الله تعالي په څو شيانو كښې لويه شفاء ايښي ده
۱ ٫ په قرآن كريم كي شفاء ده
۲ ٫ په صدقه كي شفاء ده
۳ دزمزم په اوبو كي شفاء ده
۴ ٫ په شهدو كي شفاء ده
۵ ٫په صله رحمي كي شفاء ده
۶ ٫ اوپه سورت فاتحه كي شفاء ده
ـــــــــــــــــ
دبدبختۍ څلور نښاني دي
په حديث شريف كي راغلي دي چي دبدبختۍ نښې دادي
۱ ٫ له سترګو څخه اوښكي نه بهيدل
۲ ٫ دزړه سختي
۳ ٫ اوږده اوميدونه ساتل
۴ ددنيا حرص
ــــــــــــــــــــــــــــــ
دحضرت عمر رض شپږ نصيحتونه
۱ ٫ څوك چي زياته خندا كوي دهغه رعب كميږي
۲ ٫ څوك چي ډيري ټوقي كوي نو دخلګو په نظر كي سپك او بې حيثيته سي
۳ ٫ څوك چي خبري ډيري كوي دهغه غلطي ډيريږي
۴ ٫ دچا چي ګمراهي ډيره سي نو دهغه حيا كميږي
۵ ٫دچا چي حيا كمه سي نو دهغه پر هيزګاري كمه سي
۶ ٫ دچاچي پر هيزګاري كمه سي نو دهغه زړه مړ سي
ــــــــــــــــــــــ
په درناوي
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
m.ali.umari@hotmail.com
