هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته m.ali.umari@hotmail.com |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
غزل صبر دصـــــــابر٫ خــــوي دسړي غواړم مينه دانــــسان ٫ زړه دزمـــــــري غواړم تل زه ورورولـــــــــــــــي ٫ دښه انعام سره جام دشهادت ٫ نـــــــــــــوم دغازي غواړم داټولــــــــــــــه پاتيږي زه پـــــــــــــه داسره نه غواړم مانړۍ ٫ ژونــــــــــد دكوچي غواړم درختي دحكمت ٫ او عقل فـــــــــــــــكر زه شنې دزړه پــــــــه دښت كي دسپرلي غواړم نــــــــــــــــه غواړم نفرت ٫ او خواشيني دچا خولې لــــــــــــه خندا ډكې ورين تندي غواړم څــــــــــــــــو چي زه ژوندئ يم پر دنيــا اسير عـــــــــــــــــــدل او انصاف بــه لازمي غواړم په درناوي عبدالباري اسير سهيلي پښتونخوا پښين
نويسنده : محمدعلي عمري | ۷ دى ۱۳۸۸ ساعت ۰۸:۰۹:۴۳ | آرشيو نظرات (0)
ددې غزلې شاعره معلومه نه ده،خوله غزلي داسي برېښي،چي ديوې پيغلې غزل ده خو دغه پيغله شاعره نه ده معلومه چي څوك ده غزل وايه سلام زما په لولپه ګودر جانانه ! بيا مي د پېغلو په ټولۍ دماذيګرجانانه خپلو پرديو ته كيسې زمونږ د ميني كوه زما خواخوږو ته د څړيكو د پرهر جانانه كه دريادېږم ورته كښېنه راسه وئې ګوره زما په وينو سرې لمنې دسپين غرجانانه دڅوبدرنګودلته نه وه په مونږمينه پېرزو چي راپسې سولو د چا قاتل نظر جانانه اوس مي تصويرپه تصور ځان سره جوړوه د ښاپېريو په څېر ښكلې انځورګر جانانه راته دعا كوه پر ځاي د لپو لپو اوښكو زه درنه ولاړم د ټول عمر په سفر جانانه ليږونكئ رفيع الله مندوخيل سهيلي پښتونخوا ژوب
نويسنده : محمدعلي عمري | ۷ دى ۱۳۸۸ ساعت ۰۸:۰۰:۵۷ | آرشيو نظرات (0)
وخت هرڅوك دامني چي وخت سره زر دي او وخت هغه څه دئ چي انسان ديو ستر هدف وغيږې ته رسوي وخت نه يواځي دانسان تر ژوند پورې محدود دئ بالكه وخت دانسان تر ابدي ژوند پورې هم تړاؤ لري ديو دانا قول دئ چي وخت هغه هوښيار مرغه دئ چي كه ئې دمخ له لوري څخه دنيولو هڅه وكړې نو شونې ده چي وئې نيسې خو كه دشا له لوري ئې دنيولو هڅه كوې نه ئې شې نيولاي او هغه هوښيار مرغه درڅخه الوزي رابه شو ديته چي موږ څومره دوخت قدر كړئ يو استاذ چي ماشوم ته سبق وايي نو دده دپاره لومړئ فرض دا جوړيږي چي دغه استاذ بايد لومړئ دغه ماشوم دوخت په قدر و قيمت پوه كړي څو دماشوم زړه دا ومني چي له وخت په استيفاده كې خو زما ددنيا او آخيرت برياليتوب نغښتئ دئ داوخت نه يواځې دهغه چا دپاره ضروري دئ چي هغه ليك او لوست كوي بالكه ديو چوپان دپاره هم وخت ډير زيات ارځښت لري وخت چوپان ته دا وايي چي ته به سهار وختي له كلي څخه رمه باسې او مازديګر به يې كلي ته راولې دا وخت دئ چي بزګر ئې ديته مجبوره كړئ چي ته به پر خپل وخت باندې پټي ته اوبه وركوې تاسو ګورئ دوخت په ارځښت كې شپه او ورځ څومره ستر رول لوبوي خداي ج زموږ دپاره شپه دآرام او استراحت دپاره پيدا كړې ده يو څوك نه شي كولاي سي له شپې څخه دورځې كار واخلي ځكه چي له هر انسان سره ښادي او غم ملګرئ وي او دښادۍ او غم مراسم خلګ دورځې تر سره كوي نه په شپه كښې كه يو څوك تر نيمې شپې پوري ويښ وي او بيا سهار پر لس يوولس بجې له خوبه راپورته كيږي ښه نه كوي ځكه دا له وخت سره جفا ده تاسو ګورئ په نړۍ كښې تخنيك څومره پر مخ تللئ دئ دنړۍ تخنيك وانسان ته سهولت او آسانتيا برابروي خو موږ غلطه استيفاده ځنې كړې ده ښه پوهيږو چي ګرځنده تليفون ٫ موبائل ٫ ددې دپاره دئ چي سړئ خبري په وكړي په وخت دسفر كښې سړئ دمور او پلار له حاله ځان خبر كړي اوس موږ وينو چي دلس كلن ماشوم په لاس كښې به هم موبائل وي ا و په اصطلاح قمر ګله به پكې اوري داڅومره دوخت ستره ضائعه ده او بل دا چي دانسان په ايجاد كښې تر ټولو حيرانونكئ او دفائدې شئ كمپيوټر دئ چي دانسان دپاره ئې سل په سل كښې آسانتياوي برابري كړي دي له دې دومره لويې نړۍ څخه ئې كلئ جوړ كړئ دئ كه دغه ستره آله چي كمپيوټر دئ وانسان ته په اسانۍ سره دبرياليتوب لار ورښيي دغه راز ئې ډير ياران دبربادۍ وكندې ته هم ورټېل وهلي دي كه يو څوك وكمپيوټر ته دمدرسې او پوهنتون په نظر وګوري نوبيا آفرين ارومرو به هغه څوك بريالئ او سرلوړئ وي ٫ خوكه وكمپيوټر ته ديو سينما او شهواني آلې په نظر وګوري او دنفس پر تقاضا ئې استعمال كړي نو بيا سراسر دانسان دوخت دضايع كيدو ترټولو ستره آله همدا كمپيوټر دئ په هر صورت دوخت په قدر هغه څوك ښه پوهيږي چي وخت ئې له لاسه وتلئ وي ٫ كه موږ هر څومره په ټولنه كښې ټيټ خلګ يو خو كه دوخت قدر له موږ سره وي وخت به ارومرو موږ دبرياليتوب اوج ته رسوي نو راځئ چي تر وخت لاسونه تاؤ كړو او دا څو جملي عملي كړو چي
وخت به ارومرو باچا كړي سړئ خو كه دوخت قدر پيدا كړي سړئ وخت به يو تت شاني خوځښت نه ګڼو وخت كله كله ډېر رسوا كړي سړئ ليكنه محمدعلي عمريسهيلي پښتونخوا مسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۶ دى ۱۳۸۸ ساعت ۰۸:۴۰:۳۴ | آرشيو نظرات (0)
دحميد ادبي جرګې غونډه وشوه
دا غونډه دپيښور ښار په بډه بېره كښې وشوه په دې غونډه كښې دري نشسته وو لومړئ كابينه اعلان شوه بيا پر غزل باندې كره كتنه وشوه او په پاي كښې ازاده مشاعره وشوه لومړئ دشپږ مياشتو دپاره بيړنۍ كابينه اعلان شوه په غونډه كښې ډاكټر ياسمين خادم صدر وټاكل شو٫محمدنبي احمدزئ نائب صدر٫ او غنمرنګ كوچي٫مشر سكرتر وټاكل شو بيا دښاغلي شهاب بنوسي پر غزل باندې كره كتنه وشوه او ورپسې آزاده مشاعره وشوه چي شاو خوا ۳۰ ديرشو پوري شاعرانو پكي ګډون درلودو په درناوي غنمرنګ كوچي پيښور بډه بېره
نويسنده : محمدعلي عمري | ۶ دى ۱۳۸۸ ساعت ۰۸:۳۰:۲۴ | آرشيو نظرات (0)
غزل چي ستا معشوق او ستا جانان سي را په ياد هغه دم هلته هم ته دين او ايمان سي را په يــــــــــاد هغه دم چي دخوراك ګوله په لاس كړمه وخولـــــه ته نژدې ماته يتيم څيري ګريوان سي راپه يــــــــــــــاد هغه دم لوندپه خولو او وچي شونډي پښي تڼـــــــــــاكي غمجن لمر ته ولاړ مجبور انسان سي راپه يــــــــــاد هغه دم په هر ساعت ماته دقام دغــــــــــــــــــــــم ځپلو وروڼو په اوښكو ډك لانده چشمان سي راپـــــــــــه ياد هغه دم چي دكــــــــــــــــــردار روڼه هينداره ته يې وګورم زه تللئ اعلي عظيم انسان سي راپــــــــــه يـــــــــاد هغه دم دوخت په هلــــــــــكه چي كوم چا راتـــــــه ويلي ؤ څه دهغه چا زرين فرمان سي راپــــــــــه يــــــــــاد هغه دم زه پــــــــــه راحت كي دخپل ځان سره مشغول يمــــــه تل خو پـــــــــــــه تنګسه كي پاك سبحان سي راپـه ياد هغه دم چي فكر وكـــــــــــــړم دشپږم حس زمــــــــــــزمه ته اسير خپل دا شليدلئ سست كاروان سي راپــــــــــــه ياد هغه دم
عبدالباري اسير سهيلي پښتونخوا پښين
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲ دى ۱۳۸۸ ساعت ۰۷:۳۹:۵۴ | آرشيو نظرات (0)
[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ][ ۹۴ ][ ۹۵ ][ ۹۶ ][ ۹۷ ][ ۹۸ ][ ۹۹ ][ ۱۰۰ ][ ۱۰۱ ][ ۱۰۲ ][ ۱۰۳ ][ ۱۰۴ ][ ۱۰۵ ][ ۱۰۶ ][ ۱۰۷ ][ ۱۰۸ ][ ۱۰۹ ]
|
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
نگین بلاگ است
|