هيــــــــــــــــــلـــه







هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته

m.ali.umari@hotmail.com
صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ

غونډه/محمدعلي عمري

غونډه

د پښتو ادبي قنديل ټولنې مشاعره جوړه  كړه
تېره ورځ په سهيلي پښتونخوا مسلم باغ كښې دپښتو ادبي قنديل ټولنې له لوري
يوه ستره مشاعره وشوه چي په دغه مشاعره كښې د سهيلي پښتونخوا له بيلا بيلو سيمو څخه ليكوالانو او شاعرانو ګډون درلود
دغه مشاعره دماښآم له لمانځه وروسته پيل شوه
چي پيل يې دقراڼ كريم په سپيڅلو آياتونو سره محمدعلي عمري
له لوري وشو وروسته بيا دپښتو ادبي قنديل ټولنې ملګري مولوي همايون خان
يوه مختصره مقاله وړاندې كړه چي سر ليك يې وو
٫  شعر داسلام له نظره   ٫
له مقالې وروسته بيا عامه مشاعره پيل شوه
ودې مشاعرې ته د مهمان خصوصي په حيث
دصوبې ايالتي مشر ٫ سينير صوبايي وزير ښاغلي مولوي عبدالواسع صاحب ګډون درلود٫ او همدارنګه دعلاقې دروند مشر ښاغلي سردار اصف ٫  او دپښتونخوا ملي عوامي  ګوند ضلعي مشر ښاغلي الله نور صاحب ګډون درلود٫
ديادولو وړ ده چي په لومړي ځل دپښتو په مشاعره كښې
دجمعيت علماء اسلام ٫ يو لوړ پوړئ مشر ګډون وكړ
ټولو شاعرانو دښاغلي مولوي عبدالواسع صاحب پر دغه كار چي په مشاعره كې يې ګډون وكړ ډير وستايلو
دغه مشاعره دشپې تر  دوو ۲ بجو پوري روانه وه
چي دمشاعرې په پاې كښې دپښتونخوا ملي عوامي ګوند ضلعي مشر
ښاغلي الله نور صاحب خپله وينا دمشاعرې ګډونوالو ته وړاندې كړه
ده په خپلو خبرو كښې وويل چي دا ډير دخوشحالۍ ځاي ده چي
دمولايانو له لوري څخه ٫ مولوي عبدالواسع صاحب په مشاعره كښې ګډون لري
ده په خپلو خبرو كي زياته كړه چي
سياست زموږ پر خپل ځاي دئ
او نور سيمييځ كارونه او ګټي چي كومي دي
هغه زموږ دټولو  ګد او مشترك شئ دئ
ښآغلي الله نور صاحب دپښتو ادبي قنديل ټولنه وستايله  چي  يوه ستره مشاعره يې جوړه كړې ده٫ او دمشاعرې په پاي كښې ښاغلي مولوي عبدالواسع صاحب خپله وينا دمشاعرې ګډونوالو ته وړاندې كړه
ده وويل ٫ چي   ما  دشاعرانو شعرونه په ډير خوند او توجه سره واوريدو
 چي دټولو شاعرانو  په شعرونو كښې اتحاد ٫ اتفاق٫ او يو والئ ښكاريدو
ده وويل چي اسلام هم وموږ ته داتحاد امر كوي
دښاغلي مولوي عبدالواسع صاحب له وينا وروسته بيا اختتامي دعا وشوه
او بيا تولو راغلو ميلمنو ته د پښتو ادبي قنديل ټولنې له لوري
دډوډۍ بندوبست شوئ وو
چي ټول راغلي ميلمانه او دمسلم باغ ښار ګنو ښاريانو په دغه ميلمستيا
كښې شريك شول

تاريخ ۱۵  اكتوبر  ۲۰۰۹

په درناوي
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
--------------------------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۴ مهر ۱۳۸۸ ساعت ۰۱:۳۵:۲۴ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


غزل/محمدعلي عمري
 

غزل

 

ترڅو چي سره ور نكړي لاسونه پښتانه

ترهغو به ويجاړ وي ټول كارونه پښتانه

نن سي دلته جنګ دئ برئ نه ښكاري

نـــــه راته ښكاريږي دا جنګونه پښتانه

 

تاته كه خپل كور باغ ارم ده خوو مالره

ښـــــــــكاري دجنت دباغ ګلونه پښتانه

 

ګورته به وړې داارمان په هيڅ صورت

نـــــــه مني په مينځ كي ديوالونه پښتانه

 

 

زموږ ماشومان حق لري پر موږ باندي

لاس كښې درځۍ وركړو كتابونه پښتانه

 

لاس راكړه چي لاس دركړم جوړه به ځو

څــــــــوبه داسي سوځي ارمانونه پښتانه

 

 

 

خود به عمري يو نر پښتون وي ددې چم

ګـــوري دخوشحال خټك شعرونه پښتانه

 

په درناوي

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
--------------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۳ مهر ۱۳۸۸ ساعت ۰۱:۳۰:۱۹ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


غزل ؟ استاد حقيار

غزل ؟ استاد حقيار

 

ناصحه ستا دكتاب يكي يو مضمون نه مني
مين زړګئ مي له ليلا ځخه پريكون نه مني


پريږده چي ډكي كړي يو څو دتاريخ نوري پاڼي
هغسي هم دوخت مجنون دځان جنون نه مني

 

ته پر له واړوه په مينه لږ دميني دفتر
دعشق لومړئ قانون همدادئ چي قانون نه مني


څوك چي پوي شوي وي دعشق او محبت په معني
هغوي دعقل پوهنتون او افلاطون نه مني


پر هغو مستو څه اثر كړي دسبا ګواښونه
كوم ليونيان چي نن مني مګر پرون نه مني

 

چي يوګړئ ديار بي ياده بي فكري كي راشي
حقيار په مړو كي ځان شميري داسي ژوندون نه مني

 په د رناوي حقيار
سهيلي پښتونخوا كوټه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۲ مهر ۱۳۸۸ ساعت ۰۹:۲۴:۴۹ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دمرغانو څو ښكلـــــــي انځو رو نـــــــــــــــه
دمرغانو څو ښكلـــــــي انځو رو نـــــــــــــــه
 
 
 
 
 
په درناوي / محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
 

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۱ مهر ۱۳۸۸ ساعت ۰۱:۱۳:۴۷ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دستر كلاسك شاعر حميد بابا شعرونه
 
دستر كلاسك شاعر حميد بابا شعرونه
 

حمد

الَهي دمحبت سوز و ګداز را

په دا اور كې دسهي سمندر ساز را

تن پرور بلبل دې عيش كاندي په ګلو

پروانه لره ٫ په اور ٫ زما پرواز را

كه مې نه زمويې په ويار دوږو سترګو

مئ دعشق په ميخانه كې دمجاز را

چې نظر له ناتوانۍ وچا ته نه كا

دهغو بېمارو سترګو نيازو ناز را

چې مي نه وي سركوزي چاته بې ښكليو

له دولته دعشق هسې كبرو ناز را

اضطراب مې دحرص كړې له زړه لېرې

قناعت قوي لنګر ددې جهاز را

كه مې نه پاشوې سِر زيد و عَمر و ته

خپل زانو لكه نرګس محرم راز را

څو به ګورم دقيامت و ورځو شپو ته

دا انجام په دم قدم كې دآغاز را

دحميد ٫ محموده رايشه پخپله

كمينۍ لره كمال زما اياز را

 

غزل

اې مدام دنس په زېرمه مبتلا

ځان ته ولې ويښوې ويدې بلا

دانايان له دښمنانو سلا نه كا

ته په څه كوې دنفس شيطان سلا

له دې خپلې سپيني ږيرې وشرمېږه

ولې كاندې په روښانه ورځې غلا

دخپل دم وچليدو وته غوږ نيسه

هر نفس دتلو اواز كا چل چلا

څه بلا لره دنيا شوه درته ټوله

چې مچۍ ګبينه ډك كا شي جلا

وخپل خداي ته له سړيو سړئ ښه دئ

نه وخلګو ته خودرو شېخ و ملا

دزخمي چي زوه درومي آرام مومي

ته په تله ددې دنيا كړې واويلا

زر به لاس له ناميندۍ په تشي كښيږدي

چي په اهل ددنيا تړي څوك ملا

پرورش دنفس په كار نه دئ حميده

له دښمنه سره څوك نه كا تو لا

غزل

نه زما ده نه دستا ده دادنيا

پاتې شوې له هرچا ده دا دنيا

ديوه غېږ كې پرته وبل ته خاندي

څه لولۍ او بې حيا ده دا دنيا

په رڼا يې دچا كار نه پوره كيږي

دآسمان برق او برېښنا ده دا دنيا

كه ظاهر ښكلې زېبا ليده شي څه شو

په باطن توره بلا ده دادنيا

مروت داشنايۍ پكې نشته

كه اشنا ده نا آشنا ده دا دنيا

زر په زر به يې خوا ولي له كمره

له هرچا چي خوا په خوا ده دادنيا

په يوه ځاي يې ټيكاؤ هيچيري نه شي

لكه سيورئ خوا ؤ شا ده دا دنيا

تل په ځان پورې دخپلو طالبانو

مسخرې كا په خندا ده دادنيا

په سودا يې سود من شوي هيڅوك نه دي

جو فروش ګندم نما ده دا دنيا

بېهوده يې زړه تړي په ډنګ ډنګ پورې

دګړۍ مېلمنه ورا ده دا دنيا

مناسب نه دي ورتله دنويو خلقو

دهلكو تماشا ده دا دنيا

چې حميد پكې خندا كا ريشخندي كا

ځاي دغم او دژړا ده دا دنيا

غزل

همنشين دبې حيا وي بې حيا

سپېره ږېره ژرنده ګړي دآسيا

هر مجلس لري اثر دنيك او بدو

دا متل دئ درښتينو په رښتيا

هغه رنګ اخلي جامه چې په خم كښېوځي

سور كه سپين كه زېړ كه شين دئ كه سيا

په يوه ساعت مجلس دناكسانو

افلاطون تر خولې وباسي ما خوليا

شپون غوبه ځكه سنګدله ويلاړه شي

چې روزګار يې وي له كاڼو دبيديا

تېز تاثير لري تر ښو صحبت دبدو

دا خبره آزموده ده په بيا بيا

له صحبته يې كهښت دحرص خېژي

دي په اصل كې پمن اهل دنيا

درو لعل وركول په وېړيا نه شي

بې له ما چي درنه پند وايم ويړيا

چې يې وركه كړه لويي په خاكساريۍ

اوس حميده٫ شه په اصلي وطن بسيا

غزل

هيڅ مې نه زده محبت كه اور دئ دا

په اور سوځم په رضا كه زور دئ دا

دا دعشق لا علاج رنځ دئ نه پوهېږم

كه بې دمه بې جړي منګور دئ دا

چې مې نشته همخوابه ښكلي په خواكې

نه دي كور په حقيقت كې ګوردئ دا

هيڅ دعشق په سياه رويي مه زهيرېږه

دژوندون دكښېدې انځور دئ دا

چي رېبي مي بې صرفې دزړګي ولې

كږې وروځي دي ديار كه لور دئ دا

كه سرتور دعشق په تور شې مه شرمېږه

دجمله بديو سر پېغور دئ دا

چې په تله دسرومال راڅخه نه ځي

واقعي دتورو سترګو تور دئ دا

چې يې زه له خپله غمه په امان كړم

دعشق غم دئ كه زما غمخور دئ دا

خواه ناخواه به غم زغمي چې عاشقي كا

په دې ناوې پسې ښه سروردئ دا

چې مې وليده حميد٫ دعشق په كار كې

ليونئ دمجنون كشر وروردئ دا

غزل

عاشقي ده واقعي دسود سودا

ځكه سر وركوي شمع په خندا

لاس وپښي كړوه زركې سره په قهقه خاندي

چې يې بيا مونده ښادي ګوښه تنها

چې بازه شي سرومال په عاشقۍ كې

داسودا ده دغه سود لره پيدا

كه صورت دعاشق خوار ليده شي څه شو

پادشاهي كا په خرقه كې دا ګدا

چېرته سيل دصحرا چېرته دښكليو

چېرته روغ رمټ سړئ چېرته شيدا

زلېخا دپادشاهۍ مسند پرېښود

چې حاصله يې په عشق شوه ابتدا

داچي ژاړي عاشقان ظاهر له غمه

دښادۍ ستر پوښي كاندي په دا

چې ادا كا ورته يار بې وياره وصل

ځانته وايي عاشقان هاله ادا

چې په عشق دې ابتدا وكړه حميده

ځكه شوه هسي په مالګې ستا ادا

غزل

چي شبنم غوندي شبګير واخيست په سر ما

كېښود سر په پتانه دسمنبر ما

هاله يادكړم په بوسه خونخوارو سترګو

چې دپاڼو په څېر وينو كړ ځيګر ما

دقارون له بد بويۍ مې خوا كهيږي

ځكه تو كړه ددنيا په سيم و زر ما

دحاتم دداد نغمه ورباندې ناورم

چې درانه كړه غوږ دصبر په ګوهر ما

ددنيا اهل دُول دزړه په سترګو

واړه وليده ترځان خوارو بتر ما

رنګ و بوۍ دوفا نشته پكې ځكه

ددې باغ له ګلو واخيست خپل نظر ما

راښكاره٫ چې شر٫ آفت ٫ دشرافت شه

دا عاشور له ناپوهۍ ګاڼه اختر ما

اطلس پوښ دې ويار زما دشړۍ نه كا

شاړ نمد كړ آئينې غوندي بستر ما

څه لويي په ما حميد څوك په دولت كا

چې شميرلئ دئ دولت دمچ ور ما

غزل

اول ولوله آيت دلن تنا

هاله لاف دمحبت كړه داشنا

څودې سر په تنه پورې مال په ځاي دئ

نشته ځاي دركې هرګز ددې وينا

محبت په قيل وقال نه شي په حال شي

څوك به څو په رڼا ځغلي دبريښنا

چې منګولې يې دتركو په زړه ګرځي

ډوب په وينو كې لړمونه شه دحنا

چې يې زړه دعشق په تېغ سورئ سورئ شي

لاعلاج كاندي فرياد لكه سُرنا

كاميابي په عشق كې نشته زړه چول دي

هر نفس په تشه تشه تمنا

چي دعشق هوسناكي ورته په خوا شي

ډېر ويرژلي كاندي ګډ په تن تنا

په هنر هنر يې زړه راڅخه يو ووړ

راته شو يارو رويبار طوطي مينا

خداي دې ګونګ كاندي حميد په هغه ژبه

چې به بې ښكليو پرې كا دچا ثنا

غزل

له شېخۍ راته بهتره شوه رندي بيا

ناصحان مې دې په سل رنګه غندي بيا

 

 

ښه چې خلاص شوم دريا له تشه زهده

خداي دې رانه كا دا هسې خود پسندي بيا

دخلوت له عزيزانو مې زړه بدشه

ځان مې وشماره دتركو په كندي بيا

چې مې كور په دغه توردي مينې سوي

وبه نه كړم له تقواي سره ګوندي بيا

وابه نه ړوم نورمخ له ساده رويو

كه دخط اره مې كښېږدي په تندي بيا

له بېخونده آزادۍ شومه دسروې

دګني په څېر په څو بنده بندي بيا

چې يې زه په ړومبي پند پورې خندا كړم

ناصحان په نصيحت كا ريشخندي بيا

دا دعشق طاغوتي رنځ به يې ارمان شي

كه دزهد ځان كوټلئ شي ژوندي بيا

دګوندۍ زړه ترېنه صبر كړه ناصحه

له رندۍ سره حميد شه سو ګندي بيا

غزل

دهرچا چي شي مفتي نفس و هوا

ناروا شي دجهان ورته روا

نفس شېطان چي دچا بد تر فهمه ښه كا

هسې خوري زهر قاتل لكه حلوا

ستور دسر په سترګو غوږ اروي هم ويني

سترګې غوږ بويه دزړه بينا شنوا

چې منډي پكې سړي او سپي خولې سمې

ددنيا له خوا نه ښه يم بېنوا

بې پروا خپلې راستۍ په كس ناكس كړم

ګڼه نه لرم هرګز دچا پروا

قناعت مې اشتها كړه هسې صافه

چې اوګره راكوي خوند لكه حلوا

عشق كړه هسي استغنا زما حاصله

چې مې درد دمحتاجۍ نه كړ دوا

دقارون له غوا ؤ غېلو مې توبه شه

چې مې شته ديار غمونه غېلې غوا

مزري په بد شرم كا لېوه بې شرمه

ترهغه شي ځكه دا په بد رسوا

سوز خو خوند لري دلسوز نشته حميده

دلاله په سوي وسوه دچا خوا

غزل

نه له تاسره سهېږم نه بې تا

مبتلا دې كړم په څه بلا بُتا

 

دغنچې په څير مې زيست په ځيګر خون شه

كه هر څو يې لكه ګل له ما يكتا

كه مې زړه دعشق په تېغ سورئ سورئ شه

تو يوه وته دې نه كړه راته تا

كه هر څو دبڼو غشي كا ږه ولي

يو له نښې دزړه نه درومي خطا

خداي مې نه په ګور كوي ګڼه ستا سترګي

هر نظر راته كوي دمرګ پا تا

نيسي يار له سادګۍ رقيب په خوا كې

نغښتي نه شي په زر بفتو كې خامتا

چې دا هسي سرو مال ښندي په ښكليو

شوم حميد كړ محبت يخي داتا

غزل

بد دې نه مني كاته حبيب زما

دا دئ قُوت لايموت نصيب زما

هيڅ ادب مې بې ادبه سترګي نا خلي

كه هرڅو كا وچولي غوته اديب زما

كه آخر شه ديار حسن عيب يې نشته

دغريب په ټوكړه صبر كا غريب زما

دنوخطودرشتي زما آتشي ده

په اغزن بوټي آرام كا عندليب زما

چې دې وپاڅوي ماته په ښكنځلو

څه په بد كاې نيكخواهي كا ندي رقيب زما

لامې زيات آه فرياد دغم لښكر كا

خيژوي مې فوج په سر زما نقيب زما

ددښمن چي تېغ تيره وي زما وسر ته

جدايي به مرګ مېلمه كا عنقيب زما

كه لږ ډاډ وما حميد را كا په عشق كې

نشته بل يارو آشنا قريب زما

 
راټولونكئ
محمدعلي عمري
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
 

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۰ مهر ۱۳۸۸ ساعت ۱۰:۱۳:۱۱ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ][ ۹۴ ][ ۹۵ ][ ۹۶ ][ ۹۷ ][ ۹۸ ][ ۹۹ ][ ۱۰۰ ][ ۱۰۱ ][ ۱۰۲ ][ ۱۰۳ ][ ۱۰۴ ][ ۱۰۵ ][ ۱۰۶ ][ ۱۰۷ ][ ۱۰۸ ][ ۱۰۹ ]

معرفي وبلاگ
 



http://larawbar.com/hella/

 
 

فهرست اصلي
 
صفحه نخست
پست الكترونيك
آرشيو مطالب
افزودن به علاقه مندي ها
صفحه خانگي
 

 
 

آرشيو موضوعي
 
شعورنه
اسلامي ليكني
لنډي كيسي
ادبي ټوټي
خبرتياوي
مقالي
بيلابيلي ليكني
انځورونه
اړ يكي
غو نډ ه
كتا بو نه
 
 

آرشيو ارسال ها
 
اسفند ۱۳۸۸
بهمن ۱۳۸۸
دى ۱۳۸۸
آذر ۱۳۸۸
آبان ۱۳۸۸
مهر ۱۳۸۸
 
 


پيوند ها
 
افغان ادبي بهير
تل افغان
ټاټوبئ
دارواښآد سيلاب ساپي بلاګ
روهي ويب پاڼه
غورځنګ ويب پاڼه
دميرمن كلتوري ټولنې ويب پاڼه
پښتوسندري
دتهران راديو پښتو خپرونه
دامريكاږغ اشنا راديو
دچين راديو پښتو خپرونه
دالمان ږغ راديو پښتو خپرونه
دښآغلي همت الله امين زي ويب سايټ
مورچل ويب پاڼه
خوست ويب پاڼّه
انلاين پښتو مشاعره
په زړه پورې افغانئ لينكستان
پكتيا ويب پاڼه
وحدت ورځپا ڼه پيښو ر
سور غر ويب پا ڼه
سپوږمۍ ويب پا ڼه
سمسور و يب پا ڼه
خوست راديو
دافغا نستا ن دطالبانو ويب پا ڼه
تاند ويب پا ڼه
پښتونخوا ويب پا ڼه
پكټ راديو پښتو خپرو نه
داستانونه ويب پا ڼه
زمو افغانستان ويب پا ڼه
ډيوه راديو ويب پا ڼه
دازادۍ راديو پښتو خپرونه
ليكوال ويب پا ڼه
هيواد ويب پا ڼه
اصلاح ويب پا ڼه
شهامت ويب پا ڼه
ريان اسلامي ويب پا ڼه
توره بوړه ويب پا ڼه
لوي غر ويب پا ڼه
د بي بي سي پښتو خپرونه
ګران وطن ويب پاڼه
بينوا ويب پاڼه
ټول افغان ويب پاڼه
دموسيقۍ په زړه پورې ويب پاڼه
دموسيقۍ ښكلې ويب پا ڼه
پښتا نه و يب پا ڼه
رومال و يب پا ڼه
ننګيا ل و يب پا ڼه
لوي افغانستان وېبپاڼه
طلوع ټلوېزيون
آرمان راډيو
لمر ټلوېزيون
نورين راډيو ټلوېزيون
پژواك خبري آژانس
ولس خبري اژانس
تول پښتانه وېبپاڼه
ميدان وردگ ولايت پانه
مسلمانان وېبپاڼه
دپښتنو شاعرانو شعرونه وېبلاك
حقيقت ويببانه
كره كتنه وېبلاك
دبازمحمد عابد وېبلاك
افغا ن ننګ ويب پا ڼه
لر او بر ويب پا ڼه
په زړه پوري اسلامي ويب سايټ
بلاګو نه و يب پا ڼه
خبرونه ډا ټ كام
دعبدالهادي حيران و يب پا ڼه
افغا ن كلتوري ودې ټولنه
دآپلوډ په زړه پوري ويب پا ڼه
پښتو نستا ن ويب سا يټ
دښځـو ويب پا ڼه / اوربل
آنلا ين ويب پـا ڼه
قا مو ســو نه و يب پاڼه
سلګۍ ويب پا ڼه
شعرو نه و يبلا ګ
سباؤن ويب پا ڼه
 
 


لوگوي دوستان
 
POWERD BY neginblog.com
 
 


كدهاي كاربر
 
 
 


 

تمام حقوق تعلق به نگین بلاگ است