هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته omari.zabul@gmail.com |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
دتوبې دقبليدو شرط الله تعالي دهر انسان توبه قبلوي چي په اخلاص سره وي كه سړئ هر څومره ګنهګار وي٫ بې له دې چي دبنده حقوق وي ٫ په عجز او خاكسارۍ الله تعالي ته توبه وكاږي الله ج يې توبه قبلوي خو شرط دادئ چي بيا په آينده كې له ګناه څخه ځان وژغوري اوپر تيرو ګناهونو پښيمانه شي كه يو سړئ توبه وكاږي مګر له ګناه څخه ځان نه ساتي نو دا توبه بې اعتباره ده او نعوذ باالله داتوبې ته دارنګ وركوي چي دغه كس له الله تعالي سره دوه مخي كوي الله تعالي فرمايي ثُمَّ اِنَّ رَبَّكُم لِلذِينَ عَمِلُو السُّوءَ بِجَهاَلةٍ ثُمَّ تَا بُوا مِن بَعدِ ذاَلِكَ وَاَصلَحُوا اِنَّ رَبَّكَ مِن بَعدِهَا لَغَفُورُ الرَّحِيم ژباړه بيا خبره دا ده چي ستا رب پر هغو كمو چي بدي يې وكړه په ناپوهي سره بيا توبه وكړي ددې څخه وروسته ٫ او خپله اصلاح وكړي بېشكه ستا رب ددې خبرو څخه وروسته بخښني والا مهربان دئ اوبل ځاي الله تعالي فرمايي كَتَبَ عَلَي نَفسهِ الرَّحمَةَ اَنَّهُ مَن عَمِلَ مِنكُم سُوءً بِجَهَالَةٍ ثُمَّ تَابَ مِن بَعدِهِ وَاَصلَحَ فَاِنَّهُ غِفُورُ الّرَحِيم ژباړه ليكلي دي ستاسي رب پر خپل ځان رحمت چي څوك وكي په تاسي كي بدي په ناپوهي سره بيا تردې وروسته توبه وكي او نيك سي نو خبره دا ده چي هغه بخښنې والا مهربان دئ او همدارنګه بل ځاي الله پاك فرمايي فَمَن تَابَ مِن بَعدِ ظُلمِهِ وَاَصلَحَ فَاِنَّ اللَّهَ يَتُوبُ عَلَيهِ اِنَّ اللَّهَ غَفُورُالرَّحِيم ژباړه بيا چاچي توبه وكړه وروسته ترخپل ظلم او اصلاح يې وكړه نو الله قبلوي دده توبه بېشكه الله بخښونكئ مهربان دئ ٫٫٫٫ په دې پورته آيتونو كښې له توبې سره سره داصلاح يادونه سوې ده دتوبې ترڅنګ په آينده كښې به له ګناهونو څخه دځان ساتلو كلك عزم وي٫ كه چيري ګناه وسي نو فوراً به توبه كاږي مخكې ٫ يعملون السوء بجهالة ٫ فرمايلي دي يعني كه يو سړئ په ګناه خبر وي بيا هم ګناه وكړي دهغه توبه هم قبليږي خو چي په اخلاص سره وي ٫٫٫٫ الله ج دې موږ ټولو ته دتوبې توفيق راكړي په درناوي محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ m.ali.umari@hotmail.com
نويسنده : محمدعلي عمري | ۲۸ بهمن ۱۳۸۸ ساعت ۱۲:۱۹:۵۲ | آرشيو نظرات (0) |
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
نگین بلاگ است
|