هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته omari.zabul@gmail.com |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
حضرت سفيان ثوري رح ؟ عمري حضرت ثوري رح په شريعت او طريقت كښې كامل او دعلوم رسالت وارث وو چي دهغه په وجه عوامو ورته دامير الؤمينين خطاب وركړے وو ٫په ظاهري او باطني علومو كښې ورته بشپړه برلاسي حاصله وه٫ډيرو مشايخو ترينه فيض پيدا كړے وو٫ يو ځل ثوري رح مسجد ته دداخليدو پر وخت خپله چپه پښه په مسجد كې كېښوده كله چي ده په مسجد كي پښه كېښوده نو يو غيبي اواز ورته وشو چي اې ثورې رح دمسجد په حق كښې ګستاخي ښه نه ده٫ بس له همغې ورځې نه وروسته دحضرت سفيان نوم ٫ ثوري شو ٫ يعني سفيان ثوري رح ٫ خو كله چي پر ده باندې دغه آواز وشو نو پر ده باندې خوف او وېرې ډيره زياته غلبه وكړه پر زمكه وغورځيدو او بيهوښه شو ٫ كله چي پر هوښ راغلو نو دايې وويل ٫ چي ددې بې ادبي راته داسي سزا راكړل شوه چي دانسانيت له دفتره زما نوم خارج كړل شو٫ نو اې نفسه٫ اوس دداسي بې ادبۍ جرءت هيڅ كله مه كوه٫ دے مبارك فرمايي واي ما چي دنبي كريم صلي الله عليه وسلم څومره اقوال اوريدولي دي په هغو مي عمل كړے دے٫ دحضرت دامقوله وه چي محديثينو له زكواة اداكړل پكار دي يعني دوه سوه حديثونو كښې كم نه كم په پنځه حديثونو عمل كول ضروري دي كوم وخت چي ثوري رح بېمارشو نو خليفه دوخت يو پوهه او حاذق طبيب دده دعلاج دپاره ورولېږلو٫ ليكن هغه طبيب آتش پرست وو٫ هغه طبيب چي دثوري رح اندازه واخيستله نو وې ويل چي دثوري رح ځيګر دالهي خوف له كبله ټكري ټكري شوے دے او دهغې رېزې متيازو كښي راځي٫ بيا آتش پرست طبيب وويل ٫چي په كوم مذهب كښې چي دا ډول افراد وي هغه مذهب هيڅ كله باطل كېداي نه شي له همدې ويلو وروسته دغه طبيب چي يو آتش پرست وو دزړه له كومي يې اسلام قبول كړو او پرهمدغه ځاي باندې مسلمان شو٫ كوم وخت چي خليفه دا واقعه واورېدله نو هغه وويل٫ چي ما خو طبيب مريض ته لېږلے وو ليكن اوس محسوسه شوه چي مريض طبيب ته ورسيدو دحضرت سفيان ثوري رح استغنا يو چا وحضرت ثوري رح ته دوي تيلۍ دپيسو وروليږلي او دا پيغام يې ورته وركړو چي تاسو زما دپلار دوست ياست او اوس هغه زما پلار وفات شوے دے نو ته اې ثوري رح دخپلو اخراجاتو دپاره دغه دوي تيلۍ رانه قبولې كړه كله چي يې دغه دوي تيلۍ حضرت ثوري رح ته وركړې نو ده مبارك دغه دوي تيلۍ نه كړې قبوليبيرته يې ورواپس كړې او دايې ورته وويل چي ستا له پلار سره زما تعلقات صرف ددين دپاره وو نه ددنيا دپاره او زه ديني تعلقات ددين په عوض كښي نه شم خرڅولاي٫ ٫٫٫ په پښتنه مينه محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ ------------------------------------- نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۳ تير ۱۳۸۸ ساعت ۱۱:۱۰:۴۵ | آرشيو نظرات (0) |
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
نگین بلاگ است
|