دحضرت علي كرم الله وجهه ويناوي
٫٫٫٫٫
ترټولو ستره خطا له ولس او پرګنو سره خيانت او درغلي ده
٫٫٫
د حيا جامې واغوندئ چې ټول عيبونه مو پټ شي
٫٫٫
ستاسو شتمني هغه ده چې آخرت ته يې ولېږئ، څه چې په دنياكې پاتې كېږي هغه د وارثانو مال دى
٫٫٫
كومه تېروتنه چې سمدلاسه اوپه رڼو سترګو وشي دبښلو وړ نه ده
٫٫٫
په جګړو كې ننوتل آسان دي خو راوتل ترې ګران دي
٫٫٫
دعفوې ارزښت د واك پر وخت څرګنديږي
٫٫٫
طمعه مه كوئ ، ځكه دطمعه كونكي په اوږو دذلت او مرئي توب پړى پروت وي
٫٫٫
خپل توان نه زيات بار پر اوږو مه باروئ، هسې نه چې همت پرې وبايلئ
كه له چاسره احسان كوئ نوپټ يې ساتئ اوكه له تاسو سره يې څوك كوي مه يې پټوئ
٫٫٫
كه پر غليم مو لاس بر شي نودبرلاسي شكر په عفوې سره پرځاى كوئ
٫٫٫
قناعت داسې شتمني ده چې هېڅكله پاى ته نه رسيږي
ــــــــــــــــــــــ
په درنښت
محمدعلي عمري
سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
omari.zabul@gmail.com