دحالاتوپه هردرنګ كي ستايادونه راته ژاړي
نن دتوراولچك په شرنګ كي ستايادونه راته ژاړي
دپردي بهارغونچوته چي دخيال سترګي كړم رڼي
ددې هرګلاب په رنګ كي ستايادونه راته ژاړي
دژوندون ستړې نغمه شې،تل ددردپه راګ كښي پورته
دارمان په هراهنګ كي ستايادونه راته ژاړي
زماله اوښكواخرجوړي طلسيمي دجم پيالې شوې
چي يې نن په هر هركړنګ كي ستايادونه راته ژاړي
ستاپه توراوربل كي نغښتې خوبه تل سنبل وږمه وه
نن په تورلاچي لونګ كي ستايادونه راته ژاړي
دمانيزفكرله ټاله چي شېبه دقرار راوړم
دغمجن زړه په غورځنګ كي ستايادونه راته ژاړي
دښكلاپه هرتعبيركښي كه پښتوغوندي ځلېږې
دبدرنګوپه پرهنګ كي ستايادونه راته ژاړي
عجيبه مي برخليك شو،وايه څه ته پناه يوسم
هم په سوله هم په جنګ كي ستايادونه راته ژاړي
اه،دوركي لاري يون دي ستارڼاتروږمۍ تروړلې
دتياروپه تورګړنګ كي ستايادونه راته ژااړي
ددې نيمي شپې په غېږكښي ځكه ما ملتيار سازكړ
دهمدې سېتارپه ترنګ كي ستايادونه را ته ژاړي
ملتيار
جنوبي پښتونخوا كوټه
-----------------------------------------------------