هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته omari.zabul@gmail.com |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
دناول دوهمه برخه
يو شي يې لا بل هم په زړه كي ؤ چي دغه د پلار قبر دې ښه په سيمټو كي نيولي واي او ښي سپيني ډبري دې پر راګرزولې واي، سر ته به دې د ده نوم او تاريخ هم په يوه ډبره ورنويشته كړي واي ! دي خواركي خو هم په ډيره مسكينۍ كي مړ سو، پرموږ خو ډير حق لري، خيرات خو مي ندي ورپسي پري ايښي، جانك چي كله كله يو پسه راولي هغه خو ور پسي حلالوم، مګر د زرغون اكا دغه ارمانونه ټول له خاورو سره خاورې سول . بله پيښه دا وه چي څوشپي مخكي منګل ځوان د غوا د غلا په شپه د ګوډ سپي لخوا ووژل سو او بل انډيوال رنګين د ډب كلي د صاحب زاده زوي يې د زرغون اكاپه كور كي كليوالو ونيوه ، او اخيره پيښه دغه وه چي د زقوم وراره لنډك د خپلو چرسي ملګرو سره غوښتل چي انور خان مړ كړي، خوبخت ياري ورسره ونكړه او خپل پلار او د هغه خوريي په حق ورسول . دې ټولو پيښود لوړ كلي او ورڅيرمه سيمې د امن او خوشحالۍ فضا ډيره ګډه وډه كړي وه، دې سيمې ډيره ښه ښكلا درلودل، څلور سره كلي، لوړ كلي، كښته كلي، لنډي كلي او د ډب كلي يې د هر رنګه ونو (درختو) او ګڼو باغو څخه زرغونه ښكارېدل، د توري غنډۍ هره لمن په ونو (درختو) پوښلې وه . د توري غنډۍ سپيني چينې سيمه د ژړكاريز هره خوا او د سرچپه كاريز هر لوري د سړي څخه زړه وړي، له هره باغه (بڼ) د رنګارنګ مرغانو سندريز اوازونه راپورته كيدل اويورنګ عاشقانه كيف به يې درلودي . د تاج ګل لالا پر دوكان به يو وخت دكلي ځوانان راټولېدل اوبل وخت به بيا څو سپين ږيري ناست ؤ او خپلي غورې (مجلس) به يې كولې، د تيمور اكا پر كوټه به كله كله څو مشرانو مجلس كاوه د مكتب (ښونځي ) انجينو او هلكانو به د غوټۍ اومحبت خان د ميني كيسې كولي، ځينو به بيا د ګوډ سپي كارنامي يادولې، خو اوس پدې سيمه كي هغه كيف اوخوند پاته نه ؤ، ډيرو به دا بدبختۍ د زقوم خان د لاسه بللي، دي به يې پدې ملامتاوه چي دي دغه وسلوال غله او بد خلك ساتي، او په ناحقه د خلكو مځكي يا باغونه لاندې (قبضه) كوي، چا ؤ چا به ويل دا خو د اصله خان ندي پلار يې د دې كلي ګوروان ؤ د ژرندې تر څنګ په هغه زاړه سراي كي اوسيده ، د ماښام په ډوډۍ پوري حيران ؤ چي مړ سو كليوالو د كفن پيسي ور ټولې كړې، خو نن د زقوم داهر څه هيرسو او ځان يې په زور او ظلم خان جوړ كړيدي، هسي د ښو او سمو خانانو نوم وربدوي، خان خو اصلي ملك شاجهان ؤ چي نه يې غله ساتل او نه يې په زور د بل مځكې لاندې (قبضه) كولي، هره فيصله به يې په حقه كول . زقوم خان ته په اوله شپه هم پوليس افسر اميدخان وويل چي زموږ معلومات داسي دي چي پدې پيښه كي ستا د نفرو لاس سته، نو ځكه دا قيضيه نوره زقوم خان ونه پلټل، ځكه د انورخان اميد ؤ چي د يو څه اثر او رسوخ او پيسوپه كارولو سره به خپل زوي محبت خان له بنده راخلاص كړي، او په ټول كلي كي د محبت د راتلو ازانګې ګرزيدې د مكتب (ښونځي) انجونواوهلكانو يو بل ته زيري وركول، جميلې چي همدې خبري ته ډير انتظاركاوه غوښتل يې چي دا زيري به تر هر چا د مخه پرغوټۍ دا كوي . د جميلې ورور نعمت به هر كله د انور خان اكا څخه د ليدو پر وخت دا پوښتنه كول چي په كومه ورځ محبت را ايله كيږي ما به خبروې چي زه او يوسف به هم هلته درسره ولاړ سو، پدغه ورځ دغوټۍ ملګرې جميله د سهار څخه لا خبره وه چي د دې ورور نعمت او د محبت بل انډيوال د انورخان اكا سره ولاړل كله چي ماپښين مهال دوي را ورسېدل نو نعمت دستي خپله خورجميله خبره كړه تر څو دا زيري تر غوټۍ پوري ورسوي، غوټۍ هم دا څوورځي اوشپي ډيري غمجني تېري كړي وې د خوشحالۍ كومه خبره يې نه وه اورېدلي . ښونځي (سكول ) ته به پدې نيت تلل چي ګوندي نن به محبت راسي، دا خيال به هره ورځ ورسره ؤ، ښونځي ته په ور تلو به يې څه ناڅه فكر بدلېدي پر لاري به جميلې هر وخت ملګري ور سره كول هغي به ډيرې تسلي وركولي، په سبق خونه (كلاس روم ) كي به د محبت خان چوكۍ (كورسي ) ته كله كله كتل ، كله كله به يو چا يوه ګيډۍ (دسته) ګلان هم ورباندي ايښي وو، ځينو همزولو به چي كله غوټۍ ته وكتل بيا به محبت ور په يادسو، او دغه د دوي دواړو دښو ځوانيو او د ميني او ارمانه ډك غمجن داستان ټوله كيسه به يې په زړه كي تيره سوه اوڅودغم اوښكي به يې كله كله ورسره وڅڅولې . كله به د محبت خان هغه د ځواب صحنه (پيښه) ورپه يادسوله، كله چي د دوي د ميني د اظهار لومړي وختونه وو هغه پيښه داسي وه : كله كله به هغه وخت غوټۍ د محبت خان د ناستي د ځاي سره يوه ګيډۍ (دسته) ګلان ورته ايښي ول او په منځ كي به يې هغه ليك پروت وو چي دې به ورته ليكلي وو په ليك كي به كله نازونه او كله ګيلي ليكل سوې وې، چي هو پرون مادرته كتل اوډيرانتظارمي وكړي خو هغه ته نه راغلې، پرما هغه ساعتونه لكه كلونه داسي تير سول، خوته بس هم دغسي بيغمه يې څوقدمه دې لا نسواي را خوارولاي، او نور كارونه دې ضروري ګڼل چي نه راغلې . محبت خان چي به داسي ګيلمن ليك ولوست سر به يې پرله وګرزېدي نه پوهېدي چي څنګه ځواب ورته وليكي، كه له يوې خوا پرون ليدل او مجلس ځيني قضاسوي وو د بلي خوا دا دي غوټۍ هم ځيني ګيلمنه ده . دي لا پدغه چورتو كي وو چي د استاذ خبرو اوسبق ته يې هيڅ پام نه وو، استاذ هم پوه سو چي محبت خان ندي متوجه، نو دستي يې پوښتنه ځيني وكړه، ولې زما د سوال ځواب نه راكوي تاته وايم محبته! چي مځكه څو براعظمه (وچي) ده اوموږ په كوم براعظم كي اوسيږو؟ محبت خولا د وخته په چورتو كي غرق (لاهو) وو او په لوړو خيالو كي يې دغوټۍ ګيلوته د ناز ځوابونه وركول اوپه خيالي دنيا كي ورك وو، د استاذد پوښتني په ځواب كي يې بي اختياره داسي وويل : هو ته مه خفه كيږه هغه زه پرون بل ملګري يو ځاي ته بوتلم،.... هو ته خفه نسي نور مي هيڅ كارنه درلودي، اوزما يواځيني كارخوتاته درمعلوم دي چه هغه ستاسره ليدل دي، پدې ځواب سره نه يواځي استاذ (ښوونكي) بلكه ټول شاګردان حيران سول چي دا محبت خان څه وايي؟ استاذ په ډير خښم سره خبره ور غبرګه كړه، هلكه محبته دا ته څه وايې، زه د بري اعظمو پوښتنه درځيني كوم اوته وايي زه پرون بل ملګري بل ځاي ته بيولي وم، دلته محبت خان په ځان پوه سو چي دا څه را وسواو ماڅه وويل خولا پوره پخپل حال كي نه وو راغلي په معذرت يې وويل : صاحب زه پوه نه سوم، زما دا خيال وو چي زه بل ځاي يم او ته له ما څخه ګيلمن يې بخښنه غواړم، دنيا اوه بري اعظمه ده او اوه سره د غمو ډك دي دوه كسان نسي سره پيداكولاي . استاذوويل : هو اوس لا هم سم نه يې پوه سوي ماكله پوښتنه در څخه وكړه چي په بري اعظمو كي غمونه سته او كه نه، ماخو داسې وپوښتل چي مځكه څوبري اعظمه ده او موږ په كوم بري اعظم كي اوسو ؟ خيرزه پوه سوم چي ستابدن دلي دي اوروح دي ګوره چي دچاسره ګرزي، د محبت خان دا ځواب او صحنه اوس هم د ډيرو ياد وه . د ده پر دغه ځوابو به كله كله همزولو خندل او كله كله به بياډير ورته حيران وو چي محبت خان پدغه ورځ څومره د ميني په دنيا كي ورك سوي وو. ولې چي تر دغه وخته د دوي (د محبت اوغوټۍ) مينه نه وه داسي رسواسوي اونه ډير همزولي پرخبر وو چي غوټۍ خپل پلار په كوچنيوالي كي لامحبت خان ته وركړېده . كله چي څوكاله وړاندي دا پيښه وسوه، نو په همدغه ورځ د محبت خان نژدې ملګري يوسف خان هم خبر سو چي دا ده ته څه ورپيښ سوي دي، هغه ډير نصيحتونه ورته وكړل چي اوس دي لا ځان په واك كي دي داسي مه كوه يوسف خان د خپل ورور كيسه هم ورته وكړه، خو محبت خان ته دا نصيحتونه د ماشومانو خبري او د اوبو د سر ليكي معلومېدې دي د ميني په ليوني آس سپور وو د هيڅ خطراحساس يې نه كاوه، نوهمدغه وو چي د محبت خان د ميني داستان په ښكاره ولېدل سواو د دغه ليوني داستان دروازه خلاصه سوه . كله به يې د كتابو پر ځاي د كنجاړې پارسل را اخيستي وو كله به بيا په چورتو او فكرو كي تر خپل كورتېر سوي وو، كله به بيا د غوټۍ سره پر مازې( هسي خبره ) خفه سو، او د كلي د تاج ګل لالا پر دوكان به خلكو په ليونتوب كي راوګرزاوه، يوار خو لا دكلي څخه هم ورك سو چي بيا يې خلكو پل ورپسي واخيست او به دغه دوران كي د ده د ماما زوي لونګ مار وخواړي، او ځواني مرګ سواو د محبت خان پل پرهغه ځاي پاته سو، څه زمانه بيدركه وو بيا د كلي په هديره كي د ملنګ په جامه كي وليدل سو . او اخيري پيښه داوه چي خپل خسر زقوم خان د خپل ورور اوخوريي د وژلو په تور وپوليسو ته ور په ګوته كړ، څو ورځي كيږي چي د ده پلار انور خان يې د را ايله كيدو كوښښ كاوه او د جميلې ورور نعمت ورته ويلي وو كه محبت خان را ايله كيدي نو زه به هم دده مخ ته درسره ځم، نو ځكه جميله نن خبره وه چي نن به را ايله كيږي ولې چي نعمت د انور خان اكا سره نن ولاړي او دا يې ايراده وه چي دا زيري به پرغوټۍ داكوې . دغه شپي او ورځي پرغوټۍ ډيري سختي تېري سوې، د مكتب (سكول ) پر لار به جميلې ډيره تسلي وركول او د اميد پر لارو به يې بيول، چي خداي پاك به يې خير كي، خداي(ج) ته هر څه اسانه دي، د كلي سپين ږيري به پدې خبره كي وګرزي اوستا پلار به پدې راضي كړي چي نور د خپل زوم (محبت ) لور(غوټۍ)او خپلي كورنۍ سره دا ظلم مه كوه، دا خبري كه څه هم پرغوټۍ ښي لګيدې مګر د اهر څه ځكه ورته يو خوب ښكارېدي ولې چي دې ته د خپل پلار طبيعت ښه معلوم وو او نه يې خپل بخت داسي بختور باله چي دا هر څه به سميږي، چي كور به وه نو زيات وخت به يې پخپله خاصه كوټه كي تيراوه كله به يې فكر د كوچنيوالي و خواته ولاړي د كلي د نرۍ ولې سره به يې چي بازي كولي او هغه وخت به يې يو پربل اوبه پاشلي يا به هلته په ټالو كي زنګېدل . بيابه يې د فكر نيلي دغه د غټوالي ملاقاتو ته راغلي دغه وخت كه دوي په يو څه سره پوه سوي ؤ خو بيا هغه د پخوا په شان بي قيده نه سول سره يو ځاي كيداي، يواځي به كله دمكتب (سكول ) پرلار يوبل ته انتظار وو كله به بيا د ليك له لاري د يو بل په حال خبريدل چي دزقوم خان د بزګر كوچني زوي به يې رويباري كوله او ديوه بل ليك به يې ورساوه . نن ماپښين بيا دا په دغه فكر كي وه، هغه ځاي ته به يې ډير كتل پر كوم ځاي چي محبت خان څو شپي مخكي يوه شپه ناست وو هغه شپه ځكه دې ته تر ډيروشپوښه وه ولې چي د محبت خان د وركېدو سه بعد لومړي وصال د دوي د واړو پدغه شپه سره وسو اوبيا به يې هغه ګړۍ او صحنه سترګو ته راتلل كله چي محبت د شپي په اخير كي رخصت اخلي او ولاړسي دا لا د فكرو پدغه ټال كي ځنګېده چي د دې دخوني دروازه را خلاصه سوه، غوټۍ بي اختياره داسي ورته ووايي : وي! ښه سو چي بيرته راغلې ماچي ويل ولاړې ! جميلې په كټ كټ پر وخندل او داسي ورته وويل : ولې د خوبه خو نه يې زه خو اوس راغلم ، غوټۍ پوه سوه چي هسي مي ناپامه دا وويل، نه پوهېده چي خبره څنګه واړوي ، دا چورت هم ور سره وو چي جميله نن څنګه تر خپل وخت د مخه راغله خو داچي نن تر نوركله خوشحاله ښكارېده او د مسخرو لړۍ يې نه شكېدل او د مخ څيره يې تر هري ورځي روښانه وه نو دې به هم خوشحالي ورسره وكړه خو دا چي دا به نن ولې او په څه شي خوشحاله وي پدي نه پوهېده . دا چي د جميلې د مسخرو لړي نه شكېده او په دغه دوران كي به د دې د لاسو ګوتي هم كلكي وپيچلي، نو غوټۍ يو څه شكمنه سوله چي يو څه يې اورېدلي دي، نوره يې د زړه خوشحالي ورته زياتېده كه څه هم دې اوس د ځينو خبرو ځواب وركاوه خو دا تلوسه يې وار په وار زياتېده چي په اصل حقيقت ژر خبره سي، جميلې هم قصدي نه غوښتله چي دستي دې اصلي خبري ته راسي، تر څويو څه يې د ساعته وزوروي . غوټۍ هم خپل پوره كوښښ كاوه تر څو د زړه غِوټه يې ورخلاصه كړي، او د خبري مطلب ځان ته حاصل كړي، كه څه هم له اندازه د ښې خبري او د ښه شي د زيري معني ځيني معلومېده خو بيا هم پدې د غوټۍ تسلي نه كېده، بس يواځيني شي چي دې ته ورپاته وو هغه په خوابدي ولاړېدل وو، ترڅو د جميلې دا مسخري پاي ته ورسيږي او د زړه خبره په خوله وكړي . پر غوټۍ هم اوس دا اثر د خوابدي ښكاره سوپه ناراض ډول له خپل ځايه ولاړه سوه چي اوس به تر دروازې وتل جميلې خپل ټول انداز بدل كړ ي په تلوار يې لاس په غاړه كي ور واچاوه ، او په دا بل لاس يې د دې لاس په مينه كلك وپيچي چي دايې نوره دې ته مجبوره كړه چي بيرته خپل ځاي ته را وګرزي ، غوټۍ هم ډير مقاومت ونكړ دا پوه سوه چي دا اخيري غشي كار وكړاو د نښي منځ يې وويشت ، خويو دوې خبرې لا د ګيلې په ډول داسي ورته وكړې هو خورې ته خو نو څوك دې ته اړ باسې چي يا جنګ درسره وكړي يا مخ در څخه واړوي ، په سمه خونو سمه خبره نكوې . جميلې نوره خبره نكړه ورسره غبرګه مګر يواځي به يې د غوټۍ هري خبري ته يوه د ناز داسي مسكا كوله چي ګويازه در ملامته يم او د كښيناستو سره به د زړه غوټه درته خلاصه كړم ، كله چي پر خپل ځاي دا كښينوله ، بې له دې چي د زيري وركولو معامله ورسره خلاصه كړي ياكوم زيري پركښېږدي د محبت خان درا ايله كېدو مباركي يې وركړه ، ورسره يې يو ليك هم دې ته وركړ ي ، پركوم چي د محبت د لاس ليكلو او ليك نښان ښكاره وو ، او دا ليك محبت خان و نعمت ته نن سپارلي وو او نعمت د خپلي خور جميلې په ذريعه دا دې ترغوټۍ پورې را ورساوه . غوټۍ پدې خبره سره ډيره وغوړېده د يوساعت لپاره هرڅه غمونه ورڅخه هير سول په هر څه كي به دې ته د محبت خان تصوير (انځور) ښكاريدي . (درېيم څپركي :دمحبت خان درايله كيدوخبر) د دې زيري اوخبر لپاره دې دا دوولس شپي او ورځي په انتظارلكه دوولس كاله داسي تيرې كړي وې، هره لحظه ورباندې په شمار تيره سوه، دغه د چورتو او انتظار په دوران كي به يې فكركله محبت خان ته ولاړي چي هو ده خو نور جرم او ګنانه لرل يواځي ګنايې زماسره مينه كول وو ، اوكله به دا ټولي خبري ورباندي خوب سوي . يوه شپه يې خوب ليدي چي دا د محبت خان په تلاش د بنديخانې (جيل) وتوري دروازې ته ولاړه وي هغه دروازه وان پوليس د څه خبرو وروسته دا د ننه ورپريږدي د لسي ياشلي طمعه هم ځيني ونكړي شايد ښه سړي به پر ولاړ وو ، كله به پدغه خوب كي د محبت خان سره ملاقات وسو اوكله به بياخوب نور څه په وليدل . خونن دا دې هغه وخت راورسيدي چي پرغوټۍ د محبت خان د را ايله كيدو زيري وسو اود ده پلاس ليكل سوي تازه ليك يې مخ ته پروت دي، جميلې هم دغه ګړۍ د دې ښه ننداره په ډيره خاموشي وكړه، خو دغه خاموشي هغه وخت ماته سوه كله چي د دوي كوچني رويبار څه باندي يولس (۱۱) كلن جانو په ډيره بيړه په خونه داسي ور داخيل سو لكه هواچي را اخيستي وي او په خونه كي يو دوه لوښي هم چپه كړه، لكه چي شاعر وايي رانه ادب د محفل هير سو ساقي عفوه غواړم له ډيري بيړې وارخطاپه سر د جام وختم (نصرالله ،حافظ) غوټۍ ته د جانو داسي راتګ هم نابلده (ناولده) ښكاره سو ولې چي دي بې له اجازې خوني ته هر كله نه ورتلي او بيا داسي په بيړه، خوخير ده هم خپله رويباري سر ته رسول، او نن به شايد داسي زيري را اخيستي وو چي جامونه يې چپه كول او بې له دې چي ځنډ دې وكړي دجيبه يې دوه ليكونه راوكښل او غوټۍ ته يې په نزاكت وسپارل او د څه ويلو وروسته دي د خپل كار په لور رخصت كيدي چي غوټۍ يوه خبره دا ورته وكړه هلته به زموږ چايې پخي وي هغه درسره راوړه . د جانو راوړي ليكونه د محبت خان د همزولي او انډيوال يوسف خان له طرفه دي . لومړي ليك يې داسي پيل كيږي ،د دعا او سلام ، وروسته ښه ژوند درته غواړم ، نه پوهيږم چي نوري خبري له كومه ځايه اوپه كومو ادبي او درنو الفاظو را پيل كړم ما هم د محبت خان د انډيوال په نوم اوستاسي د دريدلي او غمجن داستان او ليونۍ ميني په خاطر تر خپله وسه درسره غمرازي وكړه اوهم مي تر يوه ځايه ستاسي ددوو ترمنځ د رويباري شرافت ترلاسه كړي ،دغه څو ورځې چي ستاكوم ليك ماته رسيدلي دي هغه مي په ډيره امانت داري سره تر محبت خان پوري رسولي دي او د ده ليك مي ترتاپورې را رسولي دي . خبره را څخه اوږده نسي ، اصلي مطلب مي دا وو چي زه تر يوه حده خبر وم چي نن به كه خداي (ج) كول محبت خان كلي ته را ورسيږي خوسل په سله كي مي باور هم نه وو ، نو مي ځكه وړاندې يا مخكې تاته خبر نسو دركولاي، نو بخښنه در څخه په دغه كار غواړم ما نه غوښتل چي بې وخته دا خبر دركړم او ستا د ليونۍ ميني د اور سرې سكروټې هسي تازه كړم، دا دي اوس چي خبره يقيني سوله او محبت خان زموږ په بدرګه خپل كلي اوكور ته را ورسيدي، زه فكر كوم چي نن به زموږ دكلي مرغان او حيوانان هم د ده په راتګ خبر او خوشحاله وي . . . فقط وسلام يوسف خان د محبت خان انډيوال . غوټۍ چي دا ليك وايي پر تن يې د ميني لمبي نوري تازه كيدلې سترګي له اوښكو ډكي سوي د خپل غمجن داستان هره كيسه يې مخ ته تيره سوه . د محبت خان د ژر ليدو تلوسې يې په زړه كي تازه اور بلاوه، د ليك دا اخيري جملې (چي نن به زموږ دكلي مرغان اوحيوانان د ده په راتګ خبر او خوشحاله وي ) چي كله غوټۍ ويلي نو دغه وخت ماپښين قضاپه دا څو شپو كي د دې سيمې د اتل ګوډسپي ږغ ياغپا لومړي ځل دې واوريده، دا پوه سوه چي د يوسف خان دا خبره ريښتياسوه، چي نن به زموږ دكلي مرغان اوحيوانان لا خبر او خوشحاله وي ، دغه دي د دې سيمي قهرمان، اتل او وفادار ګوډ سپي هم لكه چي د محبت خان په راتګ سره خبر سويدي او غواړي چي د خپل مسافر انډيوال سلام ته ورسي . او دلته د غپلو به يې شايد يو مطلب داوي چي پرما دي هم د محبت د راتلو زيري كوي، نه پوهيده چي دي څنګه ژرخبر سو، دي خو ماښام د هديرې څخه دلته راتلي شپه به يې تر ډيره خاموشه دلته تيرول خو نن سم مازديګر لا نه دي چي ګوډ سپي دلته غاپي له توانه يې ووتل ورپسي را ووتل د باغچي دروازه يې خلاصه كړه، ريښتيا هم دي هغي خواته روان وو تر ډيره يې پسي وكتل اوبيرته خونې ته راغله ، پدغه دوران كي جميلې د كوم كتاب مطامعه كول د دې سره يې څه غرض نه كاوه ، جانو هم چاي راوړې غوټۍ دا ورته وويل ته وګوره په كوڅه كي چي ګوډ سپي چيري ولاړي جانو ته يې دتګ لوري ور وښووي، «ګوډسپي ځكه پر هر چاګران وو چي يوار يې دا سيمه د يو ظالم پړانګ له شره خلاصه كړه په جګړه كي د خړسپي غوږ او ځيګر پرې سو كمر سپي خپل ژوند له لاسه وركړي د تورخولي سپي يا دغه ګوډسپي د څونورو زخموسره د شا پښه سخته زخمي سوه، او بل وار چي كله يوه شپه د محبت خان سره تر دغه باغچي پورې راغلي وو او په كوڅه كي خپله چوكيداري كوله خو د سيمې يو بدمعاش منګل ځوان چي غلاكړي غواپر دغه كوڅه راوستل ده هم بې له دې چي كوم بل تور پر ثابت كړي يواځي د دغه غوادغلاكيدو په تورمنګل ځوان په سزا ورساوه او داسيمه يې د هغه د شره خلاصه كړه ،نوځكه ده د اتل ياقهرمان لقب ګټلي وو.» جميلې د چاي خوړلو وروسته د خپل كور پخوارخصت واخيست، د كور په حويلي كي لا د غوټۍ د مورسره يو څه تكيه سوه د هغې سره يو څه پټي خبري هم وكړې خواخير هغي ورته وويل لورې تاته دي خداي (ج) خير دركړي چي يوار ورته راسې لږ يې فكر وربدل كړي كني اوس به چور ليونۍ واي، زموږ په خبرو خو يې هيڅ تسلي اوصبر نه كيږي، پدغه حال كي د كور يوې مزدورې هغه غوټه را ورسول د كومي چي د غوټۍ مور هغي ته ايشاره كړي وه او جميلې ته داسي وويل :ها زويه ! پداغوټه كي يو څه وچ توت دي دا به درسره يوسې ته خو پر ما ډيره ګرانه يې يو څه سپين كورت مي هم درته ايښي دي هغه به بيا بله ورځ دركړم . دا چي ته د غوټۍ سره غم شريكه يې اوهر كله يې فكر درسره وي دا خو مي نو نه هيريږي، جميله پوه سوه چي پدې خبره كي نور دې ته د نه منلو يا انكار هڅه بي فايدې ده، او د وچوتوتو غوټه په لاس كي ځيني راونيوه اوپه يوه نرمه خنداسره يې د دې د دغه ستاينو او ښوخبرو ځواب پدې الفاظو وركړ: يا ترورې غوټۍ خو پر ما ډير حق لري دا خومې همزولي او د سبق ملګرې ده بيا خو نو موږ هم سره خپلوان يو، ولې به يې خيال نه ساتم ستايې كور ودان چي زما راتګ دومره ښه درته معلوميږي زمادې ډير صفت وكړي ، بس اوس ترورې زما يې د خداي په امان . «جميله چي د حويلي دروازې ته رسيده د غوټۍ مور ورپسي ږغ كړه زويه ته يوار ودريږه، يوه خبره مې لادرته كول، جميله هم راوګرزيده، د غوټۍ مور ته يې په ادب وكتل تر څوهغه خبره ورځيني واوري دكومي لپاره چي داراوګرزول ؟ هغې وويل : هو لورې مورته دې مي سلام وايه او دابه ورته ووايې چي هغه ستا د يوې چرګي او دوه درځنه هګيو پيسې مي داسي په سپڼسي تړلي سلامتي درله ايښي دي، ورته وايه ته نه وې راغلې مانه در استولي، ماويل ښه دي چي دا يوار پخپله راسي، يوارې به خوله سره پري كړو، زه هم داسي ديغ وم، ورته وايه غاړې دي بندې چي هر وخت دي لاس خلاص سو چي نه به راځي بس دغه به ورته ووايې په مخه دې ښه . جميلې هم د كور پخوا قدمونه پداسي حال كي اخيستل چي په لاس كي د وچو توتو غوټه وه او په فكر اوزړه كي د غوټۍ او محبت خان د ليونۍ ميني د داستان زړه دردونكي كيسې، نه پوهيده چي پاي به يې څنګه وي ، كورته په رانژدې كيدو وه چي خپل ورور نعمت وليدله او هغه هم ګامونه ورته را چټك كړه تر څو د خور څخه د حال او احوال پوښتنه وكړ ي، او دا چي څنګه زېري دي پر وكړ ي، خو د ده پر رارسيدو جميلې د خبري وار پر د مخه كړي، آ ښه! لكه چي د محبت دوي كره بياتللي وې ؟ نعمت لا ځواب نه ؤ وركړي چي جميلې په تلوار بله پوښتنه ځيني وكړه . پر لارې دې ګوډ سپي ونه ليدي ؟ دې پوښتني كه څه هم نعمت حيران كړ خو دې ته يې داسي وويل : هو يوار بيا هلته ورغلم د محبت خان دوي كره، ماويل ښه دي كه د يو كار ضرورت ؤ كومك به وركوې بياځيني هلكوان او يوسف خان هم هلته وو ما ويل موږ هم دا څو ورځي په محبت خان پسي پرديس وو لږ ساعت به يې ووينو، دا خبري پر جميلې لږ وغمېدې ولې چي دې د ګوډ سپي پوښتنه ځواب كېدل غوښتل، خونعمت هم ژر د دې په طبيعت پوه سو، او ويې ويل : هو ګوډ سپي ما وليد ي چي څه وخت مخكي هلته د دوي د كور ومخ ته راغلي، موږ د ننه د كوټي مخ ته په حويلي كي ناست وو چي د ده د غپاږغ سو، دغه وخت د محبت خان د مخ بڼه داسې بدله سوه چي موږ ټول ورته حيران سو ، صرف يې يو هلك ته د ننه كورته د تلو اشاره وكړه ، او د ګوډ سپي پر خوا روان سو موږ هم څوملګري ورسره را ولاړ سو يوسف يې پر څنګ را روان ؤ ، خو دغه وخت محبت خان د هيچا سره خبري نكولې ، پر مخ يې بې اختياره اوښكي را څڅيدلې « ريښتيا هم ده او ګوډ سپي خو دا څو ورځې نه ؤ سره ليدلي ، نعمت چي تر دغه ځايه خور جميلې ته داكيسه كوله نو دوي هم د خپل كور حويلي ته راغلي وو ، ريښتياهم دي خو د محبت خان د سفر ملګري ؤ او د وصال په شپه به يې ګوډسپي چوكيداري كوله او بيابه هم د ده په ملګر ۍ تر خپله ځايه رسيدي، ده د محبت خان په ملګرۍ كي هر خطر ته غاړه ايښې وه ، او د دغه غمجن داستان يوه برخه ده هم جوړول ، نو اوس به ولې محبت خان د داسي ټينګ او وفاداره ملګري ياسپاهي د راتلو د پاره د باندې نه راوتي . كله چي محبت خان د كوره ور وزي د كور مخ ته په خلاصه ميدانه كي يوې څنډي ته دي هم داسي په انتظار ولاړ ؤ لكه چي د ده حېس د محبت خان د راوتلو خبر وركړي وي ، شايد پريوتل به دا وخت بې ادبي ورته ښكاره كيده نو يې دغه څو لحظي په ولاړه انتظار كړي ؤ ، بل لور ته د كلي څو هلكوانو او خلكو همدغه ننداره كوله ، دغه وخت د محبت خان د نژدې ملګري يوسف خان هم سترګې په اوښكو لندې وې ، يو طرف ته كه د خپل ملګري پر راتلونكي او اوسني ژوندباندې ارمان ورته دريدي ، بل طرف ته دا فكر كاوه چي ته وګوره دغه ګوډسپي خو خداي پاك حيوان پيداكړي دي څومره ژورحېس او وفاداري لري ، څومره ښه ملګري پالي، د خپل ملګري ياخاوند څومره ښه تابعداري كوي ، ته موږ انسانانو ته و ګوره چي ډيري مو څه څه كارونه كوي ، د چاحق خوړل او د بل جايدادونه لاندې (قبضه )كول او په نه څه د بل ازارول او حتي د بي ګنا انسانانو وژل خو بيخي هيڅ نه ورته معلوميږي، او حتي د حيواناتوبندي كول يا جنګول خو هيڅ ګنا نه بولي، كاش چي ټولو انسانانو خو د خپل مالك او خالق هم پوره تابعداري كولاي ! نو نن به ولې دغه عذابونه اوپريشانۍ دغسي ډيري واي ! ريښتيا هم اصل خبره د عمل او تابعداري ده چي سپي لا هم يو وخت داصحاب كهف ملګري كړي او د جنت لائق وګرزي اوكيسه يې په كلام الهي كي ذكر سي (اشاره د اصحاب كهف )كيسې ته ده، يوسف خان لا دغه چورتونه وهل، خو هلته ګوډ سپي ځان د محبت خان مخ ته داسې رساوه چي لكۍ اوغوږونه يې په ناز ورته ښورول او د خپلي خوشحالي اظهار يې په كاوه او د خپل انډيوال ياخاوند احترام يې كاوه، خو لږ ساعت وروسته په دغه ميدانه كي داسي راوګرزيدي چي د خپل جرئت اوميړاني مظاهره يې وكړه، شايد مطلب به يې دا ؤ كه چيرې تاسي د كلي د دغه ظالمانو ځواب نلري اويايې مخه نسي نيولاي بيا نو زه هم د يوه پړانګ او بدمعاش قاتل جوړيدلاي سم او د هغه مخه نيولاي سم ، د كلي يوښه سپين ږير ي تيموراكا هم دلته دغه ننداره وليده دناخوښۍ هيڅ اظهاريې ونكړ ، ولي چي هغه پوهيدي چي د ښكار، د كور د ساتنې او د پسو د رمي لپاره د سپي ساتل پروا نلري ، خو د هر حيوان ساتل د جنګولو لپاره كتاب نه خوښوي ،ګوډ سپي خو د دې سيمي او كلي لپاره هر وخت د يو ظالم سره زور ازمايي كړيده او د هغه مخه يې نيولي ده، د ا خو يواځي موږ انسانان يو چي هر چيري د ظلم ياظالم ملګري كوو، او بيا ځانته د خير طمعه لرو ، دا ننداره څه وخت وروسته پاي ته ورسيده ، په سيمه كي لمر هر چيري خپلي زريني وړانګي راټولولي او د رخصت په حال كي ؤ، د ختيځ لخوا د تورې تيارې او د يوې بلي شپې تناوونه هر لورته په غزيدو ؤ، د كال يوه بله ورځ پاي ته رسيده او شپه په راتلو وه، مرغان هم خپلو ځالو او ځايو ته د رسيدو په حال كي وو، كرار كرار د اسمان پر مخ ستورو خپل اميلونه ياكتارونه جوړول ، مياشت تازه د څوشپو وه دومره رڼايې نه كول څه وخت بعد به دې هم د لويديځ په لور ځان پټاوه ، او نن شپه به بيا د اسمان پر مخ غټ ستوري ښه ځليږي بس قدرت هر چاته خپله برخه وركړيده ښه تقسيم يې كړيدي، د ځينو شيانو لپاره يې وخت او وار هم ټاكلي دي اوس د ورځي وار په تيريدو دي او د شپي وخت او وار رارسيدي، چي پر سيمه خپلې تورې كږدۍ ودروي او د مځكي پر يوه غټه برخه باندي د خداي (ج) پر مخلوق پرده واچوي او په ډيره نرمي سره يې د خوب او ارام وغيږ ته وسپاري » يوسف خان هم ډير كوښښ وكړي چي محبت خان پدې قانع كړي چي نن كرار خپل كور ارام وكړه، مګر محبت خان د خپلي خبري څخه نه اوړ ي او وايي چي نن شپه به لږ ناوخته زه يو نيم ګړۍ ديدن كوم، خو يوسف خان ورته وويل داسي مه كوه هسي نه چي يو خطر پيښ نسي، مګر محبت وويل زه اوس خطرنه پيژنم او نه مي خطر پخوا پيژندي، يوسف خان سر وښوراوه چي ته اوس دا ليوني پوه كوه، كه څه هم دي پوهيدي چي دغه د غوټۍ د خاصي كوټي او باغچي لار څه په امن ده، ولې چي د هر چا تګ اوراتګ پر دغه لار نه وي او دا يې په ياد وو چي هغه څه كم يوه مياشت مخكي چي محبت خان د ګوډ سپي په بدرګه دغه ځاي ته راغلي ؤ په كومه شپه چي ګوډسپي د منګل ځوان سره خپل حساب خلاص كړي، او راغلا كړي غوا بيرته خپل خاوند بوتله، نو د هغه شپي را پديخوا ځيني خلكو دا ګمان كاوه چي ګوډ سپي به دلته چوكيداري لري او زړور پردې لار نسو راتلاي، اخير ده هم د نه زړه هو ورسره وكړه چي نه پاتيږي زه به دې هم د لارې ملګري سم، د ماښام ډوډۍ وخوړل سوه د ماخستن لمونځونه هم وسول، خلك د څه ناڅه بنډار كولو وروسته خپلو ځايو ته ولاړل، په كلي او سيمه كي ښه ارامي او سكوت خور س، مګر دلته د محبت خان او يوسف پر زړه يوه نامعلومه ناكرار ي روانه ده چي ارام ته يې نه پريږدي او هلته غوټۍ هم د انتظار شيبې شمارلې دا خو ماپښين قضا لا خبره سوه چي محبت په يوه ليك كي دغسي ورته ليكلي ؤ نو ځكه ساعت په ساعت د دې ناكراري زياتيدله نه پو هيده چي نن شپه به تقدير د دوي په هكله څه ليكلي وي، غوټۍ د خپلي خونې هغه دروازه چي د كور و خواته ده ماخستن لا وتړل اود باغچي خواته دروازه يې خلاصه كړه، كله كله د باغچي دروازې ته هم ورسي، شي خو ښه نه معلوميږي خوداغوږ ونسي تر څو كه محبت را روان وي نو د پښو سكاسه به يې واوري، خو دا انتظار او هره لمحه پر دې باندې په زحمت تيريدله . هلته محبت د يوسف په بدرګه د پلان سره سم له كوره راووتي، چي سم د لاسه يې ګوډ سپي هم ملګري وكړه ولې چي هغه خو هم د مازديګر سه لادلې ؤ او دكور مخ ته په ميدانه كي خپل سنګر تود ساتلي ؤ اوس چي په تياره شپه كي محبت او يوسف وليدل نو دي پوه سو چي اوس لكه چي د محبت خان د كار وخت دي، او بې له دې چي څوك دې ورته ووايي ده هم خپلي دندي (كار) ته تغير وركړ، او د دوي دواړو د مخه يې زړه ور ګامونه ايښوول او دا احساس يې نه كاوه چي څوك دې مخامخ پرده راسي ولې چي دا هر څه ده په اثبات رسولي وو. (څلورم څپركي :په كلي كي بيااوربل سو) مګر يوسف لا چاقو په جوب كي او لرګي په لاس كي درلودي، هره خوا د انساني ژوند سكوت او خاموشي وه، خو په ونو (درختو) كي ځينو ناستو مرغانو لا ځاي ځاي د ارمان ترانې ويلي او ځاي ځاي د يو سپي د غپا ږغ هم پورته كيدي خو ګوډ سپي د بې ځايه شور او نارو عادت نه درلودي ،د دوي سفر د څه وخت وروسته اوس انتها ته رسيږي محبت خان پر څوګامه د باغچي و دروازې ته په رسيدو ؤ او د غوټۍ د خونې لخوا يو څه نيم خامه رڼا د باغچي پر دروازه برابره د دې غمازي كوي، چي داهم د محبت انتظار باسي اوكوم خطر نسته، يوسف يو څه شاته د ديوال تر څنګ ودريدي، هلته د باغچي دروازه خلاصه سوه داسي معلوميده لكه غوټۍ چي ورخلاصه كړي وي د ننه په باغچه كي دوي دواړو د څيراغ په نيم خامه رڼا كي سره وليدل خولابه يې څه نه ؤ سره ويلي چي قدرت بيا د تقدير ورقه واړول، دوي ټول حيران سو، چي اوس به څه كوو، د محبت به خوښه وه يانه خويوسف وباغچي ته ور د ننه سو او د بيرته تګ اسرار يې كاوه محبت هم مجبوره سو او غوټۍ ته يې داسي وويل چي زه اوس ولاړم، كه څه هم د غوټۍ به د ده پر تګ زړه نه كيدي خوبله لاره نه وه پاته ، «د اور لمبي وار په وار پورته كيدي او د دود لوخړي د اور په رڼاكي معلوميدي چي هواته ولونه ولونه پورته كيږي شاوخوا په كلي كي د خلكو ږغ ورسره په زوره كيدي خو محبت، يوسف اودريم ملګري (ګوډسپي )يې تر ځايه په خير او خيرت بيرته را ورسيدل، د اور د پورته كيدو سره يو څه ټكان هم وسول خو د كلي خلك يې ډير وارخطاكړي وو، د تيمور اكا د كور تر مخ يو څه نفر سره يو ځاي سول تيمور اكا خو لا د مخه د خطر نښي ليدلي وې او دا احساس يې كاوه چي په كلي كي به يو ځل بيا د اور لمبي پورته كيږي او اوس خويې دا دي دغه لمبي په سترګو وليدلې، ده څو شپي وړاندې لا پخپله كوټه كي د ملاصاحب په مخ كي غلام جان ته وويل چي ستا د خبرو څخه د بدۍ بوي ولاړيږ ي د پرديو خلكو په خوله مه كوه بيا به دا كلي د جنګ په لمبوكي وسوځي، مګر غلام جان دا لوبه د ځان لپاره خير ګڼل او دا يې ويل چي ما يو څه وسله او تيل برابر كړي دي تاسي به يې وويني چي كږي خولې څنګه په سوك سميږي، دا خبر ي نوري په جرګو نه خلاصيږي او نه دا ظالمان په خبرو پوهيږي دا يواځي او يواځي په زور پوهيږي، دا ظالمان او د بل د وينو تږ ي په سمه لار ته نه راځي ،«شاوخوا پنځه ويشت شپي مخكي چي غلام جان دغه خبر ي د تيمور اكا په كوټه كي وكړې ډيروخلكو باك نه په وكړي يواځي د تيمور اكا انديښنه وه چي علاج به يې څنګه كيږي. د بل سوي اور لمبي لا ښې په غرغنډو وې تر ډيره ځايه رڼا تله او د تور دود لوخړ ي هوا ته پورته كيدې، ځيني ناپوه ځوانانو ته به يې خوند ور كاوه، مګر بعضي مشرانو د دې كار پايله يا نتيجه بده بلل، د تيمور اكا د كور تر مخ يو ي خواته ځوانانو په ګړز خندا كوله خوبلي خواته بيا څو د پاخه عمر كسان څه خاموشه غوندې معلوميدل او دا انتظار يې ؤ چي كه تيمور اكا را ووزي او مجلس ورڅخه واوري، لږ ګړۍ وروسته ده هم غاړي تازه كړي چي ورسره ځوانانو خندا بس كړه، څه ساعت خاموشي وه تيمور اكا هم په رارسيدو سره سلام ووايه د سلام ځواب يې حاضرو خلكو وركړ، د كلي دوكاندار چي د ده د خبرو ډير وږي ياتږي ؤ خپل پټويې پرنسبتًا يو څه لوړ ځاي ورته هوار كړ ي تر څو دي ورباندې كښيني، خو ده ژر ده كښيناستو فكر نه كاوه، شاوخوا ولاړ خلك يې د دغه بل سوي اور او څو راوړل سوو څيراغانو په رڼاكي تر نظر ويستل ، وروسته د كلي ملا صاحب ته په غوږ كي يوڅه وويل، هغه هم ورته سر وښوراوه او ده ته يې په ځواب كي وويل حاجي صاحب واقعًا چي ته په كار پوهيږ ي او پوره د تجريبي پوهه رب تعالي دركړيده، تاچي كوم خطر محسوساوه د هغه اور لمبي دغه دي موږ په سترګو وينو، پايند اكا هم نژدې ولاړ ؤ د چا چي څوشپي مخكي منګل ځوان غوا غلاكړه او د هغه څخه د خلاصيدو وروسته پوليسو د سخوندر سره د تحقيق لپاره بوتله خو بياوروسته تيمور اكاورته راخلاصه كړه دا انتظاريې كاوه چي تيموراكا به اوس څه مجلس وكړ ي، اخير د ده هم د توانه ووتل او پر ږغ يې كړه تيمور لالا ته ولې څه نه وايې موږ خوټول وتاته ګورو، چي يوڅه به ووايې ستا لا دغه د خانۍ اوملكۍ په خبرو سرخلاصيږي، تيمور اكا د لاس لكړه دوه وار د مځكې سره ووهل او خپلي خبري داسي شروع كړې، زه خوهم د خپله كوره را ووتم لكه تاسي چي د خپلوكورو څخه راغلي ياست، بيا نو زه خو نه خان يم نه ملك يم هسي چي تاسي د دغه ځينو مشرانو څخه نا اميده سواست په ما پوري مو لاسونه ټينګ كړي دي، ستاسي چي ګټه وي هلته مو په خوله كوي او كه چيري مو يو څه ښكاره تاوان ؤ بيا نو زه مشر نه يم، ولاړو خلكو او پايند اكا دا خبره محسوسه كړه چي ريښتياهم، دي هلته زموږ په كار وي كله چي زموږ وزه وركه و ي او كار مو په بند و ي . تيمور اكا وويل : دا مجلس څو شپي مخكي هم ما درته وكړي خو چامي خبره پر غوږنه ونيول، يوه ويل زمايې په څه او دا بل ويل د ده يې په څه، اوس هم هغه خبره ده چي زمايې په څه دا اور به څو شپي بعد د كلي په هغه بل سر كي وي بيا به دكلي په منځ كي بليږي او موږ به وايو چي زمايې په څه، نور دغسي مجلسونه نه زه كوم او نه مي په وسه پوره دي . ولاړ خلكو ټولو يو بل ته سره وكتل، چي دا خو حقيقت وايي موږ همدغسي يو، تيمور اكا د يوڅه نورو خبرو په پاي كي وويل : زه بي ځايه ډيرې لنډي او اوږدي خبري نه درته كوم د كلي د ملا صاحب دې اجازه وي ،وايم ډير به نه سره خطاباسو، د دې اور اصلي سر يا پيلته زموږ درا څرمه همسايه د پتاؤ د كلي د ملك خشنګ په لاس كي ده او بل علت يې دغه د ملك زقوم پردي ميلمانه دي چي دي يې ساتي، كه مو په اتفاق د دغه دوو خبرو علاج وكړي نو په امن به سو، كنه بيا نو د نورو نا ولده (نابلده ) پيښو انتظار وكړي اوزموږ ځواب به داوي چي يو وايي زمايې په څه او بل به وايي زما يې په څه، نتيجه به يې دا وي چي دغه د ملك زقوم پردي ميلمانه به په كورو راننوزي او موږ به يې ځواب نلرو ا و په دغه اور كي به يو په بل پسي سوځو، د تيمور اكا دې خبرو ته ځيني خلك حيران سول چي دا دي څه وايي، اور زموږ په كلي كي بل دي او دي وايي د پيلتي سر د پتاو د كلي د ملك خشنګ په لاس كي دي، دا بيخي ناولده (نابلده ) خبري نه دي ؟ ځينو ځوانانو بيا يو بل ته كرار سره وويل د حاجي صاحب هم لكه چي دماغ كار نكو ي ناحقه پر راګرزيدلي يو، د كلي دوكاندار تاج ګل لالا تر هر چا ډير و دغو خبرو ته حيران ؤ، د غواخاوند پايند اكا هم ډير وارخطا ؤ، نوري ځيني وركي سو ې بې اختياره يې داسي وويل : تيمور لالا ته وا هغه زما غوا خو به بيا حكومت نه راځيني بيايي ؟ ( مشران خلك و خپل همزولي ته د كاكا پر ځاي د(لالا) توري كاروي ) د پاينده اكا پر دې ساده خبره چاوچاومسل (نرمه خندا) تيمور اكا لا و دې خبرې ته ځواب نه ؤ وركړي چي تاج ګل لالا هم خپله خبر را درسته كړه : تيمور اكا زماهم يوه خبره پر زړه راغله څوشپي د مخه زما پلار يو څه سپيلني راوړي ؤ يوڅه مي پر كليوالو خرڅ كړه يو څه لاسته ته وا چي دغه مو ورته دودولاي، ته وا دغه غله به نه واي ورسره ورك سوي، دوي وايي د سپيلنيو دودول پيرانان لا وركوي غله به تردوي هم نه يي زورور ياسپين سترګي زه وايم دوي به هم ورسره ورك سي، د تاج ګل لالا پر دې ساده خبرو په ولاړو خلكو كي داسي خندا ګډه سوه چي چا د ډيري خنداڅخه پر تشو(اړخو) لاسونه نيولي وو چا پټوان خولې ته نيولي وو د هر چا څخه هغه تير مجلس داسي هير كړ لكه چي هيڅ پيښه چي نه يي سوي ، تيمور اكا هم يو څه پر وخندل . «تاج ګل لالا نه يوازي چي ساده سړي ؤ بلكه ښه خوي يې لا دا هم ؤ چي چابه هر څه پر وخندل بد يې نه په وړل، يعني خوايې نه بدول » تيمور اكا په هنر ځواب وركړ: هو تاښه خبر ه وكړه خو اوس خبره تر سپيلنيو تيره ده، او پاينداكا ته به دا ووايم چي نه نوره ستا غوا حكومت نه بيايي د هغي څخه يې تحقيق پوره كړي ؤ نور تحقيق نه ځيني كوي، دا له دغه دعوي (كېسه ) څخه په عزت خلاصه (بري) سوه . پايند اكا كور وداني ورته ووايه خبره يې نوره داسي اوږده كړه تيمور لالا ښه سو چي خبر دې كړم زما بيخي فكر كي بند ؤ هغه بله ورځ لا دا غريبه څه بد بويه وه، وايم د بيرې مې غوايي ته نه وروستل ماويل داسي نه چي د حكومت خلك را خبر سي او تاوان را ورسوي، د دې خبر ي سره يوار بيا خلكو وخندل، تيمو ر اكا بيا هم د نرمي خندا سره ورته وويل دغه دي اوس خو مي خبر كړي، او د مسخري په ډول يې ورته وويل چي بيانو يو چاي بر شيدي هير ې نكړ ې! پايند اكا ورته وويل : لالا وايم پنځه چاي بره شيدي دې ستابلا واخلي تا خو زه ډير ګټلي يم، زه خو پر دې بيريدم چي هم دې غواپه دعوه ولاړه، او كه صبا دغه د حكومت خلك راغله چي موږ يې خوشايه (ګوبر) هم غواړو بيا به مي څه كول، هغه ته خو د دوي هيڅ پام نسو كني زما خو د وسه نه ورسره كيدل، نو ولې به تا په شيدو نه نازوم، وايم يوه ګونۍ خوشايه (ګوبر) به يې لا هم در واستوم، تيمو راكا ميده ميده ورباندې خندل اخير يې ورته وويل : پايند لالا هسي مې مسخري درسره كولي هيڅ شي يې نه غواړم شكر دي زموږ غواهم ښې شيدي كوي . د مجلس پر دې اخيري خبرو د خلكو څه فكر بدل سو، په اخير كي د تيمو ر اكا زوي (مراد) وپلار ته داسي وكتل لكه چي د يوې خبري اجازه ځيني غواړي د ه هم اشاره ورته وكړه چي سمه ده، مراد وويل : ښه دي ډير كليوال سره يوځاي يو كه څوك نه يي خبر هغه دې اوس خبر سي چي صبا ماښام ته انور خان اكا د ټول كلي د ډوډۍ ست كړيدي، چي څوك بيا پاته نسي، خويوه كليوال دا هم څه په ټينګه وويل چي پايند اكا اوتاج ګل لالا خوبه بيخي نه پاتيږي ، په اخير كي تيمور اكا وويل ملاصاحب دې بخښنه كوي چي مجلس خو يواځي موږ وكړ ي ده هيڅ نه كي وويل، ملا صاحب په عالمانه انداز وويل : نه نه تيمور اكا ما پر مجلس ډير خوند واخيست داسي څه نه ؤ پاته چي زه څه پر ووايم، زه به اوس يوه د خير دعا وكړم او مجلس به په دعا سره ختم سي دا يې ما برخه كي اخيستي . ملا صاحب خپله دعا داسي پيل كړه د حمد او صلوة (ثنا او درود) وروسته خدايه پاكه ته د موږ څخه راضي سې ته مهربانه يې موږ وبخښې ته د موږ سره سره ټول انسانان او پيريانان جنت والا او هدايت والا جوړكړ ې، په ټوله دنيا كي د هدايت او امن هواګاني وچلوې، څوك چي زموږ دښمنان دي او موږ ته بد نيت لري ته هدايت ورته وكړي كه به يې هدايت په نصيب كي نه يي ته د نس خوږ ور واچوي چي موږ يې د خوا او خاطره ووزو د دوي د ملګروسره . . . امين ثم امين، د دعاوروسته هرچا د خپل كور خوا ونيول او مجلس پاي ته ورسيدي، هلته د بل سوي اور لمبې اوس څه كمزوري معلوميدې، د ور څرمه كورو څه كليوال او د زقوم خان دوو، درو بزګرو يې اول د وژلو كوښښ وكړ ي خو هغه اور د دوي تر وس وتلي ؤ، د زقوم خان وسله وال ميلمانه هم پدا شپو كي څه سره ورك وو، څوكسه خو يې پدې ځيني وتښتيدل چي دوي د لنډك سره لار و انورخان ته نيولي وه، مګر هغه دوي چرس ډير څكولي ؤ د انور خان پر ځاي يې د لنډك پلار يعني د زقوم خان ورور او د هغه خوريي چي په ميلمستيا راغلي ؤ ووژل، نو دوي بيريدل چي داسي نه چي يا مو حكومت بوز ي او يالنډك ځوان يوه حمله را باندې وكړي نو ځكه يې دا مېنه پريښوول . يو څه نفر يې نور ووژل سول، جانك مسكين، ژړ غاښي او پتو ،خو هغه درا غلا كړ ي سړي پر سر مړه سول منګل ځوان د پايند اكا دغوا د غلا كيدو په شپه ګوډ سپي په سزا ورساوه، او هغه دوه نور انډيوالان د ډب كلي د صاحب زاده صاحب زوي رنګين او د غوا د خاوند پايند اكا وراره منو جان چي تازه په چرسو اخته سوي ؤ او په دغه شپه د غلو رابر (لارښوونكي ) ؤ بيا حكومتي خلكو د غوا سره بوتلل . پدا نژدې شپو كي د زقوم خان د نفرو هيڅ كار نه سميدي هرې غلا ته چي به تللي ؤ مرګ ژوبله به د دوي په برخه وه ګوره چي پخپل منځ كي يې نيت سره بد ؤ او كه د چا ازار وهلي وو كښتي يې پر مخ سمه نه تلل پاته نوركسان يې يوڅه لير ي په غلا پسي تلل ولې چي دلته نژدې هسي هم بد نامه سوي وو نو ځكه د زقوم پر كوټه دومره كسان نه وو چي دا اور يې ژر وژلي واي، په لومړ ي سر كي هغه ورڅرمه كليوال هم نه ورتلل ويل داسي نه چي يا اور پر موږ تاوان سي يا دغه كسان چي ټكان يې وكړل يا يې دغه ځاي ته اور واچوي موږ وولي، ولې چي د زقوم خان بد نيتي خو بيخي ډير دي چي موږ د زقوم په نفرو خطا نكړ ي، وروسته چي د اور لمبي پورته سوې او شاوخوا يې رڼا وكړه دا معلومه سوه چي هغه كسان اوس تللي دي نو ځيني نژدې كليوال را ورسيدل، دوي هم هسي د زقوم د بيرې ورته راغلل چي داسي نه صبا په دوي پوري لاس و نيسي چي دا اور تاسي ولګاوه كنه نو ولې مو نه مړ كاوه ، د دغه بيرې دغه څو كسان ورته راغلل كنه نو دوي خو ښه نيت نه ورته در لودي، ولې چي زقوم داسي ك
نويسنده : محمدعلي عمري | ۳۰ تير ۱۳۸۹ ساعت ۱۰:۴۲:۴۴ | آرشيو نظرات (0)
دښاغلي رحمت الله رحمت٬ ناول ډانلوډ كړئ
ناول
اميــــــــــــــــــــــــــــــد
دا ناول د (ناكامه مينه اوزورور خلك)(ناول) څلورمه برخه ياڅلورم ناول دي د كتاب په اخيركي بل( كتاب )د ليكوال ژوند ليك، د پښتو ټولني چمن، او نورو ټولنو يوڅه تاريخ هم سته ، او ما د خپلوكتابو په اړه د خلكو څخه څه واوريدل ليكوال : رحمت الله (رحمت) چمن ٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬٬
د كتاب ټول حقوق له ليكوال سره دي كتاب پېژندنه : دكتاب نوم : ...........اميد ......................... (ناول) ليكوال : .............................رحمت الله (رحمت) خپرونكي : .................................پخپله ليكوال چاپ ځاي : ..................................... دچاپ نېټه : ...................................................2010 لړ : ...................................................................پنځم بيه : .............................................( ) كلداري داكتاب ددي نيټي 31/ديسمبر2009/سه تر3اپريل2010 پوري وليكل اوكمپوزسو،رحمت الله رحمت ،چمن، د ليكوال سره پر دې مل شميرو رابطه كولاي سي 03458873299---------------------------03138470725
دليكوال پنځه سره كتابونه : ۱ـــ درحمت ډالۍ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ دلنډو كيسوټولګه ۲ـــ ناكامه مينه اوزورور خلك ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ناول ۳ـــ محبت ولې ورك سو؟ ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ناول ۴ـــ ايامحبت به خپل مطلب ته ورسېږي ؟ــــــــــــــــــ ناول ۵ـــ اُمَيدــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ همداناول له دغوځايوڅخه ترلاسه كولاي سي ۱ـــ حقانيه كتب خانه ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ بوغره روډچمن ۲ـــ حافظ كتب خانه ــــــــ مرغي بازارعيدګاچوك چمن ۳ـــ راشد كتب خانه ـــــــــــــــــــــــ تاج ميرخان روډچمن ۴ـــ صحاف كتب خانه ــــــــــــــــــــــــــــــــ كاسي روډكوټه ۵ـــ باختركتب خانه ـــــــــــــــــــــــــــــ سټلايټ ټاون كوټه ۶ـــ الهدي اسټيشنري ـــــــــــــــــــــــــ سټلايټ ټاون كوټه ۷ـــ افغان قرطاسيه ـــــــــــــــــ كيفتان مددچوك كندهار ۸ـــ دانش كتب خانه ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ پيښور ۹ صداقت كتب خانه ـــــــــــــــــــــــــــــ ارګ بازار كندهار ۱۰ رحمانيه كتب فروشي ......كاسي روډ كوټه د ليكوال سره رابطه ټليفون شميري : 03458873299----------------03138470725
د څپركو لړ (فهرست)
د ليكوال خبري : د ميني او خلوص سلامونه قبول كړي، درنو لوستونكو او زړه ته را نژدې ملګرو د دې كتاب لپاره هم لكه چي ستاسو د انتظار شېبې پاي ته ورسېدې، كله چي تاسو زما مخكني څلور سره كتابونه ولوستل نو هم ستاسو مينه او غوښتنه وه چي زه يې د دې كتاب ليكلواو چاپ ته اړ ايستم، بايد ووايم كه چيري تاسو زما ټول ناولونه يو په بل پسي وګوري يا مو ولوستل نه يواځي دا چي دغه د ميني او عبرت داستان به مو پوره ويلي وي بلكه پر داستان به مو خوندهم اخيستي وي، او كه هر ناول ځانله اويواځي وكتل سي نو هم خپل لوستونكي مطلب ته رسوي او ډيرڅه وركوي نوري هغه خبري چي بايد ما دكتاب (ددې ناول)په سركي درسره شريكي كړي واي هغه خبري د دې كتاب په پاي كي ليكم ترڅو په ځينو لوستونكو باندې دا د سر خبري اوږدې نسي هغه خبري پدې اړه دي چي دا داستان ماولې وليكي؟ كومو لوستونكو ماته خپل تاثيرات څنګه راورسول،دهغوڅخه يوڅوبيلګي او داسي نور... په درنښت د پښتو ادبي ټولنې چمن مسئول رحمت الله (رحمت) مل تليفون
ضروري يادونه د دې داستان په لومړي ناول (ناكامه مينه اوزورورخلك)كي زقوم خان خپله لور غوټۍ د انورخان زوي محبت ته پدې نيت وركوي تر څو د ده مځكي او جايدادونه ځيني قبضه كړ ي او نورې ډيري پېښې وركي پېښيږي او د ناول په اخير كي يوه شپه محبت خان له كوره وركيږي . دوهم ناول :( محبت ولې ورك سو ؟) پدې ناول كي كليوال د تيمور اكا په مشري د محبت پل ورپسي وراخلي چي يو شپانه يې هم نښاني وركړ ي وې وروسته لونګ مار خوري، نوري ډيري پيښې هم وركي وسي لكه د زقوم پركوټه د ده دوسلوال جنګ، جانك مسكين پتو او ژړغاښي وژل كيږي او د زرغون اكا كره ډير غلا سوي شيان پيداسي او څو نوري پېښې هم وسي او په اخير كي جميله او غوټۍ يو ملنګ وويني او د دوي ګمان دا وي چي شايد دا به محبت وي . دريم ناول) ايا محبت به خپل مطلب ته ورسيږي ؟)دغه ناول هم دغه داستان پر مخ بيايي او دې خبروته ځواب وايي . ۱: ايا دغه تاج دار ملنګ ريښتياهم محبت دي ؟ ۲: غوټۍ څنګه پوهيږي چي محبت به يوه شپه د دې باغچي ته ورځي؟ ۳:مكتب (سكول ) ته دنوي ښوونكي (ماسټر ) د خبرو څه پيغام وي او څه پوښتني لري ؟ ۴: د دې سيمې بدماش (بدمعاش ) منګل ځوان د چا لخوا وژل كيږي او د ده نور ملګري چيري ونيول سي ؟ ۵ : ايا محبت بيا كلي ته راځي او خپل سبق شروع كوي ؟ ۶ : د زقوم خان نفر چاته لار نيسي او څوك وژني ؟ ۷ : د غلام جان تر شا د چالاس وي چي بيا به په سيمه كي د جنګ اور بل كړ ي؟ او داسي نور (مننه) اوس تاسي كولاي سي چي نور دغه داستان وواياست او خوند پر واخلي . (مننه)رحمت الله،رحمت،چمن
٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫٫ د داستان پيل ؛اواول څپركي د ماخستن خوا ته په كلي كي ډول ډول اوازي وګرځيدې چا ويل د كوچني پله سره يې انور خان او زوي وويشتل ،چابيانورڅه ويل. كيسه داسي وه چي د ملك زقوم خان او انور خان اكا خبره ورځ په ورځ خرابېده څه مشران يو دوه وار كي وګرځېدل خو خبره سمې خوا ته نه تله او نه د خبري سم سر پيداكيدي،يوه يې يوڅه ويل او هغه بل بيا بل څه ويل، ملك زقوم كه له يوې خوا د مينځ ګړو (مشرانو) سره خبري كولي، خوله بلې خوابه يې انور خان ته نوي لومي او تلكي درولي، اخير يې دا فيصله وكړه چي څو نفر دې لارورته ونيسي او مړ دې كړي دا يې د كيسې د ختمولو لنډه لار وبلل . انورخان هم څه غوږېدلي وو كله به يې د تلو راتلو وخت بدلاوه اوكله به يې لاره بدلوله، كله به په موټر كي راتلي او كله به يې د پښوتګ ښه وباله يوار دوه چي په پښو را روان وو د ملك زقوم نفرو نه ؤ پېژندلي او ځيني راتېربه سو، اخيري وار د ملك زقوم وراره لنډك او درې نفره نور دغه كارته وټاكل سوه، دوي هم خپل كوښښ ورپسي شروع كړي كله به يې يوه لار ورته څارله او كله به يې بل كنډوـ ورته نيولي ؤ، خو نصيب به ورځني چپ كړي . د دغه حملي د ورځي د مازديګر څخه لنډك او ملګرو پر جوړه كړې نقشه د كوره څخه د باغو د مابين پر لار پسي ووتل وروسته د ملنګ جان د باغ سره په تنګه كوڅه كي د لوي لاري دكوچني پله پر حد (برابر) وسړك ته ووتل پر دغه علاقه څه ونې (درختي) هم وې چي څوك د ليري ځايه ښه نه كي معلوميدي او سايو يې د ماښام تياره نوره زياتوله . د دوي معلومات داسي ؤ چي نن انور خان په سپين موټر كي مازديګر قضا ياوروسته پردغه لار راځي او دا يې يقين وو چي نن به ښكار نه ځيني خطاكيږي او دا د څو ورځو انتظار به يې نن ختميږي . لنډك به د څار لپاره د سړك په اوږدوكي ورته ګرځيدي او د انور خان د موټر څارنه به يې كوله، هغه نور درې ملګري به يې كله د يوي وني (درختي) شاته پټ سوه اوكله به يې د سړك لاندې په كوچني پله كي ځانونه نهام كړه، څه موټران تيرسول خو دوي د سپين موټر انتظاركاوه تياره وارپه وار ډيرېده اخيرميرو و نورك ته وويل دا به كله سپين موټر راځي د دې وروسته كه هر موټر راغلي پرهغه به فير كوو . نورك وويل :ته څه وايي پرهرموټرولي حمله كوودهغوڅه ګناده، ميرو وويل : ياره زه ډيرخماري سوم كه سګريټي (د چرسوډك سګريټ) ژر نه را لګوې زماڅخه كار خرابيږي نورك وويل ياره خو د مازديګر رائيسي دې درې سګريټه وڅكول څنګه بيا ژر خماري سوې، خر چغال يې بېريږې هسي پلمي كوې، په دغه حال كي هغه دريم ملګري طوفان سګريټي ولګاوه دريو سره وڅكاوه لايې نشه زياته سوه دنشي په حال كي نورك وايې ياره ميرو ستا واده به كله وي؟ ميرو وويل : بس له دې خوا چي ورسوزماواده دي، خودغه انورخان وځنډيدي كني نوركارسم دي، هغه درېيم انډيوال يې هم د نشي په حال كي وويل ياره خبري كراري كوي چي هغه انور خان يې وانه وري، په دغه حال كي يوموټر راښكاره سو بتي يې لګېدلي لنډك ږغ پروكړ ميرو، نوركه او طوفانه بيداره اوسي داسي معلوميږي چي دغه موټردي . ٫٫ موټرلاپريوڅه فاصله څوګامه اخواته دي د دې خوا د دوي يودم باندې فيرونه سوه ٬٬ موټرخپل عادي تګ د لاسه وركړ له لاري واوښت اوپه يوه ونه (درخته) كي ولګيدي او د يوه غټ درب كېدوسره ودرېدي لنډك لږ وړاندې ورتېر سو ښه يې په ځير ورته وكتل ګوري چي په موټر كي دواړه نفر د مرګ په حال كي دي . نورك ږغ پر وكړ څنګه دي انورخان خوبه بل فيرنه غواړي لنډك ځواب وركړ نه نه نور ختم دي په دغه حال كي طوفان هم ورته رارسيدلي ؤ او ويل يې دا دوهم يې لكه چي زوي دي، لنډك وويل : هو! زماهم دغه خيال دي چي دا به د ده زوي محبت وي، خو يوڅه تياره ده دا خبره به صباښه معلومه سي چي دا دوهم نفر څوك دي؟ د خوشحالي لپاره كه يو فير څوك كوي خوښه موده كني درځي زمريانو كاميابه ښكارمو وكړ، خو دغه كار طوفان ملګري وكړ يو فير يې بل پر دغه نفرو وكړ . بيا نو دوي هم پر راغلي لار روان سول ماخوستن ؤ چي د زقوم خان كوټي ته ورسېده، هلته يې هم يو څو فيرونه د خوشحالۍ لپاره هوائي وكړه، په كوټه كي ټولونفرو يو بل ته مباركي وويل، ډوډۍ برابرېدل زقوم خان ډير په چورت كي وو د لنډك دوهم ورور ته يې وويل : هلكه پلار دي اوهغه خوريي مرجان ولې نه معلوميږي چيرته خو به مېلمانه نه يي ؟ هغه ورته وويل : بابك اومرجان ماپښين په موټركي بازارته ولاړل، دوي لادغه مجلس كاوه چي لږ وروسته د موټرانو ږغ سو د بتيو رڼا يې پر ديوالو لګېده چي ورسره دكلا دروازه وټكيدل ږغ يوڅه په زوره سوچاويل چي رستم خان اكا راغلي، چابه بل څه ويل، خو د زقوم خان فكر دا هر څه نه منل، دروازې ته سره راغله ګوري چي څه د حكومت نفر دي او څوكسه كليوال دي، زقوم خان اونفر يې څه وارخطا سوه، خير خو د پېښې څخه تېښته نه كيده. {د وهم څپركي حالات خطرناك وو } حالات خطرناك وو بې له دې چي څوك دي كوم مناسبت (ستړي مسيا) سره وكړي، يوكليوال پر راتير سو او داسي ورته وويل : زقوم خان اكا صبربه كوې داپه دنياكي پېښيږي ستاورورـ رستم خان اكا او هغه بل موټروان (ډريور) دكوچني پله سره اوس ماښام غلو يا نورو خلكو وويشتل، ساعت پس چي موږ ورغلوستا يوبزګر وپېژندل چي دايودلنډك پلار رستم خان اكا دي اوهغه بل يې خوريي دي، زقوم خان اكا صبر به كوې په ژوند كي هر رنګه حال پر انسان راځي! هغه حكومتي افسر هم يو څوداسي خبري وكړې، لنډك پوه سو چي بيامي ښكار خطاسو اوخپل پلار اوخوريي مي وويشتل، هغه نورانډيوالان يې هم هيښ اوحيران وو چي دا څنګه باز خطاوتي . زقوم چي ورتير سو سترګې د اوښكو ډكي وې ګوري چي دواړې جنازي يې د خپل كور دي د مړو پر مخ يي لاس ورتېركړي اوښكي له سترګوڅڅيدلي اوپه زړه كي انورخان ته د انتقام لمبي نوري بليدې، چي ما خو ستا مرګ غوښتي خو هغه زما نفرو خپلي هوسۍ ښكاركړې ښه بل واري به نه خطاكيږي جنازي يې دكوټي مخ ته په حويلي كي كښېښوولي ټولو خلګو مړي وكتل هغه كليوال چي د جنازي سره راغلي وو ځيني خپلوكوروته ولاړل، حكومتي خلكوڅه ناڅه پوښتني وكړي او د خپل تحقيق په دوران كي زقوم خان ته وويل په ښكاره خوبه د چاسره دښمني نلرې ؟ زقوم خان وويل : زه خودښمني نلرم خوځيني خلك دښمني راسره كوي زما اندازه داده چي دغه كار كه د انورخان زوي محبت نه ؤكړي! ولې چي هغه په دغه كشرتوب كي ډير بې ځايه بې ځايه ګرزي، يودوه وسلوال خلك هم زما نفرو ورسره ليدلي دي . حكومتي افسر وويل : ستاولې پر محبت باندې شك راځي چي دا كار به هغه يا د هغه ملګرو كړي وي ؟ زقوم خان وويل : د محبت د پلار سره زما څه جنجال سته د څه مځكو او باغو پر سر هغه غواړي چي ماوبېروي او زه د خپل حق څخه تېرسم . حكومتي افسر: تاوويل چي محبت دانورخان زوي دي، ما ځكه دا پوښتنه وكړه چي دغه محبت او بل د ده ملګري يوسف په نامه نفر څو مياشتي مخكي هم زموږ پوليسو نيولي وو او بيا هغه ؤ چي د وطن دښمنانو پر پوليس مركز حمله وكړه او دغه نفر محبت اويوسف هم له پوليس مركز څخه وتښتيدل دا خو موږ ته مطلوب نفر دي! زقوم خان وويل : هوما مخكي درته وويل چي دغه محبت او پلار يې په ځينو پېښوكي لاس لري چي دغه دي تا هم يادكړه، حكومتي افسر د تفتيش په دوران كي د زقوم خان نفرو ته هم ښه په ځير ځير كتل، ځيني داسي ورمعلوميدل لكه په ځينو بنديخانوكي يې چي ليدلي وي، اخير يې د زقوم خان وراره لنډك وپېژاندي چي څوكاله مخكي د څه جرمو اويوه قتل په تور سزا سوي وو، زقوم خان ته يې وويل دغه ستا ځيني نفر خو ما ته داسي شناخته رامعلومېږي او دغه يو خو زما په خيال لنډك نومېږي؟ زقوم وويل : هو صاحب ستاخيال صحي دي ضرور به دې ليدلي وي او دغه زما وراره څه موده كيږي چي له بنده راخلاص سويدي ضرور به دې هلته ليدلي وي، حكومتي افسربه لايو څه خبره كول چي زقوم خان پر لنډك ږغ كړه ته ورسه دغه سركاري خلكو ته خو ډوډۍ برابره كړه موږكه په غم اخته يو چي دوي خو يوڅه وخوري، لنډك لاحركت نه ؤ كړي چي حكومتي افسر وويل : نه نه! خان صاحب تكليف به نه كوې موږ ډوډۍخپل ځاي ته رسوو بيابه يې د خوشحالۍ په ورځ سره خورو اوس موږ رخصت اخلو، زقوم خان د جيب په دسمال سترګي پاكي كړې شاوخوا يې وكتل وروسته يې داسي وويل : د حكومت هم عجيبه كارونه دي چي موږ له يوه افسر سره شناخته كيږو او د هغه سره مو د دوستۍ تعلق جوړيږي هغه يې بيا راڅخه بدل كړي وي، وايم دغه دي چي ته دې علاقې ته راغلي يې زه نه يم درخبر سوي، كنه ضرور به مي ملاقات درسره كړي واي ! حكومتي افسر په ځواب كي وويل : نه هيڅ خبره نده ستاكه ملاقات نه ؤ راسره سوي ماخو دې د نامه اورېدلي وو، چي هر وخت دې كوټه د مېلمنو ډكه وي . په دغه حال كي زقوم خان هغه حكومتي افسرترلاس ونيوي او يوې خواته يې د خلكوڅخه بېل كړي يو څه پټي خبري يې سره وكړي، څه نور هم سره ودرېدل يوبل ته به يې اشاري كولي په پاي كي خبري په زوره سوې، ضروري خبري لكه چي خلاصي كړې وې، حكومتي افسربه د سترګو تر كونجانو وكتل خولۍ به يې پرسركږه كښېښوول افسري اداب به يې ټول پوره كړل، بيابه يې داسي په يوه خاصه لهجه وويل : نه خان صاحب خداي ' به يې اسانه كړي پرځان يې مه ډيره وه ستا دښمنانو ته به ضرور سزا وركول كيږي، هغه به داسي نه پاتيږي خوته به لږ صبر كوې . په خبروخبرو كي حكومتي افسر او زقوم خان اكا دكلا لوي دروازې ته ورسېدل يوار به يوه خبري كولي دا بل به سرورته ښوراوه بيا به دا بل دغسي ورته كول، د زقوم خان په خبرو كي ځكه سختي نه وه ولې چي يوار حكومتي افسر دا هم ورته وويل چي زموږ خفيه (جاسوسي) راپورستا نفرو ته هم يو څه اشاره كوي او زقوم خان خو پوهيدي چي كارخومي د خپله لاسه خراب سو نو به د ډيرو فكرو څخه وخښم ته نه خلاصيدي . اخير حكومتي افسر رخصت واخيست او د خپلو نفرو سره د انورخان د كور پرخوا روان سول، اوهلته په رسېدو يې دروازه ور وټكول، انورخان اكا د دروازې څخه ږغ پر وكړ څوك ياست چي دروازه ټكوي؟ د خلكواوموټرو ږغ او د بتيو رڼا او بې وخته دروازه ټكول دا هرڅه له خطره خالي نه وو، خو د څه خبرو كولو وروسته انورخان اكا له كوره پر راووت، يوڅه راشه درشه يې ورسره وكړه، خو اخير حكومتي افسر شناخته ور معلوم سو چي اميدخان دي او تر څه خبرو وروسته يې ښه سره وپېژندل . افسر اميدخان وويل : ښه انورخان اكا دا ستا كور دي ؟ تا نه ؤ راښوولي خو ما په توره شپه كي پېداكړي، انورخان ورته وويل : هوتاسي خو بېداره خلك ياست اوپه توره شپه كي د خلكو كورونه پېداكولي سي، خو په سپينه ورځ بيا غله درځني ورك سي ! دغه مهال د انورخان اكا د كورنۍ انسانان د دروازې شاته بېرېدلي ولاړ وو نه پوهيدل چي څه به كيږي، اخير اميد خان ورته وويل : نورمجلس به بيا بل وخت كوو د محبت په نوم ستا په كور كي څوك سته ؟ انورخان وويل : هو زما مشر زوي محبت نوميږي، ولې خير خو دي ¿ حكومتي افسر وويل : دا خو خبره خرابيده زما خيال ؤ چي تا اوستا زوي او درېيم يوسف له ځانه سره اوس بوزم خوزما او ستا پخواني تعلق خبره اوس له خرابېدو را وګرزول اوس به يواځي ستازوي په لاس راكړې . انورخان لاڅه نه ؤ ويلي چي محبت د كوره راووتي اوخپله موټر ته وخاتي، لكه ده چي دا مجلس د دروازې ترشا اورېدي اميدخان رخصت واخيست او موټران يې په بيړه روان كړه، د محبت پلاراوټولې كورنۍ په موټرانو پسي كتل او د ارمان اوښكې يې تويولې او دا ورمعلومه سوه چي د زورورو خلكو سره د دوستۍ دغه نتيجه وي! شپه تيره سوه غرمه ناوخته د زقوم خان ورور اوخوريي خاورو ته وسپارل سوه ډير خلك يې په هديره كي حاضر سوه غټي غټي دعاوي پرقبروويل سوي فاتا دزقوم خان پركورشروع سوه ډيرپسونه اوغوايي ورپسي حلال سوه په دا نژدې سيمه كي د چا دونه لوي خيرات نه په يادكيدي، خلكو به ملك زقوم ته د تسلي ويلو پر وخت ويل : خداي پاك دې دغه خلك په موږ رسوا اوشرمينده وويني، بل چا به بيا داسي ويل خداي پاك دي دغه خلك تبا كړي څوك چي د بل كورونه خرابوي، ملك زقوم پوهيدي چي خلك و ده ته پر خپله كمبله بدي خبري ياښيراوي كوي، ولې چي ده ته معلومه ده چي دا هرڅه و ده ته د خپله لاسه ور پيښ دي، د محبت پلارانورخان نه پوهيدي چي چاره به يې څه وي دې ټولوخبرو د خبري سر ځيني ورك كړي ؤ، هغه انديښنه چي د ده سره وه هغه ورته حقيقت ښكاره سوه، ولې چي تيره شپه دي ده زقوم خان د نفرو د حملې څخه روغ پاته سو، او د زقوم خان وراره لنډك د خپلو نفروسره د لوي لارې د كوچني پله سره مخ ورته نيولي وو، لنډك او د ده وسلوالو نفرو د څو ورځو څخه د انورخان لاره څارل مګر قدرت ځيني وساتي، خو دا چي مخ ته به څه كيږي دې ته حيران وو، دا يې زړه ته لوېدلې وه چي زقوم خان د اولې ورځي څخه ورسره په چم كي وو، داچي خپله لور غوټۍ يې ستا زوي محبت خان ته دركړه لايې دغه غلطه اراده وه چي د دغه دوستۍ له لاري به ستا د مځكو اوباغو قبضه كوي، داچي يو څه جايداد يې اوس هم را څخه قبضه كړي دي لايې صرفه نده په ماته، دا خو يې لا څه كوې چي هغه وسلوال غله يې لاكله كله څو ګونۍ غنم يا كشميش را څخه غلاكړي، هغه څو شپي مخكي يې لنګه غوا را څخه بوتله پر دې ټولو سربيره دي مي لاومرګ ته هم ناست دي، خو بيا به د خپل زوي محبت خان د راخلاصيدو په فكر كي سو، د دې خبرې لپاره يې يواځي د حل لاره دا راويستله چي ځه غم يې مه كوه نن خوډيركارونه په پيسو هم كيږي، پيسې خو لرې! هلته زقوم خان پخپل وروراوخوريي پسي خورا درانه خيراتونه وكړل، څو پسونه او غوايي يې پسي حلال كړل ډير خلك يې فاتحې ته راغلل، چا وچا به ورته ويل زقوم خان اكا خداي پاك دې آل اوعيال ورتباه كړي، چا چي ستاورور او خوريي در مړه كړل، اوته يې د غم پركمبله كښينولې، خداي پاك دې دوي هم دغسي وژړوي زقوم خان پوهيدي چي دغه خلك پرخپله كمبله و ده ته ښراوې كوي، ولې چي دا هرڅه و ده ته د خپله لاسه ورپيښ ول، ولې چي ده خپل وراره لنډك دې كار ته ګمارلي ؤ چي انورخان به وژني، مګر د لنډك او د ده د څو چرسي ملګرو په كمين كي د لنډك خپل پلار او د هغه خوريي د مرګ وكندي ته وروغورځول سول د دوي داګمان ؤ چي دغه سپن موټر د انورخان دي، مګر تازي خپله هوسۍ (اوسۍ) ښكاركړه خو د پيښې څخه تيښته نه كيده . دغه روانو پيښو د دې ټولې سيمې د خوشحالي فضاء ګډوډه كړي وه، څو شپې مخكي د زقوم خان د وسلوالو غلو تر مينځ په وسلواله جكړه كي د زرغون اكاځوان زوي (جانك مسكين) او د جانك مسكين دوه نورانډيوالان پتومسكين، او ژړغاښي ووژل سوه . د جانك مسكين جنازه يې پداسي وخت كي كورته وروړه چي د واده يې هسي پنځه مياشتي پوره كيدې د ده د واده د ډاله د دربا او درزا ږغ لا اوس هم د خلكو په غوږو كي وو د جانك مسكين په واده كي داسي بيدريغه ټكان وسول چي په لنډي كلي كي د هواڅخه د را ايله سوؤ ګوليو(مرميو)په لګيدو دوه پسونه يو د ژرندې مزدور ټپيان سوه او يوبل ځوان چي د مور يو زوي ؤ او دوې ورځي وروسته يې واده ؤ د همدغه د هواڅخه د را ايله سوؤ ګوليو(كارتوس) په سركي د لګيدو په وجه ځواني مرګ سو او د واده روانه خوشحالي يې په غم وربدله كړه، خو د جانك د كورنۍ اوانډيوالانو سره يې د بل چا هيڅ غم نه وو چي زموږ د هوائي ټكانو څخه به چاته تكليف يا ازار رسيږي، هغه د چا خبره ( ويل نانه يې پرڅه ده ويل نانه پر واده ده). د جانك د واده په شپو كي د ده كورنۍ او انډيوالانو سره يواځي د ځان د خوشحالي غم ورسره ؤ نه د بل د ازار يا د كور د خرابيدو په اولو درو شپو كي خو داسي ټكان او ډول وږغول سو چي د نژدې كلو اوكورو خلكو د شپې هيڅ خوب او ارام نسو ځيني كولاي هر چابه دا ويل چي خداي مو كور خراب كړه دا څنګه واده دي چي نه د ورځي ارام درسه كولاي سو اونه د شپي خداي پاك دې په غم در بدل كړي دا څنګه واده دي ، ريښتيا هم د خلكو ښيراوي (بد دعاوي)خداي پاك قبولي كړې د پنځو مياشتو دغه راوړې ناوې يې كونډه سوه، او د جانك مسكين جنازه سهار مهال د زرغون اكا كورته راوړل سوه، د جانك مسكين د ژوند په اخيري شپو كي د زرغون اكا يو څه ظاهري كار سره برابر ؤ، جانك به پيسې ورته راوړلې ده يې پوښتنه نه كول چي حرامې دي كه حلالې يا يې د كومي خوا راوړې . زرغون اكا پدې شپو كي څه مځكه هم رانيوه او اته مياشتې مخكي د جانك د كوزدي غاړه هم ويستل، اوهغه وو چي پنځه مياشتې مخكي د جانك واده ښه په درب او دروب راوړي، د جانك د پلار دا هم خيال ؤ چي كه خداي(ج) كول دا د حج پيسې به لا دا خيله كړې دغه يو ارمان به دې هم پوره سي بيا به نو جانك د دغه ډلې څخه راوباسي
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۸ تير ۱۳۸۹ ساعت ۰۹:۱۸:۳۱ | آرشيو نظرات (0)
[ ۱ ]
|
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
نگین بلاگ است
|