هيــــــــــــــــــلـــه







هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته

m.ali.umari@hotmail.com
صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ

شعر څه ته وايي ٫ عمري
 

شعر څه ته وايي ٫ عمري

شعر يو وجداني څيز دے ځكه يې يو كوټلے او جامع تعريف نه شي كېدلاي خو كه يو ساده غوندي او اصطلاحي تعريف يې كوو نو هغه به داسي وي چي ٫ يو شاعر دخپلو جذباتو او احساساتو اظهار په داسي طريقه سره وكړي چي دلوستونكي او اوريدونكي جذبات هم هغسي را ولړزوي څنګه چي ديو شاعر دليك په وخت كښې وي٫ خو مغربي ادب اوس داسي نظمونه هم زېږولي دي چې آزادوي او دغه تاثر دلته هم ليدل كيږي٫ دشعر دتعريف په حواله ګڼو پوهانو او اديبانو خپل خپل خيالات څرګند كړي په دې حواله په ځانګړې توګه دانګريزي ژبې ادب پوهانو ويناوي كړي دي لكه ډاكټر جانسن چي وايي٫

شعر قافيه دار ليك دے ٫ يو داسي فن دے چي دتعقل او تخيل په مدد وشي او دصداقت سره پيوند وي٫

٫ كالرج ٫ وايي شعر دليك هغه قسم دے چي دساينس په مقابله كښې دي نيغ په نيغه مقصد يې تسكين او ښادي ده نه چي صداقت ٫

٫ شيلے ٫ وايي شعر دتخيل ژبه ده ٫ لې هنټ ٫ دشعر په اړوند وايي شعر دعشق هغه څرګندونه ده چي دصداقت اوښكلا او قدرت سره كيږي او دادراكاتو څرګندونه يې دتخيل او تصور په ذريعه كيږي٫

٫ كارلايل ٫ وايي نترنم خيال ته ويل كيږي٫

٫ ميكالے ٫ وايي شعر دټكو داسي استعمال ته وايي چې تحيل پرې وټاكلې شي مصور چي درنګ په ذريعه كوم ار كوي هغه كار دټكو په ذريعه سره تر سره كول شاعري ده ٫

٫ الفرډاټسن ٫ وايي شعر دجوړښت بدلون دے په نورو ټكو كښې دا زموږ دمرضۍ دځيزونو محسوساتو او خيالاتو تخيلي

څرګندونه ده٫

٫ ورډز ورته ٫ وايي شعر څه دے دانسان او دفطرت عكس او دشديدو جذباتو په اړوند څرګندېدنه ٫

٫ ډبليو كورتوپ ٫ وايي شاعري يو داسي فن دے چې تخيلي حقايق پكښې په مستجع ژبه ادا كولې شي ٫

دعربي ژبې پوهان او اديبان هم دشعر په اړوند ګڼي ويناوي لري دوي په خاصه توګه دښه شعر تعريف كښې ليكل كړي دي دڅو پوهانو رايې يې دادي

٫ خليل ابن احمد ٫ وايي دشعر په اوريدو سره چي سامع ته معلومه شي چي ددې شعر به فلانۍ قافيه وي دغه ښه شعر دے

٫ اصمعي ٫ وايي ښه شعر هغه دے چي مفهوم يي دلفظونو نه اول په ذهن كښې راشي٫ ٫ ابن سينا ٫ وايي شعر دمنطق هغه قسم دے چي پكښې دتصديق ځاي نيوك تخيل وي داپه انساني نفس دانبساط يا انقباض اثر كوي ٫

٫ ابن خلدون ٫ وايي شعر داسي كلام دے چي موزون او مقفي وي او په اراده ژبه ليكلې شوي وي ٫

٫ احمدبن مصطفي ٫ ليكي دشعر په لوازمو كښې قافيه ٫ وزن او مقصد شامل څيزونه دي ٫ ٫٫٫٫ اوس څو ددري ژبې دپوهانو او اديبانو رائ ګاني دشعر په اړوند راوړو ٫ په دغو ټولو كښې نظامي عروضي حكمي تعريف كړے دے هغه وايي ٬ شاعري داسي صنف دے دكوم په بركت چي دموهوماتو په ترتيب وړوكے څيز لوي او لوئ څيز وړوكے وښودل شي ٫ ښه شے بد نما او بد شے خوشنما ثابيتوي ٫ په داسي ډول دانسان جذبات مشتمل شي او په طبيعت يې دانبساط يا كيفيت خور شي ٫ او په دې دنيا كې دعظيمو كارنامو سبب وګرځي ٫

دنظامي عروضي په مقابل كښې غلام علي آزاد په خزانه عامره كښې دشعر ډېر ساده او آسان او وړوكے تعريف كړے هغه ليكي ٫

شعر داسي موزون كلام دےے وي ٫ درانقل شويو وينا ګانو په لړ كښې موږ ته دا اندازه لګيږي چي دمغرب په مقابله كښې مشرق په شعري تنقيد كښې ډېر وروسته دے او دلته يې ډېره كمه وده كړې ده په اردو ژبه كښې هم دشعر په اړوند ليك كم شوے دے كه دڅو ليكوالو اثرښكاري نو دغه هم دفارشۍ دتذكرو او اثر تقليد دے ٫ داردو ستر ليكوال او دنوي تنقيد باني مولانا حالي ٫ په مقدمه شعر وشاعري كښې ګڼې خبري ليكي او دخپلې رائ په ځاي دميالې تعرقف ذكر كوي بس دومره ليكي ٫ دشعر ډير تعريفونه شوي دي خو يوداسي تعريف نشته چي ټولو افرادو ته جامع وي ٫ مولانا شبلي رحمت الله عليه هم بلا شعري مسلي څيړلې دي ٫ خپله دشعر دتعريف په اړوند ليكي ٫كوم جذبات دالفاظو په ذريعه اداشي هغه شعر وي ٫

راټولونكي

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

umari.2007@gmail.com

---------------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۶ تير ۱۳۸۸ ساعت ۰۴:۱۷:۱۲ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


نامتو نڅاګر مائيكل جكسن/رفيع الله مندوخيل

د پاپ موسيقي وتلي سندرغاړي او نامتو نڅاګر مائيكل جكسن
د پاپ موسيقي وتلي سندرغاړي او نامتو نڅاګر مائيكل جكسن څو ورڅي وړاندي
د٥٠ كلونو په عمر كي د امريكا د متحده ايالاتو په لاس اېنجلس ښار كي له
دې فاني نړۍ د تل لپاره سترګي پټي كړې.
د هغه ګڼ شمېر مينه وال د ده په مړينه ډېر غمجن دي.
د مائيكل جېكسن د مرګ د خبردخپرېدوسره سم د هغه مينه وال د  روغتون
شاوخواسره را يو ځاي سو.
سندغاړې مډونا ووئيل. چي چي دا د مائيكل جكسن د مړينې له امله خپله ژړا
نه سي درولاي. او وائي چي هغه د پاپ موسيقۍ پاچا وو

مائيكل جكسن په مېلادي كال ١٩٥٨ كي د امريكا په اډيانه كي دې نړۍ ته سترګي رڼې كړې.
دي په خپلو نهو وروڼو او خويندو كي اووم وو.
لا پنځه كلن وو چي سندرو وئيلو ته ئې مخه كړه..



 



د اتو كلونو به عمر ئې د خپلو پنځو  وروڼو ياني جكسن فائيو سره په سندرو
وئيلو پيل وكړ.
له همدې ځايه ئې د تكړه سندرغاړي او نڅاګر په توګه شهرت پيدا كړ.
د موسيقۍ په ډګر كي د نور پر مختګ له امله د وتلي ستوري يا سوپر سټار په
توګه مشهور سو.
په ١٩٨٢ مېلادي كي ئې د سولو البوم خپرلو هوډ وكړ.
Someone in the darkدغه البوم دماشومانو د يوه فلم چي
نومېده لپاره وو. دغه البوم د ماشومانو د يوه فلم لپاره وو.
او مائيكل جكسن ته ګرېمي ايوارډ وركول سو.
بل الببوم ئې د
Thriller په نامه خپو ر سو
چي ١٠٩ ميليونه كاپۍ ئې وپلورل سوې.
او د تر ټولو زيات خرڅېدوونكي البوم ريكارډ ئې جوړ كړ. په ١٩٩١ كي ئې د
Dangerous په نامه البوم خپور سو
په ١٩٩٣ مېلادي كي د يو ١٣ كلن ماشوم له خوا پر مائيكل جكسن  باندي د
تېري تور ولګول سو.
دغه تور په اصطلاح د نوموړي پر كېرئير باندي اوبه تېري كړې. او له دې
وروسته دي له يو لړ اقتصادي ستونزو سره
مخ سو. ما ئيكل جكسن وه ودونه كړي وو.
لومړي واده ئې په ١٩٩٤ كي د امريكا د نامتو سندر غاړي اېلويس پريسلې له
يوازنۍ لور ليزا پريسلې سره وكړ. خو بيا سره بېل سو.

په ١٩٩٥ كي ئې د
History په نامه البوم خپور سو
مائيكل جكسن يوار بيا د استراليا د ډيبوراها د زلفو اسير سو. او واده ئې ورسره وكړ.
خو دغه واده هم تر درې كاله زيات دوام و نه كړ.
دوه ماشومان زوي پرنس مائيكل او لور پېرس وږېږېدو. جكسن د اېډز او سرطان
په ضد په ٤٠ خيراتي مؤسسو كي كار كړي وو. او په ژوند كي ئې اووه واره د
خپل مخ پلاستيكي جراحي كړې وه. د يادوني وړ ده چي جكسن تور پوستۍ وو. د
جكسن مينه وال د ده د سنرو د اوريدو او نڅا د ليدو لپاره په سلګونه
كلوميتره لرې واټڼ څخه به راتلو. په پام كي وه چي مائيكل جكسن به په
موسيقي كي له يوې اوږدې مودې وروسته په لندن كي كنسر‌‌ټونه وركول. او
لومړي كنسرت به ئې د جولائي په ١٣ مه وو. ددغه كنسرټ ټول ټكټونه په مارچ
مياشت كي د سترګو په رپ كي خرڅ سوي وو.
 خو بس مرګي وار و نه كړ.
او د كنسرټ د نېټې تر راتګ مخكي ما ئيكل جكسن  كوچېد.

--
رفيع الله مندوخيل
-------------------------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۶ تير ۱۳۸۸ ساعت ۰۴:۰۲:۵۲ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


حضرت سفيان ثوري رح ؟ عمري
 
 

حضرت سفيان ثوري رح ؟ عمري

حضرت ثوري رح په شريعت او طريقت كښې كامل او دعلوم رسالت وارث وو چي دهغه په وجه عوامو ورته دامير الؤمينين خطاب وركړے وو ٫په ظاهري او باطني علومو كښې ورته بشپړه برلاسي حاصله وه٫ډيرو مشايخو ترينه فيض پيدا كړے وو٫

يو ځل ثوري رح مسجد ته دداخليدو پر وخت خپله چپه پښه په مسجد كې كېښوده

كله چي ده په مسجد كي پښه كېښوده نو يو غيبي اواز ورته وشو چي اې ثورې رح دمسجد په حق كښې ګستاخي ښه نه ده٫ بس له همغې ورځې نه وروسته دحضرت سفيان نوم ٫ ثوري شو ٫ يعني سفيان ثوري رح ٫ خو كله چي پر ده باندې دغه آواز وشو نو پر ده باندې خوف او وېرې ډيره زياته غلبه وكړه پر زمكه وغورځيدو او بيهوښه شو ٫ كله چي پر هوښ راغلو نو دايې وويل ٫ چي ددې بې ادبي راته داسي سزا راكړل شوه چي دانسانيت له دفتره زما نوم خارج كړل شو٫ نو اې نفسه٫ اوس دداسي بې ادبۍ جرءت هيڅ كله مه كوه٫ دے مبارك فرمايي واي ما چي دنبي كريم صلي الله عليه وسلم څومره اقوال اوريدولي دي په هغو مي عمل كړے دے٫

دحضرت دامقوله وه چي محديثينو له زكواة اداكړل پكار دي يعني دوه سوه حديثونو كښې كم نه كم په پنځه حديثونو عمل كول ضروري دي

كوم وخت چي ثوري رح بېمارشو نو خليفه دوخت يو پوهه او حاذق طبيب دده دعلاج دپاره ورولېږلو٫ ليكن هغه طبيب آتش پرست وو٫ هغه طبيب چي دثوري رح اندازه واخيستله نو وې ويل چي دثوري رح ځيګر دالهي خوف له كبله ټكري ټكري شوے دے او دهغې رېزې متيازو كښي راځي٫ بيا آتش پرست طبيب وويل ٫چي په كوم مذهب كښې چي دا ډول افراد وي هغه مذهب هيڅ كله باطل كېداي نه شي له همدې ويلو وروسته دغه طبيب چي يو آتش پرست وو دزړه له كومي يې اسلام قبول كړو او پرهمدغه ځاي باندې مسلمان شو٫ كوم وخت چي خليفه دا واقعه واورېدله نو هغه وويل٫ چي ما خو طبيب مريض ته لېږلے وو ليكن اوس محسوسه شوه چي مريض طبيب ته ورسيدو

دحضرت سفيان ثوري رح استغنا

يو چا وحضرت ثوري رح ته دوي تيلۍ دپيسو وروليږلي او دا پيغام يې ورته وركړو چي تاسو زما دپلار دوست ياست او اوس هغه زما پلار وفات شوے دے نو ته اې ثوري رح دخپلو اخراجاتو دپاره دغه دوي تيلۍ رانه قبولې كړه

كله چي يې دغه دوي تيلۍ حضرت ثوري رح ته وركړې نو ده مبارك دغه دوي تيلۍ نه كړې قبوليبيرته يې ورواپس كړې او دايې ورته وويل چي ستا له پلار سره زما تعلقات صرف ددين دپاره وو نه ددنيا دپاره او زه ديني تعلقات ددين په عوض كښي نه شم خرڅولاي٫

٫٫٫

په پښتنه مينه

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

-------------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۴ تير ۱۳۸۸ ساعت ۱۲:۱۰:۴۵ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دپوهانو ويناوي
 
 
 

دپوهانو ويناوي

ژباړه ارواښاد الفت

٫٫٫

دعلم اوپوهې هرښونځي چې پرانستل كېږي٫ دزندا دروازه تړل كيږي

/ هوګو/

ترڅو چې دادب قلم زما په لاس كې دي٫ هيڅ كله به وه وايم چې ولې مې شاهي تاج

په سر باندې نشته

/ ولتر /

ښايست هغه مېلمه دي٫ چې په هركوركي يې قدر او عزت كيږي

/ ګوټه /

فكر بايد په شعر كي داسې پټ وي لكه غذايي خاصيت٫ چې په مېوه كې پټ دي٫ مېوه هم غذا ده مګر لذيذه چې دخوړلو په وخت كې يې له لذته دبل شي احساس نه كوو٫ خو بدن ترېنه غذايي ماده اخلي او دغه غير محسوسه غذا په لذت كې پټه ده

/ پل والري /

كه زه دحقيقت په اظهار كې زيان ووينم پروا نشته٫ خو چې حقيقت زما دچوپوالي په وجه زيان ونه ويني٫

/ميترلينګ /

دسيند په اوبو كې مخ پورته تګ قوت او جرءت غواړي او داوبو له جريانه سره موافق تګ مړه كبان هم كولاي شي

/ اسمايلز /

په دغه جهان كې دهرچا دلوړېدو دپاره يوه پله او پايه پكار ده ٫ چې هغه درد او الم دي٫

/ اناتول فرانس /

دغليم غولول دجنګ اساس دي ٫ ځكه زما هغه پټه زغره چې

ما اغوستې ده دګېدر پوټكي دي٫

/ نيچي /

كه بتان مات كړې كوم ستركار دې نه دي كړي٫

حقيقي شهامت دادي چې پخپل ځان كې دبت پرستۍ خوي ورك كړې

/ نيچي /

 

ليږونكي

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

umari.2007@gmail.com

---------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۴ تير ۱۳۸۸ ساعت ۱۲:۰۳:۴۴ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


نثر٫ ارواښاد ګل پاچا الفت
 

نثر٫ ارواښاد ګل پاچا الفت

نوي نسل

 

 

له ځمكې نه بخار پورته شو

له بخار نه ورېخ پيدا شوه

له وريځي نه باران ووريده٫

له بارانه دپسرلي ګلونه پيدا شول

وګورئ٫ مور اولور ياپلار اوزوي څومره فرق لري؟

هغه تفاوت چې دباران او ګلونو يا دځمكې اوبوټو ترمنځ وينئ ديوه او بل نسل تفاوت همدغومره دي٫

كه اولادونه دميندو غوندې واي له غرونو نه به لعلونه نه پيداكيدل له دريابونو څخه به مرغلرې نه راوتلي٫ له ابشارنه به برېښنا نه راتله

دړندو اولادونه به ړانده وو له كڼو ه به كاڼه زېږېدل ٫

اوس پوه شوئ ٫ چې نوي نسل او زوړ نسل يو رنګه نه وي؟

كه څوك خپل زلمي زوي ته زړه بوډۍ په نكاح اخلي يا خپله پېغله لور اتيا كلن

بوډا ته وركوي ښه نه كوي

زړه تربيه او نوي نسل همدغسې وګنئ٫

 

ليږونكي

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

-----------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۴ تير ۱۳۸۸ ساعت ۱۲:۰۰:۵۶ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ][ ۹۴ ][ ۹۵ ][ ۹۶ ][ ۹۷ ][ ۹۸ ][ ۹۹ ][ ۱۰۰ ][ ۱۰۱ ][ ۱۰۲ ][ ۱۰۳ ][ ۱۰۴ ][ ۱۰۵ ][ ۱۰۶ ][ ۱۰۷ ][ ۱۰۸ ][ ۱۰۹ ][ ۱۱۰ ]

معرفي وبلاگ
 



http://larawbar.com/hella/

 
 

فهرست اصلي
 
صفحه نخست
پست الكترونيك
آرشيو مطالب
افزودن به علاقه مندي ها
صفحه خانگي
 

 
 

آرشيو موضوعي
 
شعورنه
اسلامي ليكني
لنډي كيسي
ادبي ټوټي
خبرتياوي
مقالي
بيلابيلي ليكني
انځورونه
اړ يكي
غو نډ ه
كتا بو نه
 
 

آرشيو ارسال ها
 
اسفند ۱۳۸۸
بهمن ۱۳۸۸
دى ۱۳۸۸
آذر ۱۳۸۸
آبان ۱۳۸۸
مهر ۱۳۸۸
 
 


پيوند ها
 
افغان ادبي بهير
تل افغان
ټاټوبئ
دارواښآد سيلاب ساپي بلاګ
روهي ويب پاڼه
غورځنګ ويب پاڼه
دميرمن كلتوري ټولنې ويب پاڼه
پښتوسندري
دتهران راديو پښتو خپرونه
دامريكاږغ اشنا راديو
دچين راديو پښتو خپرونه
دالمان ږغ راديو پښتو خپرونه
دښآغلي همت الله امين زي ويب سايټ
مورچل ويب پاڼه
خوست ويب پاڼّه
انلاين پښتو مشاعره
په زړه پورې افغانئ لينكستان
پكتيا ويب پاڼه
وحدت ورځپا ڼه پيښو ر
سور غر ويب پا ڼه
سپوږمۍ ويب پا ڼه
سمسور و يب پا ڼه
خوست راديو
دافغا نستا ن دطالبانو ويب پا ڼه
تاند ويب پا ڼه
پښتونخوا ويب پا ڼه
پكټ راديو پښتو خپرو نه
داستانونه ويب پا ڼه
زمو افغانستان ويب پا ڼه
ډيوه راديو ويب پا ڼه
دازادۍ راديو پښتو خپرونه
ليكوال ويب پا ڼه
هيواد ويب پا ڼه
اصلاح ويب پا ڼه
شهامت ويب پا ڼه
ريان اسلامي ويب پا ڼه
توره بوړه ويب پا ڼه
لوي غر ويب پا ڼه
د بي بي سي پښتو خپرونه
ګران وطن ويب پاڼه
بينوا ويب پاڼه
ټول افغان ويب پاڼه
دموسيقۍ په زړه پورې ويب پاڼه
دموسيقۍ ښكلې ويب پا ڼه
پښتا نه و يب پا ڼه
رومال و يب پا ڼه
ننګيا ل و يب پا ڼه
لوي افغانستان وېبپاڼه
طلوع ټلوېزيون
آرمان راډيو
لمر ټلوېزيون
نورين راډيو ټلوېزيون
پژواك خبري آژانس
ولس خبري اژانس
تول پښتانه وېبپاڼه
ميدان وردگ ولايت پانه
مسلمانان وېبپاڼه
دپښتنو شاعرانو شعرونه وېبلاك
حقيقت ويببانه
كره كتنه وېبلاك
دبازمحمد عابد وېبلاك
افغا ن ننګ ويب پا ڼه
لر او بر ويب پا ڼه
په زړه پوري اسلامي ويب سايټ
بلاګو نه و يب پا ڼه
خبرونه ډا ټ كام
دعبدالهادي حيران و يب پا ڼه
افغا ن كلتوري ودې ټولنه
دآپلوډ په زړه پوري ويب پا ڼه
پښتو نستا ن ويب سا يټ
دښځـو ويب پا ڼه / اوربل
آنلا ين ويب پـا ڼه
قا مو ســو نه و يب پاڼه
سلګۍ ويب پا ڼه
شعرو نه و يبلا ګ
سباؤن ويب پا ڼه
 
 


لوگوي دوستان
 
POWERD BY neginblog.com
 
 


كدهاي كاربر
 
 
 


 

تمام حقوق تعلق به نگین بلاگ است