څړيكي او دردونه ٫ كتاب چاپ شو
څړيكي او دردونه ٫ چي دسيد باچا شينواري دشعرونو
لومړنئ كتاب دئ چاپ شو دغه كتاب چي ۱۸۶ مخه لري
دالازهر خپرندويه مؤسسې له خوا چاپ شوئ دئ
سيدباچا شينوارئ چي دلته په مسلم باغ كښې
٫ دسپين غر٫ په نامه ديو پښتو ادبي ټولنې مشري هم پر غاړه لري
په شعرونو كښې يې دوطن مينه له ورايه ښكاري
تقريبا په هر شعركښې يې له وطن سره مينه ښودلې ده
سيدبا چا شينوارئ ٫ چي اصلا دننګرهار ولايت دئ
له ډير پخوا راهيسي دلته په سهيلي پښتونخوا مسلم باغ كښې
اوسيږي ٫ دسيد باچا شينواري دوه نور شعري كتابونه هم چاپ ته تيار دي
چي انشاء الله كه وخت ورسره ياري وكړي
ډير ژر به چاپ شي
څړيكي اودردونه ٫ كتاب يې په پيښور٫ كوټه ٫ جلال آباد٫ او كندهار كښې
له كتاب پلورنځيو سره پيداكيږي
پر قلم يې بركت
په درناوي
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوا مسلم باغ