هغه دزړه او داحساس تصوير ته رنګ وركوي
دانځورګرغوندي په لاس تصوير ته رنګ وركوي
پښتون لالي قلم راخستي دهـــــــــــنر په ګوتو
دپلار دتورې او دآس تصوير ته رنګ وركوي
هغه سړے ګوره چي شپه كړي تر سهاره روڼه
هغه سړے ګوره اساس تصوير ته رنګ وركوي
دي رامعلوم ما پيژندلي ددې كلي ښكلي
دمينې نه دي په لباس تصوير ته رنګ وركوي
هسي به ته نمك حرام يې ياره نه بې منې
ګنې حقمل دې په اخلاص تصوير ته رنګ وركوي