غزل
غمونه چي سر واخلي پښي دزغم وښويوي
چي واوره را ښوييږي كاني هم وښويوي
په يوې ښويه نګاه دې سترګو ډير دي ښويولي
راواړوه ليمې چي زړونه سم وښويوي
ستا مينې ته به بيا ګوروچي څوك وايي لغزش
پلو له مخه واخله چي عالم وښويوي
صحت كاشكي ساري واي خو مرض دئ اخيستونئ
ابليس چي ښوييدلئ وي آدم وښويوي
راوړې مي نن بيا ده ميخانې ته لويه هيله
كه لطف دساقي راسره غم وښويوي
آخر به يو ساحل دامن هم وي پسر ليه
بيړۍ كه مي نيزونه دم په دم وښويوي
------------------------------------------------------