هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته m.ali.umari@hotmail.com |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
دتاريخ تر ټولو لويه جنازه امام احمد بن حنبل رحمة الله عليه به فرمايل ٫ چي زموږ او اهل بدعت٫ په مينځ كښې فيصله به زما دجنازې په ليدو سره كيږي٫ نو دافيصله داسي وشوه چي دهغه دمخاليفينو جنازې به څو دګوتو په شمار كسانو كولې او دهغوئ پر مړينه به چا هيڅ غم نه ښكاره كولو٫ خو دامام احمد بن حنبل رحمت الله عليه دجنازې په ليدو سره مؤريخين حيران پاته شو٫ كله چي خليفه متوكل٫ دامام احمد بن حنبل رح دجنازې دناف كولو حكم وكړ٫ يعني چي دا ځان ته معلومه كړي چي د ٫ امام ٫ په جنازه كښې څومره خلګو ګډون كړئ دئ نو په كوم ځان كښې چي دامام احمد بن حنبل رح جنازه شوې وه هغه ځان ته چي ئې اندازه ولګوله نو دا ورته څرګنده شوه چي دامام حنبل رح په جنازه كښې ۲۵ لكو انسانانو ګډون كړئ وو ٫ مؤريخ عبدالوهاب رواق ٫ وائې چي دجاهليت په زمانه كښې يا داسلام په تاريخ كښې دامام احمدبن حنبل رحمت الله عليه تر جنازې بله لويه جنازه چا نه ده ليدلې
په غرنۍ پښتنه مينه محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۰ بهمن ۱۳۸۸ ساعت ۱۰:۲۵:۳۴ | آرشيو نظرات (0)
غزل په كومه شپه باندې چي ستا په تندي نته نه وي بيـــا دهرچـــــــا ډيوه روښانه وي او تته نه وي اوس كه دكلي هر سړئ ورته خان خان وايي خو لــه مرګه پس بې پر مزار باندې ګونبته نه وي خلګ ســـــــلا بلا ګيلي له خپله بخت نــه كوي ماته راپېښه وي لـــه ياره لــــــــه قسمته نه وي چي مخامخ لــــــــكه هينداره راتـــــه ودريږي په هغه ورځ سترګي پورتـه وي او كته نه وي حقمله ولې مې پـــــــه ژوندكي ملګرتيا نه كوي دومره ګيلي به ديو بل چا لــــــه حسرته نه وي درياخان حقمل سهيلي پښتونخوا سنجاوۍ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۷ بهمن ۱۳۸۸ ساعت ۰۸:۴۵:۲۴ | آرشيو نظرات (0)
څلوريځي
دغــه نن ورځ خــو سبا ماضي ده پـــــــه هېركي هېره تـــل ابدي ده داستا ځواني هم نن سره غوټۍ ده سبــــا خزان تــــــه پرې واكمني ده څلوريځه چي خبر ووزي له خولې ميدان ته خوره وره شي وټـــــــول جهان ته راستنېدل ئې دومره ګران كار دئ لـــــكه سړئ چي خيژي اسمان ته
په مينه محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۷ بهمن ۱۳۸۸ ساعت ۰۸:۲۹:۳۲ | آرشيو نظرات (0)
اسلامي تاريخ څنګه وټاكل شو؟ عمري دحضرت عمر فاروق رض دخلافت په زمانه كښ چي كله داسلامي مسائلو كار شروع شو په همغه وخت كښې داسلامي تاريخ تاسيس كړل شو لكه څنګه چي دمسلمانانو دبرياليتوب او كاميابۍ دائره پراخه شوې وه په همدې وجه مسلمانانوته داسلامي تاريخ ډير زيات ضرورت وو ٫له همدې كبله حضرت عمر رضصحابه كرام را جمع كړو او له دوي څخه ئې مشوره وغوښتله بعض صحابه كرامو دا مشوره وركړه چي زموږ دتاريخ شروع دې د حضرت محمد ص دمحمد صلي الله عليه وسلم دوفات له ورځي سره دې دتاريخ لومړۍ ورځ وټاكل شي همدې دواړو رايو ته عام قبوليت حاصل نه شو يعني دغو دوو رايو اكثريت نه درلودلو ٫ خو سترو صحابه كرامو وفرمائل چي داسلام ددين دا مزاج نه دئ چي دچا ولادت او يا وفات ديادګار په طور خپل كړي بلكه اسلام هغې ورځي ته تاريخي حيثيت وركوي چي په هغو ورځو كي داسلام دپاره ذياتي قربانۍ وركړل شوي وي ٫ دهمدې رايې په روڼا كي حضرت فاروق رض وفرمائل چي اسلامي تاريخ دې دحضرت محمد مضطفي صلي الله عليه وسلم دهجرت له ورځې څخه پيل شي ځكه چي هجرت يوه داسي واقعه ده چي په دې كښې پيغمبر ص او مسلمانانو ددې ورځې دتقدس دپاره هرڅه قربان كړل مال جائيداد او زمكې ئې قرباني كړې كورونه ئې پرېښودل خپل ملك او وطن ئې پرېښودل ٫ او صرف دالله تعالي نوم يې واخيست او دخپل ايمان ساتلو دپاره جنت وطن دمكې معظمې سرزمين پرېښود او دالله تعالي كور خانه كعبې ته ئې الوداع وويله او دمسافرۍ ژوند ئې خپل كړلو لكه څنګه چي دا يو تاريخي او قرباني وه له همدې وجې څخه ټولو صحابه كرامو همدغه رايه خوښه او غوره كړه او دهجرت همدغه ورځ داسلامي تاريخ لومړۍ ورځ وټاكل شوه داسلامي كال ددولسو مياشتو ترتيب په دې ډول سره دئ داسلامي كال ړومبۍ مياشت ٫ محرم الحرام ٫ دويمه ٫ صفرالمظفر ٫ دريمه ٫ ربيع الاول ٫ څلورمه ٫ ربيع الثاني ٫ پنځمه ٫ جمادي الاولي ٫ شپږمه ٫ جمادي الثاني ٫ او ومه ٫ رجب ٫ اتمه شعبان ٫ نهمه ٫ رمضان ٫ لسمه ٫ شوال المكرم ٫ يوو لسمه ٫ ذي القعده ٫ او دوولسمه ٫ ذوالحجه
په غرنۍ پښتنه مينه محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۷ بهمن ۱۳۸۸ ساعت ۰۸:۱۱:۰۵ | آرشيو نظرات (0)
څلوريځه زړونه جوړول كوو دزړونو پيوستون غواړو موږ دخپلو خلګو پر يوه خبر تړون غواړو دا پراته وګړي به راټول كړو پر يوه ټغر نه منو نفاق داتحاد پر لار سمون غواړو څلوريځه خپلي سترګي خپل زړګئ به دې په نام كړم هر سحر هر مازيګر به دې سلام كړم اې خالقه داسي نه چي ګنهګار شم دخيبر دښكلو خلګو دې امام كړم په درناوي محمدحيدر وقار سهيلي پښتونخوا مسلم باغ افغان كډوال پنډ غالئ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۷ بهمن ۱۳۸۸ ساعت ۰۱:۰۵:۱۶ | آرشيو نظرات (0)
[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ][ ۹۴ ][ ۹۵ ][ ۹۶ ][ ۹۷ ][ ۹۸ ][ ۹۹ ][ ۱۰۰ ][ ۱۰۱ ][ ۱۰۲ ][ ۱۰۳ ][ ۱۰۴ ][ ۱۰۵ ][ ۱۰۶ ][ ۱۰۷ ][ ۱۰۸ ][ ۱۰۹ ][ ۱۱۰ ]
|
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
نگین بلاگ است
|