د نړۍ تر ټولو زيات خپرېدونكى اواز
ژباړه عبدالرزاق حبيبي
د يو نړيوال راپور له مخې په نړۍ كې تر ټولو زيات خورېدونكى اواز اذان ښودل شوى دى ، ددې راپور له مخې هره ورځ اذان دانډونيشيا دختيځو جزيرو څخه د صبح صادق د ختلو سره پيلېږي او په يو وخت كې په زرګونو اذان كوونكي د الله د توحيد او د رسول الله د رسالت اعلانونه كوي ، د ختيځو جزيرو څخه دا پړاو لويديځو جزيرو په لوري حركت كوي او نيم ساعت وروسته د اذانونو دا سلسله د سماټرا په جزيرو كې پيلېږي او د سماټرا په كليو او ښارونو كې د اذانونه له پيلېدو مخكې د ملايا په جوماتونو كې د اذانونو اوازونه پورته شي ، دا سلسله نيم ساعت وروسته د بنګله دېش پايتخت ډاكه ته رسېږي ، په بنګله دېش كې لا اذانونه نه وي ختم شوي چې د كلكتې څخه تر سريلنكا پورې اذانونه پيل شي ، او له كلكتې څخه د هند تر بمبئي پورې ټول اذانونه پيل شي او د هندوستان ټوله فضا د الله د توحيد او د هغه د رسول صلى الله عليه وسلم د رسالت اعلانونه ونيسي ، په هندوستان كې چې اذانونه په ختمېدو شي نو د كشمير په سرې نګر او سيالكوټ كې پيل شي او او له سيالكوټ څخه دا سلسله د پاكستان كراچۍ ، ګوادراو له هغه څخه بيا ټول پاكستان ته ورسېږي په پاكستان كې تر اذانونو ختمېدو وروسته دا سلسله افغانستان او مسقط ته ورسېږي او په دې وخت كې د افغانستان او مسقط تر منځ ټوله فضا اذانونه نيولي وي ، د مسقط څخه تر بغداد پورې د يو ساعت فرق دى په دې وخت كې د سعودي عربستان ، يمن ، متحده عرب امارات ، كويت او عراق سيمه په مسلسل ټول اذانونه په خپله غېږه كې رانغښتې وي د بغداد څخه بيا تر اسكندريې پورې يو ساعت فرق دى په دې كې د اذانونو دا هوا په شام ، مصر، صوماليه او سوډان كې لګېږي ، اسكندريه او استنبول د هېواد په طول او عرض كې واقع كې دي له هغه څخه بيا د ختيځې تركيې پورې د نيم ساعت فرق وي په دې وخت كې د تركيې ټوله فضا اذانونو نيولي وي . د سكندريې څخه بيا تر طرابلس پورې د نيم ساعت فرق دى په دې وخت كې اذانونه په شمالي امريكه ، لېبيا او تيونس كې پيل شي او ټوله فضا بيا دالله توحيد او د رسول الله صلى الله عليه وسلم د رسالت اعلانونه ونيسي ، د سبا د راختلو دا اذان ، چې له انډونيشيا څخه پيل شوي و د نهه نيم ساعته سفر نه وروسته د اقيانونس بحر ختيځو غاړو ته رسېږي ، دا سلسله لا داقيانونس بحر غاړو ته رسېدلي نه وي ، چې په اندونيشيا كې بيا د ماسپښين اذان پيل شي او په دې ډول په ټوله ځمكه كې يوه ثانيه هم داسې نه راځي ، چې په سلګونو، په زرګونو بلكې په لكونو اذان كوونكي دالله د توحيد او د هغه د رسول الله صلى الله عليه وسلم د رسالت اعلان ونه كړي او دا سلسله به تر قيامته پورې جاري وي
له ننګيال ويب پاڼې څخه په مننه