هيــــــــــــــــــلـــه







هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته

m.ali.umari@hotmail.com
صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ

دبينوا ټولنې مشر به يې خود واهو / عمري
 
 
 

دبينوا ټولنې مشر به يې خود واهو

كله چي مي په افغان ادبي بهير سايت كي دا خبر وا وريدو چي دپښتو ژبې

يو ويښ وجدانه شاعر عبد الاحمد محمد يار وهل شوئ

نو خداي شته ډيره زياته مي خوا پرې بده شوه خو په عين حال كي ښاغلي محمديارته په غصه هم شولم دا پدې چي ګرانه محمدياره تا ته څه ضرورت دئ چي ته ښاروال مشاعرې ته را دعوت كوې موږ شاعران ولې خپل ځانونه دومره مجبوره احساس كړو چي په مشاعروكي مو حكومتي خلګ ګډون وكړي شاعران خو يواځې مينه مني او يواځې ښكلا ته سرڅوړي كويشاعر خو هغه بې سرحده مجاهد دئ چي له هيچا ځخه ډار نلري خو اوس موږ وينو چي كه په كندهار كي مشاعره كيږي كه په ننګرهار او يابل ولايت كښې نو ارومرو به حكومتي چارواكي برخه پكې لري

دغه حكومتي چارواكي پدې موخه را غوښتل كيږي چي له مشاعرې او يا له كوربه ټولنې سره مالي مرسته وكړي الله ج دې فضل وكړي اوس په ډير زيات شمير پښتانه شاعران درباريان شوي دي خبر به ياست چي دري ورځي وړاندي

دهلمند په ولايت كښې دهلمند سيند په نامه پسرلنۍ دوديزه مشاعره وشوه

چي پدې مشاعره كښې په زيات شميرحكومتي چارواكو برخه درلودله

او بله يې لا دا چي شاوخوا يونيم سل ۱۵۰ شاعران دحكومت په بدرګه له كابل ځخه په ؛ څرخكه؛ طياره كښې هلمند ته ديادې شوې مشاعري دپاره ورسول شول

تاسو به خبر ياست چي دطيارې پر يوه پرواز څومره خرچه راځي

آيا دا درباري توب نه دئ درباري توب وي څنګه اوس په افغانستان كښې اكثره پښتو مشاعري حكومت سپورټوي شاعر خو هغه سترقهرمان دئ چي

تور ته تور اوسپين ته سپين وايي په هرحال اوس لا وخت نه دئ تير

درځئ چي ځانونه ازادكړو او خپلو مشاعرو ته ازاد خلګ را وغواړو

شاعر دقام زړه دئ شاعر دقام سترګي دي

شاعر هيچا ته چا پلوسي نه شي كولاي

او يوه غوښتنه له ټولو ادب مينانو ځخه دا لرم چي هر وخت مشاعره يا ادبي غونډه كوي نو دامنيت دپاره دې پوليس پر ځان نه دروي

ځكه پوليس دبې امنۍ تر ټولو ستر لامل دئ

البته پدې خبرو سره زما هدف يواځې دشاعر ازادي ده چي شاعر بايد خپلې ازادي ته وګوري او خپله ازادي وپيژني

په هرصورت څښتن ج دې ښاغلي عبد الاحمد محمد يار ته صحت وركړي

او څښتن ج دې دپښتو ژبې دخدمت په لاره كښې بريالئ لري

آمين

په درناوي

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

m.ali.omari@hotmail.com

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲ خرداد ۱۳۸۸ ساعت ۱۲:۱۲:۴۳ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


ادبي ټوټه / عمري
 
 
 

دقلم دپنځونكي په نامه

 

موږ خبر يو چي په كايناتو كښې خالق تعالي ترهرڅه لومړئ قلم پيدا كړو او بيا يې دا ورته وويل چي ليكل وكړه او پدې هم پوهيږو چي قلم ته هر وخت انسان ضرورت لري او قلم دالله تعالي له لوري هغه ستر انعام دئ چي هر څوك ګټه تري اخيستلاي شي موږ پوهيږو چي قلم ددنيا په سترو دربارونو كي ډير لوړ مقام لري

دا قلم دئ چي دقومونو تاريخ يي ژوندئ ساتلئ ددنيا تر ټولو ستر باچا خو قلم دئ

ځكه چي هر څوك ورته ضرورت لري او څوك چي په خپلو ګوتو كي قلم نلري

هغه هيڅ نلري دهغه پرحال بايد وژاړو قلم ته خالق تعالي ډير ستر وياړ ورپه برخه كړئ ځكه زموږ پر اوږو ناستي ملايكي هم په قلم ليكل كوي

درځي چي دغه ستره ډالۍ دځان كړو درځي چي دغه ستر انعام په ډير احتياط سره وكاروو او لنډه دا چي درځي لدې عصري نړۍ

سره دقلم په كارولو كي سيالي وكړو

په مينه

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

نويسنده : محمدعلي عمري | ۳۱ ارديبهشت ۱۳۸۸ ساعت ۱۱:۳۹:۳۴ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


څلو ر يځه / عمري
 
 
 
 
 
څلور يځه
 

دماشوم روزنه غواړي كلك بنياد

څو دژوند سيلۍ يه نه كاندي برباد

داروزنه لومړئ كار دموروپلارده

بيا مسؤل ددغه كار شيرين استاد

محمدعلي عمري 
 

نويسنده : محمدعلي عمري | ۳۱ ارديبهشت ۱۳۸۸ ساعت ۱۲:۱۹:۳۹ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


غزل / عمري
 
 
 

غزل

 

لكه زرګر چي دغمي په قدر ښه پوهيږي

داسي سړئ دبل سړي په قدر ښه پوهيږي

 

زړه چي زخمونه وي باركړي روغه ورځ يې نه وي

هغه زړګئ دبل زړګي په قدر ښه پوهيږي

څوك چي دمرګ تر پولې ورسي او بيا خلاص شي ترينه

سم ځي پرلاره دمرګي په قدرښه پوهيږي

وخت چي عبث تيركړي بوډا شي بيا نو

په هغه آن كښې دمرګي په قدرښه پوهيږي

دلته خالق دي باارځښته پيدا كړي هرڅه

دكور چي غلاوشي دسپي قدرښه پوهيږي

زما قسم دئ كه دې وركړم پردې ټوله جهان

ستا خو جانانه عمري په قدرښه پوهيږي

په مينه

محمدعلي عمري

سهيلي پښتونخوا مسلم باغ

 
 

------------------------------------------------------- 

 

 

 

 

 

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۷ ارديبهشت ۱۳۸۸ ساعت ۱۲:۲۷:۴۵ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


دښآغلي محمد يوسف ساحل يو ښكلئ شعر
دښآغلي محمد يوسف ساحل يو ښكلئ شعر

 


شعر

زړه مي وچ سو په كوګل كي
ژړوي مي دا مرګونه
چي به امن كله راشي
دحالاتو بد بختي ده
هره شپه په وينو سره ده
علاقه په وينو سره ده
بيا دكوم ښكاري په غشي
دالېوه په وينو سره ده
هم شپونكئ په وينو سور دئ
هم رمه په وينو سره ده
سپين كقن په وينو سور دئ
جنازه په وينو سره ده
هم جماعت په وينو سور دئ
هم كوڅه په وينو سره ده
زما څادر په وينو سوردئ
ستا سينه په وينو سره ده
هره خوا دماتم شوردئ
ميخانه په وينو سره ده
زړه مي وچ سو په كوګل مي
ژړوي مي دا مرګونه
چي به كله امن راشي
چي به كله امن راشي


ووړ ماشوم په وينو سوردئ
كتابچه په وينو سره ده
هم مطرب په وينو سوردئ
هم نغمه په وينو سره ده
دژوند جام دلته نسكوردئ
زمانه په وينو سره ده
بنګړي ټول په وينو سره دي
لوپټه په وينو سره ده
نن مو پت په وينو سوردئ
پښتنه په وينو سره ده
دتاريخ ظلم ته ګوره
ميلمنه په وينو سره ده
هم خاټول په وينو سوردئ
هم غنچه په وينو سره ده
دچا لاس په وينو سوردئ
دچا پښه په وينو سره ده
زړه مي وچ سوپه كوګل كي
ژړوي مي دا مرګونه
چي به كله امن راشي
چي به كله امن راشي


هم واده په وينو سوردئ
هم جرګه په وينو سره ده
ارغنداؤ په وينو سوردئ
سره جامعه په وينو سره ده
اباسين په وينورنګ دئ
تا تره په وينو سره ده
هندوكش په وينو سوردئ
اكوړه په وينو سره ده
كابل ټول په وينو رنګ دئ
خېرخانه په وينو سره ده
ننګرهار په وينو سوردئ
چارسده په وينو سره ده
خيبر رنګ دوينو واخيست
دا دره په وينو سره ده
شال تنكئ په وينو سوردئ
شالدره په وينو سره ده
ساحل هم پكې لوګئ سو
دا ډيوه په وينو سره ده
زړه مي وچ سو په كوګل كي
ژړوي مي دا مرګونه
چي به كله امن راشي
چي به كله امن راشي



په مينه
يوسف ساحل
سهيلي پښتونخوا كوټه
 
 

----------------------------------------
-

نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۷ ارديبهشت ۱۳۸۸ ساعت ۰۱:۲۴:۴۰ | آرشيو نظرات (0) | ادامه مطلب


[ ۱ ][ ۲ ][ ۳ ][ ۴ ][ ۵ ][ ۶ ][ ۷ ][ ۸ ][ ۹ ][ ۱۰ ][ ۱۱ ][ ۱۲ ][ ۱۳ ][ ۱۴ ][ ۱۵ ][ ۱۶ ][ ۱۷ ][ ۱۸ ][ ۱۹ ][ ۲۰ ][ ۲۱ ][ ۲۲ ][ ۲۳ ][ ۲۴ ][ ۲۵ ][ ۲۶ ][ ۲۷ ][ ۲۸ ][ ۲۹ ][ ۳۰ ][ ۳۱ ][ ۳۲ ][ ۳۳ ][ ۳۴ ][ ۳۵ ][ ۳۶ ][ ۳۷ ][ ۳۸ ][ ۳۹ ][ ۴۰ ][ ۴۱ ][ ۴۲ ][ ۴۳ ][ ۴۴ ][ ۴۵ ][ ۴۶ ][ ۴۷ ][ ۴۸ ][ ۴۹ ][ ۵۰ ][ ۵۱ ][ ۵۲ ][ ۵۳ ][ ۵۴ ][ ۵۵ ][ ۵۶ ][ ۵۷ ][ ۵۸ ][ ۵۹ ][ ۶۰ ][ ۶۱ ][ ۶۲ ][ ۶۳ ][ ۶۴ ][ ۶۵ ][ ۶۶ ][ ۶۷ ][ ۶۸ ][ ۶۹ ][ ۷۰ ][ ۷۱ ][ ۷۲ ][ ۷۳ ][ ۷۴ ][ ۷۵ ][ ۷۶ ][ ۷۷ ][ ۷۸ ][ ۷۹ ][ ۸۰ ][ ۸۱ ][ ۸۲ ][ ۸۳ ][ ۸۴ ][ ۸۵ ][ ۸۶ ][ ۸۷ ][ ۸۸ ][ ۸۹ ][ ۹۰ ][ ۹۱ ][ ۹۲ ][ ۹۳ ][ ۹۴ ][ ۹۵ ][ ۹۶ ][ ۹۷ ][ ۹۸ ][ ۹۹ ][ ۱۰۰ ][ ۱۰۱ ][ ۱۰۲ ][ ۱۰۳ ][ ۱۰۴ ][ ۱۰۵ ][ ۱۰۶ ][ ۱۰۷ ][ ۱۰۸ ][ ۱۰۹ ][ ۱۱۰ ]

معرفي وبلاگ
 



http://larawbar.com/hella/

 
 

فهرست اصلي
 
صفحه نخست
پست الكترونيك
آرشيو مطالب
افزودن به علاقه مندي ها
صفحه خانگي
 

 
 

آرشيو موضوعي
 
شعورنه
اسلامي ليكني
لنډي كيسي
ادبي ټوټي
خبرتياوي
مقالي
بيلابيلي ليكني
انځورونه
اړ يكي
غو نډ ه
كتا بو نه
 
 

آرشيو ارسال ها
 
اسفند ۱۳۸۸
بهمن ۱۳۸۸
دى ۱۳۸۸
آذر ۱۳۸۸
آبان ۱۳۸۸
مهر ۱۳۸۸
 
 


پيوند ها
 
افغان ادبي بهير
تل افغان
ټاټوبئ
دارواښآد سيلاب ساپي بلاګ
روهي ويب پاڼه
غورځنګ ويب پاڼه
دميرمن كلتوري ټولنې ويب پاڼه
پښتوسندري
دتهران راديو پښتو خپرونه
دامريكاږغ اشنا راديو
دچين راديو پښتو خپرونه
دالمان ږغ راديو پښتو خپرونه
دښآغلي همت الله امين زي ويب سايټ
مورچل ويب پاڼه
خوست ويب پاڼّه
انلاين پښتو مشاعره
په زړه پورې افغانئ لينكستان
پكتيا ويب پاڼه
وحدت ورځپا ڼه پيښو ر
سور غر ويب پا ڼه
سپوږمۍ ويب پا ڼه
سمسور و يب پا ڼه
خوست راديو
دافغا نستا ن دطالبانو ويب پا ڼه
تاند ويب پا ڼه
پښتونخوا ويب پا ڼه
پكټ راديو پښتو خپرو نه
داستانونه ويب پا ڼه
زمو افغانستان ويب پا ڼه
ډيوه راديو ويب پا ڼه
دازادۍ راديو پښتو خپرونه
ليكوال ويب پا ڼه
هيواد ويب پا ڼه
اصلاح ويب پا ڼه
شهامت ويب پا ڼه
ريان اسلامي ويب پا ڼه
توره بوړه ويب پا ڼه
لوي غر ويب پا ڼه
د بي بي سي پښتو خپرونه
ګران وطن ويب پاڼه
بينوا ويب پاڼه
ټول افغان ويب پاڼه
دموسيقۍ په زړه پورې ويب پاڼه
دموسيقۍ ښكلې ويب پا ڼه
پښتا نه و يب پا ڼه
رومال و يب پا ڼه
ننګيا ل و يب پا ڼه
لوي افغانستان وېبپاڼه
طلوع ټلوېزيون
آرمان راډيو
لمر ټلوېزيون
نورين راډيو ټلوېزيون
پژواك خبري آژانس
ولس خبري اژانس
تول پښتانه وېبپاڼه
ميدان وردگ ولايت پانه
مسلمانان وېبپاڼه
دپښتنو شاعرانو شعرونه وېبلاك
حقيقت ويببانه
كره كتنه وېبلاك
دبازمحمد عابد وېبلاك
افغا ن ننګ ويب پا ڼه
لر او بر ويب پا ڼه
په زړه پوري اسلامي ويب سايټ
بلاګو نه و يب پا ڼه
خبرونه ډا ټ كام
دعبدالهادي حيران و يب پا ڼه
افغا ن كلتوري ودې ټولنه
دآپلوډ په زړه پوري ويب پا ڼه
پښتو نستا ن ويب سا يټ
دښځـو ويب پا ڼه / اوربل
آنلا ين ويب پـا ڼه
قا مو ســو نه و يب پاڼه
سلګۍ ويب پا ڼه
شعرو نه و يبلا ګ
سباؤن ويب پا ڼه
 
 


لوگوي دوستان
 
POWERD BY neginblog.com
 
 


كدهاي كاربر
 
 
 


 

تمام حقوق تعلق به نگین بلاگ است