دلمانځه داذان حكمت
تاليف٫ مولانا اشرف علي رحمت الله عليه
لمونځ په جماعت جمعې سره كول يو ضروري كار دئ اوپه يو وخت يوځاي
دخلګو راټولول دخبرونو او اعلام پرته ستونزمن كار دئ او همدارنګه دالهي
حكمت غوښتنه هم دا ده چي اذان يواځې خبر دار ونه ګڼل شي بلكه له اسلامي شعائرو څخه وګڼل شي او خلګو ته ددې الفاظ وويل شي له دې كبله دا خبره ضروري ده چي دذكر الهي او شهادتينو څخه اذان جوړشوئ دئ او لمانځه ته بلنه هم په اذان كښي موجوده ده٫ چي د٫ حي علي الصلواة٫ مضمون دئ٫ داددې دپاره چي كوم شئ
ددې څخه منظور دئ چي هغه په ډاګه معلوم شي٫
٫٫٫٫٫٫
داذان پر وخت په غوږونو كښي دګوتو وركولو وجه
٫٫٫
په ابن ماجه كتاب كښي حديث دئ٫ ان رسول الله صلي الله عليه وسلم امر بلال
رضي الله عنه ان يجعل اصبعيه في اذنيه قال انه رفع لصوتك
يعني نبي صلي الله عليه وسلم حضرت بلال رضي الله تعالي عنه ته حكم وكړو٫ چي داذان كولو پر وخت خپلي دواړه ګوتي په خپلو غوږونو كي وركړه او اذان وكړه٫ نبي صلي الله عليه وسلم ورته وويل په دې كار سره يعني چي ته په غوږونوكي ګوتي ونيسې نوبيا ستا اواز لوړيږي
٫٫٫
هغه ماشوم چي نوئ پيدا شي دهغه په
غوږونوكي داذان كولو راز
٫٫٫
كله چي يو ماشوم پيداشي نو دهغه په غوږونوكي داذان كولو راز دادئ
چي كوم اواز او ږغ چي دماشوم غوږته لومړئ ځل ورورسيږي
نو دغه اواز ددې ماشوم په دماغوكي مستقل او دده په فطرت كي
مركزي ځاي نيسي نو له همدې كبله داسلام دمقدس دين لارښود
محمد مصطفي صلي الله عليه وسلم ماشوم ته په غوږ كي داذان وركولو
حكم وكړو٫ ددې دپاره چي دده په فطرت كښي لومړئ اواز٫
چي دده دپيدايښت څخه وروسته ځاي نيسي بايد دالهي توحيد
او نبوي رسالت اواز وي٫ ځكه چي دپيدايښت دوخت اواز دماشوم
په طبيعت كي داسي ځاي لري لكه دكاڼي كرښي
ــــــــ
په پښتنه مينه
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوا مسلم باغ