باله كله به يي څه به باله او كله څه٫ قرآن كريم فرمايي٫ وقالوا يا يهالذي نزل عليه الذكر انك لمجنون٫ ژباړه ٫ او ويلي ٫ دغو كفارو محمدص ته ٫ اې هغه سړيه چي نازل كړئ شويدئ پر هغه باندي ذكر ٫ قرآن پند ٫ په زعم دمنكرينو٫ خامخا ليوني يې٫ ٫٫٫ او كله به يي محمدص ته ددروغو نسبت كاوه٫ الله تعالي فرمايي٫ وعجبوا ان جاء هم منذر منهم٫ وقال الكافرون هذا ساحر كذاب ژباړه ٫ او تعجب كوي ٫ كفار ٫ له دې نه چي راغلئ دئ دوي ته نبي ويرونكي له دوي نه او وايي دغه كافران چي دغه ويرونكي نبي ٫ ساحر كوډګر او دروغجن دئ٫ دقريشو كفارو به رسول اكرم ص ته په ډيره بده سترګه كتل له حد نه زياته كينه او عداوت يي ورسره درلود تل به په دې هڅه كي وو چي وزوروي٫ قرآن كريم فرمايي٫ وان يكادالذين كفروا ليزلقونك بابصارهم لما سمعوالذكر ويقولون انه لمجنون٫ ژباړه ٫ او بېشكه نژدي وو هغه كسان چي كافران شويدي٫ خامخا وبه ښويوي تا وبه دې غورځوي په ځمكه پخپلو سترګو سره هركله چي واورېده دوي قرآن ستا له ژبې او وايي دوي دكينې له مخې بېشكه دغه محمد ليوني دئ٫٫٫٫٫ ٫٫٫ رسول اكرم ص چي به كله له خپلو اصحابو رضي الله تعالي عنهم ٫ سره ناست ؤ قريشو به له استهزاء څخه په ډكه لهجه سره ويل ٫ وګورئ دا دده ملګري دي٫ قرآن كريم فرمايي اهؤلاء من الله علينا من بيننا ژباړه٫ آيا هم دا خواران فضل كړيدي الله پردوي په منځ زموږكي په هدايت سره٫٫٫٫٫٫٫٫ ٫٫٫ الله تعالي ددې په ځواب كي فرمايي اليس الله باعلم بالشاكرين ژباړه آيا نه دئ الله تعالي ښه عالم په شكركونكو٫ په نعمت داسلام بلكه دي٫ نو ځكه تفضلا احسان پري كوي ٫٫٫ قرآن كريم دمشركينو دا كيقيت او حالت په ګوته كوي او فرمايي ان الذين اجرمو كانوا من الذين امنو يضحكون ٫ واذا مروا بهم يتغامزون واذانقلبوا الي اهلهم انقلبوا فكهين٫ واذا راوهم قالوا ان هؤلاء لضالون٫ وما ارسلوا عليهم حافظين٫ ژباړه٫بېشكه هغه كسان چي كافران شويدي ٫ وو دوي په هغو كسانو باندي چي ايمان يي راوړئ وو خندل به يي او مسخري به يي پرې كولي او كله چي تيريږي منكران پر مؤمنانو باندي هغوي ته په خپلو منځونو كي سره سترګكونه وهي ٫ لپاره داستهزاء او كله چي وګرځي٫ خپلو كورونوته ٫ نو ګرځي دوي خوشحاله خبري جوړونكي په سبب دتمسخر او استهزاء پر مؤمنانو باندي٫ كله چي وبه ليدل كفارو دغه ٫ مؤمنان نو ويل به يي پخپل مينځ كي چي بېشكه دغه مؤمنان خامخا بي لاري دي حال دا چي نه دي ليږل شوي كافران پر دغومؤمنانو باندي ساتونكي څارونكي ٫٫٫ درسول اكرم ص دذات شخصيت او هداياتو په خلاف دبي اساسه شكوكو او شبهاتو راولاړول او دهغه په خلاف دروغ او دومره زيات پروګند په كار اچول چي عوام خلګ هيڅ ددي فرصت ونه مومي چي درسول اكرم ص ددعوت او رسالت په هكله غور تفكر او تامل وكړي ٫ مشركانو چي دقرآن كريم په هكله چي عقيده درلوده الله تعالي هغه داسي بيانوي وقالوا اساطير الاولين اكتتبها فهي تملي عليه بكرة واصيلا ژباړه ٫ او وايي كفار داكيسي دي دړومبنيو خلكو چي ليكلي دي هغه محمد٫ پر ليكونكو پس هغه لوستل كيږي په ده ٫ ٫٫٫ قريشو دسازش او توطيي لاره هم نيولي وه ٫ غوښتل يي ديوي سودا بازي په نتيجه كي اسلام او جاهليت سره ګډ كړي پيشنهاد يي وكړ چي له څه نه به موږ تير شو او له يو څه نه دې محمد تير شي قران كريم دېته اشاره كوي فرمايي وودوا لو تدهن فيدهنون ژباړه ٫ خوښوي دوي چي كه ته نرمي كوې له دوي سره نو دوي به هم نرمي كوي له تاسره ٫٫٫ دابن جرير او طبراني يو روايت دي چي وايي ٫ مشركينو رسول اكرم ص ته وړانديز وكړ چي يو كال ته زموږ دخدايانو عبادت وكړه او يو كال به موږ ستا دخداي عبادت وكړو خو دعبد بن حميد روايت وايي چي هغوي رسول اكرم ص ته وويل چي كه ته زموږ خدايان ومنې نو موږ به ستا درب عبادت وكړو٫ ابن اسحاق وايي يو ځل رسول اكرم ص له بيت الله شريف څخه طواف كاوه٫ چي دقريشو مشركان لكه الاسود بن عبدالمطلب ٫ بن اسد بن عبدالعزي ٫ وليد بن مغيره او اميه بن خلف او عاص بن وائل السهمي ورته راغلل او ورته ويي ويل٫ راځه ته زموږ دخدايانو عبادت وكړه او موږبه ستا دخداي عبادت وكړو په دې ډول سره به عبادت سره شريك كړو كه چيرته ستا معبود زموږ تر معبودانو غوره وي نو موږبه هم څه فائده كړي وي او كه زموږ معبودان ستا تر معبود غوره وي نو بيا به تا څه فائده كړي وي ددوي دا پيشنهاد الله تعالي رد كړو او دا سورت يي رانازل كړو قل يا ايها الكافرون٫ لا اعبد ما تعبدون ژباړه ٫ووايه اې محمده ٫ چي اې كافرانو نه كوم زه عبادت دهغه شي چي تاسي يي عبادت كوئ ٫٫٫ په دې ترتيب سره الله تعالي ددوي سازش هم له خاورو سره خاوري كړو او په ډاګه سره يي اعلان وكړو چي دمشركينو لاره له اسلام نه بيله او جدا ده پدي اړوند دروايتونو له اختلاف نه د څرګنديږي چي كيداي شي مشريكينو څو ځله ددې سازش هڅي كړي وي ٫٫٫ نوربيا په درنښت محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ omari.afghan@hotmail.com
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۹ ارديبهشت ۱۳۸۹ ساعت ۱۱:۲۵:۴۳ | آرشيو نظرات (0)
دحضرت محمدص دسيرت سلسله اتلسمه برخه ابوطالب ته دقريشو جرګه ابن اسحاق ٫ چي يو مؤرخ دئ وايي چي دقريشو ځيني مشران ابوطالب ته راغلل اوداسي يې ورته وويل ابوطالبه٫ ستا وراره زموږخدايانوته دبدونسبت كوي زموږ دين باطل ګڼي ٫ زموږ پلرونه بې لارې او ګمراهان بولي او موږته بي عقلان او احمقان وايي ٫ نو يايې لدې كار څخه واړوه او ياته له مينځه لرې شه چي موږ ورسره پوه او خپل حساب ورسره تصفيه كړو٫ ته هم زموږ په شان اختلاف ورسره لرې نو پرېږده چي ورڅخه بېغمه دې كړو٫ خو ابوطالب په ډيره ښه او نرمه لهجه هغوي ځواب اورخصت يې كړل٫ رسول ص خپل دعوت جاري ساته ٫ او دالهي دين دجاري كيدو دپاره يې نه ستړيكيدونكي هلي ځلي كولي٫ دښكاره بلنې له پيل څخه يواځې څو مياشتي تيري شوي وې چي دحج وخت رانژدي شو قريش متوجه شول چي په دې وخت كي خو دمختليفو ځايونو خلګ راځي نو پكار ده چي يو داسي تدبير ونيول شي او داسي يوه خبره سره جوړه شي چي عربان ورباندې قانع شي ترڅو دمحمدص خبره ونه مني او دعوت يې اغېزه ورباندي ونه كړي نو همداوه چي ټول وليد بن مغيره ته ورغلل تر څو پدې اړوند ورسره مشوره وكړي وليد ورته وويل ٫ پكارده په دې اړوند يوه خبره جوړه كړوداسي ونه شي چي يو به يوڅه وايي او بل به بل څه٫ ځكه داپخپله ديو او بل دخبرې اثر كموي او ارځښت يې له مينځه وړي٫ دوي ورته وويل٫ته ووايه چي څه بايد ووايو؟ وليد ورته وويل چي نه لومړئ تاسو خپل نظرونه څرګند كړئ زه به يې اورم دوي وويل٫داسي به وايو چي محمدص كاهن دئ٫ وليد ورته وويل ٫نه والله كه هغه كاهن وي٫كاهنان خو موږ ليدلي هغوي خو داسي نه وي دمحمدص خبري دكاهنانو له خبرو سره نه په سجع او قافيه او نه زمزمه په هيڅ شي كي هم ورته والئ نلري قريشو وويل ٫ وايو به چي محمدص شاعر دئ وليد وويل٫ نه هغه شاعر هم نه دئ موږ په شعر پوهيږو٫دشعر ټول ډولونه راته معلوم دي دمحمدص اقوال او خبري شعر ندئ٫ بيا دوي وويل نو وايو به چي محمدص ساحر دئ وليد وويل چي ساحر هم نه دئ ساحران مو ليدلي هغوي داسي نه وي نو دوي ورته وويل ٫ اوس ته ووايه چي څه ډول ووايو؟وليد ورته وويل قسم په خداي دمحمدص خبري ډيري خوږي دي ريښي يي ډيري ټينګي٫ اصل يې مضبوط او څانګي يي مېوه داري دي٫ تاسي چي دده په هكله هرڅه واياست٫ خلګ هغه دروغ شميري٫ خوزما په نظر ترټولو مناسبه داده چي وويل شي هغه جادوګر دئ٫ داسي څه يي راوړي چي دهغه په واسطه دپلار اوزوي وروڼو٫ مېړه ٫ ښځې٫ قوم قبيلې٫ ترمينځ بيلتون راولي ٫ يو دبل سره دهغوي اړيكي شلوي٫ بالاخره ټول پر همدې باندې متفق شول او مجلس يې پاي ته ورسېده ځيني نور روايتونه وايي ٫ كله چي وليد دقريشو ټولي خبري او نظريي رد كړې نو دوي ورته وويل٫ نو اوس ته خپل صحيح او بې داغه نظر راته څرګند كړه٫ ووايه ستا رايه څه ده؟ وليد ورته وويل٫ اجازه راكړئ چي په همدې اړوند يو څه سوچ او فكر وكړم٫ له دېر سوچ او فكر وروسته يې دوي خپل مخكې ذكر شوئ نظر وړاندې كړ چي دټولو سلا ور باندې راغله الله تعالي دوليد په هكله ٫ دمدثر سورت كې ۱۶ آيتونه نازل كړي دي٫ او دا مبارك آيتونه دنوموړې خبرې په هكله دوليد دفكر او سوچ كولو حالت ته هم اشاره كوي٫ فرمايي ٫٫٫ انه فَكرَ وَقدر٫ فقتلَ كَيفَ قدَر٫ ثم قتل كيف قدر٫ ثم نظَرٍ ثم عَبَسَ وَبَصَر٫ ثم ادبر وستكبر٫ فقتال ان هذا الا سحر يؤثر٫ ان هذالقول البشر٫ ژباړه بېشكه هغه فكر وكړ چي څرنګه طعن وكړم په قرآن٫ او اندازه يې وكړه په زړه خپل كي كار دمحمدص ووژل شو ٫ ملعون كړشو٫ څرنګه يې اندازه كړه بيا دې ووژلي شي٫ ملعون دې كړل سي٫ څرنګه اندازه يې وكړه٫ په طعن د قرآن او محمدكې ٫ بيا يې وكتل٫ محمديا قرآن ته ٫ بيا يې مخ تريو كړ او تندئ يې غوټه كړ له كراهيته ٫ بيا يې شا واړوله ٫ له محمدص څخه ٫ او غاړه يې وغړوله له اسلاميته٫ نو ويې ويل نه دئ دا قرآن مګر خو سحر دئ چي نقل كاوه له نورو ساحرانو څخه نه دئ داقرآن مګر خو خبره دبشر بني آدم ده٫ دقريشو پر همدې خبره سلا راغله او كله چي دحج را ورسېدو قريشو به دمكې ټولي لاري ونيولي هرڅوك به چي راتلل نو دمحمدص په اړوند به يې هماغه مخكې خبره چي جوړه كړې يې وه كوله٫ او كوشش به يې كاوه دخلګو توجه بلې خواته واړوي٫ ددې باطلې وظيفې په سرته رسولو كې ابو لهب٫ تر ټولو مخكي وو رسول اكرم ص به دحج په دوران كي حاجيان پخپلو ځايونو لكه عكاظ٫ مجنة او ذي المجاز كي دالله تعالي لوري ته رابلل٫ هلته به يې تشريف وروړه ٫ او هغوي ته به يي داسلام دعوت وركاوو اوبو لهب به ورپسي وو او خلګو ته به يي ويل ٫ دمحمد خبره ونه منئ دايو دروغجن او له خپل دين نه اوښتئ شخص دئ ٫ ددي هلو ځلو نتيجه دا شوه چي عربانو درسول اكرم ص دنبوت خبر له ځان سره خپلو ځايونو ته يووړ٫ او پدي ترتيب سره درسول اكرم ص نوم او ددعوت خبر په ټولو عربو كښي خپور سو ٫٫٫ نوربيا په درنښت محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ omari.afghan@hotmail.com
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۸ ارديبهشت ۱۳۸۹ ساعت ۱۱:۴۶:۳۵ | آرشيو نظرات (0)
دامام ابوحنيفه رحمت الله عليه استقلال ٫٫٫ دبغداد ښآر چي آبادېدئ په هغه زمانه كښې خليفه منصور وامام ابو حنيفه رحمت الله عليه ته دقضا دعهدې پېشكش وكړو خو امام صاحب منظورنه كړو٫په همدې خبره سره چي امام ابوحنيفه رح دقضا عهده قبوله نه كړه ٫ خليفه منصور٫ له ديري غصې څخه سور تنور شو٫ او امام ابوحنيفه رح ته يې وويل٫ هرڅنګه چي وي دحكومت نوكري به ارومرو خامخا كوې٫ خوښه ستاده چي دقاضي وظيفه اخلې او كه بله ٫ او كه نه وي نو بيا به درته له دې څخه سخت كار په حواله دركړم٫ خو امام صاحب رح پر خپله خبره ټينګ ولاړوو٫ حكومت په هيڅ حال كې نه پرېښودلئ٫ بالاخره امام صاحب رح ته يې داكار په حواله وركړو٫ چي دبغدادښار داباديدو دپاره چي هره ورځ څومره خښتي پر حيوانانو باركړي رارسيږي٫ ددې شمېر به كوي٫ او خليفه منصور قسم اخيستئ وو٫ چي امام صاحب به دا كار خامخا كوي٫ غرض يې داوو چي دامام صاحب ورځ به ټوله په خښتو شمېرلو تېره شي اوچي يوه يوه خښته پورته كوي اوشماري يې نو لاسونه به يې غلبېل غلبېل شي٫ په همدې چل سره يې امام صاحب رح په يو لوي امتحان او ازمايش كې واچاوو٫ بلكه داكار يې ورته دسختې سزا په توګه ورته غوره كړو٫ يعني په همدې ډول سره به امام صاحب رح تنګ سي ٫ نو دقضا وعهدې ته به غاړه كښېږدي٫ امام صاحب رح خو ماشوم نه وو٫ چي په همدې چلونو باندې نه پوهېدلو٫ هغه ښه عاقل٫ زيرك عالم٫ رياضي يې هم ويلې وه ٫ ښه پوهېدلئ٫ دټولې ورځې دخښتو پړۍ چي به ولګېده ٫ امام صاحب رح به ماښام راغلئ په يوه پېمانه سره به يې اندازه وكړله ٫ په اوږد باڼس به يې دپړئ دلوړوالي او اوږدوالي او پلنوالي ٫ اندازه وكړه ٫ او دهرې پړئ دخښتو دشمېر حساب به يې وكړئ او حكومت ته به يې خبر وركړئ٫ داسي نو دخليفه منصور قسم هم پوره سو او امام صاحب دقضا دذمه دارۍ څخه خلاص سو٫ ٫٫٫ اخذ٫ كتاب الورع ص ۶۶ ٫٫٫ په درناوي محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۶ ارديبهشت ۱۳۸۹ ساعت ۱۰:۱۲:۳۳ | آرشيو نظرات (0)
دمدينې منورې نور نمونه ٬٬٬ المدينة المنورة ٬٬٬ يثرب ٫٫٫ طيبة ٫٫٫ طابة ٫٫٫ ارض المهجر ٫٫٫ الحصينة ٫٫٫ مدينة الرسول الله صلي الله عليه وسلم ٫٫٫ اكله القراي والبلدان ٫٫٫ الجابرة ٫٫٫ المباركة ٫٫٫ البارة ٫٫٫ العذراء ٫٫٫ المسكينة ٫٫٫ مضجع الرسول الله صلي الله عليه وسلم ٫٫٫ او ٫ قرية الانصار ـــــــــــــــــــــــــــ په درنښت محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ omari.afghan@hotmail.com
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۵ ارديبهشت ۱۳۸۹ ساعت ۱۱:۲۹:۳۱ | آرشيو نظرات (0)
|
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
نگین بلاگ است
|