وطن نه يې چې ځار نه كړم ځواني مه راكوه
چې زړه غني ونه لرم خاني مه راكوه
مرګي دې راته راشي زه خوشال يم په مرګي
بې ياره چې تيرېږي زندګي مه راكوه
ريښتا وايې رويباره چې اشنا داسې ويل
چې ماته نور سلام د يو سړي مه راكوه
دا ستا له لاسه جوړ زخمونه هغسې تازه دي
ناځوانه نور داغونه په زړګي مه راكوه
بس دا ماته ګافي ده چې په ځير دې رخسار ګورم
جانانه ! نور له دې نه ازادي مه راكوه
پيدا يو څوك (كوچي) كړې چې له قامه وي قربان
پخپل ځان كې چې ورك وي فلسفي مه راكوه
