دتاريخ تر ټولو لويه جنازه
امام احمد بن حنبل رحمة الله عليه به فرمايل ٫ چي زموږ او اهل بدعت٫ په مينځ كښې فيصله به زما دجنازې په ليدو سره كيږي٫ نو دافيصله داسي وشوه
چي دهغه دمخاليفينو جنازې به څو دګوتو په شمار كسانو كولې
او دهغوئ پر مړينه به چا هيڅ غم نه ښكاره كولو٫
خو دامام احمد بن حنبل رحمت الله عليه دجنازې په ليدو سره
مؤريخين حيران پاته شو٫ كله چي خليفه متوكل٫ دامام احمد بن حنبل رح دجنازې
دناف كولو حكم وكړ٫ يعني چي دا ځان ته معلومه كړي
چي د ٫ امام ٫ په جنازه كښې څومره خلګو ګډون كړئ دئ
نو په كوم ځان كښې چي دامام احمد بن حنبل رح جنازه شوې وه
هغه ځان ته چي ئې اندازه ولګوله
نو دا ورته څرګنده شوه چي دامام حنبل رح په جنازه كښې
۲۵ لكو انسانانو ګډون كړئ وو ٫ مؤريخ عبدالوهاب رواق ٫ وائې
چي دجاهليت په زمانه كښې يا داسلام په تاريخ كښې
دامام احمدبن حنبل رحمت الله عليه تر جنازې
بله لويه جنازه چا نه ده ليدلې
په غرنۍ پښتنه مينه
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوا مسلم باغ