دمور دبد دعا تاثير
علامه زمخشري رحمت الله عليه ډير ستر عالم تير شوئ دئ
دعربي ژبې دپوهانو ويناده چي دقرآن كريم دعربي فصاحت او بلاغت پوهيدونكي
په دنيا كښې دوه كسان تيرشوي دي يو جرجاني رح ٫ او بل علامه زمخشري رح دئ
٫ او دواړه ګوډان وو٫ دستر عالم علامه زمخشري رح په باره كښې په كتابونو كښې راغلي چي دده يوه پښه نه وه يعني پښه يې پرې وه كوم وخت چي له علامه زمخشري رحمت الله عليه څخه دپښې دپرې كېدو په اړوند وپوښتل شو ٫ نو علامه رح وويل چي دا دمور دبدې دعا نتيجه ده
علامه رح وويل چي ما په كوچني والي كښې يوه مرغۍ ونيوله
او دهغې په پښه كې مې سپڼسئ وتړئ چي دهغې په وجه سره ددې معصومې مرغۍ نازكه پښه پرې سوه٫ تر دې پېښې مخكې ماته خپلې مور مباركې وويل چي زويه داسي مه كوه ولې دغه مرغيوته تكليف وركوې
خو ما دمور خبره ونه منله بهر حال ماچي ددې مرغۍ په پښه كې سپڼسئ
وتړئ او دهغې مرغۍ پښه چي پرې سوه په همدغه وخت كې زه خپلې مور وليدم
مور چي مې مرغۍ وليده دهغې پښه پرې وه نو زما مور مباركه ددې مرغۍ په ليدلو سره ډيره غنجنه او غمزده سوه په دغه وخت كې زما دمور تر خولې ماته دا بد دعا راووتله
قطع الله رجلك كما قطعت رجله
ژباړه
لكه څرنګه چي تا ددې معصومې مرغۍ پښه پرې كړه دغه رنګه دې الله پاك
ستا پښه پرې كړي ٫ علامه زمخشري رحمت الله عليه فرمايي
چي ددې بد دعا اثر دئ چي ماته يوه داسي بيماري راولګيده چي طبيبانو دهغې بيمارۍ څخه دعلاج لار دپښې پرې كېدل وښود يعني طبيبانو دا فيصله وكړه
چي دعلامه پښه بايد پرې شي
نو بيا طبيبانو زما پښه راپرې كړه
او اوس دادئ په پښه ګوډ يم
په درناوي
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوا مسلم باغ