هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته omari.zabul@gmail.com |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
نظم٫ عبيدالله درويش دراني
آخره خاتمه دهغه كره بل نر ځناور نه ؤ دغه يو ښكلے كبلے ئې ؤ ساتلے دوسۍ دغه بچے دده ډېر خوښ ؤ نن چي ووت دجنګ په نيت له خپله كوره نو همدې كبلي ته ؤ لږ پرېشانه داپه دا چي ددُوي داسي عقيده وه چي سړے چي كله جنګ لره وي تللے نو تر څو چي بيرته خپل كورته رانه شي تر هغو به چا ته دا اجازه نه وي چي دده دكور يو نر ځناور مړ كړي كه ئې مړ كړي نو به دغه جنګيالے هم بيا په تېغ ددښمنانو وژل كيږي او ددې صفا صفا دغه مطلب ؤ چي كه دا كبلے دده تر تګ رامخكي څوك دښو او يا دبدو په نيت مړ كړي نو به دَےهم مري په لاس ددښمنانو خوري به تېغ پر سينه پاس ددښمنانو ٫٫٫٫ دَے چي جنګ لره روان شو اوس له كوره نو ددُوي دعقيدې او دين له رويه دهمدې كبلي په سا كي دده سا وه ده دا سا دخپلي ښځي په لاس وركړه ښځي غوښته دغه ورځ له لويه خدايه دې خپل زړه وختي وبل چا ته وركړے تش بدن ئې ؤ بندي دده په لاس كي اوس ؤ وخت چي زړه او تن سره يو ځاي كړي بس دشپې ئې دكبلي پر غاړه باندي وه تېره چاړه په پټه تېره كړې او پر غوښو ئې اشنا ؤ مېلمه كړے ناروا يار ئې په غلا ؤ مېلمه كړے ٫٫٫ كبلے ورك شو٫ بيا دچا په سترګه نه شو وه مېرمن به ئې دورځي كور يواځي خو دشپې په حال ئې خلګ خبر نه ؤ چا و چا به وي شك هم ورباندي كړے خوددې په داسي خلګو پروا نه وه چي خبر ئې دمېړه دمړيني راوړي او دا خلاصه شي دبل واده دپاره مګر دا خلاصون ئې خداي په برخه نه كړ جنګ چي مات شو او سرتيري راستانه شول نو چي دائې وه دمرګ په هيله ناسته هغه څوك هم روغ رمټ راغے خپل كورته دغه وخت هرطرف زوږ ؤ او غوغا وه چا ماتم كاوه دكور سړے ئې مړ ؤ څوك ؤ خوښ چي جنګيالے ئې ژوندے راغلے خو ددُوي كور په كورونو كي ؤ داسي چي نه زوږ شو پكي پورته او نه شورؤ عجيبه وارخطا ئې پكي خوره شوه وه مېرمن ئې وېرېدلې وېرېدلې دمېړه ئې په خبره سر خلاص نه ؤ كبلےهم ورته په كوركي ښكاره نه شو سم جواب دهيڅ پوښتني ئې ونه موند پاي ئې توره پرې را وايسته له تېكي وار خطا ښځي ته نه وه بله لاره حال ئې ټول وده ته ووايه له ډاره ٫٫٫ حال چي ټول دكور څښتن ته ورمعلوم شو دې خبرې ته حيران شو چي كبلے ئې وژل شوے دَے او دَے بيا هم ژوندےدے دداهسي حيرانتيا په دا شېبه كي ورته هره عقيده درواغ ښكاره شوه دين٫ مذهب او ديني مشر په دا وخت كي درواغجن وو په نظر كي دده واړه او تر ټولو دناورين خبره ده وه چي دده پت او غيرت ؤ داغي شوئ دغه تاؤ ئې وينه داسي ايشَوله لكه اور چي ئې په رګ رګ كي بليږي دداهسي جوش په حال كي ئې په تُوره سر دخپلئ ښځي بېل كړ له بدنه دهغې دوينو پورته شوې څلكي او دے و ووت چي په خپله تېره توره دبېځايه عقيدو ريښه هم پرې كړي او ددې ځاي دديني مشر په وينه كړي خبره دهمېش دپاره سپينه ٫٫٫ په لټون چي ئې دے توره په لاس و ووت ديني مشر ؤ لا مخكي غوږېدلے او ايستلےئې ؤ ځان دده له مخه چي ئې دغه سړے كښې نه ووت په ګوتو نو په خپل هغه دښمن پسې روان شو چي په ژوند كي ئې دده پت او غيرت ته ؤ په بد او په خيرن نظر كتلي خو هغه بيا دبدۍ په چل ښه پوه ؤ داسي توره ئې په كوركي تل ساتله چي په زهرو كي به وه ښه ايشېدلې نن ئې هم په دغه رنګه يوه توره جنګ له ده سره تر ډېره پوري وكړ او آخر ئې په داغه توره زخمي كړ ورنژدې ئې وازي خُلې ته دمرګي كړ ٫٫٫ اوس چي دَے دمرګي ژامو ته روان ؤ ديني مشر ؤ خپل ځان رارسولے دا وخت سر ته دده ناست ؤ او ويل ئې چي زموږ پر عقيده اوپر دين باندي تا بېځايه هسي شك ؤ څرګند كړے ستا كبلےچي ستا ترشا ؤ وژل شوے نو زموږ له عقيدو سره سم ته هم دائې مرې آخر دخپل دښمن له لاسه ده هم ومنله دغه تېروتنه توبه ګاره شو دټولو خلګو مخته ؤ په دې توبه له حده زيات خوشحاله او ويل ئې دا دنيا مي شوه خرابه خو هغه دنيا مي دا ده په امان شوه چي آخره خاتمه مي پر ايمان شوه
محمدعلــــــــــي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۸ مهر ۱۳۸۸ ساعت ۱۰:۰۱:۲۴ | آرشيو نظرات (0) |
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
نگین بلاگ است
|