هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته m.ali.umari@hotmail.com |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
څلوريځه كه په جنګ كښې لولپه شې دسره اور هيڅ دې پاته نه سي جوړشي درنه سكور بيامي هم پښتون وطن پښتون وطن يې زما قسم دئ كه دې وركړم پرلاهور په درنښت محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ -------------------------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۳ خرداد ۱۳۸۸ ساعت ۰۳:۳۷:۵۹ | آرشيو نظرات (0)
شعر عارفه حليمي غزل زه پښتنه يم دقومي سمون فكرونه لرم دوطن پيغلو او زلمونه اميدونه لرم ترڅو به موږ دناپوهۍ تورو تياروكي ناست يو دمعرفت په جامو پټه سينګارونه لرم زما دتن له هر يو رګ نه دا آواز راخيژي زه پښتنه يم پښتني پت او خويونه لرم دحق له لارې نه هيڅ كله اوښتئ نه شم كه څوك مي وژني كه رټي مي دا خيالونه لرم وطنه څو پوري چي ساه وي په مرۍ كي زما ستا دلوړتيا ښه آبادلو ټينګ عزمونه لرم ستا غر غونډۍ دښتو مېرو نه به ګلزار جوړ كړم زه فرهادي عزم همت او طاقتونه لرم قام او وطن ځني به ځان كړمه قربان يوځلې خير دئ كه مړه شم پدې مرګ افتخارونه لرم ----------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۲ خرداد ۱۳۸۸ ساعت ۰۱:۳۸:۲۳ | آرشيو نظرات (0)
رښتينې دوستي
حضرت ابو بكر صديق رضي الله تعالي عنه زموږ دنبي صلي الله عليه وسلم دكوچنيوالي ملګرئ ووددوي تر مينځ دوستي ډيره پخه وه كله چي حضور ص خداي ج په پيغمبرۍ وټاكئ نو حضرت ابوبكر صديق رض لومړئ شخص وو چي يې ايمان راوړاو په مسلمانۍ يې اعتراف وكړاو خپل ټول ژوند يې داسلام په خدمت كي تير كړ حضرت محمد ص چي كله دنبوت اعلان وكړ نو دمكي كافران دهغه دښمنان شول هغه يې بيځايه زهيراوه او هغه ته يې قسم قسم تكليفونه رسول په هغه وخت كي اوبوبكر صديق رض هم دحضرت محمد ص سره وو او هر راز تكليفونه يي زغمل يو ځل مشركين دنبي ص كرته راغلل نبي ص ته يې تكليف رساوه او ويل يي ته هغه شخص يې چي وايې الله ج يو دئ په هغه وخت كي هيچا دا جرءت نه درلودلو چي دداسي ظالمانو مقابله وكړي صرف حضرت ابوبكر صديق رض دهغوي مخې ته راغلئ او ده مشركين پوري وهل او ويې ويل ستا سي پر حال افسوس دئ چي تا سي ويو داسي شخص ته تكليف وركوئ چي هغه وايي زما خداي يو دئ حضرت نبي ص چي كله له معراج ځخه وروسته تشريف راوړئ او نبي ص دمعراج ذكر وكړو كفارو دمعراج خبره نه منله او مسخري يي ګڼلي له دوي ځخه يو څه خلګ ابوبكر رض ته راغلل او ويي ويل ابوبكره تا هم څه اوريدلي دي دئ عجيبه خبري كوي وايي چي ما دشپو ځخه په يوه شپه كي داسمان ځخه ليدنه وكړه حضرت ابوبكر رض وويل آيا واقعي داخبره نبي ص كړې ده هغوي په ځواب كي وويل هو حضرت ابوبكر رض بي اختياره وويل چي كچيري نبي ص داسي فرمايلي وي نو بي له شكه يي رښتيا ويلي دي او زه دهغه تصديق كوم له همدغې ورځې ځخه وروسته ابوبكر رض دصديق لقب وګاټه او دنبي ص دهرې خبرې دمنلو له وجي ځخه دئ دصديق په نامه ونومول شو
محمد يونس كريمي ګرديجنګل ------------------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۱ خرداد ۱۳۸۸ ساعت ۰۱:۵۱:۵۳ | آرشيو نظرات (0)
پياوړي شاعر عبدالله جان
ملتيار ته ډالۍ ؛؛؛؛ غزل
زړګيه چې تيريږي بې له ياره زندګي تردې به وايه چيري وي بيكاره زندګي نن چي دې دسترګو ښكلا زړونه رپولاي شي
تېره ګړه او تېره كړه سر شاره زندګي
هلته دمرګ ډار نشته مرګ محوه دئ څوك چي تيروي پر سمه لاره زندګي قبر به يې نوروي او مزار دتسلۍ به وي تېره چي كړي څوك بي له ازاره زندګي
تل چي دشپې عيش دورځې خوب كوي دا خو هر مذهب كښې ده مرداره زندګي خير دئ قسمته عمري ته چي رام نه يې خو عزم به مي پورته كړي دا خواره زندګي په درناوي
محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ -------------------------------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۱ خرداد ۱۳۸۸ ساعت ۰۱:۱۷:۴۹ | آرشيو نظرات (0)
شعر ؛؛؛ دغرورډك قبايلو ننګياليو لوړ اتلو سكندر ته تابع نه سوو نه وزورته دمغلو
نا اميده اكبر ولاړئ قتل عام وو دبيربلو خپل سرونه يي اره سوو چي يي دا فصل ريبلو
هم دغومره يي قتلي وه چي يي څو زورآزمويلو
فيرنګئ كه يو څه تم سو وروسته اړسو په وتلو
نن هم هغه پښتانه دي خير نشته دراغلو
پښتون داسي همايونه ډير حق داره دستايلو ؛؛؛؛ په مينه مولوي همايون خان كاكړ سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
-----------------------------------------------
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۰ خرداد ۱۳۸۸ ساعت ۱۰:۵۸:۳۷ | آرشيو نظرات (0)
[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ][ ۹۴ ][ ۹۵ ][ ۹۶ ][ ۹۷ ][ ۹۸ ][ ۹۹ ][ ۱۰۰ ][ ۱۰۱ ][ ۱۰۲ ][ ۱۰۳ ][ ۱۰۴ ][ ۱۰۵ ][ ۱۰۶ ][ ۱۰۷ ][ ۱۰۸ ][ ۱۰۹ ]
|
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
نگین بلاگ است
|