ښي خبري
۱
هغه څوك چه ستا په مخ كي ستا عيبونه درته ښكاره كوي دهغي
كس نه يو لك واري ښه دي چي په درواغو ستا صفتونه كوي
۲
پر كمزوري رحم كوه الله ج به تا له ظلم څخه وساتي
۳
هغه عالم چه دعلم په مرسته په خپلو غرضونو پسي ګرځي
په خپله ګمراه دي دنوروخلكو به څه رهنمايي وكړي
۴
انسان كه له دوزخ نه دومره ډارشوي وي لكه دغريبي نه چي
ډاريژي نوهم به له دوزخ نه خلاص وو او هم له غريبي نه
۵
څوك چي له بي عقل سره بحث كوي نودهغه ځواب داوريدلو
ته به حوصله كوي
۶
دټوپك له اواز نه مه ويريژه ځكه هغه مرمي چه انسان مړكوي
اواز يي انسان نه اوري
۷
دبدكاره اوخرابو ښځو نه ځان ساته اود نيكو ښځو څخه هم پرهيز
كوه ځكه دهغوي طرف ته ميلان كول دشر انتهآ ده
۸
مخلص ملګري دميوه داري وني په مثال دي
۹
دكبرجنو خلكو ملاقات ته ورتلل په خپله دعزت كمول دي
۱۰
څوك چي دآزادي حفاظت نه شي كولي نو دغلامي ځنځيرونو ته
د تيار اوسي يوه ورځ به ورته اچول كيژي
۱۱
په لاره كښي ولاړ په ښكاره غل ښه دي له هغه فا سق نه چي دبزرګانو په جامه كي ګرځي
۱۲
هغه څوك چي د خپل لويوالي ډول غږوي هغه د ډول په شكل دننه خالي وي او دبزرګي
هيڅ پكي نه وي