هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته omari.zabul@gmail.com |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
دامام ابوحنيفه رحمت الله عليه استقلال ٫٫٫ دبغداد ښآر چي آبادېدئ په هغه زمانه كښې خليفه منصور وامام ابو حنيفه رحمت الله عليه ته دقضا دعهدې پېشكش وكړو خو امام صاحب منظورنه كړو٫په همدې خبره سره چي امام ابوحنيفه رح دقضا عهده قبوله نه كړه ٫ خليفه منصور٫ له ديري غصې څخه سور تنور شو٫ او امام ابوحنيفه رح ته يې وويل٫ هرڅنګه چي وي دحكومت نوكري به ارومرو خامخا كوې٫ خوښه ستاده چي دقاضي وظيفه اخلې او كه بله ٫ او كه نه وي نو بيا به درته له دې څخه سخت كار په حواله دركړم٫ خو امام صاحب رح پر خپله خبره ټينګ ولاړوو٫ حكومت په هيڅ حال كې نه پرېښودلئ٫ بالاخره امام صاحب رح ته يې داكار په حواله وركړو٫ چي دبغدادښار داباديدو دپاره چي هره ورځ څومره خښتي پر حيوانانو باركړي رارسيږي٫ ددې شمېر به كوي٫ او خليفه منصور قسم اخيستئ وو٫ چي امام صاحب به دا كار خامخا كوي٫ غرض يې داوو چي دامام صاحب ورځ به ټوله په خښتو شمېرلو تېره شي اوچي يوه يوه خښته پورته كوي اوشماري يې نو لاسونه به يې غلبېل غلبېل شي٫ په همدې چل سره يې امام صاحب رح په يو لوي امتحان او ازمايش كې واچاوو٫ بلكه داكار يې ورته دسختې سزا په توګه ورته غوره كړو٫ يعني په همدې ډول سره به امام صاحب رح تنګ سي ٫ نو دقضا وعهدې ته به غاړه كښېږدي٫ امام صاحب رح خو ماشوم نه وو٫ چي په همدې چلونو باندې نه پوهېدلو٫ هغه ښه عاقل٫ زيرك عالم٫ رياضي يې هم ويلې وه ٫ ښه پوهېدلئ٫ دټولې ورځې دخښتو پړۍ چي به ولګېده ٫ امام صاحب رح به ماښام راغلئ په يوه پېمانه سره به يې اندازه وكړله ٫ په اوږد باڼس به يې دپړئ دلوړوالي او اوږدوالي او پلنوالي ٫ اندازه وكړه ٫ او دهرې پړئ دخښتو دشمېر حساب به يې وكړئ او حكومت ته به يې خبر وركړئ٫ داسي نو دخليفه منصور قسم هم پوره سو او امام صاحب دقضا دذمه دارۍ څخه خلاص سو٫ ٫٫٫ اخذ٫ كتاب الورع ص ۶۶ ٫٫٫ په درناوي محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۵ ارديبهشت ۱۳۸۹ ساعت ۱۰:۱۲:۳۳ | آرشيو نظرات (0)
دمدينې منورې نور نمونه ٬٬٬ المدينة المنورة ٬٬٬ يثرب ٫٫٫ طيبة ٫٫٫ طابة ٫٫٫ ارض المهجر ٫٫٫ الحصينة ٫٫٫ مدينة الرسول الله صلي الله عليه وسلم ٫٫٫ اكله القراي والبلدان ٫٫٫ الجابرة ٫٫٫ المباركة ٫٫٫ البارة ٫٫٫ العذراء ٫٫٫ المسكينة ٫٫٫ مضجع الرسول الله صلي الله عليه وسلم ٫٫٫ او ٫ قرية الانصار ـــــــــــــــــــــــــــ په درنښت محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ omari.afghan@hotmail.com
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۴ ارديبهشت ۱۳۸۹ ساعت ۱۱:۲۹:۳۱ | آرشيو نظرات (0)
بسم الله الرحمن الرحيم دسترڅښتن په نامه منبع اقوال زرين ــ ژباړونكي :صديق الله (بكر) دنبي صلي الله عليه وسلم اوداصحابوكرامو(۱۲) غوره ويناوې!
۱ : رشتني قوي ايمان دادې چې دالله تعالي پر وركړه باندې خوښ او راضي اوسي :(خواجه اويس قرني) ۲ : ته په دنياكې داوسيدلوپه شيانوبوخت يې :اودنياغواړي چي تادځانه څخه ژر وباسي : (حضرت ابوبكرصديق) ۳ : دالله تعالي په نيز ددوڅاڅكوڅخه ډيرارزښتمندنورهيڅ څاڅكي نشته :اول : داوښكوهغه څاڅكي چې دالله تعالي دبيرې څخه بهيدلي وي :دوهم: دوينوهغه څاڅكې چي دالله تعالي په لاره كي خاص دالله تعا لي درضادپاره توې شوې وي (نبي صلي الله عليه وسلم ) ۴ : كم څوك چې دسلام دمخه پوښتنه وكړي وهغه ته جواب مه وركوۍېترڅوچې يې سلام نه وي ويلي :(نبي صلي الله عليه وسلم ) ۵ : اووچ لرګي دومره ژرنه سوځي :لكه څومره چې غيبت دانسان عملونه ورسوځي (نبي صلي الله عليه وسلم) ۶ : په حلالوشيانوكې دالله تعالي په نيزهيڅ شي دومره بدنه دي :لكه طلاق (نبي صلي الله عليه وسلم) ۷ : كم څوك چې دغوښتلوعادت په ځان كې راولي : الله تعالي پرهغه باندې داحتياجي دروازې خلاصوي (نبي صلي الله عليه وسلم) ۸ : ماته دروژې دمياشتې روژه نيول اوپه مسجدحرام كې په اعتكاف كې دكينستلوڅخه ډيرزيات محبوبه دادي چي زه پروخت دضرورت ديومسلمان خدمت او كومك وكړم(نبي صلي الله عليه وسلم) ۹ : ښځې د زروسوروالي اودزعفرانو زيړوالي بربادكړې دي (حضرت ابوبكرصديق ) ۱۰ : دالله تعالي اودبنده ترميان توكل يو راز دي :نوبياضروري ده چې سوادالله تعالي نه په دې رازڅوك پونشي (حضرت امام محمدشيباني) ۱۱: سخي دوست دالله تعالي دي كه چيرې فاسق هم وي : اوبخيل دشمن دالله تعالي دي كه چيري زاهدهم وي(حضرت عمرفاروق) ۱۲ : دالله تعالي وجودتل دخپل ځان سره ګڼل كامل ايمان دي (حضرت عثمان غني ) منبع اقوال زرين ــ ژباړونكي :صديق الله (بكر سرچينه لمر ويب لاګ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۹ فروردين ۱۳۸۹ ساعت ۰۲:۳۸:۳۴ | آرشيو نظرات (0)
دحضرت محمدص دسيرت سلسله اوولسمه برخه دصفا پر غونډۍ كله چي رسول اكرم ص له دېنه ډاډه شو چي نوربه ابو طالب ددعوت په لاره كې له ده نه دفاع او ملاتړ كوي ٫ نو يوه ورځ دصفا غونډۍ ته وخوت او په لوړ آواز يې وفرمايل ٫ يا صباحاه ٫ اې سهاره٫دعربو دا عادت وو چي ددښمن دحملې نه دخبريدو او اعلان په وخت كې به په كوم اوچت ځاي دريدل او پدې الفاظو ٫ يا صباحاه سره به يې ناري وهلي ٫ ٫٫٫ ددې ږغ په اوريدو سره دقريشو خلګ راټَول شول او بيا رسول اكرم ص هغوي توحيد ٫ په رسالت او آخرت باندي ايمان ته راوبلل ٫ بخاري شريف ددې كيسي يوه برخه له ابن عباس رضي الله تعالي عنه څخه روايت كوي وايي ٫ لماتزلت ٫ وانذر عشيرتك الاقربين ٫ صعد النبي صلي الله عليه وسلم علي الصفا فجعل ينادي يابني فهر ٫ يانبي عدي ٫لبطون قريش ٫ حتي اجتمعو ٫ فجعل الرجل اذا لم يستطع ان يخرج ارسل ر سولا لينظر ماهو فجاء ابو لهب وقريش فقال٫ ارآيتكم لواخبرتكم ان خيلا بالوادي تريدان تغير عليكم اكنتم مصدقي ؟ قالو نعم٫ ماجرينا عليك الاصدقا ٫ قال ٫ فاني نذير لكم بين يدي عذاب شديد٫ فقال ابولهب تبالك سائر اليوم ٫ الهذا جمعتنا؟ فنزلت ٫ تبت يدا ابي لهب وتب ٫ يعني كله چي د ٫ وانذز عشيرتك الاقربين ٫ آيت نازل شو ٫ رسول ص دصفا غونډۍ ته وخوت ٫ او دقريشو كورنيوته يې جدا جدا ږغ كاوه٫ اې بني فهر ٫ اې بني عدي٫ ترڅو تول راغونډشول ابو لهب هم راغلئ ٫ نو رسول ص وفرمايل٫ كه زه تاسو ته ووايم چي په دې دره يا خوړكې يوه ډله شهسواران دي غواړي حمله درباندي وكړي٫ نو آيا تاسو به زما دغه خبره ومنئ؟ دوي وويل ٫ هو موږ له تاڅخه هميشه رښتيا اوريدلي دي نو بيا يې ورته وفرمايل زه تاسي ته له يوه سخت عذاب نه مخكې خبر دركونكئ يم راغلئ يم پدې وخت كې ابو لهب وويل٫ ټوله ورځ هلاك اوسې ٫ آيا دهمدې دپاره دې راټول كړي وو؟ نو پدې پسې ٫ تبت يدا ابي لهب وتب ٫ سورت نازل شو ٫ چي ژباړه يې ده ٫٫ مات هلاك دي سي دواړه لاسونه دابي لهب او پخپله دې هم هلاك شي ٫ مسلم شريف ٫ له ابو هريرة رض څخه په يو روايت سره ددې كيسې بل اړخ رانقلوي وايي ٫ كله چي د وانذرعشيرتك الاقربين٫ آيت رانازل شو٫ رسول ص آواز وكړو دا آواز عام هم وو او خاص هم ويي فرمايل ٫ اې قريشو ځانونه له جهنم څخه وساتئ ٫اې بن كعب ځانونه له دوزخ نه وساتئ ٫ اې دمحمدص لورې فاطمې رض ځان له اوره وساته ځكه قسم په خداي چي زه دالله تعالي له مواخذي او ګرفت نه ستاسي دخلاصون په لاره كي هيڅ واك او اختيار نلرم ٫ خوداده چي له تاسو سره دنسب او قرابت اړيكي لرم ٫ او زه كوشش كوم ٫ چي هغه اړيكي ټينګي او برقراري وساتم ٫٫٫۳ دابلنه پوره او بشپړه اعلان وو ٫ رسول اكرم ص خپلو خپلوانوته دا وښودله ٫ چي نور داړيكو ټينګښت پدي رسالت باندي تر ايمان راوړلو پوري اړه لري ٫ او دالله تعالي له لوري ددې اعلان او انذار له نازيليدو وروسته دعربو باطل قوميت او قومي تعصب له مينځه تللي٫دغه تاريخي اواز چي امام الانبياء ص پر صفا غونډۍ وكړ ازانګې يې دمكې په شاو خوا كې داورېدو په حالت كې وې سي جبرئيل امين دالله تعالي له لوري يو بل فرمان راووړ ٫ هغه داسي وو چي ٫٫ فاصدع بما تؤمرواعرض عن المشركين ٫ژباړه ٫ نوښكاره اوپه جهر كړه اې محمده ص هغه چي ته مامويې پرې او مخ واړوه له مشركانو څخه او مكوه هيڅ التفات ددوي ويلو ته ٫ رسول ص هم پيل وكړ ٫ دشرك او خرافاتو له مخ نه يې پردي پورته او اوچتي كړي ٫ دشرك ضررونه يې په ګوته كړل دبتانو اصلي څهره يې خلګوته وروښودله ٫او دمثالونو په روڼا كي يې ددې باطلو معبودانو كمزوري او ناتواني يې په ګوته كړه ٫او دا اعلان يې وكړ٫ چي هر څوك دبتانو عبادت كوي او يابتان دځان او الله تعالي ترمينځ وسيله ګرزوي هغوي تول ګمرهان او بې لاري دي ٫ كله چي دمكې خلګو واورېدل چي رسول ص په بتانو پسي خبري كوي او په ډاكه سره وايي چي مشركان او دبتانو عبادت كونكي ټول ګمراهان او په باطله روان دي ٫ نو دا دحق اواز لكه تندر داسي ورباندې ولګېد ٫ اور ورباندې بل شو ٫ ويرې واخيستل چي هسي نه دا عظيم انقلاب دهغوي ټول عادات او عنعنات له خاورو سره خاوري كړي نو همدا وه چي ددې ستر او برحق انقلاب په وړاندي ودرېدل ٫ او ددښمنۍ لاره يې ورسره ونيوله مشركان ځكه ددې لوي بدلون او عظيم انقلاب په وړاندې ودريدل چي هغوي پوهېدل چي له يوه الله نه پرته له بل هرچانه دالوهيت نفي او په رسالت او آخرت باندې ايمان دا معني لري چي انسان بايد په كامله توګه مطيع او پر مانبر دار وي اودې رسالت ته داسي تسليم شي چي بيا دځان او مال سودا او خبره ورسره نه وي هر څه يې الله تعالي ته سپارلي وي ٫ څرګنده ده چي په دې صورت كښې خوبياد مشركينو هغه باطله مشري او واكداري له مينځه تلله او بيايې نه شواي كولاي خلګوته ددين په نامه بازي وركړي او داممكنه نه وه چي نوريې پر مظلومانو باندي خپلو ظلمونو ته ادامه وركړي وي هو٫ هغوي دايمان په رښتينې معني پوه وو ځكه يې زړه نه شواي ورته ښه كولاي هغوي ځكه ګمراهي او باطله مشري نه شواي پريښودي نو ځكه يې درسالت له قبول نه انكار كاوه الله تعالي فرمايي٫ بل يريدالانسان ليفجر امام ٫ هغوي پدي ټولو ښه پوه وو خو حيران وو چي دمحمدص په شان صداق امين ٫ كريم ٫ عزيز٫ او دداسي عظيم شخصيت درلودونكئ چي په اوچتو اخلاقو اوسپېڅلتيا كښې يې په ډېرو پېړيو كې مثال نه دئ ليدل شوئ په وړاندې څه وكړي؟ او كومه لاره ورته ونيسي ٫ له سلا او مشورو غور او فكر وروسته دې فيصلې ته ورسېدل چي درسول ص تره ابو طالب ته ورشي او سوال ورنه وكړي چي خپل وراره له دې كار نه واړوي مشريكينو زيار ايست چي خپله داغوښتنه جدي او كلكه وښيي ٫ نو دا خبره يې سره غوټه كړه چي ابو طالب ته به داسي وايي ٫ دبتانو دعبادت پرېښودلو ته بلنه ٫ او داخبره چي دا بتان باطل دي هيڅ وس او توان نلري داټول په حقيقت كې زموږ مشركانو او ددوي دپلرونو سپكاوئ دئ٫ او دا ددوي ددين توهين دئ ٫ چي دوي يې نه شي زغملاي٫ له همدې باطلو غوښتنو سره مشركين ابو طالب ته په جرګه راغلو٫ نوربيا په درناوي محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۶ فروردين ۱۳۸۹ ساعت ۰۹:۳۲:۵۵ | آرشيو نظرات (0)
دحضرت محمدص دسيرت سلسله شپاړمه برخه ددعوت داعلانېدو لومړئ فرمان پدې اړوند تر ټولو لومړئ دالله تعالي دا قول را نازل شوئ وانذر عشيرتك الاقربين٫ ژباړه ٫ او ووېروه ته له عذابه اې محمده ٫ هغه خپلوان دتا چي ډير نژدې دي درته ٫٫٫٫٫ دا اييات دالشعراء په سورت كښې دئ ددې سورت په پيل كښې دموسي عليه السلام كيسه راغلې ده دا كيسه داښيي چي دموسي عليه السلام دنبوت پيل څنګه وو بيا هغه له خپل قوم بني اسرائيلو سره هجرت وكړ ٫ الله تعالي دوي ته له فرعون څخه نجات وركړ ٫ فرعون او لښكرې يې غرقي شولي ٫ په بل عبارت دغه كيسه دموسي عليه السلام ددعوت پر ټولو پړاوونو روڼا اچوي٫ پداسي وخت كي دموسي عليه السلام دكيسي بيان چي رسول اكرم ص په ښكاره او علني بلنه مامور كيږي ٫ داددې په خاطر چي رسول ص او اصحاب يې رضي الله تعالي هنهم ٫ ددعوت له پيل نه دخپلي لاري له هر څه نه خبروي ددوي په وړاندې يوه داسي نمونه او يو داسي مثال موجود وي چي دهغه په روڼا كې دې ته آماده او تيار شي چي دښكاره او علني دعوت په مرحله كښې به دوي له راز راز مشكلاتو سره مخامخ كيږي٫ ددروغو نسبت به ورته كيږي او ډول ډول طلمونه به ويني٫ دهغه قومونو له عاقبت او انجام نه هم يادونه كوي كوم چي دالله تعالي رسولان عليهم السلام ٫ يې تكذيب كړي او دهغوي له اطاعت څخه يې سر غړونه كړې ده لكه د ٫ نوح ٫ عاد ٫ ثمود ٫ ابراهيم ٫ ا و لوط عليهم السلام قومونه ٫ دفرعون او ددي قومونو له عاقبت او انجام نه يادونه او خبري ددې په خاطر دي چي درسول ص تكذيبونكي او دهغه له امر څخه سرغړونكي په دې پوه شي چي كه هغوي سمې لارې ته برابر نه شي او دحق پيروي ونه مني نو هغوي به هم له يو خطر ناك انجام سره مخامخ كيږي ٫ او الله تعالي به يې مواخذه كوي ٫ او تر څو مؤمنان مطمئن او ډاډه شي چي پاي او راتلونكي ددوي دئ ٫ برئ ددوي او ناكامي ددښمنانو په برخه ده ٫ددې ايات له نازيلېدو وروسته رسول ص خپله كورنۍ بني هاشم ٫ راوبلل هغوي بلنه ومنله راغلل٫ او دبني المطلب بن عبد مناف له كورنۍ نه هم څه كسان ورسره وو ٫ ټول پنځه څلوېښت كسان راټول شول٫ خو ابو لهب ٫ وړاندې شو او دخبرې سر يې ونيو ٫ او محمدص ته په خطاب كې يې وويل ٫ ګوره داستا ترونه او دترور ځامن دي خبري وكړه ٫ خو ناپوهي پرېږده ٫ په دې ښه پوه شه چي ستا كورنۍ دټولو عربو زور نه لري٫ نو زه تر ټولو مستحق يم چي تا ونيسم او له دې كار څخه چي دعوت دئ تا منعه كړم ٫ ستا دپاره هم دا ستا كورنۍ كافي ده كه چيري ته پر خپله خبره همداسي ټينګ پاته شې نو دقريشو دپاره به دا ډيره آسانه وي چي دوي ستا پر خلاف راپورته شي٫ او نور عرب يې هم مرسته وكړي٫ بيا زه نه پوهېږم چي بل څوك به ستا په شان پيداسي چي دخپل قوم دتباهۍ او بربادۍ داډول سبب وګرځي ٫ رسول اكرم ص چپ پاته شو او په دې مجلس كښې يې هيڅ خبري ونه كړې ٫ نبي كريم ص هغوي بيا واسلام ته راوبلل ٫ كله چي خلګ راغونډ شول نو وې فرمايل ٫ ٫ الحمدلله احمده واستيعنه واومن به ٫ وآ توكل عليه واشهد ان لا اله الا الله وحده لا شريك له ٫ ثم قال ان الرائد لا يكذب اهله والله الذي لا اله الا هو ٫ اني رسول الله اليكم خاصة والي الناس عامة والله لتموتن كما تنا مون ٫ ولتبعثن كما تستيقظون ولتحاسبن بما تعملون ٫ وانها الجنة او النار ابدا٫ ٫٫٫ يعني ٫ ټول ثناء او حمد الله تعالي لره ده زه دهغه ثنا وايم له هغه څخه مرسته غواړم پر هغه ايمان لرم او پر هغه باندې بروسه اوتوكل كوم او په دې شاهدي وايم چي له الله تعالي پرته بل هيڅوك هم دعبادت وړ ندئ هغه واحد دئ هيڅ شريك نه لري بيا يې وويل ٫ مشر او لارښود دخپل اهل او دخپل كور خلګو ته دروغ نه وايي قسم په هغه خداي چي لده پرته بل الله دعبادت وړ معبود نشته ٫ زه دالله تعالي له لوري ستاسي لپاره په خاصه توګه او دټولو خلګو لپاره په عامه توګه رسول او استازئ راليږل شوئ يم ٫ قسم په الله چي داسي به مرې لكه څرنګه چي ويده كيږې او داسي به بيرته راژوندئ كيږي ٫ لكه څرنګه چي له خوبه راپاڅيږې ٫ او دهر عمل حساب او كتاب به درسره كيږي٫ بيا به دتل دپاره يا جنت وي او يا دوزخ ٫ ورپسې ابو طالب داسي وويل ٫ موږ ته ستا مرسته كول ډير غوره دي موږ له هرچا نه زيات ستا نصيحت ته غوږ ږدو او منويې موږ تر هرچا ستا خبره رښتيا ګڼو٫ دادي ستا ترونه او تربرونه ټول حاضر دي ٫ زه هم ددوي يو غړئ يم ٫ خو زه ستا دخوښي او هدف دتكميل په لار كې له دوي نه وړاندې يم ٫ نو په پوره داډ او اطمينان سره مخ په وړاندې درومه ٫ خپله دنده په ښه توګه ادا كوه قسم په الله تل به دې خواته ولاړيم او ملا تړ به دې كوم٫ خو طبيعت ان نفس مې دا اجازه نه راكوي چي دعبدالمطلب دين پرېږدم٫ ٫ همدې دوران كښې ابو لهب وويل ٫ والله چي داډېره بده ده ٫ مخكې له دېنه چي نورخلګ يې له دې كار څخه منع كړي بايد تاسي دده لاس ونيسئ او له دې لارې څخه يې راواړوئ ٫ ابو طالب په ځواب كښې وويل ٫ قسم په الله ترڅو چي ژوندي يو دمحمد ص ملاتړ به كوو ٫٫٫٫ اخذ٫ ابن الاثير٫ فقه السيرةص۷۸٫۷۷ ٫٫٫ نوربيا په درناوي محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۴ فروردين ۱۳۸۹ ساعت ۰۹:۴۵:۵۳ | آرشيو نظرات (0)
|
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
نگین بلاگ است
|