هيــــــــــــــــــلـــه







هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته

omari.zabul@gmail.com
صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ

شعر ٫ ډاكټر هرات خان ناصر

شعر ٫ ډاكټر هرات خان ناصر

غزل

يوبل ته ښكاره خبري نه كوي

ځكه دي خفه خبري نه كوي

دغه مجبوري او مصلحت ګوره

هيڅوك هم دزړه خبري نه كوي

څه دي دوصال په ليوني شوي

پروت پر ځنګانه خبري نه كوي

فكر او شعورله هرسړي غواړي

چاوئيل چي شپه خبري نه كوي

ماته ئي په سترګوكي هرڅه وئيل

يـــارراتــــه هغه خبري نه كوي

٫٫٫٫

ډاكټر هرات خان ناصر

سهيلي پښتونخوا ژوب

نويسنده : محمدعلي عمري | ۷ تير ۱۳۸۹ ساعت ۰۲:۴۹:۰۳ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دحضرت محمدص دسيرت سلسله
666

دحضرت محمدص دسيرت سلسله

ديرويشتمه برخه

دقريشو مشران او مخور خلګ ابوطالب ته ورغلل او ورته يي ويل٫

اې ابوطالبه٫ ته زموږ يو شريف مشر يې٫ موږ تاته په ډير اهميت

قائل يو موږ له تاڅخه غوښتي وو چي خپل وراره لدې دعوت نه منع كړه خو تا هغه منع

نه كړ٫ نو اوس موږ نور دانه شو زغملاي چي زموږ پلرونوته دې بدرد وويل شي

زموږپه عقلونوپوري دي ملنډي ووهل سي او زموږ معبودان دې ورټل شي٫ او خبري دي ورپسي وشي٫ ستا خوښه وراره لدې كارڅخه اړوې او يا له موږ سره مخامخ جګړه اعلانوې٫ ترڅوچي يوطرف تباه او مسئله هواره شي٫ پر ابوطالب باندې داتهديد او اخطار سخت تمام شو٫ خپل وراره حضرت محمدص يي راوغوښت او ورته ويي ويل٫ وراره ستا دقوم خلګ راته راغلي وو داسي خبري يي راته وكړلي٫ نو لږزما او دخپل ژوند خيال وساته٫ او ماپه داسي څه مه مجبوروه چي له وسه مې اوچت وي٫ رسول اكرم ص ګومان وكړو٫ چي لكه سي تره يي دده مرسته پرېښودله نوركومك نه ورسره كوي نويي وفرمايل٫

ياعم والله لو وضعو الشمس في يميني والقمر في يساري

علي ان اترك هذالامر٫ حتي يظهره الله او اهلك فيه ماتركته

ژباړه٫ اې تره قسم په خداي كه هغوي لمر راته په ښي لاس راكړي او سپوږمۍ راته په چپه لاس كې راكړي چي زه دا كار پريږدم ٫ نو زه به داكار ددعوت تر هغه پورې پرې نږدم چي يائي الله تعالي بريالئ كړي او يا ئي زه په لاره كښي ووژل شم٫

٫٫٫٫

داخبره ئي وكړه او تر سترګوئي اوښكي راوبهيدلې اوپاڅيد

ابوطالب ږغ پسې وكړو هغه مخ ورته راواړاوه ٫ نو ده ورته وويل٫ وراره ورځه څه چي دې زړه وي هغه وايه٫ قسم په الله چي له مرستې به دې لاس وانخلم٫ اونه به دې چاته پرېږدم٫ اوبيا يې داشعرووايو٫

والله لن يصلوااليك بجمعهم

حتي اوسدفي التراب دفينا

فاصدع بآمرك ماعليك غضاعة

وابشروقربذلك منك عيونا

ژباړه٫ قسم په خداي كه هغوي له دې خپلو ټوليو سره تاته درورسيدئ شي

ترڅوزه په خاوروكي ښځ شوئ نه يم خپله خبره په ډاګه كوه په تا هيڅ اعتراض نشته

خوشحاله اوسه او سترګي دي په دې سره روښانه

٫٫٫٫

كله چي قريشو وليدل چي رسول اكرم صلي الله عليه وسلم٫ خپل دعوت پر مخ بيايي٫ ابوطالب هم درسول اكرم ص مرسته نه پريږدي٫ اوپه دې لاره كښي دقريشو دښمني او مقابلې ته تيار دئ٫ نو مشريكان سره راټول شول او عمار بن وليد بن مغيرة يي ابوطالب ته وروست او ورته ئي وويل٫ اې ابوطالبه دا دقريشو ترټولو غيرتي ٫ پوه او ښكلئ ځوان دئ نو ته دا واخله دده له عقل او قوت نه ګټه واخله او دځان دپاره يي

زوي ونيسه٫ په بدل كښي ئي هغه خپل وراره موږته راكړه كوم چي ستا ا و ستا د دپلرونو له دين څخه اوښتئ دئ٫ په قوم كښي ئي بي اتفاقي اچولې ده٫ ترڅو هغه مړ كړو٫ سړئ به په سړي وي٫ نورڅه غواړې؟ ابوطالب ورته وويل٫ داستاسو ډيره غلطه فيصله ده٫ او داڅومره خرابه سوداده٫ چي له ماسره ئي كوئتاسو خپل زوي ددې دپاره ماته راكوئ چي درته لوي او چاغ يې كړم اوله ماڅخه غواړئ چي خپل زوي درته وسپارم او بيايې تاسو مړ كړئ٫ قسم په الله چي هيڅ كله به همداسي ونه شي

پدې وخت كښي مطعم بن عدي بن نوفل٫ بن عبد مناف ٫ وويل٫ ابوطالبه دې خلګو دانصاف خبره درته وكړله٫ هغوي له خپله طرفه ډيري هلي ځلي وكړلې او څه چي نه خوښوي دهغه څخه دخلاصون هڅي ئي هم وكړلې خوته نه غواړې چي ددوي پيشنهادونه ومنې٫ نو ابوطالب ورته وويل٫ قسم په خداي كه دا انصاف وي هغوي بالكل دانصاف خبره نه ده كړې٫ لكه چي ته هم زما په خلاف له دوي سره درېدلئ يې نو هرڅه چي كوې كوه يې٫ تاريخي مصادرو ددې دواړو ليدنو او ياپه بل عبارت ابوطالب ته دقريشو ددې پيشنهادونو وخت او نيټه نده ښوولې٫ خو دقرائينو او شواهدو له ليدو اوپلټلو وروسته٫ داپه داګه كيږي٫ چي دادواړه پيښې دنبوت دشپږم كال٫ په مينځنۍ برخه كې واقع شوي دي٫ او ددواړو ليدنو تر مينځ ډيره كمه موده وه٫٫٫٫

كله چي دمشريكينو دا چولونه ټول ناكامه شول او لدې لاري څخه هيڅ لاس ته نه شواي راوړلاي نوئي بيرته هماغه پخوانۍ لاره خوښه كړله٫ يعني بيرته ئي ظلم وحشت او زياتوالي ته ادامه وركړه څو مسلمانان دظلم له لارې كمزوري كړي٫ او مشريكين په دې لټه كښي شو چي محمدصلي الله عليه وسلم په شهادت ورسوي٫ خو ددوي دا چل او فريب بيرته ددوي په زيان او دمسلمانانو په ګټه تمام شو٫ او دقريشو دهمدې ظلمونو او وحشتونو په نتيجه كي دمكې دوه قهرمانان حمزه بن عبدالمطلب٫ او عمر بن خطاب رضي الله تعالي عنهما٫ په اسلام مشرف شول دقريشو لدې ظلمونو او وحشتونو څخه يوڅو دبيلګې په توګه دلته وړاندي كوو٫٫٫٫۳ يوه ورځ عتبه بن ابي لهب رسول صلي الله عليه وسلم ته ورغي او ورته وئي ويل٫ زه په ٫ والنجم اذا هوي او ٫ ثم دنا فتدلي٫ كافر يم دانه منم٫ ورپسې ئي درسول صلي الله عليه وسلم كميس ورڅيرې كړ٫ پر مخ ئي ورتف كړل خو لاړې ورباندې ونه لګيدلې٫ په دې وخت كښي محمدصلي الله عليه وسلم ښېرا ورته وكړله٫ او وئي فرمائل٫ اللهم سلط عليه كلبامن كلابك٫ اې خدايه له خپلو سپو ورباندې يو سپئ وګماره٫ الله تعالي دخپل رسول صلي الله عليه وسلم دا دعا قبوله كړله٫ څه وخت وروسته عتبه بن ابي لهب٫ دقريشو له يوې ډلې سره په سر ولاړو٫ او كله چي ئي دشام په ٫ زرقا٫ نومي ځاي كې واړول٫ په همدې شپه يو زمرئ راغلو عتبه چي وليدلو نو وئي فرمايل٫ افسوس اې وروره٫ قسم په خداي چي دازمرئ ماخوري٫ لكه څرنګه چي رسول اكرم صلي الله عليه وسلم راته ښېرا كړې ده٫ هغه په مكه كښې ده خو زه ئي دلته په شام كې ووژلم٫ زمري ورباندې ټوپ كړو٫ او تر سر ئي راونيو٫ ټوټي ټوټي ئي كړو٫ او همدارنګه ويل كيږي چي محمدصلي الله عليه وسلم٫ دالله تعالي په حضور كښي سرپر سجده ايښئ وو چي عقبه بن ابي معيط راغلئ او دالله تعالي درسول صلي الله عليه وسلم پر مباركه غاړه ئي پښه وركښېښودله٫ او دومره زور ئي ورباندي وكړو چي نژدې وو چي درسول اكرم ص سترګي مباركې راووزي٫ ٫٫٫

داچي دقريشو طاغوتيانو غوښتل٫ چي رسول صلي الله عليه وسلم٫ په شهادت ورسوي ددې خبرې دصحت او اثبات دپاره دابن اسحاق هغه اوږد روايت كافي دي چي وائي ابو جهل وويل٫ اې قريشو تاسو وينئ چي محمد صلي الله عليه وسلم زموږ دين عيبجن كوي٫ زموږ پلرونو ته بد وايي٫ زموږ په عقلونو پوري خاندي٫ زموږ معبودان هم ښكنځي٫ نو زه له خداي سره عهد كوم چي يوه دومره لويه ډبره به رااخلم٫ چي پورته كولاي ئي شم٫ او كله چي هغ سجده وكړله نو پر دې سر به ئي په ولم٫چي ككرۍ ئي ميده ميده شي نوتاسي بيا ما وساتئ او دفاع رانه وكړئ٫ بيا دې دبنو عبد مناف لاس خلاص وي٫ هرڅه چي كړلاي شي هغه دې وكړي٫ قريشو ورته وويل ٫ قسم په خداي كه دې هيچا ته وركړو ته خپل كار وكړه موږ درسره يو٫ سبا سهار ابوجهل همداسي يوه ډبره واخيستله٫ او درسول اكرم صلي الله عليه وسلم ٫ په انتظار كښيناست٫ رسول اكرم صلي الله عليه وسلم له خپل عادت سره سم راغي٫ او په عبادت ئي پيل وكړو٫ قريش هم ټول راغلي وو٫ اوپر خپلو ځايونو باندي ناست وو٫ او كتل ئي چي ابوجهل څه كوي كله چي رسول اكرم صلي الله عليه وسلم پر سجده پرېووت٫ ابوجهل هغه ډبره راپورته كړه او درسول اكرم صلي الله عليه وسلم پر طرف ورروان سو٫ خو كله چي ورنژدې سو٫ په وېره سره پر شا راغلئ بڼه ئي ئي الوتې وه دومره وېرې اخيستئ وو چي هغه ډبره ئي له لاسونو څخه خطا شوه اوپر زمكه ولوېدله٫ دقريشو مشريكان ورپورته شول او ورته وئي ويل څه درباندې وشول اې ابا لحكمته٫ ده ورته وويل٫ زه ورروان شوم ترڅو لكه پرون چي مې تاسو ته ويلي وو٫ چي په هغه ډبره ئي پر سر وويلم٫ خو كله چي ورلنډ شوم يو داسي اوښ مې مخې راغلئ چي ډير لوي سر او لوي غاښونه او اوږده غاړه ئي درلودله٫ او ماپه خپل ژوندكي داسي اوښ ندئ ليدلئ غوښتل ئي ما وخوري٫ ٫٫٫ ابن اسحاق وايي٫ اوريدلي مي دي چي رسول اكرم ص فرمايلي دي چي ٫ ذالك جبريل عليه السلام٫ لودنا لاخذه٫ هغه جبريل عليه السلام وو كه ورنژدې شوئ واي نو نيولئ بې واي٫ ورپسې ابوجهل له رسول صلي الله عليه وسلم سره هغه څه وكړل چي دحمزه بن عبدالمطلب رضي الله تعالي عنه داسلام راوړلو سبب شول٫٫٫٫

دقريشو طاغوتيانو درسول صلي الله عليه وسلم دقتل توطئه ښه پخه كړې وه٫ ابن اسحاق له عبدالله بن عمروبن العاص څخه روايت كوي چي وايي٫ قريش دكعبې تر خوا راغونډ ناست وو زه هم ورغلم٫ او له دوي سره كښيناستم٫ دوي درسول اكرم صلي الله عليه وسلم په اړوند خبري پيل كړي٫ او ويل ئي موږ له دې سړي سره له دومره حوصلې او صبره كار واخيست چي بل هيچا ته مو دومره صبر نه دئ كړئ دوي همدا خبري كولي چي رسول اكرم صلي الله عليه وسلم راښكاره شو٫ راغئ حجر اسود ئي مج كړو٫ دبيت الله طواف ئي پيل كړو٫ او كله چي دطواف په ضمن كي له قريشو تيرسو نو دوي ځيني بدي خبري ورته وكړلې٫ ما درسول اكرم صلي الله عليه وسلم په مبارك مخ كښي ددې خبرو اثر وليدلو٫ دوم ځل چي بيا ورنه تيرشو نو بيا ئي همغسي خبري ورته وكړلې بيا مې هم ددې خبرو اثر دده په مبارك مخ كې وليدلو٫ دريم ځل چي بيا وره تيرسو٫ بيائي همداسي خبري ورته وكړلي٫ نو رسول اكرم صلي الله عليه وسلم ودرېد٫ او وئي فرمائل ٫ اې قريشو واورئ قسم په هغه ذات چي زما نفس دهغه په واك كښي دئ چي ماتاسي ته ستاسي دقتل او ذبحي حكم راوړئ دئ درسول صلي الله عليه وسلم دې ارشاد خلګ تر تاثير لاندي راوستل٫ او داسي چوپ او ارام كښيناستل چي تابه ويل دهر يوه پرسر مرغه ناست دئ تردې چي درسول صلي الله عليه وسلم په مقابل كي ترټولو شديد او سخت سړي به هم ديري نرمي خبري او الفاظ استعمالول٫ او په دې سره به ئي له رسول صلي الله عليه وسلم څخه درحمت سوالونه كول٫ او ورته ويل به ئي اې ابوالقاسمه بيرته ولاړشه قسم په خداي ته كله هم نادان نه يې٫٫ په سبا باندي بيا په داسي حال كي چي هغوي درسول اكرم صلي الله عليه وسلم په هكله خبري كوي٫ هغه مبارك تشريف راووړ٫ نو كله چي هغوي وليد٫ يوځل ټول ورپاڅيدل٫ او دالله رسول صلي الله عليه وسلم ئي راګيركړو٫ عبدالله بن العاص وائي ٫ ماوليدل چي يوه سړي رسول اكرم صلي الله عليه وسلم ترچادركلك رانيولي ؤ ابوبكر رضي لله تعالي عنه درسول اكرم صلي الله عليه وسلم خواته ولاړدئ اوپه داسي حال كښي چي ژاړي وايي٫ آيا تاسو هغه څوك وژنئ چي وايي ٫ الله زما رب دئ٫ وروسته بيا قريشو رسول اكرم صلي لله عليه وسلم پريښود٫ راوي وائي ٫ تركومه چي ماليدلي داپر رسول اكرم صلي لله عليه وسلم باندي ترټولو ستر ظلم ؤ٫ امام بخاري رحمت الله عليه ٫ له عروة بن الزبير نه روايت كوي وائي٫ ما ابن عمرو بن العاص ته وويل٫ چي پر رسول اكرم صلي الله عليه وسلم باندي دقريشو دترټولو ستر ظلم په اړوند راته معلومات راكړه٫ هغه راته وويل په داسي حال كښي چي نبي عليه السلام دكعبې شريفې په خواكښي په عبادت بوخت وو چي عقبة بن ابي معيط راغلي او خپل چادر ئي دنبي صلي الله عليه وسلم په غاړه كښي ورواچاوئ او دومره ئي تاؤ كړو ٫ چي نژدې وو زندۍ شي پدې وخت كښي ابوبكر صديق رضي الله تعالي عنه راغي هغه ئي ټينګ راونيو او له رسول اكرم صلي الله عليه وسلم څخه ئي ليري كړو٫ او وئي ويل٫ آيا هغه څوك وژنې چي وايي الله زما رب دئ اوپه هغه حديث كي چي له اسماء رضي الله تعالي عنها څخه روايت كوي ٫ راځي چي يو چا ابوبكررضي الله تعالي عنه ته چيغه وكړه چي هله دملګري كومك ته دې ورشه نو ابوبكر رضي الله تعالي عنه په منډه ورووت دغه وخت چي له كوره ووت دهغه دسر ويښتان څلور كوڅي وو او ويل ئي ٫ آيا تاسو هغه څوك وژنئ چي هغه وايي الله زما رب دئ يعني يواځې په دې ګناه ئې وژنئ چي وايي الله زما رب دئ٫ په د ې وخت كښي مشريكينو رسول اكرم صلي الله عليه وسلم پرېښود اوپر ابوبكر صديق رضي الله تعالي عنه باندي ورټول شول او كله چي بيرته كورته راغي نو پر سرئي يو ويښته هم نه ووكوڅۍ ئي ټولي ورباندي شوكولي وې ٫٫٫٫٫٫٫٫٫

نوربيا

په درنښت

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

omari.afghan@hotmail.com

نويسنده : محمدعلي عمري | ۷ تير ۱۳۸۹ ساعت ۰۲:۲۹:۵۱ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


څلوريځه٫ هنرمل كاكړ

څلوريځه٫ هنرمل كاكړ

مست مجاهـــــد دئ څراغ ددين دئ

سپين ئي ظاهردئ سپين ئي باطن دئ

زما ملـــــګرو٫ زمـــــــا يارا نـــــو

دااســـــامــــه دئ زوي دلادن دئ

هنرمل كاكړ

سهيلي پښتونخوا ژوب

نويسنده : محمدعلي عمري | ۶ تير ۱۳۸۹ ساعت ۰۹:۱۵:۰۸ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


څلوريځه٫ هنرمل كاكړ

څلوريځه٫ هنرمل كاكړ

مست مجاهـــــد دئ څراغ ددين دئ

سپين ئي ظاهردئ سپين ئي باطن دئ

زما ملـــــګرو٫ زمـــــــا يارا نـــــو

دااســـــامــــه دئ زوي دلادن دئ

هنرمل كاكړ

سهيلي پښتونخوا ژوب

نويسنده : محمدعلي عمري | ۶ تير ۱۳۸۹ ساعت ۰۹:۰۶:۴۴ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


خبرتيا

خبرتيا

سبا سهار پر ۲۰ تاريخ دخيبرپښتونخوا په  ٫  بنو  ٫ ښاركښي
دجاويد احساس دكتاب ٫ سرچينې٫ مخكتنه ده ددې غونډې مشري به
دروند شاعر رحمت الله درد٫ كوي مشرميلمه به ښاغلي استاذ سليم رازوي
 او دپښتونخوا له ګوټ ګوټ څخه به پكي ليكوالان او شاعران ګډون لري
ددې غونډې لومړۍ برخه به د جاويد احساس پر كتاب ٫ سرچينه٫ باندې مقالوته
ځانګړې شوي وي٫ او له هغه وروسته به عامه مشاعره وي
له ټولو پښتنو ليكوالانو او شاعرانو څخه غوښتنه كيږي چي
په دې ستره غونډه كښي ګډون وكړي
دغونډي ځاي ٫ خيبرپښتونخوا٫ بنو٫ ښار٫ دبنو هايي سكول
٫٫٫٫٫
په پښتنه مينه
غنمرنګ كوچي

نويسنده : محمدعلي عمري | ۳۰ خرداد ۱۳۸۹ ساعت ۱۱:۵۳:۰۸ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ][ ۹۴ ][ ۹۵ ][ ۹۶ ][ ۹۷ ][ ۹۸ ][ ۹۹ ][ ۱۰۰ ][ ۱۰۱ ][ ۱۰۲ ][ ۱۰۳ ][ ۱۰۴ ][ ۱۰۵ ][ ۱۰۶ ][ ۱۰۷ ][ ۱۰۸ ][ ۱۰۹ ][ ۱۱۰ ][ ۱۱۱ ][ ۱۱۲ ][ ۱۱۳ ][ ۱۱۴ ][ ۱۱۵ ][ ۱۱۶ ][ ۱۱۷ ][ ۱۱۸ ][ ۱۱۹ ][ ۱۲۰ ][ ۱۲۱ ][ ۱۲۲ ][ ۱۲۳ ][ ۱۲۴ ][ ۱۲۵ ][ ۱۲۶ ][ ۱۲۷ ][ ۱۲۸ ][ ۱۲۹ ][ ۱۳۰ ][ ۱۳۱ ][ ۱۳۲ ][ ۱۳۳ ][ ۱۳۴ ][ ۱۳۵ ][ ۱۳۶ ][ ۱۳۷ ][ ۱۳۸ ][ ۱۳۹ ][ ۱۴۰ ][ ۱۴۱ ][ ۱۴۲ ][ ۱۴۳ ][ ۱۴۴ ][ ۱۴۵ ]
معرفي وبلاگ
 



http://larawbar.com/hella/

 
 

فهرست اصلي
 
صفحه نخست
پست الكترونيك
آرشيو مطالب
افزودن به علاقه مندي ها
صفحه خانگي
 

 
 

آرشيو موضوعي
 
شعورنه
اسلامي ليكني
لنډي كيسي
ادبي ټوټي
خبرتياوي
مقالي
بيلابيلي ليكني
انځورونه
اړ يكي
غو نډ ه
كتا بو نه
بر يښنـــا ليكونه
درحمت الله رحمت ناول
 
 

آرشيو ارسال ها
 
شهريور ۱۳۸۹
مرداد ۱۳۸۹
تير ۱۳۸۹
خرداد ۱۳۸۹
ارديبهشت ۱۳۸۹
فروردين ۱۳۸۹
 
 


پيوند ها
 
افغان ادبي بهير
تل افغان
ټاټوبئ
دارواښآد سيلاب ساپي بلاګ
روهي ويب پاڼه
غورځنګ ويب پاڼه
دميرمن كلتوري ټولنې ويب پاڼه
پښتوسندري
دتهران راديو پښتو خپرونه
دامريكاږغ اشنا راديو
دچين راديو پښتو خپرونه
دالمان ږغ راديو پښتو خپرونه
دښآغلي همت الله امين زي ويب سايټ
مورچل ويب پاڼه
خوست ويب پاڼّه
انلاين پښتو مشاعره
په زړه پورې افغانئ لينكستان
پكتيا ويب پاڼه
وحدت ورځپا ڼه پيښو ر
سور غر ويب پا ڼه
سپوږمۍ ويب پا ڼه
سمسور و يب پا ڼه
خوست راديو
دافغا نستا ن دطالبانو ويب پا ڼه
تاند ويب پا ڼه
پښتونخوا ويب پا ڼه
پكټ راديو پښتو خپرو نه
داستانونه ويب پا ڼه
زمو افغانستان ويب پا ڼه
ډيوه راديو ويب پا ڼه
دازادۍ راديو پښتو خپرونه
ليكوال ويب پا ڼه
هيواد ويب پا ڼه
اصلاح ويب پا ڼه
شهامت ويب پا ڼه
ريان اسلامي ويب پا ڼه
توره بوړه ويب پا ڼه
لوي غر ويب پا ڼه
د بي بي سي پښتو خپرونه
ګران وطن ويب پاڼه
بينوا ويب پاڼه
ټول افغان ويب پاڼه
دموسيقۍ په زړه پورې ويب پاڼه
دموسيقۍ ښكلې ويب پا ڼه
پښتا نه و يب پا ڼه
رومال و يب پا ڼه
ننګيا ل و يب پا ڼه
لوي افغانستان وېبپاڼه
طلوع ټلوېزيون
آرمان راډيو
لمر ټلوېزيون
نورين راډيو ټلوېزيون
پژواك خبري آژانس
ولس خبري اژانس
تول پښتانه وېبپاڼه
ميدان وردگ ولايت پانه
مسلمانان وېبپاڼه
دپښتنو شاعرانو شعرونه وېبلاك
حقيقت ويببانه
كره كتنه وېبلاك
دبازمحمد عابد وېبلاك
افغا ن ننګ ويب پا ڼه
لر او بر ويب پا ڼه
په زړه پوري اسلامي ويب سايټ
بلاګو نه و يب پا ڼه
خبرونه ډا ټ كام
دعبدالهادي حيران و يب پا ڼه
افغا ن كلتوري ودې ټولنه
دآپلوډ په زړه پوري ويب پا ڼه
پښتو نستا ن ويب سا يټ
دښځـو ويب پا ڼه / اوربل
آنلا ين ويب پـا ڼه
قا مو ســو نه و يب پاڼه
سلګۍ ويب پا ڼه
شعرو نه و يبلا ګ
سباؤن ويب پا ڼه
د اجمل اند ويب پا ڼـــه
لمر و يب لا ګ
ليكوال ويب پاڼه
بوريوال كاكړ بلاګ
افغان رساله
دانش خپرندويه ټولنه
دانټر نيټي تبليغاتو سايټ
ديدنونه ويب پاڼه
نړ ۍ وال ويب پاڼه
دجهاني صاحب ويب پاڼه
كندهار تلويزيون ويب پاڼه
 
 


لوگوي دوستان
 
POWERD BY neginblog.com
 
 


كدهاي كاربر
 
 
 


 

تمام حقوق تعلق به نگین بلاگ است