هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته m.ali.umari@hotmail.com |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
۴۱ تا په سيوري كي ځان پټ كړي دي ٫ اې زما ګرانه ٫ ته چيري دټولو تر شا ولاړ يې ؟ دوي تا ټېلوهي ٫ ستا له څنګه دخاورو پر ډك سړك باندي تېريږي ٫ او ستا هيڅ خيال نه ساتي ٫ زهدلته له څو ګړيو راهيسي نذرونه په لاس انتظار كومه ٫ لاروي تېريږي او يو يو ګل له ما نه اخلي اوس نژدې ده چې ټوكرۍ تشه سي ٫ دګهيځ وخت تېر سو اودغرمې هم دماښام په سيوري كي زما سترګي له خوبه پټي پټي كيږي هرڅوك خپلو كوروته ځي ما ويني راباندي خاندي او ما محجوبوي ٫ زه دګدا ګري نجيلۍ په شان پلو پر مخ ناسته يم او كله چي دوي ما وپوښتي چي زه څه غواړم ؟ نو زه سترګي كښته واچوم او هغو ته هيڅ ځواب نه وركوم ٫ آه ٫ رښتيا هم زه هغو ته داكله ويلاي سم چي زه تا ته انتظار لرم ٫ تا دراتلو وعده كړې ده ٫ زه له شرمه څنګه ويلاي سم چي زه بې له دې غربته نورڅه جهيز ٫ دوركولو ٫ له پاره نه لرم ٫ آه ٫ ما داغرور دخپل زړه په كومي پټ كړي دي ٫ زه پر وښو ناسته آسمان ته ګورم ٫ ستا ناڅاپه راتګ په ډېر شان او شوكت په خوب كي وينم چي ټولي روڼا وي په ځلېږي ٫ ستا دبګۍ زرين بيرغ رپيږي ٫ ټول وګړي حيران ولاړ ګوري چي ته راكوز سې زما لوري ته راځې ددې لپاره چي ما له ځمكي پورته كړې ٫ او يوې داسي بېوزلي نجلۍ ته دخپل څنګ سره دكښيناستو ځاي وركړې چي له شرم او نخوته داسي رپيږي لكه دوني پاڼه چي نسيم رپوي ٫ خو وخت تېريږي او تر اوسه لا ستا دبګۍ دارابو آواز نسته ٫ ډېر دبرم او خوښۍ جلوسونه له خپلو سحر كاريو سره تېر سول ٫ آيا ته به هم هغه يې چي دټولو تر شا په يو سيوري كي پټه خوله ولاړيې ؟ او زه به همدغه يم چي ستا په انتظار كي به ژاړم او په نا كامو آرزوګانو به خپل زړګي ستومانه ساتم ؟ ۴۲ دسهار په شنه خړه داپټه ګنګوسه وه چي موږ به په بيړۍ كي سپرېږو ٫ ځوبه ٫ يوازي ته او زه ٫ او په دنيا كي به بل هيڅوك دعبادت ددې ناټاكلي مقام او ناپايه سفر په حال نهخبروو ٫ په دې بې ساحله سمندر كي ٫ ستا دخاموشانه موسكا په وړاندې چي سر تر پايه ٫ توجه ٫ ده زما له سندري نغمه جوړيږي ٫ دڅپو په شان آزاده ٫ دالفاظو له ټولو قيودو څخه آزاده ٫ آيا وخت هغه وخت لانه دي راغلي ؟ تر اوسه لا كر كوې؟ دغه ده شپه تر ساحله پورې را ورسېدله او په دې تره غوني ماښام كي چڼچڼي خپلو خپلو ځاليو ته الوزي ٫ ځي ٫ څوك خبر دي چي دا ځنځير به كله جلا سي ؟ او دابېړۍ به كله دغروب دلمر دوروستيو وړانګو په څېر كله له سترګو پټه سي؟ ۴۳ هغه هم يوه ورځ وه چي ما ستا دپاره ځان تيار نه كړاي سو او ته اې زما پادشاه ٫ دمعمولي سړي په څېر ناخبره بې له دې چي څه ووايې او بې له دې چي زه پوهه سم زما په زړګي ننوتې او زما دژوند پر ډېرو فاني لمحو دي ددام ټاپه ولګوله ٫ او نن چي اتفاقا زه پر هغو لمحو روڼا اچوم او ستا دلاس نقشونه ګورم ٫ نوراته څرګنده سي چي هغه لمحې زما دهېرو سوو زبونو ورځو دخوښيو او غمو له ياده سره په تورو خاورو كي پرتي دي ٫ تا په خاوروكي زما دوړكتوب لوبي وليدلې خو په نفرت راڅخه ونه ګرځېدې اوهغه قدم چي ما يې خپل دلوبو په كور كي نرم آواز اورېدلي ٫ هم هغه دي چي ددوو ستورو تر منځ يې دباز ګشت آواز پيدا كړي دي ٫ ۴۴ زما خوښي په دې كي ده چي همدغه شان ستا انتظار باسم او تر هغه پوري ستا لارګورم څو چي سيوري په روڼا پسي ځي او څو باران دګرمۍ په ويښوالي كي راځي ٫ رويبار بې خبره له آسمانو څخه خبرونه راوړي تبريك وړاندي كوي او پر سړك راځي ٫ زما زړه له دننه خوښ دي او دتېرېدونكي وږمې ساه خوږه ده ٫ سهار تر ماښامه پوري زه په خپله دروازه كي ناسته يمه او پوهېږم چي دخوښۍ ساعت دانتظار په حالت كي ناڅاپه راتلونكي دي ٫ په دې حال كي زه مسېږم او يوازي سندري وايم چي هوا ما د ٫ يوچا ٫ دپيمان په بوي ښاده كړي ٫ ۴۵ آيا تا دده دقدم خاموشه آواز نه دي اورېدلي ؟ هغه راځي او هميشه راځي ٫ په هره لمحه او هر ژوند كي ٫ هره ورځ او هره شپه هغه راځي ٫ ما په زړه كي په مختلفو كيفياتو سندري وبللې ٫ خو له هغه تل د دايو ږغ راوزي چي ٫ هغه راځي او هميشه راځي ٫ دتاوده اپرېل په معطرو ورځوكي هغه دځنګله له لاري راځي او هميشه راځي ٫ دجولاي دباراني شپو په تياره كي داوريځي پر تالندي لرونكي بګۍ هغه راځي او هميشه راځي ٫ دپر له پسې غم په حالت كي دده قدم دي چي زما په زړه كي ښخېږي او دهغه دقدم زرين مښود دي چي زما خوښۍ ځلوي
-----------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۳ تير ۱۳۸۸ ساعت ۰۱:۳۸:۳۲ | آرشيو نظرات (0)
۴۶ دانه ده معلومه چي ته له كومه وخته همېشه زما سره ديو ځاي كېدو دپاره رانژدې كېږې راځې ؟ ستا لمر ٫ ستا ستوري ٫ تا زما له سترګو نه سي پټولاي ٫ څومره ورځي او شپې ستا دقدمونو آواز واورېده سو ٫ ستا رويبار زما دزړه كورته راغئ او زه يې پټ وبللم ٫ خبر نه يم ٫ نن زما ژود ولي ٫ دومره ٫ بې تاب ٫ او ناآرام دي ؟ پر څه زما په زړه كي ديو ځلبلاند مسرت حس لامبو وهي ؟ اوس ګويا وخت راغلي دي چي خپل ټول كارونه ونغاړم او پرې يې ږدم ٫ ځكه ٫ چي زه په هواكي ستا دوجود يوه لطيفه خوشبويي محسوسه كوم ٫ ۴۷ شپه نژدې دده په انتظار كي بېكاره تېره سوه ٫ زما وېره ده چي كوم سهار به هغه ناڅاپه زما وره ته راسي او زه به ستړې ستومانه دغفلت په خوب كي ويده پرته يم ٫ آه ٫ دوستانو ٫ ده ته لار پرېږدئ ٫ دي مه منع كوئ ٫ كه دده دقدمونو آواز ما ويښه نه كړي نوزما دويښولو زيار مه باسئ دازما يوه التجا ده زه نه غواړم چي دچڼچڼو دنغمې شور ٫ يا دګهيځ دروڼا په جشن كي دهوا هنګامه ما له خوبه پاڅوي ما ٫ هم هغسي ٫ په اطمينان سره ويده پريږدئ ٫ هغه وخت هم چي زما بادار ناڅا په زما وره ته راسي ٫ آه ٫ زما خوب ٫ زما قيمتي خوب ٫ چي صرف د٫ محبوب ٫ دلطف او ميني په لاس ور وړلو سره دالوتلو انتظار باسي ٫ آه ٫ زما ټپي سترګي چي ځيږ مي يې صرف دهغه دموسكا په روڼا پرانيزلي سي ٫ كله چي له تيارې څخه دپيدا كېدونكي خوب په شان هغه زما سر ته ودرېږي ٫ پرېږدئ ٫ چي دي تر ټولو روڼا ګانو ٫ تر ټولو صورتونو دمخه زما سترګوته راسي ٫ زما دويښ روح دخوښۍ لومړۍ ځلا دده له ليدو پيداسي او زما له خوبه خپل ځان ته راتګ فوراً بيرته ده ته تګ وي ٫ ۴۸ سهار دخاموشۍ دسمندر كوچنۍ كوچنۍ څپې دمرغانو په نغمه تبديلې سوي وې ٫ دلاري دغاړي ګلونه په خندا ښكارېدله ٫ او داوريځو له بيوستو زريني وړانګې خپرې سوي وې چي موږ دانهماك په خالت كي خپله لاره وهله او ٫ ددې مناظرو ٫ هيڅ پروا مو نه درلودله ٫ نه موږ دخوښۍ كمه ترانه وويله ٫ نه مو كمه لوبه ولوبوله ٫ نه كم كلي ته دپېرلو يا پېرودلو له پاره ولاړو ٫ نه مو كمه خبره له خولې وايستله او نه موومسل ٫ موږ په لار كي نه درېدو او څومره چي وخت تېرېده موږ خپل قدمونه لا تېزول ٫ لمر سر ته راغئ ٫ ګوګو كوتري په سيوري كي غومبر كاوه ٫ وچي پاڼي دغرمې په توده هوا كي الوتلې دشپانه زوي دبړ تروني ٫ درختي ٫ لاندي پرېشانۍوړي او له خوبه يې بې ارادې سر يوې ا وبلي خواته ځي ٫ زه اولو ته نژدې څملاستم او خپل ستړي ستومانه غړي مي پر وښو خپاره كړل ٫ زما ملګرو په حقارت سره پر ماوخندل په متكبرانه توګه راڅخه ولاړل ٫ نه دوي تر شا وكتل او نه يې آرام وكئ څو دزمانې په يوه نيلي رنګه دوړه كي راڅخه غايب سول دوي تر ډېرو چمنو او ډېرو غونډيو تېر سول ٫ عجېب او غريب ليري ليري ملكونه يې وليدل ٫ او دغير متناهي لاري تلونكو دبهادرانو ډلي ٫ ټول عزت ستاسي دي ٫ ملامت او پېټ زه چونګاري كړم ٫ وې پاڅولم مګر زما له خوا يې هيڅ ځواب ونه موند ٫ ما خپل ځان ديوه مسرور عجز په تل كي ديوه تياره مسرت په سيوري كي ورك او پټ ګاڼه ٫ دسكون تياره سيوري چي لمر پرې زركاري كړې وه زما پر زړه ورو ورو وغوړېده ٫ زما هېر سو چي ما داسفر دڅه دپاره اختيار كړي و؟ ما خپل نفس بې ارادې دسندرو اوسيوري په جال كي وا چاوه په پاي كي چي له خوبه هولكي او ناڅاپه را پآڅېدم ٫ سترګي مي پرانېزلې نو ته مي چي سر ته راته ولاړ او دخپلې موسكا سېلاب دي زما زما خوب ته را ايله كړي و ٫ آه ٫ زه څورمه وېرېدم چي دا لاره اوږده او دستړيا ډكه ده او تاته درسېدو زيار ډېر ګران او سخت ٫
------------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۳ تير ۱۳۸۸ ساعت ۰۱:۳۶:۱۸ | آرشيو نظرات (0)
۴۹ ته له خپله تخته را كښته سوې ٫ او زما دجونګړي وره ته راغلې ودرېدلې ما په خپل ګوټ كي يوازي سندري ويلې زما نغمو ستا غوږونه ځان ته متوجه كړي وه ته راغلې او زما دجونګړي وره ته ودرېدلې ٫ ستا په درباركي ډير اشتادان راغونډ دي او هلته هروخت سندري وايي ٫ خو هغه سندره چي ستا پر مينه يې اغېزه وكړه ددغې نابلدې ٫ نجيلۍ ٫ ساده سندره وه ٫ دموسيقۍ له لويې دنيا څخه يو لنډ او زړه وړونكئ لحن ورسره ګډ وو تا دانعام دپاره يو ښكلي ګل را واخيست راكښته سوې راغلې زما دجونګړي په وره كي ودرېدلې ٫ ۵۰
زه په كلي كي دخير غوښتلو دپاره دروازه په دروازه ګرځېدلم چي ستا زرينه ګاډۍ دځليدونكي خوب په څېر له ليري څخه راښكاره سوه او زه حيرانه پاته سوم چي دا كوم شهنشاه راغئ ؟ زما اميدونه راپاڅېدل او دا خيال مي كاوه چي اوس نو زما بدي ورځي ختمي سولې ٫ زه په انتظار كي ولاړه وم چي اوس به بې غوښتني خير راكړل سي او زما شاوخوا خاوروكي به دولت وپاشل سي ٫ په هم هغه ځاي كي چي زه ولاړه وم ٫ ګاډۍ ودرېدله تا راته ومسل او زما خا ته راكښته سوې راغلې ٫ ما داسي حس كړه چي آخر زما دژوند دخوښۍ لمحې راغلې٫ ناڅاپه تا خپل ښي لاس را اوږد كئ او پوښتنه دي وكړه چي تا ماته څه راوړي دي ؟ آه ٫ دا څه شاهانه ټوكه ده چي تا خپل لاس يوې خير غوښتونكي نجيلۍ ته دخير غوښتلو دپاره غځولي دي ؟ زه ورېږدېدم پرېشانه سوم ٫ بيا نو ما دخپلي ځولۍ څخه ورو ورو دغلې يوه حقيره دانه را وكښله او تا ته مي وړاندي كړه ٫ خو زما حيرت هغه وخت لا زيات سو چي ماښام مي خپله ځولۍ كورتشه كړه او دغلې په خواره كوټه كي مي يوه زرينه دانه وموندله ٫ ما په رټ رټ وژړله او زړه مي غوښته چي كاشكي مي خپل هرڅه تاته وړاندي كړي واي ٫ ۵۱ شپه تياره سوې وه ٫ زموږ دوځي ټول كارونه پآي ته رسېدلي وو ٫ موږ دا خيال كاوه چي وروستي مېلمه به لا هم راغلي وي ٫ او دكلي ټولي دروازې وتړلي سوې يوازي چاوچا ويل چي پاچا راځي ٫ موږ خندل او ويل مو ٫ يه ٫ داسي نه كيږي ٫ داسي معلومه سوه چي يوه دروازه ټكيږي ٫ موږ ويل ٫ هيڅ نشته ٫ ډېوې مو مړې كړې دويديدلو په نيت څملاستو ٫ ځينو ويل ٫ پيامبر راځي ٫ موږ كټ كټ وخندل او ومو ويل ٫ يا داباد دي ٫ نيمه شپه يو ږغ وسو ٫ موږ په خوب كي دا خيال كاوه چي ليري تالنده به وي مځكه وښورېده ٫ دېوالونهورېږدېده او زموږ خوب راڅخه وتښتېد ځينو ويل ٫ دآرابو آواز دي ٫ موږ په خوب كي ويل ٫ يا دا داوريځو دربهار دي ٫ شپه لا توره تياره وه چي ډول وډنګېده او داږغ وسو چي ٫ هله پاڅئ ٫ ځنډ مه كوئ ٫ موږ پر خپلو زړو لاسونه كښېښودل او هولكي راپاڅېدو چا ويل ٫ هغه دي دپاچا بيرغ ٫ موږ پاڅېدلو او نارې مو كړلې چي ٫ اوس نو بېخي دځنډ موقع نه ده ٫ پاچا راغئ مګر روڼا كومه وه ؟ امېل كوم دي ؟ دده دناستي دپاره تخت كوم دي ؟ شرم دي شرم ٫ كومه ده خونه ؟ كوم يې ښايست ؟ چا ويل ٫ داشور فضول دي ٫ په تشو لاسو روغبړ ورسره وكړئ او خپلو نړېدلو اوويجاړو خونو ته يې بوز دروازې پراسوې ناقوس وږغول سو ٫ دشپې په توره تياره كي زموږ دحپي چپايۍ كوروته پا چا راغئ ٫ اوريځي په آسمان كي غړ غړې وهي ٫ دشپې تيارهدبرېښنا له كبله رېږدي ٫ راسه دخپلې زړې پ،زي ټكر په غولي كي وغوړوه ٫ زموږ دمهيبي شپې پاچا ناڅاپه له طوفانه سره راغئ ٫ ---------------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۳ تير ۱۳۸۸ ساعت ۰۱:۳۴:۱۲ | آرشيو نظرات (0)
۵۲ زما داخيال و ٫ چي هغه دګلابو امېل چي ستا په غاړه دي ستا څخه و غواړم خو جرءت مي ونه كړ ٫ څو په پآي كي سهار ته منتظره سوم ٫ چي ته له بستره پآڅې ګوندي ستا دغاړي له امېل څخه څو پاڼي پاته سي او زه يې ټولي كړم ٫ سهار مي ديوې بې وزلي دروېزه ګري په څېر ډېر تلاش كاوه چي ګڼي يوه يادوې خپرې سوي پاڼي به ومومم ٫ آه ٫ ما څه وموندل ؟ ستا دميني كومه نښه را پاته سوه ؟ نه هغه ګل سته نه كمه خوشبويه مساله او نه كم دعطرو لوښس ٫ بلكه ستا تېره توره ٫ چي دلمبې په شان ځليږي ٫ او تالندې غوندي درنه ده ٫ دسهار نوي نوي روڼاګاني له كړكيو دننه راغلې ٫ او ستا پر بستر خپرې سوې ٫ دسهار چڼچڼو په رېز ګوتي پوري كړې او پوښته يې وكړه ٫ اې مېرمني ٫ ستا سره څه شي دي ؟ نه ګل دي ٫ نه كومه خوشبويه مساله او نه كوم دعطرو لوښي ٫ دا ستا وېرونكې تېره توره ده ٫ زه ناسته يم ٫ په ډېر حيرت فكر اخيستې يم چي ٫ دا ستا څه انعام دي ؟ ما هيڅ داسي ځاي ونه مونده چي هغه پټه كړم كه يې دځانه سره ګرځوم شرمېږم ځكه چي زه ډېره كمزورې يم ٫ كه يې په غاړه ځړوم سينه مي زخمي كوي ٫ خوبيا هم ستا دالطف ٫ ددرد ددې بار عزت به په خپل زړه كي دننه زغمم ٫ اوس په دې دنيا كي زما دپاره هيڅ دبېري خبره نسته ٫ ته زما پر ټولو كوښښونو باندي بريالي سې ٫ تا ماته يوازي مرګ ملګري پرې ايښي دي ٫ زه به دخپل ژوند تاج ورپر سركړم ٫ دتعلقاتو دپرېكړي دپاره ستا توره زما سره ده ٫ اوس په دنيا كي زما دپاره هيڅ دوېري خبره نسته ٫ اوس زه حقير آرايشونه پرېږدم ٫ اې زما دزړه مالكه ٫ نه زه اوس دچا انتظار باسم ٫ او نه په يوه ګوټ كي په پټه خوله ژاړم ٫ نه اوس زما په كړه وړه كي نازو ادا پاته ده ٫ او نه خوږوالي ٫ تازما دسينګار دپاره توره راكړې ده ٫ اوس زما سره دنانځكو آرايش نه ښايي ٫ ۵۳ ښكلي دي ٫ دستورو په شان په رنګارنګ جواهراتو ښايسته سوي ستا كنګڼ ٫خو ماته تردې ډېره ښكلې ښكارې ستا توره ٫ دمحترم ٫ وشنو ٫ دخپرو لېڅو پا شان او دبريښنا په څېر كږېدونكې توره ٫ او دغروب دلمر دغصه ناكي سرخۍ په شان سره توره ٫ هغه رېږدي لكه په شديد درد كي دمرګ پر فيصله كونكي ضرب باندي دژوند وروستني ځواب هغه برېښي خو لكه ديوې وېرونكي پېلبو سره د دنيوي خس سوځونكې دهستۍ سپېڅلې لمبه ٫ ښكلي دي ٫ دستورو په شان په جواهرتو ښايسته سوي ستا ګنګڼ خو ستا په توره كي اې دتالنديمالكه ٫ ډېره ښكلا ځاي سوې ده چي دبصارت او تخيل په نزد يې مهيبه ده ٫
--------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۳ تير ۱۳۸۸ ساعت ۰۱:۳۱:۱۸ | آرشيو نظرات (0)
۵۴ ما ستا څخه هيڅ ونه غوښته ٫ ما تاته خپل نوم هم ونه وايه ٫ چي ته رخصتېدلې نوزه پټه خوله ولاړه وم ٫ زه دهغه څا پر غاړه يوازي وم چي هلته دونو سيوري مثلث شكل موندلي و ٫ او ښځو خپل داوبو ډك منګي كورته وړل ٫ هغو زه ځان ته وبللم او راته وې ويل ٫ زموږ سره راځه ٫ دا ده غرمه سوه ٫ خو زه له ټنبلۍ څخه په خپل پريشانه تخيلاتو كي ډوبه سوې ولاړه وم ٫ ته چي راغلې ستا دقدمونو اواز ما وانه ورېد ٫ تا ماته په خورا غم آلودو سترګو وكاته ٫ تا چي له ماسره ورو ورو خبري كولې او په ستړي آواز دې وويل ٫ آه ٫ زه يو تږي پردېس يم ٫ زه له خپل ورځني خوبه هولكي راويښه سوم ٫ او له خپل منګي څخه مي ستا په غبرګه كي اوبه درتوي كړې ٫ دونو پاڼي زموږ پر سرو باندي رپېدلې ديوې غير مربي تاريكۍ څخه دتوري بلبلي آواز راخوت او دسړك له پېچومو څخه دبابلا دګلو وږمه پورته كېدله ٫ زه له شرمه پټه خوله ولاړه پاته سوم ٫ چي تا زما دنامه پوښتنه راڅخه وكړه ٫ واقعي ما ستا دپاره څه كي دي چي تا زه ياده كړم ؟ خو داياد چي ما ستا دتندي وركولو دپاره تاته اوبه دركولې زما دزړه سره به تل وي او په ډېر خوند به يې ساتي ٫ سهار سو ٫ ناوخته دي چڼچڼو بي خپلي سندري نوي كړې د ٫ نيم ٫ دونو پآڼي په سر رپېږي او زه ناسته تر اوسه لا په هغه فكر كي يم ٫ ۵۵ ستا زړه له غمو ډك دي ٫ او سترګي دي اوس هم له خوبه دي ٫ آيا ته نه يې خبر چي ګل داغزيو په منځ كي څنګه حكومت كوي ٫ ويښ سه ٫ ويښ سه وخت خوشي مه تېروه ٫ ددې درنې لاري په پآي كي ٫ هلته لېري دتنهايي په ملك كي زما محبوب يوازي ناست دي ٫ دهغه سره ټګي مه كوه ويښ سه ويښ څه دي كه آسمانونه دغرمې دلمر له تودوخي څخه ساه په اوږو سړي ؟ څه دي كه سرو شګو دتندي څادر خپوركړي دي ؟ آيا ستا دزړه په كومي كي هيڅ مسرت نسته ؟ آيا ددرد په جاده باندي دهر قدم له آوازه يوه شيرينه نغمه نه پيدا كيږي ؟ ۵۶ څه خو سته چي تا زه دومره خوشحاله ساتلې يم دا هم بې څه نه ده چي ماته راكښته سوي يې ٫ هو ٫ اې دآسمانونو مالكه ٫ كه زه نه واي ستا مينه به چيري واي ؟ تازه په دې خپل دولت كي له ځانه سره شريك كړي يمزما زړه دي خپل غيرمتناهي ميني څخه ډك كړي دي ستا رضا زما په ژوندكي تل مختلف صورتونه غوره كوي ٫ په همدې غرض تا اې دپاچاهانو پاچا ٫ زما دزړه داسيرولو دپاره خپل ځان بهترين حسن او جمال سينګار كړي دي ٫ اوددې غرض دپآره ته خپله مينه ستا دغوښتونكي په مينه كي وركوې او بيا ددې دواړو له منځه دبشپړيووالي په صورت كي ښكارېږې ٫
-----------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۳ تير ۱۳۸۸ ساعت ۰۱:۲۹:۲۳ | آرشيو نظرات (0)
[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ][ ۹۴ ][ ۹۵ ][ ۹۶ ][ ۹۷ ][ ۹۸ ][ ۹۹ ][ ۱۰۰ ][ ۱۰۱ ][ ۱۰۲ ][ ۱۰۳ ][ ۱۰۴ ][ ۱۰۵ ][ ۱۰۶ ][ ۱۰۷ ][ ۱۰۸ ][ ۱۰۹ ]
|
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
نگین بلاگ است
|