دحضرت عمر رض شپږ نصيحتونه
۱ څوك چي زياته خندا كوي دهغه رعب كميږي
۲ ٫ څوك چي ډيري ټوقي كوي نو دخلګو په نظر كښې
سپك او بې حيثيته سي
۳ ٫ څوك چي خبري ډيري كوي نو دهغه غلطي ډيريږي
۴ ٫ دچا چي ګمراهي ډيره سي نو دهغه حيا كميږي
۵ ٫ دچا چي حيا كمعه سي نو دهغه پر هېزګاري كمه سي
۶ دچا چي پر هېزګاري كمه سي نو دهغه زړه مړ سي
٫٫٫٫٫٫٫٫
دحضرت عقبه رض درې نصيحتونه
دحضرت عقبه بن عامر رض دوفات كېدو وخت چي رانژدې سو
نو هغه وفرمايل ٫ چي اې زما زامنو ٫ چي زه تاسو له درو خبرو څخه منع كوم
دا خبري يادولرئ
۱ ٫ دنبي كريم ص حديث له هغه چا څخه اخلئ
چي هغه داعتبار او اعتماد قابل وي دبل چا څخه يې مه اخلئ
۲ ٫ دقرض اخيستلو عادت مه جوړوئ اګركه صرف په چوغه اغوستلو ګزاره كول هم درته پيښ سي٫ چوغه يوډول اوږ قميص ته وايي
۳ ٫ په شعرو ليكلو كې مه مشغوله كيږئ كنې ستاسي زړونه به په هغوكي داسي مشغوله سي چي قرآن كريم به درڅخه پاته سي
( اخذ تحفة الواعظين )
په درنښت
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوا مسلم باغ