هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته omari.zabul@gmail.com |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
![]() دستركلاسك شاعر عبدالحميدبابا څو شعرونه
حمد الَهي دمحبت سوز و ګداز را په دا اور كې دسهي سمندر ساز را تن پرور بلبل دې عيش كاندي په ګلو پروانه لره ٫ په اور ٫ زما پرواز را كه مې نه زمويې په ويار دوږو سترګو مئ دعشق په ميخانه كې دمجاز را چې نظر له ناتوانۍ وچا ته نه كا دهغو بېمارو سترګو نيازو ناز را چې مي نه وي سركوزي چاته بې ښكليو له دولته دعشق هسې كبرو ناز را اضطراب مې دحرص كړې له زړه لېرې قناعت قوي لنګر ددې جهاز را كه مې نه پاشوې سِر زيد و عَمر و ته خپل زانو لكه نرګس محرم راز را څو به ګورم دقيامت و ورځو شپو ته دا انجام په دم قدم كې دآغاز را دحميد ٫ محموده رايشه پخپله كمينۍ لره كمال زما اياز را
غزل اې مدام دنس په زېرمه مبتلا ځان ته ولې ويښوې ويدې بلا دانايان له دښمنانو سلا نه كا ته په څه كوې دنفس شيطان سلا له دې خپلې سپيني ږيرې وشرمېږه ولې كاندې په روښانه ورځې غلا دخپل دم وچليدو وته غوږ نيسه هر نفس دتلو اواز كا چل چلا څه بلا لره دنيا شوه درته ټوله چې مچۍ ګبينه ډك كا شي جلا وخپل خداي ته له سړيو سړئ ښه دئ نه وخلګو ته خودرو شېخ و ملا دزخمي چي زوه درومي آرام مومي ته په تله ددې دنيا كړې واويلا زر به لاس له ناميندۍ په تشي كښيږدي چي په اهل ددنيا تړي څوك ملا پرورش دنفس په كار نه دئ حميده له دښمنه سره څوك نه كا تو لا غزل نه زما ده نه دستا ده دادنيا پاتې شوې له هرچا ده دا دنيا ديوه غېږ كې پرته وبل ته خاندي څه لولۍ او بې حيا ده دا دنيا په رڼا يې دچا كار نه پوره كيږي دآسمان برق او برېښنا ده دا دنيا كه ظاهر ښكلې زېبا ليده شي څه شو په باطن توره بلا ده دادنيا مروت داشنايۍ پكې نشته كه اشنا ده نا آشنا ده دا دنيا زر په زر به يې خوا ولي له كمره له هرچا چي خوا په خوا ده دادنيا په يوه ځاي يې ټيكاؤ هيچيري نه شي لكه سيورئ خوا ؤ شا ده دا دنيا تل په ځان پورې دخپلو طالبانو مسخرې كا په خندا ده دادنيا په سودا يې سود من شوي هيڅوك نه دي جو فروش ګندم نما ده دا دنيا بېهوده يې زړه تړي په ډنګ ډنګ پورې دګړۍ مېلمنه ورا ده دا دنيا مناسب نه دي ورتله دنويو خلقو دهلكو تماشا ده دا دنيا چې حميد پكې خندا كا ريشخندي كا ځاي دغم او دژړا ده دا دنيا غزل همنشين دبې حيا وي بې حيا سپېره ږېره ژرنده ګړي دآسيا هر مجلس لري اثر دنيك او بدو دا متل دئ درښتينو په رښتيا هغه رنګ اخلي جامه چې په خم كښېوځي سور كه سپين كه زېړ كه شين دئ كه سيا په يوه ساعت مجلس دناكسانو افلاطون تر خولې وباسي ما خوليا شپون غوبه ځكه سنګدله ويلاړه شي چې روزګار يې وي له كاڼو دبيديا تېز تاثير لري تر ښو صحبت دبدو دا خبره آزموده ده په بيا بيا له صحبته يې كهښت دحرص خېژي دي په اصل كې پمن اهل دنيا درو لعل وركول په وېړيا نه شي بې له ما چي درنه پند وايم ويړيا چې يې وركه كړه لويي په خاكساريۍ اوس حميده٫ شه په اصلي وطن بسيا غزل هيڅ مې نه زده محبت كه اور دئ دا په اور سوځم په رضا كه زور دئ دا دا دعشق لا علاج رنځ دئ نه پوهېږم كه بې دمه بې جړي منګور دئ دا چې مې نشته همخوابه ښكلي په خواكې نه دي كور په حقيقت كې ګوردئ دا هيڅ دعشق په سياه رويي مه زهيرېږه دژوندون دكښېدې انځور دئ دا چي رېبي مي بې صرفې دزړګي ولې كږې وروځي دي ديار كه لور دئ دا كه سرتور دعشق په تور شې مه شرمېږه دجمله بديو سر پېغور دئ دا چې په تله دسرومال راڅخه نه ځي واقعي دتورو سترګو تور دئ دا چې يې زه له خپله غمه په امان كړم دعشق غم دئ كه زما غمخور دئ دا خواه ناخواه به غم زغمي چې عاشقي كا په دې ناوې پسې ښه سروردئ دا چې مې وليده حميد٫ دعشق په كار كې ليونئ دمجنون كشر وروردئ دا غزل عاشقي ده واقعي دسود سودا ځكه سر وركوي شمع په خندا لاس وپښي كړوه زركې سره په قهقه خاندي چې يې بيا مونده ښادي ګوښه تنها چې بازه شي سرومال په عاشقۍ كې داسودا ده دغه سود لره پيدا كه صورت دعاشق خوار ليده شي څه شو پادشاهي كا په خرقه كې دا ګدا چېرته سيل دصحرا چېرته دښكليو چېرته روغ رمټ سړئ چېرته شيدا زلېخا دپادشاهۍ مسند پرېښود چې حاصله يې په عشق شوه ابتدا داچي ژاړي عاشقان ظاهر له غمه دښادۍ ستر پوښي كاندي په دا چې ادا كا ورته يار بې وياره وصل ځانته وايي عاشقان هاله ادا چې په عشق دې ابتدا وكړه حميده ځكه شوه هسي په مالګې ستا ادا غزل چي شبنم غوندي شبګير واخيست په سر ما كېښود سر په پتانه دسمنبر ما هاله يادكړم په بوسه خونخوارو سترګو چې دپاڼو په څېر وينو كړ ځيګر ما دقارون له بد بويۍ مې خوا كهيږي ځكه تو كړه ددنيا په سيم و زر ما دحاتم دداد نغمه ورباندې ناورم چې درانه كړه غوږ دصبر په ګوهر ما ددنيا اهل دُول دزړه په سترګو واړه وليده ترځان خوارو بتر ما رنګ و بوۍ دوفا نشته پكې ځكه ددې باغ له ګلو واخيست خپل نظر ما راښكاره٫ چې شر٫ آفت ٫ دشرافت شه دا عاشور له ناپوهۍ ګاڼه اختر ما اطلس پوښ دې ويار زما دشړۍ نه كا شاړ نمد كړ آئينې غوندي بستر ما څه لويي په ما حميد څوك په دولت كا چې شميرلئ دئ دولت دمچ ور ما غزل اول ولوله آيت دلن تنا هاله لاف دمحبت كړه داشنا څودې سر په تنه پورې مال په ځاي دئ نشته ځاي دركې هرګز ددې وينا محبت په قيل وقال نه شي په حال شي څوك به څو په رڼا ځغلي دبريښنا چې منګولې يې دتركو په زړه ګرځي ډوب په وينو كې لړمونه شه دحنا چې يې زړه دعشق په تېغ سورئ سورئ شي لاعلاج كاندي فرياد لكه سُرنا كاميابي په عشق كې نشته زړه چول دي هر نفس په تشه تشه تمنا چي دعشق هوسناكي ورته په خوا شي ډېر ويرژلي كاندي ګډ په تن تنا په هنر هنر يې زړه راڅخه يو ووړ راته شو يارو رويبار طوطي مينا خداي دې ګونګ كاندي حميد په هغه ژبه چې به بې ښكليو پرې كا دچا ثنا غزل له شېخۍ راته بهتره شوه رندي بيا ناصحان مې دې په سل رنګه غندي بيا
ښه چې خلاص شوم دريا له تشه زهده خداي دې رانه كا دا هسې خود پسندي بيا دخلوت له عزيزانو مې زړه بدشه ځان مې وشماره دتركو په كندي بيا چې مې كور په دغه توردي مينې سوي وبه نه كړم له تقواي سره ګوندي بيا وابه نه ړوم نورمخ له ساده رويو كه دخط اره مې كښېږدي په تندي بيا له بېخونده آزادۍ شومه دسروې دګني په څېر په څو بنده بندي بيا چې يې زه په ړومبي پند پورې خندا كړم ناصحان په نصيحت كا ريشخندي بيا دا دعشق طاغوتي رنځ به يې ارمان شي كه دزهد ځان كوټلئ شي ژوندي بيا دګوندۍ زړه ترېنه صبر كړه ناصحه له رندۍ سره حميد شه سو ګندي بيا غزل دهرچا چي شي مفتي نفس و هوا ناروا شي دجهان ورته روا نفس شېطان چي دچا بد تر فهمه ښه كا هسې خوري زهر قاتل لكه حلوا ستور دسر په سترګو غوږ اروي هم ويني سترګې غوږ بويه دزړه بينا شنوا چې منډي پكې سړي او سپي خولې سمې ددنيا له خوا نه ښه يم بېنوا بې پروا خپلې راستۍ په كس ناكس كړم ګڼه نه لرم هرګز دچا پروا قناعت مې اشتها كړه هسې صافه چې اوګره راكوي خوند لكه حلوا عشق كړه هسي استغنا زما حاصله چې مې درد دمحتاجۍ نه كړ دوا دقارون له غوا ؤ غېلو مې توبه شه چې مې شته ديار غمونه غېلې غوا مزري په بد شرم كا لېوه بې شرمه ترهغه شي ځكه دا په بد رسوا سوز خو خوند لري دلسوز نشته حميده دلاله په سوي وسوه دچا خوا غزل نه له تاسره سهېږم نه بې تا مبتلا دې كړم په څه بلا بُتا
دغنچې په څير مې زيست په ځيګر خون شه كه هر څو يې لكه ګل له ما يكتا كه مې زړه دعشق په تېغ سورئ سورئ شه تو يوه وته دې نه كړه راته تا كه هر څو دبڼو غشي كا ږه ولي يو له نښې دزړه نه درومي خطا خداي مې نه په ګور كوي ګڼه ستا سترګي هر نظر راته كوي دمرګ پا تا نيسي يار له سادګۍ رقيب په خوا كې نغښتي نه شي په زر بفتو كې خامتا چې دا هسي سرو مال ښندي په ښكليو شوم حميد كړ محبت يخي داتا غزل بد دې نه مني كاته حبيب زما دا دئ قُوت لايموت نصيب زما هيڅ ادب مې بې ادبه سترګي نا خلي كه هرڅو كا وچولي غوته اديب زما كه آخر شه ديار حسن عيب يې نشته دغريب په ټوكړه صبر كا غريب زما دنوخطودرشتي زما آتشي ده په اغزن بوټي آرام كا عندليب زما چې دې وپاڅوي ماته په ښكنځلو څه په بد كاې نيكخواهي كا ندي رقيب زما لامې زيات آه فرياد دغم لښكر كا خيژوي مې فوج په سر زما نقيب زما ددښمن چي تېغ تيره وي زما وسر ته جدايي به مرګ مېلمه كا عنقيب زما كه لږ ډاډ وما حميد را كا په عشق كې نشته بل يارو آشنا قريب زما غزل په طلب كې دطالب هسې نه دي مناسب ګه بې ياره دم قدم وي دم قدم اوسي تايب چې به خوب يا قراري كا يابه خاندي مطايب هسي رنګ دې وي بې ياره لكه بې روحه قالب روح دې وبخښي وغم ته غم دې كا دروح نايب دژوندون په هر نفس كې هر نفس اوسي تايب په طلب دې دشاهد شي ځان جهان ځني غايب په ژړا كې دې دوې سترګي دوه رودونه كا ذاهب شپه او ورځ دې بيداري كا لكه سپے دخپل صاحب تل ماتم دې دخپل ځان كا لكه كوه هسي غالب چپړوسي دې دهر ژوي په ځان ونيسي واجب كارو بار دعاشقۍ عجايب دي غرايب نه په ژبه ټول وايه شي نه ليكه شي په كاتب له يوه دوكه وبل ته پورته خيژي مراتب ګفتګوي دحميد ٫ توي كړه كوز په زمكه كواكب
غزل منت بار دې يم دږيرې دآغاز چي يې كم كا ستا دحسن كبرو ناز چي غريب شه په وطن دنوخطۍ ګوندي اوس شي په كرم غريب نواز واړه مشق دخونريزي كړي در پوهېږم داچي ناست ئې پټي سترګي لكه باز چې په دا هومره سينګار سره سازيږې خداي زده بيا كوې دچا دقتل ساز دازما په سر كوزي نه يې نور څه ئې چي رقيب دې په دشنام كړ سرفراز لكه موم سوز او ګداز مومي له اوره هسي زه مومم له تا سوز و ګداز درقيب دپند پومبه دي پكي ايښي چي دې نه لګي په غوږ زما آواز جنګوم اور و پومبه له نادانيه چي جلب دستا دناز نيسم په نياز لا به كله په وصال ديار كوتاه شي اميدونه دحميد دورود راز غزل معلوميږي ستا دحسن له غمزو چې يې مرګ دتېره تېغ دئ را پيرزو ستا دسترګو دبڼو تر مينځ حيران يم يومي وژني په سره اور بل په نيزو هومره ښه دي خال و خط راسره وكړه چي ئې را ښكوم له اوره په اغزو ستا دزنې په ارزو كې مې حلق تريخ شه دزقوم په څېر دقندو له كوزو رستمان دصبرو زهد ستا په عشق كې نڅول شي در په در لكه بيزو چي دې زه په تش ليده وځم له عقله څه حاجت دزياتي زور دستيزو دښه مخ په واصلانو به څه حال وي چي ئې وواژه حميده تشې ارزو غزل دامې لاس راكيښ دصنم په سر دپاسه كه وزمكې ته راكوز شو لمر دپاسه سپك سپك غر ديار دهجر هسي دروند دي لكه ايښئ په سينه وي غر دپاسه لايې زه له پۍ مختوبه چور چر ناست يم بيا يې كه راباندې خط لښكر دپاسه لكه پروت وي تور اطلس پر مكه باندې هسې رنګ مې دئ فلك دسر دپاسه څو بې عقله ليونئ نه شې په عشق كې بل هنر نشته تر دې هنر دپاسه په يو هسي مغرور حسن مبتلا شوم چي لري تر لمر سپوږمۍ نظر دپاسه دمغرب له لوري لمر وخوت قيامت شو كه راځي په كبرو ناز دلبر دپاسه څوك به هي زما په مرګ كا په خوا مړي نړاوه شي په خوار مړي هميشه كمر دپاسه چي سبا دې په فراق كوټه ظاهيريږي مه ږده نن تانبه دلاندې زر دپاسه چې نمړۍ دپاسلوني خورې ٫ حميده په يوه پرهر ږدې بل پرهر دپاسه غزل چي يې سپك كا عاشقي لكه بڼه هغه كس تر كوه قافه دروند ګڼه چي ايرې دبې قدرۍ شي پري مښودي آينه دهغو زړونو وي رڼه له دانان سره نادان كا اوچي بوچي هيڅ به بټ په ترپو مات نه كا چڼه له كينې په بينا سترګو شنوا غوږو دعيسي په دم قدم ړنده كڼه كه څوك نه پټوي سترګي په حرامو شي په پښو كي پېژندي پردۍ پڼه داچي نن بڼې بڼې په زركه ناست دئ دغه باز به كا برګوټ بڼه بڼه چي ٫ حميد اوږدوي لاس ديار ومخ ته كشكي ښاخ دولې ونيسي مڼه غزل لكه ته هسي رقيب پر ما غالب دئ كه دې سپے دئ ستا ددر زما صاحب دئ كه رقيب هزار بدۍ كا زه ئې نه كړم ستا له مخه يې ادب پر ما واجب دئ چي دي زړه هسي نا شدي په ما كاندي ماته هر نامناسب ستا مناسب دئ كه مې اوښكه ستا ماڼۍ ستا له صورته څه شو ستا دميني غم پكې نايب دئ په مطلب دليوني خاطر حيران يم نه پوهېږم چي له تا دڅه طالب دئ په وصال كه نا قرار له هجره ژاړي څه نسبت يې روزي شوئ عجايب دئ په سبب دستا دعشق دغور و جور په يوه نفس راغب په بل تايب دئ خداي دي خيال راته حاضر لره دلبره مخ دې څه شه كه حاضر دئ كه غايب دئ چي ٫ حميد دوصل لاس غواړي له دوسته كوم ګدا موندلئ ماهِ مراتب دئ
راټولونكئ محمدعلي عمري نويسنده : محمدعلي عمري | ۷ آبان ۱۳۸۸ ساعت ۰۹:۲۶:۴۹ | آرشيو نظرات (0) |
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
نگین بلاگ است
|