هيــــــــــــــــــلـــه







هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته

m.ali.umari@hotmail.com
صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ

دژوند ښكلا

دژوند ښكلا

عالم وايي دژوندانه ښكلا علم دي

جاهل وايي دژوندانه ښكلا عيش و نوش دي

بډاي وايي دژوندانه ښكلا ثروت او دارايي ده

مسكين وايي دژوندانه ښكلا صبر او زغم دي

اصيل وايي دژوندانه ښكلا وفا ده

ناروغ وايي دژوندانه ښكلا روغتيا ده

جوړ وايي دژوندانه ښكلا شكر دي

سخي وايي دژوندانه ښكلا ښندل دي

بخيل وايي دژونادانه ښكلا سپمول دي

بوډا وايي دژوندانه ښكلا تنهايي ده

ځلمئ وايي دژوندانه ښكلا ځواني ده

استاد وايي دژوندانه ښكلا ښوونه ده

زده كونكئ وايي دژوندانه ښكلا زده كړه ده

كاسب وايي دژوندانه ښكلا دلاس تڼا كه ده

سوالګر وايي دژوندانه ښكلا لكړه ده

ماشوم وايي دژوندانه ښكلا دمور غېږ ده

زاهد وايي دژوندانه ښكلا تقوا ده

مجنون وايي دژوندانه ښكلا ليلا ده

حكيم وايي دژوندانه ښكلا تجربه ده

اديب وايي دژوندانه ښكلا شعر او ادب دي

په درناوي

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

 --------------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۶ خرداد ۱۳۸۸ ساعت ۰۷:۲۰:۴۲ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دتعليم فاونډيشن ګرامرسكول ايالتي چارواكي دي دمسلم باغ

دتعليم فاونډيشن ګرامرسكول ايالتي چارواكي دي دمسلم باغ

دګرامر ښونځي ته دلسم ټولګي درجه وركړي او نوردي ايله له بهانو

ځخه كار نه اخلي ؛ ډاكټر محمد شفيق

؛ مسلم باغ ؛ له ډيري مودي را په دې خوا په مسلم باغ كښې دپخواني ناظم ښآغلي سردار محمد اصف خان سرګړه په كومك او زيار سره دانګريزي دتدريس ډوله مكتب پرانستل سوئ وو او په دغه ښونځي كښې دانګليسي درس او تدريس روان وو او دمسلم باغ له لوستونكو ځخه ښي ډيري روپۍ او دمياشتي فيس په كلكه اخيستل كيږي او دالړۍ په لويه كچه دوام لري او بله بيا دا چي ددوي دكتابونو يو څه خاص پلورنځئ هم معلوم او څرګند نه دئ او دكتابونو دخپلې بيعي پرځاي يې له ځانه خپل دطبيعت او خوښې مطابق ټاكلي بيعي ليكلي دي چي دا ډير ناروا عمل دئ او زموږ دمسلم باغ ددې مكتب دلوستونكو پلرونه ددې ناروا عمل په كلكه سره غندنه كوو بل لوي ناروا عمل بيا دا دئ چي ددوئ لوړ پوړي چارواكي دمكتب كتنه صرف او صرف درخصتۍ

؛ اتوار؛ په ورځ كوي دلوستونكو پلرونه او دهغوي خپل خپلوان هيڅ كله هم نه غواړي او نه دهغوي خپل خپلوان په دغه راتګ سره خبروي بس دوي خپلي چاي او پكوړي وخوري او بيا ځان وكاږي په مكتب كښې چي دكمپيوټر كومي اسانتياوي دي هغه هم له نيستي سره برابري او ولوستونكو ته دكمپيوټر دزده كړې هيح فاملرنه نه كيږي

ليكن فيس بيخي ډير اخيستل كيږي موږ دمكتب دبچيانو دپلرو په حيث ددې مكتب وسرلوړو او آيالتي جګ پوړو چارواكو ته ډير په ادب او لاس پر نامه خواست كوو چي په راتلونكي كال ۲۰۱۰ كښې دئ ښه په ټينګه او زړه سوانده هيله دتعليم فاونډيشن

كوټي له خوا ځخه دمسلم باغ په ځايي مكتب كښې دې دلسم دساينس ددرجې اعلان دي وكړي بلكه دا دې تر اعلان پورې نه بلكه په عملي توګه دي دنهم او لسم ټولګي لپاره دي ددرس او تدريس عملي كار پيل سي دا دمسلم باغ دټولو خواريكښو او زيار ايستونكو خلګو ډيره ټينګه مطالبه ده او په كال ۲۰۱۰ كښې دي پدې باندې عمل وشي موږ زياته ددې پر بيځايه دوكو او درواغو باور نه لرو او موږ ودې ته اړيو چي اعلي عدالتو ته مخ وروګرځوو ګني بيا به زموږ دمقدمو ټوله خرچ ددې شعبي مجازه خلګ راكوي

 

په درناوي

ډاكټر محمدشفيق

مسلم باغ
------------------------------------

نويسنده : محمدعلي عمري | ۶ خرداد ۱۳۸۸ ساعت ۰۷:۱۷:۰۳ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


افسانه ؛ ډاكټر محمد شفيق

افسانه ؛ ډاكټر محمد شفيق

 

طوطي تر بريښنا تېز

طوطي خو اوس بيخي ډير زيات خوشحاله وو چي ده موټر سايكل چلول هم زده كړي وو كله كله به يې دلته او هلته موټر سايكل بوولئ وو

بله ورځ طوطي په يوه كار پسې ډير لرې يوه بل كلي ته ولاړئ هلته دطوطي ډير خاطر وكړل سوئ كله چي طوطي بيرته له هغه كلي ځخه راتللئ

نو هغو خلكو په تېره كوربانو ورته وويل چي ملا طوطي دا يوه مهرباني به كوې

چي لږ په احتياط به موټر سايكل چلوې ځكه ددې تر اوسه استاذ او ښه چلونكئ نه دئ پيدا سوئ دغه دئ چي طوطي هم بيرته راروان سوئ تر يو څه حده پورې خو

ډير په احتياط سره راروان وو دفطرت له ښكلا ځخه يې خوند اخيستلئ شاوخوا ښايسته ننداري وي شنه باغونه او جګ جګ چنارونه وو سړه سړه هوا وه يوه خوندوره فضا وه بس خو دكلي لاري وي چي اكثره به كچه يا خامي وي او بيا نو دغه لاري ټولي په كرهڼي مځكو كښې په موخيځي توګه جوړي كړلي سوګي وي كله به يو تير يا بل تير او يوه هيړه وه دكلي ژوندون وو شاوخوا باوړۍ يا برمې به وي او دهغو برمو او باوړيو به خپل خپل اودونه ؛ تا لابونه ؛ وو يا داوبو دزېرمې دپاره داسي سيمه وه چي هلته به يې اوبه را تړلګي وي

ځكه به له هغه اوده ؛ تالاب ؛ ځخه دكلي پيغلو نجونو او زړو ښځو دخپل كور داوبه خور دپاره په كوزو منګيو او ګوډوكښې او به وړلې ځكه بي حسابه ښځي به

هلته سره كوړه وي هرې يوې ښځې به دځان دپاره داوبو وار مخته كاوه چا چا به دفطرت ننداري كولي او دلته او هلته به يې ځله كتل

ډير خلګ ځوانان زاړه واړه پر دغه لاره تيريدل خو له پښتني دود او دستور سره به يې سم دم خپله لاره وهله كله به يې هم وزنانو ته بې ځايه نه كتل او نه به زنانو په چا كي چرت واهو خو دلته خبره بله وه چي ملا طوطي ګل نن سپينه جامه اغوستې وه او توري چشمي يي پر سترګو كړي وي ګواكي له خسمانانو او دوړو او سيليو ځخه ځان په وژغوري دغه دئ چي ملا طوطي ګل ښه په خوند پر موټر سايكل سپور او راروان دئ په خپل خيال او فكر كي داسي غرق دئ

چي له ځانه نا خبره دئ كله چي دملا طوطي ګل سترګي هلته ليري پر يوه

او ده يا هوده او مښتلي نو هلته ډيري ښځي كوړه وي چا خپل كالي مينځل او نورو به ورسره نښتيځل او نورو به خپلي او به وړلې نو ملا طوطي فكر وكړلئ چي ياره راسه موټر سايكل ښه تېز تر دغه هوده تېر كړه ګوندي دا ښځي هم ستا په هكله څه ووايي چي خوره دا سړئ څوك وو او بيا يه تر ډيره حده ستا دموټر سايكل دچلولو په هكله ږغيږي چي خواره مه سې څوني غُركئ يې په وكړئ بله به بيا ووايي چي دا ملا څوني زورور وو چي داسي په غُر غُر يې موټر سايكل تېر كړئ دا يه يو ځانګړئ بحث وي څوك به بيا ووايي چي مزغئ دې مات سي څنګه تيز روان وو او بيا كه كورته ولاړلې هلته به دكور وهلكانوته زما مثال وركوي چي هلكه دومره غُر غُر مه لرئ لكه هغه ملا هلته ملا طوطي سم دلاسه موټر سايكل ودراوه او كالي يي پر ځان ښه سره جوړ كړل او بيا يي موټر سايكل چا لان كړئ او وګېر ته يې وا چاوئ او ښه يې اسكلېټر وركړئ لاره هم ډېره نا آړامه وه څو واره به له ملا طوطي ځځخه موټر سايكل دلته او هلته سولئ او داوښتو په حال كي به وو خو طوطي ګل به ډېره هڅه كوله چي موټر سايكل ډير تيز او مخ په وړاندې بوځي دغه دئ ملا ط،طي ګل موټر سايكل نور هم تېزكړئ او دا هغه محال وو چي طوطي وهغه ګودر ته بيخي ورنژدي كيدئ روان وو؛

بله خبره بيا داسي هم وه او پر وياله دخرو او غويو او بزو او پسونو لاره دلرګيو يو كوږ اوږ پُل غوندي وئ چي هغه حيوانان او زاړه او واړه باندي تيريږي او راتيريږي نو دلته هم يو دوه كاږه لرګي پر دغه وياله غزول سوي وو

چي له ډير تګ راتګ ځخه باندې خاوره هم درزيدو په حال كي وه هر څوك چي به دلته تېريده ډير احتياط به يې كاوه دغه دئ چي طوطي هم ورانزدې سوئ

خورا تېز هم راروان دئ دموټر سايكل يې هم توري ټرندي خيزي هلته پر ګودر ناستو ښځو هم خپل مخونه پټ كړل ملا طوطي زر ترزره موټر سايكل تر وياله تېر كړئ هلته يو زوړ سپئ تر يو چنار لاندې پروت وو هغه هم دموټر ستيكل په غُرندا كښې را ويښ سوئ او پر ملا طوطي يې راټوب او پر غپ كړئ طوطي وار خطاء سوئ ځكه سپئ ورا وغورزيدئ طوطي ملا يې هلته او وېراوه

او تر موټر سايكل ملا طوطي ولوېدئ ښځي ټولې وراټولي سوي ملا طوطي يې را كښينولئ دطوطي لاس مات سوئ وو كالي ځله پر څيري سول

او ملا طوطي تر بريښنا تېز تر منزله ورسيدئ

 

په درناوي

ډاكټر محمد شفيق

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

نويسنده : محمدعلي عمري | ۳ خرداد ۱۳۸۸ ساعت ۰۹:۱۳:۵۸ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دبينوا ټولنې مشر به يې خود واهو / عمري
 
 
 

دبينوا ټولنې مشر به يې خود واهو

كله چي مي په افغان ادبي بهير سايت كي دا خبر وا وريدو چي دپښتو ژبې

يو ويښ وجدانه شاعر عبد الاحمد محمد يار وهل شوئ

نو خداي شته ډيره زياته مي خوا پرې بده شوه خو په عين حال كي ښاغلي محمديارته په غصه هم شولم دا پدې چي ګرانه محمدياره تا ته څه ضرورت دئ چي ته ښاروال مشاعرې ته را دعوت كوې موږ شاعران ولې خپل ځانونه دومره مجبوره احساس كړو چي په مشاعروكي مو حكومتي خلګ ګډون وكړي شاعران خو يواځې مينه مني او يواځې ښكلا ته سرڅوړي كويشاعر خو هغه بې سرحده مجاهد دئ چي له هيچا ځخه ډار نلري خو اوس موږ وينو چي كه په كندهار كي مشاعره كيږي كه په ننګرهار او يابل ولايت كښې نو ارومرو به حكومتي چارواكي برخه پكې لري

دغه حكومتي چارواكي پدې موخه را غوښتل كيږي چي له مشاعرې او يا له كوربه ټولنې سره مالي مرسته وكړي الله ج دې فضل وكړي اوس په ډير زيات شمير پښتانه شاعران درباريان شوي دي خبر به ياست چي دري ورځي وړاندي

دهلمند په ولايت كښې دهلمند سيند په نامه پسرلنۍ دوديزه مشاعره وشوه

چي پدې مشاعره كښې په زيات شميرحكومتي چارواكو برخه درلودله

او بله يې لا دا چي شاوخوا يونيم سل ۱۵۰ شاعران دحكومت په بدرګه له كابل ځخه په ؛ څرخكه؛ طياره كښې هلمند ته ديادې شوې مشاعري دپاره ورسول شول

تاسو به خبر ياست چي دطيارې پر يوه پرواز څومره خرچه راځي

آيا دا درباري توب نه دئ درباري توب وي څنګه اوس په افغانستان كښې اكثره پښتو مشاعري حكومت سپورټوي شاعر خو هغه سترقهرمان دئ چي

تور ته تور اوسپين ته سپين وايي په هرحال اوس لا وخت نه دئ تير

درځئ چي ځانونه ازادكړو او خپلو مشاعرو ته ازاد خلګ را وغواړو

شاعر دقام زړه دئ شاعر دقام سترګي دي

شاعر هيچا ته چا پلوسي نه شي كولاي

او يوه غوښتنه له ټولو ادب مينانو ځخه دا لرم چي هر وخت مشاعره يا ادبي غونډه كوي نو دامنيت دپاره دې پوليس پر ځان نه دروي

ځكه پوليس دبې امنۍ تر ټولو ستر لامل دئ

البته پدې خبرو سره زما هدف يواځې دشاعر ازادي ده چي شاعر بايد خپلې ازادي ته وګوري او خپله ازادي وپيژني

په هرصورت څښتن ج دې ښاغلي عبد الاحمد محمد يار ته صحت وركړي

او څښتن ج دې دپښتو ژبې دخدمت په لاره كښې بريالئ لري

آمين

په درناوي

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

m.ali.omari@hotmail.com

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲ خرداد ۱۳۸۸ ساعت ۱۲:۱۲:۴۳ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


ادبي ټوټه / عمري
 
 
 

دقلم دپنځونكي په نامه

 

موږ خبر يو چي په كايناتو كښې خالق تعالي ترهرڅه لومړئ قلم پيدا كړو او بيا يې دا ورته وويل چي ليكل وكړه او پدې هم پوهيږو چي قلم ته هر وخت انسان ضرورت لري او قلم دالله تعالي له لوري هغه ستر انعام دئ چي هر څوك ګټه تري اخيستلاي شي موږ پوهيږو چي قلم ددنيا په سترو دربارونو كي ډير لوړ مقام لري

دا قلم دئ چي دقومونو تاريخ يي ژوندئ ساتلئ ددنيا تر ټولو ستر باچا خو قلم دئ

ځكه چي هر څوك ورته ضرورت لري او څوك چي په خپلو ګوتو كي قلم نلري

هغه هيڅ نلري دهغه پرحال بايد وژاړو قلم ته خالق تعالي ډير ستر وياړ ورپه برخه كړئ ځكه زموږ پر اوږو ناستي ملايكي هم په قلم ليكل كوي

درځي چي دغه ستره ډالۍ دځان كړو درځي چي دغه ستر انعام په ډير احتياط سره وكاروو او لنډه دا چي درځي لدې عصري نړۍ

سره دقلم په كارولو كي سيالي وكړو

په مينه

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

نويسنده : محمدعلي عمري | ۳۱ ارديبهشت ۱۳۸۸ ساعت ۱۱:۳۹:۳۴ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ][ ۹۴ ][ ۹۵ ][ ۹۶ ][ ۹۷ ][ ۹۸ ][ ۹۹ ][ ۱۰۰ ][ ۱۰۱ ][ ۱۰۲ ][ ۱۰۳ ][ ۱۰۴ ][ ۱۰۵ ][ ۱۰۶ ][ ۱۰۷ ][ ۱۰۸ ][ ۱۰۹ ]

معرفي وبلاگ
 



http://larawbar.com/hella/

 
 

فهرست اصلي
 
صفحه نخست
پست الكترونيك
آرشيو مطالب
افزودن به علاقه مندي ها
صفحه خانگي
 

 
 

آرشيو موضوعي
 
شعورنه
اسلامي ليكني
لنډي كيسي
ادبي ټوټي
خبرتياوي
مقالي
بيلابيلي ليكني
انځورونه
اړ يكي
غو نډ ه
كتا بو نه
 
 

آرشيو ارسال ها
 
اسفند ۱۳۸۸
بهمن ۱۳۸۸
دى ۱۳۸۸
آذر ۱۳۸۸
آبان ۱۳۸۸
مهر ۱۳۸۸
 
 


پيوند ها
 
افغان ادبي بهير
تل افغان
ټاټوبئ
دارواښآد سيلاب ساپي بلاګ
روهي ويب پاڼه
غورځنګ ويب پاڼه
دميرمن كلتوري ټولنې ويب پاڼه
پښتوسندري
دتهران راديو پښتو خپرونه
دامريكاږغ اشنا راديو
دچين راديو پښتو خپرونه
دالمان ږغ راديو پښتو خپرونه
دښآغلي همت الله امين زي ويب سايټ
مورچل ويب پاڼه
خوست ويب پاڼّه
انلاين پښتو مشاعره
په زړه پورې افغانئ لينكستان
پكتيا ويب پاڼه
وحدت ورځپا ڼه پيښو ر
سور غر ويب پا ڼه
سپوږمۍ ويب پا ڼه
سمسور و يب پا ڼه
خوست راديو
دافغا نستا ن دطالبانو ويب پا ڼه
تاند ويب پا ڼه
پښتونخوا ويب پا ڼه
پكټ راديو پښتو خپرو نه
داستانونه ويب پا ڼه
زمو افغانستان ويب پا ڼه
ډيوه راديو ويب پا ڼه
دازادۍ راديو پښتو خپرونه
ليكوال ويب پا ڼه
هيواد ويب پا ڼه
اصلاح ويب پا ڼه
شهامت ويب پا ڼه
ريان اسلامي ويب پا ڼه
توره بوړه ويب پا ڼه
لوي غر ويب پا ڼه
د بي بي سي پښتو خپرونه
ګران وطن ويب پاڼه
بينوا ويب پاڼه
ټول افغان ويب پاڼه
دموسيقۍ په زړه پورې ويب پاڼه
دموسيقۍ ښكلې ويب پا ڼه
پښتا نه و يب پا ڼه
رومال و يب پا ڼه
ننګيا ل و يب پا ڼه
لوي افغانستان وېبپاڼه
طلوع ټلوېزيون
آرمان راډيو
لمر ټلوېزيون
نورين راډيو ټلوېزيون
پژواك خبري آژانس
ولس خبري اژانس
تول پښتانه وېبپاڼه
ميدان وردگ ولايت پانه
مسلمانان وېبپاڼه
دپښتنو شاعرانو شعرونه وېبلاك
حقيقت ويببانه
كره كتنه وېبلاك
دبازمحمد عابد وېبلاك
افغا ن ننګ ويب پا ڼه
لر او بر ويب پا ڼه
په زړه پوري اسلامي ويب سايټ
بلاګو نه و يب پا ڼه
خبرونه ډا ټ كام
دعبدالهادي حيران و يب پا ڼه
افغا ن كلتوري ودې ټولنه
دآپلوډ په زړه پوري ويب پا ڼه
پښتو نستا ن ويب سا يټ
دښځـو ويب پا ڼه / اوربل
آنلا ين ويب پـا ڼه
قا مو ســو نه و يب پاڼه
سلګۍ ويب پا ڼه
شعرو نه و يبلا ګ
سباؤن ويب پا ڼه
 
 


لوگوي دوستان
 
POWERD BY neginblog.com
 
 


كدهاي كاربر
 
 
 


 

تمام حقوق تعلق به نگین بلاگ است