هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته m.ali.umari@hotmail.com |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
الله تعالي په څو شيانو كښې لويه شفاء ايښي ده ۱ ٫ په قرآن كريم كي شفاء ده ۲ ٫ په صدقه كي شفاء ده ۳ دزمزم په اوبو كي شفاء ده ۴ ٫ په شهدو كي شفاء ده ۵ ٫په صله رحمي كي شفاء ده ۶ ٫ اوپه سورت فاتحه كي شفاء ده ـــــــــــــــــ دبدبختۍ څلور نښاني دي په حديث شريف كي راغلي دي چي دبدبختۍ نښې دادي ۱ ٫ له سترګو څخه اوښكي نه بهيدل ۲ ٫ دزړه سختي ۳ ٫ اوږده اوميدونه ساتل ۴ ددنيا حرص ــــــــــــــــــــــــــــــ دحضرت عمر رض شپږ نصيحتونه ۱ ٫ څوك چي زياته خندا كوي دهغه رعب كميږي ۲ ٫ څوك چي ډيري ټوقي كوي نو دخلګو په نظر كي سپك او بې حيثيته سي ۳ ٫ څوك چي خبري ډيري كوي دهغه غلطي ډيريږي ۴ ٫ دچا چي ګمراهي ډيره سي نو دهغه حيا كميږي ۵ ٫دچا چي حيا كمه سي نو دهغه پر هيزګاري كمه سي ۶ ٫ دچاچي پر هيزګاري كمه سي نو دهغه زړه مړ سي ــــــــــــــــــــــ په درناوي محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ m.ali.umari@hotmail.com
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۴ آذر ۱۳۸۸ ساعت ۱۲:۳۷:۴۷ | آرشيو نظرات (0)
دپښتو ادبي قنديل ټولنې اعلاميه تېره ورځ دپښتو ادبي قنديل ټولنې مسلم باغ له لوري څخه يوه درنه غونډه وشوه په دغه غونډه كښې يو لړ شاعرانو او ليكوالانو اديبانو برخه درلودله پيل دقرآن كريم په تلاوت سره وشو چي سعادت يې محمدعلي عمري حاصل كړودغونډې مشري دپښتو ادبي قنديل ټولنې مشر ښاغلي حاجي عبدالحق كاكړ كوله په دې غونډه كښې يو شمير شاعرانو اديبانو ګډون درلود په دغه پرتمينه غونډه كښې دپښتو ادبي قنديل ټولنې پر فعاليت او كړنلاره باندې په زړه پورې بحث او نيوكي وشوي ورسته ټولو شاعرانو په خپل وار سره په خپلو ويناوو كښې دچمن دلوي عالم او شاعر قاضي ملا عبدالسلام په نامه سره نومول سوئ كتابتون چي دشاعرانو او ليكوالانو پر مخ له ډيري مودې راهيسي تړل سوئ دئ دادې بيرته دليكوالانو او شاعرانو پر مخ پرانيستل شي چي دچمن دښار سترګور عالمان شاعران او ليكوالان او نور لوستونكي ګټه ځني پورته كړي او ټولو شاعرانو په همدې اړوند خواشيني څرګنده كړه په دغه غونډه كښې دتنظيم دوهم مشر ٫ مولوي همايون خان كاكړ په همدې اړوند ډير دخواشينۍ څرګندونه وكړه حاجي عبدالحق كاكړ ٫ محمدعلي عمري ٫ دتنظيم پخواني رئيس ٫ ډاكټر محمدشفيق ٫ محمدسليم اولس يار ٫ نصرت الله نصرت ٫ نادر خان فريادي ٫ ٫ مولوي الله داد حقمل ٫ سميع الله شمشير ٫ خپلي ويناوي وكړي او وروسته يې له حكومت څخه غوښتنه وكړه چي دقاضي ملا عبدالسلام په نامه سره نومول سوس كتابتون دې بيرته دشاعرانو او ليكوالانو پر مخ پرانيسيتل شي او دا پرېكړه هم وشوه چي راروانه اونۍ به دمولوي همايون خان كاكړ د ٫ غزلې تنقيدي جاج اخيستل كيږي په درناوي ډاكټر محمدشفيق پښتو ادبي قنديل ټولنه ٫ مسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۳ آذر ۱۳۸۸ ساعت ۱۲:۲۵:۵۶ | آرشيو نظرات (0)
اوه ۷ مهم نصيحتونه ۱ ٫ په ادب سره علم زده كيږي ۲ ٫ په علم سره عمل صحيح كيږي ۳ ٫ په عمل سره حكمت ترلاسه كيږي ۴ ٫ په حكمت سره پرهيزګاري قائميږي ۵ ٫په پرهيزګارۍ سره دنيا پاته كيږي ۶ ٫ په دنيا پريښودو دآخرت شوق حاصليږي ۷ ٫ او په آخرت سره دالله ج په نزد مرتبه ترلاسه كيږي
په درناوي محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۱ آذر ۱۳۸۸ ساعت ۱۰:۲۴:۱۶ | آرشيو نظرات (0)
پښتومشاعره وشوه -١٢-٢٠٠٩ داخترپه څلورمه ورځ په ږوب كي دخراسان ادبي كاروان له خواداخترپه مناسبت يوه پښتومشاعره وسوه،چي مشري يې دخراسان ادبې كاروان ږوب دمشرمحمدطاهرخوږمن هوتك پرغاړه وه.اودسټيج چارې عبدالرحمن تمثيل ترسره كولې.په لسګونه شاعران اودادب مينه وال دغه مشاعرې ته دګډون لپاره راغلي وو . دغه پښتومشاعره د ږوب په دالان هوټل كي سهاريولس بجې دقرآن دڅوسپيڅلوآياتونوپه تلاوت سره پيل سوه.اوبياتمثيل ناصر،عبدالمجيدعابد،رحمت زلمي مندوخېل،عبدالرزاق غورځنګ،روئيدادملنګيار،اخترنيازمند،ګران ولات،ستورى شېراني،شهيم كاكړ،نظرمل مندوخيل،وهاب كاريزي،وزيرخان بهار،ميرحسن اتل، محمدطاهرخوږمن هوتك،رحيم شاه فولاد،مسافرشاعربشرمل ناصراوپه پاي كي بزرګ شاعرښاغلي برملاخان برمول خپل خواږه شعرونه مينه والوته واورول . په پاي كي د خراسان ادبې كاروان ږوب مشرمحمدطاهرخوږمن هوتك ټولوګډون كوونكوته په راتګ كورودانى ووئيلى ، اوپه راروان ميلادي كال كي ئې ديوه سيمينارجوړولواعلان ئې هم وكړ .
په درناوي رفيع الله مندوخېل ږوب ، سويلي پښتونخوا
نويسنده : محمدعلي عمري | ۱۱ آذر ۱۳۸۸ ساعت ۰۴:۱۱:۴۱ | آرشيو نظرات (0)
دآخيرت په اړوند دآغا خانيانو عقيده دروافضو او بريليانو چي دآخيرت په اړوند كوم خيالات دي آغا خانيان ددې نه يو څو قمه ور وړاندي دي هغوي خپلو اما مانو لره مطلق دخداي درجه وركوي٫ دوي ته عبادتونه ورمعاف كوي ددوي دنوم وظيفي لولي٫ او په باقاعده توګه سره دلمانځه ٫ روژې او نورو عبادتونو په بدل كي پيسي وركوي او خلاصئ تر لاسه كړي بس ددوي په خيال كي د موجوده امام خدمت كول ټول دين دئ ددوي په وړاندې سجده كول دآخرت كاميابي ده چاته چي دآخرت كاميابي پكار وي ده لره دنيكو عملونو طرف ته نه بلكه دخپل امام خدمت او دبيعه بازۍ اړخ ته متوجه كيدل پكار دي دآخرت معامله به مخكي هغه ختموي٫ ددې غلطي او مرداري عقيدې په سبب دآغاخانيانو خيال او فكر دآخرت نه لري شوئ دئ او هغه فكر او خيال يې هير كړئ دئ او مكمل دګمراهۍ ژوند تيرول يې شروع كړي دي دآغا خانيانو په شان شهائې فرقه هم ګمراه شوه او دآخرت له غمه څخه بېغمه شوه او په خپلو مشرانو كښې يې پر يوه دآخرت غم ورواچولو٫ غرض دا چي څوك دعملونو دتكليفونو ملاماتي شول٫ نو دګمراهئ او وروسته كيدلو دا خيال يې جوړ كړو چي زما كار زه خپله نه شم كولاي فلانكئ صاحب به زما كار كوي ٫ دهمدې ذهن ماتولو دپاره رسول صلي الله عليه وسلم خپلې كورنۍ او په خاصه توګه فاطمې رض ته فرمايي چي دهغه مقهوم دئ چي ٫ اې فاطمې څومره مال چي له ما څخه غواړې وې غواړه٫ زه به يې دركوم ٫ مګر دا خيال مه كوه چي زه دنبي لور يم ٫ نو دعمل ضرورت مې نشته٫ ددې قسم مفهوم دكليماتو نبي ص دخپلې كورنۍ كسانو او بيا عامو عربو ته هم ارشاد فرمايلئ دئ او له دې نه پرته نبي ص دا هم فرمايلي دي چي اې عربو چرته اسي ونه شي چي دقيامت په ورځ نور خلګ عملونه راوړي او تاسو مال راوړئ او زما په وړاندې فرياد كول شروع كړئ ٫ اصرف د دوو احاديثو مفهوم دئ ګنې ددې مضمون ډير زيات احاديث شته دي له همدې وجې په هر مسلمان باندې دا لازمه ده او هر مسلمان ته دا پكار ده چي هغه دعمل كوشش وكړي ولې چي دآخرت پيسه صرف اعمال دي والله اعلم په درناوي محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
نويسنده : محمدعلي عمري | ۶ آذر ۱۳۸۸ ساعت ۰۸:۵۷:۳۲ | آرشيو نظرات (0)
[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ][ ۹۴ ][ ۹۵ ][ ۹۶ ][ ۹۷ ][ ۹۸ ][ ۹۹ ][ ۱۰۰ ][ ۱۰۱ ][ ۱۰۲ ][ ۱۰۳ ][ ۱۰۴ ][ ۱۰۵ ][ ۱۰۶ ][ ۱۰۷ ][ ۱۰۸ ][ ۱۰۹ ]
|
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
نگین بلاگ است
|