هيــــــــــــــــــلـــه
دا ړ يــــــــــــكو پــــته omari.zabul@gmail.com |
| صفحه اصلي | تماس با ما | آرشيو وبلاگ |
دحضرت محمد صلي الله عليه وسلم دسيرت سلسله يو ديرشمه برخه دمدينې منورې شپږ نيكبخته كسان دنبوت په يولسم كال دحج په موسم كښي چي د ۶۲۰ م كال دجولاي له مياشتې سره سمون خوري اسلامي بلنې داسي نيالګي وموندل٫ چي ډير ژر په داسي لويو ونو بدل شول٫ چي دكلونو كلونو ستړيو اوظلم ځپليو مسلمانانو يي تر يخ سيوري لاندي دامن او راحت ژوند پيل كړو٫ دمكې مشريكينو درسول صلي الله عليه وسلم دتكذيب او له اسلام څخه دخلګو دمنع كولو دپاره چي كومي لاري چاري او هلي ځلي په كار اچولي وي٫ رسول الله صلي الله عليه وسلم دهغوي ددې كوششونو دناكامولو پخاطر دالاره نيولې وه او داحكمت يې په كار اچولئ وو چي دشپې په تياره كښي به قبايلو ته ورتلو ترڅو دمكې مشريكين څه مانع ايجاد نه كړي يوه شپه نبي صلي الله عليه وسلم ددعوت په منظور ووت ابوبكر او علي رضي الله تعالي عنهما هم ورسره ملګري وو دبنو ذهل او بنو شيبان بن ثعلبه هستوګنځي ته ورغلل او داسلام په هكله ئي خبري ورسره وكړلي هغوي كه څه هم نيك او هيله مند كيدونكئ ځواب وركړ خو في الحال ئي اسلام قبول نكړو٫ پدې وخت كښي دابو بكر صديق رضي الله تعالي عنه او دبنو ذهل يوه كس ترمينځ دنسب دشجرې په هكله ډير په زړه پورې سوال او ځواب هم وشو دوي دواړه نسب پوهان وو بيا رسو ل الله صلي الله عليه وسلم په مني كښي له عقبې څخه تيريدو چي دخلګو خبري ئي تر غوږو شوي نو دهغوي پر طرف ور روان شو او ورغلئ دا ديثرب نه راغلي شپږ كسان وو٫ او ټول دخزرج له قبيلې څخه وو او نمونه ئي دادي ٫٫٫ ۱ اسعد بن زراره٫ له بني نجار قبيلي څخه ۲ عوف بن الحارث بن رفاعه ابن عفراء٫ له بني النجار قبيلې څخه ۳ رافع بن مالك بن العجلان له بني سلمه قبيلې څخه ۴ قطبه بن عامر بن حديدة٫ له بنيي سلمه قبيلې څخه ۵ عقبه بن عامر بان نابي٫ له بني حرام بن كعب قبيلې څخه ۶ جابر بن عبدالله بن رئاب٫ له بني عبيد بن غنم قبيلې څخه ٫٫٫ دمدينې دخلګو يوه نيكمرغي دا هم وه چي هغوي به دخپلو حليفانو يعني دمدينې له يهوديانو نه دا اوريدل چي ويل به ئي په دې زمانه كښي يو نبي مبعوث كيدونكئ دئ ډير ژر به هه راښكاره شي موږبه دهغه متابعت اوپيروي وكړو٫ او دهغه په ملګرتيا به تاسي لكه دعاد٫ او ارم په شان ووژنو٫ كله چي رسول الله صلي الله عليه وسلم هغوي ته ورورسيدو پ،ښتنه ئي ورڅخه وكړه٫ چي تاسو څوك ياست؟ هغوي ورته وويل٫ موږ دخزرج قبيلې غړي يو٫ رسول صلي الله عليه وسلم ورته وفرمايل٫ ديهودانو حليفان؟ دوي وويل ٫ هو٫ نورسول صلي الله عليه وسلم ورته وويل چي تاسو كښينئ چي څه خبري درسره وكړم٫ هغوي كښيناستل٫ رسول الله صلي الله عليه وسلم داسلام حقيقت ورته بيان كړو٫ هغوي ئي دالله تعالي ولوري ته راوبلل٫ اوقرآن كريم ئي ورته تلاوت كړو٫ هغوي په خپل مينځ كښي سره وويل٫ داسي ښكاري چي دا هماغه نبي صلي الله عليه وسلم وي كوم چي يهوديانوئي يادونه كوله٫ اوپه همدې سره تاسو ويروي او اخطارونه دركوي نوپه كار ده چي يهود درنه مخكي نه شي پدې پسي هغوي درسول الله صلي الله عليه وسلم دعوت ومانه اوپه اسلام مشرف شول٫ دا ديثرب پوه اوزيرك خلګ وو هغوي خپل منځي جګړو چي اورونه ئي لابل وو ډير ستړي كړي وو نو له همدې امله دا هيله ورسره پيدا سوه٫ چي كيداي شي درسول الله صلي الله عليه وسلم دادعوت جګړې ا و جنګونه پآي ته ورسوي نو هغوي رسول الله صلي الله عليه وسلم ته داسي وويل٫ موږ خپل قوم په داسي حال كښي پرې ايښئ دئ چي بل څوك به ددوي په شان په عداوت او بد بختي نه وي اخته هيله ده چي الله پاك هغوي ستا په بركت سره يو كړي٫ موږ ورځو او خلګ ستا دعوت ته رابولو٫ او دادين چي موږ ومانو هغوي ته ئي هم وروړاندي كوو٫ كه الله تعالي ستا په واسطه هغوي سره متحد كړل٫ نو بيا ستا په شان عزيز او معزز كس نشته٫ او كله چي دغه خلګ مدينې ته ستانه شول٫ نو له ځانه سره ئي داسلام پيغام هم يووړ٫ او دهمدې خلګو په واسطه دمدينې په هركوركښي درسول الله صلي الله عليه وسلم يادونه پيل شوه٫ ٫٫٫٫٫ په همدې كال يعني دنبوت ديوولسم كال په شوال مياشت كي رسول الله صلي الله عليه وسلم له حضرت عائيشې رضي الله تعالي عنها ٫ سره نكاح وكړه٫ دغه وخت دعايشې رضي الله تعالي عنها عمر شپږ كاله وو او واده ئي په مدينه منوره كي دهجرت په لومړي كال دشوال په مياشت كي ترسره شو او دغه وخت دعايشې رضي الله تعالي عنها عمر نهه ۹ كاله وو نوربيا په درناوي محمدعلي عمري سهيلي پښتونخوا مسلم باغ omari.zabul@gmail.com نويسنده : محمدعلي عمري | ۷ مرداد ۱۳۸۹ ساعت ۰۳:۵۷:۵۲ | آرشيو نظرات (0) |
|
||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تمام حقوق تعلق به
نگین بلاگ است
|