شعر
؛؛؛
دغرورډك قبايلو
ننګياليو لوړ اتلو
سكندر ته تابع نه سوو
نه وزورته دمغلو
نا اميده اكبر ولاړئ
قتل عام وو دبيربلو
خپل سرونه يي اره سوو
چي يي دا فصل ريبلو
هم دغومره يي قتلي وه
چي يي څو زورآزمويلو
فيرنګئ كه يو څه تم سو
وروسته اړسو په وتلو
نن هم هغه پښتانه دي
خير نشته دراغلو
پښتون داسي همايونه
ډير حق داره دستايلو
؛؛؛؛
په مينه
مولوي همايون خان كاكړ
سهيلي پښتونخوا مسلم باغ
-----------------------------------------------