هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته m.ali.umari@hotmail.com |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
۵۷ روڼآ ٫ زما رڼا ٫ دنيا ځلونكي روڼا ٫ سترګي مچوني زړه خوښونكي روڼا ٫ اي زما ګرانه ٫ روڼا زما دژوند پر مرګز نڅا كوي اې محبوبه روڼا زما دژوند دميني دساز تارونه رېږدوي ٫ آسمان پراخ سي ٫ هوا په وحسيانه توګه چلېږي ٫ او خندا په ټوله عالم كي خپره سي ٫ مرغان دروڼا پر سمندرباندي خپل بادبانونه خپروي رابېل تو ياسمين ګل دروڼا دڅپو په څوكوكي خپأي غوټۍ غوړوي ٫ اې زما ګرانه ٫ روڼا اوريځي ټكر ټكر كړي په خپلو وړانګو كي دسروزرو په شان جواهر پاشي ٫ اې دوسته ٫ مسرت پاڼي پاڼي وغوړيږي ٫ او دخوښۍ اندازه ټاكل كېداي نه سي ٫ دفردوس دچيني ساحل ډوب او دخوښۍ سېلاب هر لورته خپورسي ۵۸ پرېږده چي دخوښۍ ټول فشارونه زما په وروستنۍ نغمه كي ځاي او دپسرلي دوږمې په شان دمځكي پر مخ خپاره سي ٫ هغه خوښي چي دژوند او مرګ په دواړو نژادو نڅا كوي ٫ هغه خوښي چي طوفان غوندي ژوندمتزلزل كوي او مسته خندا وربخښي هغه خوښي چي درقت او ګداز څخه پر سره سوي ګل باندي په پټه خوله له نمه ډكو سترګو سره پرته وي ٫ او هغه خوښي چي دنورو ټولو موجوداتو څخه بې نيازه كوي او هيڅ لفظ نخ پېږني ٫ ۵۹ هو ٫ زه پوهېږم اې زما دزړه محبوبه ٫ دازرينه روڼا چي پآڼي رپوي ٫ داپه آسمان كي لامبو وهونكې مضمحله شانته اوريځ دانرۍ وږمه چي زما پرتندي يخه لګي ٫ ټوله هيڅ دي ٫ خو يوشي پاته او باقي دي ستا مينه ٫ دسهار روڼا زما په سترګو كي طوفان جوړكړي دي همداسي دي ستا پيغام زما دزړه دپاره ٫ ستا مخ كښته خواته مايل دي ٫ ستا سترګي له پاسه زما ټيټوسترګوته ګوري او زما زړه ستا قدمونه ښكلوي ٫ ۶۰ ددنيا په هرځاي كي دسمندر پر غاړه وړوكي هلكان راغونډېږي ٫ پورته غير محدود آسمان بې حركته دي په مضطربۍ او په طوفانۍ ٫ ددنيا په هرځاي كي دسمندر پر غاړه وړوكي هلكان په شوراو نڅا راغونډيږي دوي دريګو خوني ودانوي ٫ په تشو ګوجيانو لوبي كوي له رژېدلو مړاوو پاڼو څخه ځانته بېړۍ جوړوي او په خندا يې پراخ او ژور سمندر ته دلامبو دپاره غورځوي ٫ ددنيا ماشومان دسيند پر غاړه همدغه شان په لهو لعب اخته دي دوي نه پوهېږي چي لامبو څه ده ؟ او نه دا ورته معلومه ده چي تور څنګه سيند ته واچوي ٫ صدف ټولونكي په مرغلرو پسي غوټې وهي ؟ سوداګر په خپلو بېړيو كي سفر كوي ٫ مګر دا وړوكي ماشومان تل شګي ټولوي او بيا يې بيرته سره پاشي ٫ نه دوي په پتو خزانو پسي تلاښ كوي او نه دبېړيو په چلولو پوهيږي ٫ سمندر په خندا خندا څپي وهي او پر خپل ساحل باندي ژيړي وړانګې خپروي ٫ دسمندر فنا كونكي څپي هلكانوته داسي بې معني نظمونه اوروي لكه مور چي دزانګو په وخت كي ورته ويل ٫ سمندر له كوچنيانو سره لوبي كوي او پر ساحل باندي دخپلو ژيړو وړانګو ننداره ښيي ٬ ددنيا په هرځاي كي دسمندر پر غاړه هلكان ټولېږي بې لاري طوفان په آسمان كي دوري هيسته منډي وهي ٫ بې لارې په اوبو كي ډوبېږي مرګ خپور دي او هلكان لوبي كوي ٫ ددنيا په ټولو ځايوكي دسمندر پر غاړه دماشومانو لويي ټولني لېدلي كېږي ٫ ٫ ۶۱ خوب چي دكوچنيانو سترګو ته راځي ٫ څوك په خبر دي چي څنګه راځي ٫ هو ٫ دايوه افواه ده چي وايي ٫ دصحرا په يو سيوري كي هلته چي داور وركي روڼا ځلاده ٫ څه څه ځلېږي او دښاپېريو ټاټوبي دي دجادو دوې غوټۍ ځوړاندي دي ٫ دخوب ټاټوبي هم هلته دي چي دهغه ځايه دوړوكو ماشومانو دسترګو مچولو دپاره راځي ٫ دبيده ماشوم په شوندو چي دموسكا څپې راسي ٫ څوك پوهېږي چي دا له كومه پيدا كېږي ؟ هو ٫ دايوه افواه ده چي دمني دموسم ديوې غايبېدونكي اوريځي په كنارو باندي چي دسپوږمۍ نوي ژيړي وړانګي خپرې سي نو له هغه څخه ددغه ماشوم دخوب موسكا پيدا كېږي ٫ دانرمه او خوږه تازګي چي دكوچني په اعضاوو كي ښكاري څوك په خبر دي چي تر اوسه پوري په كوم ځاي كي پټه وه ؟ هو ٫ هغه وخت چي دده موره پېغله نجيلۍ وه نو دا تازګي دميني دپټ او نازك راز په صورت ددې په زړه كي غوړېدلې وه چي هغه نو دانرمه او خوږه تازګي ده چي دكوچني په اعضاوو كي غوړيدلې ښكاري ٫
------------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۳ تير ۱۳۸۸ ساعت ۰۱:۲۷:۰۶ | آرشيو نظرات (0)
۶۲ اې زما بچيه ٫ هغه وخت چي زه تاته دلوبو رنګين شيان راوړم نوراته معلومه سي چي پر اوبو ٫ اوريځو باندي دارنګيني څه ده ؟ او پر ګلو باندي دارنګ افشاني څنګه ده ؟ هو ٫ هغه وخت چي زه تاته دلوبو رنګين شيان راوړم ٫ كله چي زه ستا دنڅا دپاره بدلي وايم ٫ نو حقيقتا زما په فكر كي را ګرځي چي په پاڼو كي دومره موسيقي دڅه دپاره ده ؟ او څپې ولي دخپل ږغ آزانګه ددې متوجهي دنيا زړه ته رسوي ؟ هو ٫ كله چي زه دنڅا دپاره بدلي وايم هغه وخت چي زه دطامعو لاسو خواته ميټايي ٫ خوږي ٫ وړاندي كړم نو په فكر كي مي راګرځي چي دګل په ساغر كي داشات څه دي ؟ او مېوه له خوږو اوبو څنګه ډكه ده ؟ هو ٫ هغه وخت چي زه ستادطامعو لاسو خواته ميټايي وړاندي كړم ٫ هغه وخت چي زه په خندا ستا مخ مچوم ٫ نو په يقين سره مي دا فكر ته راځي چي هغه مسرت څه دي چي دسهار په روڼا كي له آسمانه رااورېږي ؟ او هغه خوښي چي دپسر لي نسيم يې تر ما پوري راوړي څنګه ده ؟ هو ٫ هركله چي زه په خندا ستا مخ مچوم ٫ ۶۳
تا له هغو دوستانو سره اشنا كړم چي ما هيڅ نه پېږندل ٫ تا په هغوكوروكي ماته ځاي راكئ چي زما نه وو ٫ تا لېري شيان رانژدې كړه او پردي دي راسره وروڼه كړه ٫ زما زړه ناآرامه سي هغه وخت چي زه خپل زوړ ځاي ٫ هغه چي ما عادت ورسره نيولي وو ٫ پرېږدم ٫ او داهېركړم چي په دې نوي مقام كي مي يو زوړ آشنا اوسي هغه هم ته يې ؟ په مرګ او ژوند ٫ په دې دنيا او په بله دنيا كي ته زما لارښوونه كوې ٫ هغه ته يې ٫ يوازي ته ٫ يوازيني ملګري چي زما په غير متناهي ژوند ٫ كي زما دمسرت دزړه وابستګي له يوه نا آشنا چا سره تړې څوك چي تا وپېژني ٫ هيڅوك له هغه څخه پردي او نا آشنا نه دي او نه كوم ور ورته تړلي دي ٫ آه ٫ دا زما دعا قبوله كړه چي زه په خپلو ډيرو لوبو كي دهغه يوه دوست مسرت هېر كړم ٫ ۶۴ دسيند په كوزي خوا په چپه چپايۍ دلويو اوږدو وښو په منځ كي مي له هغې څخه پوښتنه وكړه ٫ اې نجيلۍ ٫ ته چي دخپلې لمنې په پنا كي ډېوه وړې ته چيري ځې؟ زما كور بيخي تياره او تنها دي ٫ ماته خپله روڼا په عاريت راكړه٫ هغې خپلي توري سترګي يوه لمحه راپورته كړې او په تياره كي يې زما وخوا ته وكتل او وې ويل ٫ زه سيند ته راغلې يم چي كله دمغرب روڼا كمه سي نو خپله ډېوه دلامبو دپاره داوبو پر مخ ايله كوم ٫ زه په هغو اوږدو وښو كي يوازي ولاړوم چي دهغې ډېوې كمزوري شغله مي دطوفان په بېكاره څپو كي وليدله چي پورته كښته كېدله ٫ دشپې په سړه سنا كي مي له هغې څخه پوښتنه وكړه چي ٫ اې نجيلۍ ٫ ستا ټولي روڼاګاني روښانه دي اوس له خپلي ډېوې سره چرته ځې ؟ زما كور تياره او تنها دي خپله روڼا دې ماته په عاريت راكړه ٫ هغې خپلې توري سترګي ماته راپورته كړې يوه لمحه په شكمن حالت كي ودرېدله په پآي كي يې داسي ځواب راكئ ٫ ددې دپاره ځم چي خپله ډېوه آسمان ته دهديې په توګه وړاندي كړم ٫ زه لا هلته ولاړ وم چي دا روڼا مي په يوه بېكاره ارته فضا كي لګېدلې وليدله ٫ دنيمي شپي په تاريكه كي مي له هغې څخه پوښتنه وكړه چي ٫ اې نجيلۍ ٫ ته څه غواړې چي په خپله سينه پورې دي ډېوه نيولې او ځې ؟ زما كورتياره او تنها دي خپله روڼا ماته په عاريت راكړه ٫ هغه يوه دقيقه ودرېدله او فكر يې واهه بيا يې په تاريكه كي زما لوري ته وكتل ا و وې ويل ما خپله روڼا ددې دپاره راوړې ده چي وكولاي سم ددې نورو ډېوو په هجوم كي شامله سم ٫ زه ودرېدم كتل مي چي دا كوچنۍ ډېوه دنورو روڼاګانو په منځ كي وركه سوه ٫ ۶۵ زما دژوند له لبرېز جام څخه اې زما خدايه ٫ ستادالوهيت كم شراب حاصليږي ؟ اې زما شاعره ٫ آيا ستا خوښي په همدې كي ده چي دخپل آفرينش ننداره زما په سترګو وګورې؟ او خپله جاودانه نغمه زما دغوږوله پردې څخه په پټه خوله واورې؟ ستا دنيا زما په نفس كي الفاظ تراشي او ستا خوشحالي په هغه موسيقي زياتوي ٫ تا له ډېري ميني خپل ځان وماته را وسپاره او بيا ته خپلې ټولي شيرينۍ په ماكي محسوسوې ٬
------------------------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۳ تير ۱۳۸۸ ساعت ۰۱:۲۴:۱۲ | آرشيو نظرات (0)
۶۶ هغه چي تل زما دوجود دتل په ځلانده شفق كي اوسيږي ٫ هغه چي دسهار په روڼاكي هيڅكله خپل نقاب نه پورته كوي ٫ اې زما خدايه ٫ زه هم هغه دخپلې وروستنۍ نغمې په غېږكي ستا حضورته دوروستنۍ هديې په توګه وړاندې كوم ٫ الفاظو غوښته چي هغه ترخپلي اغيزي لاندي كړي او ويې غولوي ٫ خو ناكامه سول ؟ ترغيب خپله دآرزو ډكه غېږ هغه ته پرانيستلې وه خو بې فايدې ٫ ما هغه دخپل زړه په حرم كي ساتلي ٫ په ملكونو ملكونو مي وګرځاوه او دهغه په شاو خواكي زما دژوند عروج او زوال ٫ كوز او پاس څرګند وو ٫ زما په تخيلاتو ٫ زما پر افعالو زما پر ويښه اوزما پر خوب يې حكومت وكړ ٫ خو بيا هم يوازي او جلا اوسي ٫ ډېرو خلګو زما دروازه راوټكوله ٫ او هغه يې له ما وغوښت خو بيرته مايوسه ولاړل ٫ په دنيا كي هيڅ داسي نه ده پېښه سوې چي هغه دې مخامخ ليدلي سوي وي او هغه تل په خپله تنهايۍ كي ستا وتوجه ته انتظار لري ٫ ۶۷ ته ٫ لكه څنګه چي په ٫ آسمان ٫ كي جلوه ګر ٫ يې ٫ همدغه رنګه ٫ ته ٫ په ځالۍ ٫ كي ٫ هم يې ٫ اې ښكليه ٫ په ځالۍ كي ستا مينه ده چي روح ي په رنګينو آوازو اوښو بويونو محصور كړي دي ګهيځ زرينه سبده را اخيستې او په پټه خوله يې دمځكي دتاج پوشۍ دپاره دحسن امېل په ښي لاس كي اچولي راځي ماښآم پهخپل زرين منګي كي دامن ساړه اويخ څاڅكي نيولي ٫ دهغو ارشو ګانو دپاره چي څاروي ورباندي څري دسكون له مغربي سمندره بې نښانه لاروهي راځي ٫ خو هلته چي دروح دپرواز دپاره يو غير محدود آسمان خپور دي ٫ يوه سپينه بې داغه روڼآ حكمراني كوي ٫ نه هلته ورځ شته او نه شپه ٫ نه صورت ته او نه رنګ او نه هيڅ كم لفظ ۶۸ دلمر وړانګو زموږ پر دې مځكه خپله غېږ خپره كړې راځي په ورځو ورځو زما دروازې ته ددې دپاره درېږي ٫ چي زما له اوښكو٫زما له آهونو او زما له نغمو څخه جوړي سوي اوريځي ستا قدمونوته درورسوي ٫ په يو خوښ او له مسرت څخه ډك حالت كي دهغو اوريځو څو لا په څادر چي رنګ په رنګ جوړسوي او تل په بدلېدونكو رنګورنګېږي او په خپله غېږ كي ستوري را نغاړي ٫ هغه څنګه سپك ٫ فاني ٫ نازك ٫ له اوښكو ډك او تور دي ٫ له دې سببه دي چي ته اې بې داغه او سنجيده ٫ له هغه سره داسي مينه لرې او هم دا وجه ده چي هغه ستا سپينه روڼا په خپل دلګداز سيوري كي پټه ساتي ٫ ۶۹ دژوند هغه چينه چي شپه او ورځ زما په رګو كي كښته پورته غورځي ٫ په ټول عالم كي جاري ده او دهرتال او سُر سره نڅا كوي ٫ داهغه ژوند دي چي دخاورو له تل څخه دوښو دپاڼو په صورت كي مسرت ننه باسي بهر راټوكيږي ٫ او بيا دګلونو دغوټيو په هنګامه زېږوونكو موجونو بدليږي ٫ دا هغه ژوند دي چي دفنا او بقا دسمندر دمدو جزر په زانګو كي زنګيږي ٫ زه دا محسوس كوم چي ددې ژوند له مښوده زما غړي ډېر شانداره سوي دي ٫ او داوخت زما غرور دژوند دډيرو ضرباتوپه اغېز زما په وينو كي نڅا كوي ٫
-----------------------------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۳ تير ۱۳۸۸ ساعت ۰۱:۱۹:۳۸ | آرشيو نظرات (0)
۷۰ آيا دا ستا له واكه وتلې ده چي ته له دې شعري مسرته مسرور سې ٫ له سروره پورته پورته وغورځې ٫ له اختياره ووزې ٫ او هغه دمسرت په خوفناكه ګرداب كي ټوټې ټوټې او ريزې ريزې سي ٫ ټول شيان پر مخ ځي ٫ هغه نه دريږي ٫ تر شا بيرته نه ګوري او هيڅ قوت يې درولاي نه سي ٫ هغه پر مخ ځي ٫ دتيري او نا آرامي موسيقۍ سره ګامونه اخلي ٫ څونه فصلونه په نڅا راځي او تيريږي ٫ دمسرت په هغه هجوم كي چي هره لمحه خپريږي خپل ځان آزاد پيږدي او بيا بيرته فنا كيږي ٫ رنګيني سندري او خوشبويې دبې شميرو جړوبيو ٫ آبشارو ٫ په شكل په بهېدو پيل كوي ٫ ۷۱ داچي زه خپل ځان ډېر ساتم ٫ او ستا پر جلوه پاشيو باندي رنګين سيورۍ غوړوم ٫ څلوروخواوو ته يې خپروم ٫ دا ټوله ستا پانګه ده ٫ ته په خپله په خپل وجود كي يو حجاب پيدا كوې او بيا خپل جلا سوي وجود ته په مختلفو آوازو نارې وهې ٫ همدغه رنګه له خپله ځانه جلا كيږي په ما كي جسم غوره كوې ٫ تېزه او تونده نغمه په ټولو آسمانو كي په مختلفو رنګو دژړا ٫ خندا ٫ اميد او وېري په شكل انګازه پيدا كوي ٫ څپې پورته كښته سي ٫ خوب راسي ٫ ولاړ سي ٫ په ماكي خود په خوده ستا شكست ومونده سي ٫ دا پرده چي تا ځړولې ده دوېښته په نري قلم دبې شمېره ورځو شپو صورتونو باندي انځور سوي دي ٫ ددې تر شا ستا مقام دي هغه مقام چي تعبير يې په پيچېده او حيرت راوړونكو رازونو سوي دي او هلته دسادګۍ دبې لطفو خطو هيڅ سرو كار نسته ٫ دازما اوستا ننداره پر آسمان خپره سوې ده ٫ زما او ستا وطن په ټوله هيواد كي رېږد پيدا كړي دي ٫ او ټول عمر زما اوستا دسترګو دپټولو په لوبه كي تېر او ختم سو ٫ ۷۲ دي هغه ډېر پټ وجود دي ٫ چي دخپل ژور پټ مښود په اثر يې زما هستي راويښه كړه ٫ دي هغه دي چي دا سترګي يې مسحوري كړي دي او دمسرت په حالت كي زما دزړه دساز له تارو څخه دخوند اوغم مختلفي نغمي پيدا كوي٫ دي هغه دي چي ددې پانګي حال دسرو اوسپينو زرو له سريع الزوالو شنو اونيلګونو رنګو څخه جوړوي او ٫ بيايې ٫ په هر ګوټ كي دخپلو پښو نښي پرېښوې چي دهغو تر مچولو وروسته زه په خپله خپل ځان هېروم ٫ ورځ راځي ٫ عمرونه تېريږي اودي تل هغه دي چي په څو نومونو ٫ په څو بڼو او دمسرت او غم په څو راز كيفياتو زما زړه انځوروي ٫ ۷۳ زما آزادي دزيار اوسعي په پرېښودلو كي نه ده ٫ زه دآزادۍ مسرت دزرو پا بنديو سره غېږ په غېږ وينم ٫ ته تل دخپلو رنګ په رنګ او راز په راز خوشبويو شرابو تازه څاڅكي زما دپاره راڅڅوې چي له هغه نه زما خاورين جام مالامال او تر دوو ژيو ډك سي ٫ زما دنيا خپلي په سوو ډېوې ستا له لمبې څخه روښانه كړې او بيا يې ستا دمعبد دقربانۍ په ځاي كي كښېښودلې ٫ يه ٫ زه هيڅكله دخپلو حواسو ورنه توم ٫ دليدو ٫ اورېدو او دمښود مسرتونه به ستا روښنايي ګالي او زغمي به يې ٫ هو ٫ زما ټول توهمات به اور واخلي ٫ دمسرت يوه لمبه به ترې جوړه سي او زما آرزوګاني به پخي سي او دميني مېوه به وكړي ٬ ۷۴ ورځ ولاړه ٫ پر مځكه سيوري راكښته او خپور سو ٫ ددې وخت دي چي دخپل منګي دډكولو دپاره چينې ته ولاړه سم ٫ دماښام هوا داوبو په غمګين راګ مسته ده ٫ آه ٫ هغه ٫ ما دتيارې خواته بولي ٫ په دې چپه چپايي كوڅه كي هيڅ يو تېريدونكي نسته ٫ هوا په زوركي ده ٫ دسيند څپې په شدت راپورته كيږي ٫ زه خبره نه يم چي خپل كورته به بيرته ولاړه سم كه يه ؟ نه پوهېږم چي په لاره كي به څوك راسره مل سي ؟ دهغه ناپاياب مقام په يوې كوچنۍ بېړۍ كي كوم ناپېژندونكي سړي ناست دي او خپله شپېلۍ ږغوي ٫
---------------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۳ تير ۱۳۸۸ ساعت ۰۱:۱۷:۱۴ | آرشيو نظرات (0)
۷۵ ستا انعامونه زموږ فنا كېدونكوټول ضروريات پوره كوي او بيرته بې له كوم كمبوته ستا خواته درګرځي ٫ سيند خپل ورځني كاركوي ٫ په پټيو اوباغونو كي يې اوبه دوري هيسته لا لهانده بهېږي خو بيا هم دسيند هغه چينه چي تل بهېږي ٫ ستا دپښو منځلو دپاره ستا خوا ته درګرځي ٫ ګل په خپلي خوشبويي هوا معطره كوي خوبيا هم خپل وروستي خدمت دابولي چي ٫ ځان ستا حضور ته وړاندي كړي ٫ ستا پرستش دنيا نه بېوزلې كوي ٫ دشاعر له الفاظو چي دچا زړه غواړي هغه معني اخلي خو دهغه دروستني مفهوم اشاره ستا خواته ده ٫ ۷۶ اې دژوند مالكه ٫ آيا زه به هم ستا مخ ته داسي دورځو ورځو ولاړيم ؟ اې دټولو عالمونو مالكه ٫ آيا ما به هم داسي په ورځو ورځو په كږه غاړه خپل دغوښتني لاسونه ستا خواته نيولي وي ؟ ستا تردې عظيم الشانه آسمان لاندي په سكون او تنهايۍ كي دخپل عاجز زړه سره هم داسي ستا مخامخ ولاړيم؟ لا تركومه به ستا په دې محنتي دنيا كي چي دسعي او عمل هنګامه خپره ده دخوځېدونكو او فعالو ټولګيو په منځ كي هېښ حيران تاته مخامخ ولاړيم؟ او هغه وخت چي په دنيا كي زما كار ختم سي او اې شهنشاهه ٫ زه به همداسي يوازي په پټه خوله ستا مخامخ ولاړيم؟۷۷ زه تا خپل معبود ګڼم او يوازي ولاړيم ٫ زه نه پوهېږم چي ته زما خپل يې خو زه تاته نطدې كېدلاي نه سم ٫ تازه دپلار په ځاي بولم او ستا په قدمونو كي پروت يم ٫ زه تا خپل دوست ګڼم خو ستا لاس نيولاي نه سم ٫ هلته چي ته راكښته سې او ما په خپله ته خپل ځان ته تسليموې په هم هغه ځاي كي زه نه سم درېدلاي چي تا په خپل زړه پوري ونيسم او تا خپل ملګري وبولم ٫ ته زما دوروڼوپه منځ كي زما وروريې ٫ خو زه دهغو پروا نه كوم ٫ زه خپله ګټه دوي ته نه وېشم ٫ ټوله برخه مي ستا سره شريكه كړې ده ٫ زه دمسرت او غم په حال كي له خلګو سره نه درېږم او داسي يم لكه چي تاسره ولاړيم ٫ زه له مرګه څخه ځان پېچم نو ځكه دحقيقي ژوند په عمق كي غوټې نه سم وهلاي ٫ ۷۸ كله چي آفرينش نوي نوي وو او ستوري خپلي لومړۍ وړانګې خپرې كړې نو روحاني ستا يونكي په آسمان كي سره راغونډ سي او په ګډه دا سندري وايي ٫ واه واه ٫ دكمال تصوير ٫ واه غير ناقص مسرت ٫ ناڅاپه له دوي څخه يو ناري كړي ٫ دا معلومه ده چي دروڼا دځنځير په كوم ځاي كي شكست سته او له ستورو څخه كوم ستوري ورك سوي دي٫ دبربط زرين تار له ځآيه راكښته كه ٫ سندري بندي سوې او ټول وارخطا راپآڅي او نارې كړي ٫ هو ٫ هو٫ هغه ورك سوي ستوري ډېر ښه ستوري و ٫ او دټولو آسمانو ښايست هم په ده كي و ٫ له هغې ورځي راهيسي چي په هغه ستوري پسي تلاش جاري دي يو داسي زوږ او شور له دې ځايه بيا تر هغه ځايه پورته دي چي وايي ٫ دنيا په هغه ستوري كي خپل مسرت ورك كړي دي ٫يوازي دشپې دتوري تيارې په خاموشۍ كي ستوري مسيږي او يو دبل په غوږ كي وايي چي ٫ دا تلاش خوشي دي په هر ځاي كي غير منقطع تكميل سته ٫ ۷۹ كه په دې ژوند كي ستا وصل زما په برخه نه وي نو ٫ لږ تر لږه خو ٫ ته ماته واك راكړه چي زه داحس كړم چي ستا نظاره مي وركه كړې ناست يم ٫ ماته يوه لمحه دهيري لار مه پرېږده ٫ دخوب او ويښي په لحظو كي ماته ددې غم او تكاليفو دوړلو واك راكړه ٫ كله چي زما ورځ ددنيا په ګڼ بازار كي تېريږي او زما لاسونه دروزمره منافعو څخه ډك وي ٫ ماته هميشه داحس راكړه چي هيڅ مي نه دي ګڼلي ٫ ماته يوه لمحه هم دهيري لارمه پريږده ٫ دخوب او ويښتوب په لحظو كي ماته ددې غم او تكاليفو دوړلو واك راكړه ٫ كله چي زه پر سړك ناست يم او له ستومانيه شا په اوږو شړم يا هغه وخت چي زه خپل بستر لاندي په خاورو كي وغوړوم ماته داحس راكړه چي په مخ كي مي يو اوږد سفر سته ٫ ماته يوه لمحه هم دهېري لارمه پرېږده دخوب او ويښوالي په لحظو كي ماته ددې غم دتكاليفو دوړلو واك راكړه ٫ كله چي زما كورښه اوډلي وي ٫شپېلۍ ږغوم ٫قهقهه خنداګاني الوزوم هغه وخت ماته داحس راكړه چي ٫ ته ما هغه ځاي ته هيڅ نه يې رابللي ٫ ماته يوه لمحه هم دهېري لارمه پرېږده ٫ دخوب او ويښي په لحظوكي ماته ددې غم دتكاليفو ګاللو واك راكړه ٫ ۸۰ زه دخزان داوريځي دټوټې په شان همدغسي په هوا كي لا لهانده ګرځم ٫ اې تل ځلېدونكې لمره ٫ ستا مښود لاتر اوسه زما بخارات په خپلي روڼا تحليل نه كړه ٫ هم هغسي ستا نه جلا كلونه او مياشتي شمېرم ٫ كه داستا رضا ده ٫ كه داستا مشغله ده نو دا ناپايه بېوزلي واخله ٫ په هغې كي له رنګه ډكه زركاري وكړه ٫ بيا يې په شوخه هواكي درنګينو صورتونو سره لاهوكړه ٫ او كوم وخت چي وغواړې چي دا ننداره ختمه كړې نوزه به ويلي سم او يه به دشپو په توروتيارو كي پټه سم او يابه دنوراني سهار دموسكا په شفافه پاكېزګۍ كي ښكاره سم ٫ ۸۱ ډيري بېكاره ورځي تيري سولې چي زه پر خپل ضايع سوي وخت ارمان كوم ٫ خو اې زما باداره ٫هغه هيڅ كله ضايع نه دي ٫ تا زما دژوند هره لمحه په خپل اختيار كي ساتلې ده ٫ ته دڅېزونو په خېټه كي پټ په تخم كي ريښې پيدا كوې ٫ غوټۍ ګل او له ګله مېوه راباسې ٫ زه ستړي سوي وم او په خپل مضمحل بستر كي بيده وم ٫ ما داخيال كاوه چي ټول كارونه ختم سوي دي ٫ ګهيځ راپاڅېدم اوخپل باغ مي له زېړو ګلونو ډك وليد ٫ ---------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۳ تير ۱۳۸۸ ساعت ۰۱:۱۴:۳۴ | آرشيو نظرات (0)
[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ][ ۹۴ ][ ۹۵ ][ ۹۶ ][ ۹۷ ][ ۹۸ ][ ۹۹ ][ ۱۰۰ ][ ۱۰۱ ][ ۱۰۲ ][ ۱۰۳ ][ ۱۰۴ ][ ۱۰۵ ][ ۱۰۶ ][ ۱۰۷ ][ ۱۰۸ ][ ۱۰۹ ]
|
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
نگین بلاگ است
|